18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۱۳ (۱۰٤ - ۱۱۲ آیت)
۱۰۴- ۱۰۵ آيت سورت فقره.
ويٰٓاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَقُوۡلُوۡا رَاعِنَا وَ قُوۡلُوا انۡظُرۡنَا وَاسۡمَعُوۡا ؕ وَلِلۡڪٰفِرِيۡنَ عَذَابٌ اَلِيۡمٌ ۞(۱۰۴). مَا يَوَدُّ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا مِنۡ اَهۡلِ الۡكِتٰبِ وَلَا الۡمُشۡرِكِيۡنَ اَنۡ يُّنَزَّلَ عَلَيۡڪُمۡ مِّنۡ خَيۡرٍ مِّنۡ رَّبِّکُمۡؕ -۱۲۴-وَاللّٰهُ يَخۡتَصُّ بِرَحۡمَتِهٖ مَنۡ يَّشَآءُ ؕ وَاللّٰهُ ذُو الۡفَضۡلِ الۡعَظِيۡمِ ۞۱۰۵.
ای ايماندارو! راعِنٰا مه واياست، بلکې أٌنظٌرنٰا و واياست، او خبره ٫٫توجه،، سره واورئ او د کافرانو لپاره درناک عذاب شته دی.(۱۰۴) کومو خلکو چې د حق له منلو نه انکار کړی دی، که هغه اهل کتاب دي او که مشرکين دا نه خوښوي، چې پرتاسو باندې ستاسو د رب له لوري څه خير {ګټور شي} نازل کړای شي.(۱۰۴).بل
خو د الله چې چاته خوښه و شي د خپل رحمت لپاره ئې ځانګړی کوي. او الله د ستر فضل خاوند دی. (۱۰۵)
د ۱۰۴ آيت تفسير:
په دې رکوع او ورپسې رکوع کې د رسول ﷺ پیروانو ته د دوی د هغه شرارت په اړه خبرداری ورکول کیږي چې د یهودانو له خوا د اسلام او اسلامي جماعت په وړاندې ترسره کیږي او د هغو شکونو ځوابونه ورکول کیږي، چې دغو کسانو د مسلمانانو په زړونو کې د پیدا کولو هڅه کوله،
او په هغه ځانګړو موضوعاتو بحث شوی دی، کوم چې د مسلمانانو سره د یهودانو په خبرو اترو او بحث کې مطرح کېدل.
په دې موقع بايد په ياد ولرو چې كله رسول الله ﷺ مدينې منورې ته تشریف راوړ، په دغو سيمو كې د اسلام بلنه پيل شوه نو يهودانو به مسلمانان په مذهبي بحثونو كې د اخته کولو کوښښ کولو،،
هغوی غوښتل چې دغه صادق او رېښتيني خلک هم په خپلو موشګافيانو، تشکيکاتو او د سوال نه د سوال ويستلو په مرض کښې اخته کړي او د رسول الله ﷺ مجلس ته به راتلل او په خپلو خبرو اترو کښې به يې د دې خبرې ثبوت ورکولو، چې دوی د ټیټې کچې ذهنیت لرونکي خلک دی.
هغه شکوک چې دوی د مسلمانانو په ذهن کښې اچول د ۹۶ ايت په تفسير کښې ځينو ته اشاره شوېده.
(لاتقولوا راعٍنا و قولوا أُنظرنا).
کله به چې یهودان د رسول الله ﷺ مجلس ته راتلل نو په هر ممکنه طریقه به یې په سلام او وینا کې د زړه د بړاس د لرې کولو هڅه کوله. دوی به ذو معنیين کلمې کارولې، په لوړ غږ یې یو څه ویل او زيرِ
لٙب به یې بل څه ویل. دا په داسې حال کې چې ظاهري آداب خو به ئې برقرار ساتل، ليکن د پردې تر شا به ئې د سپکاوي وړه موقع هم له لاسه نه ورکوله، په قرآن کريم کې د دې متعدد مثالونه بيان شويدي. هغه ځانګړې کلمه چې دلته یې د استعمالولو څخه مسلمانان منع شوي دي یوه ذومعنیين کلمه وه، د رسول الله ﷺ د خبرو پر مهال به کله چې یهودانو ته پکار وه چې ووایې: ودرېږه، راځه چې په دې خبره سره پوه شو، پرځای به يې د راعِنٰا د ډېر معانيو لرونکې کلمه کاروله.
