سورة البقرة رکوع ۱۸ (۱٤۸ - ۱۵۲ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۱۸ (۱٤۸ - ۱۵۲ آیت)


سورۃ البقرة آیت ۱۴۸.


وَلِكُلٍّ وِّجۡهَةٌ هُوَ مُوَلِّيۡهَا ‌ۚ فَاسۡتَبِقُوا الۡخَيۡرٰتِؕ اَيۡنَ مَا تَكُوۡنُوۡا يَاۡتِ بِكُمُ اللّٰهُ جَمِيۡعًا ؕ اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ. ۞(۱۴۸).


د هر چا لپاره يو جهت دی چې هغه، هغې خواته مخ ګرځوي ، نو تاسو د ښېګنو لور ته سبقت وکړئ. چې چېرته هم تاسو ياست الله به تاسو ټول يو ځای راولي. الله په هر څه قادر دی.(۱۴۸).


د ۱۴۸ آيت تفسير:

يعنې هر امت يوه قبله لري، يا الله ورته مقرره کړې ده يا ئې پخپله ځان ته تعيين کړېده ، اوس تاسو د قبلې په اړه لجوج ، عنادي ، قوميت وهلو او مذهبي متعصبينو سره بحث او مناظرې پرېږدئ ، مناظره او مناقشه هغه خلکو سره ګټوره ده چې دليل ته تسلیمیږي ، د کومو خلکو په سترګو باندې چې د تعصب او فرقه پرستي پټۍ لګېدلې وي هغو سره بحث کول فضول او بې فائدې کار‌ دی ، په داسې کارونو کښې ځان مصروفول د وخت ضياع ده ، له دې امله په خپلو منځونو کښې د نيکيو تر لاسه کولو کښې مسابقه وکړئ، يواځې د قبلې موضوع نيکي نه ده ، مقصودي او مهم کارونه ډېر زيات دي د ثواب ګټلو په خاطر په هغې کښې ځان مصروف کړئ، ځکه چې د اخرت سخته ورځ را روانه ده او الله به په هغه ورځ تاسو ټول جمع کوي، هلته بيا تاسو ته ستاسو کړې نيکۍ په کار راځي.


( د عربيت له مخې د آيت تحليل):

رئيس المفسرين ابن جرير طبري وائي: فتأويـل أهل هذه الـمقالة فـي هذه الآية:ولكل أهل ملة قبلة هو مستقبلها ومولّ وجهه إلـيها.

وأما الوِجهة فإنها مصدر مثل القِعْدة والـمِشْية من التوجه، وتأويـلها: متوجَّه يتوجه إلـيها بوجهه فـي صلاته.

 

۱۴۹-۱۵۰-سورةبقرة

وَمِنۡ حَيۡثُ خَرَجۡتَ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ الۡمَسۡجِدِ الۡحَـرَامِؕ وَاِنَّهٗ لَـلۡحَقُّ مِنۡ رَّبِّكَؕ وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّاتَعۡمَلُوۡنَ.۞(۱۴۹). وَمِنۡ حَيۡثُ خَرَجۡتَ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ الۡمَسۡجِدِ الۡحَـرَامِؕ وَحَيۡثُ مَا كُنۡتُمۡ فَوَلُّوۡا وُجُوۡهَڪُمۡ شَطۡرَهٗ ۙ لِئَلَّا يَكُوۡنَ لِلنَّاسِ عَلَيۡكُمۡ حُجَّةٌ اِلَّا الَّذِيۡنَ ظَلَمُوۡا مِنۡهُمۡ فَلَا تَخۡشَوۡهُمۡ وَاخۡشَوۡنِىۡ ج ولِأتم نِعۡمَتِىۡ عَلَيۡكُمۡ وَلَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُوۡنَ ۞(۱۵۰).


له کوم ځای څخه چې تېرېږې، خپل مخ هلته (د لمانځه په وخت کښې) د مسجد الحرام په لور وګرځوه، ځکه چې دا ستاسو د رب حق پریکره ده او الله ستاسو خلکو له کړنو څخه بې خبر نه دی.(۱۴۹). او له هرځای نه چې تېرېږې نو په (لمانځه کښې)  مخ مسجد حرام طرف ته و ګرځوه او چې هر ځای کښې ياست نو مخونه مو په ٫٫لمانځه کښې،، مسجد حرام طرف ته وګرځوئ تر څو په تاسو د خلکو حجت قائم نه شي، مګر هغه چې ظالمان دي ٫٫دهغو خولې به کله هم بندې نه شي،،  نو له هغوی نه مه وېرېږئ او له ما څخه و وېرېږئ. او د دې لپاره چې خپل نعمت در باندې بشپړ کړم او شايد ٫٫زما د هدايت د پيروۍ له امله،،  درسته لار ومومۍ.(۱۵۰).


