سورة البقرة رکوع ۱٧ (۱٤۲ - ۱٤۷ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۱٧ (۱٤۲ - ۱٤۷ آیت)

۱۴۲-۱۴۳-سورةالبقرة جزثاني.


سَيَقُوۡلُ السُّفَهَآءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلّٰٮهُمۡ عَنۡ قِبۡلَتِهِمُ الَّتِىۡ كَانُوۡا عَلَيۡهَا ‌ؕ قُل لِّلّٰهِ الۡمَشۡرِقُ وَالۡمَغۡرِبُ۱۵۷ ؕ يَهۡدِىۡ مَنۡ يَّشَآءُ اِلٰى صِراطٍ مُّسۡتَقِيۡمٍ.۞(۱۴۲). وَكَذٰلِكَ جَعَلۡنٰكُمۡ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَکُوۡنُوۡا شُهَدَآءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُوۡنَ الرَّسُوۡلُ عَلَيۡكُمۡ شَهِيۡدًا ؕ وَمَا جَعَلۡنَا الۡقِبۡلَةَ الَّتِىۡ كُنۡتَ عَلَيۡهَآ اِلَّا لِنَعۡلَمَ مَنۡ يَّتَّبِعُ الرَّسُوۡلَ مِمَّنۡ يَّنۡقَلِبُ عَلٰى عَقِبَيۡهِ ‌ؕ وَاِنۡ كَانَتۡ لَكَبِيۡرَةً اِلَّا عَلَى الَّذِيۡنَ هَدَى اللّٰهُ ؕ وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِيُضِيْعَ اِيۡمَانَكُمۡ‌ ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوۡفٌ رَّحِيۡمٌ ۞(۱۴۳).


زر ده چې ناپوه خلک  به و وائي: څه شي دوی (مسلمانان) له هغې قبلې څخه واړول چې دوی ورته (په لمانځه کښې)  مخ کوه. ای پیغمبره! دوی ته و وايه: مشرق او مغرب دواړه د الله دي ، چې چاته ئې خوښه وشي د سمې لارې لارښونه ورته کوي.(۱۴۲).

په همدې ډول موږ تاسو يو وسط أُمت جوړ کړي یاست، ترڅو تاسو د نړۍ په خلکو شاهدان شئ او رسول په تاسو باندې شاهد وي. او هغه قبله چې ته پرې وې  موږ یواځې د دې لپاره ټاکلې وه چې وګورو څوک د رسول پیروي کوي او څوک مخ اړوي. دا خبره ډېره سخته وه، خو د هغو خلکو لپاره هېڅ هم سخته نه شوه، چې الله ورته لارښونه کړې وه او الله به کله هم ستاسو دغه ايمان ضائع نکړي، دې کښې شک نشته چې الله په خلکو شفيق او رحيم دی.(۱۴۳).


د ۱۴۲ آيت تفسير:

له هجرت نه وروسته رسول الله ﷺ په مدینه منوره کې شپاړس یا اوولس میاشتې مسلسل په لمانځه کښې بیت المقدس ته مخ ګرځوه. بیا له دې وروسته د کعبې په لور د مخ کولو حکم راغی چې تفصیل یې وروسته را روان دی. د قبلې په دې تحويل باندې يهوديانو اعتراضونه کول، چې د أنبياؤ قبله( مسجد أقصیٰ) يې پرېښوده د پلار نيکه قبله( کعبة شريفه)  يې خوښه کړه، ځينو به د خلکو زړونو کښې اشتباهات ايجادول چې هغه پخواني  لمونځونه مو ضائع شول.


( قل لله المشرق و المغرب): ٫٫و وايه مشرق او مغرب دواړه د الله دي،،

دا د دغو جاهلانو د اعتراض لومړی ځواب دی.  د دوی ذهنونه تنګ وو، د دوی لید محدود وو، دوی د سمت او موقعیت غلامان وو. دوی باور درلود چې خدای په یو ټاکلی لوري پورې تړلی دی، نو تر ټولو لومړی د دوی د جاهلانه اعتراض په ردولو کې وویل شول چې ختیځ او لویدیځ د الله تعالی ملکیت دی دواړه د الله تعالیٰ دي، د يو طرف او جهت د قبلې جوړول په دې معنا نه دي چې الله تعالی هغه طرف ته دی. کومو کسانو ته چې الله جل جلاله هدایت کړی وي، هغوی له داسې تنګ نظریو څخه پورته وي او د نړیوالو واقعیتونو د پوهیدو لاره ورته پرانستل کیږي. (د‌ لا تشريح لپاره د سورة بقره ۱۰۵ آيت وګورئ.)

