سورة آل عمران رکوع ٥ (٤۲ - ٥٤ آیت)
سورة آل عمران - آيت ۴۲ - ۴۳
وَاِذۡ قَالَتِ الۡمَلٰٓئِكَةُ يٰمَرۡيَمُ اِنَّ اللّٰهَ اصۡطَفٰٮكِ وَطَهَّرَكِ وَاصۡطَفٰٮكِ عَلٰى نِسَآءِ الۡعٰلَمِيۡنَ۞(۴۲). يٰمَرۡيَمُ اقۡنُتِىۡ لِرَبِّكِ وَاسۡجُدِىۡ وَارۡكَعِىۡ مَعَ الرّٰكِعِيۡنَ۞(۴۳).
٫٫بيا هغه وخت راغی کله چې ملائکو مریم ته وویل، "اې مریم! الله ته غوره کړې، او ته یې پاکه و ګرځولې او د نړۍ په ټولو ښځو یې تا ته غوره والی درکړ ( چې ته یې د خپل ځانګړې خدمت لپاره وټاکلې).(۴۲).
"اې مريم! د خپل رب په فرمانبردارۍ کې پاتې شه او د هغو کسانو سره چې رکوع او سجده کوي، ته هم رکوع او سجده کوه،،.(۴۳).
د ۴۲ آيت تفسير:
( اصۡطَفٰٮكِ) د إصطفاء، معنا انتخاب او ټاکنه ده، چې کله يې صِله کښې عٙلیٰ راشي بيا د فضيلت او غوره کولو معنا ورکوي، يعنې تا ته يې د ټولې دنيا په ښځو ترجيح درکړه ، چې ته يې د خپل ځانګړي ديني خدمت لپاره وټاکلې، هغه دا چې خپل ستر امانت الله تا ته وسپاره. دا که له يوې خوا نه شرف او عزت وو ، خوله بل اړخ نه امتحان او ازمېښت هم وو،
دلته اصطفاء دوه کرته ياده شوې ده ، له لومړۍ نه مراد دا دي چې:
۱- الله يې د بيت المقدس د خدمت لپاره ازادول قبول کړل، د بلې انجلۍ سره داسې نه وو شوي چې د بيت المقدس د خدمت لپاره الله قبوله کړې وي.
۲- حسن بصري وايي: له پيدا کېدو سره جوښت زکريا ع ته وسپارل شوه، او رزق ورته د الله له لوري مقرر شو.
۳ - الله خپل عبادت ته فارغه کړه ، ځکه چې رزق يې د الله له طرفه راته ، او خصوصي معنوي او روحاني انعامات يې پرې وکړه، د هر قسم ګناه نه يې پاکه وساتله، او د سمې لارې لارښوونه يې ورته وکړه.
۴ ـ الله ورته د ملائکو خبرې واورولې يا دا چې ملائکو ورسره خبرې وکړې.
دوهمه اصطفاء:
له دېنه هدف ترې دا دی ۱- چې، الله ورته له پلار نه پرته ځوی ورکړ. ۲- بيا هغه لا په غېږ کښې وو، چې د دې د پاکوالي ګواهي يې وکړه. ۳ - او دواړه يې د خپل قدرت نخښې وګرځولې، او الله خپل ځانګړي خدمت ته وټاکله ، د دين د خدمت لوی کار يې ترې واخيست.( الرازي)
(د تطهير معنا): تطهير پاکوالي ته وائي دا هم له ټولو ناوړه عقايدو، اخلاقو او اعمالو نه الله پاکه ساتلې وه.
د ۴۳ آيت تفسير:
(د قنوت معنا) د قنوت معنا ده، اطاعت او تابعداري ، عبادت او عاجزي، او په يوه ځانګړې دعاء چې د وتر لمونځ په وروستي رکعت کښې لوستل کېږي، يې هم اطلاق شوی دی، ځکه هغې کښې هم بنده له الله سره د بندګۍ او تابعدارۍ ژمنه کوي.
( د يهودو لمانځه کښې رکوع وه؟ ) دلته الله پاک مريم ته د سجدې سره د رکوع حکم هم کړیدی، له دېنه د هغو خلکو غلطي ثابتېږي چې وايي: د يهودو په لمانځه کښې رکوع نه وه، البته دا ممکن دي چې يهودو د خپل تنزل په دور کښې د لمانځه رکوع هېره کړې وي، او دا ځکه چې مونځ ته د يهودو ډېر پام نه وو، مولانا حميدالدين فراهي رح ليکلي دي: چې له يهودو لمونځ او له نصاراوو قرباني ضائع شوې وه.
موږ خو الحمدلله تر اوسه دواړه تر يوه بریده ساتلي دي.
( مع الراکعين) ٫٫ له رکوع کونکو سره،، په دې لفظ کښې د جماعت لمانځه ته اشاره لېدل کېږي، ورسته بيا د جماعت لمونځ هم له يهودانو نه ضائع شوی وو. له دېنه دا مسئله هم ذهن ته راځي چې د يهودو په ښځو هم د جماعت لمونځ ممنوع نه وو، بلکې دلته مريم ته امر کېږي چې له رکوع کوونکو سره رکوع وکړه.
سورة آل عمران - آيت ۴۴
ذٰ لِكَ مِنۡ اَنۡۢـبَآءِ الۡغَيۡبِ نُوۡحِيۡهِ اِلَيۡكَؕ وَمَا كُنۡتَ لَدَيۡهِمۡ اِذۡ يُلۡقُوۡنَ اَقۡلَامَهُمۡ اَيُّهُمۡ يَكۡفُلُ مَرۡيَمَ ۖ وَمَا كُنۡتَ لَدَيۡهِمۡ اِذۡ يَخۡتَصِمُوۡنَ۞(۴۴).
٫٫اې محمد (ص)! دا ځينې غیبي خبرې دي چې موږ یې د وحې له لارې تا ته دررسوو، که نه ته هلته حاضر نه وې (کله چې د هیکل خادمانو دا پرېکړه کوله چې د مریم سرپرست به څوک وي)، او کله چې هغوی خپل خپل قلمونه اچول، او نه ته هغه وخت حاضر وې کله چې د هغوی ترمنځ جګړه روانه وه،،.(۴۴).
د ۴۴ آيت تفسير :
د مريم بي بي د کيسې په منځ کښې نبي اکرم ﷺ مخاطب شوی دی ، چې کله مريم هيکل ته بوتلل شوه او چې هلته څه پېښ شول او کومه قرعه چې واچول شوه ، ته په دغه ټولو پېښو کښې هلته حاضر او موجود نه وې، حې خلکو ته يې اوس په تفصيل سره کيسه بيانوې، دا د دې دليل دی چې تاسو د الله پيغمبر ياست، ځکه دا واقعات تا ته د وحيې له لارې موږ درلېږو.
عجيبه خبره لا دا وه چې په دې اړه په مروجو اناجيلو کښې هم د يحيیٰ او مريم په اړه دومره دقيق تفصيلات شتون نه لري چې په پيغمبر پاک د مستشرقينو له اړخه د نقل وهلو تهمت ولګول شي، يواځې د لوقا په انجيل کښې د مريم او يحيیٰ ع په اړه څه منتشر او غير منظم ذکر ميندل کېږي.
