سورة البقرة رکوع ۱۲ (۹۷ - ۱۰۳ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۱۲ (۹۷ - ۱۰۳ آیت)


سورة البقرة ۹۷-  ۱۰۰ ايت:


قُل مَن كانَ عَدُوًّا لِجِبريلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلى قَلبِكَ بِإِذنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِما بَينَ يَدَيهِ وَهُدًى وَبُشرى لِلمُؤمِنينَ.(٩٧) مَنۡ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَمَلٰٓئِکَتِهٖ وَ رُسُلِهٖ وَجِبۡرِيۡلَ وَمِيۡكٰٮلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلۡكٰفِرِيۡنَ ۞(۹۸). وَلَقَدۡ اَنۡزَلۡنَآ اِلَيۡكَ اٰيٰتٍۢ بَيِّنٰتٍ‌‌ۚ وَمَا يَكۡفُرُ بِهَآ اِلَّا الۡفٰسِقُوۡنَ۞(۹۹). اَوَکُلَّمَا عٰهَدُوۡا عَهۡدًا نَّبَذَهٗ فَرِيۡقٌ مِّنۡهُمۡ‌ؕ بَلۡ اَكۡثَرُهُمۡ لَا يُؤۡمِنُوۡنَ۞(۱۰۰)


و وايه! څوک چې د جبرائيل دښمن وي، نو همده دا قرآن ستا په زړه د الله په حکم  نازل کړی دی، په داسې حال کښې چې دا تصديق کونکی دی د هغه کتاب چې  له ده نه مخکښې راغلی دی او زيری دی د مؤمنانو لپاره.(۹۷). څوک چې د الله او دهغه د ملائکو او پيغمبرانو او جبرائيل او ميکائيل دښمنان وي، نو بېشکه الله د کافرانو دښمن دی.(۹۸). او يقينا مونږ تاته نازل کړيدي څرګند ايتونه او انکار ترې نه کوي، مګر سر کښان.(۹۹). ولې داسې نه ده؟ چې کله هم دوی کوم تعهد کړیدی، د دوی يوې  ډلې مات کړی دی، بلکې د دوی اکثريت په رښتيا سره ايمان نه راوړي.(۱۰۰).


د ۹۷ آيت تفسير:

نبي عليه السلام  چې کله مدينې منورې ته تشریف راوړ، طبعا له يهوديانو سره به يې بحث راتلو،  د دې بحث او مناقشو په سلسله کښې به يهودو ويلې چې په تاسو باندې  قران نازل کونکې فرښته جبرائيل دی او جبرائيل زموږ په مشرانو عذابونه نازل کړيدي، له دې امله موږ ستا دا کتاب نه منو ، که بلې فرښتې تاسو ته دا کتاب نازل کړی وی، لکه ميکائيل  عليه السلام نو موږ به منلی وی.الله د دې بې هوده خبرې  ډېر ښايسته ځواب ورکړی دی. الله فرمائي: 

که څوک د جبرائيل سره  دښمني کوي نو کوي به يې، خو حقيقت دا دي چې دا قرآن ستا په زړه همدغه جبرائيل نازل کړی دی. دا د کتاب الله او بر حق پيغمبر  شان دی، چې څه حق وي همغه وړاندې کوي، بې له دېنه چې دا پروا وکړي چې څوک يې مني او که نه؟

که کوم عام انسان باندې دې ته ورته اعتراض وشي هغه به ورته ډېری حيلې او بهانې پيدا کوي، ترڅو  مخاطب قانع کړي، حتیٰ ځينې به درواغو ويلو ته هم آماده شي تر څو له اعتراض نه ځان وژغوري، خو د الله او دهغه د پيغمبر شان له دېنه ډېر لوړ دی، چې کومه حيله تراشي وکړي،  دلته په ډېره ساده توګه ورته ويل شوي چې قرآن د همدغې فرښتې په وسيله نازلېږي چې تاسو ئې خپله دوښمنه بولۍ، اوس ستاسو خوښه ده چې منۍ يې او که نه؟


(فإنه نزله علی قلبک بإذن الله ):


دېته اشاره ده چې جبرائيل سره ستاسو دښمني اصل کې له خدای سره دښمني ده، هغه ته ښکنځل کول څه معنا لري، هغه خو دا ټول کارونه د الله په امر کړيدي، تاسو اصل کښې الله ته بد رد واياست.