( وکانوا عليها): د دې لغوي معنا ده: چې دوی پرې وو. موږ ترجمه کښې د لغوي ژباړې په ځای مفهوم ته اهميت ورکړی، تر څو عام خلک هم پرې پوهه شي.


د ۱۴۳ آيت تفسير:


دې آيت کښې  د محمد ﷺ د امت د إمامت اعلان دی. ٫٫و کذٰلک،، کې  دوه خبرو ته اشاره ده، يوه د الله د هغه هدايت په لور چې له امله يې دې أمت ته سمه لاره معلومه شوه او په تدريجي پرمختګ سره دې مرتبې ته ورسېدل چې د وسط أُمت ٫٫غوره أمت،، په مقام او منصب فائز شول.

دوهمه اشاره په کښې د قبلې تحويل ٫٫ اوړېدو،، ته ده ، په دې ترتیب چې احمقان دا فقط د سمت او طرف تبديلي ګڼي په داسې حال کښې چې له بيت المقدس نه بيت الله ته د مخ کولو معنا دا ده چې الله متعال بني إسرائيل د دنيا د قیادت او إمامت له منصب نه په أصولي توګه معزول کړل او د محمد ﷺ أمت  ئې په رسمي توګه په دغه منصب فائز کړ.

د "وسط" کلمه دومره پراخه معنا لري چې په بل هیڅ لفظ سره یې له ژباړې سره انصاف نشي کېدلای .

  د دې توري اطلاق په داسې عالي او باعزته ډله کېږي چې د عدالت او انصاف او وسطيت پر لارو چارو ولاړه وي، چې د نړۍ د ملتونو په منځ کې د ولسمشر مقام لري، چې له ټولو سره د حق او عدالت په رڼا کښې  یو شان اړیکه لري، له هیچا سره نا مشروع او د قانون خلاف  اړیکې نه ساتي.

بیا ئې چې دا وویل چې تاسو مو "اُمّت وسط" له دې امله جوړ کړي یاست چې  (تاسو په خلکو باندې شاهدان شئ او رسول په تاسو باندې شاهد شي)  معنا يې دا ده چې په آخرت کې به کله چې ټولو انسانانو سره په یو ځای حساب کېږي، رسول ﷺ به زموږ د مسؤل استازي په توګه په تاسو  شاهدي وکړي چې موږ ورته د سم فکر، صالح عمل او د عدل او انصاف د نظام په اړه کوم تعليمات ورکړي ول هغه یې په بشپړ ډول تاسو ته رسولي دي او په عملي توګه ئې د هغې موافق کار هم کړی دی، يعنې هغه یې په عمل کې هم  تاسو ته  ښودلي دي.

له دې وروسته به بيا تاسو د رسول د استازي په توګه په عامو خلکو د شاهد په توګه ودریږئ او ګواهي به  ورکوئ چې هغه څه چې رسول ﷺ تاسو ته رسولي، تاسو هغه نورو خلکو ته رسولي او هغه څه چې رسول تاسو ته ښودلي، تاسو خلکو ته ښوولي دي او د دې په ښودلو کې مو تر خپله حده کمی او سستي نه ده کړې.

نو بيا د دې  مطلب دا هم دی چې لکه څنګه چې د رسول علیه السلام  دنده موږ ته د خدای د لارښوونو په رسولو کې خورا سخته وه، که لږ غفلت يې هم کړی وی، نو هغه به د خدای له لوري مأخوذ شوی وی،  همدغه رنګ د نړۍ نورو  خلکو ته د دغه هدايت د رسولو ډیر سخت مسؤلیت په موږ باندې ایښودل شوی دی چې دا هدايت عامو خلکو ته ورسوو.

که موږ په رښتیا د خدای په دربار کې شاهدي ورنکړو چې ستا بندګانو ته ستا د هغه لارښونې په رسولو کې چې ستا د رسول له لارې موږ ته را رسېدلې وه موږ کمی او سستي نه ده کړې، نو موږ به په ډېره ناکاره طريقه ونيول شو او د امامت دا غرور چې نن ئې موږ کوو، به مو هلته ډوب کړي. 