خو بيا هم چې قرانکريم دا کيسه له ضروري تفصيل سره بيانوي دا د دې دليل دی چې قرآن د محمد ﷺ تصنيف نه بلکې د الله له خوا راغلی کتاب دی. نو دا په واضحه توګه د پاک نبي د نبوت څرګند دليل دی.
دوهم په دې کښې دېته هم څرګنده اشاره ده چې انبياء په غيبو نه پوهېږي مګر هغه شيان چې الله يې ورته وحيې کړي، ځکه که انبياء په غيبو پوهېدی بيا د الله پاک دا خبره څه معنا لري چې ٫٫ذالک من انباء الغيب نوحيها اليک ،،. دريم له دېنه دا هم ثابت شوه چې پيغمبران يا زموږ پيغمبر هر ځای کښې حاضر او ناظر نه دی، بلکې دا د خدای شان دی چې هر ځای يې تر نظر لاندې دی.
څلورم له دې کيسې نه دا هم ثابتېږي چې نه مريم او نه يې ځوی په خدائي کښې شريک دي، بلکې د هغې نه بچی پيدا شو، چې دا د بشريت تر ټولو ستر دليل دی، او زوی يې هم له مور نه تولد شو چې دا هم د بشريت واضح دليل چې له دېنه غټ دليل بل نشته دی،
( مسيحيان او مريم): مسيحيانو خو مريم ته ډېره غټه درجه ورکړې ده، چې د خدای مور ورته وائي، خو مولانا امين اصلاحي رحمه الله ليکلي دي چې اناجيلو کې هغه د يوې عامې ښځې په بڼه وړاندې شوېده، تر دې چې دا هم په کښې ليکل شوي دي چې عيسی مسيح عليه السلام به يې هم هغسې احترام نه کوه لکه د يو مور احترام چې لازم وي، له قرآن نه دا خبر غلطه ثابتېږي، ځکه قرآن دا هغه دا وينا نقل کړېده چې وائي: ٫٫و برا بوالدتي،، ٫٫ الله له مور سره نيکي کونکی ګرځولی يم،، ( الله د پر دوی لعنت وکړي انبياء يې هم نه دي معاف کړي).
( اذ يلقون اقلامهم): کله چې مريم هيکل ته بوتلل شوه د خادمانو تر منځ يې په سرپرستي کولو اختلاف پيدا شو ځکه هر يو غوښتل چې د سرپرستۍ دا سعادت د هغه په برخه شي. بيا پرېکړه په دې وشوه چې هر څوک په دې سرپرستۍ کښې رغبت لري هغه به خپل قلم په اوبو کښې واچوي د چا قلم چې او بو ښکته نه کړ، بلکې په ځای ودرېده يا د اوبو د جريان مخالف لور ته يې حرکت وکړ، هغه د دې سرپرستي ډېر حقدار دی، ابو مسلم اصفهاني ويلي: دا عامه پچه اچونه وه د اوبو د مخالف لور حرکت مسئله په کښې نشته ده، په هر ترتيب چې وه دا قرعه د زکريا په ګټه تمامه شوه.
د قلمونو په اړه ځينو ويلي چې دا هغه قلمونه ول چې تورات او نور مقدس کتابونه به يې پرې ليکل، چا ويلي دېنه مراد عام قلمونه يا لښتې دي.
( یختصمون): دا جګړه خو مشهوره دا ده چې د مريم د کفالت په اړه وه، ځينو ويلي دي، دا خبره په کښې هم شامله وه چې انجلۍ د هيکل د خدمت لپاره قبوله کړل شي او که نه؟ ځکه د هيکل په تاريخ کښې دا نه ول چې انجلۍ دې په کښې خادمه وي.
(پچه اچونه) په شريعت کې قرعه ويستل درست نه دي مګر چې حقوق سره مساوي وي، د مزيد اطمینان په خاطر قرعه تر سره شي باک نه لري ، لکه د قرباني د غوښې د تقسيم په هکله چې قرعه کېږي، که چا ته د ډیرې او چا ته د لږې برخې د تګ مسئله په کې مطرح وي بيا دا قمار کې شمېرل کېږي.
سورة آل عمران - آيت ۴۵
اِذۡ قَالَتِ الۡمَلٰٓئِكَةُ يٰمَرۡيَمُ اِنَّ اللّٰهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنۡهُ ۖ اسۡمُهُ الۡمَسِيۡحُ عِيۡسَى ابۡنُ مَرۡيَمَ وَجِيۡهًا فِى الدُّنۡيَا وَالۡاٰخِرَةِ وَمِنَ الۡمُقَرَّبِيۡنَۙ۞(۴۵).
٫٫او کله چې فرښتو وویل، "اې مریم! الله تعالی تا ته د خپل یو فرمان(کلمة) زېرى درکوي چې نوم به یې مسیح عیسی ابن مریم وي، هغه به په دنیا او آخرت کې مخوريز وي او د الله تعالی د نږدې بنده ګانو په جمله کې به حساب شي."(۴۵).
د ۴۵ آيت تفسير:
دلته د آيت په پيل کښې د ٫٫إِذٌ،، توری استعمال شوی دی، دا د دې معنا ورکوي چې له دې ځای نه د کيسې بل پړاو پيل شو، ځکه مخکې مريم ته د عبادت ، بندګي ، سجدې او رکوع حکم وشو، له دېنه څه موده وروسته هغې ته د ځوی زېری ورکول کېږي، د ٫٫کلمة،، مفهوم مخکې بيان شوی دی.
د لته اصل هدف مريم ته د ځوی زېری ورکول دي، خو لکه څنګه چې هغه پېغله، ناواده شوې او د حياء نمونه وه ، نو فرښتې ورته په ډېرو لنډو الفاظو په مبهمه طريقه زېری ورکړ، چې بيا وروسته په مسيح او عيسی باندې يې توضيح وشوه، يعنې فرښتې ډېره تفصيلي خبره ورسره ونه کړه.
(إسمه المسيح):
مسيح د عيسیٰ عليه السلام لقب وو، په بني اسرائيلو کښې دا عادت وو، چې پخواني پيغمبر به د نوي راغلي پيغمبر په سر تيل واچول او و مږل، دا به يو برکتي کار ګڼل کېده، بيا چې کله په دوی کښې د بادشاهت سلسله پيل شوه ، دا کار به له بادشاهانو سره هم کېده دا د دې علامه وه چې دا کس بادشاه هم دی او د خدای له اړخه غوره شوی شخصيت هم، دا کار طالوت سره هم شوی وو، مخکښې د دې بيان هم شوی دی په( إبعث لنا ملِکا ـ سوره بقره)،.
په بني اسرائيلو کښې طالوت ، داود ، عيسی او يحيی د مسيح لقب اخيستی وو، خو د عيسی په اړه دا نه دي نقل شوي چې چا مسح کړی وو، دومره نقل دي چې بپتسمه ورته يحيیٰ عليه السلام ورکړې وه.
