د الله صفات
لومړۍ برخه:
۱ - د الله د صفاتو په اړه د اهل سنتو اتفاق دی چې کوم صفات الله ته په قران او سنت کښې ثابت شويدي هغه حق دي اوالله ته يې په اثبات کښې په خپل منځ کښې اختلاف نه کوي ، معتزله او جهميان د الله صفات په کلي توګه نفي کوي.
د الله صفات څو قسمه دي :۱. د الله تعالی ذاتي صفات:لکه: قدرت ، علم ، حيات ، إراده ، سمع ، بصر ، كلام او تكوين ، اهل سنت په اتفاق سره دا صفات الله ته ثابت مني او هيڅ اختلاف په کښې نشته دی.۲.د الله فعلي صفات:فعلي صفات هغې ته وائي: چې د الله له مشيئت سره تړلي وي.فعلي صفات دوه قسمه دي :۳. يو هغه چې د مخلوق له صفاتو سره يې التباس نه راځي لکه: خلق السموٰت و الأرض ، انزال المطر ، بعث الأنبياء ، الإحياء ، و الإماتة ، الخلق ، الرزق او نور...... دا صفات اهل سنت الله تعالیٰ ته ثابتوي ، دې کښې هم څه اختلاف نشته دی.ژباړه: د ځمکو او آسمانونو پيدا کول ، باران اورول ، أنبياء لېږل ، ژوندي کول ، مړه کول ، پيدا کول ، رزق ورکول او نور....۴. دوهم هغه فعلي صفات دي چې د اشتراک اسمي له امله يې د مخلوق له صفاتو سره التباس راځي لکه: استواء ، تکلم ، غضب ، تعجب ، ضحک ، إتيان او المجيء.ژباړه : لکه په عرش استواء ، خبرې کول ، غصه ، تعجب ، خندل ، تلل راتلل او نور ...۵. هغه صفات دي چې په صفت کېدو کښې يې اختلاف دی :د الله تعالی د ځينو صفاتو په اړه عقل دا نه شي درک کولی چې دا ذاتي صفات دي که فعلي؟ په قرآن ، حديث او د سلفو په اقوالو کښې هم څه تصريح نشته ده چې دا ذاتي صفات دي يا فعلي لکه : وجه ، يد ، عين ، أٙعين ، يدين ، ساق ، قدم ، اصابع ، شخص.په دغو عموما خلک د صفاتو اطلاق کوي خو دا شيان خو طبعي ده چې نه د ذاتي صفاتو تر تعريف لاندې راځي او نه د فعلي صفاتو تر تعريف لاندې راځي ، ځکه چې د صفت په ذريعه خو له موصوف نه خبر ورکول کېږي او بله دا چې د صفت ملازمت له ټول موصوف سره وي ، لکه چې عليم ، خالق ، رازق د الله صفات دي ، موږ ويلی شو چې : اللهُ عليمُُ ، الله خالقٌ ، الله رازقٌ.خو دا ويل د يو عاقل په نزد هم درست نه دي چې موږ و وايو : الله يد ، الله عين ، الله ساق او نور... نو په زغرده ويلی شو چې دا نه ذاتي صفات دي او نه فعلي. له دې امله ځينو ورته د خبري صفاتو اصطلاح وضع کړېده.نو په څلورمه او په پنځمه شمېره کښې چې د کومو صفاتو او اعضاوو يادونه شوېده ، ددغو د معنا کولو او تاويل يا تفسير په اړه د علماوو درې مسلکونه دي: لومړی د ځينو حنبليانو او اوسني اهل حديثو مذهب. دوهم : د ا شعري مذهب. دريم : د ابو منصور ماتريدي مذهب. حنبليان او اهل حديث خپل مذهب ته د سلفو مذهب وايي چې د علماوو په نزد دا نسبت اشتباه ده.۱ - مسلک: د الفاظو معنا به يې وکړل شي ، او د کيفيت علم به يې نه بيانېږي بلکې د کيفيت علم به يې الله ته مفوض کړل شي ، د دې قول دا معنا دوی نه اخلي چې کيفيت د سره منتفي دی ، بلکې دوی وايي: موږ ته يې د کيفيت علم نشته دی ، يعنې اصل کښې خو کيفيت شته دی. دا مسلک د ځينو حنبليانو ، شيخ الاسلام ابن تيمييه رحمه الله او اوسني اهل حديثو دی او د سلفو د مذهب په نوم يې مشهور کړی دی، اګر چې دا د سلفو مذهب نه دی.۲ - د سلفو مسلک چې فقط الفاظ و ويل شي او د معنا د تعيين کوښښ يې و نه کړل شي چې دا ابن کثير او نورو د أمِّروهٙا کما جاءت په الفاظو نقل کړیدی، چې له دېنه داسې معلومېږي چې د معنا د تعيين کوښښ کول نه دي په کار، يعنې د تفویض لار يې غوره کړېده، چې معنا يې الله تعالی ته سپاري او د معنا د پيدا کولو کوښښ يې نه کوي. په دې باندې د سلفو تصريحات هم شتون لري.۳ - دريم مسلک د تاويل دی چې په دغه رنګ صفاتو کښې تاويل کوي ، تر څو د يو عام سړي ذهني سطحې ته مسئله نژدې شي، د مثال په توګه: له يٙدْ نه مراد قدرت اخيستل او داسې نور.د تاويل ضرورت:
