18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۱٦ (۱۳۰ - ۱٤۱ آیت)
۱۳۱-۱۳۰ سورةبقرة
وَمَنۡ يَّرۡغَبُ عَنۡ مِّلَّةِ اِبۡرٰهٖمَ اِلَّا مَنۡ سَفِهَ نَفۡسَهٗ ؕ وَلَقَدِ اصۡطَفَيۡنٰهُ فِى الدُّنۡيَا ۚ وَاِنَّهٗ فِى الۡاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِيۡنَ. ۞(۱۳۰). اِذۡ قَالَ لَهٗ رَبُّهٗۤ اَسۡلِمۡۙ قَالَ اَسۡلَمۡتُ لِرَبِّ الۡعٰلَمِيۡنَ.۞(۱۳۱).
او څوک به د ابراهیم له ملت ٫٫دین،، څخه وګرځي مګر هغه څوک چې ځان په جاهلیت کې اچولی دی؟ او په حقیقت کې موږ هغه په دنیا کې( دخپل کار لپاره) غوره کړی او بې له شکه په آخرت کې به هغه له نیکو کسانو څخه شمېرل کېږي.(۱۳۰). د هغه حالت دا و چې کله یې رب ورته وویل: چې تسليم ٫٫تابع،، شه، هغه سمدستي وویل: چې زه رب العالمین ته تسليم شوی یم.(۱۳۱).
د ۱۳۰ آيت تفسير:
مخکنيو آياتونو کښې الله تعالی د ابراهيم عليه السلام د إمامت اعلان وکړ ، بيا د هغه په لاس د بيت الله د جوړېدو کيسه ياده شوه ، او د بيت الله د جوړېدو د هدف هم يادونه وشوه ، د اخرې زمانې د پيغمبر د را لېږلو او د مکې مکرمې د خلکو د هوسا ژوند او دحج د مناسکو د زده کړې په اړه د هغه د دعاګانو يادونه هم وشوه.
د هغه مسلک واضح شو چې خدای پرستي او توحيد وو ، د هغه بيت عظمت هم بيان شو چې هغه جوړ کړی وو، اوس وائي چې اوس به نو کوم کم عقل او جاهل د ابراهيم له طريقې نه مخ واړوي.
په دغه وينا کښې يهودو ، نصاراوو او د عربو مشرکينو باندې اعتراض شویدی چې دوی د ابراهيم عليه السلام لار پرېښې ده ، بني اسرائيلو يهوديت ايجاد کړ ، نصاراوو مسيحيت ايجاد کړ او د عربو مشرکينو د شرک لار ونيوله ، په دې ترتيب درې واړو د ابراهيم عليه السلام طريقه چې هغه اسلام او خدای پرستي وه پرېښوده ، دا درې واړه فرقې يواځې ابراهيم عليه السلام ته په نسبت کولو افتخار کوي، ځکه يهود د ابراهيم عليه السلام د لمسي ( يعقوب عليه السلام) له نسل څخه دي او عربانو ځان د اسماعيل عليه السلام ځوځات ګنل ، دغه نٙسٙبي افتخار باندې دوی مغروره ول او د هغه دين، لاره او عقيده چې توحيد وو هغه ئې پرېښی وو.
دلته دا خبره هم واضح شوه که څوک د ابراهيم لاره تعقیبوي، هغه بايد د دغه پيغمبر ( محمد عليه السلام) لار تعقيب کړي چې ابراهيم ئې د راتلو او مبعوث کېدو دعاء کړې وه.
( إذ قال له ربه اسلم):
په دې کلماتو کښې الله ته د ابراهيم عليه السلام د تابعدارۍ او تسليمتيا حالت ته إشاره شوې ده چې هغه د خدای اطاعت او حکم منلو نه هر وخت چمتو او منقاد وو ، د سرغړونې او د حيلو بهانو سره ئې کار نه لره چې کله به ورته حکم کېده د يو رېښتوني مسلمان په شان يې منلو او عملي کولو ته هر وخت آماده او چمتو وو.
د أسلِم او أسلمتُ کلمات په دې روښانه دلالت کوي چې هغه سوچه او حنيف مسلِم ( مسلمان) وو، يهوديت او نصرانيت وروستی ايجاد دی دټولو أنبياؤ دين اسلام وو، له دې ډلو سره د ابراهيم عليه السلام د دين هيڅ فکري او اعتقادي ارتباط نشته دی.
( د مسلم معنا):
مسلمان هغه دی چې د خدای اطاعت ته سر ټیټ کړي ، خدای د خپل مالک ، آقا ، حاکم او معبود په توګه ومني ، هغه څوک چې ځان په بشپړ ډول خدای ته تسلیم کړي او په نړۍ کښې د هغه لارښوونې سره سم ژوند تېر کړي چې د خدای له لوري راغلې ده.
د دغې عقیدې او د دغې چلند نوم "اسلام" دی او دا د ټولو پیغمبرانو دین وو چې دانسان د پیدایښت له پیل څخه د نړۍ مختلفو هیوادونو او ملتونو ته راغلی دی. ختم شد.
۱۳۲- سورةبقره .
