04-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
امام ابوحنيفة
امام ابو حنيفه پېژندنه او لاس ته راوړنې :
د امام (ابو حنیفه) نیکه زوطیٰ د کابل څخه وو، په يو جنګ کې اسیر شو، مجاهدینو له ځان سره عراق ته بوته.
زوطی هلته مسلمان او په کوفه کښې یې سکونت غوره کړ، زوطیٰ کوفه کې د بني تیم الله په ولاء
کښې وو، زوطی له حضرت علي کرم الله وجهه سره ښه روابط درلودل، کله کله به یې امیرالمؤمنین ته ډالۍ هم لېږلې.
د امام صیب د پلار نوم ثابت وو، زوطی او ثابت دواړه تجاران ول، امام صیب هم تاجر وو، کوفه کښې یې د رخت جوړولو کار خانه درلوده، ثابت رح په خپل ځوی (ابوحنیفه) زدکړې وکړې، امام لومړی فلسفه منطق او عقلي علومو ته توجه ورکړه، تر دې چې په دې علومو کښې ډېر مخکې لاړ، د
ګمراهه فرقو سره به یې مناظرې کولای، تقریبا ۳۰ کرته د ګمراه ډلو سره دبحث لپاره بصرې ته تللی، هلته به یې له هغو سره بحث کاوه، او هغوی به یې درستې لارې ته را بلل، کله به داسې هم وشول چې شپږ شپږ میاشتې به هلته دېره وو، تر څو خپل بحثونه تکمیل کړي.
امام صیب باندې داسې وخت راغی چې له کلامي او فلسفي بحثونو نه یې زړه موړ شو، توجه مبارکه یې د فقهې شریفې علم ته را وګرځیده.
أصحاب الرأي او أصحاب الحدیث:
کله چې د امام صیب توجه د قران، سنت او فقهې ته را اوړي پدغه وخت کې عراق کښې دوه فکري
مکتبونه موجود ول: 1. أصحاب الحدیث: دوی به احادیث راجمع کول، علم الروایة کښې ماهرین
ول، خپل وخت یې همدې کار ته وقف کړی وو، له عقل، منطق او رأیې نه یې ډېر کا نه اخیست، همدا راز د مسائلو په استنباط کښې يې هم ډېره دلچسپي نه اخیستله. يواځې د حديثو روايات يې جمع
کول. 2. اصحاب الرأي: دا هغه علماء ول چې حدیث به یې جمع کول، خو ډېره توجه یې له احادیثو نه د مسايلو استنباط، استخراج، تبویب او د هغه عصر د مشکلاتو او پیښو لپاره د قران او سنت په رڼا کښې د حل لارو چارو پیداکولو ته ورکوله.
د امام صیب طبعي میلان:
امام عالي مقام د قران او سنت ترڅنګ د کلام او فلسفې ستر عالم هم وو ، نو طبعا د قران او سنت د مطالعې لپاره ده مبارک د اصحاب الحدیث پرځای د اصحاب الرأي مدرسې او مکتب ته میلان درلود چې د ده د مخکني تخصص سره یې هم اړخ لګاوه
د أصحاب الرأي په اړه:
د اصحاب الرأی معنا دا نه ده چې ګنې دې خلکو د حدیث مقابل کښې رأیه استعمالوله، د دې خبرې بشپړه توضیح به وروسته راشي.
د أصحاب الرأي د مدرسې مؤسسین:
د دې مدرسې او مکتب فکر اصلي مؤسسین حضرت علي مرتضی" او عبدالله بن مسعود رضی الله عنهم ول، د ابن مسعود (م ۳۲هج) له وفات نه وروسته د دې مکتب فکر مشري قاضي شریح(متوفی ۷۸ هج) ته پاتې شوه چې د علی رضی الله عنه شاګرد وو، بیا په ترتیب سره د دې مکتب فکر مشري
علقمه رح ، ابراهیم نخعي(م ۹۵ هج) حماد(م ۱۲۰ هج) او بیا له حماد نه وروسته دا مشري امام ابو حنیفه (م ۱۵۰هج) ته پاتې شوه، امام صیب اتلس کاله د حماد تر سر پرستۍ او استادۍ لاندې د دې مدرسې یو غړی وو، د حماد له مرګ نه وروسته دیرش کاله ابوحنیفه رح د دې مدرسې مشري وکړه.