تر څو چې اسلام جزيرة العرب پورې ځانګړی و نو خبره آسانه وه چې دا کلمات و وايه او پرې تېرېږه ، خو کله چې نور قومونه اسلام کښې داخل شول ، هغو ته دا ويل ګټور نه و چې الاستواء معلوم .... ځکه پښتون ، ترک ، هندي ، ايراني او افريقايي ته خو استواء نه ده معلومه چې مرور پرې وکړي ، نه د يد ، عين او ساق په معنی پوهېږي.دلته مسلمانانو سره دوه لارې وې ، يوه دا چې د قرآن تعليمات تر عربانو پورې ځانګړي کړي ، دوهمه دا چې نورو قومونو ته هم د اسلام دعوت و رسوي ، نو مسلمانانو د شرعي مسؤليت په اساس دا دوهمه لاره غوره کړه ، نو لازم وه چې د غير عرب قومونو د پوهولو لپاره تاويل وکړي ، ځکه هغو خو په عربي نه پوهېدل.او په دغه رنګ صفاتو کښې تاويل ابن عباس او ام سلمه بي بي څخه هم ثابت دی، چې هغه د معيت عامه مسئله ده ( و هو معکم اينما کنتم ) ٫( الحديد:۴ ايت). دوهم د سورت مجادله په ( ۷ ) آيت کښې:اَلَمۡ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ يَعۡلَمُ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الۡاَرۡضِؕ مَا يَكُوۡنُ مِنۡ نَّجۡوٰى ثَلٰثَةٍ اِلَّا هُوَ رَابِعُهُمۡ وَلَا خَمۡسَةٍ اِلَّا هُوَ سَادِسُهُمۡ وَلَاۤ اَدۡنٰى مِنۡ ذٰ لِكَ وَلَاۤ اَكۡثَرَ اِلَّا هُوَ مَعَهُمۡ اَيۡنَ مَا كَانُوۡاۚ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمۡ بِمَا عَمِلُوۡا يَوۡمَ الۡقِيٰمَةِ ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَىۡءٍ عَلِيۡمٌ.۞( المجادلة: ۷ آيت).دلته راغلي دي: هر درې کسانو سره څلورم الله دی ، هرو پنځو سره شپږم الله دی ، که له دېنه کم وي يا زيات مګر الله ورسره دی.د دې آيتونو په اړه چې د ابن عباس او أم سلمه او نورو نه پوښتنه و شوه ټولو په کښې تاويل کړی:( السنة لعبد الله بن أحمد(۱- ۳۰۶) و الدر المنثور (۸ - ۴۹) وعزاه لابن أبي حاتم في تفسيره.) .نو چې په يو ځای کښې تاويل ثابت شو ، په نورو ځايونو کښې هم ممانعت نشته دی ، له همدې امله اشعري او ماتريدي تاويل درست مني ، يعنې وائي: چې تاويل بدعت نه دی ځکه چې له صحابه کرامو نه هم ثابت شوی دی.خلاصه:
دا درېواړه مذهبونه ، تاويل ، تفویض ، او د ځينو حنبليانو او اهل حديثو مذهب درې واړه د اهل سنتو مذهبونه دي ، ټولو په خپل ځای اجتهاد کړی دی ، د هيڅ چا رايه مطلق درست نه ده ، د هرچا کلام کښې حق او صواب هم وي او اشتباه هم. دا ټولو مذاهبو د اجتهاد په مناسب ځای کښې اجتهاد کړی دی ، ټول اهل سنت د نص په مقابل کښې اجتهاد نه کوي او د نص په مقابل کښې اجتهاد کول روا هم نه دي.نوټ:
د سلفو مذهب خو تفویض دی ، ليکن د دې په تعبير کښې دا اختلاف شوی چې اشعري ، ماتريدي او جمهور متکلمين ، فقهاء او محدثين وايي: له تفویض نه مراد دا دی چې د معنا علم الله ته وسپارل شي او په الفاظو مرور وشي ، صفت نفي نه شي.او اوسني اهل حديث ، ابن تيمييه او ځينې حنبليان وايي: د تفویض معنا دا ده: چې معنا به يې بيان کړې او د کيفيت علم به يې الله ته وسپارې، د جمهورو په مذهب کيفيت خو له اصل نه منتفي دی او د ابن تيميه په مذهب فقط د کيفيت علم الله ته سپارل کېږي. يعنې د تفویض تعبير جمهورو علماوو يو شان کړی او علامه ابن تيمييه او ځينې حنبليانو بل رنګ. زياتی دا شوی چې د جمهورو په مذهب بې ځايه ردونه کېږي او د يوې وړې ډلې مذهب د اهل سنت د مذهب په نوم معرفي کېږي.لکه فقه کښې چې پنځه مذهبه دي ، همدا رنګ په عقايدو کښې هم مذاهب شتون لري ، د چا چې په کوم مذهب تسلي کېږي د هغې اتباع د وکړي ، خو په نورو تجاوز او تعرض مناسب نه دی ، حنبليانو او ابن تيمييه هم اجتهاد کړی د هغو د عقيدې د صحت په اړه په قران ، سنت ، د صحابه او تابعينو په اقوالو کښې صحيح او صريح دليل شتون نه لري ، فقط د اجتهاد په محل کښې يې اجتهاد کړی او اجتهاد د خطا او ثواب دواړو احتمال لري.دوهمه برخه
تفویض معنا:(۲).
د تفویض معنا ده : د ځینو صفاتو حقیقي معنا الله ته سپارل، ظاهري معنا یې نه مراد کوله او دغه نصوص يې د متشابهاتو له جملې څخه ګڼل۔فتح الباري کښې حافظ ابن حجر د تفويض په اړه د إمام ابن المنير مالکي وينا نقل کړېده:وهذا الإمام ابن المنير المالكي ( 683هـــ ) يقول في مذهب السلف : إمرارها على ما جاءت مفوضا معناها إلى الله تعالى .(فتح الباري لابن حجر [ 13 / 390 ] ط المعرفة)(علامه ابن منير مالکي وايي: د سلفو مذهب إمرار دی لکه څنګه چې راغلي دي په همغه رنګ به لوستل کېږي او معنا علم به ئې الله ته سپارل کېږي.)د امام ابن حمدان حنبلي وينا:وهذا الإمام ابن حمدان الحنبلي ( 695 هــــ ) يقول : وكل ما صح نقله عن الله تعالى ورسوله صلى الله عليه وسلم أو أمته ، وجب قبوله والأخذ به ، وإمراره كما جاء وإن لم يعقل معناه.(نهاية المبتدئين لابن حمدان [ ۳۵ ] ط الرشد)( کوم شي چې له الله ، رسول او د هغه له امت نه په صحيح توګه نقل شوي دي ، قبلول يې واجب دي او چې څنګه راغلي دي همغه رنګ يې ويل لازم دي ، اګر که په معنا يې څوک پوه نه شي.)د امام ولي الدين العراقي وينا :يقول الإمام ولي الدين العراقي الشافعي ( 826 هـــ ) : إمرارها كما جاءت من غير خوض فيها ، ولا تعقل لمعناها.( الأجوبة المرضية عن الأسئلة المكية للعراقي [ 26 ] ط التوعية الإسلامية)(وايي: د إمرار معنا ده : لکه څنګه چې راغلي همغه شان يې لوستل ، ډېر بحث به په کښې نه کول ، او نه يې په معنا پوهېدل شته دي.)د ابن حجر عسقلاني وينا:وهذا الإمام ابن حجر العسقلاني الشافعي ( ۸۵۲ هـــــــ ) يستشهد بكلمة الإمرار في حكاية من ذهب لتفويض تفسير المتشابهات.(فتح الباري لابن حجر [ ۱۳ / ۴۰۷ ] ط المعرفة)( حافظ ابن حجر د متشابهاتو د تفسير په بحث کښې د إمرار معنا کړېده ، د متشابهاتو د تفسير تفويض الله ته.)وهذا قاطع بأن إمرار السلف المقصود به : ۱. الحكم بتشابه النص.۲. الإيمان الإجمالي به والسكوت عليه ۳. القطع بعدم إرادة ظاهره. ۴. و تفويض معناه إلیٰ الله.د ابن حجر له وينا نه علماء وايي: څلور خبرې ثابتېږي: ۱- چې دا نصوص د متشابهاتو له جملی څخه دي. ۲- په دې نصوصو اجمالي ايمان او پرې چپ کېدل ۳- په قطعي توګه دا منل چې ظاهري معنا يې مراد نه ده. ۴- او د معنا علم يې الله ته سپارل.
