28-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة آل عمران رکوع ۸ (۷۲ - ۸۰ آیت)
سورة آل عمران - آيت ۷۲ ۷۳- ,۷۴
وَقَالَتۡ طَّآئِفَةٌ مِّنۡ اَهۡلِ الۡكِتٰبِ اٰمِنُوۡا بِالَّذِىۡۤ اُنۡزِلَ عَلَى الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا وَجۡهَ النَّهَارِ وَاكۡفُرُوۡۤا اٰخِرَهٗ لَعَلَّهُمۡ يَرۡجِعُوۡنَۚ۞۷۲ وَلَا تُؤۡمِنُوۡۤا اِلَّا لِمَنۡ تَبِعَ دِيۡنَكُمۡؕ قُلۡ اِنَّ الۡهُدٰى هُدَى اللّٰهِۙ اَنۡ يُّؤۡتٰٓى اَحَدٌ مِّثۡلَ مَاۤ اُوۡتِيۡتُمۡ اَوۡ يُحَآجُّوۡكُمۡ عِنۡدَ رَبِّكُمۡؕ قُلۡ اِنَّ الۡفَضۡلَ بِيَدِ اللّٰهِۚ يُؤۡتِيۡهِ مَنۡ يَّشَآءُ ؕ وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِيۡمٌ۞(۷۳). يَّخۡتَصُّ بِرَحۡمَتِهٖ مَنۡ يَّشَآءُ ؕ وَاللّٰهُ ذُو الۡفَضۡلِ الۡعَظِيۡمِ۞(۷۴).
٫٫له اهل کتابو څخه یوه ډله وایي: د پیغمبر په پیروانو باندې چې کوم څه نازل شوي دي، په هغې د ورځې په پيل کښې ایمان راوړئ، او ( د ورځې) په پای کښې له هغې څخه انکار وکړئ، ښایي په دې ترتیب سره دا خلک له خپل ایمان څخه وګرځي.(۷۲).
٫٫همدارنګه دوی په خپلو کې یو بل ته وایي،، چې د خپل دین له پیروانو پرته د بل چا خبرې مه منئ. ای پیغمبر! ورته ووایه: "حقیقي هدایت د الله هدایت دی، او دا هم د الله لورینه ده چې يو څوک د هغه څه د ورکولو مستحق ګرځي چې یو وخت تاسې ته درکړل شوي وو، یا دا چې نورو ته داسې حجت ورکړل شي چې ستاسو پر وړاندې ستاسو د رب په حضور کښې قوي دلیل وګرځي." ای پیغمبر! ورته ووایه: "فضل او شرف د الله په اختیار کې دی، هر چاته چې وغواړي عطا کوي. هغه پراخ نظر لري او په هر څه پوهېږي.(۷۳).
چا ته چې وغواړي، د خپل رحمت لپاره يې ځانګړی کوي، او د هغه فضل ډېر پراخ دی.(۷۴).
د ۷۲ آيت تفسير :
هغه پلمې او حيلې يې چې د اسلام د ناکامه کولو لپاره جوړولې ، يوه په کښې په دغه آيت شريف کښې ياده شوېده.
د ۷۳ آيت تفسير:
د يهودو علماء له دې ډارېدل که عام يهوديان د رسول ﷺ او مسلمانانو خبرو ته غوږ ونيسي ، ممکن ايمان راوړي، د دې تدارک يې داسې وکړ چې خپلو خلکو ته به يې ويل: خبره د خپل د دين د خلکو منئ، د بل چا خبره مه منئ، او نه په دې عقيده وساتئ چې ستاسو په شان هدايت او دين به چاته ورکول شي، او په دې هم باور مه کوئ چې مسلمانان به د خدای په وړاندې داسې حجت وړاندې کړي چې تاسو به پرې پړه کړي، ددې دې ځواب ورکول شو: چې فضل د الله په واک کښې دی چې چاته يې ورکوي، مخکې د نبوت کار د بني اسرائيلو په لاس کې وو ، اوس الله بني اسماعيلو ته وسپاره او الله ستاسو په شان تنګ نظر او بخيل نه دی، بلکې د هغه فضل پراخه دی، او هغه په دې پوهېږي چې څوک د هغه د فضل مستحق دی او څوک نه دی.