دې دوران کښې امام محترم ۸۳ زره مسایل استنباط او شاګردانو یې مرتب کړل، او ۸۰۰ قابل او لایق شاګردان یې تیار کړل چې پنځوس یې بيا د عباسيانو په دولت کښې قاضیان ول.
إمام أبوحنیفة او تجارت:
د امام صیب پلار او نیکه تجارت پیشه خلک ول، له پلار او نیکه نه په تاسي امام صیب هم د معاش د
امرار په خاطر تجارت ته دوام ورکړ، امام صیب کوفه کښې د رخت جوړونې فابریکه درلوده چې
هغه جوړ شوی ټوکر "خز" نومیده ، د امام صیب تجارت د هغه د دیانتدارۍ له امله ډېره ترقي کړې وه.
د امام صیب دیانتداري:
کله چې به خلکو خپل مالونه د خرڅلاو لپاره امام صیب ته راوړل او لږ قیمت به یې پرې کیښود، نو امام صیب به ورته ډېر قیمت ورکاوه ، هغه خرڅونکي ته به یې درسته لارښوونه کوله ، یو کرت د امام صیب کارخانه کښې جوړ شوي ټوکر عیب او نقصان درلود، امام صیب خپل شریکوان ته و ویل چې کله دا توپونه خرڅوې پېرېدونکي نه یې عیب مه پټوه ، بلکې عیب یې ورته په ګوته کړه، خو کله چې هغه مال خرڅ کړ امام ته یې و ویل ٫٫چې ستاسو خبره له مانه هېره شوه،، او مال مې خرڅ کړ بې له دې چې عیب یې ورته په ګوته کړم.
امام صیب ورته و فرمایل چې له دېنه کوم مبلغ لاس ته راغلی زه خو پکښې خپله حصه نه اخلم، دلته امام صیب دومره احتیاط وکړ چې هغه ټولې روپۍ چې دېرش زره درهمه جوړېدلې پریښودې ، د امام صیب د امانت دارۍ دا حال وو، چې کله امام صیب وفات شو، د حساباتو په کتابچه کښې وکتل شوه ، پنځوس ملیونه درهم ورسره خلکو امانت ایښي ول.
د محصلينو او علماوو کفالت:
امام صیب یو شتمن تاجر وو ، هر کال به یې د خپل مال یوه مناسبه برخه د محصلینو او علماوو د کفالت لپاره مختص کوله، ټول کال به یې دا مالونه په محتاجو او بې وسه محصلینو او علماؤو توزیع کول، د کال په پای کښې به چې کوم مال پاتې شو هغه به یې هم په علماوو او محصلینو توزیع کاوه.
د امام ابو يوسف كفالت:
مام ابویوسف د امام صیب شاګرد وو ، له امام صیب نه به یې زدکړې کولې خو پلار یې د غربت او محتاجي له امله نه شو کولای چې په خپل ځوی درس ووایي ، له امام صیب نه یې وغوښتل چې زوی ته یې اجازه ورکړي چې د درس له حلقې لاړ شي ، د کورنۍ د معیشت د امرار لپاره پلار سره مرسته وکړي.
امام ابوحنیفه رحمه الله ورته و ویل ستا زوی ډېر لایق دی ، له درس نه یې مه پاڅوه، هغه و ویل زه یواځې د کور ضروریات نشم پوره کولای، تر څو یعقوب [ابو یوسف] راسره مرسته ونکړي، امام صیب د یعقوب پلار ته وویل چې زه به ستاسو د کورنۍ مصرف درکوم، خو ابویوسف ته اجازه ورکړه چې درس و وایي، پلار یې راضي شو، ابويوسف ته یې اجازه ورکړه تر څو خپل درسونه تعقیب کړي.
