18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۱۵ (۱۲۲ - ۱۲۹ آیت)
سورۃ البقرة آیت- ۱۲۲.
﴿ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ: (۱۲۲).
ای د اسرآئيل ځوځاته! ما چې پر تاسو کوم نعمتونه کړې ول ، هغه را ياد کړئ ، او ما تاسو د هغه وخت په ټولو قومونو غوره کړي وۍ.
د ۱۲۲ آيت تفسير:
له دې ځای نه د يو بل تقرير پيل کېږي ، په دې تقرير د پوهېدو لپاره په يو څو خبرو ځان پوهول ضرور دي.
لومړی: له نوح عليه السلام نه وروسته ابراهيم عليه السلام هغه پيغمبر دی ، چې الله د اسلام نړيوال دعوت خپرولو لپاره مقرر کړی و ، هغه لومړی پخپله له عراق نه مصر او د شام او فلسطين نه د عربو د ريګستان ګوټ ، ګوټ کښې وګرځېد خلک ئې د الله اطاعت او فرمان بردارۍ( اسلام) ته را وبلل.
بيا ئې د دې رسالت دبشپړ کولو لپاره په مختلفو منطقو کښې خپل خليفه ګان مقرر کړل ، د اردن مشرقي ساحه کښې خپل وراره لوط عليه السلام ، شام او فلسطين کښې خپل زوی اسحاق عليه السلام او په عربستان کښې خپل مشر ځوی اسماعيل عليه السلام ئې مقرر کړ ، بيا ئې مکة المکرمة کښې د خدای هغه کور جوړ کړ چې نوم ئې کعبه ده او د الله په حکم کعبه د ابراهيم عليه السلام د مشن ٫٫رسالت،، او د توحيد د خپراوي مرکز وګرځېده.
دوهم:
د حضرت ابراهیم (ع) له نسل څخه دوه لویې څانګې راوتلي دي: چې یوه د حضرت اسماعیل (ع) ځوځات دی، چې په عربستان کې اوسېدل.
قريشو او د عربستان ځينې نورو قبيلو هم له همدې څانګې سره تړاو درلود. او هغه عرب قبيلې چې د حضرت اسمعيل (ع) له اولادې څخه نه وې ، هغوی هم د هغه له خپور شوي دين څخه لږ يا ډېر اغيزمنې شوې وې نو هغو هم خپل نسب له هغه سره وصل کړ.
د ابراهيم عليه السلام د اولاد دوهم شاخ د حضرت اسحاق (ع) ځوځات وو ،چې په هغو کې حضرت يعقوب (ع)، يوسف (ع)، موسى (ع)، ( هارون) داود (ع)، سليمان (ع)، يحيى (ع)، عيسى (ع) او نور ډېر انبياء (عليهم السلام ) زیږیدلي دي.
او لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د حضرت یعقوب (ع) نوم اسرائیل و نو ځوځات او نسل ئې د بني اسرائیلو په نوم یادیږي.
او هغه نورو قومونو چې د هغو د تبلیغ له امله یې د هغو دین منلی و، یا یې د دوی په منځ کې خپل انفرادیت له لاسه ورکړی وو او یا خو په نسلي توګه له دوی څخه جلا پاتې شوي ول، خو د دوی د دین پیروي یې کوله.د ابراهيم د اولاد په دې څانګه کې چې کله د زوال وخت راغی، لومړی یهودیت او بیا مسيحیت پیدا شو.
دريم :
دابراهيم عليه السلام اصل کار دا و چې نړۍ د الله بندګي ته راوبلي او دخدای له خوا د لېږل شوي هدايت په رڼا کښې د هغو انفرادي او اجتماعي ژوند تنظيم کړي ، هغه پخپله د خدای فرمان بردار و ، د هغه له خوا د ورکړل شوي علم پيروي ئې کوله ، نړۍ کښې ئې همدغه علم خپراوه او کوښښ ئې کولو چې ټول انسانان د کائناتو د مالک فرمان بردار شي ، دا هغه خدمت و چې د هغې د پوره کولو لپاره د نړۍ امام اوپيشوا مقرر شوی و.
له ابراهيم ع نه وروسته د امامت دغه منصب دهغه د نسل هغه شاخ ته ورکول شو چې بني اسرائيل نومېږي ، په دوی کښې مسلسل انبياء پيدا کېدل او دوی ته د سمې او مستقيمې لارې علم ورکول شو او دوی ته دا خدمت وسپارل شو چې د دغې نېغې لارې په لوري نړۍ ته لارښونه وکړئ. او همدا هغه نعمت دی چې الله ئې په مکرره توګه د دې نسل خلکو ته ور په يادوي ، دې شاخ د سليمان عليه السلام په وخت کښې بيت المقدس خپل مرکز جوړ کړ ، له دې امله تر څو چې دوی د امامت په منصب فائز ول ، بيت المقدس د دعوت الیٰ الله مرکز او دخداي پرستانو قبله وه.
څلورم:
مخکنيو لس رکوع ګانو کښې الله له بني اسرائيلو سره تفصيلي خبره وکړه او د تاريخ په اوږدو کښې يې د هغو د جرمونو کيسه او دهغوی د اوسني حالت ( د قرآن په وخت کښې) ټوله کيسه ئې هم د دوی مخې ته بې له څه کموالي او زياتوالي کېښوده. هغه داچې دوی ته و ويل شو:
چې تاسو زموږ د هغه نعمت چې مو تاسو ته درکړي و، له حده زياته نا قدري وکړه ، تاسو يواځې دومره ونکړل چې د امامت د منصب د حقونو له ترسره کولو نه په شا شوي ياست ، بلکې تاسو خپله د حق او رېښتينولۍ لاره هم پرېښوده ، نو اوس د ګوتو په شمېر خلکو نه پرته ستاسو په ټول أُمت کښې صلاحيت لرونکي خلک نشته دي.
پنځم :
له دې وروسته اوس دوی ته ویل کېږي چې امامت د ابراهیم علیه السلام د اولاد میراث نه دی، بلکې د هغې رښتیني اطاعت او فرمان بردارۍ مېوه ده، چې په دې کې زموږ دغه بنده خپل شخصیت ورک کړی وو.
او د دې منصب مستحق يواځې هغه څوک دي چې د ابراهیم علیه السلام لاره تعقیبوي او په دې لار باندې د نړۍ د روانولو خدمت کښې ونډه اخلي.
لکه څنګه چې تاسو له دې طريقې څخه انحراف کړی او د دې خدمت وړتيا مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړې ده، نو ځکه مو د امامت له مقامه او منصب نه معزول کړۍ.