د دې کلمې ظاهري معنی دا وه چې مهرباني وکړئ زموږ رعايت وکړئ یا موږ ته غوږ ونیسئ. خو د ډېر نورو مفاهيمو احتمال يې هم درلوده.
د مثال په توګه په عبراني کښې دې ته ورته يو لفظ و، چې معنا يې وه، واوره! کوڼ شئ. عربي کښې يې
يوه معنا د جاهل او احمق او رعونت والا هم وه، د خبرو اترو په دوران کښې د دې لفظ د ويلو دا معنا هم وه. ٫٫چې ته زموږ واوره، موږ به ستا واورو،، او که څوک ژبه لږه ښکته کړي ٫٫راعينا،، و وايي{ د يا توری په کښې پيدا کړي} بيا دا معنا هم ورکوي چې: ای زموږ شپونکيه !
د يهوديانو د دې خباثتونو د مخنيوي لپاره و ويل شول، چې د سره د رٙاعِنٰا توری مه کاروئ، د دې پر ځای د اُنظرٌنا توری استعمال کړئ، چې معنا يې ده، موږ ته پام وکړئ، موږ ته وګوره، توجه وکړه.
(واسمعوا ):
دلته مسلمانانو ته توصیه کېږي چې د خدای د پيغمبر خبرې په توجه سره واورئ، چې درته د يهودو غوندې د راعِنا ويلو د سره حاجت پيدا نه شي.
د ۱۰۵ تفسير:
نبي پاک ﷺ باندې چې قران نازلېده او د احاديثو په بڼه چې دهغه له خولې مبارکې نه د علم کومه چينه جاري شوې وه، دهغی په نتيجه کښې چې د عربانو په ژوند کښې کوم مثبت انقلاب او سيرت کښې کومه سپېڅلتيا رامنځ ته شوه، اهل کتابو{ يهودو او نصاراو} او مشرکينو د دې ستر نعمت له امله يې امت مسلمه سره حسد او کينه کوله.
بیا به ئې دکينې له امله په اسلام ، قران ، پيغمبر او مسلمانانو پسې پروپاګند او بې ځايه خبرې کولې.
دلته دوی په دې خبره پوهول کېږي،چې فضل او مهرباني دالله جل جلاله په واک کښې ده، چې چاته ئې خوښه وشي پرې فضل او مهرباني کوي، ستاسو کينه او حسد بې مورده او بې ځايه دی.
له دېنه داهم څرګنده شوه، چې دوی څومره تنګ نظره او کم ظرف خلک ول، چې د الله مهرباني ئې هم په بل چا پېرزو نه وه، دې سره د تش په نامه اهل کتابو له مخ نه الله د دين او تقوا هغه درواغجنه پرده ليرې کړېده.
السورةالبقرة: ۱۰۶ ۱۰۷ - ۱۰۸.
مَا نَنۡسَخۡ مِنۡ اٰيَةٍ اَوۡ نُنۡسِهَا نَاۡتِ بِخَيۡرٍ مِّنۡهَآ اَوۡ مِثۡلِهَا ؕ اَلَمۡ تَعۡلَمۡ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ ۞۱۰۶ ألم تَعۡلَمۡ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلۡكُ السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرۡضِؕ وَمَا لَـکُمۡ مِّنۡ دُوۡنِ اللّٰهِ مِنۡ وَّلِىٍّ وَّلَا نَصِيۡرٍ۞(۱۰۷). تُرِيۡدُوۡنَ اَنۡ تَسۡئَـلُوۡا رَسُوۡلَـكُمۡ كَمَا سُئِلَ مُوۡسٰى مِنۡ قَبۡلُؕ وَمَنۡ يَّتَبَدَّلِ الۡکُفۡرَ بِالۡاِيۡمَانِ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِيۡلِ. ۞۱۰۸-
موږ چې خپل کوم آيت منسوخ کوو، يا ئې د { خلکو} له ياده وباسو، له هغه نه غوره يا دهغه په شان بل { آيت} راوړو، ولې ته په دې نه پوهېږې چې الله په هر څه قادر دی.(۱۰۶). ولې ته نه پوهېږې؟ چې د اسمانونو او ځمکو بادشاهي الله لره ده، او له هغه پرته ستاسو بل سر پرست او مرسته کونکی نشته دی.(۱۰۷). اَمۡ تُرِيۡدُوۡنَ اَنۡ تَسۡئَـلُوۡا رَسُوۡلَـكُمۡ كَمَا سُئِلَ مُوۡسٰى مِنۡ قَبۡلُؕ وَمَنۡ يَّتَبَدَّلِ الۡکُفۡرَ بِالۡاِيۡمَانِ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِيۡلِ. ۞(۱۰۸). ای مؤمنانو! آيا غواړۍ چې له خپل پیغمبر څخه هغه شان پوښتنې او غوښتنې وکړۍ، لکه څه رنګ چې له دېنه وړاندې له موسیٰ څخه شوې وې، حال دادی چې څوک هم د إيمان په ځای د کفر لاره غوره کړي، نو هغه له سمې لارې ځنې اوښتی دی. (۱۰۸).