تجارت او د اسلامي قانون تدوین:
تيوري او عملي کارونه سره دوه جلا شيان دي، که تئوريسنان په داسې حال کې يو قانون ترتيب کړي چې د خارجي تطبيق په اړه يې فکر نه وي شوی او يا واقع او خارج پکې په نظر کې نه وي نيول شوي او يا هم مقننين داسې خلک وي چې يوازې د مېز تر شا ناست او قانون جوړوي نو بيا دغسې قوانين معمولاً د عمل په مرحله کښې له ستونزو سره مخ کيږي.
د امام ابوحنيفه رحمه الله تجارت او له بازار او منډوي سره يې اړيکې له نوموړي سره د اسلامي قانون په تدوين کښې خورا ډېره مرسته وکړه ځکه چې د تصور په نړۍ کښې د قوانينو تدوين د تطبيق او عملي کولو له پلوه خامخا کمزورتياوې لري.
امام صیب چې کوم قوانین تدوین کړل هغه قوانینو عملي او تطبیقي اړخ کښې ځکه ستونزې نه لرلې چې نوموړی د وخت له حالاتو نه خبر، بازار کې ناست لوی تاجر ؤ، د بازار غټ او واړه معاملات يې ليدل او د هغه په مخکې ترسره کېدل، د خلکو له ستونزو څخه خبر وو او د معاملاتو اړ او پیچ ورته ښه معلوم وو. له همدې امله حنفي فقه د نورو فقهو په نسبت عملي او تطبیقي بڼه لري او دغه بصیرت امام صیب ته له تجارت او بازار سره د هغه د اړيکو له امله حاصل شوی وو، کوم چې فقط د استاد یا کتاب لوستلو نه لاس ته نه راځي.
تعريف او توصيف:
د امام ابوحنیفه تعریف او توصیف د هغه د معاصرینو په خوله د حدیثو مشهور او معروف عالم عبدالله بن مبارک وایي: ٫٫ما له امام ابوحنیفه نه ډېر تقوا دار سړی نه دی ليدلی، د دنیا مال او دولت هغه ته وړاندې کړای شو خو هغه ورته لګته ورکړه، په لښتو او درو و وهل شو خو هغه ثابت قدم پاتې شو، هغه مناصب چې خلک ورپسې ځغلېدل ده قبول نکړل،،.
قاضي ابن شبرمه رح وایي: د دنیا مال او دولت هغه پسې منډې وهلې لکن هغه ترې تیښته کوله او موږ د نیا پسې منډې وهو، خو هغه له موږ نه په منډه ده، حسن بن زیاد وایي: په الله قسم امام کله هم د پادشاهانو ډالۍ او عطیات نه دي قبول کړي.
عباسي خلیفه هارون الرشید یو ځل له خپل قاضي امام أبو یوسف رح نه د امام ابوحنیفه په اړه پوښتنه وکړه ابو یوسف رح ورته و ویل: ٫٫قسم په الله چې هغه د الله د حرام کړیو شیانو نه سخت پرهیز کاوه ، له اهل الدنیا نه مجتنب او اکثر به خاموش وو ، تل به غور او فکر کښې اخته وو ، فضول خبرې به یې کله هم نه کولې، که کومه مسئله به ترې و پوښتل شوه او ده سره به یې ځواب شتون
درلود، نو ځواب به ورکاوه، ای امیرالمؤمنین! زه بس دومره پوهېږم چې هغه خپل نفس او دین له ناکاره کارونو نه بچ ساته، له خلکو نه بې نیازه او له ځان سره مشغول انسان وو، د چا غیبت یې نه کاوه ، او نه یې د چا بدۍ ذکر کولې [الذهبی]
د امام صیب د کار وسعت:
د امام صیب علمي، فکري او فقهي کار د ژوند د یو څو مخصوصو ډګرونو سره تړلی نه وو، بلکې د هغه کار د انساني ژوند ټولو شعبو ته شامل وو.
د خلافت راشده له سقوط نه ورورسته چې اسلامي امت له کومو فکري او علمي مشکلاتو سره مخ شو، امام صیب هغو ټولو مسائلو ته توجه کړې، د وخت د پیدا شوو مسائلو حل یې د قران او سنت په رڼا کښې وړاندې کړی.
