روژه

05-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د روژې قضاء


که له کوم کس نه چې په ویښه مني خارج شي بې له دېنه چې ده له لاسه کار اخیستی وي، یایې کوم حرکت کړی وي په داسې کس د روژې قضاء شته او که نه؟ 


ځواب: 

د دې ځواب دا دی که ده لاس نه وي استعمال کړی او متکرر (بیابیا) نظر یې هم چاته نه وي کړی او مني بې له خونده خارج شي یعنې مړہ غوندي را و وځي، دې صورت کې د فقهاوو په اند دا د بیمارۍ له امله خارج شوي دي، روژه پرې نه فاسیدیږي. 

او که لذت(خوند) ولري یعنې د وتلو وخت کې انسان لذت محسوس کړي نو بیا داسې برېښي چې ده تفکیر کړی دی په دې صورت کې روژه ماتېږي قضاء به راوړي کفاره پرې نشته او که لاس استعمال شوی وي، نو په روژه کې دغه عمل تر سره کول ستره گناه ده، نو توبه به وکړي او یوه قضايي روژه به ونیسي. 


روژه کې چپه یا غاړه اخيستل


ځواب: 

وروره خلک دوه قسمه دي. لومړی زلمیان.دوهم د پاخه عمر والا. د اول قسم خلکو لپاره حکم دا دی چی له دېنه اجتناب وکړي له دی امله چی هسې نه جماع ترې وشي، خوک که دا کار ترې وشو او جماع ترې ونه شوه روژه یې درسته ده ځکه چې چپه او غاړه اصلا مباح دي خو له دې امله چې جماع کې واقع نه شي احتیاطا د ځوانانو لپاره ممنوع ده خصوصا هغه چې ودونه یې هم نوي کړي وي. 

بل عمر رسیده خلک دي د هغوی چونکه گناه کې د واقع کیدو امکان د نشت برابر دی، نو ممانعت هم ورته نشته خو که له هر چا نه جماع وشوه کفاره به ورکوي، يعنې دوه میاشتې مسلسل روژې به نیسي. 


ورته مطالب
+