بخاري شريف کښې د مسيح د وېښتانو په اړه راغلي چې هغه داسې تازه ول، لکه اوبه چې ترې څاڅي.
عن نافع، قال: قال عبد الله بن عمر رضي الله عنهما: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "بينما أنا نائم أطوف بالكعبة، فإذا رجل آدم، سبط الشعر، بين يديه رجلان ينطف رأسه ماءً، أو يهراق رأسه ماءً..."
ترجمه: حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "زه په خوب کې وم او له کعبې شریفې مې طواف کاوه، نو ناڅاپه مې یو کس ولید چې د رنګ له مخې غنم رنګه و او وېښتان یې نرم او صاف وو، داسې معلومېده چې له سر څخه یې اوبه څاڅي یا اوبه تویېږي."( بخاري ـ کتاب الفتن) ممکن د دغه ځانګړتيا په اساس ورته مسيح ويل شوی وي او په انجيل کې ورته د خدای مسيح ويل شوي دی، يا د دې معنا دا هم کېدای شي چې هغه ممکن پيدائشي مسيح وو. دا هم ممکن ده چې د هغه مسح په دغه معروفه طريقه نه وي ترسره شوي، او يا جلا معنا ولري،( وروسته به يې بيان وشي) يا يې مسح په همدغه طريقه ترسره شوې وي خو موږ ته کيسه نه وي رسېدلې. ځکه چې د بني اسرائيلو د پيغمبرانو تاريخ په دقيقه توګه ليکل شوی نه دی.
( وجيها في الدنيا و الاخرة):
په دې جمله کښې د مسيح عليه السلام سرداري، مشري او مقبوليت ته اشاره ده، په اصل کښې له مور او کورنۍ سره يې دا پوښتنه پيدا کېدای شوه چې دغه بې پلاره ماشوم به ټولنه کښې څه حيثيت ونه لري ، او خلک به ورته په درنه سترګه نه ګوري، دا تشويش له لومړي سر نه الله رفع کړ چې داسې نه ده مسيح به مخور او قدرمن وي.
په اناجيلو کښې راغلي چې کله دی د ۱۲ کلونو وو په ههيکل کښې يې د کتاب تعليم ورکړ ، احبار او فريسيان د هغه فصاحت ، بلاغت ، حکمت او معرفت ته حيران شول، چا چې نه پېژنده د نورو نه به يې پوښتنه کوله دا څوک دی؟ خلکو دا تصور وکړ چې ده سره د اسمان له اړخه مرسته شتون لري چې په دومره لږ عمر کښې دومره موثرې او جاذبې خبرې کوي،.
کله چې يې د يهوديه رياست په کليو او بانډو کښې تعليم ورکول پيل کړل ، ډېر زيات خلک ورته متوجه او ترې متاثره شول، فقهيان، فريسيان او احبار ناقراره او وارخطا شول چې دا څه کېږي؟ نو بيا يې د مسيح عليه السلام د مقبوليت د کمولو په خاطر له مسيح عليه السلام نه رنګ رنګ پوښتنې کولې ، خو مسيح عليه السلام به په لنډه توګه ورته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکول، چې بيا به يې د خولې بېرته کولو جرئت نه شو کولای.
د هغه د مقبوليت دا حال جوړ شو چې خلکو هغه ته د اسرائيلو د بادشاه خطاب کاوه، دا خبره دومره مشهوره شوه، چې هيرودوس او پيلاطيس( دا په شام باندې د رومي حکومت له خوا مقرر شوي حاکمان ول) په نزد هم مهمه وګڼل شوه، دوی د خپل ټول زور او جبروت سره هم د عيسی عليه السلام د زيات مقبوليت له امله د رعب لاندې راغلي ول.
د مسيح د وجاهت ( مخورۍ) دوهم اړخ دا وو چې هغه يو بې پلاره ماشوم وو خو د هغه له ماشومتوب نه تر ځوانۍ دغه شي د هغه په وجاهت کې هيڅ کمی نه وو راوستی، او نه د هغه په ژوند کښې هغه ته چا دا پېغور ورکړی وو. يهودو د هغه له ختلو( رفع سماوي ) نه وروسته څه تهمتونه لګولي دي ، خو د هغه په ژوند کښې يې دا جرئت نه دی کړل شوی.
د هغه د وجاهت دريم اړخ دا دی چې قرآن د دې لفظ ( وجيها) په ذريعه هغه ټول خرافات غلط ثابت کړل چې ويل کیدل: چې يهوديانو عيسی بن مريم په څپېړو و واهه، ټوقې يې ورپورې کولې، کنځل يې ورته ورکړل او په مخ يې ورته تف کړل، قرآن په يو لفظ سره دا ټول درواغ ثابت کړل.
هغه معزز او باوقاره ژوند تېر کړی دی، دا درست ده چې د يهودو دښمني ورسره وه او د رومي حکومت سره په همغږۍ کښې يې هغه ته د تکليف رسولو کوښښ هم کولو خو هغه ته الله له عزت نه ډک ژوند ورکړی وو.
بيا چې کله له يهودو ډېر تنګ کړ او د پيلاطيس د عدالت نه يې د هغه د صليب کولو پرېکړه هم واخيسته (مورخين وائي: پيلاطيس په پرېکړه کولو کښې زړه نازړه وو) د صليب کولو له پریکړې نه وروسته ، الله هغه ځان ته وغوښت، د يهودو د ګنده ګاونډ او سازشونو نه يې ورته نجات ورکړ، د يحيیٰ عليه السلام
وژنه هم د هيروديس په امر تر سره شوې وه، دا د ځينو مورخينو په اند ۲۸ يا ۲۹ ميلادي کلونه ول خو دقيق تاريخ يې نه دی معلوم.
د مسیح علیه السلام آسمان ته پورته کېدل د مسيحي رواياتو د مخې له ۳۳ نه تر پنځه ديرشو کلونو پورې اټکل کېږي، يعنې مسيح عليه السلام په دغه وخت کښې پوخ ځوان وو.
( ابن مريم):
دلته مسيح ته ابن مريم ويل شوي، دا د هغو ټولو غلطو او بې سنده کيسو ترديد دی چې يهود يا ځينې مسيحيان يې د يوسف په نوم د يو نجار ځوی ګڼي ، ځکه که پلار يې درلودی نو الله به يې کله هم مور ته نسبت نه وی کړی، ځکه قرآن وايي: ( اُدعوهم لِاٰبائِهم).٫٫ د پلرونو په نوم ئې را وبلئ،،.
د مور په نوم بلل د نوي غربي تهذيب غوښتنه او ضرو ت دی، تمام مذاهبو او قومونو کښې انسان د پلار په نوم بلل کېږي، کله چې غرب کې غير قانوني جنسي اړيکې ډېری شوې، د ډېرو ماشومانو ميندې معلومې وي خو پلرونه يې نه وي معلوم ، د مجبورۍ په اساس اوس له حلال جنسي روابطو نه پيدا ماشومان هم د مور په نوم بلل کیږي. د دې پر ځای چې غير مشروع اړيکې بندې کړي ، له انساني فطرت سره يې جګړه پيل کړه.