د امام صیب د توجه وړ مسألې په لاندې ډول دي:
۱- د عقایدو سره تړلې مسئلې.۲- د عباداتو فقه. ۳ - معاملات لکه زراعت، تجارت، مساقات، اجاره، اٰجر او أجیر.
۴ - د وخت سیاسي مسائل ، په ځانګړې توګه خلافت ، د خلافت انعقاد، د خلیفه کېدو شرطونه او په ځانګړې توګه د حکمران په خلاف. امام صیب د خپل وخت د سیاسي مسائلو په اړه په جرأت سره خپل مؤقف بیان کړی، د عواقبو هیڅ پروا یې نه ده کړې ، د مثال په توګه د ظالم حکمران مقابل کښې د خروج او بغاوت مسئله، دا هغه مسله ده چې هغه وخت او اوس هم څوک په جرأت سره د دې په اړه خپل مؤقف نشي څرګندولی ، خو امام صیب په ډېر جرأت ، استقامت ، توازن او تسلسل سره د دې موضوع په اړه خپل نظر څرګند کړی دی ، د وخت د حکمرانانو د خفګان او ناراضه کېدو پروا یې نده کړې ، او نه له دینه ویرېدلی چې دوی به زما په اړه څه تصمیم نیسي ؟
امام ابوحنيفه د تصنيف په ډګر کښې:
امام ابوحنیفه رحمه الله ډېر تصنیفات نه لري، هغه د کتابونو د تصنیف پرځای انسانان او د کار سړي تصنیف کول او جوړول یې.
له امام حسن البناء رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې تاسو کتابونه کم لیکلي، هغه ورته ځواب ورکړ چې ما رجال [سړي] تصنیف کړي (روزلي) ، نو امام ابوحنیفة رحمه الله هم رجال تصنیف کول، خو ځنې مهم موضوعات داسې ول چې امام عالي مقام پرې لیکل کړیدي، مثلا د عقایدو برخه کښې یې لیکل وکړل چې د هغې په ذریعه یې د شیعه ګانو، خوارجو، معتزله ډلې او مرجئه ډلې د عقائدو اشتباهات واضح کړل او د سواد اعظم اهل سنت والجماعة د عقائدو خورا ښه ساده او سلیسه توضیح یې وکړه. پدې سلسله کې یې د "الفقه الاکبر" په نوم کتاب ولیکه، د سواد اعظم اهل سنت والجماعة عقيده خلکو ته په دې معنا خو واضحه وه چې جمهور اهل اسلام پرې روان ول ، فقهاوو به د هغې رڼا کښې خلکو ته لارښوونه کوله ،خو امام صیب دا عقیده په منظمه توګه ولیکله تر څو د راتلونکيې لپاره هم د لارې مشال شي.
مسلمانانو کې دسیاسياو فکري اختلاف پیل:
د حضرت علي کرم الله وجهه او د امويانو د حکومت په دوران کښې د مسلمانانو تر منځ اختلافات را پیدا شول، دا اختلافات عادي اختلافات هم نه ول، بلکې د دې اختلافاتو په نتیجه کښې څلور غټې فرقې [شیعه، خوارج، مرجئه، معتزله] منځ ته راغلل، خبره په دې هم خلاصه نه شوه بلکې دې فرقو د ځنو مهمو مسائلو په اړه د آراءو او افکارو په څرګندولو کښې له افراط ځنې کار واخیست چې د دې مسائلو په باب یې فقط د آراءو په څرګندولو اکتفاء ونکړه ، بلکې هغه یې د عقېدې برخه هم وګڼل چې له امله یې د اسلامي ټولنې په جوړښت ، د اسلامي ریاست په هیئت ، د اسلامي قانون مأخذ ، او د امت د سابقه پریکړو په قانوني حیثیت دغه افکار تأثیر ګزاره کېدل.
په دې مسائلو کښې د سواد اعظم اهل سنت والجماعة مؤقف واضح وو، ځکه چې عام مسلمانان د هغې پیروان ول ، او سترو سترو فقهاوو به د هغې په رڼا کښې پرېکړې او فیصلې کولې، خو د امام صیب تر وخته پورې دغه مسائل چا په منظمه توګه نه وه لیکلي، نو امام صیب د دغو پیدا شوو اختلافاتو په اړه د اهل سنت وسطي مسلک د تشريح په هکله کتاب [الفقه الاکبر] ولیکه، د سواد اعظم مسلک یې پکښې واضح کړ، تر څو مسلمانان له بې لارۍ څخه بچ پاتې شي.