دريمه برخه
د تفويض په اړه د سلفو ويناوې:(٣)
د تفويض په اړه لومړی دليل: له سلفو نه منقولو دي: (أمروها بلا كيف) د کيفيت له بيان نه پرته پرې تېر شئ.امام بيهقي په صحيح إسناد له الْوَلِيدُ بْنُ مُسْلِمٍ نه نقل کړي:سُئِلَ الْأَوْزَاعِيُّ وَمَالِكٌ وَسُفْيَانُ الثَّوْرِيُّ وَاللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ عَنْ هَذِهِ الْأَحَادِيثِ الَّتِي جَاءَتْ فِي التَّشْبِيهِ فَقَالُوا: أَمِرُّوهَا كَمَا جَاءَتْ بِلَا كَيْفِيَّةٍ.( له اوزاعي ، امام مالک ، سفيان سوري ، ليث بن سعد نه د هغه احاديثو په اړه پوښتنه وشوه چې له ظاهر نه يې تشبيه فهم کېږي ، ټولو و ويل : تېر شئ پرې لکه څنګه چې راغلي دي ، د کيفيت له بيان نه پرته.[1] الأسماء والصفات للبيهقي [ 2 / 377 ] ط السوادي.د إمرار لفظ څنګه په تفويض دلالت کوي:أولا : معنى الإمرار : التجاوز والسكوت عن التفسير والمعنى.لومړی: (د إمرار معنا له تفسير او معنیٰ بيانولو نه تېرېدل او سکوت دی.)قال ابن منظور : أَمْرَرْتُ الشيءَ أُمِرُّه إِمْراراً إِذا جَعَلْتَهُ يَمُرُّ أَي يَذْهَبُ .( ابن منظور وايي: د امرار معنا ده: چې يو شی پریښودل شي چې ځي)فمعنى إمرار الشيء أي تجاوزه وذهاب الشيء دون أن تفعل فعلا معينا.( نو د يو شي د إمرار معنا ده: ترې تېرېدل او د شي تګ پرته له دې نه چې ته څه ځانګړی کار وکړې.فما الفعل الذي أمر السلف أن تُتجاوز النصوص دون أن يفعل ؟ وما مرادهم بالإمرار ؟الأفضل أن أسكت أنا ويسكت خصومي ونترك علماء المسلمين يجيبوننا عن ذلك .نصوص العلماء في تفسير كلمة السلف ” أمروها بلا كيف ” :(نو هغه کوم کار دی چې سلفو ويلي: چې ترې تېر شئ، د إمرار نه يې مراد څه دی؟ غوره دا ده: چې موږ سکوت وکړو او مشران علماؤ ته اجازه ورکړو چې د أمروها بلا کيف معنا راته بيان کړي )ابن جوزي وايي:يقول الإمام ابن الجوزي الحنبلي ( 597 هــ ) : أَكثر السّلف كَانُوا يمتنعون من تَفْسِير مثل هَذَا ويمرونه كَمَا جَاءَ … فَيكون معنى إمرار الحَدِيث الْجَهْل بتفسيره.ويقول: وَيَنْبَغِي أَنْ يُرَاعَى فِي مِثْلِ هَذَا الْإِمْرَارِ اعْتِقَادُ أَنَّهُ لَا تُشْبِهُ صِفَاتُ اللَّهِ صِفَاتِ الْخَلْقِ ، وَمَعْنَى الْإِمْرَارِ عَدَمُ الْعِلْمِ بِالْمُرَادِ مِنْهُ مَعَ اعْتِقَادِ التَّنْزِيهِ. [4] وأيضا استدل ابن الجوزي بقول السلف: أمروها ، على السكوت عن الكلام في هذه النصوص.فالإمرار معناه بشهادة الإمام ابن الجوزي الحنبلي : الجهل بتفسير النص وتجاوزه والسكوت عليه و عدم العلم بالمراد منه .( اکثرو سلفو به د دغه آيتونو له تفسير نه ممانعت کول ، او تېرول به يې لکه څنګه چې راغلي دي ، نو د إمرار معنا شوه په تفسير ئې نه پوهېدل.او وائي: په دې إمرار کښې به دا هم رعايت کوې: چې د الله صفات د مخلوق له صفاتو سره مشابهت نه لري او د إمرار معنا ده : د دې الفاظو په مراد نه پوهېدل ، سره د دې چې د تنزيه عقيده به ساتې .