سورة آل عمران رکوع ٦ (۵۵ - ٦۳ آیت)

20-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة آل عمران رکوع ٦ (۵۵ -  ٦۳ آیت)


سورة آل عمران - آيت ۵۵

اِذۡ قَالَ اللّٰهُ يٰعِيۡسٰۤى اِنِّىۡ مُتَوَفِّيۡكَ وَرَافِعُكَ اِلَىَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا وَجَاعِلُ الَّذِيۡنَ اتَّبَعُوۡكَ فَوۡقَ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡۤا اِلٰى يَوۡمِ الۡقِيٰمَةِ ‌‌ۚ ثُمَّ اِلَىَّ مَرۡجِعُكُمۡ فَاَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡ فِيۡمَا كُنۡتُمۡ فِيۡهِ تَخۡتَلِفُوۡنَ۞(۵۵).


٫٫کله چې الله وویل: "ای عیسی! بېشکه زه تا واپس غواړم او خپل لوري ته به دې پورته کوم، او له هغو کسانو به دې پاک کړم چې کفر یې کړی دی، او زه به ستا پیروي کوونکي د قیامت تر ورځې پورې له کافرانو پورته کړم. بیا به تاسو ما ته راستانه شۍ، او زه به ستاسو په منځ کې د هغو شیانو په اړه فیصله وکړم چې تاسو پکې اختلاف درلود،،.(۵۵)


۵۵  آيت تفسير:

کله چې يهود د‌ عيسیٰ عليه السلام په قتل پسې شو، نور د دوی ترمنځ د هغه پاتې کېدل بې ګټې ول، ځکه د هغو فقهاؤو او فريسيانو کوښښ کوه چې څه دوسيه ورته وګوري، کله به يې داسې پوښتنې ترې کولې تر څو رومي حکومت يې په خلاف اقدام وکړي.

د مثال په توګه يوه ورځ يې ترې په غټه مجمع کښې پوښتنه وکړه چې حکومت ته خراج او ټکس ورکول روا دي او که نه؟  دوی کوښښ کولو چې د بغاوت په دوسيه کې يې په حکومت ونيسي، د دې مقصد لپاره به يې خلک هم مؤظف کول چې دغه رنګ پوښتنې وکړي.


دوهم دا کوښښ ئې کولو چې څه مذهبي مسئلو کې د پوښتنو په اساس يې د خلکو په نظر کښې و غورځوي، او د پوښتنو  له ځواب نه داسې څه مواد تر لاسه کړي، چې  د کفر او ارتداد فتوا لګولو ته پلمه 

جوړه کړي، دا کار د هغو فقهاوو او فريسيانو ترسره کولو، د مسيح عليه السلام په ويناوو کې د تمثيل او تشبيه اړخ هم ډېر شتون درلود ، دوی زيار وېسته چې له دېنه د ده د قتل لپاره مواد ترلاسه کړي، ځکه چې تشبيهات او تمثيلات د تاويلاتو ډېر احتمال لري.


دريم دا چې دا تهمت يې پرې ولګوه چې دی او شاګردان يې د پخوانيو مشرانو احترام نه کوي، د اسلامي رواياتو مخالف کارونه کوي.


څلورم:  دا تهمت يې ولګوه چې دا کس په اسرائيلو باندې د بادشاهت مدعي دی، د روم حکومت نه مني، ځان بادشاه کول غواړي، د مسيح عليه السلام له ځينو تمثيلي ويناوو نه يې داسې معناوې راويستلې تر څو رومي حکومت پرې ولمسوي.


پنځم:  دا کار ئې وکړ چې د مسيح عليه السلام په شاګردانو کې چې د يهودا په نوم کوم منافق وو، هغه ئې د‌ مخبرۍ لپاره استخدام کړ.

د پيغمبر په ژوند کې چې دغه مرحله راشي، بيا انبياء له وطن نه هجرت کوي، نو عيسیٰ عليه السلام هم له دنيا نه هجرت وکړ خو د هجرت بڼه يې د نورو انبياوو په څېر نه وه بلکې  بدله وه، هغه دا چې الله بېرته وغوښت "Recall" يې کړ.