د ۱۰۶ آيت تفسير:
دمسلمانانو دا عقيده ده چې تورات، انجيل، زبور او په مخکنيو انبياوو نازل شوې ټولې صحيفې او کتابونه منسوخ شويدي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې څوک غواړي د الله او انبياوو په لاره لاړ شي، د قرآن اتباع او پيروي به کوي، په مخکنيوصحيفو او کتابونو اجمالي ايمان کفايت کوي، د دې عقيدې دوه دليلونه دي. لومړی:
داچې دهغو کتابونو دور تېر شوی دی، هغه منسوخ شويدي، دوهم داچې هغه په خپل اصلي بنه باندې نه دي پاتې شوي، د اهل کتابو د علماؤ له تحريفاتو نه محفوظ نه دي پاتې شوي.
د دې په ځواب کښې يهودو، نصاراو، مشرکينو او منافقينو داسې استدلال کولو چې د خدای کتاب کښې څنګه نسخ راتلای شي، د الله علم کامل دی دنسخ ګنجایش په کښې نشته دی.
دلته مخالفينو ته په ځواب کښې ويل شوی: که موږ کوم آيت منسوخ کوو په ځای ئې بل داسې آيت راوړو، چې په ګټه او ثواب کښې له منسوخ نه غوره وي او يا به په ګټه او ثواب کښې د منسوخ په څېر وي.
دوهم ځواب دا ورکول شوی دی چې ته نه پوهېږې چې الله پر هر څه قدرت لري، يعنې کوم مصالح، ثواب او فوائد چې په منسوخ حکم کښې رعايت شوي ول، هغه مصالح الله په ناسخ کښې هم رعايت کولی شي.
(دلته د نسخ دوه طريقې ياد شوي):
لومړی دا چې د يو ايت حکم په صراحت سره زائل او منسوخ وګرځول شي، لکه قبله چې له بيت المقدس نه بیت الله لور ته واوړېده.
او کله به نسخ په دې ترتيب منځ ته راتلو چې ايت به د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو له ذهن نه و ويستل شو، چې (دلته د نُنْسِهٰا په توري کښې ورته اشاره شوېده). (کبير - معارف القرآن سورة بقرة ايت ۱۰۶ او سورة الاعلیٰ ايت ۶-۷)
(د نسخ وقوع):
په دې د علماوو اتفاق دی چې نسخ په ټولو شرائعو کښې واقع شوی دی، ځينې معتزله د نسخ له وقوع نه منکر شويدي، خو نسخ ئې نا ممکن او غیر معقول نه دی ګنلی، لکن دوی وائي چې نسخ به ممکن او
معقول وي خو واقع شوی نه دی. ليکن حقيقت دا دی چې د هر پيغمبر شريعت له ده نه د وړاندني شريعت ځينې احکام منسوخ ګرځولي دي، په دې ترتيب د شرائعو نسخ په پخوانيو شريعتونو کښې هم منځ ته راغلی دی.
علامه الوسي وائي:
واتفقت أهل الشرائع علیٰ جواز النسخ ووقوعه وخالفت الیهود غیر العیسویة فی جوازہ وقالوا یمتنع عقلاً وابو مسلم الاصفہانی فی وقوعه فقال انه و ان جاز عقلا لکنه لم یقع (روح، ص ٣٥٢ ج ١)
امام قرطبي وائي:
معرفة هذا الباب اکیدۃ وفائدته عظیمة لاتستغنی عن معرفته العلماء ولا ینکرہ الا الجهلة الأغبیاء.
(قرطبی ص ٥٥ ج ١)
,(دنسخ معنا):
په لغت کښې د نسخ دوه معناوې دي: لومړی: ليکل. دوهمه: محوه او زائل کول، دلته په اتفاق د علماؤ دوهمه معنا مراد ده.