ألفقه الأکبر؟
امام رحمه الله د خپل کتاب نوم ولې الفقه الاکبر کېښود؟ ځواب دا دی، چې اصل کښې د امام صیب تر وخته ، اصطلاحي فقه، عقاید او قانوني مسائل په ټولو د فقهې اطلاق کېده خو فرق دومره وه چې د عقائدو مسئلې به فقه اکبر بلل کېدې او نورو ته به فقط فقه ویل کېده، له دې امله امام خپل کتاب الفقه الاکبر و نوماوه، بیا وروسته د اصول الدین او علم الکلام اصطلاحات وضع شول ، تر دې چې په اعتقادي مسائلو باندې د علم الکلام اطلاق عام وګرځېده ، چې لا تر اوسه چلېږي
د خلفاء راشدینو د پرېکړو قانوني حیثیت:
ګمراه فرقو د خلفاوو په هکله راز راز سوالات را پورته کړل، چا پکښې د ځینو خلفاوو د خلافت صحت او شرعيت تر سوال لاندې راوست ، ځینو په کښې د افضلیت مسئله راپورته کړه چې څوک په چا افضل وه؟ بلکې خبره یې له دې هم وړاندې بوتله او دا پوښتنه یې را پورته کړه چې آیا په دې خلفاوو کښې څوک مسلمان هم پاتې شوی وو او که نه؟
امام صیب د د دې پوښتنو ځوابونو ته ملا وتړله، ټولو ته یې مستند او معقول ځوابونه ورکړل، امام صیب ځکه دا سوالونه حل کړل چې اصل کښې داپوښتنې فقط د یو څو اشخاصو په هکله د تاریخي قضاوت تر حده نه وې، بلکې د دې شبهاتو تاثیرات ډېر عمیق ول مثلا که د خلفاوو خلافت قانوني او درست و نه منل شي، نو دا له ځان سره دا سوالونه غېږ کې لري:
۱ - چې د خلفاوو د انتخاب دا لار درسته نه ده په کومه طریقه چې د خلفاوو انتخاب شوی دی، نو سوال دا دی چې د خلیفه د انتخاب درسته او قانوني طرېقه بیا کومه یوه ده؟
۲ - که دې خلفاوو کښې د کوم یو خلافت مشکوک و ګڼل شي، نو آیا د هغه د دوران د اجمتاعي پرېکړو او فیصلو قانوني حیثیت به مسلمانان مني او که نه؟ هغه د اسلامي قانون برخه ګرځي او که نه ؟ د هغه د دور د هغه خپلې عدالتي او قضایي فیصلې د شرعي قضاء لپاره عدالتي نظائظرو کښې شمېرل کېدای شي او که نه؟
۳- دا چې د هغوی د خلافت صحت او عدم صحت، یا د هغوی د ایمان او کفر مسله ، حتی په ځینو د ځینو نورو د افضلیت مسئله هم بالاخره په دې منتج کېده چې وروستي مسلمانان په هغوی اعتماد وکړي او که نه؟ او د هغو خلکو اجتماعي فیصلې ومني او که نه؟ د چا تربیت چې پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی وو ، او د چا په توسط چې راتلونکو نسلونو ته دیني معلومات او علم را ورسېده، د دې پوښتنو د اهمیت په اساس امام صیب قلم پورته کړ او دا سولات یې په داسې طريقه حل کړل چې د سواد اعظم اهل سنت والجماعة مؤقف پکښې مخې ته راغی
د صحابه کرامو حیثیت:
دوهمه مسئله د صحابه کرامو د جماعت د حیثیت وه، ځکه چې ځینو ګمراهانو فقط په دې اساس د صحابه کرامو سواد اعظم ته ظالم، فاسق او حتی کافر ویلل چې هغوی لومړني درې خلفاء له څلورم نه وړاندې د خلافت لپاره منتخب کړي ول، دغه کار دوی ګناه حتی کفر ګاڼه، خوارجو او معتزلو هم د صحابه کرامو غټه برخه فاسق یا کافر ګڼل.