( د توفي معنا):


د توفي اصلي لغوي معنا ده: پوره اخيستل، ٫٫ الأخذ بالتمام،، يا ځان لور ته څوک قبض کول. مړه کول د دې لفظ حقيقي معنا نه ده، بلکې دا لفظ په مجازي توګه د‌ موت لپاره کارېږي. داسې الفاظ چې په حقيقي او مجازي دواړو معناوو کې کارېږي ، په هر ځای کې قرينه کتل کېږي، چې قرينه د کومې معنا په تعيين کې مرسته کوي. لاندې هغه قرائن ذکر کوو چې په دې دلالت کوي چې دلته د توفي نه مراد مرګ نه دی.


لمړۍ قرينه:

دا موقع د بشارت او زېري ده ، ځکه کله چې په پيغمبرانو داسې حالت راشي، الله ورسره ځانګړې مرسته کوي، او د نصرت زېري ورته ورکوي، دا څنګه بشارت شو چې ورته وائي: مړ به دې کړم، همدا شی خو يهودو غوښتل چې دا کس له منځه و وځي، يا د رومي امپراطورۍ په لاس يا په کومه بله لاره، دا خو ورته لا ښه وه چې په طبعي توګه مړ شوی وی، نه به يهود بدنامه شوي ول او نه د روم حکومت.


دوهمه  قرينه:

که توفي د موت په معنا شي، بيا د توفي نه وروسته د ( و رافعک إليّٙ) جمله بې ضرورته جمله ده، او قران کې بې ضرورته جملې نشته دي، ځکه د دې څه معنا جوړېږي چې تا مړ کوم بيا دې د ځان لور ته پورته کوم؟ چې څوک مړ شي بيا ځان لور ته د پورته کولو څه معنا؟ بلکې د توفي نه وروسته د ٫٫رافعک إليّٙ،، جمله د توفي د مفهوم تعيين کوي چې د توفي بڼه او معنا پوره پورته کول دي يعنې روح او جسم دواړو سره.


دريمه قرينه:

که څوک وائي: دلته د ٫٫ رافعک اليّٙ ،، نه مراد د درجو پورته کول دي،( يعنې دا چې لوړې درجې به درکړم)  نو بيا خو به رافعک کفايت کړی وی، د٫٫ إليّٙ،، لفظ ته بېخي ضرو‌رت نه وو، قران کښې د درجاتو د پورته

کولو په اړه تعبير کله هم په دغه رنګ الفاظو نه دی راغلی، څوک چې عربيت سره اشنا وي هغه پرې په آساني سره پوهېږي چې دلته د درجاتو او مراتبو د رفعت او پورته کولو معنا سمون نه خوري.


څلورمه قرينه:

دلته مخاطب عيسی عليه السلام دی او عيسی د روح او جسم دواړو نوم دی، له دې امله بايد د پورته کولو نسبت  روح او جسم دواړو ته و منل شي.


پنځمه قرينه:

د درجاتو پورته کول د ٫٫رفع،،  د لفظ مجازي معنا ده ، د لفظ  مجازي معنا اخيستل قرينه غواړي او له ٫٫رٙفعِ،، لفظ نه د رفعِ درجات معنا اخيستلو قرينه  دلته نشته ده، او ٫٫رافعک،، سره د ٫٫اليّٙ،، استعمال د مجازي معنا احتمال د سره ختم کړی دی، څرګنده شوه چې دلته‌ ډېر قرائن دي چې له توفي نه مراد‌ دغه‌ معروف موت نه دی.


ابن تيمييه دلته د‌ توفي په اړه وائي:


٫٫د توفي معنا ده القبض والاستيفاء ، قبض کول او پوره اخيستل.  د دې درې شکلونه دي: ۱- د خوب وفات. ۲- د موت وفات.۳- د روح او جسم دواړو توفي ، دلته دغه دريمه نوع مراد ده.


التحرير والتنوير کې علامه ابن عاشور وائي:


إني رافعك إلي وافياً لم ينالوا منك شيئاً، من قولهم توفيت كذا واستوفيته إذا أخذته تاماً، والآخر: إني [متسلمك] من قولهم توفيت منه كذا أي تسلمته.


٫٫ زه به دې په داسې حالت کښې پوره ځان ته پورته کړم چې دوی به درته هيڅ تکليف نه وي در رسولی،، يعنې دوی به ستا په وژلو، يا غرغره کولو قدرت ونه مومي.