ابن جوزي د سلفو په قول دا استدلال کړی چې په دې نصوصو کښې به سکوت کوې.نو د ابن جوزي په خيال د إمرار معنا دا ده چې : په تفسير ئې نه پوهېدل ، ترې تېرېدل ، پرې غلي کېدل ، په مراده معنا يې علم نه لرل.ممکن څوک و وائي: چې ابن جوزي ممکن په دې رايه کښې متفرد وي، چې د إمرار معنا په تفسير ئې نه پوهېدل دي ، لاندې له ابن جوزي نه هم د وړاندنيو علماؤ اقوال ذکر کوو:مشهور محدث أبو حاتم رازي وايي:أبو حاتم الرازي ( 277 هــ ) يسأله ابنه أبو محمد عن ” تفسير ” بعض المتشابهات فيجيبه بكلمة الإمرار.فلو كان تفسير النص على ظاهره أو مجازه جائزا عنده لأجاب ، ولكنه اكتفى بالإمرار .وهذا معناه أن إمرار النص عند السلف معناه عدم العلم بتفسيره.( له أبو حاتم رازي نه يې ځوی د ځينو متشابهاتو په اړه پوښتنه وکړه ، نو هغو ورته د إمرار په کلمه ځواب ورکړ ، نو که د نص تفسير په ظاهري يا مجازي معنا درست وی ، ځواب به يې ورکړی و ، خو ده د إمرار په کلمه ځواب ورکړ ، نو څرګنده شوه چې د إمرار د کلمې معنا د سلفو په نزد ، په تفسير ئې علم نه لرل دي ،امام مکحول:وقال الأوزاعي: سئل مكحول والزهري عن تفسير هذه الأحاديث، فقالا: أمرها على ما جاءت.( فتح الباري ابن رجب ج ۷ ص ۲۳۴).امام اوزاعي وائي: د مکحول او زهري نه د دې احاديثو د تفسير په اړه پوښتنه وشوه، دواړو وويل: لکه څنګه چې راغلي همداسې يې تېر کړئ. يعنې ظاهري معنا يې مه بيانوئ.مکحول په ۱۰۰ ھ کښې وفات شوی. امام زهري په (م - ۱۲۵ ھ) کښې وفات شوی دی.ابو اسحاق الثعلبي:وهذا الإمام أبو إسحاق الثعلبي ( 427 هــــــ ) يستشهد بكلمة الإمرار على ٫٫ عدم الخوض في المعنى والتوقف عن التفسير،،دا هم مشهور محدث دی، چې د إمرار معنا کوي چې په معنا پسې نه ګرځېدل او په دې کښې ځان نه مصروفول او له تفسير نه يې توقف کول.په دې اړه د ابن رجب او ابن حجر په فتح الباري کښې ډېر زيات مواد موندل کېږي، خو دا چې کوم نقل شوي کفايت کوي.
څلورمه برخه
تفويض د سلفو مسلک دی؟:
1- د إمرار په کلمه امام ابو المظفر سمعاني ( ۴۸۹هجري) ، امام محي السنة بغوي ( ۵۱۸) امام خطيب الشربيني، ,(۹۷۷) او امام السفاريني حنبلي ، ( ۱۱۸۸) څلور واړه دا تبصره کړېده او دا مفهوم ئې ورته بيان کړی دی، وايي: چې دا نصوص د متشابهاتو له جملی څخه دي او دې نصوصو کښې چې کوم اسماء استعمال شوي هغه متشابهات صفات دي.
(واستشهد بكلمة الإمرار الإمام أبو المظفر السمعاني الشافعي ( 489 هــ ) والإمام محيي السنة البغوي ( 510 هــ ) والإمام الخطيب الشربيني الشافعي ( 977 هـــ ) والإمام السفاريني الحنبلي ( 1188 هــ ) على أن هذه النصوص من ” الآيات المتشابهات ” وأن ما ورد فيها ” صفات متشابهات ” ).
( تفسير السمعاني [ 3 / 320 ] ط الوطن ، تفسير البغوي [2 / 197 ] ط إحياء التراث ، وتفسير الخطيب الشربيني [ 1 / 480 ] ط بولاق ، ولوامع الأنوار البهية للسفاريني [ 1 / 99 ] ط الخافقين).
