۲۴۴- د رسالت او نبوت عقلي ثبوت:
انسان په نړۍ کې د ژوند تيرولو لپاره يو داسې متوازن، معقول او د عدل په اصولو ولاړ د ژوند نظام ته اړتيا لري چې خپل ژوند يې هم ارام تېر شي او د خپل بني نوع لپاره هم د هوساينې او ارامتیا سبب و ګرځي او د آخرت کاميابي هم په کښې تضمين شوې وي.همدا راز انسان يو دا سې بشپړ او کامل قانون ته هم اړتيا لري چې هغه قانون ورته حقوق او فرائض ورپه ګوته کړي، د عدل داسې اصول او ضوابط ورته وټاکي چې هم هراړخیزه بڼه ولري او هم پکې د ټولو انساني پرګنو حقوق او فرائض د انصاف او عدل په رڼا کې په متوازنه توګه ټاکل شوي وي او چې دا قوانين داسې سپېڅلې وي چې ټولو انسانانو ته په کښې د انصاف په سترګه کتل شوي وي.
د يو مخصوص قوم ، رنګ ، نسل او وطن لپاره پکې ناروا امتیاز نه وي ورکړل شوی ، قومي ، لساني ، سمتي او وطني مصلحتونو ته په کښې نه وي کتل شوي ، بلکه خالص د انسانیت د تنظيم او مصلحت لپاره ازلي، ابدي اصول او قوانين نړۍ ته معرفي کړي.
کوم شيان چې د ژوند په مختلفو برخو کښې انساني ټولنې ته تاوان لري هغه ورته په ګوته کړي او همدا راز د ژوند په مختلفو اړخونو کښې انسانيت ته د اخلاقي او روحاني عروج لپاره اړين موارد هم معرفي کړې او دا کار يواځې د علم او حق په رڼا کښې سرته ورسوي، هېڅ شخصي مالي او مادي ترغيب ، قومي ، ملي او وطني ګټه يې افکار او د قانون سازي بهير متاثره نکړي،
د اخلاقو، اخلاقي اصولو او عام قوانينو په معرفي کولو کې يې يواځې د انسانيت عمومي خیر او فلاح په نظر کښې نيولې وي ، که په بل ډول يې ووايو چې انساني اخلاق او انسانيت په درسته توګه ور وپيژني او د انسان په ذهن کښې يې داسې راسخ کړي چې هېڅ ملي ، وطني او قومي ګټې ته د هغه اصولو په مقابل کښې ترجیح ورنکړي ، حتی خپله شخصي ګټه يې هم د هغو اصولو پرېښودلو ته اماده نکړای شي.
دا کار له يو نبي او رسول نه پرته بل څوک نشي کولای او له دې پورته ذکر شويو أساساتو په نظر کښې له نیولو پرته انسانيت د هوسا او ارام ژوند تصور هم نشي کولای.
انبياء هغه شخصيتونه دي چې هغوی د الله جل جلاله د هدايت په رڼا کې ټول کارونه سرته رسوي، د هغوی په خبرو، کارونو او پرېکړو کې انصاف ، عدل ، علميت ، معقوليت ، سپيڅلتيا او بې پرېتوب له ورايه ښکاري.
انبياء له ټول انسانيت سره همدردي لري، په هغوی يې زړه سوزي ، بلکه انسان او بشر خو پرېږده انبياء کرام د الله جل جلاله له ټولو مخلوقاتو سره همدردي لرونکي شخصيتونه دي ، د هغوی نبوت د ټول مخلوق لپاره د رحمت او برکت باعث ګرځيدلی ، د يو نبي په اړه څوک نه شي ثابتولی چې کومه فيصله يې د انصاف او عدل خلاف کړې وي، يا يې هم کومه فيصله د خود غرضي په اساس کړې وي. بلکه د هغوی ټول ژوند له پاکي ، صداقت ، سپېڅلتيا ، بې پرېتوب ، دخدای له وېرې او الله پرستي څخه عبارت دی. دغه شان پاک ، رښتيني او سپيڅلي شخصيتونه کولای شي او حق لري چې نړۍ ته ازلي او ابدي اصول او قوانين وضع کړي.