د دې آيت دوهمه ترجمه تقريبا په پاسني تفسيري نوټ کې وشوه، او دريمه ژباړه يې په لاندې توګه هم کېدای شي:
٫٫ ځينو به نورو ته ويل،، خو په زړه کې د هغو خلکو پرته د بل چا خبرې مه منئ چې ستاسو د دین پیروي کوي. ورته ووایه چې هدایت یوازې هغه هدایت دی چې الله ورکړی دی. ٫٫تاسو دا ټولې خبرې له دې امله کوئ،، چې ولې بل چا ته هغه شان نعمت (نبوت او آسماني کتاب) ورکړل شوی چې یو وخت تاسو ته درکړل شوی و، یا دا چې مسلمانان به ستاسو د رب په وړاندې پر تاسو په دليل کښې غالب شي. ورته ووایه چې ټول فضیلت د الله په لاس کې دی، هغه چې چاته وغواړي ورکوي، او الله پراخ دی، او په هر څه پوهېږي،،.
دا آيت په نحوي اعتبار سره سخت آيت دی، مفسرينو څو قسمه ترجمه کړی دی، د عربيت له پلوه ټولې ژباړې درستې دي خو د راجحيت په اړه په کښې خبره کېږي.
سورة آل عمران - آيت ۷۵-۷۶
وَمِنۡ اَهۡلِ الۡكِتٰبِ مَنۡ اِنۡ تَاۡمَنۡهُ بِقِنۡطَارٍ يُّؤَدِّهٖۤ اِلَيۡكَۚ وَمِنۡهُمۡ مَّنۡ اِنۡ تَاۡمَنۡهُ بِدِيۡنَارٍ لَّا يُؤَدِّهٖۤ اِلَيۡكَ اِلَّا مَا دُمۡتَ عَلَيۡهِ قَآئِمًا ؕ ذٰ لِكَ بِاَنَّهُمۡ قَالُوۡا لَيۡسَ عَلَيۡنَا فِىۡ الۡاُمِّيّٖنَ سَبِيۡلٌۚ وَيَقُوۡلُوۡنَ عَلَى اللّٰهِ الۡكَذِبَ وَ هُمۡ يَعۡلَمُوۡنَ۞(۷۵).
بَلٰى مَنۡ اَوۡفٰى بِعَهۡدِهٖ وَاتَّقٰى فَاِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الۡمُتَّقِيۡنَ۞(۷۶).
٫٫په اهل کتابو کې داسې خلک شته چې که تاسو هغوی ته د خپل باور له مخې يو ډېرۍ مال او دولت هم ورکړئ، هغه به یې تاسو ته ادا کړي. او ځینې داسې دي چې که تاسو د یو دینار باور هم پرې وکړئ، هغه به یې درته بېرته درنکړي، مګر دا چې تاسو یې پر سر نېغ ودرېږۍ، . د دوی د دې اخلاقي حالت سبب دا دی چې دوی وايي: "د اُمیین (غیر یهودي خلکو) په معامله کې پر موږ هیڅ مؤاخذه نه شته." او دا خبره یې په درواغو په الله پورې تړي، حال دا چې دوی ښه پوهېږي چې الله داسې هېڅ خبره نه ده کړې. (نو ولې به له دوی نه پوښتنه نه کېږي؟).(۷۵).
ولې نه، هر څوک چې خپل عهد پوره کړي او له ناوړه کارونو نه ځان وساتي، هغه به د الله محبوب وګرځي، ځکه چې الله تقوا لرونکي خلک خوښوي.(۷۶)،،
د ۷۵ آيت تفسير:
اهل کتاب د پېړيو غلامي او د کافر قومونو له تسلط لاندې ژوند کولو کښې له ډېرو ښايسته اخلاقي صفاتو نو نه محروم سوي ول، لکه څنګه چې استعمار له قومونو نه مال، ثروت او زېرمې غلا کوي، همدا رنګ اخلاق، دين او د ملتونو فرهنګ هم له منځه وړي.