سورة آل عمران - آيت ۴۶
وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِى الۡمَهۡدِ وَكَهۡلًا وَّمِنَ الصّٰلِحِيۡنَ۞(۴۶
"هغه به په زانګو او منځني عمر کښې، له خلکو سره خبرې کوي، او هغه به یو نیک سړی وي."
د ۴۶ آيت تفسير:
مخکني آيت (۴۵) کې د مريم د تسلي په پار وويل شول : چې دی به مخور او د وجاهت څښتن وي، ممکن د هغې ذهن کې دا راغلي وي يا راغلی وی، چې وجاهت خو به وروسته حاصل کړي، اوس چې زما واده نه دی شوی او بچي می پيدا شو، خلک به راته ردې بدې وائي، نو بيا يې د تسلي لپاره وويل شول چې ستا بچی به په ځانګو کښې هم خبرې کوي، ستا په طهارت او پاکوالي به ګواهي کوي، دا د دې لپاره ويل کېږي، چې د مريم ښه اطمینان وشي، ځکه چې الله خو داسې نه کول چې دا له دومره ناکاره تهمت سره مخ کړي، که الله له دېنه د دين کار واخيسته نو د دې د عزت نه د دفاع ترتيب يې هم جوړ کړی وو، مجرد د خلکو د خبرو او نيوکو سره مسيح عليه السلام د خپلې مور يي بي د سپېڅلتيا داسې ګواهي ورکړه چې د يهودو احبار ، فريسيان او فقهيان حيران دريان پاتې شول.
(و کهلا): دا د عمر هغه برخې ته وائي چې سړی له ځوانۍ نه اوښتی وي خو لا زوړ شوی هم نه وي يعنې د عمر منځني حد ته رسېدلی وي، د مثال په توګه له ۳۰ يا ۴۰ کلونو نه ورسته دغه مرحله پيل کېږي، تر ۵۰ او ۶۰ کلنو پورې.
دلته پوښتنه دا ده چې عيسیٰ عليه السلام خو د مشهورو رواياتو په اساس دومره عمر په نړۍ کې ژوند نه دی کړی، نو دلته د کهلا لفظ په کومه معنا اخلو؟ او ا چې د کهولت په حالت کښې خو هر څوک خبرې کوي ، د عيسیٰ عليه السلام په کې څه ځانګړتيا ده؟ په دې عمر کښې خو هر څوک خبرې کوي.
مولانا اشرف علي صاحب ويلي دي چې اصل کښې خو دلته دا ويل هدف ول چې هغه به ځانګو کې د مور د دفاع په اړه خبرې کوي، خو کهلاً ځکه ورسره ولګول شول چې دېته اشاره وشي چې د ده دا خبرې به د ماشومانو د خبرو غوندې نه وي بلکې د مشرانو خلکو غوندې پخښې او قوي خبرې به کوي.
او ځينو بيا ويلي دي چې عيسی عليه السلام عمر په دنيا کښې له پنځوس کلونو نه اوړېدېدلی وو، او دا خبره، د انجيل د ځينو ويناوو نه په ضمني توګه معلومېږي، ځينو لا ولي دي چې عيسیٰ عليه السلام تر اتيا کلنۍ پورې په دنيا کښې ژوند کړی دی، خو دا ټول د اناجيلو يا د تاريخ له عبارتونو نه د علماوو او مورخينو فهم دی، حقيقت به الله ته معلوم وي ، نو که دا وروستۍ ويناوې درست ومنو نو بيا نو د سره پوښتنه نه پيدا کېږي.
ځينو علماوو ويلي دي: چې هغه خو په ځوانۍ کښې تللی دی نو په دنيا کښې يې د کهولت په حالت کښې خبرې نه دي کړي، نو په دې ايت کې دېته اشاره ده چې هغه به بيا نړۍ ته تشریف راوړي، او د دين دعوت او جهاد به کوي، لکه بې شمېره احاديثو کښې د هغه د بيا راتلو دا مضمون بيان شوی دی.
( و من الصالحين) په دې د هغه عليه السلام د الوهيت ترديد شوی دی ، په دې ترتيب چې د هغه په اړه ويل شوي دي چې هغه د صالحينو بندګانو له جملی څخه دی، نو چې بنده شو بيا خو خدای نه شي جوړېدای.
سورة آل عمران - آيت ۴۷
قَالَتۡ رَبِّ اَنّٰى يَكُوۡنُ لِىۡ وَلَدٌ وَّلَمۡ يَمۡسَسۡنِىۡ بَشَرٌ ؕ قَالَ كَذٰلِكِ اللّٰهُ يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُ ؕ اِذَا قَضٰٓى اَمۡرًا فَاِنَّمَا يَقُوۡلُ لَهٗ كُنۡ فَيَكُوۡنُ۞(۴۷).
٫.٫( مريم چې دا واورېدل) مریم وویل: "ای ربه! له ما څخه څنګه بچي پيدا کېدای شي، زه خو د هېڅ یو سړي له لوري نه یم لمس شوې." ځواب ورکړل شو: "همداسې به وشي، الله هر څه پیدا کوي چې غواړي. کله چې هغه د کوم کار د ترسره کولو پرېکړه وکړي، نو یوازې وایي "شه" او هغه کار کیږي.،،"(۴۷).
د ۴۷ ايت تفسير:
دا آيت په صراحت سره دا خبره کوي چې د مسيح عليه السلام پيدائښت په عادي توګه نه دی شوی، بلکې په معجزانه توګه تر سره شوی دی. کوم خلک چې ځان ته مسلمان وائي خو له معجزاتو نه انکار کوي ، هغوی هغه ټولو معجزاتو ته چې په قرآن کښې راغلي دي، يو قسم تاويلات لټوي چې هغه معجزه د معجزې په بڼه پاتې نه شي.
دلته د مسيح عليه السلام د پيدائښت په اړه هم کوښښ کوي چې دا ثابت کړي چې د هغه تولد په روټيني طريقه شویده، پلار هم ورته پيدا کوي، خو د قرآن په تفسير کښې دا سې رويه اختيارول، صحت منده رويه نه ده ، ځکه په دغه رنګ تفسير کښې په صراحت سره د قرآن تکذيب او معنوي تحريف را منځ ته کېږي.
دا خلک عجب خلک دي، د دوی د تفکر له طریقی نه معلومېږي، چې دوی دا عقيده لري چې خدای غيرِ عادي (له عادت خلاف) کارونه نه شي ترسره کولای، خو دا خبره په خوله نه څرګندوي، ليکن د بې ځايه تاويلاتو نه يې همدغه معلومېږي.