دنيوي زعامتونه:
نړۍ کې چې څومره دنيوي زعامتونه او قيادتونه تېر شوي دي ، له هغوی سره الهي علم او لارښوونه نه وه ، الله جل جلاله د هغوی په لاسونو کې د هدايت مشعل نه ؤ ورکړی ، بلکه د هغوی د خپل نيمګړي انساني فکر او د خپلو انساني تجربو په رڼا کښې خپل افکار ، آراء او نظريات وړاندې کړي او ټولو دنيوي زعامتونو د نظر د وسعت کچه له دې څخه څرګنديږي چې مسکينانو له خپل قوم او وطن پرته د عام انسانيت په اړه د خير او ګټې څه فکر ندی کړی ، خپل ټول ژوند يې يواځې د خپل قام په خدمت کې تیر کړی ، د خپل قام لپاره يې له نورو قامونو سره غدر او دوکه هم کړې، د خپل قام په ګټه يې د نورو قامونو په حقوقو تیری هم کړی ، بلکه د خپل قام او وطن په ګټه له بل قوم سره چل او دوکه د دنيوي قيادت کمال ګڼل کيږي ، ټولو کښې ښه قائد همغه وي چې د خپل ملت او وطن په ګټه يې له نورو قامونو سره ډېره دوکه کړې وي او د چل ، دوکې او تقلب ښه ماهر وي. الله پاک انبياء کرام له دې نقائصو او عيبونو نه نه پاک ګرځولي کومو کې چې دنيوي قيادتونه ګرفتار دي.
۳- د دنيوو پوهانو د علم کچه:
د دنيوي عالمان او پوهان علم له مطالعې ، تجربې او مشاهدې څخه لاس تر لاسه کوي ، حال دا دی چې د انسان مطالعه ، تجربه او مشاهده کله هم د کمال حد ته نشي رسيدلی ، هېڅ انسان دا نه شي ويلای چې زه مطالعې ، تجربې او مشاهدې کښې د کمال حد ته رسيدلی يم ، زما په مطالعه ، مشاهده او تجربه کښې هېڅ نيمګړتيا ، اشتباه او تېر وتنه ځای نه لري ، زه چې هر څه وايم د علم ، تحقيق ، څېړنې ، تجربې او مشاهدې ميدان کې همدا زما خبره اخري سند او اخري ټکی دی. آيا موږ د يو انسان که څومره هم عالم وي دا خبره په مطلقه توګه منو؟ خو موږ به کله هم د ځان په هکله چا دا وينا و نه منو ځکه چې اصل حقيقت دادی د هر عالم ، څيړونکي او پوه انسان آراء او افکار هم د ګومان ، حدس او تخمين له حد نه وړاندې نه دي ، ساينسې افکار او تجارب هم په يو حد کې نه پاتې کیږي بلکې ګړندی تغیر او بدلون کوي ، هر وروستی نسل د مخکني نسل نه مخ په وړاندې روان دی ، نو د دنيوي قيادت ، قانون پوهانو او فلاسفرانو خبره د ګومان او تخمين له حده وړاندې نه ده ، دا خلک له دې بريد نه پورته حق نه لري چې دعوا وکړي او دوی ته دا حق ورکول او پرې قناعت کول ه ظلم دی او هم انسانيت سره جفا ده.