د ابن عباس او ځينو نورو مفسرينو دا سې تفسيري نظريات هم نقل شويدي چې د عربيت د قوانينو په اساس د دې خبرې ځای کېږي چې د‌ ٫٫رافعک،، توری مخکې ومنو او ٫٫متوفيک،، ورپسې، بيا داسې کېږي، ٫٫ اوس دې خپل ځان ته پورته کوم او بيا دې دنيا ته د دوهم کرته راتلو نه وروسته مړ کوم.


پوښتنه دا پيدا کېږي چې داسې ده نو ٫٫رافعک،، ولې مخکې ذکر نه شو؟ د دې ځواب دا دی چې ځينو مسيحيانو مسيح خدای ګڼلو او ځينو نورو د خدای ځوی ګڼلو، له ديني اړخه دا د شرک عقيده ده، نو لومړی د دوی په عقيده د نیوکې په خاطر د ٫٫متوفيک،، يادونه وشوه چې دی خدای نه دی، خدای به دی په خپل ټاکلي وخت مړ کوي، بيا هغه وخت سره چې څه خبره د اسمان په لور د پورته کولو وه هغه ياده شوه.


يو تعبير د عربيت له اړخه دا هم ممکن دی: چې اسم فاعل په حال او استقبال زمانو دواړو دلالت کوي ، نو متوفيک کښې د استقبال معنا اخلو يعنې وروسته به د بيا مړ کړم ، او ٫٫رافعک،، کښې د حال معنا مراد ده چې اوس في الحال دې خپل آسمان ته پورته کوم.


( قران کښې د رفعِ درجات تعبيرونه): 

( رفع بعضهم فوق بعض درجات - و رفعناه مکانا عليا - يرفع الله الذين امنو ... و رفع بعضهم درجات - ولو شئنا لرفعناه بها ...) او داسې نور ... خو دلته دا ځانګړی تعبير غوره شوی چې د ځان لور ته د پورته کوم،  نو دا د توفي معنا تعينوي، چې مراد ترېنه د جسم او روح دواړو بره آسمان لور ته پورته کول دي.


( و مطٙهِّرک من الذين کفروا): د دې معنا ده: د‌ کافرانو له ناکاره ګاونډ نه دې خلاصوم.


( وَجَاعِلُ الَّذِيۡنَ اتَّبَعُوۡكَ فَوۡقَ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡۤا اِلٰى يَوۡمِ الۡقِيٰمَة):


ستا پيروي کوونکي په نه منونکو تر قيامته غالب ګرځوم. که له پيروي کوونکو نه مطلق اتباع کوونکي مراد شي يعنې مراد ترېنه  في الجمله متبعين واخلو، عام له دېنه چې پخپله صالحين وي، او که نه، بيا ترې مراد ټول عيسويان او مسلمانان دي، او که له پيروي کوونکو نه هغه خلک مراد واخلو چې په درسته معنا د مسيح اتباع کوي بيا مراد ترېنه يواځې مسلمانان دي، ځکه دوی په درسته توګه د مسيح عليه السلام منوونکي دي.

همدا لامل دی چې په مسيح عليه السلام باندې له کفر کولو نه وروسته د يهودو خپلواک حکومت په دنيا کې نه دی قائم شوی، دا اوس(۱۹۴۸- ۲۰۲۴ م)  چې کوم حکومت قائم دی دا د نصاراوو په مرسته قائم شوی حکومت دی او دا هم قرآن کښې راغلي دي: دوی به له ذلت نه  يا د الله په مرسته خلاصېږي، خو دا هغه صورت کې چې اسلام ومني او یا به د خلکو په مرسته له ذلت نه نجات ومومي.