که موږ دا فرض کړو چې عيسی عليه السلام په عادي توګه تولد شوی، نو قران ولې ورته ابن مريم وائي؟ مور (مريم) يې ولې وائي: چې ما ته بشر لاس نه دی ور وړی، بيا الله په دې ځای کښې د ٫٫کُنٌ فيکون،، قوت يادونه ولې کوي؟ په طبعي توګه خو د ورځې لکونه ماشومان پيدا کېږي. بله دا چې دا آسانه تعبير ولې پرېږدئ چې و وائي چې ای مسيحيانو د هغه په اړه ستاسو خبرې ټولې غلطې دي، هغه نه خدای دی نه يې ځوی، بلکې هغه د يوسف نجار ځوی دی. قرآن يو څه وائي او دوی بلکل د هغې په خلاف روان دي.
سورة آل عمران - آيت ۴۸
وَيُعَلِّمُهُ الۡكِتٰبَ وَالۡحِكۡمَةَ وَالتَّوۡرٰٮةَ وَالۡاِنۡجِيۡلَۚ۞(۴۸). وَرَسُوۡلًا اِلٰى بَنِىۡۤ اِسۡرٰٓءِيۡلَ ۙ اَنِّىۡ قَدۡ جِئۡتُكُمۡ بِاٰيَةٍ مِّنۡ رَّبِّكُمۡ ۙۚ اَنِّىۡۤ اَخۡلُقُ لَـكُمۡ مِّنَ الطِّيۡنِ كَهَیْــئَةِ الطَّيۡرِ فَاَنۡفُخُ فِيۡهِ فَيَكُوۡنُ طَيۡرًاۢ بِاِذۡنِ اللّٰهِۚ وَاُبۡرِئُ الۡاَكۡمَهَ وَالۡاَبۡرَصَ وَاُحۡىِ الۡمَوۡتٰى بِاِذۡنِ اللّٰهِۚ وَ اُنَبِّئُكُمۡ بِمَا تَاۡكُلُوۡنَ وَمَا تَدَّخِرُوۡنَۙ فِىۡ بُيُوۡتِكُمۡؕ اِنَّ فِىۡ ذٰ لِكَ لَاٰيَةً لَّـكُمۡ اِنۡ كُنۡتُمۡ مُّؤۡمِنِيۡنَۚ۞(۴۹).
٫٫(او فرښتو بيا د خبرو په دوام کې وویل:) او الله به هغه ته د کتاب او حکمت تعليم ورکړي، او تورات او انجیل به ور زده کړي.(۴۸). او هغه به بني اسرائيلو ته د خپل رسول په حيث ولېږي. (او کله چې هغه د رسول په توګه بني اسرائيلو ته راغی، نو ویې ويل:) " ما ستاسو د رب له طرفه ستاسو لپاره يوه نښه راوړې ده.،،
٫٫زه ستاسو په وړاندې له خټې نه د يوې مرغۍ مجسمه جوړوم او په هغې کې پوکی کوم، نو هغه به د الله په حکم سره يوه مرغۍ جوړیږي. زه د الله په حکم سره له موره پيدا نه لیدونکی( مادر زاد نابينا ) او د برص مريض هم ښه کوم او مړه د الله په إذن بیا ژوندي کوم. زه تاسو ته د هغه څه په اړه خبر درکوم چې تاسو څه خورۍ او څه چې په خپلو کورونو کښې ذخیره کوۍ. په دې کې ستاسو لپاره غټې نښې دي که تاسو ایمان لرونکي یاست،،.(۴۹).
د ۴۸ آيت تفسير:
تورات او انجيل د کتاب او حکمت د تفسير په توګه ويل شوي دي، يعنې الله به ورته د دواړو علم ورکړي. تورات هغه کتاب دی چې الله په موسیٰ عليه السلام نازل کړی وو او هغه بني اسرائيلو سره په يوه بڼه موجود وو. په عيسی عليه السلام باندې نوی شريعت نه دی نازل شوی، هغه د تورات بيان شوی شريعت له سره په خلکو کښې په خپل حکمت او معرفت سره د ژوندي کولو کوښښ کولو.
دا ځکه چې په يهودو کښې شريعت خو تر څه حده موجود وو، خو په يهودو کښې ديني روح مړ شوی وو ، دهغو دين د بې روحه الفاظو يوه مجموعه پاتې شوې وه، عيسی عليه السلام د خپلو مواعظو ، خطبو او نصائحو په وسيله کوښښ کاوه چې په هغوی کښې د دين اصلي روح بيا له سره ژوندی شي. انجيل کښې د هغې ډېر مثالونه شتون لري.
د ۴۹ آيت تفسير:
د رسول او نبي ترمنځ فرق:
۱ـ په عمومي توګه همدا ويل کېږي، چې نبي عام دی او رسول خاص، أنبياء ډېر زيات راغلي دي، او رسولان د هغو په نسبت ډېر کم دي. په يو حديث کې چې احمد روايت کړی دی، د انبياؤ شمېر يو لک څلورويشت زره او د رسولانو ۳۱۳ راغلی دی. خو دا حديث ځينو محدثينو ضعيف ګڼلی دی.
۲ ـ څوک وائي رسول هغه دی چې له نوي کتاب يا شريعت سره راغلی وي، خو دا اشکال پرې راځي چې عيسی عليه السلام رسول وو، خو مشهوره دا ده چې نوی شريعت ورسره نه وو بلکې د تورات د شريعت پيروي يې کوله، نو ده ته ولې رسول ويل شوي؟ خو د دې يو ځواب ممکن دی چې لږ تر لږه کتاب خو ورسره نوی وو، خو دا پوښتنه بيا پر خپل ځای پاتې کېږي ځکه حې هغه کتاب خو د تورات د شريعت د احياء خبره کوله.
۳- ځينو ويلي دي: رسول د ټول انسانيت لپاره راځي او نبي د يو خاص قوم لپاره، خو دا تعريف باندې دا پوښتنه پيدا کېږي چې عيسیٰ عليه السلام ته خو رسول ويلي شوي دي او د قرآن او اناجيلو نه معلوميږي چې هغه يواځې بني اسرائلو ته لېږل شوی وو، لکه ( و رسولا إلی بني اسرائيل) او دا هم ده چې د هغه
هغه دعوت په کوم اصولو ولاړ وو په هغې نور قومونه پوهېدی نه شول ، همداسې وشوه هم، چې کله پولس ( Saint Paul ) د هغه دعوت نورو قومونو ته عام کړ، هغوی يواځې په دومره خبره ترې پوه شول چې مسيح عليه السلام پيغمبر وو او ښې ډېری معجزې يې درلودي، چې په پای کښې خبره دېته ورسېده چې خدای يې ترې جوړ کړ.
۴- ځينو ويلي دي: رسول دا ځانګړتيا لري چې هغه په کوم قوم کښې راشي، د هغه قسمت ورسره تړل کېږي، که دهغه دعوت يې قبول کړ هغه قوم ډېر پرمختګ کوي، او که دعوت يې ورته قبول نه کړ بيا د هغه قوم د تباهي او بربادي فيصله کېږي، لکه د نوح قوم ، د هود قوم ، د صالح قوم د ابراهيم قوم، او د موسیٰ قوم چې هغه له بني اسرائيلو سره د فرعون قوم ته هم لېږل شوی وو.