شپږم :
په عین حال کې دا هم په ګوته کیږي چې هغه غیر اسراییلي ملتونه چې د موسی او عیسی علیه السلام په وسیله له ابراهیم سره ځانونه تړي، هم د ابراهیمي طریقې څخه انحراف کړیدی ، او همدارنګه د عربو مشرکان چې له ابراهیم او اسماعیل عليهما السلام سره په خپلو اړیکو ویاړي، دوی هم یوازې د نسل او نسب په وياړ قناعت کړیډی ، که نه نو د ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) له دين سره اوس د دوی هيڅ اړيکه نه ده پاتې شوې ، له دې امله له دوی څخه هم هیڅوک د امامت مستحق نه دي.
اوم:
بیا فرمایي چې اوس موږ د ابراهیم په دوهمه څانګه (بني اسماعیل (ع) ) کښې هغه پيغمبر پیدا کړی دی چې د هغه لپاره ابراهیم او اسماعیل (ع) دعا کوله. د هغه طریقه د ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او نورو ټولو پیغمبرانو په څیر ده. هغه او د هغه پیروان د ټولو پیغمبرانو تصدیق کوي چې د خدای له خوا نړۍ ته راغلي دي او د نړۍ خلک هماغه لارې لارې ته را دعوت کوي چې ټولو پیغمبرانو را بلل ، نو اوس یوازې هغه څوک د امامت مستحق دي چې د دې پیغمبر پیروي کوي.
اتم :
د امامت د بدلون له اعلان سره سم په طبيعي توګه د قبلې د تبديلۍ اعلان هم ضروري و. تر هغه وخته پورې چې د بني اسرائيلو امامت شتون درلود، بيت المقدس د دعوت مرکز و او هماغه د حق پرستانو او خدای پرستانو قبله وه.
پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پیروانو هم تر هغه وخته پورې بیت المقدس ته د قبلې په توګه خپل مخ ګرځاوه. مګر کله چې بني اسراییل په رسمي توګه له دې موقف(د امامت له منصب ) څخه ګوښه شول، بیت المقدس هم مرکزيت له لاسه ورکړ. له همدې امله اعلان وشو چې اوس هغه ځای د خدای د دین مرکز دی چې له هغه ځایه د دې پیغمبر( محمد ص) بلنه راښکاره شوې ده. او دا چې دا ځای په پیل کې د ابراهیم علیه السلام د دعوت مرکز هم و، نو له دې امله اهل کتاب او مشرکین پرته له دې چې اعتراف وکړي چې د قبلې جوړېدو زیات حق د کعبې شريفې دی بله لاره نه لري. دا بېله خبره ده چې دوی ، د حق پېژندلو او په حق باندې د پوهېدلو سره سره هم په حق باندې اعتراض ته دوام ورکوي.
سورةالبقرة- ۱۲۳. آيت
وَاتَّقُوۡا يَوۡمًا لَّا تَجۡزِىۡ نَفۡسٌ عَنۡ نَّفۡسٍ شَيۡئًـا وَّلَا يُقۡبَلُ مِنۡهَا عَدۡلٌ وَّلَا تَنۡفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَّلَا هُمۡ يُنۡصَرُوۡنَ ۞123*
و وېرېږئ! له هغې ورځې نه چې يو نفس به بل ته هيڅ په کار رانشي -۱۳۹- او نه به ترې فديه قبوله کړای شي او نه به ورته شفاعت ګټه ورسوي او نه به ورسره مرسته وکړای شي.
د ۱۲۳ آيت تفسير:
لاتجزي : د لاتجزي معنا لا تقضي او لاتُغني ده.
فتأويل الآية إذا: واتقوا يوما لا تقضي نفس عن نفس حقا لزمها لله جل ثناؤه ولا لغيره, ولا يقبل الله منها شفاعة شافع, فيترك لها ما لزمها من حق.( ابن جرير)
لا تُغني ولا تقضي نفس عن نفس شيئًا، فلا تجلب نفس لنفس نفعًا في ذلك اليوم، ولا تدفع عنها ضرًّا، كما
قال تعالى: ﴿ يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِنَفْسٍ شَيْئًا ﴾ [الانفطار:(۱۹).
معنا دا ده چې اخرت کښې به څوک د بل چا پر ځای نه د خدای پور خلاصولی شي او نه د مخلوق پور، دا ځکه چې هلته دينار، درهم او اشرفۍ نشته ده، ټوله معامله د اعمالو په حساب ده او څوک هم په هغه سخته ورځ دا نه غواړي چې د بل چا د ګناه د بخښلو په خاطر له خپلو نيکو اعمالو څخه تېر شي ، چې د خدای يا د مخلوق په حق کښې يې ورکړي، ابن جرير په دې اړه ځينې د حديثو روايات نقل کړيدي چې له هغې نه معلومېږي چې په اخرت کښې به ځوی پلار ته او پلار ځوی ته خپل حق نه پرېږدي ، چې دومره نزدې رشته کښې دا حال وي نو د پردو به څه و وايو.
اګر چې دا مسئله خو تر دې بریده قرآن هم ذکر کړېده چې ځوی او پلار به يو بل ته نه ګټه اړولی شي او نه تاوان دفع کولی شي.
بله دا چې هلته قانون هم دادی چې هر سړی به د خپل عمل ګټه اوتاوان ويني ، د بل چا عمل چاته ګټه نه رسوي ،( ولاتزر وازرة وزر اخریٰ ).
(شيئا) : شيئا کښې عموم ته اشاره ده ، نکره په سياق د نفې کښې عموم افاده کوي، يعنې هيڅ قسم ګټه څک چا ته نشي اړولی او نه ترې کوم ضرر دفع کولی شي، نه لږ نه ډېر.
(ولا يقبل منها عدل) :
که څوک کوم جرم کښې ګیر وي او مجرم فديه ورکول و غواړي ، نو هلته چا سره څه نه وي چې فديه کښې ئې ورکړي او قانون هم دا دی چې هلته فديه ورکول نشته ، فديه ئې ٫٫عدل،، وبلله ځکه فديه بايد له جرم سره په ځينو لحاظونو برابره وي ، عدل برابر والي ته وائي. د مثال په توګه که جرم غټ وي فديه به ضرور ډېره وي ، که جرم وړوکی وي فديه به هم د هغې مناسب ورکول وي.
(ولايقیل مپها شفاعة):
د کافر ، ملحد ، دهري او مشرک لپاره شفاعت ګټه نه رسوي ، بله معنا ئې دا هم ده چې د خدای له اجازې نه پرته شفاعت په اخرت کښې نشته او نه قبلېږي ، لکه دا د يهودو عقيده وه چې زموږ مشرانو کښې ډېر انبياء او اولياء تېر شويدي موږ ته به شفاعت کوي ، دهغی توضيح وشوه چې د خدای له اجازې پرته شفاعت نشته او خدای د هر چا لپاره د شفاعت اجازه نه ورکوي، بلکې د هغې خپل يو ترتيب دی، چې آساسي شرط په کښې د الله په توحيد ، اخرت او رسالت ايمان دی.