وَوَصّٰى بِهَآ اِبۡرٰهٖمُ بَنِيۡهِ وَ يَعۡقُوۡبُؕ يٰبَنِىَّ اِنَّ اللّٰهَ اصۡطَفٰى لَـكُمُ الدِّيۡنَ فَلَا تَمُوۡتُنَّ اِلَّا وَاَنۡـتُمۡ مُّسۡلِمُوۡنَؕ.۞(۱۳۲).
په همدې لار د تلو توصیه ابراهيم او يعقوب خپلو بچو ته کړې وه ، (هغه وویل: ) زما بچو، الله ستاسو لپاره دا دین غوره کړی دی ، نو تر مرګه پورې مسلمان پاتې شئ.(۱۳۲).
د ۱۳۲ آيت تفسير:
امام قرطبي په دې اړه فرمائي:
ابراهيم فاعل دی يعقوب پرې عطف دی معنا داشوه چې ابراهيم خپلو ځامنو ته په اسلام او توحيد د کلک پاتې کېدو توصيه کړې وه ، بيا يعقوب چې د ابراهيم لمسی و هم خپلو ځامنو ته همدغه توصیه وکړه ، د دواړو توصیه يوه توصيه ده چې هغه په ملت ابراهيمي يعنې توحيد او اسلام تر مرګه پورې کلک ودرېدل دي.
دا خو په اصل کښې د ابراهيم عليه السلام توصیه وه ؛ کله چې يعقوب عليه السلام له خپلې کورنۍ سره مصر ته راغی ، مصر کښې په مختلف بڼو او شکلونو شرک او کفر شتون درلود تر دې چې د غوا عبادت هم په کښې کېده نو يعقوب بابا خپل بچي راغونډ کړل د توحيد په عقيده د کلک پاتې کېدو وصيت ئې ورته وکړه.
(د الدين معنا):
دین د ژوند طریقه ، د ژوند نظام او هغه قانون چې په رڼا کښې یې انسان دخپل ژوند ټولې برخې تنظيموي. دين يواځې د ژوند د تعبدي برخې نوم نه دی ، عقيده، عبادت ، اقتصاد، تجارت او سياست د دين متنوع ښاخونه دي، د ژوند په يوه برخه کښې د دين له تعليماتو نه انکار کول د کفر مترادف ګڼل کېږي.
(د ابراهيم اولاد):
ابراهيم عليه السلام څلور ښځې درلودې: سارة ، هاجره ، قطورة او حجون. مشر ځوی ئې اسماعيل و چې د هاجر ځوی و بيا ورپسې اسحق و ، چې د (ساره) ځوی و، بيا وروسته ابراهيم عليه السلام په کنعاني قوم کښې نکاح وکړه د هغې بي بي نوم ئې قطورة يا قطورا وه ، چې ابراهيم ته ئې شپږ هلکان زېږولي ول نومونه ئې په لاندې ډول دي:
زمران، يقشان، مَدْين يا مديان، مَدان، يشباق وشوحا. د ابراهيم بله بي بي ئې حجون نومېده چې ابراهيم ته ئې پنځه ځامن زېږولي ول، چې نو مونه يې په دې ډول دي: كيسان. سورج .أميم. لوطان. نافس.
(د اسماعيل عليه السلام اولادونه او ښځې):
د اسماعيل عليه السلام دولس ځامن ول نومونه ئې په لاندې ډول دي :
نابت. قيدار. أزبل. ميشى. مسمع. ماش. دوصا. آزر. يطور. نبش. طيما. قيذما او يوه ئې لور وه قسمة نومېده.
اسماعيل عليه السلام دوه نکاحونه کړي ول د يوې نوم عمارة بنت سعد وه له دې سره ئې ډېر وخت نه وو تېر کړی او اولاد هم ئې ترې نه وو.
دوهمه ښځه ئې السيدة بنت مضاض جرهمية وه چې د جرهم له قبيلې څخه وه ، اسماعيل بابا ته ئې دولس ځامن او يوه لور وزېږول.
(د اسحاق ٫٫ع،، ځامن): د اسحاق عليه السلام دوه ځامن ول يو عيسو دا مشر وو دوهم يعقوب عليه السلام او يوه ئې لور وه فائقة. يوه ئې ښځه وه نوم ئې رِفقة وه چې د بتوئيل لور وه.
(د يعقوب عليه السلام ښځې او ځامن): د يعقوب بابا څلور ښځې وي :
۱- يوه د يوسف او بنيامين مور وه چې راحيل نومېده. ۲-- دوهمه ليان وه چې هغې يعقوب ته شپږ ځامن زېږولي وو. نومونه ئې په دې ډول دي: اروبين ، يهودا ، لاوي ، شمعون ، زبولون ، ياساكر او يوه لور چې دينا نومېده.
۳- دريمه ښځه يې بيلها نومېده چې د راحيل وينځه وه له دېنه ئې دوه ځامن ول : يو دان نومېده بل نفتالي.
۴--ښځه ئې زيلفا نومېده چې د ليان وينځه وه له دېنه ئې هم دوه ځامن ول يو جاد نومېده بل ئې عشير.
زيلفا د ليان وينځه وه او بيلها د راحيل وينځه وه، چې يعقوب بابا ته ئې ور بخښلې وې. د يعقوب بابا لومړۍ ښځه ليان وه دوهمه راحيل دريمه يې بيلها او څلورمه يې زيلفا وه. د يعقوب بابا دولس ځامن ول او يوه يې لور وه. ديعقوب عليه السلام لقب اسرائيل وو له دې امله ئې اولاد ته بني اسرائيل وائي.
