18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۱۴ (۱۱۳ - ١٢١ آیت)
وَقَالَتِ الۡيَهُوۡدُ لَـيۡسَتِ النَّصٰرٰى عَلٰى شَىۡءٍ وَّقَالَتِ النَّصٰرٰى لَـيۡسَتِ الۡيَهُوۡدُ عَلٰى شَىۡءٍۙ وَّهُمۡ يَتۡلُوۡنَ الۡكِتٰبَؕ كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِيۡنَ لَا يَعۡلَمُوۡنَ مِثۡلَ قَوۡلِهِمۡۚ فَاللّٰهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ الۡقِيٰمَةِ فِيۡمَا كَانُوۡا فِيۡهِ يَخۡتَلِفُوۡن.(۱۱۳).
او يهودان وايې: مسيحيان په حقه لار نه دي، او مسيحيان وايي: يهوديان په حقه لار نه دي، په داسې حال کښې چې دواړه ډلې « اسماني» کتابونه لولي؛ همدا رنګه د دوی په شان خبره هغو خلکو ٫٫د عربو مشرکينو،، هم کړې وه چې دکتاب علم نه لري، نو الله به دقيامت په ورځ د هغه څه په اړه د دوی تر مينځ فیصله وکړي چې دوی په کښې په خپل مينځ کښې اختلاف کوي.
۱۱۳ آيت تفسير:
يهوديانو کتل چې ځينې مسيحيان عيسی ابن مريم ته خدای وائي او ځينې ورته د خدای زوی وائي نو هغو حکم وکړ چې مسيحيان کافر دي او په شرک کښې اخته دي. مسيحيانو کتل چې يهود د مسيح عليه السلام له نبوت نه انکار کوي نو دوی حکم وکړ چې يهود کافران شويدي د مسيح عليه السلام نبوت نه مني{ تفسير عثماني}.
يهودان ډېر کينه کښ دي هغوی د عناد له امله هم له ځينو حقيقتونو نه انکار کوي چې پرې پوهيږي چې دا حق دي، دوهم شی دا چې يهودان سخت نيشنلسټ دي، همدا رنګه دوی په مذهبي لحاظ هم يواځې ځان په حق ګڼي ، د نورو قومونو جزئي حقانيت هم نه تسليموي ، له همدې عمله ئې د مسيح عليه السلام له نبوت منلو نه انکار وکړ او مسيحيانو سره چې څه لږ غونډې حق شتون درلود هغه ئې هم ناليدلي نيوه.
که څوک پوښتنه وکړي چې مسيح عليه السلام خو هم له بني اسرائيلو څخه و ، د تورات قانون يې تائيدول ، بيا د مسيح عليه السلام د نه منلو څه باعث څه و چې دوی و نه منه؟.
ځواب دا دی چې د مسيح عليه السلام په منلو سره د احبارو او راهبانو مشري له خطر سره مخامخ کېده ، ځکه د يو رسول او نبي په شتون کښې د هغو د مذهبي مشرۍ څه حيثيت نه پاتې کېده ، او بله دا چې مسيح عليه السلام به په زړورتيا سره د دوی په بدعتونو او ټکيو انتقادات کول، له دې امله يې ترې بد راتلل او وروسته خو بيا مسيحيت کښې غیر اسرائيلي قومونه هم داخل شول، چې دا کار دوی ته د بني اسرائيلو په تاوان ښکارېده.
مسيحان د موسیٰ عليه السلام نبوت مني خو د دوی الزام دا و چې اوسني يهودو د موسیٰ عليه السلام اصلي دين پرېښی دی، په دې آساس دوی لومړني يهودان مؤمنان ګنل ، ځکه چې د مسيحيانو شريعت هم له تورات نه اخيستل کېږي، دوی د ابتدائي موسوي شريعت نه انکار نشي کولی.