(ولاهم ينصرون) :
يعنې هلته چې څوک ونيول شو بيا ئې په خلاصون کښې له هغه سره څوک مرسته نشي کولی ، لکه دنيا کښې يو زورور سړی له مجرم سره هر رنګ مرسته کولی شي، مثلآ شفاعت، په زوره خلاصول يا لږ تر لږه مالي ضمانت ئې خو کولی شي ، خو هلته د خلاصون دغه ټولې لارې بندې دي.
سورة البقرة آیت ۱۲۴.
وَاِذِ ابۡتَلٰٓى اِبۡرٰهٖمَ رَبُّهٗ بِكَلِمٰتٍ فَاَتَمَّهُنَّ ؕ قَالَ اِنِّىۡ جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ اِمَامًا ؕ قَالَ وَمِنۡ ذُرِّيَّتِىۡ ؕ قَالَ لَا يَنَالُ عَهۡدِى الظّٰلِمِيۡنَ۞(۱۲۴).
او يادکړه! کله چې ابراهيم د هغه پروردګار په يو څو خبرو -۱۴۰- و ازمايلو ، نو هغه بشپړ کړې ، الله ورته و فرمايل: زه به تا د خلکو لپاره امام جوړ کړم ، هغه و ويل: زما په ځوځات کښې هم {امامان جوړ کړه} الله و ويل: زما عهد ظالمانو ته نه شاملېږي.
د ۱۲۴ آيت تفسير:
ابراهيم عليه السلام امام الانبياء دی او ابو الانبياء هم دی ، ځکه له ده نه وروسته چې څومره انبياء ول ټول د ده په ملت ول او د ده په ځوځات کښې ول.
د ده د امامت کيسه داسې ده چې د ابراهيم عليه السلام په اړه د الله دا اراده وه ، چې د نړۍ والو امام ترې جوړ کړي نو الله ابراهيم عليه السلام له ډېرو امتحاناتو ځنې تېر کړ. په دغه امتحاناتو کښې الله ورته کاميابي ورکړه، بيا الله ده ته وفرمايل : زه تا د راتلونکو انبياؤ او خلکو امام ، پيشوا او مقتدا جوړوم.
ابراهيم و ويل : زما په اولاد کښې هم امامان جوړ کړه ، الله وفرمايل : ظلمانو ته زما عهد نه دی شامل .
په دې ځای باندې علامه الجصاص الحنفي ليکلي:
ځکه چې ظالم نه نبي جوړېدای شي ، نه د مسلمانانو د امامت کبریٰ اهليت لري ، نه قاضي او مفتي جوړېدای شي ، ځکه چې فاسق، فاجر دومره د اعتماد وړ نه شي ګرځېدی چې هغه ته دومره لوړ مناصب وسپارل شي. (خلاصه احکام القرآن للجصاص).
(کلمات) : په کومو کلماتو چې د ابراهيم عليه السلام امتحان اخيستل شوی هغه قرآن او صحيح حديث کښې متعين شوي نه دي که صحيح حديث ثابت شي بيا خو ترې بلې خواته تګ درست نه دی.
د مفسرينو اقوال ئې په تعيين کښې مختلف دي، ماته راجح داښکاري چې سکوت پرې وشي ، لکن د مفسرينو اقوالو کښې راجح راته دا ښکاري ۱-- د هغه لومړی امتحان له نمرود بادشاه سره په مقابله کښې وو ۲-- د پلار مقابله يا د پلار دښمني تحمل کول ۳-- د قوم مقابله چې دا مقابلې ئې په فکري پوخوالي دلالت کوي ۴-- اور ته دانګل، ۵-- هجرت ۶-- اسماعيل او مورکۍ ئې په مکة مکرمه کښې دېره کول ۷ -- د بيت الله تعمير ۸ -- د اسماعيل د ذبح کولو عزم او هڅه ۸-- له کلي کور نه هجرت.۹ -- شام، فلسطین ، اردن او جزيرة العرب کښې د توحيد د دعوت پراخه برنامه پر مخ بيول. ۱۰ -- ميلمه پالنه.
(ماما): امام پيشوا او مقتدا ته وائي ، د امامت لوړه مرتبه نبوت دی ،بيا خلافت، حکومت، ، همدغه راز قضاء او إفتاء ، هم د امامت په زمره کښې حسابیږي .
( دې آيت کښې له عهد نه مراد څه دی)؟ ابن جرير وائي :
واختلف أهل التأويـل فـي العهد الذي حرّم الله جل ثناؤه الظالـمين أن ينالوه، فقال بعضهم:
ذلك العهد هو النبوّة. ٫٫ ځينو ويلي له عهد څخه مراد نبوت دی او نبوت کافر او ظالم ته نه ورکول کېږي،،
وقال آخرون:
معنى العهد عهد الإمامة، فتأويـل الآية علـى قولهم: لا أجعل من كان من ذرّيتك بأسرهم ظالـماً إماماً لعبـادي يقتدي به. (ابن جرير.)
٫٫او ځينې وائي: چې له عهد نه مراد امامت دی، د دی د وينا په آساس د آيت مفهوم دا جوړېږي چې الله وائي: زه خپل عهد يعنې امامت ستا په ځوځات کښې ظالمانو ته نه سپارم چې زما بندګان ورپسې اقتداء وکړي،،.
دابن جرير له مطالعې نه معلومېږي چې علماؤ له عهد نه يا نبوت مراد ګرځولی يا امامت.
علامه السمرقندي فرمائي:
دعهد د تفسير په اړه لاندې اقوال راغلي دي ، چې په سر کښې ئې د نبوت او امامت معناوې دي ،نورې معناګانې ئې : ايمان ، الرحمة ، دين الله ، جزاء او ثواب او اوومه ٫٫ ۷،، معنا داده چې د ظالم په تا څه عهد نشته چې په ظلم کښې به ئې اطاعت کوې.
وفي هذا العهد، سبعة تأويلات: أحدها: أنه النبوة، وهو قول السدي. والثاني: أنه الإمامة، وهو قول مجاهد.
أحدها: أنه النبوة، وهو قول السدي. والثالث: أنه الإيمان، وهو قول قتادة. والرابع: أنه الرحمة، وهو قول عطاء. والخامس: أنه دين الله وهو قول الضحاك. والسادس: أنه الجزاء والثواب. والسابع: أنه لا عهد عليك لظالم أنه تطيعه في ظلمة، وهو قول ابن عباس. (النکت والعيون للسمرقندي).
ابن جوزي زادالمسير کښې وائي: وفي العهد هاهنا سبعة أقوال.
أحدها: أنه الإمامة، رواه أبو صالح عن ابن عباس، وبه قال مجاهد، وسعيد بن جبير.
٫٫ له عهد نه مراد إمامت دی. ابن جوزي همدې ته صحيح ويلي (زادالمسير)
٫٫ د عهد تفسير کښې اووه « ۷» قوله دي.