د نوح ، ابراهيم ، موسی او عيسی قضيه خو څرګنده ده چې رسولان ول ، ليکن د هود او صالح په اړه هم په قران کښې راغلي دي( رسول امين) له دې امله دا تعريف تر يوه بریده ښه تعريف دی، ځکه دغه ټولو قومونو چې د خپلو رسولانو دعوت قبول نکړ او رسولانو سره يې دښمني پيل کړه، الله له هلاکت سره مخامخ کړل.
په سورت يٰسين کې چې د کومو پيغمبرانو ذکر راغلی دی، هغه خلکو چې کله هغه مؤمن مړ کړ ، عذاب پرې راغی، د دې تعريف په رڼا کښې هغه هم بايد رسولان ومنل شي، اګر چې د هغو په اړه د مفسرينو ويناوې مختلفې دي، ځکه ځينې مفسرين دغه د عيسی له خوا لېږل شوي رسولان ګڼي ، خو ځواب دا کېدای شي چې عيسی عليه السلام رسول وو، نو اصل کې دغه قوم د ده تکذيب وکړ. دغه روستی تعريف په انجيل کې د يحيیٰ عليه السلام له خطبو نه هم په ضمني توګه معلومېږي.
پاتې شو د شعيب قوم چې پر هغو هم عذابونه نازل شوي ول، آيا شعيب عليه السلام هم رسول وو؟ ځواب دا دی چې په سورت الشعراء کښې د هغه توصيف په ( رسول امين) لفظ شوی دی.
په دې تعريف چې څومره اشکالات راتلل ما د هغې د دفع کولو کوښښ وکړ، د مخکنيو تعريفونو په رڼا کښې دا په زړوره توګه ويلی شو چې په دې ۳۱۳ رسولانو کښې ځينې دا سې ول چې کتابونه او نوي شريعتونه هم ورکول شوي ول، نور نه د ټولو رسولانو ياده قرآن او صحيح حديث کښې شوې ده، نه يې ځايونه او نومونه معلوم دي، او نه د دې څلورو کتابونو او ځينې صحيفو نه پرته، نور کتابونه موږ پېژنو ، بس ايمان مو پرې اجمالي ايمان دی.
(أني قد جئتکم باٰية):
دلته په عبارت کښې حذف دی، يعنې چې د رسول په توګه ولېږل شو، بيا د هغې او د دې خبرې ترمنځ به ډېری خبرې منځ ته راغلې وي ، هغه نور چې څه شوي او ويل شوي هغه يې حذف کړل ، ځکه قرآن خو د انبياؤو واقعات له ټولو جزئياتو سره نه بيانوي، هغه مطلبونه ترې اخلي چې مهم او زموږ ژوند او عقيدې سره تړاو ولري، نو دلته د عيسی عليه السلام د شخصيت د پېژندنې سره تړلې خبره او معجزات يې په داسې توګه معرفي شوي چې ټول د الله په إذن او مرسته ترسره شوي دي، ځکه چې همدغه د ځينو غلط تحليل کونکو د ضلالت باعث ګرځېدلي ول، او د دومره عجيب کارونو ترسره کول يې د انسان نه بلکې د خدای سره مناسب بلل، دلته د معجزو د بيان سره دوه کرته ويلي دي، بإذن الله، او بل دا تصريح شوېده چې دا د الله له خوا دي او دا يې د خپل نبوت د ريښتينوالي د دليل په توګه وړاندې کړيدي، نه د الوهيت د دليل په توګه.
( د قرآن او انجيل تفاوت):
له لومړۍ او ورستۍ معجزې پرته په انجيل کښې هم د دغه معجزو بيان شتون لري، خو د بإذن الله لفظ ورسره نشته، ممکن هلته هم دغه لفظ شتون درلوده ، خو کله چې مسيحيانو کښې د مسيح عليه السلام د الوهيت تصور پيدا شو لکه چې دا لفظ يې خوښ نه شو، ځکه چې الوهيت او عبديت خو سره جلا شيان دي، نو هغه لفظ چې پر عبديت يې دلالت کوه هغه به يې حذف کړی وي.
سورة آل عمران - آيت ۵۰ - ۵۱
وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيۡنَ يَدَىَّ مِنَ التَّوۡرٰٮةِ وَلِاُحِلَّ لَـكُمۡ بَعۡضَ الَّذِىۡ حُرِّمَ عَلَيۡكُمۡوَجِئۡتُكُمۡ بِاٰيَةٍ مِّنۡ رَّبِّكُمۡ فَاتَّقُوۡا اللّٰهَ وَاَطِيۡعُوۡنِ۞(۵۰). اِنَّ اللّٰهَ رَبِّىۡ وَرَبُّكُمۡ فَاعۡبُدُوۡهُ ؕ هٰذَا صِرَاطٌ مُّسۡتَقِيۡمٌ۞(۵۱).
٫٫او زه د هغې تورات تصدیق کوونکی یم چې له ما څخه مخکې نازل شوی و، او دې لپاره راغلی یم چې ځینې هغه شیان تاسو ته حلال کړم چې پر تاسو حرام شوي وو. او ما ستاسو د رب له لوري تاسو ته نښه راوړې ده، نو له الله څخه وډار شئ او زما اطاعت وکړئ.(۵۰). بیشک الله زما رب هم دی او ستاسو رب هم دی، نو یواځې د هغه عبادت وکړئ. همدا سمه لاره ده،،.(۵۱).
د ۵۰ آيت تفسير:
(وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيۡنَ يَدَىَّ مِنَ التَّوۡرٰٮةِ):
د دې دوه مفهومه دي، لومړی دا چې له ما نه وړاندې د تورات په نوم کوم کتاب چې نازل شوی وو، زه د هغه کتاب د لارښوونو او تعليماتو تصديق کوم، ما څه نوی دين او شريعت نه دی راوړی، بلکې د پخوانيو انبياؤو په لاره روان يم، دا جمله قرآن کې د عيسی عليه السلام ، محمد صلی الله عليه وسلم او په خپله د قرآن له اړخه هم ويل شوېده چې د تورات تصديق کوي، تر څو يهودو او نړۍ ته دا خبره په ډاګه شي، چې د ټولو انبياؤو دين اسلام دی، مکمن په شريعتونو کښې څه تفاوت شتون ولري، د دې جملی مطلب دا دی چې که زه په رښتيا د خدای پيغمبر نه وی، نو د دومره سترو معجزو په زور ما د نوي دين تصنيف او ايجاد هم کولی شو، ليکن زه دا کار نه کوم بلکې د تورات تصديق کوم.
يوه پوښتنه پيدا کیدله چې تاسو په تورات کښې ډېر حرام شوي شيان حلال بلۍ ، نو دا خو د نوي دين تصنيف شو، د دې ځواب دا ورکول شو چې زه هغه شيان حلال ګرځوم چې په اصل کښې په تورات کښې حرام نه ول بلکې فقهيانو د بې ځايه څېړنو او فريسيانو د خپل ذوق او سخت مزاج په اساس حرام ګرځولي دي.