,(يوسف عليه السلام):
د يوسف عليه السلام دوه ځامن ول يو أفراييم او بل ئې منشا نومېده او د يوې ښځې ذکر ئې کېږي چې د زندان نه د وتلو نه وروسته د وخت بادشاه ورته نکاح کړې وه چې أسِنات نومېده.
دتفسير حواشي:
إبراهيم " رفع بفعله ، " ويعقوب " عطف عليه ، وقيل : هو مقطوع مستأنف ، والمعنى : وأوصى يعقوب وقال يا بني إن الله اصطفى لكم الدين ، فيكون إبراهيم قد وصى بنيه ، ثم وصى بعده يعقوب بنيه .
(قرطبي.)
*--الوسيط کښې طنطاوي وائي,:
ووصى إبراهيم بنيه باتباع ملته ويعقوب كذلك أوصى بنيه باتباعها، فقال كل منهما لأبنائه: يا بنى إن الله اصطفى لكم دين الإسلام، الذي لا يقبل الله دينا سواه فَلا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ أى: فاثبتوا على الإسلام.
واستقيموا على أمره حتى يدرككم الموت وأنتم مقيمون على هذا الدين الحنيف.
(الوسيط.).
آيت ١٣٣ سورة البقرة
اَمۡ كُنۡتُمۡ شُهَدَآءَ اِذۡ حَضَرَ يَعۡقُوۡبَ الۡمَوۡتُۙ اِذۡ قَالَ لِبَنِيۡهِ مَا تَعۡبُدُوۡنَ مِنۡۢ بَعۡدِىۡؕ قَالُوۡا نَعۡبُدُ اِلٰهَكَ وَاِلٰهَ اٰبَآئِكَ اِبۡرٰهٖمَ وَاِسۡمٰعِيۡلَ وَاِسۡحٰقَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ وَّنَحۡنُ لَهٗ مُسۡلِمُوۡنَ.۞(١٣٣).
نو ایا تاسو هغه وخت حاضر وۍ چې یعقوب علیه السلام له دې دنیا څخه رخصتېده ؟ کله ئې چې خپلو زامنو ته و ويل( پوښتنه ئې ترې وکړه): له ما وروسته به د چا بندګي کوۍ؟ هغوی ټولو په ځواب کې وویل: موږ به دهغه واحد معبود عبادت کوو چې ستا او ستا د مشرانو ابراهیم، اسماعیل او اسحاق معبود دی او موږ د هغه تابعدار یو.(۱۳۳).
د ۱۳۳ آيت تفسير:
دلته يهوديانو، مشرکينو او نصاراوو سره دا خبره کېږي چې د ابراهيم او يعقوب عليه السلام توصیات خو دا ول چې په اسلام او توحيد مضبوط ودرېږئ ، تاسو ټولو هغه وصیتونه او تعليمات هېر کړل او په تاسو کښې هره فرقه په يو نوع شرک کښې اخته شوه، د دين اصولي تعليمات مو پرېښودل، په فرقو او ډلو و ويشل شوۍ.
د حضرت یعقوب (ع) د وفات کيسه په بائیبل کې په ډیر تفصیل سره لیکل شوی ده خو د حیرانتیا خبره داده چې د دې وصیت هیڅ ذکر په کښې نشته دی. خو په تلمود کې دا مضمون په تفصيل سره ليکل شویدی چې د قرآن سره ډیر ورته دي. په دې کې موږ د حضرت يعقوب (ع) دا ويناوې ګورو:
”د مالِک خُدای د خپل خُدای بندګي کوه، هغه به تاسو له ټولو آفتونو نه بچ کړي لکه څنګه چې هغه ستاسو پلار نيکه بچ کړيدي. خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ چې له خدای سره مینه وکړي او د هغه په حکمونو عمل وکړي ترڅو دوی اوږد عمر ولري ، ځکه چې خدای د هغه چا ساتنه کوي څوک چې سم عمل کوي او د هغه په لار روان دي. په ځواب کې یې بچو وویل:
موږ به هغه څه تعقیبوو چې تا یې لارښوونه کړې ده. خدای دې له موږ سره وي! بیا یعقوب (ع) ورته وویل: تاسو د خدای له مستقیمې لارې څخه ښي او چپ لوري ته مه ګرځئ نو خدای به خامخا درسره وي.
٫٫تفهيم،،
سورۃ البقرة آیت. ۱۳۴- ۱۳۵
تِلۡكَ اُمَّةٌ قَدۡ خَلَتۡۚ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَلَـكُمۡ مَّا كَسَبۡتُمۡۚ وَلَا تُسۡئَـلُوۡنَ عَمَّا كَانُوۡا يَعۡمَلُوۡنَ.۞(۱۳۴). وَقَالُوۡا کُوۡنُوۡا هُوۡدًا اَوۡ نَصٰرٰى تَهۡتَدُوۡا ؕ قُلۡ بَلۡ مِلَّةَ اِبۡرٰهٖمَ حَنِيۡفًا ؕ وَمَا كَانَ مِنَ الۡمُشۡرِكِيۡنَ.۞(۱۳۵).