دا سوالونه عادي سوالونه نه ول، بلکې دا عقائد او افکار هم په دې سوال منتج کېدل چې موږ له صحابه کرامو نه هغه علم چې موږ ته یې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه را نقل کړی واخلو او که نه؟ ځکه چې په دې هکله د فسق او کفر عقېده ساتل، او بیا له هغه نه دین زده کول او د دین په معامله کښې په هغه اعتماد کول سره متضاد خبرې دي.
د ايمان تعريف او امام ابوحنیفه:
د إيمان تعريف له هغو مهمو مسائلو څخه ده چې امام صیب خپل کتاب کښې پرې بحث کړی دی، د ایمان تعریف، د ایمان او کفر اصولي فرق او د ګناه د قانوني نتائجو او تاثیراتو مسئله يې تشريح کړېده.
معتزلیانو، خوارجو او مرجئه فرقې په دې بحثونو میدان ګرم کړی وو، او مناظرې به یې سره کولې، دا بحثونو هم فقط فکري او دینیاتي بڼه نه درلوده ، بلکې د دې مسائلو په هکله د مؤقف ګيرۍ نوعیت د اسلامي ټولنې په جوړښت تاثیر ګزار وه او د اسلامي ټولنې د ساختار سره یې عمیقه رابطه لرله او لري یې ، ځکه په دې هکله چې هره فیصله وکړای شي د هغې اثر به د مسلمانانو په اجتماعي حقوقو او د هغو په خپل منځي قانوني تعلقاتو او روابطو باندې پرېوځي.
له دې دا مسئله هم را پورته کېدله چې د ګناه کاره حکمرانانو په امارت کښې د جمعې او اخترونو غوندې د مذهبي کارونو قیام د عدالتونو او قضاء قیام د جنګ او جهاد غوندې سیاسي اعمال اجراء کول صحیح او شرعي بڼه لري او که نه؟ د دې مسائلو د دغه اهمیت له امله امام صیب په دې هکله هم د سواد اعظم اهل سنت والجماعة مؤقف څرګند کړ.
د تفضيل په هکله د امام ابوحنيفة مسلک:
امام دا خبره څرګنده کړه چې د افضلیت ترتیب د خلافت په ترتیب دی، له دې امله موږ ویلی شو چې تر ټولو غوره ابوبکر بیاعمر ورپسې عثمان او بیا علي (رضی الله عنهم) دي.
دا ټول په حق ولاړ ول او له حق سره تر اخره روان ول [شرح فقه اکبر ملا علی القاری]. په عقيدة طحاویة کښې د دې مزید تشریح داسې راغلې: موږ د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه وروسته له ټولو خلکو ځنې ابوکر رضی الله عنه غوره ګڼو او لومړی خلافت هم هغه ته ثابتوو، بیا عمر بیا عثمان او بیا یې علي رضی الله عنهم ته ثابتوو.
همدا راشده خلفاء او هدایت موندونکي امامان (خلفاء راشدین المهديین) دي [شرح العقیدةالطحاویة لابن ابی العزالحنفي]. دې سلسله کښې په دې هم پوهېدل پکار دي چې د امام صیب شخصي رأیه دا وه چې علي او عثمان کېښ یوه ته پر بل فضیلت نه دي ورکول په کار ، بلکې د دوی تر منځ امام صیب توقف کاوه خو د امت اجتماعي او عمومي کومه رأیه چې مخې ته راغلې وه چې فضیلت د خلافت په ترتیب دی امام صیب همغه رأیه تائید ،او په خپل کتاب کې یې ثبت کړه ، اګر چې امام صیب په شخصي توګه د حضرت عثمان په نسبت علي محبوب ګاڼه [مناقب الامام الاعظم ـ الکردري].