بني اسرائيل په مجموع کښې له دغه رنګ حالت سره ډېر مخ شوي ول، له دې امله په ملي سطح د فاضله اخلاقو له کمښت سره مخامخ شوي ول. دلته قرآن د هغوی د دغه اخلاقي او ديني حالت انځور زموږ مخې ته راولي. لکه څنګه چې بني اسرائيلو اصلي دين له لاسه ورکړی وو، نو د دين پر ځای خرافاتو په کښې ځای نيولی وو، په خرافاتو کښې يوه د دوی دا عقيده وه چې د بني اسماعيلو او نورو غير يهودي قومونو په اړه موږ نه مواخذه کېږو، نو ځکه د هغوی مال يې هم پر ځان حلال ګاڼه چې د دوی په مال خوړلو کښې زمونږ مواخذه نه کېږي. قرآن دلته وويل: چې دا دوی په الله درواغ تړلي دي، الله په تورات کښې داسې څه نه دي ويلي، تر ټولو خطرناکه دا وروستۍ جمله ده چې فرمائي: ٫٫و هم يعلمون،، چې دوی په دې پوهېږي چې الله دا نه دي ويلي، يعنې قصدا عمدا په الله درواغ تړي.
دغه جاهلانه تصورات يواځې د بني اسرائيلو په عوامو کښې شتون نه درلود؛ بلکې د هغو غټ، غټ علماء هم په کښې اخته ول ، تر دې چې په تورات کښې يې هم دا احکام ننويستي ول چې په قرض او سود کښې د يهودي او غير يهودي تر منځ تفاوت شته دی.( استثنا باب - ۱۵- آيت ۱ـ ۲ـ ۳). او په ۲۳ باب ۲۰ آيت کې داسې راغلي دي:
٫٫تُو پردیسی کو سود پر قرضہ دے تو دیکھ پر اپنے بھائی کو سود پر قرض نہ دینا تاکہ خداوند تیرا خدا اُس ملک میں جس پر تو قبضہ کرنے جا رہا ہے تیرے سب کاموں میں جن کو ہاتھ لگائے تجھ کو برکت دے.،،
په تالمود کښې چې د يهودي او غير تر منځ تر منځ په احکامو کښې کوم فرق بيان شوی په ويلو يې انسان شرميږي او هر د انصاف خاوند پرې پوهېږي چې دا د خدای احکام نه دي؛ کوم بل چا په تورات کښې ليکلي دي.
د خدای په شريعت کښې په مهمو احکامو کښې يو حکم چې شريعت پرې ډېر تاکيد کوي هغه امانت دی. په تورات او قران دواړو کښې پرې تاکيد شوی دی، خو هغه له دوی نه ضائع شوی وو. امانت دومره مهم ګڼل شوی دی چې خيانت د منافق نخښه ګنل شوېده ، رسول ﷺ فرمائي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثٌ : إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ ) رواه البخاري (۳۳) ومسلم (۵۹).
٫٫له ابوهريره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د منافق نښې درې دي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي؛ کله چې وعده کوي، وعده ماتوي؛ او کله چې امانت ورته وسپارل شي، خیانت کوي،،.
عن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قال، قال رسول ﷺ:
( أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا ، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا : إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ ، وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ ) رواه البخاري (۳۴) ومسلم (۵۸)
٫رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
څلور خصلتونه دي، که په چا کې ټول وي، هغه خالص منافق دی، او که په چا کې له دې څخه یو خصلت وي، په هغه کې د نفاق یو خوی شته، تر هغه چې هغه پرېږدي: کله چې امانت وسپارل شي، خیانت کوي؛ کله چې خبرې کوي، دروغ وایي؛ کله چې تړون وکړي، غدر کوي؛ او کله چې شخړه وکړي، بې انصافه شي. يعنې حدونه مات کړي.،،
خو دوی د دې احکامو په اړه بې إعتناء ول؛ يواځې خپلو شخصي او قومي ګټو ته يې پام وو.