د ۱۴۹ تفسير:

د قبلې تحويل عادي موضوع نه وه، له دې امله په درې ايتونو - ۱۴۴- ۱۴۹- ۱۵۰- کښې  دا موضوع په  مکرره توګه ياده شوه ، تر څو ټول خلک په بشپړه توګه په دې اړه  مطمئن شي چې دا د الله تعالیٰ له خوا قطعي او حق حکم دی او دا چې دا اشتباهات هم رفع شي چې هسې نه چا سره دا غلط خيال پيدا شي چې مسجد الحرام کښې دننه به کعبې ته مخ ته کول مهم وي ٫٫د کعبې د احترام له امله،، او خارج له حرم نه به بيت المقدس ته مخ کول هم څه مشکل ونه لري، ځکه چې د بني اسرائيلو د أنبياوو قبله وه، دا تاکيدات وشول چې هرځای کښې ياست په مسجد حرم کښې دننه، له حرم نه خارج په مکه مکرمه کښې يا له مکې نه خارج په نورو وطنونو کښې ياست کعبې شریف ته به مخ کوئ.

د دې موخو لپاره دا حکم درې کرته تکرار شو تر څو د شکونو او شیطاني وسوسو نوغی و وځي.

(ابن جرير - رازي- قرطبي- )


علامه آلوسي من حيث خرجت باندې ليکي:


و(من) ابتدائية لأن الخروج أصل لفعل ممتد وهو المشي وكذا التولية أصل للاستقبال وقت الصلوة الذي هو ممتد، روح المعاني.

د آلوسي د دغه‌ نوټ فائده موږ ترجمه کښې برسېره کړېده ٫٫له کوم ځای څخه چې تېرېږې،، ځکه چې خروج د ٫٫المشي،، اصل دی او مشي ممتد فعل دی. ٫٫والله أعلم،،


دوهمه ترجمه چې مفهوم ښه واضحه کوي هغه د علامه قونوي ترجمه ده:

و لک ان تقول أن مِن ههنا بمعنی فِي  فالمعنی فول وجهک في اي مکان خرجت اليه للسفر فيحصل التخلص من الدغدغة المذکورة. حاشية القونوي علی البیضاوي. 


( او ته دا هم ويلي شې چې ٫٫مِن،، د ٫٫فِي،، په معنا دی، نو معنا به دا شي چې کوم ځای ته تاسو په سفر وتلي ياست له همغه ځای نه هم کعبې شريفې ته مخ کوئ) .


دې دواړه تاويلاتو سره به دا واضح شوې وي چې زموږ پښتنو مترجمينو مفهوم درست بيان کړی خو د ترجمې اصل او آساس ئې نه دی واضح کړی له دې امله د قرآن يو زده‌کونکي ته په ترجمه کښې ابهام ښکاري.


د ۱۵۰ آيت تفسير:

دا د اصل موضوع په اړه مزيد تاکيدات دي ، کنه حکم خو مخکې تېر شوی دی ، دلته څه مهم موضوعات دي چې اشاره کول ورته مهم دي، لومړی :د ٫٫لِئَلَّا يَكُوۡنَ لِلنَّاسِ عَلَيۡكُمۡ حُجَّةٌ،، موضوع. دوهم :

د ٫٫ولِأتم نِعۡمَتِىۡ عَلَيۡكُمۡ.،،خبره. دريم: د‌٫٫وَلَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُوۡن،، اسلوب.


(لِئَلَّا يَكُوۡنَ لِلنَّاسِ عَلَيۡكُمۡ حُجَّةٌ):

یعني زموږ د حکم پوره اطاعت وکړئ، هیڅکله باید داسې ونه شي چې په تاسو کښې څوک له ټاکل شوي لوري نه پرته بل لوري ته لمونځ وکړي، ځکه چې ستاسو دښمنانو ته به دا موقع په لاس ورشي چې وايې به دا عجیب وسط امت دی چې پر نړۍ شاهدان هم مقرر شوي دي او په قول او فعل کښې يې تضاد دی چې دا هم وايي چې دا زموږ د رب حکم دی اوبيا سرغړونه يې هم کوي.


( ولِأتم نِعۡمَتِىۡ عَلَيۡكُمۡ): له نعمت نه مراد د‌نړۍ د امامت او رهبرۍ نعمت دی.

چې کله دغه منصب له بني اسرائيلو نه واخيستل شو ، د الله د‌ تشريعي پرېکړې په آساس امت مسلمه ته وسپارل شو ، اوس د نړۍ ديني رهبري ، قيادت او د دين د پيغام د رسولو کار امت مسلمه ته سپارل شوی دی او دا د الله تر ټولو ستر نعمت دی چې يو امت د الله خوا د دومره ستر خدمت لپاره ټاکل کېږي، الله فرمائي : چې د قبلې تحويل په دغه منصب ستاسو د مقرر کولو نخښه ده، نو تاسو به له دې امله هم زما د دې حکم اطاعت کوئ ، نافرماني به نه کوئ چې هسې نه د نافرمانۍ په صورت کښې دغه نعمت له تاسو څخه ضائع شي، او که د دغه حکم پيروي وکړۍ نو دغه نعمت به پر تاسو بشپړ کړای شي.


(وَلَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُوۡن) :

يعنې که د دې حکم پيروي وکړئ، د دې توقع ولرئ چې الله به تاسو په نيغه لار روان کړي.

دا د خطاب شاهانه اسلوب دی، د دې داسې مثال دی چې يو بادشاه خپل يو نوکر ته و وائي چې دا کار مو که وکړ شايد غټ انعام درکول شي ، طبعي ده چې هغه نوکر به ډېر خوښ او خوشحال وي چې باد شاه به انعام راکوي ، هغه به دېته نه ګوري چې بادشاه د ٫٫شايد،، توری ويلی دی، ځکه د بادشاهانو د خطاب اسلوب همدغه شان وي، ليکن  د کار کولو په صورت کښې به هغه ضرور انعام ورکوي.

مفسرين وائي: لعل وعسى من الله واجب.


سورة البقرة آيت ۱۵۱- ۱۵۲


كَمَآ اَرۡسَلۡنَا فِيۡکُمۡ رَسُوۡلًا مِّنۡکُمۡ يَتۡلُوۡا عَلَيۡكُمۡ اٰيٰتِنَا وَيُزَكِّيۡکُمۡ وَيُعَلِّمُکُمُ الۡكِتٰبَ وَالۡحِکۡمَةَ وَيُعَلِّمُكُمۡ مَّا لَمۡ تَكُوۡنُوۡا تَعۡلَمُوۡنَ.۞(۱۵۱). فَاذۡكُرُوۡنِىۡ اَذۡكُرۡكُمۡ وَاشۡکُرُوۡا لِىۡ وَلَا تَكۡفُرُوۡنِ.۞(۱۵۲)

لکه څنګه چې (تاسو ته له دېنه کاميابي په برخه شوه چې ) ما په تاسو کښې له تاسو څخه رسول ولېږه ، کوم چې په تاسو زمونږ اياتونه تلاوت کوي، ستاسو تزکيه کوي، تاسو ته دکتاب او حکمت تعليم درکوي او تاسو ته د هغو شيانو تعليم درکوي چې تاسو پرې نه پو هېدۍ(۱۵۱). له دې امله تاسو ما يادوئ، زه به تاسو ياد کړم ، تاسو زما شکر کوئ او ناشکري مه کوئ.(۱۵۲)


د ۱۵۱ آيت تفسير:

کما أرسلنا - کښې د تشبيه معنا داسې ده :  يعنې د نعمت او هداياتو بشپړتيا په تاسو په داسې ډول راغله لکه څنګه چې په تاسو باندې د نعمت او هداياتو بشپړتيا په لومړي سر کې راغله چې ستاسو له منځ څخه يو پيغمبر را ولېږل شو، چې تاسو ته د خدای حکمونه بيانوي او تاسو له بدو شیانو څخه پاکوي، یعنې په علمي او عملي توګه تاسو بشپړوي.( تفسیر عثماني)


يا به دا سې ووايو : قبله مو تبديل کړه لکه د نبوت سلسله چې تبديل شوه ، يعنې د بني اسرائلو په ځای اوس په بني اسماعيل کښې نبي راغی ، نو قبله هم د بني اسرائلو د قبلې په ځای د ابراهيم عليه السلام قبله و ټاکل شوه.يعنې د قبلې تبديلي داسې ده لکه د نبوت تبديلي، لکه څنکه چې قبله تبديل شوه همدا راز نبوت هم تبديل شوی.

یا لکه څنګه چې تاسو ته له دېنه کاميابي په برخه شوه چې نبي مو په تاسو کښې ولېږه، همدا راز به تاسو ته د قبلې له تحويل نه هم فلاح په برخه شي.( د آيت ترجمه د همدغې توجيه په رڼا کښې شوېده)


د ۱۵۲ آيت تفسير :

مطلب دا دی کله چې زما له اړخه په تاسو مکرر نعمتونه پېرزو شول، نو پر تاسو هم لازم ده چې په ژبه، زړه او فکر موږ ياد کړئ او اطاعت وکړئ، موږ به تاسو ياد کړو، نوي، نوي نعمتونه او رحمتونه به پر تاسو پېرزو کړو، له دې امله زموږ د نعمتونو شکر په بشپړ ډول تر سره کوئ او زموږ له ناشکرۍ او نافرمانۍ نه ځان وساتئ.



ورته مطالب
+