(مصدقا لما بين يديه)  :


دلته وايي چې قرآن خو د تورات تصديق کوي او تاسو جبرائيل عليه السلام ته له دې امله کنځل کوۍ چې قرآن يې نازل کړی دی ، نو د دې کنځلو سر خو تورات ته هم رسي.


(و هدی وبشری للمؤمنين):


په دې کښې دې مضمون  ته یو باريکه  اشاره ده چې کم عقلانو! په حقیقت کې ستاسو ټوله غصه او مبارزه د سمې لارښوونې او هدايت په ضد ده. تاسو د سمې لارښوونې سره مبارزه کوئ، که تاسو په درسته او مستقیم توګه دا لارښونه  تعقیب کړئ، ستاسو لپاره د بریالیتوب زیری دی.


استادانو صاحبانو به ويل: له دې ځای نه د سورت دوهمه برخه پيل کېږي، تر ۱۷۶ ايت پورې دوام لري.


دا برخه د صداقة الرسول[ د رسول د رښتينولۍ]  په بیان کې ده او ورسره په  ضمني توګه ځينې نور مباحث هم مخې ته راځي.

په دې برخه کېې د محمد ﷺ په رسالت د يهودو د نه {۹} شبهاتو او اعتراضاتو ځوابونه ورکول شويدي.


د ۹۷ آيت نه ۱۲۳  ايت پورې د اووه [۷] شبهاتو يا اعتراضاتو ځوابونه ورکول شوي دي.


1- اعتراض دا و چې تاسو وا ياست چې ماته وحې جبرائيل راوړي ده، نو هغه خو زموږ دښمن دی، [ په تاسو د ايمان راوړلو لپاره موږ ته دا مهم دي چې وحې بايد بله فرشته راوړي].


2 - تاسو دسليمان عليه السلام تعريف کوئ او حقيقت دادی چې هغه ساحر و [ نبي نه و].


3 - تاسو واياست سحر ناروا دی، حال دا دی چې هغه دعراق  په بابل ښار کښې په دوه فرښتو نازل شوی دی. ځواب ۱۰۲ او  ۱۰۳ ايت کښې ورکول شوی دی.


4-  دا څه  رنګ پيغمبر دی؟ چې موږ د راعِنا په لفظ کښې تحريف کوو او دی پرې نه پوهېږي، ځواب ۱۰۴ ايت کښې  ورکول شوی دی.

5-  دا څه رنګ د الله کتاب دی، چې په احکامو کښې ئې  نسخ راځي،  ځواب ۱۰۶ او ۱۰۷ ايت کښې ورکول شوی دی.

6- شپږم اعتراض په دې کښې دی، چې دا لا څنګه پيغمبر دی چې د عيسی عليه السلام  له ځوی ولي نه منکر دی[ عيسی عليه السلام د الله ځوی نه ګڼي] ځواب ۱۱۶ او ۱۱۷ ايتونو کښې ورکول شوی دی.

7- اعتراض دا و چې الله ولې له موږ سره مخامخ خبرې نه کوي.  ځواب ۱۱۸ شميره آيت کښې ورکول شوی.

او ۱۱۹ ايت کښې نبي ﷺ  ته تسلي ورکول شوېده. او ۱۲۰ ايت کښې د تش په نامه  اهل کتابو  له اتباع نه منع شوېده.

تر دې ځايه د هغه اووه [۷ ] مشهورو شبهاتو او اعتراضونو ځوابونه ورکول شوي دي چې پر رسالت د محمد ﷺ  دوی وارد کړي ول. نور مهم مباحث هم په دې برخه کښې هم شته چې ځای په ځای به يې وضاحت وکول شي. د هغه دوه نورو شبهاتو ځوابونه وروسته ورکول شويدي.