د انبياء کرامو علم:
د پيغمبرانو عليهم السلام علم نېغ په نېغه د الله (ج) له خوا راغلی دی ، الله (ج) هغوی ته د مقرب ملک په ذريعه علم راليږي، داسې ملک چې هغه هېڅ ډول عمدي غلطي نه کوي او خطاء کيږي هم نه. او پاتې شو د الله علم هغه محيط دی ، کامل او بې نقصانه دی، الله (ج) ته هر څه معلوم او څرګند دي ، د هغه خبره د هر شي په اړوند سند او حرف اخر دی.دالله (ج) فيصله او امر د ظن ، تخمين او ګمان په ټالونو نه ځانګي بلکه د الله (ج) فيصلې او پريکړې د علم او خالص علم او حکمت په رڼا کې صادريږي. انبياء کرامو ته د الله (ج) له لوري داسې څه ښودل شوي دي چې تر قيامت پورې به يې د دنيا مفکرين ، فلاسفه او ساينسپوهان ونه ويني او نه به پرې پوه شي.
انبياء کرامو ته د ځمکو او آسمانونو د ملکوت مشاهده کېږي ، د نبي عليه السلام باره کې څرګنده ده چې الله (ج) هغه اسمانونو ته پورته کړ ، ۷ اسمانونه يې له هرڅه سره وليدل ، پخوانيو پيغمبرانو سره ملاقاتونه وشو ، جنت او دوزخ يې وليدل ، ملائکې يې وليدې او د خدای (ج) د قدرت عجائب او کمالات يې په خپلو سترګو وکتل ، داسې مقاماتو ته پورته ولاړ چې پرښتې لا هلته ندي تللي.
نبي عليه السلام ته له نن نه ۱۴ سوه کاله د مخه جبرائيل عليه السلام داسې تېزرفتاره سورلۍ (براق) وړاندې کړه چې د شپې په ډېره لږه برخه کښې يې له مکې نه بيت المقدس پورې و رساوه ، بيا يې په (المعراج) له بیت المقدس نه اسمانونو ته وخيژاوه بیا بېرته بيت المقدس کې راکوز شو او مکې مکرمې ته يې تشريف راوړ ، جالبه داده چې دا ټول سفرونه او کارونه په يوه شپه کې سرته رسيدلي.
کله چې يو نبي ته دومره حقايق څرګند او واضح وګرځول شي نو د هغه علم د دنيوي پوهانو له علم سره برابر ګڼل چې بې انصافي نه ده نو څه ده؟
انبياء کرامو ته د شرعي علومو تر څنګ څه علم داسې هم ورکول شوی و چې هغه په مشاهدې او تجربې باندې استوار ؤ ، د بيلګې په توګه:
ابراهيم عليه السلام:
د ابراهيم عليه السلام اړوند قرآن کې راغلي دي چې هغه ته موږ د ځمکو او اسمانونو د بادشاهيت مشاهده وکړه. همدا راز تاريخي روايات وايي چې ابراهيم عليه السلام ته د براق په شان يو تېز ځغاسته سورلۍ هم ورکړل شوې وه چې هغه به پرې د خپل د دعوت سيمه (اردن، شام، فلسطين او جزيرة العرب) کې د لوط عليه السلام، اسماعيل عليه السلام او خپلې کورنۍ له حالاتو نه ځان خبروه او د دعوت د کار د پرمختګ لپاره به يې د خپل پلان مطابق ترې کار اخيسته ، همدا راز د ابراهيم عليه السلام په لاس څلور کوفته شوي مرغان دهغه په وړاندې يې غوښې سره جلا او د څلورو مرغانو بڼه غره کړه ژوندي شول، دا مشاهده الله (ج) ابراهيم عليه السلام ته وښودله.عزير عليه السلام:
يو اسرائيلي نبي عزير عليه السلام الله (ج) ۱۰۰ کاله مړ کړ، د هغه څاروی (خر) يې هم مړ کړ، له دې وروسته بيا هغه الله راپاڅوه او ژوندی يې کړ، د هغه تر مخه يې د هغه څاروی هم ژوندی کړ او ده سره چې کوم طعام ؤ هغه سل کلونو کې نه ؤ خراب شوی ، دا کيسه قرآن په سورة بقره کښې بيان کړېده ( او کالذي علی قرية......) دا نبي له دې تجربې څخه ځکه تېر کړل شو چې نوموړی په لاره روان ؤ يوداسې کلی يې ولید چې عذاب پرې نازل شوی او وران ویجاړشوی و ، نوموړي وويل: دا کلی به الله څه رنګه ژوندي کوي؟ له دغې پوښتنې او استعجاب ورسته دغه نبي له دغې تجربې سسره مخ شو ، له دې څخه معلوميږي چې انبياء کرامو ته د شرعي علومو سره تجربوي او مشاهداتي علوم هم ورکول شوي دي.د انبياء کرامو د علم مرتبه:
د انبياء کرامو علم په حقيقي توګه د حقيقت علم دی، هغوی له ګومان ، ظن او اټکل څخه کار نه اخلي بلکه هغه څه وايي چې ليدلي يې دي ، تجربه کړي يې دي او يا د جبرائيل په وسيله د الله له طرفه ورته حقيقتونه بيان شوي ، نو د هغه چا خبره چې حقيقت نه ورته پرده پورته شوي وي، حقايق ورته څرګند شوي وي او هغه وايي چې ما حقيقت ليدلی دی زه د علم او ليدنې نه وروسته خبره کوم ، د هغه چا له خبرې سره څنګه برابرېدلای شي چې ټول عمر د يو حقيقت د پيدا کولو لپاره هڅه کوي او چې څه لاس ته راوړي بيا هم د هغې په اړه دا نشي ویلی چې دا همداسې دي او تغيير به نه مومي او بیچاره خپله خبره د ګومان او اټکل نه په خپله هم پورته نه ګڼي!(خو افسوس چې ځينې خلک يې خبرې د کاڼي کرښه ګڼي تر دې چې د ډارون په فلسفه يې ايمان راوړی او هغه يې په ناحقه د يو ساينسي حقيقت په توګه تسليم کړی.)موږ څنګه کولی شو دغسې خلک چې مبلغ علم يې يواځې ګومان وي له انبياء کرامو سره برابر کړو، برابر لا څه کوې چې د انبياء کرامو خبرې او فيصلې د دوی د ناقصو افکارو او اټکلونو په اساس رد کړو ، آيا دا به انصاف وي؟انسان او قانون جوړونه:
که موږ يو انسان يا د انسانانو يوې ډلې ته دا واک ورکړو چې هغه دې د نورو لپاره د ژوند تېرولو اصول او قوانين جوړ کړي، نو آيا دا به انصاف وي چې د ميلياردونو انسانانو د قسمت پرېکړه يو يا دوه تنو او يا هم د څو کسانو ټولګي ته وسپارو؟ دغه خلک به په نورو باندې څه غوره والی ولري چې دوی ته دا واک وسپارو؟ انسان د خپل عظمت او ستروالي سره سره ډېرې نيمګړتياوې هم لري، رايې، افکار او پرېکړې يې د داخلي او خارجي تاثیراتو څخه پاکې نشي پاتې کيدای.انسان نفس لري، نفس يې غوښتنې لري او بشر ډېر ځله د نفسي غوښتنو مقابل کې له ماتې سره مخ کيږي، نفسي غوښتنې يې افکار او پرېکړې اغيزمنې کوي او ځان ته پر بل د ترجېح ورکولو انساني داعيه يې هر وخت انصاف متاثره کولی شي.