(احکام): له دې آيت نه معلومېږي چې د کافر د يوه ښه صفت تعريف ناروا نه دی،
د ۷۶ آيت تفسير:
په دې آيت کښې لومړنی توری ٫٫بلیٰ،، راغلی دی، امام رازي رحمه الله ليکلي دي: ٫٫بلیٰ،، د ما قبل د نفي لپاره راغلی دی، مخکې د يهوديانو دا وينا نقل شوې وه: په موږ د اميانو (غير يهودي قومونو ) په اړه څه مؤاخذه نشته ده، که مال يې خورو او که هر څه ورسره کوو.
دلته د هغې ترديد وشو ٫ بلیٰ يعنې ولې د اُميّونو په اړه په تاسو ملامتي نشته ده، بلکې شته ده. له دې امله د پښتو ژباړونکي يې لنډه ترجمه ليکي: ولې نه.
دوهمه توجيه دا ده چې بلیٰ د نوي کلام د پيل لپاره هم کارول کېږي، په دې صورت کښې به معنا داسې شي: دوی چې وايي: د اُميّونو په اړه په موږ څه ګناه نشته ده، د دوی دا وينا د ٫٫نحن احباء الله،، نه نشأت اخلي، او قائم مقام يې ده ، يعنې خدای موږ سره محبت لري، ځکه مو د اُميّونو په اړه نه نيسي، دلته ځواب ورکول شو چې الله له هغه خلکو سره محبت کوي چې له الله سره خپل شوي تعهد باندې وفا وکړي او تقوا ولري. يعنې انسان سره د الله د محبت دغه فارمول دی، نو د دغه فارمول په رڼا کښې ستاسو دعوه بې ځايه ده.
په وروستي آيت کښې دا مسئله يادېږي چې يهودو د دنيا د ګټو لپاره خدای سره شوي تعهدونه مات کړي دي، نو د خدای محبت به دوی څنګه ترلاسه کړي.
سورة آل عمران - آيت ۷۷
اِنَّ الَّذِيۡنَ يَشۡتَرُوۡنَ بِعَهۡدِ اللّٰهِ وَاَيۡمَانِهِمۡ ثَمَنًا قَلِيۡلًا اُولٰٓئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمۡ فِى الۡاٰخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللّٰهُ وَلَا يَنۡظُرُ اِلَيۡهِمۡ يَوۡمَ الۡقِيٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيۡهِمۡ ۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ اَلِيۡمٌ۞(۷۷).
٫٫هغه کسان چې د الله عهد او خپل قسمونه د لږې ګټې په بدل کې پلوري، د هغوی لپاره به په آخرت کې هیڅ برخه نه وي. الله به له هغوی سره خبرې ونه کړي، د قیامت په ورځ به هغوی ته ونه ګوري او هغوی به پاک نه کړي. او د هغوی لپاره به دردناک عذاب وي،،.(۷۷).
د ۷۷ آيت تفسير:
له مخکني آيت سره يې تړاو دا دی چې هلته د خلکو په مالونو کښې د دوی د خيانت يادونه وشوه، دلته د خدای په عهد کښې د دوی د خيانت يادونه کېږي.
دلته ورته وائي: چې تاسو خدای سره خپل تعهد د دنيا په لږه ګټه تبديل کړ، د دنيا ګټې ته مو ترجيح ورکړه، نو څنګه به الله له تاسو سره محبت وکړي، بلکې ستاسو لپاره په آخرت کښې هيڅ ثواب شتون نه لري، او الله به دغه رنګ خلکوسره خبرې هم ونکړي او نه به ورته د قيامت په ورځ د رحمت په نظر وګوري، او نه به يې پاک کړي، بلکې دوی ته دردناک عذاب شتون لري.