د ۹۸ آيت تفسير:

يهوديانو يواځې محمد ﷺ او دهغه ملګرو ته بد رد نه ويلې، بلکې د خدای برګزېده ملکې جبرائيل عليه السلام ته يې هم بد رد ويلې او ويلې يې چې دا زموږ دښمن دی دا د رحمت نه بلکې د عذاب فرښته ده.


د ۹۹ آيت تفسير:

دا کفارو ته زجر او رټنه ده چې د الله ايتونه خو واضح او څرګند دي څه نا معقوله خبره په کښې نشته، يواځې سرکښان ترې بې موجبه انکار کوي، څوک چې د عقل او پوهې په لار روان وي ، هغه ته به کله هم خپل عقل اجازه ورنکړي چې د خدای د څرګندو ايتونو نه انکار وکړي.


د ۱۰۰ آيت تفسير:

د ٫٫نبذ،، معنا د لغت کتابونو افګندن او شکستن کړېده.

عربانو به تعهد يا معاهده ليکله کله به يې چې معاهده ماتوله، هغه کاغذ به يې د مقابل جانب  لوري ته ور غورځاوه، له دې امله د‌تعهد ماتولو لپاره د ٫٫نبذ،، توری استعمال شو.

 

سورة بقرة۱۰۱ -   ۱۰۲ آيت .


وَلَمَّا جَآءَهُمۡ رَسُوۡلٌ مِّنۡ عِنۡدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمۡ نَبَذَ فَرِيۡقٌ مِّنَ الَّذِيۡنَ اُوۡتُوا الۡكِتٰبَۙ کِتٰبَ اللّٰهِ وَرَآءَ ظُهُوۡرِهِمۡ كَاَنَّهُمۡ لَا يَعۡلَمُوۡنَ ۞(۱۰۱). وَاتَّبَعوا ما تَتلُو الشَّياطينُ عَلى مُلكِ سُلَيمانَ وَما كَفَرَ سُلَيمانُ وَلكِنَّ الشَّياطينَ كَفَروا يُعَلِّمونَ النّاسَ السِّحرَ وَما أُنزِلَ عَلَى المَلَكَينِ بِبابِلَ هاروتَ وَماروتَ وَما يُعَلِّمانِ مِن أَحَدٍ حَتّى يَقولا إِنَّما نَحنُ فِتنَةٌ فَلا تَكفُر فَيَتَعَلَّمونَ مِنهُما ما يُفَرِّقونَ بِهِ بَينَ المَرءِ وَزَوجِهِ وَما هُم بِضارّينَ بِهِ مِن أَحَدٍ إِلّا بِإِذنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمونَ ما يَضُرُّهُم وَلا يَنفَعُهُم وَلَقَد عَلِموا لَمَنِ اشتَراهُ ما لَهُ فِي الآخِرَةِ مِن خَلاقٍ وَلَبِئسَ ما شَرَوا بِهِ أَنفُسَهُم لَو كانوا يَعلَمونَ } [  البقرة: ١٠٢ ].


کله چې د الله له خوا يو رسول له دوی سره د شته تعليماتو د تصديق کونکي په بڼه راغی، د اهل کتابو يوې فرقې د الله کتاب په شا پسې و غورځاوه ٫٫بې اعتنائي يې ورته وکړه،، لکه چې دوی په هيڅ هم نه پوهېږي.(۱۰۱).

او دوی {يهوديان}  روان شول هغه شي پسې چې شیطانانو به د سلیمان د پادشاهۍ په اړه ويلې او سليمان کفر نه ؤ کړی، ليکن شيطانانو کفر کړی ؤ، چې خلکو ته د سحر تعليم ورکوي او هغه شي پسې روان  شول چې په دوه ملائکو{ هاروت او ماروت} په بابل کښې نازل شوي وو او دوی {دغو ملائکو}  چاته د سحر تعليم نه ورکوه، تر دې چې ويل به ئې:  موږ ستاسو لپاره ازمیښت يو، نو د سحر په زده کړه ځان مه کافروه، خو دوی{ يهوديانو}  به زده کولو له دې دواړو ملائکو ځنې هغه شی چې د ښځې او خاوند تر منځ پرې تفريق راولي، دوی د دې {سحر}  په وسيله دالله له أذن نه پرته  چاته تکليف نه شي رسولی.