هغه یو امت وو چې مړ شو؛ هغه څه چې دوی ترلاسه کړي دي د دوی دي، او هغه څه چې تاسو ترلاسه کړي دي ستاسو دي. او تاسو به د هغه څه په اړه ونه پوښتل شۍ چې ٫٫دوی،، کول.(۱۳۴). او أهل کتاب وائي: يهوديان يا عيسويان شئ! سمه لار به و مومۍ ، ته ورته و وايه: بلکې موږ د ابراهيم د دين پيروي کوو چې حق پرست و او د مشرکينو له جملی څخه نه و.(۱۳۵).
د ۱۳۴ آيت تفسير:
د پلرونو او نيکونو په نيکو عملونو نن سبا ډېر خلک افتخار کوي ، سيدان، صاحبزاده ګان، اخندزاده ګان ، میاګان ، مجدديان ، صديقيان ، ميران ، حضرتان ، د خپلو مشرانو په نيکيو وياړ کوي او د جاهلو خلکو هم دا عقيده ده چې دا د صالحانو اولاد دی ، که هر څومره ناکاره عملونه وکړي ، الله تعالی دوی ته مغفرت کوي قرآن په دې عقيده نيوکه کوي. د قرآن له مخې هر کس د خپل عمل په خپله مسؤل دی، اصولاً د چا نيکي بل چاته هيڅ فائده نه شي رسولی، د پښتو متل دی: خپل عمل د لارې مل.
(د مفتي محمد شفیع تشريح) :
ماشومانو ته به د پلرونو د عملونو سزا نه ورکول کیږي.
له دې آيت څخه څرګندېږي چې د پلرونو نيک اعمال د اولاد لپاره کفايت نه کوي تر څو چې خپل اعمال اصلاح نه کړي او دا هم ثابته شوه چې د مشرکانو اولادونه چې له بلوغ څخه مخکې مړه شي د پلار او مور د کفر او شرک له امله به ورته عذاب نه ورکول کېږي.
قرآن د یهودانو دا عقیده درسته نه ګڼي چې موږ هر څه وکړو، د خپلو مشرانو د ښو عملونو له امله زموږ بخښنه کیږي. همدا ډول نن سبا د سیدانو د کورنيو ځینې خلک په دې فکر کې ژوند کوي چې موږ د پیغمبر اولاد یو، چې هره څه وکړو موږ به بخښل کېږو.
قرانکریم دا موضوع څو څو ځله په مختلفو عنوانونو سره بیان کړې ده او رسول الله ﷺ وفرمایل:
اې د بني هاشم کورنۍ! داسې مه کوه چې د قيامت په ورځ به خلک له خپلو نيک عملونو سره راشي او تاسې له عمل څخه غفلت وکړۍ او يوازې زما د نسب په اعتماد راشئ او زه به په هغه ورځ تاسې ته وايم چې زه مو د الله تعالیٰ له عذاب څخه نه شم ژغورلی. حدیث شريف کې راغلي دي:
(من بطأ به عمله لم يسرع به نسبه) يعنې هغه څوک چې په خپل کار کې سُست وه ، نسب يې نه شي ګړندی کولی. (معارف القرآن).
( لها ماکسبت و لکم ما کسبتم):
"څه چې هغوی ګټلي هغه د هغو لپاره دي او څه چې تاسو ترلاسه کړي ستاسو لپاره دي" دا د قرآن یو ځانګړی اسلوب دی. هغه څه چې موږ عمل یا فعل بولو، قرآن په خپله ژبه کې ورته کسب ٫٫ګټه،، وایي.
زموږ هر عمل خپله ښه یا بده پایله لري، چې د خدای د رضا یا غوسې په صورت کښې به ښکاره شي. همدا پایله زموږ عاید، ګټه يا فائده ده.
له دې امله چې د قرآن په نظر کښې اصلي اهميت همدا نتيجه لري، نو ډېر ځله زموږ عمل ته د عمل او فعل د کلمې پر ځای د (کسب) په کلمه سره اشاره کوي.( تفهيم)
د ۱۳۵ آيت تفسير:
يعنې یهودان وايي: که څوک یهودي شې سمه لار به ومومي او عیسویان وايي: هدايت په مسیحيت منحصر دی. ته ورته ووایه: نه يهودي کېږم او نه مسيحي. له نورو ټولو لارو پرته يواځې د ابراهیم علیه السلام لاره او ملت تعقيبوم چې هغه په حق لاره روان و او له مشرکانو څخه نه و. د دې ځواب په لطافت د پوهیدو لپاره دوه شیان په ذهن کې ساتل په کار دي:
یو دا چې یهودیت او عیسویت دواړه د وروسته وختونو محصول دي. "یهودیت" د خپل نوم او مذهبي ځانګړتیاو او دودونو سره په دریمه څلورمه پیړۍ قبل میلاد کې زیږیدلی دی.
او "عیسویت" د هغو عقایدو او خاصو دیني افکارو نوم دی چې د مسیح (ع) له زمانې وروسته منځ ته راغی.