( قال الذين لا يعلمون ):
له دېنه ځينو د عربو مشرکين مراد ګرځولي دي او ځينې وائي : مراد ترې ځينې هغه قومونه دي چې له يهودو او نصاراوو نه وړاندې تېر شوي دي.
په قران او صحيح احاديثو کښې يې تعيين نه دی شوی، له دې امله دواړه ډولونه ترې هم مراد کېدای شي.
{ ابن جرير}
(مثل قولهم):
دلته دوه تشبيهات کارول شويدي لومړی: ٫٫کذلک،، دوهمه: مثل قولهم: ځينو ويلي دي: دوهمه تشبيه د لومړۍ تشبيه لپاره تاکيد او توضيح ده. او ځينې بيا وائي:
دلته دوه جلا تشبيهات کارول شوي دي. لومړۍ: دا چې د دوی او هغه پخوانيو ګمراهانو په وينا کښې مشابهت په دې کښې دی چې هغو به هم له ځان نه پرته نورو ته ګمراه ويلې.
دوهم: داچې د پخوانيو ويناوې {د يو بل تضليل او تفسیق} هم د نفس د غوښتنو په اساس ولاړې وې لکه څنګه چې د دوی ويناوې او يو د بل په ضد فتوا هم د نفس د غوښتنو په آساس ولاړه ده ، نه د پوهې په اساس.
سورة البقرة آيت: ۱۱۴ - ۱۱۵. ۱۱۶- ۱۱۷
وَمَنۡ اَظۡلَمُ مِمَّنۡ مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللّٰهِ اَنۡ يُّذۡكَرَ فِيۡهَا اسۡمُهٗ وَسَعٰـى فِىۡ خَرَابِهَا ؕ اُولٰٓئِكَ مَا كَانَ لَهُمۡ اَنۡ يَّدۡخُلُوۡهَآ اِلَّا خَآئِفِيۡنَ ؕ لَهُمۡ فِى الدُّنۡيَا خِزۡىٌ وَّلَهُمۡ فِى الۡاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيۡمٌ.۞(۱۱۴). وَلِلّٰهِ الۡمَشۡرِقُ وَالۡمَغۡرِبُ ۚ فَاَيۡنَمَا تُوَلُّوۡا فَثَمَّ وَجۡهُ اللّٰهِؕ اِنَّ اللّٰهَ وَاسِعٌ عَلِيۡمٌ۞(۱۱۵).وَقَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا-134- ۙ سُبۡحٰنَهٗ ؕ بَل لَّهٗ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرۡضِؕ كُلٌّ لَّهٗ قَانِتُوۡنَ۞(۱۱۶). بَدِيۡعُ السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرۡضِؕ وَ اِذَا قَضٰٓى اَمۡرًا فَاِنَّمَا يَقُوۡلُ لَهٗ كُنۡ فَيَكُوۡنُ ۞(۱۱۷).
له هغه نه به غټ ظالم څوک وي ، څوک چې د الله مسجدونه د هغه د نوم له يادولو نه منع کوي او په ورانولو کښې ئې زيار باسي ، دغه شان خلک د دې وړ هم نه دي چې مساجدو ته بې له ډاره ننوځي.
دوي ته په دنيا کښې رسوائي ده او په آخرت کښې ستر عذاب.(۱۱۴). مشرق او مغرب دواړه د الله دي ، نو چې تاسو هر خواته مخ کړۍ ، الله هغې لور ته متوجه دی، الله ډېر وسعت والا او علم لرونکی دی.(۱۱۵).
دوی و ويل: الله ( د ځان لپاره) يو ځوی غوره کړی دی. هغه له دې نسبتونو څخه پاک دی ، بلکې په آسمانونو او ځمکه کښې چې څه دي ، د هغه ملکيت دی، ټول دهغه فرمان برداري دي.(۱۱۶).
هغه د آسمانونو او ځمکې ايجادونکی دی او کله چې د يو کار په اړه پرېکړه وکړي ، نو هغه ته وائي:
« وشه» او هغه کېږي.(۱۱۷).
