16-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
مړو پسې قرباني:
مړو پسې قرباني کول فرض یا واجب نه دي مګر داچې وصیت یې کړی وي( ثلث د مال ) او یا یې وقف جایداد ورته پرېښی وي.
#خو که څوک د ثواب په نیت پلار ، مور، پیغمبر علیه السلام یا بل کوم چا ته قرباني کول غواړي کولی یې شي.
#قرباني مالي عبادت دی ، مالي عبادات لکه خیرات، صدقات په ټوله دنیا کښې خلک مړو پسې کوي د فقهاوو په کښې څه اختلاف هم نشته ، که اختلاف دی د لمونځ او روزې په اړه دی چې د مړي له اړخه د هغه قضا شوی فرض لمونځ او روژه څوک اړولی شي او که نه؟
#د بخاري په یو حدیث کښې خو د مړي لخوا روژه نیول هم درست ګڼل شوي:
النبي ﷺ أنه قال: من مات وعليه صيام صام عنه وليه.
(بخاري في الصوم. و مسلم في قضاء الصیام.)
#د روژې په اړه خو د وصیت په صورت کښې فدیه ورکول شته دي ، دې کې هم ټولو اتفاق دی.
#د مور پلار له خوا حج کول هم حدیث کښې راغلي دي او هم د فقهاؤ پرې اتفاق دی.
١- مړي پسې خیرات ټول مني.٢- د مړي په ځای حج ټول مني. ٣ دمړي له اړخه د روزې فدیه هم ټول مني.٤ - مړي ته دعاء ټول مني.٥- حضرت علي ته نبي علیه السلام حکم کړی و چې ماپسې قرباني کوه، که مړو پسې قرباني نه وه روا بیا ولې حکم کولو.
( أن عليا رضي الله عنه كان يضحي عن النبي صلى الله عليه وسلم بكبشين، وقال: إنه صلى الله عليه وسلم أمره بذلك.)
(رواه أبو داود والترمذي في سننهما وأحمد في المسند والبيهقي والحاكم وصححه).
(ژباړه: على کرم الله وجهه به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اړخه دوه پسونه ذبح کول.)
٦- کوم حدیث کښې له دېنه منع هم نه ده راغلې: چې مړو پسې قرباني مه کوئ ، که حدیث کې منع راغلې وی بیا درست وه چې په منع مو کړی وی.
٧- سترو فقهاوو کښې ابوحنیفه او امام احمد وایی مړو پسې قرباني درست ده.
٨- نبي علیه السلام د ټول امت لپاره قرباني کړېده.
٩ - د امام شافعي په مذهب هم چې مړې وصیت کړی وي قرباني ورپسې کول درست دي.
١٠- امام مالک مړو پسې قرباني کولو ته حرام نه دي ویلي بلکې جائز ورته وايي.
هغه وایی: 'لم یعجبني" ( خوند نه راکوي). د تحریم حکم یې نه دی کړی، دېته فقهي ژبه کې جائز مع الکراهة وایی.
د هغه د قول وضاحت د هغه د فقهې علماوو داسې کړی دی :
وقال في التوضيح: وقال مالك: ولا يعجبني أن يضحي عن أبويه الميتين، قال: وإنما كره أن يضحى عن الميت لأنه لم يرد عن النبي صلى الله عليه وسلم ولا عن أحد من السلف، وأيضا فإن المقصود بذلك غالبا المباهاة والمفاخرة. انتهى.
ژباړه: (امام مالک وايی : خوند نه راکوي چې مړه مور او پلار پسې قرباني وکړي ، او هغه ځکه دا کار مکروه ګڼلی وایي: چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او سلفو نه ، نه ده نقل شوې ، او اکثره یې خلک د فخر او ښونې لپاره کوي.).
ممکن د على رض حدیث امام مالک رحمه الله ته نه و رسېدلی.