همدا راز انسان ضرور د يو قام ، ملت ، وطن او لوري سره طبيعې تړاو لري ، د پرېکړو او قانون جوړونې په وخت کې ددې طبعي تړون خواته د ميلان له تاثير څخه پاک نشي پاتې کيدای، خامخا به د قانون په جوړولو کې د خپل هېواد ، ټبر او قوم ځانګړې ګټې په نظر کې نيسي او د نورو ملکونو ، قومونو او پرګنو په ګټو به سترګې پټوي. ددې تر څنګ ژبه ، رنګ او نسل هم ډېر ځله انساني افکار او نظريات تر تاثير لاندې راوستلی شي ، تازه مثال يې د ملګرو ملتونو د هغه قانون جوړول دي چې قوي هيوادونو په کښې خپلې ګټې خوندي کړي دي ، تر دې چې ځانته يې د ويټو اختيار هم ترلاسه کړی او پاتې نور قانون يوازې د کمزورو قومونو او هيوادونو لپاره وضع شوی دی څو له همدې لارې وکولی شي هغوی تر همیشني فشار لاندې وساتي.که موږ د هر قوم ، ملک او وطن خلکو ته اختيار ورکړو چې موږ ته قانون وضع کړي نو بیا هم د هغوی په انصاف اعتماد نشي کيدای او نه په تاريخ کې ددې څه مثال شته چې قوي قومونو سره تړلي خلکو او پوهانو دې د نورو لپاره هم د انصاف خبره کړې وي، بلکې د نشنيلزم ، قوم پرستي او د خپل قوم د برترۍ او د نورو تر پښو لاندې کولو غږ له همدې ملتونو څخه راپورته شوی ، کوم چې دنيا ته د عدل او انصاف ورکولو شعارونه زمزمه کوي.د قانون جوړونې اصلي واکدار:
د عقل غوښتنه ده چې د قانون جوړونې اصلي واکدار باید الله (ج) ومنل شي ځکه چې هغه نه د کوم قوم او وطن سره مخصوص تړاو لري او نه د کومې ژبې ، رنګ او نسل مینه یې د انصاف له لارې اړولی شي.په ځمکه کې د الله (ج) حقیقي استازي انبیاء کرام دي ، هغوی د الله (ج) په نګرانی کې اصول ، قوانین، او ضوابط وضع کوي او دوی (انبیاء کرامو) په خپل ژوند کې هم دا ثابته کړې چې نفس ، مال، قام ، وطن ، مور ، پلار ، خپلوان بلکه د هیڅ شي مینې دوی د انصاف له لارې ندي اړولي.له همدې امله مونږ ویلی شو چې کوم قانون انبیاء کرامو وړاندې کړی دی هغه د انسانانو تر منځ د عدل او انصاف غوښتنې پوره کولای شي ، ياد قانون ټولو ته په یوه سترګه ګوري ځکه چې جوړونکي يې چاته هېڅ ډول امتياز نه دی ورکړی او ټول ورته يو ډول ښکاري ، له هیچا سره یې ګټې شريکي نه دې.الله (ج) او رسولان یې له هر قسم عيبونو نه هم پاک دي ، د دوی اړوند دا تصور کول هم بې انصافي ده چې تقنین کې به یې کوم خاص قوم ، رنګ او نسل ته څه امتیاز ورکړی وي.همدغه ده چې مونږ وایو انسان دنیا کې د ښه ، ښایسته ، پاک او سپیڅلي ژوند لپاره د انبیاءکرامو لارښوونو ته اړتیا لري.د تاوان ورکونکو شیانو پیژندل:
انسان د خپل لږ علم (وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً) نا کافي تجربې او کم عمر له مخې نشي کولای ټول هغه مواد او شیان وپیژني چې انسان ته تاوان او نقصان ورکوي ترڅو یې په انسانانو بند یا حرام کړي.ځینې دوستان وایي نن سبا دنیا کې ډیر پرمختللی لابراتواري نظام شته دی چې د شیانو ګټه او زیان په اسانۍ سره معلومولای شي ، ليکن دا ډیر کمزوی دلیل دی چې دوی یې وړاندې کوي ځکه مونږ ټول پوهیږو چې له نن نه څو کاله مخکې نړۍ کې نه لابراتوار موجود وه او نه طب دومره پرمختګ کړی وه، نو هغه وخت کې به انسان څه کول ؟ ولې د هغه وخت انسان به خپل مسائل ستا د لابراتوار په طمع لا ینحل پریښودل؟ په قضا کې به یې پریکړې نه کولې ؟ د خپل وخت مسائل به یې نه حل کول ؟نن چې ستا په وینا لابراتوار پیدا شوی دی نو آیا دا لابراتوارونه د یو عمل د عواقبو اړوند هم خبرداری ورکولای شي ؟ کله هم دې پوښتنې ته ځواب نه شو ويلی، مثلاً زنا الله ج د انبیاء کرامو په خوله حرامه ګرځولي وه ، خلکو به ترې ډډه کوله ، ټولو قوانینو کې هم ممنوع کرځول شوې وه ، خو کله چې جدید بې خدایه کمونیستي او غربي تهذیب په دنیا غالب شو د رضاء زنا یې په قانوني توګه روا وبلله، نایټ کلبونه، شراب خانې، رقص خانې یې ایجاد کړې، د ښځو او نر مخلوط نظام یې رایج کړ ، په دفترونو ملکي او پوځي ادارو کښې یې دواړه جنسونه سره کډ او نژدې کړل چې په نتیجه کې یې فحشاء عامه شوه ، ددوی لابراتوارونه نه وو خبر چې دا به د ایډز ښامار له ځانه سره راوړي؟پوښتنه:
یو چا له ما څخه پوښتنه وکړه چې شریعت ولې د خنزیر غوښه حرامه ګرځولې حال دا چې اروپائي طبي معاینات وایي: دا غوښه هیڅ تاوان نلري؟ ما ورته وویل:دا په طبي لحاظ هم اتفاقي مسئله نه ده چې هيڅ تاوان نه لري ، بلکه ددې په خلاف طبي رایه هم شتون لري ، بله دا چې شریعت یو شی یواځې د هغه د مادي زيان له کبله نه حراموي بلکه ځینې حيواني غوښی انساني اخلاق او تمایلات هم متاثره کوي ، د انسان په اخلاقو ، خویونو او عاداتو کې ناوړه تغیير را منځته کوي.د خنزیر د غوښې اړوند علماء وایي : چې دا د انسان هغه اخلاق او عادتونه متاثره کوي کوم چې شریعت غواړي سالم پاتې شي ، لکه غیرت ، د خنزیر د غوښې مسلسل استعمال د انسان غیرت تر تاثیر لاندې راولي.الله ج ځينې غوښې په انسان باندې د یو حکمت په اساس بندې کړې دي ، کله انسان په هغه حکمت پوهیږي او کله هم نه پوهيږي ، خو مسلمان د الله (ج) پر علم او حکمت باور لري ، هر څه چې پرې حرام ګرځوي ځان ترې ساتي ، د بيلګې په توګه لکه یو ناروغ چې ډاکټر ته ځي نو د هغه پر علم باور لري ، داکتر يې چې له کومو څيزونو څخه منع کوي نه يې خوري ، برسیره پر دې چې ناروغ د منع شويو څيزونو د تاوان پر ميکانيزم نه پوهيږي چې دغه شيان ولې زيانمن دي او د کوم ميکانيزم په اساس انسان ته تاوان رسوي؟ او ډاکټر هم په دې مکلف نه دی چې هر ناروغ ته دې اړوند تشریحات ورکړي تر څو هغه قناعت ته ورسي.د الله ج عادت او سنت هم داسې دی چې انبیاءکرام په خپله خبره تفصیلاً پوهوي بیا هغوی خلکو ته د الله (ج) پیغام رسوي ، الله (ج) له هر کس سره جلا خبرې نه کوي او نه هر کس ته جلا پيغام ليږي.د انسان لپاره دا ضرور نه ده چې د الله (ج) د هر حکم په حکمتونو او فلسفه دې پوه شي، انسان ته دا پکار دي چې الله (ج) عليم او حکيم ذات وګڼي او په دې پوه شي چې هغه له حکمت پرته خبرهنه کوي ، ځینې شیان الله ج د امتحان په توګه هم په انسانانو حراموي چې ایا دوی د الله (ج) له حکم نه پیروي کوی او که نه؟ ځینې شیان بیا الله (ج) له دې امله حراموي چې د هغې تر شا شرکي او کفري فلسفه وي د هماغه شرکي فلسفې د محوه کیدو لپاره الله (ج) ياد شيان پر انسانانو حرام ګرځوي.شریعت په تحلیل او تحریم کې یواځې مادي ګټو او تاوانونو ته نه دي کتلي بلکه روحاني ، معنوي او اخلاقي اړخ یې هم په نظر کې نیولي دي ، ماده پرست خلک ځینې شرعي احکام يوازې د مادي ګټو او تاوان له اړخه مطالعه کوي چې دا اصلاً غلط کار ده ، ځکه چې شریعت له مادي ګټو او تاوان سره سره د شیانو معنوي ، روحاني ، اخلاقي او عقیدوي ګټو او تاوان ته هم کتلي او بیا یې قانون جوړ کړی. غربیان یواځې ماده پیژني ، معنویات ، اخلاق او عقیده هغوی له لاسه ورکړې او اهمیت ورته نه لري ، نو ځکه خو ټولو شیانو ته په مادي عینکو کښې ګوري ، له معنوي ، روحاني او اخلاقي عینکو الله (ج) محروم کړي دي.په دې بايد پوه شو چې په نړۍ کښې تر اوسه داسې کوم لابراتوار نه دی ایجاد شوی چې د شیانو اخلاقي ، معنوي ، روحانی او عقیدوي زيانونه دې هم معلوم کړي ، خامخا به انسان په دې کښې د انبیاء کرامو په قول اعتماد کوي چې هغوی د الله (ج) له لوري او د هغه په استناد خبره کوي.ساینس:
ساينس هغه علم ته ويل کيږي چې له تجربې څخه وروسته لاسته راغلی وي ، خو دلته غربي لیکوالان جالب کار دا کوي چې خپل نظریات ، افکار او اټکلونه د ساینس تر نامه لاندې په خلکو کې تحميلوي ، د بيلګې په توګه د ډاروين د ارتقاء تیوري چې يوازې د شیخ چلي له قضیې نه زیات کوم شی نده هغه هم د ساینس تر نامه لاندې په خلکو تپل کیږي.د انبیاء کرامو علم بیا داسې نه ده ، هغوی عین حقیقت ته رسیدلې دي ، هغه خبره کوي چې په رښتيا همغسې وي ، انبیاء کرامو حقیقت موندلی دی ، ساينس پوهان لا اوس هم د حقیقت په لټه کې ټکرې خوري او ټول په یوه تېوري او فلسفه متفق هم نه دي بلکه خبرې ، افکار ، او تیوریانې یې یو له بل سره متضاد دي. دوی د حقیقت د لټولو په سفر روان دي، خو انبیاء کرامو حقیقت موندلی او لیدلی دی.زیات او کم یو لک او څلورویشت زره انبیاء کرام په مختلفو عصرونو ، هيوادونو او قومونو کې لیږل شوي ، دوی ټول یوه خبره کوي او یو شي ته خلک دعوت کوي (يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ) او (مَا لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ) چې د یو خدای بندګي ، په اخرت او رسالت ایمان دی ، د دومره لیرې زماني او مکاني فاصلو سره سره د ټولو انبیاءکرامو یوه خبره کول د هغوی صداقت څرګند دلیل دی.وروستۍ خبره:
له پورته وضاحتونو او دلايلو پر اساس مونږه وايو: عقل دا غوښتنه کوي چې په دنیا کې متوازن او درست ژوند تیرول په دې ترتیب چې دنیا له امن او عدل نه ډکه شي د یو نبي له لارښوونې او د هغه د قیادت له تسلیمولو پرته ممکن نه ده او هغه نبي چې له هغه وروسته بل نه راځي د الله ج وروستی نبي حضرت محمد صلې الله علیه وسلم دی.
(د دولت زو ښارګوټی –١٣٩٤، حوت کابل- مازیګر - ۴ بجې او ۲۷ دقيقې)