اوس دا پوښتنه په اتومات ډول راپورته کیږي چې که د یو چا لپاره درست لار د یهودیت یا عیسویت اختیارول وي، نو بیا حضرت ابراهیم (ع) او نور پیغمبران او نیک خلک چې د دې مذهبونو له پیدایښت څخه پیړۍ وړاندې زیږیدلي وو، دوی له کوم شی څخه لارښوونه ترلاسه کړې وه ؟
ښکاره ده چې د هغوی د هدايت منبع یهودیت او عیسویت نه و. نو له دې څخه دا څرګنده شوه چې د انسان لپاره درست سمت دا مذهبي ځانګړنې نه دي، چې له امله یې یهود، نصاری اونورې فرقې جوړې شوې دي، بلکې په حقیقت کې هدايت د هغې نړيوالې سمې او نېغې لارې په اختیار ولو پورې اړه لري، کوم چې خلکو ته په مسلسله توګه د انبياوو له لوري ښوول شوېده.
دويم دا چې د يهوديانو او نصاراوو سپېڅلي كتابونه پخپله د دې خبرې شاهد دي چې حضرت ابراهيم (ع) له الله پرته د بل چا د عبادت، تقدس، بندګۍ او اطاعت قائل نه و او دنده يې د خداى عبادت ته د خلکو رابلل وو. او دا چې هیڅوک باید په ذات او صفتونو کې له الله سره شریک نه شي، په دې اساس یهودیت او عیسویت دواړه له هغې مستقیمې لارې څخه وتلي دي چې حضرت ابراهیم (ع) به پرې روان وو، ځکه چې په دواړو کښې شرک ګډ شوی دی.
( ملت):
قال أبو الهلال العسكري في الفروق:
الراجح : أن الملة مجموع عقائد وأعمال تلتزم كثيرا وتكرر مدة طويلة ويطول العمل بها عملا ممتدا ، وتملى وتقلب من جيل إلى جيل ، سميت بذلك باعتبار أنها تملى وتنقل طويلا وتكرر من جيل إلى جيل وتكون لهم طريقة يتبعونها بالتكرار طويلا.
٫٫د ملت په تعريف کښې راجح خبره دا ده چې ملت دعقائدو او اعمالو هغه مجموعی ته وائي چې خلک پرې ډېر التزام کوي او له اوږدې مودې نه پرې خلک عمل کوي او ليکل شوې وي ، له يو نسل نه بل نسل ته په مودو مودو نقلېږي او د خلکو د عمل او پېروۍ زړه لار وي. (ملتقیٰ اهل التفسير).
(حنيفا):
دحنيف فارسي معنا ده: يکسو ، له باطل نه د حق لور ته مائل. حنيف د جنف مقابل لفظ دی ، جنف له حق نه تجاوز او باطل لور ته میلان ته وائي. معنا دا ده چې ابراهيم ( ع) حق پرست و د هغه عقيده کښې د باطل آميزش د سره شتون نه درلو.
۱۳۶ - ۱۳۷ آيت سورة البقرة
قُوۡلُوۡٓا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَآ اُنۡزِلَ اِلَيۡنَا وَمَآ اُنۡزِلَ اِلٰٓى اِبۡرٰهٖمَ وَاِسۡمٰعِيۡلَ وَاِسۡحٰقَ وَيَعۡقُوۡبَ وَ الۡاَسۡبَاطِ وَمَآ اُوۡتِىَ مُوۡسٰى وَعِيۡسٰى وَمَآ اُوۡتِىَ النَّبِيُّوۡنَ مِنۡ رَّبِّهِمۡۚ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ اَحَدٍ مِّنۡهُمۡ وَنَحۡنُ لَهٗ مُسۡلِمُوۡنَ.۞(۱۳۶). فَاِنۡ اٰمَنُوۡا بِمِثۡلِ مَآ اٰمَنۡتُمۡ بِهٖ فَقَدِ اهۡتَدَوْا ۚ وَاِنۡ تَوَلَّوۡا فَاِنَّمَا هُمۡ فِىۡ شِقَاقٍ ۚ فَسَيَكۡفِيۡکَهُمُ اللّٰهُ ۚ وَهُوَ السَّمِيۡعُ الۡعَلِيۡمُؕ.۞(۱۳۷).
٫٫ای مؤمنانو أهل کتابو ته و واياست! موږ په الله إيمان راوړی او په هغه څه چې موږ ته نازل شويدي او په هغه څه چې ابراهيم ،إسماعيل ، اسحاق، يعقوب او د يعقوب په اولاد نازل شويدي او په هغه څه (کتابونو) مو إيمان دی چې موسی او عيسی ته ورکول شويدي او په هغه څه (تعليماتو ) مو إيمان دی چې پيغمبرانو ته د هغو د رب له لوري ورکول شويدي ، موږ د دوی(انبياوو) تر منځ تفريق نه کوو او موږ ټول الله ته غاړه ایښودونکي يو.(۲۳۶). نو دوی که ايمان راوړي په هغه څه چې تاسو پرې إيمان راوړی دی ، بيا دوی په سمه لار دي او که مخ وا ړوي بيا په يقيني توګه دوی په ضد کښې اخته شوي دي ، نو ژر ده چې د دوی په مقابل کښې به الله ستا لپاره پوره شي، هغه اورېدونکی او علم لرونکی دی.(۱۳۷).
د ۱۳۶ آيت تفسير:
د پيغمبرانو تر منځ د تفريق نه کولو معنا دا ده چې موږ داسې نه کوو چې په ځينو إيمان راوړو او له ځينو څخه انکار وکړو. یا ځينې په حق وګڼو او ځينې په حق ونه ګڼو، دا ظاهره خبره ده چې کوم انبياء د الله له لوري راغلي دي ټول په حق دي ، څوک چې ځينې مني او ځينې نه مني دا په حقيقت کښې دهغه پيغمبر پيروي هم نه کوي د کوم د منلو چې دعویٰ کوي ، ځکه د أنبياوو اساسي پيغام يو دی ، ټول د هغه يو عالمګير حقيقت او صداقت په لور انسان ته دعوت ورکوي.