په الموسوعة الکویتية کې وایی:
إِلاَّ أَنَّ الْمَالِكِيَّةَ أَجَازُوا ذَلِكَ مَعَ الْكَرَاهَةِ. وَإِنَّمَا أَجَازُوهُ لأَِنَّ الْمَوْتَ لاَ يَمْنَعُ التَّقَرُّبَ عَنِ الْمَيِّتِ كَمَا فِي الصَّدَقَةِ وَالْحَجِّ.
ژباړه: مګر مالکیانو مړي پسې قرباني جائز کرځولې ده. خو د کراهت سره ، ځکه یې جائز ګرځولې ده چې د مرګ له امله هغه ته ثوابونه نه بندېږي لکه صدقه او حج.
معاصرو علماوو کښې د شیخ بن باز چې د سعودي د دارالافتاء رئیس و، فتوا:
الأضحية سنة مؤكدة في قول أكثر العلماء؛ لأنه ﷺ ضحى، وحث أمته على الأضحية، والأصل أنها مطلوبة في وقتها من الحي عن نفسه وأهل بيته، وله أن يشرك في ثوابها من شاء من الأحياء والأموات.
أما الأضحية عن الميت، فإن كان أوصى بها في ثلث ماله مثلًا، أو جعلها في وقف له، وجب على القائم على الوقف أو الوصية تنفيذها، وإن لم يكن أوصى بها، ولا جعل لها وقفا، وأحب إنسان أن يضحي عن أبيه أو أمه أو غيرهما، فهو حسن، ويعتبر هذا من أنواع الصدقة عن الميت، والصدقة عنه مشروعة في قول أهل السنة والجماعة.
(ژباړه: که مړي وصیت کړی وي یا یې وقف پرېښی وي چې له هغې نه مړي پسې قرباني وکړل شي، بیا په دې صورت کښې مړي پسې قرباني واجب ده.
او که داسې صورت نه وي، چې مړي وصیت کړی وي او یا یې وقف پرېښی وی ، بلکې یو سړی په خپله خوښه غواړي خپل مور او پلار پسې قرباني وکړي ، نو دا غوره ده، او د مړي لپاره صدقه ګرځي او دمړي پسې صدقه د اهل سنت والجماعة په عقیده روا ده. ).
یواځې د امام شافعي قول دی چې د وصیت او وقف پرېښودو نه پرته مړو پسې قرباني درست نه ده.
نو د امام شافعي صیب خبره د جمهورو له قول نه خلاف ده. همدې ته بن باز هم اشاره کړې ده چې د اهل سنت والجماعة په نزد د صدقاتو ثواب مړو ته رسېږي.
#زه په دې نه پوهېږم چې مړو سره د دې ځینو څه دښمني ده. چې غیر عالمانه پوسټونه کوي او د خپل استاد خبره ورته د پیغمبر خبره ښکاري او دا هم نه مني چې دا زوی مړی به غلط شوی وي.
د ځينو نيوکو اصولي ځوابونه:
پروني پوسټ باندې ځينې وروڼو نيوکې کړې وې، زه وايم ښه يې کړي ول، دايې حق دی.
خو سړی په دې خپه شي چې يا خو د علم سطحه پرېوته يا د خپلې فرقې د مسئلې د صحيح ثابتولو په خاطر ، موږ علمي انصاف هم له لاسه ورکړی.
#يو ورور ليکلي ول:
حضرت ابوبکر نبي ﷺ ته قرباني نه ده کړې ، ځکه زه يې نه منم.
بل ليکلي ول: حديث کښې پرې امر نه دی راغلی ځکه يې زه نه منم.
توضیح: حضرت ابوبکر نبي ﷺ پسې قرباني نه ده کړې. په دې ځان پوه کړه چې يو عدمِ روايت دی او بل روايت د عدم دی، نو د ابوبکر صديق په اړه دې موضوع کښې عدمَ روايت دی ، روايت د عدم نه دی راغلی ، له دې امله ستا استدلال درست نه دی.
دوهم دا چې دا چا نه دي ويلي چې مړو پسې قرباني کول فرض يا واجب دي ، خبره په جواز کښې ده ، په وجوب کښې خبره نشته ده.