(يشترون):
یشترون له اشتراء نه اخيستل شوی، پخوا زمانه کښې څيزونه سره تبادله کېدل لکه غنم به په جوارو او داسې نور.... ځکه د پيسو د استعمال رواج نه وو، خلکو به د ضرورت شيان په دغه طريقه تر لاسه کول. دغه صورت کښې په دواړه څیزونو کښې په هر يو د ثمن او يا مبيعې اِطلاق درست کېږي ، له دې امله دلته د اشتراء معنا په هغه معنا پېرل نه دي لکه موږ چې اوس يو شی په پيسو اخلو، له همدې ځای نه په اشتراء کښې د تبادلې مفهوم هم پيدا شوی، بيا دا لفظ د ترجيح په معنا هم استعمالېږي، نو د خدای عهد د دنيا په ګټې د پېر معنا اصل کښې تبادله ده چې يهودو د خدای عهد د دنيا له ګټې سره تبادله کړ. يا د دنيا ګټې ته يې د خدای په عهد ترجيح ورکړه.
(عهد او وعده کښې تفاوت شته؟).
عهد: د عهد معنی یوه رسمي، ژمنه یا تړون دی چې د خدای یا خلکو ترمنځ د وفادارۍ او تعهد په بنسټ شوی وي. چې په شریعت کې معمولا د الهي فرمانونو او قوانینو اطاعت او پابندي ته اشاره کوي.
له دې امله مفسرينو دلته له عهد نه
۱- هغه اوامر او توصيات اخيستي چې الله په خپل کتابونو کښې بندګانو ته کړيدي،
۲- يا بندګانو له الله سره کومې ژمنې کړې وي لکه قرآن وائي:
(وَمِنْهُمْ مَّنْ عَـٰهَدَ ٱللَّهَ لَئِنْ ءاتَـٰنَا مِن فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ). (التوبة: ۷۵). مّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُواْ مَا عَـٰهَدُواْ ٱللَّهَ عَلَيْهِ ) ( الأحزاب: ۲۳).
۳- او هغه مواثيق هم ترې مراد دي چې الله د خپل پيغمبرانو په ذريعه له بندګانو نه اخيستي دي.
وعده: وعده یوه عامه ژمنه ده چې یوه شخص يې له بل چا سره ه کوي. دا ژمنه عموما په غير رسمي ډول ترسره کېږي، او په ورځني ژوند کې هم کارول کیږي، لکه چاته د یوې ژمنې ورکول چې یو کار به ترسره کړي یا کومه مرسته به وکړي.
عرب لغت پوهان يې داسې تشرېح کوي:
وتقول: عهد إليه بالأمر يعهد-من باب فرح- عهداً: أوصاه به وجعله في ذمته وضمانه، قال الله تعالى: أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ [يس:60]. أما الوعد: فهو الإخبار عن فعل المرء أمراً في المستقبل يتعلق بالغير، وقال ابن عرفة: إخبار عن إنشاء المخبر معروفاً في المستقبل.
ژباړه: عرب وائي: : ٫٫عهد ورته وسپارل شو" یا "عهد یې ورته وکړ" – د فرح له باب نه – عهد دا دی چې یو کار ور وسپاري او هغه د ده په ذمه او ضمانت کې واچوي. الله تعالی فرمایلي: "ایا ما تاسې ته عهد نه وو کړی، ای د آدم اولادې، چې د شیطان عبادت به نه کوئ؟،، (یس: ۶۰).
خو وعده دا ده: چې یو کس د راتلونکي لپاره د بل چا سره د یوې خبرې د ترسره کولو ژمنه وکړي. ابن عرفة وایي: ٫٫وعده هغه ده چې یو کس د راتلونکي لپاره د خیر او ښېګڼې د ترسره کولو خبر ورکړي.،، يعنې وعده له يوه اړخ نه وي او تعهد له دواړه اړخونو ځنې.
دې کښې دې ته هم اشاره شوې ده چې مخکني پيغمبرانو له خپل امت نه دا تعهد اخيستی وو چې له ما نه وروسته کوم پيغمبر راځي په هغه به ايمان راوړئ، خو يهودو خپل پيغمبر سره هغه کړی تعهد مات کړ او ورته ژمن پاتې نشول او په مسيح او محمد ﷺ يې کفر وکړ او مسيحيانو هم د مسيح عليه السلام سره په شوې ژمنه عمل ونکړ په محمد ﷺ يې کفر وکړ.