(سورت آل عمران ۱۱۲ ايت)


ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَاؤُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ"


په دې ايت کښې "الا بحبل من الله" کښې، "حبل" د "ریسۍ" په معنا ده چې دلته له مرستې یا تړاو سره مترادف دی. مطلب یې دا دی چې هغوی به یوازې د الله له خوا یا د خلکو په وسیله مرسته ترلاسه کړي، له ذلت نه به و وځي، پرته له دې به همېشه په ذلت کښې وي. په ۷۰ ميلادي کال کښې د دوی حکومت روميانو ختم کړ، بيا دوی ټوله نړۍ کښې خپاره شول. د ناوړه اخلاقو له امله په مختلفو وطنونو کښې ورته مشکلات پيدا کېدل، دا په اروپا کښې يو مصيبت وو، ذليل حرکتونه به يې کول هغوی ترې تنګ ول،

چې په پای کښې جرمنيانو د دوی عامه وژنه هم وکړه، په نتيجه کې اروپايانو ترې د ځان د خلاصولو په موخه د خپلو موخو د خدمت او د سيمې د جاسوسي په پار فلسطين مې په زوره استوګن کړل، تر اوسه يې مرسته کوي، که دغه مرسته پرې بنده شي حکومت يې يو کال هم دوام نه شي کولی.


سورة آل عمران - آيت ۵۸-۵۷-۵۶

فَاَمَّا الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا فَاُعَذِّبُهُمۡ عَذَابًا شَدِيۡدًا فِى الدُّنۡيَا وَالۡاٰخِرَةِ وَمَا لَهُمۡ مِّنۡ نّٰصِرِيۡنَ۞( ۵۶). وَاَمَّا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَيُوَفِّيۡهِمۡ اُجُوۡرَهُمۡ‌ؕ وَ اللّٰهُ لَا يُحِبُّ الظّٰلِمِيۡنَ۞(۵۷). ذٰ لِكَ نَـتۡلُوۡهُ عَلَيۡكَ مِنَ الۡاٰيٰتِ وَ الذِّكۡرِ الۡحَكِيۡمِ۞(۵۸).


٫٫بيا هغه کسان چې د کفر او انکار رويه یې خپله کړې، زه به هغوی ته په دنیا او آخرت کښې سخت عذاب ورکړم، او هغوی به هیڅ کومک کوونکی ونه مومي.(۵۶). "او هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نېک عملونه يې کړي، نو هغوی ته به په پوره توګه اجرونه ورکړل شي، او الله په هېڅ ډول له ظالمانو سره مینه نه لري."(۵۷). دا آیتونه او له حکمت څخه ډکه یادونه ده چې موږ یې په تاسو تلاوت کوو،،.


د ۵۶ آيت تفسير:

دا د خدای د هغه عدل غوښتنه ده چې وړاندې يې يادونه شوېده، او د انسان د خپل ناوړ عمل ناوړه پايلې دي، الله په چا ظلم نه کوي. يو قوم ته پيغمبر راشي د هغه قوم د قناعت په په پار ټول عقلي او نقلي دلائل وړاندې کړي، خپل سيرت يې ډېر پاک او سپېڅلی وي ، په قول او عمل کې يې تضاد او توپير هم نه وي، او بيا داسې معجزات د خپل نبوت د ريښتينوالي لپاره وړاندې کړي چې هغه د عام کس په وس کې نه وي، بيا يې هم يو قوم مسترد کړي ، طبعي ده چې الله به د خپل عدل په حساب ورته سزا ورکوي.


د ۵۷ آيت تفسير:

  قاعده خو وړاندې بيان شوه چې کومو خلکو کفر کړی دی، الله په آخرت کښې ورته سخته سزا ورکوي، قران کې ترتيب دا دی:  چې کله کفارو ته اخطار ورکړي، بيا ورپسې مؤمنانو ته بشارت ورکوي، نو دلته هم مومنانو ته د پوره اجر زېری ورکول شو، بيا کفارو ته د عذاب لامل هم بيان شو چې دا ظالمان دي او الله له ظالمانو سره محبت نه لري. ظلم د شرک په معنا هم استعمالېږي، او په دې کښې دا اشاره هم شتون لري چې هغه مسيحيان چې د عيسیٰ عليه السلام نه ورسته يې د کفر او بدعت لاره اختيار کړېده ، هغو ته به هم عذاب ورکول کېږي.


د ۵۸ آيت تفسير:

دې کښې د قرآن توصيف او مدح شوی ده، او خلکو ته د قرآن لور ته ترغيب ورکول شوی دی، چې دا د حکمت نه ډک نصيحت او تذکير دی، دوهم په دې کښې د محمد ﷺ د‌ نبوت تصديق دی چې دا تعليمات ورته د الله له لوري وحيې کېږي.