لومړی داچې له عهد نه مراد نبوت دی ، دوهم داچې له عهد نه مراد امامت دی.لومړی قول د مفسر سُدي دی او دوهم قول د تفسير د امام مجاهدبن جبر او عکرمه نه په ډېرو سندونو روايت شوی دی،،
{قال ومن ذريتي}:
فاحتمل ذلك وجهين: أحدهما: أنه طمع في الإمامة لذريته، فسأل الله تعالى ذلك لهم. والثاني: أنه قال ذلك استخباراً عن حالهم، هل يكونون أهل طاعة فيصيروا أئمة؟ فأخبره الله تعالى أن فيهم عاصياً وظالماً، لا يستحق الإمامة، فقال: {لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ}.
٫٫دا دوه احتماله لري يو دا چې ابراهيم د خپل ځوځات لپاره د امامت هيله وکړه او له الله ئې ورته د امامت غوښتنه وکړه. دوهم احتمال دا دی چې دا وينا ئې استفهامي بڼه لري يعنې په دوی کښې به څوک نيک خلک وي چې امامان جوړ شي، نو الله ورته خبر ورکړ چې په دوی کښې به ګناه ګار او ظالمان هم شتون ولري چې د امامت مستحق او وړ به نه وي. (النکت والعيون).
الشوکاني وائي:
وقد استدل بهذه الآية جماعة من أهل العلم على أن الإمام لا بد أن يكون من أهل العدل، والعمل بالشرع، كما ورد؛ لأنه إذا زاغ عن ذلك كان ظالماً.............................فيستدل به على اشتراط السلامة من وصف الظلم في كل من تعلق بالأمور الدينية ..........................فالأولى أن يقال: إن هذا الخبر في معنى الأمر لعباده أن لا يولوا أمور الشرع ظالماً، وإنما قلنا: إنه في معنى الأمر؛ لأن أخباره تعالى لا يجوز أن تتخلف. وقد علمنا أنه قد نال عهده من الإمامة، وغيرها كثيراً من الظالمين.................................وأخرج ابن إسحاق، وابن جرير، وابن أبي حاتم عن ابن عباس في الآية قال: يخبره أنه إن كان في ذريته ظالم لا ينال عهده، ولا ينبغي له أن يوليه شيئاً من أمره.( فتح القدير الشوکاني )
ژباړه: په دې آيت باندې د علماؤ يو جماعت استدلال کړی چې امام بايد عادل او په شريعت عمل کونکی وي----- ځکه که هغه له دېنه کوږ شو بيا ظالم ګرځي ، دا آيت د دې دليل دی چې د ټولو ديني منصب لرونکو په اړه دا خبره ده چې د ظلم له وصف نه به سالم وي ، نو غوره داده چې و وايو چې دا خبر بندګانو ته د حکم په معنا دی يعنې چې ديني امور به ظالم ته نه سپاري.
او دا خبر ځکه د أمر او حکم په معنا اخلو ځکه چې د الله له خوا ورکړل شوو اخبارو کښې تخلف نه راځي خو دلته ګورو چې د امامت کار ډېر کرته ظالمانو لاس ته راوړی دی.................له دې امله وايو چې خبر په معنا د امر او حکم دی.
ابن عباس رض نه روايت دی چې هغه د آيت په تفسير کښې ويلي دي: چې الله ج ابراهيم عليه السلام ته خبر ورکوي چې ځوځات کښې به د ظالمان شتون ولري چې زما د عهد اهليت نه لري او د دې وړتيا هم نه لري چې څه ديني منصب ورته وسپارل شي. ( فتح القدير للشوکاني)
(الظالمين):
وفي المراد بالظالمين هاهنا قولان. أحدهما: أنهم الكفار، قاله ابن جبير والسدي. والثاني: العصاة، قاله عطاء.
علامه ابن جوزي وائي:
د ظالم مفهوم کښې دوه قوله دي .لومړی: چې مراد ترې کفار دي ، دا ابن جبير او السدي ويلي.دوهم : دا چې له ظالم نه مراد ګناه کاران دي دا عطاءبن ابي رباح ويلي دي.
قاضي محمد ابوعبدالحق وائي:
وإذا أولنا العهد الدين أو الأمان أو أن لا طاعة لظالم فالظلم في الآية ظلم الكفر، لأن العاصي المؤمن ينال الدين والأمان من عذاب الله وتلزم طاعته إذا كان ذا أمر، وإذا أولنا العهد النبوءة أو الإمامة في الدين فالظلم ظلم المعاصي فما زاد.
٫٫که له عهد نه مراد-- الدين ، ألأمان (د الله د عذاب نه امان) او عدم إطاعت واخيستل شي ، بيا په آيت کښې له ظلم نه مراد کفر دی، ځکه چې ګناه ګار دين لري، د الله د عذاب نه امان هم بالاخرة حاصلوي او چې يو کرت اقتدار لاس ته راوړي بيا اطاعت ئې هم جواز لري.،،
او که له عهد نه مراد نبوت او امامت واخیستل شي بيا آيت کښې له ظلم نه مراد ګناه او هغې نه پورته ظلم دی.(الوجيز ).
محیي السنة البغوي وائي: ومعنى الآية: لا ينال ما عهدت إليك من النبوة والإِمامة من كان ظالماً من ولدك.
( معالم التنزيل ).
٫» تاسره مې چې د نبوت او امامت کومه وعده کړېده ، ستا په ځوځات کښې له ظالمانو سره دا وعده نشته ده،،.
قال ابن کثير :
وقال ابن خويز منداد المالكي: الظالم لا يصلح أن يكون خليفة ولا حاكماً ولا مفتياً ولا شاهداً ولا راوياً.
٫٫ابن خويز منداد ويلي دي : چې ظالم نه خليفه جوړېدی شي، نه حاکم ،مفتي ، شاهد او راوي جوړېدی شي،،.
قاضي بيضاوي وائي:
قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي ٱلظَّـٰلِمِينَ} إجابة إلى ملتمسه، وتنبيه على أنه قد يكون من ذريته ظلمة، وأنهم لا ينالون الإمامة لأنها أمانة من الله تعالى وعهد، والظالم لا يصلح لها، وإنما ينالها البررة الأتقياء منهم. وفيه دليل على عصمة الأنبياء من الكبائر قبل البعثة، وأن الفاسق لا يصلح للإمامة. وقرىء «الظالمون» والمعنى واحد إذ كل ما نالك فقد نلته.( انوارالتنزيل واسرارالتاويل).
٫٫الله د ابراهيم عليه السلام التماس ته ځواب ورکړی دی او خبر ئې ورته ورکړی دی چې ستا په ځوځات کښې به ظالمان شتون ولري او دوی د امامت وړ نه دي ځکه چې امامت د الله له لوري امانت او عهد دی او ظالم ئې وړتيا نه لري،،.بلکې متقيان او نيکان ئې وړتيا لري او دا د دې دليل دی چې انبياء قبل النبوة هم له کبائرو نه معصوم وي او دا هم چې فاسق د امامت اهليت نه لري.
