16-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
( د کرامت حقيقت):
کرامت د اولياوو حق دی ، لکه مريم بي بي ته د غيب نه د رزق راتلل چې ظاهري اسباب يې موجود نه ول، ځکه چې کفيل يې هم د تعجب اظهار کوي، د دې ځای د مطالعې نه دا واضحه شوه چې کرامت د الله په واک کښې دی چې کله يې وغواړي، يو نيک بنده د هغې د صدور ځاي جوړوي.
کرامت په دې معنا د نيکانو په اختيار کښې نه وي چې هر وخت يې وغواړي اظهار يې کړي، ځکه چې خرق عادت کار ترسره کول د الله تکويني اختيار دی، څوک الله سره په کښې شريک نشته دی.
ځينې ګمراه صوفیانو خلکو ته دا په غوږونو کښې کښینولې دي چې کرامت د نيکانو خلکو په واک کښې وي او نيکان خلک په کائناتو کښې غيبي او خلاف عادت تصرفات کولی شي، دا عقيده د اهل سنت و الجماعت عقيده څه چې د يو مسلمان عقيده هم نه شي کېدای ، علامه تفتازاني په شرح مقاصد کښې په دې مسئله ښه بحث کړی دی.
په دې کيسه کښې موږ ګورو چی زکريا عليه السلام د اولاد قضيه کښې الله خپل احتیاج ظاهروي او په معجزانه توګه له الله نه اولاد غواړي، نو که د اولياوو او انبياوو په لاس کښې د غيبي او خلاف عادت تصرفاتوو اختيارات وی، بيا د دعاء څه ضرورت دی، خو د يو داسې کار هيله يې کړې ده چې تر اختيار لاندې ئې دی، بايد خپله يې ترسره کړي ، لکه د يو کس زړه وشي چې لږه ميوه واخلم او پيسې يې په جيب کې وي ، خو دوکان ته ځي ميوه اخلي ، مسجد ته خو د دعاء لپاره نه ځي، خو کله چې د اسبابو سلسله کې څوک چاره نه ويني، يا ورته اسباب نه مهيا کېږي بيا لاسونه د اسبابو خالق او مسبب الاسباب ته پورته کوي.
دوهمه خبره دا ده چې اوس به يوکس وايي زه ولي يم نور علماء او خلک او کليوال يې وائي دا مبتدع دی، عقيده کښې يې شرک هم شته دی ، درواغ وائي، د خلکو مال په باطله طريقه خوري، نو دغه رنګ کس خو ولي الله کېدل ممکن نه دي، ممکن د شيطان ولي وي، بيا دغه کس يا مريدان يې د هغه د کرامت کيسې په درواغو په خلکو کښې خپروي، دا ټول مکر، دجل او دوکه ده چې د دنيا د ګټلو لپاره يې خلک کاروي. عبدالرحمن بابا وائي: (دين ئې دام دی د دنيا په مخ کې ايښی ـ پرې را اړوي وحشيان د مخلوقاتو).
د کرامتونو په سلسله کښې دريمه خبره دا ده چې د کرامت هر دوکاندار به درته وايي: پخوا يو پير وو په سمندر يې لمونځی ( جانماز) وغوړاوه پرې لمونځ به يې کاوه، دېته ورته فضول کيسې ډېری زياتې په عوامو کښې جاهلو صوفيانو خپرې کړېدي.
(ولي څوک دی) هر مومن مسلمان د خپلې تقوا په کچه د خدای ولي دی ، د ولايت کوم جلا مکتب او مدرسه نشته چې له هغې ځای نه اولياء فارغ شي، نه د دې لپاره کومه ځانګړې طريقه شته ده چې په هغې کښې سړی ولي الله ګرځي، د خدای د اولياوو تعريف پخپله قرآن کړی دی( الذين امنوا و کانو يتقون) ٫٫ دا هغه خلک دي چې په الله ټينګ ايمان لري او تقوا يې غوره کړېده).
په تقوا کښې لومړۍ مرتبه دا ده چې له شرک نه به ځان ساتي، ځکه که چا کښې د شرک شائبه هم شتون ولري هغه مؤمن نه شي کېدای، دوهم شی د بدعت او کبائرو نه ځان کلک ساتل دي ، اوس ولايت اسان شو فقط په لباس او د يو پير تر غلامۍ پورې وتړل شو، سره له دېنه چې د ولايت لپاره څه ځانګړی لباس شريعت کښې تعيين شوی نه دی، او نه شريعت کښې دا ويل شوي چې انسان د پير د بيعت څخه پرته ښه سړی نه شي جوړېدای،( کیوں خالق و مخلوق میں پردے رہے حائل ـ پیران کلیسا کو کلیسا سے اٹھادو)۔ د خدای او مخلوق تر منځ دا پردې نشته( ادعوني استجب لکم ) ( إني قريب) ( ونحن اقرب اليه من حبل الورید) ( انکم لاتدعون آشنا ولاغائبا ـ حديث) اوس دلته پرده له کومه شوه،
له متشرعو پيرانو نه د بيعت جواز په خپله د علماوو تر منځ د اختلاف محل دی او غير متشرع پيرانو نه بيعت په اتفاق د علماوو ناروا دی، څوک چې د تصوف دې بيعت روا هم وائي ، په شروطو يې روا وايي. دوی دا اسلام ، تقوا ، اصلاح ، تزکيه په ځان پورې تړلې ده ، توحيد ، مونځ ، روژه، زکات، حج، حهاد د دين اساسات دي، له دېنه پرته روحاني ترقي ممکن نه ده، او بيا د فرضو سره نفل مونځ، روژې، صدقات، تلاوت، په مسنون طريقه د پيغمبر نه ثابت اذکار ويل ، د سبا او بيګا اذکار ويل ، په يتيم رحم ، د کونډې مرسته ، د بېوزلو لاس نيوی، بيا د ټولو په سر کښې حلال رزق د انسان په روحاني ترقي او الله ته د نژدې والي سبب ګرځي.
( د اذکارو اجازې) د اذکارو ويلو لپاره د هيڅ پير اجازې ته اړتيا نشته ده ، دا شيان رسول ﷺ خلکو ته ښوولي دي ، د هغه نه غټه اجازه د بل چا شته؟ ځينو د پيغمبر نه ځان لوړ ګڼلی چې ما نه به اجازه اخلې بيا به د الله ذکر کوې، سبحان الله و هذا بهتان عظيم ، دا په شريعت درواغ تړل دي.
البته صالحینو علماوو سره صحبت له خیر او برکت نه خالي نه دی.