د ۱۱۴ آيت تفسیر:
وروسته په ۱۴۲ شمېره آيت کښې د قبلې د تبديلۍ په اړه بحث را روان دی. له دې ځايه ئې په مساجدو او د هغې په ادابو او مقاصدو خبره پيل کړه. دا د قران د بيان ترتيب هم دغه شان دی چې وروسته کومه موضوع را روانه وي له مخکې نه هغې سره تړلی بحث ذکر کېږي بيا په ترتيب سره موضوع موضوع ته داخلېږي.
له دې آيت نه دا ثابت سوه چې د مساجدو او معابدو د جوړولو هدف دا دی چې د الله د ياد لپاره مناسب ځايونه جوړشي ، چې د انفرادي عبادت سره پکښې اجتماعي عبادات هم تر سره شي.
دوهم : د نړۍ ټول مسجدونه د يو شان ادب او احترام وړ دي ، اګر چې لمونځ به په مسجد حرام ، مسجد نبوي او مسجد أقصیٰ کښې اجر ډېر ولري او دې مساجدو ته د ثواب په نيت سفر هم روا دی ، خو عمومي ادب او احترام کښې ټول مساجد سره برابر دي.
دريم: مساجدو کښې د ذکر ، تلاوت او لمونځ په صراحت سره څوک منع کول خو د دې آيت په تصريح عظيمه ګناه ده.
خو ځينې نور کارونه لکه مساجدو کښې يا مسجد ته نژدې ځای کښې شور اوځوګ جوړول ، حتیٰ د لمانځه په وخت کښې يا د خلکو د نوافلو ، ذکر او تسليحاتو په وخت کښې په جهر سره ذکر کول هم درست نه دي بلکې ممنوع دي، ځکه چې په خلکو باندې په لمانځه کښې اشتباه راځي ، که مسجد خالي وي بيا په جهر ذکر او په زره تلاوت پکښې ممنوع نه دی.
څلورم: د مسجد څنګ کښې ساز سرود يا نور داسې کارونه چې مونځ ګذارانو ته تکليف ورکوي هم دو چنده ګناه لري او ناروا دي .
پنځم: که خلک لمونځ ، نوافلو ، او تسبیحاتو ويلو کښې مصروف وي په دغه حالت کښې مسجد کښې سوال کول يا د کوم ديني کار لپاره چنده او اعانت غوښتل هم ممنوع دي.
شپږم: د مسجد عملي ورانول او منهدم کولو ممانعت خو خامخا د دې آيت هدف دی ، خو مساجدو کښې داسې اسباب او حالات را منځته کول چې خلک پکښې لمونځ پرېږدي یا د لمونځ کونکو تعداد لږ شي دا هم د مسجدونو يو قسم ورانول دي ، ځکه چې د مساجدو آبادول او تعمير يواځې په ظاهري تعمير او نقش و نګار پورې اړه نه لري ، بلکې مساجدو کښې لمونځونه کول ، تلاوت، د قرآن او حدیثو درس او ذکر کول ئې اصلي تعمير دی.
دا آيت يوه اشاره دېته هم کوي چې اقتدار بايد د صالح مؤمنانو په لاس کښې وي تر څو دوی د مساجدو متوليان او سرپرستان وي او هغه خلک چې د مساجدو د ورانولو هوډ لري چې د حاکمانو په شان نه بلکې په وېره، وېره مسجد ته داخل شي ، د مساجدو اداره بايد دصالحينو په لاس کښې وي.
(شان نزول) :
ځينو ويلي د يوې عمومي خبرې په ضمن کښې د قريشو د هغه عمل غندنه پکښې شوې ده چې نبي کريم ﷺ او صحابه کرام ئې په شپږم هجري کال (عام الحديبية) له عمرې کولو نه منع کړل.