دغه د عصمت قبل النبوة نوضوع روح المعاني لږه ښه څېړلی ده که څوک له اړوند موضوع باندې د ښه پوهېدو شوق لري ---- روح المعاني او کبير د وګوري. او دسورة بقرة په ابتداء کښې د آدم ع د تخليق کيسه د هم له لويو تفاسيرو نه مطالعه کړي .
اهل تشيع د دې آيت په استناد د خپلو امامانو د عصمت دعوا کوي ،همدا راز د ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم د خلافت په ابطال ترې دليل نيسي.
(د امامانو عصمت) :
دوی وائي امام بايد له ظاهر سره په باطني توګه هم پاک وي. د شيعه ګانو دغه عقيده (د امامانو د عصمت عقيده) په قرآن او حديث ثابت نه ده، د دليل له مخې يواځې د انبياؤ عصمت شرعا ثابت دی.
( اهل سنت):
اهل سنت وائي چې خليفه ، قاضي ، مفتي او امام بايد په ظاهري توګه پاک وي (په ګناه کبیره کښې اخته نه وي) پاتې شو باطن نو د چا د باطن په اړه موږ ته معلومات نشته او نه څوک د چا د باطن په اړه پوهېدای شي ، چې په يو شي موږ نه پوهېږو نو څنګه به يې د دغه مناصبو لپاره شرط ګرځوو.
پاتې شو په ظاهري توګه له ګناه څخه پاکوالی نو هغه خو ښکاره وي انسانان پرې پو هېږي له دې امله اهلسنت د ديني مناصبو په اړه هم شرط ګرځولی دی.
۲ -- د حضرت ابوبکر او عمر په اړه دوی وائي چې دوی له اسلام نه وړاندې کافران ول او هر کافر ظالم دی ، له دې امله د دوی خلافت صحيح نه دی.
د دې ځواب دا دی چې له ظلم او کفر نه پاکوالی د خلافت د انعقاد په وخت کښې شرط دی ، دوی چې کله خليفه جوړېدل له ظلم او کفر نه پاک او سپېڅلي ول، قرآن او حديث کښې راغلي چې له توبې وروسته په چا مواخذه نشته ده. په حديث شريف کښې راغلي:
وعَن ابن عُمَر رَضِيَ اللَّه عنْهَما، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: أُمِرْتُ أَن أُقاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَن لا إِلهَ إِلاَّ اللَّه وأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، ويُقِيمُوا الصَّلاةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكاةَ، فَإِذا فَعَلوا ذلكَ، عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وأَمْوَالَهم إِلاَّ بحَقِّ الإِسلامِ، وحِسابُهُمْ عَلى اللَّهِ مُتفقٌ عليه.
حديث کښې ويل شويدي ماته حکم شوی تر هغې له خلکو سره جنګ وکړم چې داشهادت ورکړي( لا إِلهَ إِلاَّ اللَّه مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ) مونځ قائم کړي ،زکات ورکړي ،چې دا کارونه ئې وکړل خپل مالونه او وينې ئې له ما نه محفوظ کړې ، مګر دا چې اسلام ئې حکم ورکړي او حساب ئې په الله پورې اړه لري.
پاتې شو د چا باطن نو د چا په باطن موږ نه پوهېږو هغه د الله کار دی. په ټولو اسلامي احکامو کښې ظاهري عدالت کفايت کوي نو امامت هم دغه حيثيت لري.
شيعه ګانو ته دوهم ځواب دا دی چې په ايت کښې که له امامت نه مراد که نبوت واخيستل شي ، بيا خو خبره خلاص شوه ، مخکنی ځواب په دې حساب وو چې له امامت نه مراد له نبوت څخه اعم واخيستل شي بيا به په کښې دا نور مناصب هم شاملېږي.
سورةالبقرة: ۱۲۵.
وَاِذۡ جَعَلۡنَا الۡبَيۡتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَاَمۡنًا ؕ وَاتَّخِذُوۡا مِنۡ مَّقَامِ اِبۡرٰهٖمَ مُصَلًّى ؕ وَعَهِدۡنَآ اِلٰٓى اِبۡرٰهٖمَ وَاِسۡمٰعِيۡلَ اَنۡ طَهِّرَا بَيۡتِىَ لِلطَّآئِفِيۡنَ وَالۡعٰكِفِيۡنَ وَالرُّکَّعِ السُّجُوۡدِ.۞(۱۲۵).
او دا چې موږ دا کور (کعبه) د خلکو لپاره مرکز او د امن ځای اعلان کړ او خلکو ته مو امر وکړ چې هغه ځای چې ابراهیم (ع) به په کښې د عبادت لپاره ولاړ و د لمانځه لپاره د تلپاتې ځای په توګه وګرځوي، او موږ ابراهيم (ع) او اسمعیل (ع) ته حکم کړی و ، چې زما کور د طواف، اعتکاف، رکوع او سجدې کوونکو لپاره پاک وساتئ.
د ۱۲۵ آيت تفسير:
له بيت الله نه مثابة جوړولو مقصد دا دی چې دا به د خلکو د اجتماع ځای وي، خلک به بيا بيا ورته له خپل وطن څخه راځي ، روحاني سکون به تر لاسه کوي د دې مقصد لپاره ، الله کعبة مقرر کړه ، دا ئې د ټول خدای پرستانو لپاره مرکز جوړ کړ ، تر څو راتلونکي کښې له دې ځای نه د دين اشاعت وشي ، د همدې هدف لپاره ابراهيم عليه السلام خپل مشر ځوی اسماعيل (ع) له فلسطين نه مکې مکرمې ته انتقال کړ ، بيت الله ئې تعمير کړ ، د يو پيغمبر د مبعوث کېدو دعاء ئې وکړه تر څو له دې ځاي څخه د تل لپاره د دين د اشاعت کار سر ته ورسوي.
( أمنا): د أمنا- څخه مراد دا دی چې دا مرکز به د امن ځای وي ، جنګ ، جګړه ، وژنه به دلته نه وي ، همدا لامل و ، چې عربانو به د خپل پلار په قاتل هم د حرم حدودو کښې حمله نه کوله ، د حرم له حدودو نه بيرون چې کوم وحشت د جاهليت په زمانه کښې روان وو، حرم پاک له هغې نه مصؤن او محفوظ وو.
د حرم پاک او بيت الله له برکته به څلور مياشتې به په ټوله جزيرةالعرب کښې امن او امان وو ، چا به د پلار په قاتل هم حمله نه کوله، ٫٫تفصيل به يې وروسته راشي،،.