دوی زده کوي هغه شی چې تاوان ورته رسوي او ګټه ورته نه رسوي،  او يقيناٙٙ دوی په دې هم پوهېدل چې چا سحر غوره کړ، هغه ته په اخرت کښې دخير او ثواب څه برخه نشته او يقينا هغه شی ډېر ناکاره دی چې دوی پرې ځانونه بايللي دي، کاش دوی پوهېدی.


د ۱۰۱ آيت تفسير:

دې ايت کښې د بني اسرائيلو غندنه په دې شوې ده چې د کتاب الله تعليماتو ته يې پام و نه کړ،.

کله چې دوی ته داسې پيغمبر راغی چې په اساساتو کښې يې د دوی د دين تصديق کولو، دوی د الله کتاب په شاپسې و غورځاوه، {د کتاب تعليماتو ته يې پام ونه کړ }

که له کتاب نه مراد تورات واخلو بيا يې معنا دا جوړېږي چې د محمد ﷺ په اړه د تورات وړاندوينو ته يې هم إعتنا ونکړه.

که له کتاب الله نه مراد قرآن واخلو بيا معنا دا جوړېږي، چې د  قرآن  تعليماتو ته يې إعتنا ونه کړه، فکر او  تدبر يې په کښې ونکړ، سره له دېنه چې قرآن  د دوی د کتاب تصديق کولو، بيا يې هم د قرآن تکذيب وکړ.

په هر صورت کتاب الله يې پرېښود او د شیطان تعليم پسې روان شول چې هغه سحر او د سحر زدکړه ده

هر څوک چې د خدای تعليماتو ته شا کړي خامخا به د شيطان په تعليم پسې روانېږي.


د ۱۰۲ آيت تفسير :

(واتبعوا ما تتلو الشياطين علی ملک سلیمان ....):

د دې مطلب دا دی چې شیطانانو د سلیمان علیه السلام د مرتبې او مقام د کمولو او د يهوديانو د ګمراه کولو لپاره دا مشهوره کړې وه، چې د سلیمان د دومره ستر حکومت راز دا ؤ چې هغه العياذ بالله غټ ساحر ؤ، د سحر په ذريعه ئې انسانان او پيريان مسخر کړي ول، له همدې امله  يهوديان سلیمان علیه السلام ته پيغمبر نه وائي.

د دې لپاره چې الله  د سلیمان له حيثيت نه دفاع وکړي، بابل ښار کې ئې په دوه فرښتو سحر نازل کړ، تر څو يهوديانو ته د سحر حقیقت معلوم  شي، چې د سحر په ذريعه څوک دومره لوی سلطنت نه شي قائمولی، يهود به راتله  چې سحر زده کړي او څه ګټه ترې پورته کړي. هغه فرښتو به ورته ويل:

موږ الله تاسو ته د ازميښت لپاره لېږلي يو ،دا مه زده کوئ، چې کافر به شئ.


دوی به د سحر په زدکړه اصرار کاوه،  عجيبه دا وه چې د داسې سحر د زدکړې کوښښ به يې کاوه چې  مېړوښه ښځه له خپل مېړه نه پرې جلا کړي، دا کړنه د يهودو اخلاقي انحطاط په ګوته کوي، چې په اخلاقي لحاظ دوی څومره پرېوتې ول.


کوم ملتونه چې کله پرېوځي اوذليل شي، بيايې پرېوتو کارونوته پام ګرځي، همدا راز همت، د کار او

محنت شوق يې هم  ختمېږي، غواړي د سحر غوندې په پرېوتو کارونو زر تر زره مخ ته لاړ شي، صنعت ، حرفه، زراعت ،حياکت  او عموما په کار کولو يې عقيده ختمه شي، فضول کارونو ته يې پام اوړي، چې په آسانه طريقه زر تر زره پرمختګ وکړي او د دنيا مال او دولت ئې لاس ته راشي.