سورة آل عمران - آيت ۶۰-۵۹ 

اِنَّ مَثَلَ عِيۡسٰى عِنۡدَ اللّٰهِ كَمَثَلِ اٰدَمَ‌ؕ خَلَقَهٗ مِنۡ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ كُنۡ فَيَكُوۡنُ۞(۵۹). اَلۡحَـقُّ مِنۡ رَّبِّكَ فَلَا تَكُنۡ مِّنَ الۡمُمۡتَرِيۡنَ۞(۶۰)


٫٫له شک نه پرته،  الله ته د عیسی علیه السلام مثال د آدم علیه السلام په څېر دی، چې الله هغه له خاورې څخه پیدا کړ او بيا ئي ورته وویل: "شه"، نو هغه وشو.( ۵۹).

"دا هغه اصل حقیقت دی چې ستا د رب له خوا درته ویل کېږي، او ته د هغو خلکو له ډلې څخه مه کېږه چې په دې کې شک کوي.(۶۰).


د ۵۹ آيت تفسير:

مفسرينو ويلي دي: چې کله د نجران نه راغلي د مسيحيانو وفد نبي ﷺ ته وويل: ته ولې زموږ صاحب ته کنځل کوې؟ نبي ﷺ ورته وويل: څه مې ويلي دي؟ ويلې ته ورته بنده وائې! نبي ﷺ وويل: هوکې ، هغه د الله بنده او رسول دی، سپېڅلې مريم ته ئې ډالۍ کړی وو، هغو وويل: تا کوم انسان بې پلاره لیدلی دی؟ ځواب يې په دې آيت کښې نازل شو، چې د عيسیٰ مثال د الله په نزد داسې دی لکه د آدم مثال ، چې هغه الله بې موره او بې پلاره له خاورې نه پيدا کړی وو، که‌ عيسیٰ له دې امله د الوهيت او ابنيت مستحق ګرځي چې بې پلاره پيدا شوی دی، نو آدم خو بيا د الوهيت يا ابنيت ډېر حقدار دی، ځکه د هغه مور او پلار دواړه نه ول، خو تاسو د آدم په اړه دا ونه ويل: چې هغه خدای يا د خدای ځوی دی، بلکې هغه د خدای عبد ٫٫بنده،، او رسول ګڼۍ، نو عيسیٰ چې بې پلاره پيدا شوی دا ولې بيا خدای يا د خدای ځوی ګڼۍ؟

دا يو عقلي استدلال وو چې الله د درستې عقيدې د تحکيم او اثبات لپاره پر دوی وکړ، علماؤو له دېنه استدلال کړی چې عقلي استدلال په دين کښې مهم ځای لري.


( خلقه من تراب) يعنې د ځمکې له خاورې نه يې تخليق کړ.( کن) ای کن بشرا، ٫٫ بشر جوړ شه،، ( فيکون)

٫٫ نو کېږي،، دا کيسه خو په اصل کښې د ماضي وه، خو دلته ترې د مضارع په صيغه تعبير وشو، ځکه چې دا يو عجيب، غريب منظر وو چې له خټې نه بشر جوړ شي، نو د ماضي هغه کيسه يې د مضارع په صيغه کښې د انسان مخې ته داسې کېښوده لکه اوس چې ترسره کېږي.


د ۶۰ آيت تفسير:

د مسيح په اړه په خپله مسيحيانو کې د هغه د تګ نه ورسته په يوه خبره اتفاق نه وو، ۱- ځينو ويلې: هغه خدای وو دلته راغلی وو بېرته لاړ. ۲-  ځينو ويلې هغه د خدای نازولی زوی وو، خدای بېرته ځان ته وغوښت. ۳-  او کوم چې د عيسیٰ عليه السلام په تعليماتو روان خلک ول هغو ويلې : هغه د الله بنده او رسول وو، الله له موږ نه پورته کړ، دغه دريمه فرقه مغلوب شوه او هغه کافران غالب وګرځېدل، خبره يې ډېره مشهوره شوه.