(مقام ابراهيم) :
دا هغه کاڼی (تېګه) ده چې ابراهيم عليه السلام د کعبې شريفې د ديوالونو پورته کولو په موخه په دغه تيګه ودرېدلو ، کله چې ديوالونه پورته شول په کوم ځای کښې چې د کار اختتام وشو هم هغلته ئې پرېښوده، دا لومړی د بيت الله شريف ديوال سره جوښته ايښودل شوې وه ، بيا په طواف کښې د ازدحام له امله حضرت عمر (رض) لږه شاته کړه ، د ملک فيصل بن عبدالعزيز رحمه الله په وخت کښې د رابطةالعالم الاسلامیة د علماؤ په فتوا لږه نوره هم شاته کړی شوه تر څو خلکو ته طواف کولو کښې مشکل نه وي، ځينو رواياتو کښې راغلي دا تيګه له جنت نه راغلې وه، په داسې حال کښې چې نور ئې الله ختم کړی و.
( د مقام ابراهيم څنګ کښې د لمانځه حکم):
له طواف نه وروسته د دغه مقام تر څنګ دوه رکعته لمونځ کول واجب دي ( عندالحنفية) غوره طريقه همدا ده چې د مقام ابراهيم تر څنګ ترسره شي ، خو که ازدحام وي اود مقام تر څنګ لموځ ګران وي چې هر ځای کښې د لمونځ وکړ درست منل کېږي.
(أن طهرا بيتي):
ابراهيم او اسماعيل (ع) ته الله حکم کړی وو ، چې زما دا کور د طواف کونکو ، اعتکاف ، سجده او رکوع کونکو لپاره پاک کړئ ، له دېنه مراد دا هم دی چې د ظاهري نظافت له پلوه هم بايد نظافت ئې مراعت کړای شي ، چې حرم د عبادت کونکو لپاره ، پاک ، صفا او ستره وي او دا هدف هم دی چې معنوي لحاظ نه هم بايد دا عبادت ګاه پاکه وي چې د توحيد په طريقه په کښې د الله عبادت وشي ، د شرک له چټليو نه بايد دا مسجد پاک وساتلی شي.
په دې آيت کښې په مشرکينو په ډېره ښايسته طريقه تعريض شوی دی چې الله خو له پيل نه د دې کور جوړونکو باندې دا تاکيد کړی و چې دا کور بايد له شرک نه پاک و ساتي او اوس تاسو په کښې بې شمېره بتان ايښي دي او د شرک مرکز مو ترې جوړ کړی دی.
سورة البقرة آیت نمبر ۱۲۶
وَاِذۡ قَالَ اِبۡرٰهٖمُ رَبِّ اجۡعَلۡ هٰذَا بَلَدًا اٰمِنًا وَّارۡزُقۡ اَهۡلَهٗ مِنَ الثَّمَرٰتِ مَنۡ اٰمَنَ مِنۡهُمۡ بِاللّٰهِ وَالۡيَوۡمِ الۡاٰخِرِؕ قَالَ وَمَنۡ كَفَرَ فَاُمَتِّعُهٗ قَلِيۡلًا ثُمَّ اَضۡطَرُّهٗۤ اِلٰى عَذَابِ النَّارِؕ وَبِئۡسَ الۡمَصِيۡرُ ۞(۱۲۶).
او کله چې و ويل ابراهيم ای پروردګاره! دا ( د مکې ځمکه) يو خوندي ښار وګرځوه او د ښار هغه خلکو ته چې په الله او اخرت يې ايمان راوړی دی له هر رنګ ميوو څخه رزق ورکړه ، الله وفرمايل: چا چی کفر وکړ نو د دنيا لږې فائدې به ورته ورکړم بيا به ئې د اور ( جهنم) عذاب ته را کش کړم او هغه د ورکرځېدو ناکاره ځای دی.
د ۱۲۶ آيت تفسير:
کله چې الله تعالی ابراهيم عليه السلام ته و ويل: زه تا د خلکو مقتدا او پيشوا جوړوم. هغه و ويل: زما
ځوځات کښې هم امامان جوړ کړه، الله جل جلاله ورته و ويل: ظالمانو ته زما عهد نه دی شامل.
په دې ځای کښې ابراهيم عليه السلام د مکې خلکو لپاره د خوراک دعاء کوي د مخکنۍ دعاء په تناظر کښې چې هلته رته ويل شوي وو، چې ظالمانو ته امامت نه ورکول کېږي، داسې دعا کوي، وائي: ای ربه! د مکې د ښار مؤمن وګړو ته له ميوو نه خوراکونه ورکړه ، دلته بيا الله د هغه د دعاء اصلاح کوي ، چې ميوې ، خوراک او د دنيا د ژوند سامان ناکاره خلکو ته هم ورکوم، خو که څوک له دې نعمتونو سره هم د کفر روش غوره کړي اخرت کښې ئي د جهنم عذاب ته کش کوم.
معنا داچې: امامت، ديني قيادت او د دنيا متاع جلا جلا شيان دي، د دنيا رزق ټولو مخلوقاتو ته ورکوم، خو ديني قیادت، نبوت او امامت يواځې د صالحينو استحقاق دی.
(بيت الله حرم دی).
:
دلته پوښتنه پيداکېږي چې بيت الله د ابراهيم عليه السلام په دعاء حرم وګرځول شو؟ که له مخکې څخه ورته حرمت او عظمت حاصل و؟
د دې ځواب کښې روايات په ظاهره کښې متغارض ښکاري ، خو رئيس المفسرين ابن جرير طبري د دې خبرې توضيح داسې کړېده چې بيت الله شريف ته له پخوا نه حرمت او عظمت حاصل و ، د خلکو زړونو کښې هم الله د هغې عظمت او حرمت کښېنولی وو ، خو د دې اعلان او اظهار الله د ابراهيم عليه السلام په ژبه وکړ. ابن جرير وائي: رواياتو کښې ظاهري تعارض په دې توګه ختمېږي، همدغه رنګ تطبیق امام رازي هم کړی دی.
( څه قسم أمن)؟
د دې لنډ ځواب دا دی چې له امن نه د قحط، لوږې، جنګونو، وژنو، همدا راز د جبابره او ظالمانو د حملو او تېريو نه امنيت هدف دی. لکه د ابرهه لښکر چې الله هلاک کړ ځکه هغو د خدای د کور (بیت الله) د بې حرمتۍ او بې ادبۍ په هدف راغلي ول.
(يوه ضمني پوښتنه):
پوښتنه دا ده چې د يزيد ظالم په حکومت کښې هم په بيت الله شريف حمله وشوه، نو هغه لښکر خو الله هلاک نه کړ؟ همدا راز د عبد الملک بن مروان ظالم په حکومت کښې هم په بيت الله شريف حمله وشوه.
د دې ځواب دا دی چې له دغو حملو نه هدف د بيت الله شريف بې حرمتي نه وه ، بلکې په عبد الله بن زبير رضي الله عنه باندې دغو ظالمانو او جابرانو حمله کړې وه، د بيت الله شريف بې حرمتي په کښې په ضمني توګه شوې وه ، ځکه دغه ظالم، فاسق او فاجر مسلمانان ول ، لږ تر لږه دومره ويلی شو چې د بيت الله شريف د بې حرمتۍ په نيت نه وو راغلي.