او څرګنده ده چې مجسمه دا نصوصو ته متشابهات نه وايي، بلکې وايي: چې دا محکمات دي ، او د الله په حق کښې يې معنا معلومه ده.
2 - ابوالعباس قرطبي:
و هذا الإمام أبو العباس القرطبي المالكي ( 656 هــــ ) يفسر كلمة السلف : اقرؤوها بلا كيف بــــ التوقف عن الكلام في النصوص المشكلات ).
امام ابوالعباس قرطبي المالکي د سلفو د وينا دا معنا اخلي : وئې لولئ بِلا کيف ، په داسې شان سره چې په مشکلو نصوصو کښې به له کلام کولو نه توقف کوئ.
د ده په خيال د سلفو د قول ( إمرار) معنا ده چې دا نصوص متشابهات او مشکلات دي، کلام په کښې مه کوئ.
( المفهم لما أشكل من تلخيص صحيح مسلم للقرطبي [ 1 / 411 ]
3 - ابوعبدالله القرطبي:
وهذا الإمام أبو عبد الله القرطبي المالكي ( 671 هـ ) يقول : وَقَدْ عُرِفَ أَنَّ مَذْهَبَ السَّلَفِ تَرْكُ التَّعَرُّضِ لِتَأْوِيلِهَا مَعَ قَطْعِهِمْ بِاسْتِحَالَةِ ظَوَاهِرِهَا ، فَيَقُولُونَ أَمِرُوهَا كَمَا جَاءَتْ.
( تفسير القرطبي [ 4 / 14 ] ط الكتب المصرية)
( امام ابو عبدالله قرطبي مالکي وايي: دا مشهوره ده چې د سلفو مذهب تاويل ته تعرض نه کول دي ، او ظاهر يې محال ګڼل دي ، ويل به يې همداسې پرې تېر شئ.
ورپسې وائي:
وذهب بعضهم إلى إبداء تأويلاتها وحملها على ما يصح حمله في اللسان عليها من غير قطع بتعيين مجمل منه.
( تفسير سورة آل عمران اية ۳).
٫٫ ځينو علماوو د تاويل لور ته په داسې شکل تلل کړي دي، چې په داسې معاينو حمل کړی شي، چې عربي ژبه کښې يې پرې حمل صحيح کېږي، خو دا به قطعي نه ګڼي.
( يعنې معنا دا شوه : چې د إمرار معنا دا ده : چې د دې متشابهاتو د ظواهرو اطلاق په الله نه کېږي. او ځينې د تاويل په لور تللي دئ خو د هغې شرط يې دا بيان کړ چې هغه تاويل ته بايد عربي ژبه کښې صحيح کېږي، او خپله تاوولو معنا به قطعي نه ګڼي.)
4 - امام نووي او جلال الدين سيوطي:
وهذا الإمام محيي الدين النووي الشافعي ( 676 هــــــــ ) والإمام جلال الدين السيوطي ( 911 هـــــ ) الشافعيان نراهما يستدلان بكلمة الزهري ” أمروها كما أمرها من قبلكم ” على عدم الخوض في المعنى وعدم العلم بالمعنى.
امام نووي او امام سيوطي د امام زهري ي په قول( امروها کما أمرها من قبلکم ) استدلال کوي : چې معنا دا ده چې په معنا پيدا کولو کښې به ځان نه مشغولوې او په معنا يې د علم نه شتون دی.
(شرح النووي على مسلم [ 2 / 42 ] ط إحياء التراث ، شرح ابن ماجة للسيوطي (282 ).
دده ې ټولو حوالو نه معلومه شوه چې علماوو د سلفو د وينا مطلب اخيستی ، ۱- چې دا نصوص متشابهات دي ، چا پرې د مشکلات اطلاق کړی چې هدف ترې همغه دی ، ۲- د معنا د پيدا کولو کوښښ به نه کول کېږي،۳- په معنا يې عدم علم ، يعنې معنا به يې الله ته سپارل کېږي ۴- د ظاهري معنا اطلاق يې په الله تعالی محال دی.
په دې اړه هم ډېری زياتې ليکنې شوي دي ، د ټولو نقل کول به موضوع ته طول ورکړي.
پنځمه برخه
د تفويض په اړه د إمام ابن المنير مالکي وينا:
وهذا الإمام ابن المنير المالكي ( 683هـــ ) يقول في مذهب السلف : إمرارها على ما جاءت مفوضا معناها إلى الله تعالى.