( اٙيمان) : ايمان نه مراد هغه عامې ژمنې دي چې د ټولنيز ژوند اساس جوړېږي، او هغې سره اجتماعي ژوند کښې د اعتماد او حسنِ ظن فضا را منځ ته کېږي، يهودو د دغه رنګ أيمانو د ماتولو لپاره له حيلو او پلمو نه کار اخيسته، خپل خيانت او دوکو ته به يې دليلونه تراشل ، په ټولنه کې د چا په قسم ، عهد او وعده اعتماد ختم شوی وو، ځکه چې د ماتولو لپاره يې دوی سره ډېری قانوني او فقهي لارو شتون درلود.
(احکام): دې آيت لاندې مفسرينو ليکلي دي:
که قاضي چا ته د چا د مال په اړه څه فيصله وکړي ، او هغه پوهېږي چې قاضي ته مې په درواغجن قسم يا تېزه ژبه دوکه ورکړه ، فيصله يې زما په حق کې وکړه، نو ده ته دا مال يا جايداد، حلال نه ګرځي.
امام اعظم صیب د نکاح مسئله له دېنه استثناء کړېده مثلآ : دوه کسان په درواغه ګواهي وکړي چې دې فلاني خپله ښځه طلاقه کړېده او قاضي د ګواهانو له امله د طلاق پرېکړه وکړه، بيا بل کس دې ښځې سره نکاح وکړه، ده ته دا ښځه حلال ده. جمهور علماء وائي: نه ده حلال.
مفسر قرطبي په امام صاحب نيوکه کړېده، خو د امام په اندازه فقاهت چې چا کښې نه وي هغه د دې دقائقو ته نشي متوجه کېدلی.
سورة آل عمران - آيت ۷۸
وَاِنَّ مِنۡهُمۡ لَـفَرِيۡقًا يَّلۡوٗنَ اَلۡسِنَتَهُمۡ بِالۡكِتٰبِ لِتَحۡسَبُوۡهُ مِنَ الۡكِتٰبِ وَمَا هُوَ مِنَ الۡكِتٰبِۚ وَيَقُوۡلُوۡنَ هُوَ مِنۡ عِنۡدِ اللّٰهِ وَمَا هُوَ مِنۡ عِنۡدِ اللّٰهِۚ وَيَقُوۡلُوۡنَ عَلَى اللّٰهِ الۡكَذِبَ وَ هُمۡ يَعۡلَمُوۡنَ۞(۷۸).
او په هغوی کې یوه ډله داسې ده چې د کتاب (یعنې تورات) لوستلو پر مهال خپلې ژبې داسې تاووي چې تاسو فکر وکړئ دا د کتاب اصلي عبارت دی، حال دا چې دا د کتاب عبارت نه وي. او دوی وایي چې دا (عبارت) د الله له خوا دی، حال دا چې دا د الله له خوا نه دی. او دوی په قصد سره په الله باندې دروغ تړلي دي، په داسې حال کې چې پوهېږي.(۷۸).
د ۷۸ آيت تفسير:
٫٫يلوون،، لغوي ژباړه ده: تاووي، ګرځوي، کږوي ، اړوي. له دې هدف دا دی چې په تورات کې تحريف کوي.
تحريف دوه قسمه دی: يو معنوي تحريف چې لفظ سره کار ونه لري خو معنا ترې غلطه وباسي.
دوهم لفظي تحريف دی چې لفظ کې تغيير راوستل شي، کله دا تغيير په إعراب کې تر سره کېږي، ځکه د إعراب له تغيير هم معنا کښې تغيير راځي، کله ممکن په خپله اصلي لفظ کې تغيير راوستل شي، يهوديانو دا ټول کارونه سرته رسولي دي ، په تورات کښې يې تر دې تغيير راوستی دی چې اصلي تورات ورک دی ، دا تحريف او تغيير په تدريجي توګه سرته رسېدلی دی، وخت په وخت يې چې ضرورت احساس کړیدی تغيير يې راوستی دی.