زموږ د امامت په دوره کې زموږ د حقیقي نیمګړتیاوو له امله چې په نړۍ کې د فکر او عمل څومره بې لارېتوب خپورشو او څومره فساد او فتنې چې د خدای په ځمکه کې  رامنځ ته شوي، د دې ټولو په اړه د شر او فساد د امامانو او د جني او انسي شیطانانو سره به موږ هم مسؤل او مأخوذ يو.  له موږ څخه به پوښتنه وشي چې کله په دنیا کې د ګناه، ظلم او ګمراهۍ دا طوفان را پورته شوی وو، تاسو چیرته مړه شوي واست؟


(د قبلې د تبديلي حکمت) :

د قبلې د تبديلي څخه يوه موخه دا هم وه چې کوم خلک د جاهلیت د تعصباتو او د خاورو او وینو په غلامي کې اخته دي؟ او کوم  کسان دي چې له دې بندیزونو خلاص دي او حقایق ئې په سمه توګه درک کړي دي.

له یوې خوا عربان په خپل وطني او قومي غرور کښې اخته ول دوی لپاره د عربو د کعبې پرېښودل او له بیت المقدس څخه قبله جوړول د دوی د ملت پالنې بت ته د نه زغملو وړ ضربه وه.  له بلې خوا بني اسرائیل په خپل نژادي غرور کې داسې راګیر وو چې د دوی لپاره له خپلې قبلې پرته د بل هیڅ قبلې زغمل ناممکن وو.

ښکاره خبره ده چې د کومو کسانو په زړونو کښې چې د قوميت دا بُوتان شتون ولري، څنګه به په هغه لاره روان شي چې رسول ﷺ ورته بلل. له همدې امله الله جل جلاله لومړی بیت المقدس د قبلې په توګه وټاکه تر څو هغه بُت پرستان له رښتیني عبادت کوونکو څخه جلا کړي، (هغه کسان چې د عربو د بتانو عبادت کوي له  حقيقت موندنو او حق منونکو نه جلا شي.)  بیا یې له دې قبلې څخه وروسته له کعبې شريفې نه قبله جوړه کړه تر څو کوم کسان چې د اسرائیلت پرستش کوونکي دي هغه هم جلا شي. 

په دې توګه له رسول سره یوازې هغه خلک پاتې شول، چې د هیڅ قسم بت پرستۍ قائل نه ول، بلکې یوازې د خدای عبادت کول ئې هدف وو.( تفهيم).

(و ما کان الله ليضيع ايمانکم): ٫٫نه دی الله چې ستاسو ايمان ضائع کړي. له ايمان نه مراد لمونځ دی.دې سره یې يوه اشتباه رفع کړه چې يهوديانو به د مؤمنانو په زړه کې پيدا کوله چې پخواني مونځونه مو چې بيت المقدس لور ته کړي ول  هغه ضائع شول. 


سورۃ البقرة آیت ۱۴۴


قَدۡ نَرٰى تَقَلُّبَ وَجۡهِكَ فِى السَّمَآءِ‌‌ۚ فَلَـنُوَلِّيَنَّكَ قِبۡلَةً تَرۡضٰٮهَا‌ ۚ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ الۡمَسۡجِدِ الۡحَـرَامِؕ وَحَيۡثُ مَا كُنۡتُمۡ فَوَلُّوۡا وُجُوۡهَكُمۡ شَطۡرَهٗ ‌ؕ وَاِنَّ الَّذِيۡنَ اُوۡتُوا الۡكِتٰبَ لَيَـعۡلَمُوۡنَ اَنَّهُ الۡحَـقُّ مِنۡ رَّبِّهِمۡ‌ؕ وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعۡمَلُوۡنَ ۞۱۴۴

يقينا موږ آسمان لوري ته ستا د مخ بيا بيا پورته کېدل وينو ، نو خامخا به را وګرځو تا د هغې قبلې لور ته چې ستا خوښه ده، نو مخ د مسجد حرام لور ته واړوه او چې هر ځای کښې تاسو ياست نو مخونه مو د هغه( مسجد حرام)  په لور واړوئ او هغه خلکو ته چې کتاب ورکول شوی ښه پوهېږي چې دا ( د قبلې تحويل) حکم د دوی د رب له لوري حق دی. او الله د دوی له کړنو څخه ناخبره نه دی.(۱۴۴).


