طهارت

05-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د ښځو میاشتنۍ بيماري


۱-  اکثره موده یې لس ورځې ده چې له دې زیاته شي دا زیاتې ورځې يې حیض نه شمېرل کېږي. 

۲ - لږه موده یې درې ورځې ده تر دې کمه وینه حیض نه شمېرل کېږي. 

۳- کومه وینه چې حیض کې نه شمېرل کېږي د داسې وینې د راتلو په دوران کې بايد ښځه لمونځ او روژه تر سره کړي، خو د هر لمانځه لپاره به اودس کوي، که اودس یې وي اوکه نه وي. 

۴ - کومه وینه چې حیض شمېرل کېږي، (له دریو نه تر لسو ورځو پورې) په دې دوران کې ښځې ته لمونځونه او روژه معاف دي، خو د روژې به بيا قضايي راوړي. 

۵ - فقهاء وايي: د حيض په دوران کې به د لمانځه په وخت کې غوره دا ده چې او دس وکړي او په جاينماز به لږه شیبه کښېني چې عادت یی خراب نه شي او که داسې نه کوي هم اختيار لري. 

۶ – د ځینو ښځو حیض درې ورځې وي د ځینو ۴ د ځینو ۵ د ځینو ۶ د ځينو ۷ د ځينو ۸ د ځينو ۹ او د ځينو ۱۰ ورځې، دېته عادت وایي. 

۷ - که د یوې ښځې عادت مثلاً ۵ ورځې وي (هره میاشت یې حیض ۵ ورځې وينه راځي ) بیا تصادفا يې  

يوه مياشت يې حیض مثلا ۶ یا ۷ ورځې راغی، نو دا اضافه ورځې به حیض نه شمېرل کېږي، بلکې خپل مونځ او روژه به پکې سرته رسوي، خو د هر لمانځه لپاره به اودس کوي که اودس یې وي او که نه، يعنې چې د ښځې عادت د هر څو ورځو جوړ شو شريعت بيا همغه عادت ته اعتبار ورکوي .


ورته مطالب
+