(فتح الباري لابن حجر [ 13 / 390 ] ط المعرفة)
علامه ابن منير مالکي وايي: د سلفو مذهب إمرار دی لکه څنګه چې راغلي دي همغه رنګ به يې ولولې او معنا به يې الله ته سپارل کېږي.
د امام ابن حمدان حنبلي وينا:
وهذا الإمام ابن حمدان الحنبلي ( 695 هــــ ) يقول : وكل ما صح نقله عن الله تعالى ورسوله صلى الله عليه وسلم أو أمته ، وجب قبوله والأخذ به ، وإمراره كما جاء وإن لم يعقل معناه.
(نهاية المبتدئين لابن حمدان [ 35 ] ط الرشد)
( کوم شي چې له الله ، رسول او يا د هغه له امت نه په صحيح توګه نقل شوي دي ، قبلول يې واجب دي ، او چې څنګه راغلي دي همغه رنګ يې ويل لازم دي ، اګر که په معنا يې څوک پوه نه شي.
امام ولي الدين العراقي وينا :
يقول الإمام ولي الدين العراقي الشافعي ( 826 هـــ ) : إمرارها كما جاءت من غير خوض فيها ، ولا تعقل لمعناها.
( الأجوبة المرضية عن الأسئلة المكية للعراقي [ 26 ] ط التوعية الإسلامية)
,٫٫وايي: د إمرار معنا ده : لکه څنګه چې راغلي همغه شان يې لوستل ، ډېر بحث به په کښې نه کول ، او نه يې په معنا پوهېدل شته دي،،.
د ابن حجر عسقلاني وينا:
وهذا الإمام ابن حجر العسقلاني الشافعي ( 852 هـــــــ ) يستشهد بكلمة الإمرار في حكاية من ذهب لتفويض تفسير المتشابهات ..
(فتح الباري لابن حجر [ 13 / 407 ] ط المعرفة)
( حافظ ابن حجر د متشابهاتو د تفسير په بحث کښې د إمرار معنا کړېده ، د متشابهاتو د تفسير تفويض الله ته.
وهذا قاطع بأن إمرار السلف المقصود به : 1- الحكم بتشابه النص 2- الإيمان الإجمالي به والسكوت عليه 4- القطع بعدم إرادة ظاهره 5- تفويض معناه إلى الله .
د ابن حجر له وينا نه علماء وايي: څلور خبرې ثابتېږي: ۱- چې دا نصوص متشابهاتو له جملی څخه دي ، ۲- په دې نصوصو اجمالي ايمان او پرې چپ کېدل ۳- په قطعي توګه دا منل چې ظاهري معنا يې مراد نه ده. ۴- او معنا يې الله ته سپارل .
شپږمه برخه
د متاشبهاتو په اړه د سلفو د عقيدې لنډيز:
د متشابهاتو په اړه دا عقيده ساتل چې دا د الله له اړخه راغلي دي، زموږ پرې إيمان دی او معنا يې الله تعالیٰ ته سپارل او نور په کښې سکوت کول.
په دې اړه د سلفو په ويناوو کښې راغلي دي چې (أٙمِرُّوها ) د دې ځينو داسې تعبير کړی دی چې تشبيه ( يعنې ألله له مخلوق سره مشابه کېدل) او الله لره جسم ثابتېدل ترې فهم کېږي.
په دې اړه ډېر دلائل شتون لري چې د سلفو په قول کښې د (أٙمِرُّوها ) جمله، الله ته د معنا د سپارلو مفهوم افاده کوي، يعنې د متشابهاتو تفسیر نه کول او تاويل ئې نه لټول او د معنا علم يې الله تعالیٰ ته سپارل، په دې مضمون ډېر دلائل دلالت کوي ، يو له هغو دلائلو نه دا ده :
چې سلفو دغه د (أٙمِرُّوها ) کلمه د صفاتو نه پرته په نورو نصوصو کښې هم استعمال کړېده، چې هلته د سره دا احتمال نشته دی او نه معقوله ده چې څوک ووايي: چې هدف ترېنه د کيفيت د علم تفويض ( سپارل ) الله تعالیٰ ته دي.
د مثال په توګه:
حديث کښې راغلي دي چې لايزني الزاني حين يزني و هو مؤمن.
( زنا نه کوي يو زنا کار کله چی دی زنا کوي په داسې حال کښې چې دی مؤمن وي ).
د دې حديث په تشريح کښې امام زهري وايي,: ٫٫أمِروا الأحاديث کما أمرّٙها من قبلٙکم،،.