که وجوب کښې بحث وی بیا تاسو ويلي شول چې دا عمل فرض و نو فلاني صاحب ولې نه کول ، اګر چې دا هم دليل نه شي ګرځيدلی ځکه چې د يوکس په اړه عدم روايت کېدای شي يعنې هغه به کړی وي تا ته به نه وي رسېدلی.
ستا استدلال په هغه صورت کښې درست منل کېدای شو چې داسې روايت موجود وي چې حضرت ابوبکر ويلي وي: مړو پسې قرباني نبي ﷺ منع کړېده. او داسې څه روايت موږ نه لرو.
#دوهم ورور ليکلي دي:
په مړو پسې قرباني باندې نبي ﷺ امر نه دی کړی. دا تر يوه بریده درست ده چې عمومي حکم پرې نشته چې امت نه غوښتنه شوي وي چې شابۍ مړو پسې قرباني وکړئ.
خو دا لاندې نقاط په نظر کښې وساته:
۱ - پيغمبر په ناروا حکم نه کوي، چې علي کرم الله وجهه ته يې ويلي ول چې ما پسې قرباني کوه، نو په دې دلالت کوي چې مړو پسې قرباني جائز ده.
۲ - خپله پيغمبر ﷺ د ټول امت له اړخه يو پسه حلال کړی دی، دا په دې دلالت کوي چې د ايصال ثواب په خاطر قرباني کېدلی شي.
۳ - کومو مواردو کښې چې په صراحت سره نصوص نه وي موجود ، په هغه مواردو کښې دېته کتل لازم دي چې دا مسئله د کوم شرعي اصل لاندې راځي؟ يعنې تأصيل شرعي يې ممکن دی او که نه؟
نو د قرباني ثواب بخښل مړو يا ژوندو ته د دې اصل لاندې راځي چې د اهل سنت و الجماعة په نزد د مالي عباداتو ثواب بخښل مړو يا ژوندو ته په اتفاق سره روا دي او قرباني هم مالي عبادت دی، لهذا مړو ته په ثواب بخښلو کښې يې څه حرج نشته دی.
۴ - بل دې باندې هم ځان پوهول په کار دي: چې دين کښې ځينې شيان موږ مسکوت عنها لرو يعنې شريعت کښې يې نه د تحليل په اړه څه وضاحت شته دی او نه د تحريم په اړه.
په دې اړه يو حکم دا دی چې په داسې شيانو کښې ډېر بحث او مناقشه مه کوئ ، ځکه چې صريح حکم په شتون نه لري نو مسئله اجتهادي شوه او په اجتهادي مسئله کښې هر مجتهد مأجور دی ، يعنې که څوک خطاء شو او که په درسته لاړ دواړو ته الله اجر ورکوي.
۵ - د دغه رنګ شيانو په اړه لاره دا ده چې د نورو شرعي اصولو په رڼا کښې به يې وګورو چې حرامو ته اقرب ده او که مباح او حلالو ته ، بيا به يې په اړه د کولو يا نه کولو تصميم نيسو.
د هر شي په اړه چې په نصوصو کښې تصريح نه وي شوي او څوک يې اجراء کړي په هغې علی الاطلاق د بدعت حکم لګول درست نه دي.
#يوه غوښتنه:
اوس د دغه ځينو شيوخو شاګردان بايد دا شيوخ په خپله پوه کړي چې تاسو موږ سره ترجمه وکړه خو مفتيان شوي لا نه ياست ، په هره مسئله د بدعت حکم مه لګوئ او بيا دا مريدان او شاګردان ٫ماشاءالله، داسې سپين سترګي وي چې هر چا ته د مشرک ، بدعتي او خارجي نه وړه ټاپه هم ورسره نه وي ، بيا چې دا نور حضرات عکس العمل څرګند کړي بيا دوی سخت ګيله مند کېږي ، هلکه د شاګردانو ژبې مو اصلاح کړئ، د ټول عالم اسلام د مفتي عام منصب چې لاس کښې ونه نيسي ډېر مشکلات به کم شي.