او دوهم په کښې ضمناٙٙ د نصاراوو د هغه عمل غندنه شوې ده چې د روميانو له لاسه د بيت المقدس په نړولو خوښ شوي ول ، دې لپاره چې دې کښې د يهودو لپاره ذلت او رسوائي وه.
دا خبره دلته په عمومی توګه شوېده ترڅو څوک نه دمساجدو بې احترامي وکړي او نه ئې د فزيکي يا معنوي تخريب او ورانولو کوښښ وکړي، ځکه چې دا ستره ګناه ده، په دنيا کې هم سزا لري چې هغه رسوائي ده او هم د اخرت سزا لري چې هغه ستر عذاب دی.
د ۱۱۵ آيت تفسير:
يعنې الله کوم لور او خوا کښې محدود نه دی چې د هغې په حساب دا فيصله وشي چې کومه قبله غوره ده او کومه نه ده غوره ؟ د يهودو او مسيحيانو تر منځ هم د قبلې د غوره والي بحث روان و ، چې هرې فرقې به خپله قبله غوره ګنله.
کوم لوری( طرف) د دې لپاره قبله نه مقررېږي چې ګنې خدای فقط هغه لور ته قرار لري او نه دا څه د جګړې خبره ده چې پخوا امت مسلمه هغه لور ته لمونځ کوه، اوس ولې لمانځه کښې موږ بل لور ته مخ کړو.
اصل شی جهتونه نه دي بلکې اصل خبره د الله د حکم تعميل دی ، چې د کوم لور په اړه الله (ج) حکم وکړي چې دا قبله ده ، همغه قبله ده او همغه غوره ده.
الله د انسانانو په څېر ، په کوم سمت کښې محدود نه دی او نه هغه تنګ نظر ، تنګ زړی ، او تنګ دست دی لکه چې تاسو هغه په خپل ځان قياسوۍ بلکې هغه واسع ، پراخ نظر ، پراخ لاس لرونکي ، غير محدود او وسعتونو والا دی ، په ځان ئې مه قياس کوئ.
دهغه خدائي ډېره وسيع او پراخه ده ، د هغه د نظر زاويه او د فيض او برکت دائره هم ډېره وسيع او پراخه ده ، هغه هر وخت په دې پوهېږي زما کوم بنده په کوم وخت او ځای کښې له کوم نيت سره ما يادوي ، د هغه علم په کوم طرف او اړخ پورې محدود نه دی.
ځينو ويلي: د ضرورت په وخت کښې{ چې قبلې ته مخ کول نا ممکن وي} د نفل لمونځ د دې آيت په آساس هر لوري ته روا دی، دمثال په توګه يو کس موټر، ريل ، طياره يا په څاروي سپور دی او د سفر لوری ئې بل خواته دی، قبلې ته مخ کول ورته ناممکن يا سخت وي نو دغه شان کس هر ممکن لوري ته مونځ کولی شي.
د ۱۶ آيت تفسير: د ځينو يهوديانو دا عقيده وه چې عزیر عليه السلام د خدای ځوی دی ، ځينو مسيحيانو ويلې چې مسيح عليه السلام د خدای ځوی دی او د عربو مشرکانو ويلې چې ملائک د خدای لورګانې دي .
دا د هغه عصر مشهور اديان ول ، ټولو کښې دا باطل عقيده پيدا شوې وه چې خدای ته ئې د اولاد نسبت کړی وو. قرآن دلته په دې باطلو عقيدو نيوکه کړې ده. لومړی وائي : سُبحٰنهُ. معنا داچې الله له دې نسبت ځنې پاک ، عالي او برتر دی.
دوهم : وائي: بل له ما في السمٰوٰتِ والارض.: آسمانونو او ځمکه کښې چې څه دي د هغه مملوک ، بندګان، مخلوق او غلامان دي ، دا د هغه ملکيت دی ، اولاد ئې په کښې څوک نشته دی.
