28-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة آل عمران رکوع ۷ (٦٤ - ۷۱ آیت)
سورة آل عمران - آيت ٦٤ - ٦٦
قُلۡ يٰۤـاَهۡلَ الۡكِتٰبِ تَعَالَوۡا اِلٰى كَلِمَةٍ سَوَآءٍۢ بَيۡنَـنَا وَبَيۡنَكُمۡ اَلَّا نَـعۡبُدَ اِلَّا اللّٰهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهٖ شَيۡــئًا وَّلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا اَرۡبَابًا مِّنۡ دُوۡنِ اللّٰهِؕ فَاِنۡ تَوَلَّوۡا فَقُوۡلُوا اشۡهَدُوۡا بِاَنَّا مُسۡلِمُوۡنَ۞(۶۴). يٰۤـاَهۡلَ الۡكِتٰبِ لِمَ تُحَآجُّوۡنَ فِىۡۤ اِبۡرٰهِيۡمَ وَمَاۤ اُنۡزِلَتِ التَّوۡرٰٮةُ وَالۡاِنۡجِيۡلُ اِلَّا مِنۡۢ بَعۡدِهٖؕ اَفَلَا تَعۡقِلُوۡنَ۞(۶۵). هٰۤاَنۡـتُمۡ هٰٓؤُلَآءِ حٰجَجۡتُمۡ فِيۡمَا لَـكُمۡ بِهٖ عِلۡمٌ فَلِمَ تُحَآجُّوۡنَ فِيۡمَا لَـيۡسَ لَـكُمۡ بِهٖ عِلۡمٌؕ وَاللّٰهُ يَعۡلَمُ وَاَنۡـتُمۡ لَا تَعۡلَمُوۡنَ۞(۶۶).
"وایه، "اې اهل کتاب! راشئ يوې داسې خبرې ته چې زموږ او ستاسو ترمنځ یو شان ده. دا چې موږ یوازې د الله عبادت وکړو، له هغه سره څوک شریک جوړ نکړو، او موږ کښې هیڅوک د الله پرته بل څوک خپل رب ونه ټاکي"۔۔۔ که هغوی د دې بلنې منلو نه مخ واړوي، نو په صراحت ووایه: شاهد اوسئ، موږ یوازې مسلمانان یو، ٫٫یعنې د يو خداي عبادت او اطاعت کوونکي،،.(۶۴).اې د کتاب خلکو! تاسې ولې د ابراهيم علیه السلام په اړه شخړه کوئ؟ حال دا چې تورات او انجيل د هغه له زمانې نه وروسته نازل شوي دي. آيا تاسې عقل نه کاروئ؟(۶۵). ګورئ! تاسو هغو شیانو کې بحثونه وکړل چې تاسو پرې څه پوهه لرۍ، نو اوس ولې په هغو معاملو کې بحث کوۍ چې تاسو پرې هېڅ پوهه نه لرۍ؟ الله پوهیږي، خو تاسو نه پوهیږۍ. (۶۶).
د ۶۴ آيت تفسير:
له دې ځای نه دريم تقرير پيل کېږي چې د بدر او احد د جنګونو تر منځ زمانه کښې نازل شوی دی ، خو د درې واړه تقريرونو تر منځ دومره قوي ورته والی دی چې څوک دا نشي درک کولی چې د سورت د پيل نه تر دې ځايه د کلام ارتباط سره قطع شوی دی، له دې امله ډېرو مفسرينو دا هم د نجران د وفد سره تړل شوی تقرير ګڼلی. ليکن د کلام محتوا پر دې دلالت کوي چې دلته اوس خبرې له يهوديانو سره کېږي او د نجران وفد خو د مسيحيانو له اړخه راغلی وو.( تفهيم).
( سوآءً بيننا و بينکم ):
يعنې په داسې خبره له موږ سره اتفاق وکړئ چې تاسو او موږ دواړه يې منو ، بيا هغه خبره تشريح شوه:
۱- له خدای نه پرته به د بل چا عبادت نه کوو. ۲- له الله سره به شريک نه نيسو. ۳- په خپلو کښې به چا ته د رب( خدای) درجه نه ورکوو. دا داسې اساسي خبرې وې چې له مسلمانانو سره يهوديانو هم منلې او اختلاف يې په کښې نه شو کولی.
په اخر کښې وايي: که دوی د دين دا اساسات نه مني ، نو تاسو ورته و واياست چې موږ دا خبرې منلي دي او يواځې د يو خدای عبادت کوونکي يو.