په دې آيت کښې له سحر نه الله جل جلاله  په کفر تعبير کړی دی، له دې امله جمهور علماء{ ابوحنيفه، مالک او احمد رحمهم الله } سحر ته کفر وايي.

امام شافعي وايي:  سحر دوه قسمه دی يو قسم يې کفر اکبر دی چې د‌ ملت نه پرې يو کس خارجېږي، بل قسم يې کفر اصغر دی {د ګناه کبیره په معنا} کوم سحر کښې چې له شیطان،  پېرې او خبيثه ارواحو نه مرسته وغوښتل شي يا نور کفري اعمال په کښې تر سره شي دغه رنګ سحر باندې انسان کفر ته وځي.

او چې دا مشکل په کښې نه وي، له کفري او شرکي دم درهې نه په کښې کار نه وي اخيستل شوی، دا بيا ګناه کبیره ده.

د لومړني قسم ساحر سزا داده چې بايد قتل شي.او  که چا داسې سحر  وکړ چې د کفر او شرک مرتکب شوی په کښې نه وي خو دخپل سحر په ذريعه یې څوک وژلی وي دغه رنګ ساحر به هم د قصاص په توګه وژل کېږي، او عام ساحر چې نه يې کفري الفاظ او افعال ترسره کړي وي او نه يې چاته تکليف رسولی وي بايد تعزيري سزا ورته ورکړی شي. همدا قول راجح دی.


*---پوښتنه:

سحر خو حرام يا کفر دی، نو الله ج د يو حرام کار دتعليم لپاره بابل ښار  ته ملائک څنګه ولېږل؟


ځواب:  بابل ښار  ته ملائک د امتحان او ازميښت په توګه راغلي ول، ملائک د الله د کائناتي  نظام  کار کنان دي، دوی په هغه شرائعو مکلف نه دي کوم شرائع چې انسانانو ته لېږل کېږي.

ملائک د خدای په مستقل لارښونه وظائف تر سره کوي، چې الله ورته هر رنګ حکم وکړ هغه ترسره کوي، مثلا د انسان وژل او مړکول په انساني شرائعو کښې نا روا دي، خو ملک الموت روزانه زرګونه خلکو نه روح اخلي، لکه څرنګه چې هغه يې د خدای په مستقل امر ترسره کوي، ځکه داسوال نه پيداکېږي چې د انسان وژل خو ناروا دي  نو ملک الموت دا کار څنګه تر سره کوي.


(دوهمه پوښتنه):


په انساني  شکل کښې دنيا ته د ملائکو   د راتلو په اړه هم ممکن د انسان  ذهن کښې پوښتنه پيدا شي.

خو دا  ناممکن نه ده ځکه چې ملائک محض ارواح نه دي بلکې وجود هم لري، نقل او حرکت کولو باندې قادر دي.

نبي عليه السلام ته به  کله جبرائيل د يو صحابي په شکل کښې راتلو، ابراهيم عليه السلام ته هم د انسانانو په بڼه راغلې وې، بيا همدغه فرښتې دلوط عليه السلام قوم  ته د ازميښت لپاره  د ښايسته هلکانو په شکل کښې راغلې وې.


   اوس هم موږ نه پو هېږو چې څومره ملائک به د مختلفو مقاصدو لپاره دنيا ته د انسانانو په بڼه  راځي.


(د سحر حکم):

د هر رنګ سحر زدکړه ناروا ده، ليکن د مختلف قسم سحرونو حکم يو له  بل نه جلا دی، کله د سحر دځينو  اقسامو زده کول کفر هم وي.


(د سحر نه ځان  خلاصول):


که څوک د سحر په ذريعه  له خپلې ښځې نه وتړل شو، ځان خلاصول ورته  په روا طريقه د‌ علماوو په خيال جائز دي. (قرطبي)


(د سحر حقيقت):


سحر حقيقت لري، خو ساينسي تعبير يې ممکن نه دی يا مشکل دی، چې بشپړ ميکانيزم يې تشريح شي، خو دومره ده چې سحر يو داسې مرض دی چې لومړی نفس يا روح له تأثير لاندې راولي بيا  ورپسې جسم هم، لکه ښکنځل چې لومړی د  انسان په روح يا نفس بد تأثیر کوي، بيا يې څېره باندې هم اثار څرګند شي.


