د شریعت له مخې په لمونځ کې د لاسونو پورته کول (رفع الیدین) او یا نه کول څه اهمیت لري؟ آیا د رفع الیدین پریښودل یو کس د اسلام له داېرې نه باسي؟ د رفع الیدین په اړه له نبي صلی اللہ علیه وسلم څخه پنځه مختلفې طریقې روایت شوې دي:
1. د ابن عمر رضی الله عنه روایت چې له مخې یې څرګندیږي چې رسول الله صلی اللہ علیه وسلم درې موقعو کې رفع الیدین کول: د لمانځه پیل، رکوع ته تللو او رکوع څخه راپاڅېدو پر مهال. 2. د مالک بن حویرث روایت چې په دوه موقعو کښې رفع الیدین ذکر شوي: د لمانځه پیل او رکوع څخه راپاڅېدو پر مهال. 3. د وائل بن حجر روایت چې په کې څلور مواقعو کښې رفع الیدین ذکر شوي: د لمانځه پیل، رکوع ته تللو، رکوع څخه راپاڅېدو او د سجدې پر مهال. 4. د ابو حمید ساعدي روایت چې په کښې هم په څلورو مواقعو کښې رفع الیدین ذکر شوي، خو څلورم موقع د سجدې پر ځای دریم رکعت ته له قعدې څخه د راپاڅېدو پر مهال بیان شوی. 5. د عبدالله ابن مسعود او براء ابن عازب روایت چې په کښې یوازې یو ځل رفع الیدین کول ذکر شوي، یعني د لمانځه د پیل پر مهال.
له دغو مختلفو روایاتو څخه (1) لومړۍ طریقې ته امام شافعي، احمد او ابو ثور او همدارنګه اهل الحدیث او اهل الظاهر ترجیح ورکړې، او له امام مالک څخه هم یوه روایت دا ده چې هغه ورته ترجیح ورکوي. (4) څلورم ته يوه ډله اهل الحدیث ترجیح ورکوي او (5) پنځم ته ابراهیم نخعي، شعبی، سفیان ثوري، امام ابو حنیفه او د کوفې ټول فقهاء ترجیح ورکوي.
خو دا واضح ده چې خبره یوازې په رد او قبول کښې د ترجیح ورکولو ده. له ائمه سلف څخه هیڅوک دا نه وايي چې په ذکر شوو احادیثو کښې ذکر شوي مختلف طریقې، له هغو کوم یوه رسول الله ﷺ نه دي ترسره کړي. بلکې څه چې وايي یوازې دا دي چې کوم ځانګړي طریقې ته چې موږ ترجیح ورکړې، هغه د رسول الله ﷺ عام معمول وو، او په نورو طریقو هغه کله کله عمل کاوه.
نو کله چې د معاملې حقیقت دا دی نو له دغو طریقو څخه په هر یو باندې څوک عمل کوي، د حدیث پیروي کوي او په هغه باندې انکار کول دا معنا لري چې د پیغمبر ﷺ پیروۍ باندې انکار کیږي، چې د مقلدینو لپاره هم زیبا نه ده، چیرته چې اهل حدیث دا ارتکاب وکړي. بیا که یو څوک له دغو طریقو څخه په یو ځانګړي طریقه جمود نه کوي، بلکې وخت په وخت په ټولو ذکر شوو طریقو عمل کوي نو دا به د نبي ﷺ صحیح او کامله پیروي وي او د عمل بالحدیث لفظ به په دې طریقه په صحیح معنا کښې اطلاق کیږي.
زما په نظر که په پیل کښې یو طریقې ته ترجیح ورکولو او نور ټول طریقې پریښودلو پر ځای په ټولو طریقو په لمانځه کېښ د عمل کولو گنجائش پریښودل شوی وای، نو شاید په وروسته دورونو کښې هغه جمود او تعصب نه پیدا کیدلای چې د خلکو د لمانځه شکل چې دوی ورسره عادی دي، له هغه څخه لږ مختلف شکل و ويني، او بس هغه دا فکر کوي چې د دې کس دین بدل شوی او دا زموږ له امت څخه وتلی او په بل امت کښې شامل شوی.