دريم وائي: کل له قانتون: ټول د هغه فرمان بردار دي. بیا ورپسې ايت کښې فرمائي:
هغه د آسمانونو او ځمکې ايجاد کونکی دی ، چې کله هم د يو کار په اړه اراده وکړي ، هغه يواځې دومره ورته وائي: چې و شه: يعنې وجود کښې راشه ، جوړ شه ، پيدا شه ،په کوم ساخت او شکل کې چې زه غواړم همغه شان جوړ شه ، نو هغه همغه شان کېږي.
کوم ذات چې دومره عاليشان، بالا او برتر وي هغه اولاد ته هيڅ حاجت نه لري ، هغه په خپل ذات کښې کامل او مُکمِّل دی ، هغه پاک ذات الصّمد دی يعنې ټول هغه ته محتاج دي هغه چاته محتاج نه دی.
د ځينو امورو د اجراء کولو لپاره چې هغه ځينې ملائک مقرر کړيدي ، هغه په دې اساس نه دي چې هغه ئې ځوځات دی يا په خپله د دې کارونو له اجراء کولو څخه (نعو ذبالله) عا جز دی ، بلکې په دې کښې د هغه پروردګار خپل څه حکمت دی چې هغه خپله پرې ښه پوهېږي.نتم شد آيت ۱۷.
سورةالبقرة آيت.۱۱۸-۱۱۹-۱۲۰.
وَقَالَ الَّذِيۡنَ لَا يَعۡلَمُوۡنَ لَوۡلَا يُكَلِّمُنَا اللّٰهُ اَوۡ تَاۡتِيۡنَآ اٰيَةٌ ؕ كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِيۡنَ مِنۡ قَبۡلِهِمۡ مِّثۡلَ قَوۡلِهِمۡؕ تَشَابَهَتۡ قُلُوۡبُهُمۡؕ قَدۡ بَيَّنَّا الۡاٰيٰتِ لِقَوۡمٍ يُّوۡقِنُوۡنَ.۞(۱۱۸).اِنَّاۤ اَرۡسَلۡنٰكَ بِالۡحَـقِّ بَشِيۡرًا وَّنَذِيۡرًا ۙ وَّلَا تُسۡئَـلُ عَنۡ اَصۡحٰبِ الۡجَحِيۡمِ.۞.(۱۱۹).وَلَنۡ تَرۡضٰى عَنۡكَ الۡيَهُوۡدُ وَلَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡؕ قُلۡ اِنَّ هُدَى اللّٰهِ هُوَ الۡهُدٰىؕ وَلَئِنِ اتَّبَعۡتَ اَهۡوَآءَهُمۡ بَعۡدَ الَّذِىۡ جَآءَكَ مِنَ الۡعِلۡمِۙ مَا لَـكَ مِنَ اللّٰهِ مِنۡ وَّلِىٍّ وَّلَا نَصِيۡرٍ ۞(۱۲۰).
او جاهلان وائي: چې الله پخپله ولې له موږ سره خبرې نه کوي؟ او موږ ته کومه نښه { معجزه} ولې نه راځي؟. همدغه شان د دوی د وينا په شان خبره هغه خلکو هم کړې وه چې له دوی څخه مخکې تېر شوي دي. زړونه ئې سره يو رنګ دي ، موږ خپلې نښې دهغه خلکو لپاره ضرور څرګندې کړي دي چې يقين کوي.يقيناً موږته لېږلی ئې له حق دين سره ، زيری ورکونکي او ډارونکی او له تا څخه به د دوزخيانو په
اړه پوښتنه نه کېږي. او کله به هم يهود او نصارا له تا څخه خوښ نه شي ، تر څو ته د هغو په لاره روان نشې. ووايه : په رښتياسره د خدای هدايت حقيقي هدايت دی. او که ته د هغو د خواهشاتو پيروي وکړې ، وروسته له هغه نه چې تا ته علم راغلی دی ، تا ته به د الله په مقابل کښې څوک دوست او مرستندوی نه وي.(۱۲۰).