اګر چې دا ويلی شو چې د يزيد د فوځ سرلښکر ٫٫حصين بن نمير،، چې کله بيت الله شريف محاصره کړ په همغه شپو ورځو کښې يزيد ٫٫عليه ما عليه،، مړ شو او محاصره ماته شوه، دا هغه لښکر وو چې په مدینه منوره کښې د تباهي خپرولو نه وروسته يې مکه مکرمه محاصره کړه.
(رب اجعل هذا بلدا اٰمنا) تشريح : ۱- رب اجعل هذا المکان بلدا اٰمِنا: ای ربه! و ګرځوه دا ځای له امن نه ډک
ښار ۲- يا تعبير داسې دی: رب اجعل هذا البلد بلدا اٰمنا. ای ربه! و ګرځوه دغه ښار امن ناک ښار.
۱۲۷-سورةالبقرة
وَاِذۡ يَرۡفَعُ اِبۡرٰهٖمُ الۡقَوَاعِدَ مِنَ الۡبَيۡتِ وَاِسۡمٰعِيۡلُؕ رَبَّنَا تَقَبَّلۡ مِنَّا ؕ اِنَّكَ اَنۡتَ السَّمِيۡعُ الۡعَلِيۡمُ.(۱۲۷).
او په یاد ولرئ! کله چې ابراهیم او اسماعیل (ع) د دې کور دیوالونه پورته کول، دعا به یې کوله: "اې زموږ ربه، له موږ څخه دا خدمت قبول کړه، ته ښه اوریدونکی او پوه ئې.(۱۲۷).
د ۱۲۷ آيت تفسير:
ابراهيم عليه السلام چې خپل وړوکی بچی او ماندينه بي بي هاجره ، د الله په حکم مکه مکرمه کښې د بيت الله څنګ ته دېره کړي وو ، هدف ترې همدا وو چې ابراهيم(ع) او ځوی ئې اسماعيل (ع) په دغه ځای کښې بيت الله تعمير کړي او بيا ئې سرپرستي او نګرانی وکړي او بيا دغه مبارک ځای الله د تل لپاره د اسلام د اشاعت مرکز جوړ کړي ، همدا لامل وو چې ابراهيم عليه السلام په دغه ښار کښې د يو پيغمبر د مبعوث کېدو دعاء هم وکړه چې هغه الله د محمد صلی الله عليه وسلم په بڼه کښې قبول کړه.
ابراهيم عليه السلام د فلسطین غوندې سرسبز او شاداب ځای نه راغی او خپله يوه بي بي او ځوی ئې په مکه مکرمه کښې په وچ او تورو غرونو کښې دیره کړل ، دا ډېر ستر کار اوغټه قرباني وه ځکه چې له آباد ځای نه ظاهرا وران ځای ته د خپلو بچيو را وستل او هجرت بيا يې هلته يواځې پرېښودل څه آسان کار نه وو.
بيا په دوه کسانو دبيت الله تعمير هم آسان نه کار نه وو ، د دې ټولو سختيو او تکليفونو تحمل سره هم په ابراهيم عليه السلام کښې په خپل عمل باندې کبر او غرور نه پيدا کېږي ، بلکې په عاجزانه توګه د الله دربار کښې د خپل عمل د قبوليت لپاره ځوی او پلار دعاګانې کوي ، دا د تواضع او عجز ښه نمونه او بيلګه او نورو ته د دې خبرې ښه درس دی چې په خپل عمل غرور نه دی په کار.
(القواعد): د القاعدة جمع ده دلته ئې دوه معناوې لري ۱- ديوال ۲- بنسټ او بنياد.
معنا به داسې شي کله چې ئې د بيت الله ديوالونه يا بنيادونه پورته کول.
(د بيت الله د جوړېدو تاريخ):
۱- دځينو مورخينو او مفسرينو خيال دی چې بيت الله شريف آدم عليه السلام تعميرکړی، بيا د نوح عليه
السلام په طوفان کښې وران شو، بيا ابراهيم عليه السلام جوړ کړ. همدا قول تر يوه بريده راجح ښکاري.
۲--- ځينې وائي: دا بيت الله جل جلاله له آسمان نه ښکته کړې وه تر څو آدم عليه السلام ترې طوافونه وکړي ، مانځه کښې ورته مخ کړي.
۳- ځينې وائي: دا د يو سور ياقوت په شکل کښې له جنت نه راوړل شوې وه ، بيا د نوح عليه السلام په طوفان کښې پورته کړای شوه ، بيا همغه ځای ابراهيم عليه السلام ته د فرشتې په ذريعه په ګوته کړای شو چې تعمير پرې جوړ کړي.
خو داروايات غالبا اسرائيلي روايات دي اګر چې له ځينو صحابه کرامو او تابعينو نه هم نقل شويدي ، که صحيح حديث ثابت شي بيا همغه خبره درست ده چې کومه په حديث کښې راغلې ده ، خو په دې اړه صحيح حديث شتون نه لري ،
۴---د ابراهيم عليه السلام نه وروسته د کعبة الله تعمير درې پېرې تجديد شوی تفصيل ئې په لاندې ډول دی :
لومړۍ: بناء د إبراهيم عليه السلام ده. دوهمه: بناء د عمالقة قوم ده، دا يو ډېر پخوانی قوم تېر شوی دی.
دريمه بناء د جُرهم وه دا د اسماعيل عليه السلام خسر ګنۍ وه. څلورمه بناء د قريش قبيلې وه، چې په دې کښې زموږ خوږ پيغمبر هم برخه اخیستې وه، او دا بناء او جوړښت د نبوت څخه پنځه کاله د مخه وه.
د جوړونې دغه ادوار په تاريخي توګه ثابت دي.
او دا امکان هم شته چې آدم بابا جوړه کړې وي، دا هم څه ناممکنه يا غير معقول خبره نه ده.
که د القواعد توري اطلاق په ديوال نه کېدلی بيا يوه قوي اشاره دېته وه چې دا له پخوا نه جوړه شوې ده په همغه بنيادونو ابراهيم عليه السلام بيا جوړه کړه ، خو د قواعد اطلاق په ديوال هم کېږي نو د بنيادونو خبره احتمالي شوه.
يوه پوښتنه بايد ځواب شي هغه دا ده: د کومو خلکو چې دا وينا ده چې دا د آدم بابا له وخت نه جوړه شوېده او د لمونځ قبله وه، بيا د نوح عليه السلام طوفان کښې پورته شوه ، په دې قول دا سوال پيدا کېږي چې د نوح عليه السلام او ابراهيم عليه السلام تر منځ چې کوم پيغمبران او امتونه تېر شويدي دوی کومې قبلې ته لمونځ کاوه؟ د دې ځواب هغو دا ورکړيدي چې د هغه وخت مسلم قومونو به همدې طرف ته مخ کولو اګر چې تعمير شتون نه درلود.