د‌ ۱۴۴ آيت تفسير:

دا هغه اصلي حکم دی چې د قبلې د تحويل  په اړه ورکړل شوی دی.  دا حکم د رجب یا شعبان په مياشت کښې د هجرت په دوهم کال  نازل شوی دی.  له ابن سعد څخه روایت دی چې رسول ﷺ د بشر بن براء بن معرور په بلنه تللی و.  هلته د ماسپښین وخت شو، رسول الله ﷺ خلکو ته د لمانځه د امامت لپاره ودرېده دوه رکعته يې وکړل په دريم رکعت کې دا آيت ناڅاپه نازل شو او په همدې وخت کښې د ده په مشرۍ د جماعت ټول خلک له بيت المقدس څخه د کعبې په لور وګرځېدل، له هغه وروسته په مدینه منوره او شاوخوا سیمو کې عام إعلان و شو.

  براء بن عازب وايي چې يو ځای کښې دا اعلان په داسې حالت کښې را ورسېد چې خلک په سجده کې وو، د حکم په اورېدو سره ټول خلک په همدې حالت کې د کعبې په لور وګرځېدل، انس بن مالک رضي الله عنه وايي چې دا خبر د دوهمې ورځې د سهار د لمانځه په وخت کې بنو سلمه ته ورسېد. خلکو یو رکعت لمونځ کړی وو چې په غوږونو یې دا غږ ولکېده  "خبردار شئ! قبله کعبې ته بدله شوې ده".  د دې په اورېدو سره ټول جماعت خپل لوری تبديل کړ.

بيت المقدس د مدينې منوری  بلکل شمال لوري ته پروت دی او مسجد حرام ئې جنوب لور ته ، د شمال نه جنوب لور ته د امام او ټولو صفونو را ګرځېدل په طبعي توګه به امام د مقتديانو تر شا راځي او مقتديان به هم له شمال نه جنوب ته مخ را ګرځوي تر څو د امام تر شا شي ، (که ضرورت باشد روا باشد )


( قد نریٰ تقلب وجهک في السماء):


او دا چې وائي : "موږ ګورو چې ستا مخ  بيا بيا اسمان ته پورته کېږي" او دا چې "موږ به تا هغه قبلې ته وګرځوو چې ته يې خوښوې" له دې څخه څرګندېږي چې د قبلې د تحويل له امر څخه مخکې رسول الله ﷺ  ورته منتظر وو. رسولﷺ  پخپله  دا احساس کولو  چې د بني اسرائیلو د امامت دوره پای ته ورسیده او له دې سره د بیت المقدس مرکزيت هم  رخصت شو، اوس د دې وخت دی چې د اصلي ابراهیمي مرکز لوري ته وګرځو.


(المسجد الحرام) :


د مسجد حرام معنا ده: عزت والا او حرمت والا مسجد ، له دې څخه مراد هغه عبادت ګاه ده چې کعبه شريفه يې په منځ کښې واقع ده.


(کعبې ته د مخ اړولو معنا) :


کعبې ته د مخ اړولو معنا دا نه ده چې کعبې ته باید د پوزې په سيد کښې مخ وګرځول شي که څه هم سړی د نړۍ په هر ګوټ کې وي،  ښکاره خبره ده چې  دا د هرچا لپاره په هر ځای کښې هر وخت ستونزمن کار دی. له همدې امله امر شوی چې د مسجد حرام  لوري ته مخامخ شئ، نه دا چې بلکل پوزه مو د کعبې په سيد کښې راشي.

د قرآن له نظره موږ مکلف یو چې د کعبې د سم لوري په اړه څومره چې ممکنه وي تحقیق وکړو، مګر د سم لوري په موندلو مکلف نه یو. د امکاني څېړنو څخه چې په کوم لوري د کعبې د طرف غالب ګومان راغی، هغه لوري ته  لمونځ کول په یقیني ډول صحیح دي.

او که د يو کس لپاره د قبلې د لوري معلومول ګران وي او يا په داسې حالت کې وي چې د قبلې طرف ته مخ کول ورته ممکن نه وي (د مثال په توګه په اورګاډي يا کشتۍ کې) نو په کوم  لوري ئې چې  غالب ګومان راشي يا مخ اړول ورته ممکن وي، همغه لوري ته لمونځ کولى شي، خو که د لمانځه په دوران کې د قبلې سم لوری ورته معلوم شي او یا هم د سم لوري په طرف د لمانځه د ترسره کولو امکان پیدا شي نو د لمانځه په حالت کې باید بیرته هماغه لوري ته وګرځي.