د ۱۱۸ تفسير:
مشرکينو دا اعتراض درلوده چې الله محمد ﷺ سره خبره کوي بیا هغه ئې موږ سره شريکوي ، ښه دا ده چې الله تعالی په خپله موږ ته خپل پيغام او احکام بيان کړي.
دوهمه غوښتنه ئې دا وه چې کومه داسې معجزه بايد الله جل جلاله را ولېږي چې موږ ئې سپارښتنه کوو تر څو موږ پرې قناعت وکړو چې محمد ﷺ د خدای ریښتونی پيغمبر دی. په دې دواړو غوښتنو کښې د
دوهمې غوښتنې دوه ځوابونه ورکول شويدي: يو ځواب دا ورکول شو : چې له وړاندې نه جاهلان له انبياء کرامو څخه دغه راز فضول غوښتنې کوي ، د دوی دا غوښتنه څه نوې غوښتنه نه ده. دوهم ځواب دا
ورکول شو: چې نښې ، معجزې او آيات خو ډېر راغلي ، خو دا هغه خلکو ته ګټه رسوي يا هغه خلک ترې ګټه اخيستی شي چې يقين کوي ، کوم خلک چې په ضد ، عناد او لجاجت کښې اخته وي هغه ترې استفاده نشي کولای ، ځکه چې د کږو فکرونو د خاوندانو تسلي او تشفي د روښانه دلائلو له لیدو وروسته هم نه کېږي. که د دوی د خوښې معجزه راشي بيا هم د دې هيڅ ضمانت نشته چې دوی به دا پيغام ومني. پاتې شو لومړۍ غوښتنه (چې الله د موږ سره په خپله خبره وکړي ) هغه دومره بې ځایه او نا معقول وه، چې الله هغې ته د سره اعتناء و نکړه.
(تشابهت قلوبهم)
د دې معنا دا ده چې د دوی او پخوانيو کافرانو ذهنيتونه، ذهني سطح، ضد او لجاجت سره يو شان دي.
د۱۱۹ آيت تفسير:
په طبعي توګه په ناوړه خبرو د انسان په طبعيت کښې خپګان پيداکېږي ، دې آيت کښې د مشرکينو دخبرو په مقابل کښې نبي عليه السلام ته تسلي ورکول شوې ده ، چې ته د خدای ریښتونی پيغمبر ئې ، موږ پيغمبر مقرر کړی ئې.
دوهم : ستاسو مسؤليت مؤمنانو ته د ښو پايلو زيری ورکول او منکرين دکفر د ناوړه پايلو نه ډارول دي ،
که څوک خامخا ځان جهنم ته غورځوي د هغو پړه په تاسو نه ده. دغه رنګ تسلي سره به د نبي عليه السلام د طبعييت انقباص او د مبارک د مزاج ثقل ختمېده، ځکه چې د منکرينو په مقابل کښې د الله تائيد او نصرت به يې له ځان سره لېده.
د ۱۲۰ آيت تفسير:
يعنې يهود او نصارا ستا له نبوت نه له دې امله انکار نه کوي چې تاسو دحق په تبليغ يا وضاحت کښې څه کمی کړیدی يا دکومې معجزې لېدو ته منتظر ناست دي ، چې کله هغه راغله دوی به سمدلاسه کلمه شهادت و وائي. بلکې دوی د دې هيله و آرزو لري چې تاسو په کلي توګه د دوی د دين ملګرتيا وکړۍ او د دوی په لاره روان شۍ ، بيا ممکن دوی راضي شي. لومړی خو دا يو پيغمبر ته ممکن نه دي چې کوم حق الله هغه ته څرګند کړی وي هغه پرېږدئ او دبل چا په لاره روان شي. دوهم داچې يهود او نصاراوو سره اصلِ دين هم ضائع شوی و ، تورات ، انجيل او زبور په خپل اصلي بنه کښې شتون نه درلود ، اهل کتابو سره يواځې د دين په نوم چل ، فريب ، دوکه، تقلب ، حيله ګري ، رياکاري ، ګندم نمائي او جو فروشي پاتې ول. خدای يو رېښتوني پیغمبر به له داسې يو جعلي او تقلبي ديندارۍ نه څنګه متاثر شي، ځکه دا امکان نه و چې زموږ پيغمبر د هغو له دين نه متأثر شي، په عامو انسانانو کښې باشعوره خلک هم دغه رنګ شيان د دين په نوم نشې منلی. قرآن کښې دا اسلوب هم کارول کیږي چې په ظاهر پيغمبر مخاطب وي ، خو د خطاب اصلي مخه بيا د اُمت لور ته وي.