سورۃ البقرة آیت -۱۲۸
رَبَّنَا وَاجۡعَلۡنَا مُسۡلِمَيۡنِ لَـكَ وَ مِنۡ ذُرِّيَّتِنَآ اُمَّةً مُّسۡلِمَةً لَّكَ وَاَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبۡ عَلَيۡنَا ۚ اِنَّكَ اَنۡتَ التَّوَّابُ الرَّحِيۡمُ ۞۱۲۸*
ای زموږ ربه ! موږ دواړه ( ځوی او پلار) خپل ځان ته تابعدار وګرځوه او ځموږ له نسل ځنې هم داسې أمت را پاڅوه چې ستا فرمانبردار وي او موږ ته زموږ د مناسکو تعليم راکړه او زموږ توبه قبوله کړه ، بېشکه ته توبه قبلونکی او رحم کونکی اوسې.
د ۱۲۸ آيت تفسير:
مُسلِمٙين د تثنيه صيغه ده ، چې په دوه کسانو ئې اطلاق کېږي.
,(و من ذریتنا):
دلته د « مِنْ» توری د تبعيض لپاره دی ، يعنې ځموږ ځينې اولادونه ، دلته ئې ځکه د ځينو اولادونو په هکله د تابعدار جوړېدلو دعاء وکړه چې مخکې ورته ويل شوي وو چې ستا په ځوځات کښې به ځينې ظالمان هم وي. ځينو مفسرينو ويلي: چې د «مِنْ »توری دلته د تبيين لپاره هم کېدای شي ، بيا به ئې دعاء د ټول ځوځات په هکله شي.
(مناسک):
مناسك د حج مناسکو ته هم وائي او د عبادت د طريقو په معنا هم راځي. (يعنې موږ ته زموږ د حج يا عبادت طريقې را زده کړه.)
(و تُبْ علينا):
د توبې معنا ده را ګرځېدل. د بنده له اخه د توبې معنا دا ده چې بنده له هغو کارونو نه را وګرځي يعنې ترک کړي چې د الله ترې بد راځي او پرې پښېمانه شي، او پر ځای يې د اطاعت لور ته را وګرځي او د خدای له لوري د توبې معنا داده چې د مهربانۍ او بخښنې په لور را وګرځي.
أما التوبة فأصلها الأوبة من مكروه إلـى مـحبوب، فتوبة العبد إلـى ربه: أوبته مـما يكرهه الله منه بـالندم علـيه والإقلاع عنه، والعزم علـى ترك العود فـيه. وتوبة الربّ علـى عبده: عوده علـيه بـالعفو.(ابن جرير )
سورۃ البقرة آیت ۱۲۹
رَبَّنَا وَابۡعَثۡ فِيۡهِمۡ رَسُوۡلًا مِّنۡهُمۡ يَتۡلُوۡا عَلَيۡهِمۡ اٰيٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الۡكِتٰبَ وَالۡحِكۡمَةَ وَ يُزَكِّيۡهِمۡؕ اِنَّكَ اَنۡتَ الۡعَزِيۡزُ الۡحَكِيۡمُ۞
او ای ربه! په دې خلکو کې د دوی له خپل قوم څخه یو رسول راولېږه چې دوی ته ستا آیتونه تلاوت کړي، دوی ته د کتاب او حکمت تعليم ور کړي او د دوی ژوند پاک کړي. په يقين سره تاسو ځواکمن او حکمت لرونکي یاست.
د ۱۲۹ آيت تفسير:
دا د ابراهيم عليه السلام دوهمه دعاء ده ، دې دعاء کښې دا غوښتنه شوېده چې په دوی کښې يو رسول مبعوث کړه چې ۱- ستا آيتونه پرې ولولي ۲- ستا د کتاب تعليم ورته ورکړي ۳- او دوی تزکيه کړي.
دې آيت کښې له رسول نه مراد محمد ﷺ دی ، حديث کښې راغلي چې نبي علیه السلام به فرمايل: أنا دعوة أبي إبراهيم. ٫٫زه د خپل پلار ابراهيم دعاء يم،،. محمد عليه السلام د إسماعيل عليه السلام په نسل کښې حسابیږي.
دلته د پيغمبر عليه السلام درې منصبي وظائفو ته اشاره شوېده لومړی: د آيتونو تلاوت. دوهم: د کتاب او حکمت تعليم. دريم : د انسانانو تزکيه.
له دې آيت نه داهم څرګند شوه چې د کتاب د علم او په هغه د عمل کولو سره د الفاظو درست زده کول او لوستل هم مهم دي، قرآن د عام کتابونو په شان نه دی چې يواځې معنا باندې ئې پوهېدل مهم وي بلکې د قرآن ځانګړتيا دا ده چې د الفاظو رعايت، لوستل، تلفظ او ساتل ئې هم مهم دي.
(حکمت):
عام علماوو له حکمت نه مراد د پيغمبر سنت او حديث اخيستي دي او درست مفهوم همدا دی ځکه چې د دين يا د قرآن په ټوله فلسفه او د حکمت تشريع په اړه له سنت او حديث پرته څوک په درسته توګه نشي پوهېدای ، دا ځکه چې رسول ﷺ د قرآن معلم اوشارح و ، له معلم نه پرته د دنيا په هيڅ کتاب او علمي موضوع څوک کماحقه نشي پوهېدای ، په اوسني عصر کښې دهر علم او فن په اړه ډېر زيات کتابونه په مارکيټ کښې شته خو بيا خلک د مکتب او پوهنتون اړتيا احساسوي، په نړۍ کښې د کتابونو د شتون سره په زرګونه تعليمي ادارې شتون لري ، ځکه چې له معلم نه پرته نه شل کېږي ، کوم خلک چې وائي يواځې قرآن کفايت کوي سنت او احاديثو ته اړتيا نشته هغه په خبط او ليونتوب کښې اخته شويدي ، له احاديثو پرته د قرآن د تطبیق حکمت عملي باندې پوهېدل ناشونی کاردی، د احاديث منکرین اصل کښې د اسلام مخالفين او د اسلام ضد فرقه ده چې کوښښ کوي د دين په اړه د خلکو په زړونو کښې شبهات ايجاد کړي.
(تزکيه):
تزکيه په لغت تطهیر ، پاکول ، رُشد ، نمو او د نفس تهذيب ته وائي. دشريعت په اصطلاح کښې هغه رُشد ، نمو ، تطهير ، تهذيب او پاکوالي ته وائي چې د انسان په عقيدوي ، اخلاقي او عملي ژوند کښې را منځ ته شي او په دې ترتيب ئې نفس له اخلاقي ، عقيدوي او عملي عیبونو څخه پاک شي او په دې ساحه کښې رشد او پرمختګ وکړي، په دې توګه چې حميده اخلاق ، خويونه او صالح عمل په کښې په تدريج سره خپلې لوړې مرتبې ته ورسېږي.
دا کلمه د خپلو مشتقاتو سره قرآن کښې ۲۵(پنځه ويشت) کرته راغلې ده.