(دنسخ اقسام):
1- کله د آيت الفاظ او حکم دواړه منسوخ کېږي. 2 - کله حکم منسوخ شي، د ايت الفاظ باقي وي، 3 - دريم قسم عامو علماؤ بيان کړی دی چې الفاظ منسوخ شي او حکم باقي پاتې وي، د رجم آيت يې په مثال کښې وړاندې کوي. خو ځينې محققين بيا وائي:
کله چې الفاظ منسوخ ګرځي نو د حکم د بقا بيا څه معقول دليل جوړېدای شي؟ دوی درجم د آيت په اړه
وائي: چې درجم په اړه آيت نه دی راغلی ، رجم په قوي احاديثو او د خلفاؤ د فيصلو په استناد ثابت دی ، موږ يې منو او تطبيق کوو. او هغه چې له حضرت عمر نه نقل شوي ٫٫ألرّجمُ کتابُ اللّٰهِ،،. له دې هدف دا دی چې رجم د الله قانون او شريعت دی او شريعت کله له قرآن نه ثابتېږي او کله له سنت ځنې.
(نسخ د متقدمينو په اصطلاح کښې):
متقدمينو علماؤ نسخ په عام مفهوم اخيستی، مثلآ: که مطلق حکم به مقید ګرځېدلی و، عام به خاص ګرځېدلی و، نو متقدمينو به دېته هم نسخ ويل.
متاخرينو نسخ په هغه مخصوصه معنا اخيستی، چې يو حکم بالکليه منسوخ شي، لکه چې د بيت المقدس قبله منسوخ شوه د هغې په ځای بيت الله قبله مقرر شوه.
(نسخ د ثقل او خفت له مخې):
1 - کله منسوخ حکم ثقیل وي ناسخ له هغه نه خفيف وي، دا د الله يو نوع رحمت وي په بندګانو چې ثقيل حکم يې منسوخ کړ آسان حکم يې دهغه پر ځای راوړ.
2 - کله منسوخ شوی حکم خفيف وي ناسخ چې دهغه په ځای راغی له هغه نه ثقيل وي، دا کار د ثواب د ډېر والي په خاطر کېږي چې مسلمانان په ثقيل حکم عمل وکړي الله ورته ثواب ډېر ورکړي، لکه د ايام معدودات روژه منسوخ شوه په ځای ئې د رمضان روژه فرض شوه.
3 - کله ناسخ او منسوخ په ثقل او خفت کښې سره برابر وي، هغه حکم د الله د کوم ځانګړي حکمت په آساس منسوخ شوی وي.
( دنسخ په اړه د يوې پوښتنې ځواب):
ځينو ته دا پوښتنه پيدا شوې ده چې الله خو عالم الغيب دی، نو له لومړي نه ئې ولې دا حکم ونه لېږه؟
ځواب دادی چې نسخ د الله د علم د نقصان له امله منځ ته نه راځي، بلکې د بندګانو د حالاتو په اساس حکمونو کښې د الله له اړخه تغيير راځي مثال ئې عام ژوند کښې دا دی لکه يو مريض ته تر يو وخت پورې په يو قسم ځانګړو درملو د ډاکټر له خوا توصيه کېږي، بيا د مريض په حالاتو کښې د تغییر په آساس نوې درمل ورته توصیه کیږي، همدا مثال د يو شريعت د احکامو او د مختلفو شرائعو د نسخ هم دی، چې د منونکو مصلحت او حالاتو ته په کتو په احکامو او شرائعو کښې نسخ رامنځ ته کېږي.ختم شد.
د ۱۰۷ آيت تفسير:
داهم په نسخ نيوکو کونکو ته ځواب دی: چې الله دځمکو او اسمانونو بادشاه دی د هغه خوښه ده چې کوم حکم تر کومه نافذ ساتي او کله يې منسوخوي او د هغه پر ځای بل حکم را لېږي، چاته د هغه د حاکميت او بادشاهي د چيلنج کولو اختيار نشته دی، هغه تر هر چا ښه پوهېږي. په نسخ اعتراض اصل کښې د الله د حاکميت او باد شاهي د چلينج کولو مترادف ده.