دا رایه چې زه یې عرض کوم، دا یوازې زما انفرادي رایه نه ده بلکې مخکې هم ګڼ شمیر اهل تحقیق د همدې خیال څرګندونه کړې ده. اوس مهال له ما سره سفر (دا خط په دهلي کې لیکل شوی و.) کښې کتابونه شتون نه لري نو زه په پراخ پیمانه شواهد وړاندې کولای نه شم، خو له نيکه مرغه"حجۃ اللہ البالغه" ملاو شوی دی، له هغه څخه ځینې حوالې دلته نقل کوم.
شاہ صاحب اول دا اصولي خبره ارشاد کوي چې:
الاصل ان یعمل بکل حدیث الا ان یمتنع العمل بالجمیع للتناقض،، (باب القضاء فی الاحادیث المختلفة)
"اصولي خبره دا ده چې هر حدیث باندې بايد عمل وکړل شي، مگر دا چې په یو مسئله کښې په ټولو احادیثو عمل کول د تناقض له امله ناممکن وي."
٫٫ان اکثر صورالاختلاف بین الفقهاء لاسیما فی المسائل التی ظهر فیھا اقوال الصحابة فی الجانبین کتکبیرات التشریق وتکبیرات العیدین ونکاح المحرم وتشہد ابن عباس و ابن مسعود والاخفاء بالبسملة وباٰمین والاشفاع والایتار فی الاقامۃ ونحو ذٰلک، انما ھو فی ترجیح احد القولین وکان السلف لا یختلفون فی اصل المشروعیة وانما کان خلافهم فی اولی الامرین و نظیرہ اختلاف القرّآء فی وجوہ القرأۃ وقد عللوا کثیرًا من ھٰذا الباب بان الصحابة مختلفون وانهم جمیعًا علی الھدٰی،،
٫٫حقیقت دا ده چې د فقهاو تر منځ د اختلاف ډیری صورتونه، خصوصاً په هغو مسئلو کښې چې د صحابہ کرامو اقوال دواړو خواوو کښې څرګند شوي دي لکه د تشریق تکبیرات، د عیدینو تکبیرات، د محرم نکاح، د ابن عباس او ابن مسعود تشهد، په بسم الله او آمین پټه ویلو، د اقامت تکبیرات یو یو ځل یا دوه دوه ځل ویلو او داسې نور، دا اختلاف په حقیقت کښې د دې په اړه دی چې کوم یو قول د بل په نسبت ترجیح لري. او سلفو په خپلو کښې د دې طريقو په اصل جواز کښې څه اختلاف نه درلود.
او دا اختلاف د قاریانو په مختلفو قرأتونو کښې د اختلاف په شان دی. په دې باب کښې ډیرو علماو ویلي چې صحابه په دې کښې مختلف ول او هغوی ټول په هدایت ول.
بیا د باب اذکار الصلٰوۃ وھیئآتھا المندوب الیھا کښې شاه صاحب ارشاد کوي:
وھو (ای رفع الیدین) من الهیئآت وفعله النبی ﷺ مرۃ وترکه مرۃ والکل سنة واخذ بکل واحد جماعة من الصحابۃ والتابعین ومن بعدھم وھذا احد المواضع التی اختلف فیھا الفریقان اہل المدینة والکوفة ولکل واحد اصل اصیل والحق عندی فی مثل ذٰلک ان الکل سنة.
"او هغه (یعني رفع الیدین) د لمانځه له هیئتونو څخه دی چې نبي ﷺ کله کله ترسره کړي او کله یې نه دي کړي. او دا دواړه طریقې سنت دي، صحابه، تابعین او له هغوی څخه وروسته خلکو هر يوې ډلې د دې طريقو څخه یوه طریقه نیولې ده او دا له هغو معاملاتو څخه دي چې اهل مدینه او اهل کوفه تر منځ په کښې اختلاف واقع شوی دی. مګر هر یوه لپاره یو ثابت اصل په شریعت کښې موجود دي، او زما په نظر په داسې مسئلو کېښ حق دا دی چې ټولې مختلفې طریقې سنت دي."
( د رفع اليدين په اړه دا ديو ستر عالم تحقيق د عمومي إفادې په پار دلته خپور شو)