ژباړه : دا احاديث همغسې تېر کړئ، لکه ستاسو نه مخکنيو چې تېر کړيدي.
اوس د لته خو دا نشي مراد کېدی چې کيفيت يې الله ته وسپارئ ، بلکې هدف دا دی چې د دې معنا پسې مه ګرځئ ، بس پرې تېر شئ،
امام کلابازي ٫٫ ۳۸۰ ھ،، د امام زهري د وينا مطلب داسې بيانوي:
في حديث ” لا يزني الزاني حين يزني وهو مؤمن ” يقول الزهري : أمروا الأحاديث كما أمرها من قبلكم … ويقول الإمام الكلاباذي ( 380 هــــ ) : قَوْلُ الزُّهْرِيِّ : ” أَمِرُّوا الْأَحَادِيثَ كَمَا أَمَرَّهَا مَنْ قَبْلَكُمْ ” تَسْلِيمٌ لِأَمْرِ اللَّهِ تَعَالَى ، وَانْقِيَادٌ لِرَسُولِ اللَّه ِ، وَتَصْدِيقٌ لَهُ ، وَإِيمَانٌ بِهِ فِيمَا عُلِمَ وَجُهِلَ ، وَتَرْكُ الِاعْتِرَاضِ عَلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ، وَالْحُكْمُ عَلَيْهِمَا بِالْعُقُولِ الضَّعِيفَةِ ، وَالْأَفْهَامِ السَّخِيفَةِ ، إِيمَانًا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ، وَتَصْدِيقًا لَهُمَا، وَتَوْكِيلًا لَعِلْمِ تَأْوِيلِ مَا جَهِلْنَاهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ …. وَكَذَلِكَ قَوْلُهُمْ فِي الْأَخْبَارِ الْمُتَشَابِهَةِ.
(معاني الأخبار للكلاباذي [ 218 ، 219] ط العلمية).
ژباړه: د امام زهري د وينا: أمِروا الأحاديث کما امرها من قبلکم، معنا دا ده:
د الله أمر ته تسليمېدل ، درسول امر ته غاړه اېښودل ، ريښتني يې ګڼل او که پرې پوه شوی او که نه، پرې ايمان ساتل ، د ضعيفو عقلونو او ناقصو افهامو په واسطه په الله او رسول اعتراض نه کول ، بلکې د مومن کار په الله او رسول ايمان او د هغو تصديق دی او چې په کوم شي موږ نه پوهېږو د هغې علم الله ته سپارل زموږ مسؤليت دی او همدغه راز د دوی وينا د هغه خبري صفاتو په اړه هم همدغه شان ده کوم چې متشابه دي ، ( لکه يد ، وجه ، ساق ، عين ....اوداسی نور.)
________________________________________________________________________________________________
دليل آخر : على أن السلف قصدوا بالإمرار عدم التفسير للنصوص المتشابهات وترك البحث عن تأويلها وتفويض علمها إلى الله :
ومن الأدلة على ذلك أن السلف قالوا هذه الكلمة ( الإمرار ) في نصوص أخرى غير نصوص الصفات أصلا ، ومن غير المعقول ولا المتصور أن يكونوا قصدوا بها هي الأخرى تفويض كيفية ما في هذه النصوص فقط ، وإليكم أمثلة :
1- : في حديث ” لا يزني الزاني حين يزني وهو مؤمن ” يقول الزهري : أمروا الأحاديث كما أمرها من قبلكم … ويقول الإمام الكلاباذي ( 380 هــــ ) : قَوْلُ الزُّهْرِيِّ : ” أَمِرُّوا الْأَحَادِيثَ كَمَا أَمَرَّهَا مَنْ قَبْلَكُمْ ” تَسْلِيمٌ لِأَمْرِ اللَّهِ تَعَالَى ، وَانْقِيَادٌ لِرَسُولِ اللَّه ِ، وَتَصْدِيقٌ لَهُ ، وَإِيمَانٌ بِهِ فِيمَا عُلِمَ وَجُهِلَ ، وَتَرْكُ الِاعْتِرَاضِ عَلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ، وَالْحُكْمُ عَلَيْهِمَا بِالْعُقُولِ الضَّعِيفَةِ ، وَالْأَفْهَامِ السَّخِيفَةِ ، إِيمَانًا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ، وَتَصْدِيقًا لَهُمَا، وَتَوْكِيلًا لَعِلْمِ تَأْوِيلِ مَا جَهِلْنَاهُ إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ …. وَكَذَلِكَ قَوْلُهُمْ فِي الْأَخْبَارِ الْمُتَشَابِهَةِ . [17]