د ۶۵ آيت تفسير:
د يهودو دا د عوا وه چې ابراهيم زموږ په لاره روان وو، نصاراوو ويلي هغه خو نصراني وو، د مکې مشرکانو ويلې: زموږ دا کوم دين چې دی موږ ته له ابراهيم نه پاتې دی ، اوس محمد ﷺ موږ دهغه اصلي دين نه اړوي، چې د ابراهيم دين دی، په نوې غلطی لارې مو روانوي، بني اسرائيلو او بني اسماعيلو دواړو ابراهيم خپل د روحاني او نسبي لارښود په توګه تسليم کړی وو ، دلته قرآن ورته دا ځواب وائي: چې هغه خو د يهوديت او نصرانيت له ايجاد نه په پېړيو وړاندې تېر شوی دی.
او د تورات او انجيل له نزول نه ډېر مخکې تېر شوی دی، بيا تاسو خو يهوديت د موسی عليه السلام نه هم ډېر وروسته ايجاد کړ او مسيحيت د مسيح عليه السلام د رفع سماوي نه ډېر وروسته د بدعت په بڼه نصاراوو ايجاد کړ، نواوس په دومره ساده ، آسانه او بسيطه خبره نه پوهېږۍ چې وړاندينی څنګه د وروستي په مذهب وو؟ که وروستي وايي: چې موږ د وړاندينيو په لاره روان يو، نو دا دعوا معقوله منل کېدی شي.
په دې خبره هم ځان پوهول ضروري دي ، چې عيسی ، موسی او ټولو پيغمبران د اسلام له دعوت سره راغلي دي، يهوديت او نصرانيت هغوی نه دی ايجاد کړی بلکې دا يهودو او نصاراوو د خدای اصل دين تحريف کړ دغه شان شی يې ترې جوړ کړ.
د ۶۶ آيت تفسير:
يعنې د ځينو شيانو په اړه چې تاسو څه نا څه پوهه لرۍ، د هغو په اړه تاسو بحثونه وکړل ، او زمونږ پيغمبر واورېدل، اوس په داسې خبرو کې ولې مناقشې کوۍ چې تاسو ته د هغې په اړه معلومات نشته دي. د قرآن وضع شوې قاعده ده چې هغه خبرو پسې مه کیږه چې په اړه يې علم نه لرې. قرآن وائي:
"وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۚ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا"( الإسراء - ۳۶)
"او هغه څه پسې مه ځه چې تا ته پرې علم نه وي؛ په حقیقت کې غوږ، سترګې او زړه هر یو به پوښتل کیږي."
سورة آل عمران - آيت ۶۸-۶۷
مَا كَانَ اِبۡرٰهِيۡمُ يَهُوۡدِيًّا وَّلَا نَصۡرَانِيًّا وَّ لٰكِنۡ كَانَ حَنِيۡفًا مُّسۡلِمًا ؕ وَمَا كَانَ مِنَ الۡمُشۡرِكِيۡنَ۞(۶۷). اِنَّ اَوۡلَى النَّاسِ بِاِبۡرٰهِيۡمَ لَـلَّذِيۡنَ اتَّبَعُوۡهُ وَهٰذَا النَّبِىُّ وَالَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا ؕ وَاللّٰهُ وَلِىُّ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ۞(۶۸).
ابراهیم نه یهودی و، نه مسيحي، بلکې هغه یو خالص مسلمان و، او هیڅکله د مشرکانو څخه نه و.(۶۷).
ابراهیم علیه السلام سره د نسبت تر ټولو زیات حق لرونکي هغه کسان دي چې د هغه پیروي یې کړې، بیا دا پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) او هغه کسان چې پر ده يې ایمان راوړی. الله د مؤمنانو ملاتړ کونکی دی.(۶۸).
د ۶۷ آيت تفسير: له حنيف نه مراد هغه شخص دی، له هر طرف نه يی مخ اړولی وي، او په يوه ځانګړې لار روان شوی وي، نواب ابراهيم عليه السلام هم له ټولو باطلو ، له ځانه جوړ شوو مذهبو نه مخ اړولی و، او د خدای د توحيد او بندګۍ په ځانګړې لار روان و. نه يهودي و، نه مسیحي و، او نه د مشرکينو په لاره روان و، بلکې هغه سوچه مسلمان و. د حنيف ترجمه ځينو اردو ژبو مفسرينو په د فارسي په يو توري
٫٫ مسلمِ يکسو،، سره کړېده.
د ۶۸ آيت تفسير:
يعنې يهود ، مسيحيان او مشرکين دا حق نه لري چې ځان په عقیده کښې ابراهيم ته منسوب کړي، بلکې په عقيده او فکر کښې هغه ته د نسبت لرلو ډېر حق لرونکي د هغه په زمانه کښې د هغه خپل پيروان ول، او اوس د هغه عقيدې او فکر ته دغه پيغمبر ( محمد ﷺ) او د ده منونکي ډېر نژدې دي او د هغه د عقيدې سره د نسبت لرنې ډېر حق لري.