څوک چې ځينې مني او ځينې نه مني هغه په اصل کښې هغه عالمګير حقيقت او صداقت نه دی درک کړی ، بلکې د قوم پرستي او نژاد پرستي په اساس ځينې پيغمبران مني او ځينې نه مني. که د پيغام له منظاره وکتل شي بيا د ځينو د نه منلو معقول دليل نه پیداکېږي ، ځکه پيغام د ټولو أنبياوو يو دی.
د ۱۳۷ آيت تفسير:
د آيت مفهوم دا دی که يهودو او نصاراوو په هغه شيانو ايمان راوړ چې تاسو پرې ايمان راوړی دی نوبيا دوی په سمه دي او که دغه ايمانيات چې قرآن چيرته په مجمله توګه او کله په مفصل توګه بيان کړي دي، دوی ترې مخ واړوي او ايمان پرې نه راوړي نو دوی په ضد، عناد او بې ځايه مخالفت کښې اخته دي.
(بمثل ما امنتم به): که د دې ترجمه داسې وشي: که دوی ايمان راوړ په «مِثل» دهغه شي چې تاسو پرې ايمان راوړی دی. نو په دې ترجمه دا سوال پيدا کېږي چې الله د هغه صفات او نور ډېر شيان خو مِثل نه لري او موږ پرې ايمان راوړی دی ، نو دهغی په مِثل د ايمان راوړلو څه معنا؟ بله دا چې الله ته مثل منل خو شرک دی.
د دې ځواب قاضي بيضاوي داسې کړی دی: چې په « بِمِثل » توري کښې يا خو باء زائده ده يا مِثل زائد دی. خو د باء د زائد کېدو په صورت کښې د ٫٫بهِ،، د ضمير د مرجع په اړه يو نوع ابهام پاتې کېږي. خو بل تاويل چې بيضاوي ښه په مشرح توګه ياد کړی او د قرآن له استعمال نه ئې پرې شواهد هم قائم کړيدي هغه دا دی: چې « مِثل» زائد ومنو او تاويل د عبارت داسې شي: فان امنوا بما آمنتم به» ٫٫که دوی ايمان راوړي په هغه څه چې تاسو پرې ايمان راوړی دی،،. نو دې ترجمه کښې اشکال او ابهام نه پاتېږي. د دې ترجمې د راجحيت يو دليل دا هم دی چې ابن عباس قرائت کښې د مِثل لفظ نشته بلکې «بِما آمنتم به» راغلی. او د ٫٫بالذي آمنتم به،، په قرائت کښې هم مِثل زائد راغلی دی، له دې امله همدا ترجمه موږ غوره وګڼله.
قاضي بيضاوي وائي:
أو المثل مقحم كما في قوله: {وَشَهِدَ شَاهِدٌ مّن بَنِى إِسْرٰءيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِ} أي عليه، ويشهد له قراءة من قرء بما آمنتم به أو بالذي آمنتم به.
ابن جرير د ابن عباس په قرائت« بما آمنتم به»رد کړی دی، ځکه دا د جمهورو له قراءت نه مخالف دی ، خو په دې اړه دا ويلی شو : چې د ابن عباس قول د قرائت په توګه و نه منو، لکن د آيت په ترجمه کښې د يو تاويل په توګه منلو کښې ئې هيڅ حرج نشته او دا ډېرو مفسرينو غوره کړی دی ځکه د قرآن فهم ورسره آسانه کېږي او اشکالات ورسره ختمېږي.
پاتې شوه د ابن جرير ترجمه نو هغه هم د عربيت د قوانينو له مخې درست ترجمه ده. امام قرطبي هم په دې اړه فرمائي: چې د ابن عباس قرائت که مرجوح هم دی خو د آيت معنا همدغه ده چې ابن عباس ئې وائي.
وكان ٱبن عباس يقرأ فيما حكى الطبري: «فإن آمنوا بِالذي آمنتم بِهِ فقدِ ٱهتدوْا» وهذا هو معنى القراءة وإن خالف المصحف؛ فـ «ـمِثْل» زائدة كما هي في قوله: {أية : لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ} تفسير : [الشورى:11] أي ليس كهو شيء. جلالين، شوکاني او بغوي هم ليکلي دي: چې مِثْل زائد دی.
له دې ټولو نه ثابتېږي چې د ابن عباس قول که د قراءت په حيثيت چا نه دی قبول کړی ، خو د درستې ترجمې ، تفسیر يا تاويل په توګه ټولو منلی دی. او ممکن د ابن عباس هدف هم همدغه وي چې د آيت درست تاويل دغه شان دی او کوم چا ترې دا فهم کړی وي چې دا د قراءت په حيث وړاندې کوي.والله اعلم.
(د شقاق معنا): د شقاق معناعلامه سمرقندي داسې کړېده: والشقاق في اللغة: له ثلاثة معان: أحدها: العداوة مثل قوله تعالى و {أية : لاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِىۤ}تفسير : [هود: 89]، والثاني : الخلاف مثل قوله {أية : وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا} تفسير : [النساء: 35]، والثالث: الضلالة مثل قوله {أية : وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ }تفسير : [الحج: 53]،(بحرالعلوم).