د يو خدای عبادت کوونکي مسيحيان او مسيح بنده او رسول منونکي چې خدای يا د خدای ځوی ورته نه وائي، اوس هم اروپا ، امريکا او ټرانسيلوانيا کښې شتون لري، یونیتاریان (Unitarian) يعنې د يو خدای عبادت کوونکي ورته وائي.امريکا او اروپا کښې نورې لږکۍ هم شتون لري چې تثليث (Trinity) نه مني، يعنې په درې خدايانو عقيده نه لري، بلکې په يو خدای عقيده ساتي.

مرجع: ( 1. "Transylvania: A Short History . ليکوال يې : Paul P. Cojocaru).


د برناباس انجيل هم پر دې ريښتونی شاهد دی چې د عيسی عليه السلام د شاګردانو عقيده دا وه، چې خدای يو دی او عيسی د خدای بنده او رسول دی، په دغه شته تحريف شوو اناجيلو کې هم داسې ډېر مواد شتون لري چې د خدای په يو والي دلالت کوي.


سورة آل عمران - آيت ۶۱ 

فَمَنۡ حَآجَّكَ فِيۡهِ مِنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الۡعِلۡمِ فَقُلۡ تَعَالَوۡا نَدۡعُ اَبۡنَآءَنَا وَاَبۡنَآءَكُمۡ وَنِسَآءَنَا وَنِسَآءَكُمۡ وَاَنۡفُسَنَا وَاَنۡفُسَكُمۡ ثُمَّ نَبۡتَهِلۡ فَنَجۡعَل لَّعۡنَتَ اللّٰهِ عَلَى الۡكٰذِبِيۡنَ۞(۶۱).


"که څوک له دې وروسته چې تا ته صحیح علم درکړل شوی، له تا سره شخړه وکړي، نو ورته ووایه: "راشئ، موږ به خپل زامن را وغواړو او تاسې خپل، موږ به خپلې ښځې را ټولې کړو او تاسې خپلې ښځې،  او موږ به ځانونه سره یو ځای کړو، تاسې به هم ځانونه یو ځای کړئ. بیا به ټول دعا وکړو او پر دروغجنانو به لعنت ووایو.""( ۶۱).


د ۶۱ آيت تفسير:

کله چې د نجران دغه وفد سره نبي پاک بحث وکړ او د الوهيت د غلطوالي دليلونه يې وړاندې کړل، قرآن هم په دې اړه دویته توضیحات ورکړل، دوی د قرآن اود محمد ﷺ د خبرې ځواب نه درلود، خوبيا هم په خپل يې اصرار کاوه، کله چې په دلائلو خبره تصفيه نه شوه، الله پاک د بلې لارې وړانديز وکړ هغه دا چې تاسو او موږ به دخپلو بچيانو، او  ښځو سره راشو، په عاجزي سره به دعاء وکړو چې الله د پر درواغجنو خپل لعنت وکړي.

رسول ﷺ ځان سره فاطمه، علي مرتضیٰ ، حسن او حسين راوستل ويلې چې راځئ دعاء وکړو ، نصاراوو په خپلو کښې مشوره وکړه ، مشر يې وويل: دا سړی موږ ټول پوهېږو چې پيغمبر دی، که دعاء کښې مو برخه واخیسته ټول به هلاک شو، نورو ورته وويل: ستا رايه څه‌ ده؟ څه وکړو؟ هغه وويل: دغه پيغمبر ته به واک ورکړو چې څه پرېکړه يې وکړه منو يې. ټولو وويل: درست ده. نبي ﷺ ته راغلل چې موږ مباهله نه کوو، او ايمان هم نه راوړو ، نور چې تاسو څه پرېکړه کوۍ تسليم ده، رسول ﷺ پرې جزيه کېښوده، هغو ومنله.

ټولو عربو ته ثابته شوه چې د نجران وادي غوندې کلک مسيحيان مباهلې ته چمتو نه شول ، هغه مشران چې د تقدس زهد ، تقوا او پاکۍ کيسي يې ټولو کښې مشهورې وې. له دې سره په شاوخوا ټولنه د دې مثبت اثرات مرتب شول.


( مُباهٙلة )  څه ته وايي؟


د "مباهله" لغوي معنی په عربۍ کې د "لعنت غوښتنه" ده. دا د "بُهلة" له مصدر څخه اخیستل شوې چې په عربي ژبه کې لعنت یا بد دعا غوښتلو ته اشاره کوي. په اسلامي اصطلاح کې مباهله هغه عمل دی چې دوه خواوې د حق په اړه بحث کوي او که یې د یو بل په حقانیت قناعت ونکړ، نو الله ته دعا کوي چې په ناحق لوري لعنت وکړي او حق په ډاګه کړي.