د ۱۰۸ آيت تفسير:
يهوديانو به مسلمانان دېته تيارول چې له حضرت رسول اکرم عليه السلام نه غير معقول، فضول او بې ځايه پوښتنې وکړي. دلته الله جل جلاله مسلمانان متوجه کوي؛ چې تاسو غواړۍ چې له خپل رسول نه هغه رنګ بې توکه ،بې ځايه او غیر معقولې پوښتنې وکړۍ ، لکه څنګه چې ستاسو نه مخکي يهوديانو له خپل پيغمبر نه کړې وې. دا ورته وايي: چې يهوديان غواړي تاسو د ايمان د لارې په ځای د کفر او انکار لاره غوره کړۍ.
(د پوښتنو په اړه قواعد): لومړی داچې هر رنګ پوښتنه ممنوع شوې نه ده. هغه پوښتنې منع شويدي چې د ضد، عناد ، لجاجت او تعنت له امله کېږي، يا هغه پوښتنې که ځواب يې څرګند ورکړای شي د انسان د خپګان او نارضايتۍ باعث ګرځی، يا هغه پوښتنه چې څه ديني او دنياوي ګټه پرې مرتب نه وي، يا داسې پوښتنه چې د هغې له امله په مسلمانانو باندې د شريعت احکام سخت وګرځول شي.
نبي اکرم صلی الله عليه وسلم په حديثو کښې هم مسلمانان د قال و قيل او ډېرو بې فايدې پوښتنو نه منع کړيدي. پاتې شوې هغه پوښتنې چې ضرورت ورته پيدا شوی وي يا د کوم آيت او حديث د توضيح په اړه شوي وي باک نه لري پاتې شوې هغه پوښتنې چې ضرورت ورته پيدا شوی وي يا د کوم آيت او حديث د توضيح په اړه شوي وي باک نه لري.
قرآن کښې پنځه لس کرته د {يسئلونک} او {و يسئلونک له واو سره} د پوښتنو ذکر شوی دی تفصیل يې په لاندې تو ګه دی.
يسألونك عن الخمر والميسر (219) البقرة)، (يسألونك عن الأهِلّة (189) البقرة)، (يسألونك ماذا ينفقون (215) البقرة)، (يسألونك عن الشهر الحرام (217) البقرة)، (يسألونك ماذا أُحل لهم (4) المائدة)، (يسألونك عن الساعة (187) الأعراف) (يسألونك كأنك حفي عنها (187) الأعراف)، (يسألونك عن الأنفال (1) الأنفال)، (يسألونك عن الساعة (42) النازعات).
(ويسألونك ماذا ينفقون (219) البقرة)، (ويسألونك عن اليتامى (220) البقرة)، (ويسألونك عن المحيض (222) البقرة)، (ويسألونك عن الروح (85) الإسراء)، (ويسألونك عن ذي القرنين (83) الكهف)، و(ويسألونك عن الجبال (105) طه).
مطلب دا شو چې مطلقا پوښتنه ممنوع نه ده، په قرآن کښې پنځه لس کرته د هغې يادونه د دې دليل دی چې هره پوښتنه ناروا نه ده.
عمومي هدايات د پيغمبر عليه السلام له خوا دا ؤ، چې الله کوم شيان فرض ګرځولي هغه مه ضائع کوئ، کوم حدود چې الله ټاکلي تجاوز ترې ونکړئ، څه شيان چې الله حرام کړيدي دهغې بې احترامي مه کوئ، بلکې حرام یې وګڼئ، د څه شيانو په اړه چې الله سکوت کړیدی د هغې په اړه ډېره پلټنه مه کوئ.
٫٫دا د صحيح حديث ژباړه ده،،.
سورة بقره ۱۰۹- ۱۱۰ - ۱۱۱ آيت
وَدَّ کَثِيۡرٌ مِّنۡ اَهۡلِ الۡكِتٰبِ لَوۡ يَرُدُّوۡنَكُمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ اِيۡمَانِكُمۡ كُفَّارًا ۖۚ حَسَدًا مِّنۡ عِنۡدِ اَنۡفُسِهِمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الۡحَـقُّ ۚ فَاعۡفُوۡا وَاصۡفَحُوۡا حَتّٰى يَاۡتِىَ اللّٰهُ بِاَمۡرِهٖ ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى کُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ ۞۱۰۹. وَاَقِيۡمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّکٰوةَ ؕ وَمَا تُقَدِّمُوۡا لِاَنۡفُسِكُمۡ مِّنۡ خَيۡرٍ تَجِدُوۡهُ عِنۡدَ اللّٰهِ ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ بَصِيۡرٌ ۞۱۱۰-وَقَالُوۡا لَنۡ يَّدۡخُلَ الۡجَـنَّةَ اِلَّا مَنۡ كَانَ هُوۡدًا اَوۡ نَصٰرٰىؕ تِلۡكَ اَمَانِيُّهُمۡؕ قُلۡ هَاتُوۡا بُرۡهَانَکُمۡ اِنۡ کُنۡتُمۡ صٰدِقِيۡنَ ۞(۱۱۱).