سورة البقرة آيت - ۱۴۵


وَلَئِنۡ اَ تَيۡتَ الَّذِيۡنَ اُوۡتُوا الۡكِتٰبَ بِكُلِّ اٰيَةٍ مَّا تَبِعُوۡا قِبۡلَتَكَ‌ۚ وَمَآ اَنۡتَ بِتَابِعٍ قِبۡلَتَهُمۡ‌ۚ وَمَا بَعۡضُهُمۡ بِتَابِعٍ قِبۡلَةَ بَعۡضٍؕ وَلَئِنِ اتَّبَعۡتَ اَهۡوَآءَهُمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الۡعِلۡمِ‌ۙ اِنَّكَ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِيۡنَ‌ۘ.۞(۱۴۵).


كه ته هغو كسانو ته چې كتاب وركړل شوی دی هر رنګ نښه [د قبلې د بدلولو د دليل په توګه] راوړې، نو هغوى به ستا د قبلې پيروي ونه كړي او ته هم د هغوى د قبلې پيروي کونکی نه ئې او ځينې يې د ځينو نورو د قبلې پيروي کونکي نه دي او له دې نه وروسته چې تا ته علم راغلی که ته بيا هم د هغوی د خواهشاتو پیروي وکړې، نو ته به خامخا په دغه وخت کښې له ظالمانو څخه وې.(۱۴۵).


د ۱۴۵ آيت تفسير:


د دې آيت مطلب دادی:  که تاسو د قبلې د تحويل په هکله هر رنګ دليل کتابيانو ته وړاندې کړۍ نه يې مني ، ځکه چې د دوی انکار د عناد ، ضد او لجاجت له امله منځ ته راغلی ، يعنې د دوی له خوا  د قبلې د نه منلو موضوع يا د اسلام د نه منلو موضوع د جهالت او ناپوهي په آساس نه ده چې د دلائلو له امله به مشکل حل شي ، بلکې حقیقت دا دی چې د دوی علماوو او پوهانو ته هر څه معلوم دي خو بيا ئې هم نه مني.

همدا راز د يهودو او نصاراوو تر منځ هم د قبلې په اړه اختلاف شتون لري که تاسو يو راضي کړۍ بل به خامخا نا راضه کېږي، د خلکو رضاء کول نه مهم دي او نه ممکن، نو تاسو بايد يواځې دالله د حکم اطاعت وکړئ چې هغه د بيت الله طرفته لمونځ کول دي.


(د اهل کتابو قبله ):

يهوديان او نصارا هم په خپلو کښې په يوې قبلې متحد نه دي ، نصارا مشرق طرف ته لمونځ  کوي او يهود مغربي لور ته.

زما د‌مطالعې په آساس د دواړو قبله له قديم  نه ٫٫صخره،، ده ، خو يهودو به بيا تابوت سکينه په صخره ایښوده او لمونځ به ئې ورته کولو، کله چې تابوت پورته شو نو بيا به ئې د تابوت ايښودو ځای ته مخ کولو چې صخره ده.

د نصاراوو علماوو تحريف وکړ مشرق ئې خپله قبله مقرر کړه، ويل کېږي دا بدعت د مسيح عليه السلام  له رفع سماوي ٫٫اسمان ته پورته کېدو،، نه وروسته منځ ته راغلی، د شريعت موسوي له نظره د نصاراوو قبله هم همدغه صخره ده ، ځکه چې مسيح عليه السلام هم اسرائيلي پيغمبر وو د تورات د قوانينو اتباع کونکی و، اوس چې يهود کوم  ديوال ته مخ کوي غالبا دغه ديوال  مسجد صخره ته نژدې برخه کښې دی.


د يهودو د هيکل سليماني ځای دقیق نه دی معلوم ځينې يهوديان وائي: چې مسجد صخره د هيکل په ځای جوړ شوی دی، ځينې وائي: د مسجد أقصیٰ په غولي کښې د هیکل ځای دی ، ځينې بيا د مسجد أقصیٰ لاندې څرنګونه وهي چې هيکل و مومي په دې ګومان چې مسجد أقصیٰ د هيکل پر ځای تعمير شوی دی. د هیکل ځای له يهودو نه ورک دی، د ژړا ديوال هم يهوديانو ۱۹۱۷ ميلادي کښې د اعلان بالفور نه وروسته د خپل مونځ ځای اعلان کړی، نور ترې هر څه ورک دي، خو په مجموعی توګه دا ويلی شو چې د يهودو قبله د بيت المقدس هیکل یا بيت المقدس دی.والله اعلم.


قال ابن القيم رحمه الله تعالى:

" استقبال أهل الكتاب لقبلتهم لم يكن من جهة الوحي والتوقيف من الله، بل كان عن مشورة منهم واجتهاد.