دا اوس چې د پيدايښت ، خروج ، شمېر ( ګنتي) ، احبار او استثناء کتاب په خپل خلکو د تورات په نوم تېروي، دا د دوی له خوا تحريف شوی دی، ممکن منځ، منځ کې څه خبرې د هغه اصلي تورات هم په کښې وي او شته دي. دا کار د يهودو علماوو ځکه کاوه چې د خپلې خوښې، سليقوي او مزاجي خبرې د الله د کلام په نوم تېرې کړي.
کله به د خلکو تر منځ د شخړو په پرېکړو کښې د رشوت لپاره اصلي حکم پټوه. ممکن ظالم حکومتونو سره د جوړجاړي په خاطر يې هم د خپل شخصي ګټې لپاره تحريف کړی وي، لکه په مسلمانانو کښې ځينې خلک همدغه کړنه اوس هم تر سره کوي.
په مسلمانانو کښې يوه فرقه وائي: پيغمبر بشر نه دی، بيا چې کله دې آيت( إِِنما اٙنا بشر مثلُکم ) ٫٫ يقيناً زه ستاسو په شان بشر يم،، سره مخ کېږي بيا آيت کې داسې تحريف کوي د: ٫٫اِنّٙ ما اٙنا بشر مثلکم،، يواځې اِنّٙ له مٙا ځنې جلا کوي، په دې ترتيب بيا معنا جوړيږي،٫٫ يقيناٙٙ زه تاسو غوندې بشر نه يم،، دغه رنګ پېښې به د اهل کتابو ملايانو هم کولې.
سورة آل عمران - آيت ۷۹
مَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنۡ يُّؤۡتِيَهُ اللّٰهُ الۡكِتٰبَ وَالۡحُكۡمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُوۡلَ لِلنَّاسِ كُوۡنُوۡا عِبَادًا لِّىۡ مِنۡ دُوۡنِ اللّٰهِ وَلٰـكِنۡ كُوۡنُوۡا رَبَّانِيّٖنَ بِمَا كُنۡتُمۡ تُعَلِّمُوۡنَ الۡكِتٰبَ وَبِمَا كُنۡتُمۡ تَدۡرُسُوۡنَۙ۞(۷۹).
٫٫دا د انسان کار نه دی چې الله جل جلاله هغه ته کتاب، حکمت او نبوت ورکړي او هغه خلکو ته ووايي چې د الله پر ځای زما بندګان شئ. بلکې هغه به همدا ووايي: "تاسې رښتیني ربانيان شئ، لکه څنګه چې د دې کتاب د تعلیماتو غوښتنه ده، د کوم چې تاسې ښوونه کوئ او لولۍ ئې.،،
د ۷۹ آيت تفسير:
په مخکني آيتونو کښې دا وويل شول چې اهل کتابو خپل کتاب کې تحريف کړی دی، دلته د مثال په توګه وويل کېږي، چې د هغو تحريف تر دې بريده رسېدلی دی چې انبياء، احبار او رهبان يې هم د عبادت وړ ګرځولي دي.
دلته پرې نيوکه داسې وشوه ، چې کومو خلکو ته الله کتاب ، حکمت او نبوت ورکړي دا د هغو د شان سره هيڅ سمون نه خوري چې هغوی دې خلک خپلې بندګي ته دعوت کړي.
ځکه الله په ګن شمیر خلکو کې ځينې هغه خلک د نبوت لپاره انتخابوي چې وړ، جوګه او مناسب يې وي او پرې پوهېږي چې دوی سپارل شوی ماموريت په ښه توګه سرته رسوي، هغو ته د خلکو د لارښوونې ماموريت سپاري، که يو پيغمبر داسې کار وکړي د دې خو دا معنا شوه چې خدای نعوذ بالله په خپل انتخاب کې اشتباه کړېوه ، داسې کس يې پيغمبر کړی چې ځان په خلکو د معبود په توګه مني او دا څرګنده ده چې د خدای په علم کې تغيير او اشتباه نه واقع کېږي.