 سورة البقرة ۱۰۳  آيت


وَلَوۡ اَنَّهُمۡ اٰمَنُوۡا وَاتَّقَوۡا لَمَثُوۡبَةٌ مِّنۡ عِنۡدِ اللّٰهِ خَيۡرٌ ؕ‌ لَوۡ كَانُوۡا يَعۡلَمُوۡنَ۞(۱۰۳). 


او که چېرې دوی ايمان راوړی وای او تقوا يې اختيار کړې وای، نو د خدای له خوا ثواب خامخا د دوی لپاره غوره و، کاش دوی پوهېدای.(۱۰۳). 


د ۱۰۳ آيت تفسير:

يعنې که دوی له تذبذب نه پرته د ايمان روش ته دوام ورکړی وای، سحر  يې پرېښي وی او له  کتاب الله نه يې اعراض نه وی کړی، د دې په عوض کښې چې الله کوم اجر او ثواب دویته ورکولو هغه د سحر د ګټو په نسبت ډیر غوره و، خو دوی دا درک نه کړه، يا ئې درک کړې وه، خو په عملي توګه ئې دېته إعتنا ونکړه، اعتناء نه کول په نه درک تعبير شوې.

( مثوبة) جزآء او اجر ته ځکه مثوبة او ثواب ويل کېږي، چې نيکو کاران  ورته  ور ګرځي. اصل کښې ثواب د رجوع او واپس کېدو په معنا دی.  ٫٫وإنما سمي الجزاء ثواباً ومثوبة لأن المحسن يثوب إليه،،.(بيضاوي).


( په‌ موسی عليه السلام سحر) :


قرآن کښې د موسی عليه السلام د ساحرانو سره د مقابلې کيسه بیان شوېده، د فرعون د ساحرانو سحر حتی په موسی علیه السلام غوندې جليل القدر پيغمبر هم تأثیر کړی و، موسی عليه السلام چې کله ماران خپل لوري ته راتلونکي ولېدل، له ميدان نه په شا شو او شاته يې نه کتل، بيا الله ج تسلي ورکړه، چې دا سحر دی  نژدې ده چې الله به يې باطل کړي، د فرعون د ساحرانو دا سحر غالبا چشم بندي غوندې وه.


(معتزله):

معتزله يوه بې عقله عقل ګرا فرقه ده چې د سحر له حقیقت  نه منکر شويدي، اهل سنت والجماعة په اتفاق سره د سحر وجود او شتون مني، د قرآن، سنت  نصوص پرې دلالت کوي او سلفو دسحر  په شتون او حقیقت اتفاق کړی دی، همدا راز په تاثير ئې هم قائل دي.


(د يهودو کرغیړن تاريخ):

يهوديانو په خپلو ډېرو انبياؤ تهمتونه لګولي دي او ځينې ئې وژلي دي، قرآن ځای پر ځای د بني اسرائيلو د انبياؤ له حيثيت نه دفاع کړېده، هغه تهمتونه چې يهودو په خپلو انبياؤ لګولي دي د هغې ئې ترديد کړی دی.

ځينو تفسيرونو ضعيف او کمزوري اسرائلي روايات نقل کړيدي، چې هاروت او ماروت له زهرة سره د زنا مرتکب شول، { العياذبالله} او دوی د بابل په کوهي کښې تر اوسه له ژبې زوړند دي او زهرې ترې اسم اعظم زده کړی و، هغه يې چې ولوست اسمان لوري ته لاړه، هلته الله مسخ کړه ستوری ئې ترې جوړ کړ. دا کيسې ټولې درواغ دي، د قرآن او سنت د‌جزاء او سزاء له قانون سره ښکاره په ټکر کښې نقل شوي اسرائيليات دي، علماوو دا ليکلي چې څوک دا عقيده ولري چې ملائکو زنا کړې ده، هغه کفر کې اخته کېږي، ملائک معصوم دي د ګناه کولو توان د سره نه لري او نه ئې کوي.


ورته مطالب
+