( اَبۡنَآءَنَا وَ اَبۡنَآءَكُمۡ) ٫٫ خپل ځامن او زموږ ځامن،،.


د‌ رسول ﷺ خو ځامن نه ول، فاطمه بي بي، حسن او حسين ځان سره بوتلل، بل ورسره علي کرم الله وجهه وو، اهل تشيع حضرات وائي چې دی خو يې ځوی نه وو، نو دا يې په ٫٫ أنفسنا،، کښې شامل کړی دی، بيا يې مطلب دا را وباسي چې علي کرم الله وجهه کله د پيغمبر ﷺ نفس جوړ شو ، نو خليفه بلا فصل بايد منل شوی وی، او دا يې استحقاق وو، خو دا تعبير درست نه دی بلکې علي کرم الله وجهه يې په اولاد کښې شامل کړی ځکه زوم يې وو او زوم د اولاد په ځای وي، بله دا چې علي کرم الله وجهه له کوچنيتوبه پيغمبر عليه السلام لوی کړی وو، له همده سره وو، نو داسې ماشوم باندې د اولاد اطلاق کېږي.


مباهله په فروعي مسائلو درست نه‌ ده،  امام اوزاعي رحمه الله امام ابوحنيفه رحمه الله ته د رفع اليدين په اړه د‌ مباهلې دعوت ورکړی وو، امام اعظم صاحب ورته وويل: په داسې مسئلو څوک مباهلې نه کوي.


سورة آل عمران - آيت ۶۲ - ۶۳ 

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الۡقَصَصُ الۡحَـقُّ ‌‌ۚ وَمَا مِنۡ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ‌ؕ وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الۡعَزِيۡزُ الۡحَكِيۡمُ۞(۶۲).فَاِنۡ تَوَلَّوۡا فَاِنَّ اللّٰهَ عَلِيۡمٌۢ بِالۡمُفۡسِدِيۡنَ۞(۶۳).


٫٫دا په بشپړ ډول رېښتیني پېښې دي، او حقیقت دا دی چې د الله پرته بل هېڅ خدای نشته، او دا یوازې د الله ذات دی چې ځواک یې تر ټولو لوړ او حکمت یې د نړۍ په نظام کې کار کوي.( ۶۲). پس که دوی (له دې مقابلي څخه) مخ واړوي، نو (د دوی فساد به خلکو ته ښکاره شي) او الله خو د مفسدینو له حال څخه ښه خبر دی،،.(۶۳).


د ۶۲ آيت تفسير:

یعنې د حضرت عیسیٰ علیه السلام اصلي حقیقت همدا دی چې بیان شو. هر مقام او درجه چې هغه ته ورکړل شوی ده، د الله تعالی د یو بنده، پیغمبر، او رسول په توګه ورکړل شوېده. د الله په خدایي کښې د دوی هېڅ برخه او واک نشته دی.  معبود( دعبادت وړ او لايق)  یوازې الله دی، او هغه عزیز او حکیم دی. عزیز، یعنې پر هر چا غالب او تر ټولو لوړ دی. حکیم، يعنې د هغه هر کار په حکمت او مصلحت ولاړ وي. دا دواړه صفات د شرک پوره نفي کوي.


د ۶۳ آيت تفسير:

يعنې مباهله د دې قضيې د تصفيه کولو وروستئ لاره وه چې له دېنه هم دوی تېښته کوي، نو معنا يې دا شوه: چې دوی فساد خپرول غواړي او تر ټولو ستر فساد شرک دی چې دوی په کښې اخته شويدی، چې مسيح عليه السلام د خدای زوی ګڼي، د مباهلې نه په تېښتې سره ټولو عربانو ته د دوی د‌ عقيدې غلطوالی څرګند‌ شو، او دا چې دوی په معقوله توګه د دې مشکل تصفيه کول نه غواړي ، بلکې په فساد خپرولو اصرار کوي، او الله ته خو له وړاندې نه معلومه وه چې دا مفسدین دي.


ورته مطالب
+