ډېرى اهل كتاب د خپل حسد له امله ورسته له دې چې حق ورته څرګند شوی دی، دا غواړي چې تاسو له ايمان نه وروسته بېرته د كفر حالت ته را وګرځوي. نو بخښنه وکړئ او پریږدئ تر څو چې الله تعالی د دوی په وړاندې خپل حکم صادر کړي. بیشکه الله په هر څه قادر دی.(۱۰۹). لمونځ قائم کړئ او زکوٰة ور کړئ، تاسو چې د خپلې ګټې لپاره کومه نيکي وړاندې لېږۍ، هغه به د الله په څنګ کښې ومومۍ، الله ستاسو د ټولو کړنو ليدونکی دی.(۱۱۰). دوی وينا ده چې هيڅوک به جنت ته نه داخلېږي، تر څو هغه يهودي نه وي، يا د {مسيحيانو د عقیدې مطابق } هغه مسيحي نه وي، دا د دوی غوښتنې دي، ورته و وايه تاسو خپل دليل وړاندې کړئ، که تاسو په خپله دعویٰ کښې رېښتوني ياست
د ۱۰۹ آيت تفسير:
دلته نبي ﷺ ته دا توصیه کیږي چې د دوی د ناکاره چلند له امله بايد تاسو خپل توازن ، معقوليت او اخلاقي برتري له لاسه ورنکړئ ، چې مناظرو، مناقشو او بحثونو کښې مصروف شۍ او خپل وقٙار او دروند والی له لاسه ورکړۍ.
دې پسې يو سل لسم « 110» آيت کښې الله خپل نبي ته د لمونځ، زکوٰة او صالحو اعمالو توصیه کړېده چې مفهوم يې دا را وځي چې د فضول بحثونو او جنجالونو په ځای ځان د الله په ذکر مونځ ، زکات او نورو حسناتو کښې مصروف کړئ، دا شيان درته د الله په څنګ کښې ذخیره کېږي.
(عفو او صفح): يو شيعه عالم علامه مکارم شیرازی د عفو ، صفح او غفران فرق داسې کړیدی: عفو گام نخست و به معنى گذشت و ترك انتقام است، و صفح گام دوم و به معنى ناديده گرفتن و فراموش کردن می باشد، و غفران به معنى پوشانيدن آثار خطا و گناه است، كه مردم هم آن را به فراموشى بسپارند. اين آخرين مرحله و برترين مقامات انسان هاى با ايمان در برابر خطاهاى ديگران می باشد.
د ۱۱۰ آيت تفسير:
لمونځ نه مراد فرض لمونځ دی ، چې پنځه وخته الله فرض کړی دی.
1-لومړی وخت يې سهار دی چې دلمر ختلونه مخکې او د سبا کېدو نه ورسته تر سره کېږي. 2 -دوهم د ماسپښين لمونځ دی چې د لمر د شرعي زوال نه متصل وروسته تر دې چې د شيانو سيوری دوه چند شي او دځينو په خيال يو چند شي تر سره کېږي. 3- د مازیګر لمونځ دی چې د هرشي سيوری دوه چنده او د ځينو په فکر يو چند شي دې سره د مازيګر وخت پيل شي د لمر د ډوبېدو پورې.
4--- ماښام مونځ چې د لمر ډوبېدو سره پيل کېږي د شفق تر غروب پورې يې وخت دی 5 - د ماسختن مونځ دی چې د شفق له ډوبېدو پسې پيل کېږي د صبح صادق تر ختلو پورې ، خو د ماستخن لمونځ چې د شپې د لومړي ثلث په اخر کې وشي غوره دی له دې وروسته چې له نيمې شپې نه وخت واوړي مونځ تر سره کولو کښې کراهت پيدا کېږي، بايد د نيمې شپې مخکې تر سره شي.