٫٫د شقاق درې معنا ګانې دي: ۱--عداوت.۲--- مخالفت (خلاف) ۳-- ضلالت ( ګمراهي) ،،.
دلته معنا دا شوه که دوی دا نه مني او اعراض کوي نو دوی په ضد ، عداوت او مخالفت کښې اخته دي. يعنې دوی د کوم علمي دليل په آساس د اسلامي دعوت مخالف نه دي بلکې د ضد او عناد له امله ئې مخالفت کوي، او يا داچې هغوی په ګمراهي کښې اخته دي. درې واړه معنا ګانې د دوی په حالت تطبيقېږي .
سورۃ البقرة آیت-۱۳۸-۱۳۹
صِبۡغَةَ اللّٰهِ ۚ وَمَنۡ اَحۡسَنُ مِنَ اللّٰهِ صِبۡغَةً وَّنَحۡنُ لَهٗ عٰبِدُوۡنَ.۞( ۱۳۸).قُلۡ اَ تُحَآجُّوۡنَـنَا فِى اللّٰهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّکُمۡۚ وَلَنَآ اَعۡمَالُـنَا وَلَـكُمۡ اَعۡمَالُكُمۡۚ وَنَحۡنُ لَهٗ مُخۡلِصُوۡنَۙ.۞(۱۳۹).
ووایه: د الله رنګ اختيار کړئ، او د چا رنګ به د الله له رنګ څخه غوره وي؟ او موږ هغه خلک یو چې د هغه عبادت کوونکي يو.,(۱۳۸). اي پيغمبره! دوی ته و وايه: آيا تاسو د الله په اړه له موږ سره شخړه لرۍ؟ په داسې حال کښې چې هغه زموږ رب دی او ستاسو هم رب دی. زموږ عملونه زموږ لپاره دي او ستاسو عملونه ستاسو لپاره دي او موږ خپل ( عبادت) هغه ته ځانګړی کړی دی.(۱۳۹).
د ۱۳۸ آيت تفسير:
د دې آيت دوه ترجمې کېدای شي، يوه دا ده چې "موږ د الله رنګ غوره کړی دی"، بل دا چې "د الله رنګ غوره کړئ".
د عیسویت له ظهور څخه مخکې د یهودانو په مذهب کې داخل شوي کس ته د غسل ورکولو طريقه مروج وه او د دې غسل معنی دا وه چې د هغه ګناهونه و مینځل شول او د ژوند نوی رنګ یې قبول کړ.
دا رسم وروسته د عیسویانو له خواهم پلی کېده.
د دوی په منځ کې یې اصطلاحي نوم اصطباغ (بپتسمه) ده او دا اصطباغ نه یوازې هغه چا ته ورکول کیږي چې د دوی مذهب ته نوی ننوځي، بلکې ماشومانو ته هم ورکول کیږي. په دې اړه قرآن وايي، په دې رسمي مراسمو او رنګونو کې څه ايښي دي؟ تاسو د الله جل جلاله رنګ غوره کړئ، چې په اوبو نه پورته کېږي، بلکې د هغه د بندګۍ په طریقه پورته کېږي.
مخکنيو آياتونو خصوصا ۱۳۶ آيت کښې چې څه بيان شوي دي هغې ته اشاره ده چې دغه د الله رنګ دی، غوره ئې کړئ. د الله له رنګ ځنې د إسلام دين يا فطرت مراد دی. د لا وضاحت لپاره ابن جرير ته مراجعه وکړئ.
د ۱۳۹ آيت تفسير:
یعني موږ خو هم همدا وایو چې الله تعالی زموږ د ټولو رب دی او د هغه عبادت او اطاعت بايد وشي. ایا دا څه داسې خبره ده چې تاسو باید له موږ سره پرې جنجال وکړئ؟ که د اختلاف چانس وي نو هغه زموږ لپاره دی ستاسو لپاره نشته دی، ځکه چې تاسو له الله پرته نور شيان د عبادت مستحق بولې، نه موږ.
د "اَتْحَاجونَنا فِي اللَّهِ" دا ترجمه هم کېدای شي "آيا ستا شخړه زموږ سره د الله په لاره کښې ده"؟ په دې صورت کې يې معنی دا جوړېږي ٫٫ چې که ستاسو شخړه شخصي او نفساني نه وي او يواځې د خدای لپاره وي، نو دا په اسانۍ سره حل کیدی شي ځکه چې هغه زموږ او ستاسو دواړو رب دی.
(لنا أعمالنا .......)
يعنې موږ دخپلو عملونو مسؤل يو او تاسو دخپلو. که تاسو خپل ژوند تقسيم کړیدی اوله الله سره مو نور هم په خدائي کښې شريک کړيدي د هغو پرستش او عبادت تر سره کوۍ ، تاسو ته په دنيا کښې د دغه راز کړنې اختيار خو شته ليکن د دې ناکاره پای به په خپله وګورۍ. موږ په زوره تاسو له دې ناکاره کار څخه
نه شو منع کولی، ليکن موږ خپله بندګي، اطاعت او پرستش په بشپړه توګه د الله لپاره ځانګړی کړی دی ، که تاسو دا ومنۍ چې موږ هم دغه رنګ اختيار لرو، نو دا بحث او مجادله به په خپله ختمه شي.