سورۃ البقرة آیت - ۱۲۱.
اَلَّذِيۡنَ اٰتَيۡنٰهُمُ الۡكِتٰبَ يَتۡلُوۡنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖؕ اُولٰٓئِكَ يُؤۡمِنُوۡنَ بِهٖ ؕ وَمَنۡ يَّكۡفُرۡ بِهٖ فَاُولٰٓئِكَ هُمُ الۡخٰسِرُوۡنَ.(١٢١).
هغه خلکو ته چې موږ کتاب ورکړی دی ، په حق لوستلو سره ئې لولي ، همدغه رنګ خلک پرې ایمان راوړي او چاچی پرې کفر وکړ نو همدوی په تاوان کښې دي.
د ۱۲۱ آيت تفسير:
مخکني آيت کښې د ضدي او عنادي اهل کتابو يادونه شوې وه ، دلته دهغو اهل کتابو بيان دی چې صالحين ول ، ضد ، تعصب او عناد کښې اخته ول. الله جل جلاله وائي:
کومو خلکو ته چې موږ کتاب ٫٫تورات،، ورکړی او په درسته طريقه ئې تلاوت کوي ، همغه خلک پرې ايمان لري او څوک چې پرې کفر کوي، همغوی په تاوان کښې دي.
د لته دهغو اهل کتابو تعريف او تمجيد شوی دی چې تورات ئې په حق تلاوت سره لوستی ، په غوښتنو ئې ورته عمل کړی چې په نتيجه کښې ئې په نبي اخرالزمان ايمان هم راوړی دی او کومو چې درست نه دی لوستی ( نه ئې پرې ځان درست پوه کړی او په غوښتنو ئې ورته عمل هم نه دی کړی) ، د دوی په اړه و ويل شول: چې دوی پرې ايمان نه لري او دغه رنګ اهل کتاب تاوان کونکي دي.
تورات کښې د نبي عليه السلام په اړه وړاندوينو شتون درلود ، د تورات د حق تلاوت غوښتنه دا وه چې په نبي عليه السلام ايمان راوړل شي، نو کومو چې ايمان نه راوړ معنا ئې دا وه چې دوی هغه خپل کتاب هم درست لوستلی او منلی نه دی.
( الذين اٰتينهم الکتاب):
له دېنه مراد هغه اهل کتاب دي ، چې صالحين ول او له «الکتاب» نه مراد تورات دی. ابن مسعود رضي الله عنها وائي: د حق تلاوت نه مراد دادی چې الفاظ ئې درست لولي ، معنا باندې ئې پوهېږي او عمل هم پرې کوي ، حلال ئې حلال او حرام ئې حرام ګڼي او تحريف پکښې نه کوي.
قال عبد الله بن مسعود: والذي نفسي بـيده إن حقّ تلاوته أن يحلّ حلاله ويحرم حرامه، ويقرأه كما أنزله الله، ولا يحرّف الكلـم عن مواضعه، ولا يتأول منه شيئاً علـى غير تأويـله.{ ابن جرير}
دا يواځې د ابن مسعود قول نه دی بلکې همدې ورته اقوال له ابن زيد ، مجاهد او قتادة نه هم ابن جرير نقل کړيدي.