( د تورات نسخ ):
د مسيح عليه السلام بې شمېره تقريرونه په انجيل کښې شتون لري چې زه د تورات د منسوخ کولو لپاره نه يم راغلی، بلکې د هغه د تعليماتو د بيا ژوندي کولو لپاره کوښښ کوم ، او هغ شيان ترې حذفوم چې فقهيانو او فريسيانو په کښې زيات کړي دي.
( فقهيان او فريسيان څوک ول؟):
په انجیل کې د فقیهانو (scribes) او فریسیانو (Pharisees) ترمنځ یو څه توپیر شته، که څه هم دوی دواړه د یهودي دیني مشرتابه برخه وه.
فقیهان د قانون متخصصین او تفسیر کوونکي وو، او په مذهبي او قانوني چارو کې یې لویه علمي او تخصصي ونډه لرله.
فریسیان یوه ډله وه چې د یهودي دیني قانون پر سخت تطبیق يې ټینګار کاوه، او دوی د فقیهانو په څېر قانون پوهان نه وو، بلکې قانون یې په ژوند کې عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه کوله.
په انجیل کې عیسی علیه السلام په دواړو ډلو انتقاد کوي، ځکه چې دوی د شریعت په تطبیق کې زیاتره په ظاهري عملونو ټینګار کاوه، خو د روحاني او معنوي ارزښتونو په ساتلو کې یې ناغېړي کړې وه.
د ۵۱ آيت تفسير:
مسيح عليه السلام د خدای اصلي مقام او حيثيت کې خلکو ته معرفي کړی دی، چې هغه د بندګي او عبادت وړ دی ، بل څوک په کائناتو کې د بندګي وړ نشته دی، دا خبره دلته قرآن هم ترې نقل کړه ، د تحريف سره د اناجيلو په ځينو کتابونو کې دا عقيده اوس هم ياده شوې ده، د مثال په توګه د متي انجيل( ۴ باب ۱۰ - آيت، ۶ باب ۱۰ آيت کې راغلي دي)
( تیری بادشاہی آئے۔ تیری مرضی جَیسی آسمان پر پُوری ہوتی ہے زمِین پر بھی ہو۔)
الله ته وائي: ستا بادشاهي د راشي ، ستا مرضي چې څنګه په آسمان کښې پوره کېږي، چې ځمکه کښې هم پوره شي. د دې موضوع په اړه انجيل کې ډېر مواد پيدا کېږي ، په ځانګړې توګه د برناباس په انجيل کې خو کليسا د هغه د حق پرستۍ له امله د برناباس انجيل مسترد کړی دی، او دا تهمت پرې لګولی چې دا کوم مسلمان ليکلی دی، په دې انجيل کې د خدای د توحيد او دا چې يواځې هغه د عبادت وړ دی ډېر مواد موندلی کېږي.
( په انجيل کښې متشابهات): لکه په قران کې چې ځينې ايتونه متشابهات دي ، همدغه رنګ انجيل کښې هم متشابهات شتون لري، چې هغه د مسيحيانو د ګمراهي لامل ګرځیدلي دي، هغه دا چې انجيل کې د اب يعنې پلار لفظ خدای ته هم کارول شوی، خو په دې معنا نه چې هغه د چا پلار دی، مسيحيانو چې د مسيح د ابنيت عقيده ايجاد کړه يعنې دا چې مسيح ع د خدای ځوی دی، نو انجيل کې چې کوم متشابه لفظ ٫٫ اب،، د خدای لپاره په درسته توګه استعمال شوی وو، هغه ئې په حقيقي معنا واړوه چې مسيح ع خدای ته د پلار لفظ استعمال کړی، نو دی د خدای ځوی دی، دې سره دوی ګمراه شول.
دا لفظ الله ته د مخلوق سره د محبت کوونکي، ملاتړکوونکي او مرسته کوونکي، لارښود او محافظت کوونکي په معنا استعمال شوی دی، لکه په زبور کې چې ورته د څاروان کلمه استعمال شوېده،( مزامير: ۲۳ باب ـ ۱ ـ ۲ آيت ) چې د نګراني، رعايت او خيال ساتلو په معنا ده، که څوک د دې حقيقي لفظي معنا واخلي طبعاً ډېره غټه بې ادبي او کفر دی.
سورة آل عمران - آيت ۵۲ ـ ۵۳
فَلَمَّاۤ اَحَسَّ عِيۡسٰى مِنۡهُمُ الۡكُفۡرَ قَالَ مَنۡ اَنۡصَارِىۡۤ اِلَى اللّٰهِؕ قَالَ الۡحَـوَارِيُّوۡنَ نَحۡنُ اَنۡصَارُ اللّٰهِۚ اٰمَنَّا بِاللّٰهِۚ وَاشۡهَدۡ بِاَنَّا مُسۡلِمُوۡنَ۞(۵۲). رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا بِمَاۤ اَنۡزَلۡتَ وَاتَّبَعۡنَا الرَّسُوۡلَ فَاكۡتُبۡنَا مَعَ الشّٰهِدِيۡنَ۞(۵۳).
٫٫نو کله چې عیسی علیه السلام د دوی له لوري کفر ولید، نو یې وویل: "څوک زما مرسته کوونکی دی د الله په لاره کښې؟" حواریونو ځواب ورکړ: "موږ د الله مرسته کوونکي یو، او ته شاهد اوسه چې موږ مسلمانان یو.،،(۵۲) ٫٫ای زموږ ربه! موږ ایمان راوړی دی پر هغه څه چې تا نازل کړي دي او موږ د رسول پیروي کړې ده، نو موږ له شاهدانو سره وليکه.،،
د ۵۲ آيت تفسير:
( فلما احس عيسی منهم الکفر): عيسیٰ عليه السلام چې کله د قوم له مشرانو، علماؤو ، فقهيانو ، او فريسيانو نه منفي ځوابونه واورېدل، بيا يې ډېر پام عامو خلکو ، زيارکښانو، مزدورانو، ماهي نيوونکو او نورو ته واړوه، نو و ئي ويل: چې زه خو د خدای په لاره کښې مسلسل روان يم ، ما سره په دې کار کښې څوک مرستې ته تيار دی، حواريونو مثبت ځواب ورکړ چې موږ د خدای مرستندوی يو.
( عامو خلکو ته خطاب)
د مواعظو په دغه سلسله کې يوه ورځ عيسی عليه السلام ماهي نيوونکو ته په خپله وينا کښې وويل: ٫٫ما پسې راشئ، زه به تاسو د خلکو ښکار کوونکي جوړ کړم.،،( د متی انجيل ۱۹ ـ ۴) په دې معنا چې د ماهیانو نیولو پر ځای، هغوی به د خلکو د روحونو لپاره کار کوي، او خلکو ته به د الله لارښوونې ورسوي. دا د هغوی د رسالت او خلکو ته د هدایت په پار یوه روحاني تشبیه وه.