أما النصارى؛ فلا ريب أن الله لم يأمرهم في الإنجيل ولا في غيره باستقبال المشرق أبدا، وهم مقرُّون بذلك، ومقرُّون أن قبله المسيح كانت قبلة بني إسرائيل، وهي الصخرة، وإنما وضع لهم شيوخهم وأسلافهم هذه القبلة، وهم يعتذرون عنهم بأن المسيح فوَّض إليهم التحليل والتحريم وشرع الأحكام، وأن ما حلَّلوه وحرَّموه فقد حلله هو وحرمه في السماء، فهم مع اليهود متفقون على أن الله لم يشرع استقبال المشرق على لسان رسوله أبدا، والمسلمون شاهدون عليهم بذلك.

وأما قبلة اليهود؛ فليس في التوراة الأمر باستقبال الصخرة ألبتَّةَ، وإنما كانوا ينصبون التابوت ويصلون إليه من حيث خرجوا، فإذا قدموا نصبوه على الصخرة وصلوا إليه، فلما رفع صلوا إلى موضعه وهو الصخرة " انتهى من "بدائع الفوائد" 


سورۃ البقرة آیت - ۱۴۶-۱۴۷.


اَلَّذِيۡنَ اٰتَيۡنٰهُمُ الۡكِتٰبَ يَعۡرِفُوۡنَهٗ كَمَا يَعۡرِفُوۡنَ اَبۡنَآءَهُمۡؕ وَاِنَّ فَرِيۡقًا مِّنۡهُمۡ لَيَكۡتُمُوۡنَ الۡحَـقَّ وَهُمۡ يَعۡلَمُوۡنَ.۞(۱۴۶). اَلۡحَـقُّ مِنۡ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوۡنَنَّ مِنَ الۡمُمۡتَرِيۡنَ.۞(۱۴۷)

کومو خلکو ته چې موږ کتاب ورکړی دی هغه ځای (کعبه شريفه) داسې پېژني لکه خپل ځامن چې پېژني مګر په دوی کښې يو ډله حق پټوي ، حال داچې دوی پخپله پوهېږي.(۱۴۶). اې پیغمبره! هغه څه چې تاته نازل شوي دي، د حق خبره ده ستا د رب له لوري، نو هېڅکله له شک کوونکو څخه مه کېږه.(۱۴۷).


د ۱۴۶ آيت تفسير:


مخکې دا و ويل شول که تاسو هر قسم دليل وړاندې کړۍ ستاسو مخالفين ئې نه مني ځکه چې د انکار لامل ناپوهي نه ده ، ځکه دوی ته خپلو مذهبي کتابونو د قبلې موضوع څرګنده کړېده ، چې کعبه شريفه ابراهيم عليه السلام جوړه کړېده او بيت المقدس د هغه نه ديارلس سوه کاله وروسته سليمان عليه السلام جوړ کړی دی. او دوی د قبلې ځای ښه پېژني لکه  څنګه چې خپل ځامن پېژني ، انکار او نه منل په ضد او عناد ولاړ دي او معاند څوک نشي قائل کولی.

(يعرفونه). کښې ضمير يا قبلې ته راجع دی  لکه څنګه چې د ايت ژباړه شوېده او يا محمد ﷺ  ته راجع دی. يعنې محمد ﷺ پېژني چې پيغمبر دی، خو بيا هم په خبره ئې باور نه کوي.


د ۱۴۷ آيت تفسير:

یعنې د قبلې د تحویل کوم حکم چې د الله له خوا راغلی دی حق او درست دی ، د یهودو او نصاراوو علماوو د شک اچونو له امله پکښې شک ونکړئ. دلته پوښتنه پیدا کېږي چې آیا نبي عليه السلام  په دې حکم کښې څه شک درلود؟ د دې ځواب دا دی چې عربي ادبیاتو کښې دا قانون شته چې ځینې وخت مخاطب د خطاب هدف نه وي بلکې  هغه خبره متکلم بل چا ته اورول غواړي، دلته خو په ظاهري توګه پیغمبر علیه السلام مخاطب دی خو خبره نورو مسلمانانو ته اورول کېږي، که هغه له دېنه مخکې له هر مذهب سره تړاو درلود ټول دلته مخاطب دي چې په دې حکم او د قران نورو حکمونو کښې شک ونکړئ ځکه چې دا ټول د ألله له جانبه راغلي او حق دي.


ورته مطالب
+