(اُولٰٓئِكَ يُؤۡمِنُوۡنَ بِهٖ):
په « بِهِ » کښې ضمير الکتاب ته راجع دی چې مراد ترې تورات دی : يعنې دغه شان خلک په تورات ايمان لري چې په حق تلاوت سره ئې تلاوت کوي.
(وَمَنۡ يَّكۡفُرۡ بِهٖ): د لته هم په « بِهِ » کښې ضمير ٫٫الکتاب،، ته راجع دی چې مراد ترېنه تورات دی،
يعنې چا چې له تورات نه انکار وکړ او په حق تلاوت سره ئې تلاوت نه کړ.
دلته حق تلاوت سره لوستونکو ته ويل شوي : ولٰٓئِكَ يُؤۡمِنُوۡنَ بِهٖ. او د دې مقابل کښې يې و ويل:
وٙ مٙن يٙکفر بِهِ ( چې څوک پرې کفر وکړي ) له دې څخه څرګنده شوه چې په حق تلاوت سره لوستل څومره مهم دي.
د اوسني دور مسلمانان يواځې دايمان دعویٰ ښه کلکه کوي، خو علم او عمل ته اهميت نه ورکوي، ليکن د قرآن له مطالعې څخه معلومېږي چې له ايمان سره علم او عمل هم ډېر مهم دي. قرآن وائي :
وَالْعَصْرِ (۱) إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ (۲) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ(۳)
ژباړه: قسم په زمانه چې انسان په تاوان کښې اخته دی مګر هغه کسان له خسارې نه په امان کښې دي چې ايمان ئې راوړی دی ، نيک کارونه ئې کړيدي ، په حق د ودرېدو او په صبر کولو ئې توصیه کړېده.
سورةالعصر کښې د انسان د اخروي نجات لپاره د ايمان سره صالح عمل ، په حق او صبر توصیه هم په ګوته شوې يا شرط ګرځېدلی ده
(د علم بلا عمل مثال) :
هغه خلک چې د ايمان مدعي وي او يوه اندازه علم هم لري خو د عمل له اړخه پاتې راغلی وي ، هغه په قران کښې له مرکب ٫٫ خر،، سره تشبيه شوی دی. فرمائي:
مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ.
د هغو خلکو حالت چې په تورات مکلف شوي وو او بيا ئې پرې عمل ونکړ د دوی حالت د خره غوندې دی چې کتابونه پرې بار وي.
له عمل پرته د علم دوهم مثال هغه دی چې قرآن په سورت اعراف کښې بيان کړی دی. دلته بې عمله عالم له سپي ٫٫ کلب،، سره تشبيه شوی دی.
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ (175) وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (۱۷۶).
مفهوم : ته دوی ته د هغه کس کيسه بيان کړه چې موږ ورته د خپلو آياتونو علم ورکړی وو ، شیطان ورپسې شو ، نو له ګمراهانو ځنې ، که موږ غوښتي وی د دې اياتونو د علم له امله به مو ورته لوړې درجې ورکړې وای ، ليکن هغه دنيا طرف ته مائل شو او د خپل نفس د غوښتنو پيروي ئې وکړه ، نو مثال ئې د سپي غوندې دی که حمله پرې وکړې هم ئې ژبه را ايستلي وي او که حمله پرې ونکړې هم ئې ژبه ايستلی وي. دا د هغه خلکو مثال دی چې زموږ د آيتونو تکذيب کوي ، ته ورته واقعات بيانوه شايد دوی پرې فکر وکړي.(سورةالاعراف ۱۷۵- ۱۷۶).
دا دوه مثالونه د هغه خلکو په اړه بيان شويدي چې د خپل علم په غوښتنو عمل نه کوي، بلکې له علم سره د نفس د غوښتنو پيروي کوي.