سورة آل عمران - آيت ۶۹- ۷۱
وَدَّتۡ طَّآئِفَةٌ مِّنۡ اَهۡلِ الۡكِتٰبِ لَوۡ يُضِلُّوۡنَكُمؕۡ وَمَا يُضِلُّوۡنَ اِلَّاۤ اَنۡفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُوۡنَ۞(۶۹). يٰۤـاَهۡلَ الۡكِتٰبِ لِمَ تَكۡفُرُوۡنَ بِاٰيٰتِ اللّٰهِ وَاَنۡـتُمۡ تَشۡهَدُوۡنَ۞(۷۰).يٰۤـاَهۡلَ الۡكِتٰبِ لِمَ تَلۡبِسُوۡنَ الۡحَـقَّ بِالۡبَاطِلِ وَتَكۡتُمُوۡنَ الۡحَـقَّ وَاَنۡـتُمۡ تَعۡلَمُوۡنَ.(۷۱).
٫٫اې مؤمنانو! د اهلِ کتابو څخه يو ډله غواړي چې په يو ډول تاسو له سمې يې لارې څخه واړوي، حال دا چې په حقيقت کښې هغوی پرته له خپلو ځانونو بل هېڅوک په ګمراهۍ کې نه اچوي، خو هغوی ته د دې هېڅ احساس نشته.(۶۹). اې اهلِ کتاب! ولې د الله په آيتونو انکار کوۍ، حال دا چې تاسې خپله پرې ګواهي ورکوۍ(۷۰).ای کتاب والو! تاسو ولې حق له باطل سره ګډوئ او حق پټوئ، په داسې حال کې چې تاسو پوهیږئ؟(۷۱).
د ۶۹ آيت تفسير:
د اهل کتابو پوهانو او عالمانو کوښښ کاوه چې په څه طريقه مسلمانان له خپل دين نه واړوي، د دې لپاره به يې حيلې ، پلمې جوړولې، بې ځايه پوښتنې به يې کولې، د اسلام په اړه به ئې شکونه ايجادول، تر څو مسلمانان په دوکه کښې واچوي.
الله جل الله فرمائي: دوی يواځې خپل ځان په ګمراهي کښې اچولی شي، د دې دوه مفهومه راوځي يو دا چې کوښښونه به يې عبث لاړ شي، څه نتيجه به پرې مرتبه نشي. دوهم دا چې د دوی د دې کوښښونو ضرر به همدوی ته رسېږي.
د ۷۰ آيت تفسير:
د ٫٫و انتم تشهدون ،، ٫٫تاسو پرې ګواهي ورکوۍ،، يا تاسو يې وينۍ او مشاهده کوۍ يې، ځکه د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو پاک ژوند په خپله د قرآن په صداقت دلالت کولو، له دې امله کوم مثبت او ګټور تغيير چې د صحابه کرامو په ژوند کښې راغلی وو، هغه د يو داسې کتاب په وسيله نه شو راتلی، چې په درواغو او فريب جوړ شوي وي، د منوونکو د ژوند بڼه په خپله د پيغام د نوعيت په اړه پریکړه کوي.
د ۷۱ آيت تفسير:
د قرآن پيغام او وړاندې شوې عقيده ډېره واضح وه، د اهل کتابو عالمانو به ښکاره او صراحت سره دهغی ترديد نه شو کولی، داسې ګډې وډې خبرې به کولې تر څو خلک د قرآن په اړه په شک کې واچوي.
د مثال په توګه : که چا به پوښتنه وکړه چې قرآن يا محمد ﷺ وائي: چې الله يو دی، له هغه پرته بل څوک د عبادت وړ نشته دی، قيامت به راځي هلته به له انسانانو سره محاسبه کېږي، ملائک ، اسماني کتابونه ، جنت ، دوزخ شتون لري،خير او شر الله مقدر کړی، خپلوانو، يتيمانو او بې وزلو سره مرسته ډېر اجر لري. په دغه پيغام دوی نيوکه نشوه کولی ، بيا باطل به يې له حق سره ګډوه ، کولی خبره به يې کوله، په ډېره زيرکتيا سره به ئې په حق د باطل پرده غوړوله، د سوچه خبرې کولو جرأت يې نه درلوده او دا ورته څرګنده وه چې دا درستې خبرې دي او محمد ﷺ د خدای ریښتونی استازی دی.