( الحکم):
حکم عربي کې په ډېرو معناوو راځي: ۱ - ځينو ځايونو کې يې معنا ده پرېکړه، لکه ٫٫ و کنا لحکمهم شاهدين. انبياء ۷۸،، ٫٫افحکم الجاهلية يبغون و من احسن من الله حکما لقوم يوقنون. المائده ، ۵۰،،
۲ دوهمه معنا يې ده د فيصلې قوت او بصيرت لکه ٫٫و لوطا اتيناه حکما و علما. انبياء ، ۷۴،، ٫٫ و اتيناه الحکم صبيا. مريم ، ۱۲،،
۳ - دريمه معنا يې ده ، أمر او حکم لکه: ٫٫ فالحکم لِلّٰه العلي الکبير. غافر، ۱۲،، ٫٫ و له الحکم و اليه ترجعون. ٫٫القِصٙص،۷۰،،.
(رَبَّانِيّٖنَ) : د رباني معنا ده رب والا، خدای پرست ، الله والا. د ٫٫ربّي،، توری په تورات او انجيل کې ډېر استعمال شوی دی، له همدې نه عربي کښې رباني جوړ شوی دی، رِبّي په يهودو کې هغه علماوو ته ويل کېدل چې د خلکو د ديني امورو نګرانی او د عباداتو قيام کار ورته سپارل شوی وو، يعنې دا يو نوع د ديني منصب خاوند عالمان ول. مسيحيان بيا دغسې خلکو ته ٫٫ Divine ،، وائي.
سورة آل عمران - آيت ۸۰
وَلَا يَاۡمُرَكُمۡ اَنۡ تَتَّخِذُوا الۡمَلٰٓئِكَةَ وَالنَّبِيّٖنَ اَرۡبَابًا ؕ اَيَاۡمُرُكُمۡ بِالۡكُفۡرِ بَعۡدَ اِذۡ اَنۡـتُمۡ مُّسۡلِمُوۡنَ(۞).
"هغه به تاسو ته هېڅکله دا نه وايي چې فرښتې يا پېغمبران د خپل رب په توګه ونیسئ، ايا دا ممکنه ده چې يو نبي تاسو ته د کفر امر وکړي، په داسې حال کښې چې تاسو مسلمانان ياست؟"
د ۸۰ آيت تفسير:
يعنې أنبياء خو د دې لپاره لېږل کیږي چې خلک د الله بندګي ته دعوت کړي، دا د سره ممکن نه ده چې پيغمبر تاسو ته دا حکم وکړي چې ملائک يا أنبياوو ځنې رب جوړ کړئ. نصاراوو مسيح ، يهودو عزير او مشرکينو ملائکو او ځينو صالحينو ته دا درجه ورکړې وه چې قرآن پرې ځای په ځای نيوکې کوي، له دې آيت نه دا هم معلومه شوه چې هر مذهبي کتاب کې له الله نه پرته د بل هر چا د ربوبيت، الوهيت او عبادت تصور اوفکري ورکول شوی وي، دا د انبياوو او صالحينو تعليم نه شي کېدی، بلکې دا يې د تحريف
غټه نښه وي چې دا کتاب په اصلي بڼه نه دی پاتې شوی.
شرک په اصل کښې د انبياوو او صالحينو د تعليم نه خلاف يو شی دی، دا د مجرمينو ، مذهبي دکاندارانو او دين فروشانو تحريفات او درواغ دي. لکه زموږ په دې عصر کښې چې دا ځينو جاهلو صوفيانو د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله نه رب او پروردګار جوړ کړی دی ، کله د ۱۲ کلو غرقه بېړۍ راوباسي، کله د دوزخ نه خلک راوباسي، کله يې دوبي بې له سوال او ځواب نه د قبر امتحان کې بريالی کېږي، او د قبر ملائک ورته خاندي چې کله دی ورته و وائي: چې زه نور نه پوهېږم خو د جېلاني صيب دوبي وم. دا ټولې کيسې په هغه پورې په درواغو تړل شوي دي د درواغو او رېښتيا پېژندلو فارمول دلته قرآن ذکر کړ.