[د علي او عثمان رضی الله عنهما د تفضیل په اړه ابن تیمیة د علماوو د اقوالو خلاصه داسې بیان کړې ده ، چې د مضمون په اخر کښې په عربي کښې لیکل شوې ده ]
امام صیب د صحابه کرامو باره کښې وایي: موږ د صحابه کرامو ذکر په ښه طرېقه کوو، له نېکۍ پرته یې په بل څه نه یادوو [د(ملا علي القاري شرح فقه اکبر). عقيدة طحاویة کښې داسې راغلي: موږ د رسول الله ﷺ له ټولو صحابه وو سره محبت کوو ، په دوی کښې د چا په محبت کښې له حده نه اوړو ، او نه له چا ځنې برأت او بېزاري څرګندوو، څوک چې له دوی سره بغض کوي ، او په ناوړه طرېقه یې یادوي موږ دغه رنګ خلک نه خوښوو، د صحابه کرامو ذکر له نیکۍ پرته په بله طريقه نه کوو. (ابن ابي العز). اګر چې امام صیب د صحابه کرامو تر منځ د شوو جنګونو په اړه خپله رأیه څرګنده کړې چې دې جنګونو کښې حضرت علي کرم الله وجهه په حقه وو ، خو د علي مخالفه ډله یې هم مطعون کړې نه ده ، او پر هغوی يې له طعن ویلو نه یې ځان ساته ، دا یواځې د امام صیب رأیه نه وه بلکې د اهل سنت والجماعة همدا اتفاقي مؤقف وو (دامام صیب سیرت نګارانو المکي، الکردري او حافظ ابن حجر الإصابة) کښې همداسې لیکلي دي.
( مأخذ: د خلافت او ملوکيت کتاب وروستۍ برخه.)
علي او عثمان رضی الله عنهم تر منځ د تفضیل په اړه ابن تیمیة د علماوو د اقوالو خلاصه داسې بیان کړې ده:
[ولخص شيخ الإسلام ابن تيمية مذهب أهل السنة في المفاضلة بين عثمان وعلي بقوله: "ويقرون بما تواتر به النقل عن أمير المؤمنين على بن أبى طالب رضي الله عنه وعن غيره، من أن خير هذه الأمة بعد نبيها أبو بكر ثم عمر ويثلثون بعثمان ويربعون بعلي رضي الله عنهم، كما دلت عليه الآثار، وكما أجمع الصحابة رضي الله عنهم على تقديم عثمان في البيعة، مع أن بعض أهل السنة كانوا قد اختلفوا في عثمان وعلي رضي الله عنهما بعد اتفاقهم على تقديم أبى بكر وعمر أيهما أفضل، فقدم قوم عثمان وسكتوا، أو ربعوا بعلي، وقدم قوم عليا، وقوم توقفوا، لكن استقر أمر أهل السنة على تقديم عثمان" فالمقصود أن تفضيل عثمان على علي هو ما كان عليه أئمة الفقه].
ژباړه: ٫٫شيخ الإسلام ابن تيمية د اهل سنت د عثمان او علي ترمنځ د فضیلت په اړه خپل نظر په دې ډول خلاصه کړ: "دوی (اهل سنت) هغه څه مني چې په متواتره توګه د امیر المؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه او نورو څخه روایت شوي دي، چې د دې امت غوره انسان د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه وروسته ابو بکر دی، بیا عمر، او په درېیم مقام کښې عثمان او په څلورم مقام کښې علي رضي الله عنهم. دا داسې خبره ده لکه څنګه چې په احادیثو کښې راغلي او لکه څنګه چې صحابه کرامو د عثمان په بیعت کښې د هغه پر وړاندې اجماع وکړه.
که څه هم د اهل سنتو ځینو کسانو د ابو بکر او عمر د فضیلت نه وروسته ، په عثمان او علي کښې اختلاف کړی وو، د ځینو خلکو عثمان مخکې ګڼلی او د علي په اړه یې چوپتیا غوره کړه یا یې هغه څلورم ګڼلی، او ځینو علي مخکې ګڼلی او ځینو نورو تردد کاوه. خو بیا د اهل سنتو په منځ کښې پر دې اتفاق راغی چې عثمان به مخکې ګڼل کیږي.
نو مطلب دا دی چې پر علي د عثمان فضیلت هغه څه دی چې د فقهي امامانو له خوا منل شوی وو،،.