۱۴۰- ۱۴۱- آيت سورة بقرة.
اَمۡ تَقُوۡلُوۡنَ اِنَّ اِبۡرٰهٖمَ وَاِسۡمٰعِيۡلَ وَاِسۡحٰقَ وَيَعۡقُوۡبَ وَالۡاَسۡبَاطَ كَانُوۡا هُوۡدًا اَوۡ نَصٰرٰىؕ قُلۡ ءَاَنۡـتُمۡ اَعۡلَمُ اَمِ اللّٰهُ ؕ وَمَنۡ اَظۡلَمُ مِمَّنۡ كَتَمَ شَهَادَةً عِنۡدَهٗ مِنَ اللّٰهِؕ وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعۡمَلُوۡنَ.۞(۱۴۰).تِلۡكَ اُمَّةٌ قَدۡ خَلَتۡۚ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَلَـكُمۡ مَّا كَسَبۡتُمۡۚ وَلَا تُسۡئَـلُوۡنَ عَمَّا كَانُوۡا يَعۡمَلُوۡنَ.۞(۱۴۱).
آيا بیا تاسو دا وا ياست: چې ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او د یعقوب اولاد ټول یهودیان يا نصاریٰ ول؟ ورته ووایه: تاسو ښه پوهېږۍ که الله؟ او له هغه چا څخه غټ ظالم څوک کېدای شي، چې د الله تعالی له لوري يې شاهدي پر غاړه وي او پټه يې کړي؟ الله ستاسو له عملونو څخه غافل نه دی.(۱۴۰).
دا څه خلک ول چې تېر شويدي د هغو کسب ٫٫عمل،، د هغو لپاره ګټور وو او ستاسو کسب تاسو لپاره او له تاسو نه به د هغو دعمل په اړه پوښتنه نه کېږي.(۱۴۱)؏.
د ۱۴۰ آيت تفسير:
دا (أم تقولون) عطف دی په ٫٫أتحاجوننا في الله،، باندې. يعنې دلته دوه خبرې دي
۱- يا خو تاسو د الله په اړه موږ سره بحث کوئ چې تاسو واياست: موږ الله ته له تاسو ځنې نژدې يو، ځکه چې مذهب مو ستاسو د مذهب په نسبت پخوانی دی.۲- او يا مو دا ګومان دی چې ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او ځوځات ئې يهوديان يا عيسويان ول.
ستاسو دواړه دعوې درست نه دي د لومړۍ په اړه خو دا ده چې پخوانی او نوی مذهب مهم نه دی ځکه رب مو يو دی دا نوی دين هم همغه لېږلی دی ، بلکې اصل شی د الله عبادت، بندګي، پرستش او اطاعت دی که مذهب مو پخوانی دی خو د مذهب اساسي شيانو کښې تاسو پاتې راغلي ياست ، که زموږ مذهب نوی دی خو د دين جوهر او اساسات مو کلک کړيدي.
دوهمه مسئله : که ستاسو دا دعویٰ وي چې دغه أنبياء کرام يهوديان يا عيسويان ول، نو دا دعویٰ مو هم اشتباه ده ځکه چې يهوديت او عيسويت له دغه أنبياوو نه وروسته ايجاد شوی او دغه أنبياء کرام ټول مسلمانان ول.
(و من أظلم.....)
دېته اشاره ده چې تاسو په دې ټولو خبرو پوهېږۍ او په دې اړه د پخوانيو کتابونو تصريحات درته ښه معلوم دي ، خو تاسو ستر ظلم دا کوئ چې د حق کومه ګواهي چې در ته معلومه ده هغه مو پټه کړېده، ليکن له الله نه ستاسو دا کړنې پټې نه دي.
د ۱۴۱ آيت تفسير:
له دې جماعت يا امت نه مراد مخکني ياد شوي أنبياء کرام دي، ٫٫له ابراهيم نه نيولی د يعقوب بابا تر ځوځات پوري،،.
( د اهل کتابو غلط عقائد) :
د يهوديانو د خپلو پيغمبرانو په اړه دا عقيده وه چې دا خو زموږ پلرونه، نيکونه ول نو دوی به موږ د الله له عذاب نه خلاص کړي، همدا راز عيسويانو د مسيح عليه السلام په اړه دا غلط ګومان درلود چې هغه٫٫العياذبالله،، د خدای ځوی وو، د.هغه شتون کښې موږ ته څوک عذاب نه شي را کولی ، لکه زموږ امت کښې چې ځينې خلک د أنبياؤ اوځينو أولياوو په اړه همدغه راز باورونه لري.
د دوی په غلطو عقيدو دا تبصره وشوه چې د أنبياؤ او صالحينو عمل د هغو لپاره ګټور کېدای شي ، ستاسو لپاره نه او نه له تاسو نه د هغو د عمل په اړه پوښتنه کېږي. دلته قرآن دا خبره بلکل په څرګنده توګه بیان کړه چې د هر چا عمل د هغه لپاره ګټور دی د بل چا لپاره ئې ګټه نشته ده، که د دومره وضاحت نه وروسته اوس بيا هم څوک په عقيدوي ضلالت کښې اخته کېږي مسووليت ئې په خپله غاړه دی.