( نوافل):
1- نوافلو کښې غوره نوافلد تهجد لمونځ دی چې د شپې اخرني ثلث کښې تر سره کول ئې غوره دي.
2 - صلوةالضحیٰ دی چې د لمر ختلو نه لږ ورسته تقريبا { 16 دقيقې} ورسته ئې وخت پيلېږي تر څو چې لمر په سر نه وي ولاړ ترسره کول ئې جائز دي ، غوره وخت ئې دادی چې د ورځې يو ربع { څلورمه برخه } تېره شي.
3 - چې کله زوال تر سره شي د ماسپښين وخت داخل شي زوال سره متصل څلور رکعته کول صلوة الزوال بلل کېږي . {کماحققه ابن القيم في زادالمعاد والسيوطي في قوت المغتذي} دا هم ډېر ثواب لري.
4 - د ماښام نه وروسته څلور ، شپږ رکعته يا لس رکعته نوافل ترسره کول، هم غوره دي، ځينې يې صلوة الاوابين بلي.
( زکوة): زکوة د لمانځه نه ورسته مهم فرض زکوة دی چې کال کښې دوه نيم سلنه الله په شتمن خلکو فرض کړيدي چې مستحق ته به ئې ورکوي.
په عمومي توګه خلک دلمانځه څخه وروسته روژه حسابوي خو د قرآن له مخې د لمانځه نه وروسته د زکوة مرتبه ده بيا روژه او اخر کښې حج. کله چې موږ قرآن مطالعه کوو هرځای کښې د لمانځه سره د زکوه خبره يو ځای يادوي.
د مثال په توګه { أقيموا الصلوة و اتوار الزکوة -- فإن تابوا و اقاموا الصلوة واتوا الزکوة فاخوانکم في الدين ---فان تابوا و اقاموا الصلوة و اتوا الزکوه فخلوا سبیلهم} . داسې بې شمېره ايتونه دي چې د لمانځه جوښت زکوة يادوي.
د ۱۱۱ آيت تفسير:
يهودو او مسيحيانو به ويل: نه به داخلېږي جنت ته مګر هغه څوک چې يهودي يا نصراني وي.} قرآن وائي: ٫٫تلک أمانيهم،، دا په اصل کې د دوی دزړه ارزو ګانې ، هيلې او خواهشات دي، خو په داسې بنه کښې يې بيانوي، چې ګويا په واقعيت کښې به هم همداسې وشي. يهود او نصارا په خپل دين باندې تر دې بریده مغروره ول چې جنت ئې هم د ځان لپاره ځانګړی ګرځولی و، مسلمانان ئې په هيڅ کښې نه حسابول
سورۃالبقرة آيت ۱۱۲
بَلٰى مَنۡ اَسۡلَمَ وَجۡهَهٗ لِلّٰهِ وَهُوَ مُحۡسِنٌ فَلَهٗۤ اَجۡرُهٗ عِنۡدَ رَبِّهٖ وَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُوۡنَ.(۱۱۲)
هو، څوک چې خپل ځان الله ته په اخلاص سره تسلیم کړي او د ښه عمل خاوند وي ، نو د هغه اجر د هغه د رب سره دی او داسې خلک به نه ویریږي او نه به غمجن وي.(۱۱۲).
د ۱۱۲ آيت تفسير:
دا د هغی خبرې په ځواب کښې ويل شويدي چې دوی به ويل: جنت ته به يواځې يهوديان يا مسيحيان ننوځي، نور څوک نه. دلته ويل کېږي چې جنت ته د ننوتلو قانون دادی: چې انسان ځان الله ته تسليم کړي دهغه فرمان برداري ته آماده شي او په عملي توګه هم ترې نيکو کار جوړ شي ، بيا په دغه رنګ خلکو به په آخرت کښې خوف او غم نه وي خوشحالۍ سره به په جنت کښې اوسېږي.
( بلیٰ):
د بلی معنا دلته دا ده چې ولې به د يهودو او مسيحيانو څخه پرته نور خلک جنت نه ځي، بلکې ځي به خو په دې شرط چې (اسلم وجهه لله وهو محسن ) ځان د الله تابعدار وګرځوي او نيک عمل کونکی جوړ شي ، يعنې جنت د کوم قوم يا قبيلې اجاره داري نه ده چې يهود به ورته ځي يا نصارا يا د کوم بل مخصوص قوم خلک، بلکې جنت له درست إيمان او صالح عمل سره تړلی دی.