حضرت عیسی علیه السلام خپلو پیروانو ته د ارام او راحت د وعدې په اړه په انجیل کې خبرې کړې دي. په ځانګړې توګه، په انجیل متی کې حضرت عیسی علیه السلام خلکو ته د روحاني ارام او راحت ژمنه کوي:
"تاسې ټول چې ستړي یاست او درانه بارونه پر تاسو دي، زما لوري ته راشئ، زه به تاسې ته ارام درکړم. زما پېټی پر ځان واخلئ او له ما زده کړئ، ځکه زه نرم مزاجه او د زړه له کومي عاجز یم، او ستاسې روحونه به ارام ومومي، ځکه زما پېټی اسان دی او زما بار سپک دی."(متی ـ۱۱ باب ايت ۲۸- ۳۰ )
په دې آیتونو کې حضرت عیسی علیه السلام هغو کسانو ته د روحاني ارام ژمنه کوي چې د ژوند له ستونزو او ګناهونو څخه ستړي شوي وي. هغه وايي چې د هغه په لاره تګ او د هغه د تعلیماتو پیروي کول به دوی ته آرام او راحت ورکړي.
(من انصاري إلی الله):
د خدای د مرسته کولو څه معنا خدای خو د چا مرستې ته اړتيا نه لري ؟ د دې اجمال تفصيل دا دی چې د انسان د ژوند په اختياري دا ئره کښې الله خپل خدائي قوت نه استعمالوي چې په زور سره خلک اطاعت ته راولي، بلکې انسان ته په دغه دائره کې د اطاعت او بغاوت اختيار ورکولو سره ، الله انسان په دې پوهوي چې ده لپاره حق او ګټوره لاره د اطاعت لاره ده.
څوک چې په دغه جهاد او دعوت کښې برخه اخلي الله هغوي خپل مرستندوی ګڼي، ځکه چې دا کار اصل کښې د الله دی، دا د انسان لپاره ډېره غټه مرتبه ده چې الله يې خپل لار کې خپل مرستندوی وګڼي، که انسان څومره عبادت وکړي خو خپل يو مسؤليت به يې ترسره کړی وي، ليکن د دعوت او جهاد لار الله خپله مرسته وګڼله، په سورت الصف کې، مسلمانانو لپاره د مثال په توګه هم د حواريونو يادونه شوې ده. په دې کښې دا پيغام هم شته چې عيسی عليه السلام د الله لپاره کار کوي، د هغه عبادت ته خلک رابولي ، دا چې هغه خدای وګڼل شي، دې سره سمون نه خوري، ځکه هغه پخپله د بندګۍ او د خدای له خوا د ماموريت اعلان کوي.
(الحواريون): الحواريون د الحواري جمع ده، په لغت کښې يې معنا ده، پاک، صفا او خالص، دا د عيسیٰ عليه السلام شاګردانو ته قرآن کښې استعمال شوی لفظ دی، هدف ترې د هغه مخلص ، پاک صاف او سوچه مرسته کوونکي شاګردان دي، رسول ﷺ هم حضرت زبير رض ته دا خطاب ورکړی وو.
د ۵۳ آيت تفسير:
(فاکتبنا مع الشٰهدين):
د حق شهادت يوه فريضه ده چې په لومړي سر کښې يې انبياء تر سره کوي، بيا يې د هغوی امتونه ترسره کوي، يهودو دغه شهادت پټ کړی وو، لکه قرآن د سورة البقره (آیت ۱۴۰) کې ورته اشاره کړې ده:
(فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ)
٫٫ نو تر هغه چا زیات ظالم څوک دی چې هغه ګواهي پټه کړي چې د الله له لوري له ده سره وه؟ او الله په هېڅ حال کې له هغو کړنو غافل نه دی چې تاسو یې کوۍ،،. دا شهادت ډېر وسيع دی، په ژبه ، عمل او وينا تر سره کېږي او په انفرادي او اجتماعي توګه ترسره کولو يې مسلمانان مسؤل دي، هغه داسې چې هر کس به په خوله حق بيانوي، پټوي به يې نه، په عملي توګه به هم خپل عمل د حق موافق تنظيموي ، او په اجتماعي ژوند کښې به هم مسلمانان د حق شهادت ورکوي چې خپل مذهبي، سياسي، اقتصادي ، تجارتي او اجتماعي ژوند به د حق مطابق عياروي ، د مثال په توګه رسول ﷺ دا ټول کارونه کړي دي،۱- حق يې بيان کړی، د هېڅ چا پروا يې نه ده کړې، ۲ - په حق يې عمل هم کړی دی، په قول او فعل کې يې تضاد نه وو، او په سياسي ، اجتماعي او اقتصادي توګه يې د حق نظام قائم کړی دی، هغه له وفات نه وړاندې حق قائم او غالب کړی وو.
د دې شهادت وروستی پړاو به د قيامت په ورز وي، چې پيغمبران به خپلو امتونو ته د حق د رسولو شهادت وکړي او د خپلې خبرې شاهدان به مسلمانان نيسي. دلته پخواني مسلمانانو هم دعاء وکړه چې الله د موږ د حق په شاهدانو کښې وليکي ، دې کښې په يهودو يو نری غوندې تعرض هم دی چې هغوی حق پټ کړی وو. په ديني متونو کښې دا أمت په شاهدي ورکوونکو مشهور دی. دوه اصطلاحات لرو يو شهادتِ حق دوهم کِتمانِ حق ، يهود د حق په کتمان کښې وروستي بريد ته رسېدلي ول، په دې اړه قرآن پرې ځای په ځای نيوکې کوي.
( الرسول) الرسول نه مراد دلته عيسی بن مريم دی.
سورة آل عمران - آيت ۵۴
وَمَكَرُوۡا وَمَكَرَاللّٰهُ ؕ وَاللّٰهُ خَيۡرُ الۡمَاكِرِيۡنَ۞(۵۴)
٫٫او بني اسرائيلو (د حضرت عیسی علیه السلام په خلاف) پټې دسیسې جوړې کړې، خو الله هم خپل پټ تدبیر وکړ، او الله په تدبیر جوړولو کې تر ټولو غوره دی.
د ۵۴ آيت تفسير:
دلته الله ته د مګر نسبت شویدی، د مکر اصلي معنا ده چا ته د نقصان رسولو په پار پټ پټ تدبير کول، په دې کښې د عيب معنا د دې له امله پيدا شوېده چې پټ تدبير کول د کمزوري سړي کار دی چې مخامخ ځواب نشئ ويلی، خدای خو له دغه کمزوري نه پاک دی، د دې ځواب دا دی چې الله ته د دې نسبت په دې معنا شویدی چې هغه د دوی تدبيرونه شنډوي يعنې د چا په خلاف چې تدبير شوی دی هغه د دوی د تدبير له جال نه خلاصوي، او کله په عربي ژبه کښې مکر کوونکو ته د خپل مکر د سزا ورکولو لپاره هم دغه رنګ تعبير کارول کېږي. ځکه چې خدای د چا په خلاف پټ سازش ته اړتيا نه لري.