سورة البقرة رکوع ۱٩ (۱۵۳ - ۱٦۳ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۱٩ (۱۵۳ - ۱٦۳ آیت)

سورة البقرة آيت ۱۵۳

 يٰٓاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوا اسۡتَعِيۡنُوۡا بِالصَّبۡرِ وَالصَّلٰوةِ ؕ اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِيۡنَ.۞(۱۵۳).

ای د ايمان خاوندانو! د صبر او لمانځه په ذريعه( له الله نه) مرسته وغواړئ ، يقينا الله د صابرانو ملګری دی.(۱۵۳).


۱۵۳ آيت تفسير:

د امامت په منصب له ټاکلو نه وروسته اسلامي امت ته اړینې لارښوونې کیږي، مګر د نورو ټولو شیانو څخه دمخه دوی ته خبرداری ورکول کیږي چې دا د ګلونو بستر نه دی چې تاسو ښاغلو ته غوړول کیږي،

دا یو لوی او خطرناک خدمت دی، د دغه بار د پورته کولو له امله به تاسو د هر ډول کړاونو سره مخ شۍ، تاسو به سختې آزموینې ته واچول شۍ او تاسو به هر ډول زیانونه په غاړه واخلۍ او کله چې تاسو د خدای په لاره کې د دې ټولو ستونزو په صبر، استقامت او عزم  سره مقابله وکړۍ نو بيا به  تاسو د خدای  د عناياتو، رحمتونو او برکتونو مستحق و ګرځۍ. سورت بقره، ۱۵۵- ۱۵۷ ايتونه هم وګورئ. 


( و استعينوا بالصبر والصلوة ...)


یعني هغه ځواک چې د دې درانه خدمت د بار وړلو لپاره اړین دی تاسو به یې له دوو شیانو څخه ترلاسه کولی شۍ، یو دا دی چې په خپل ځان کې د صبر صفت لوړ کړئ،  دوهم دا چې د لمانځه په عمل سره خپل ځان پیاوړی کړئ، وړاندې به تاسو په مختلفو ځایونو کښې د دې خبرې تشريحات ومومئ چې صبر د ډیرو مهمو اخلاقي ځانګړتیاوو لپاره یوه جامع عنوان دی او په حقیقت کښې دا د بریالیتوب هغه چابي ده چې پرته له دې هیڅوک په هیڅ هدف کې بریالی کېدای نشي، په ورته ډول مخکې به د لمانځه په اړه دا هم په  تفصیل سره معلوم شي چې دا څنګه او په کوم ترتيب مؤمنان او د مومنانو جماعت د دې لوی هدف لپاره چمتو کوي.

دلته دا وويل شول چې له الله نه د صبر او لمانځه په ذريعه مرسته وغواړئ او سورة الأعراف ۱۸۰ آيت کې وايي: د الله ښايسته نومونه دي، د هغې په ذريعه الله را و بلئ، دا د مشروع توسل دوه قسمونه دي چې پخپله قرآن ذکر کړيدي او الله پرې أمر کړیدی، دريم د صالحينو د عاء ده چې سر کښې ئې انبياء کرام دي، الله پيغمبر ﷺ  ته فرمائي:  ٫٫فَاعْفُ عَنْهُمْ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَ شَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّل  عَلَی اللَّهِ،،

٫٫ته ورته عفوه وکړه، بخښنه ورته وغواړه.(آل عمران).

څلورم: د‌ مور او پلار دعاء ده، پنځم: د مسافر دعاء ده، شپږم: د روژه دار دعاء ده، اوم: د بنده خپل صالح أعمال دي‌ لکه د اصحاب الغار کيسه کې يې يادونه شوېده، دا د مشروع توسل لارې چارې دي او دا ټولې طريقې منصوص دي قرآن یا سنت کښې يې يادونه شوې، موږ دا هر څه پرېږدو قبرستان ته ځو په مړو هغه قسم توسل کوو چې د علماؤ يې په جواز او عدم جواز کښې اختلاف دی.


سورۃ البقرة آیت - ۱۵۴


وَلَا تَقُوۡلُوۡا لِمَنۡ يُّقۡتَلُ فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ اَمۡوَاتٌ ؕ بَلۡ اَحۡيَآءٌ وَّلٰـكِنۡ لَّا تَشۡعُرُوۡنَ.۞(۱۵۴).


او هغه څوک چې د الله په لاره کې وژل کیږي ، تاسو ورته مړه مه واياست ، دا ډول خلک په حقیقت کې ژوندي دي ، مګر تاسو ئې احساس نشئ کولای.(۱۵۴).


د۱۵۴ آيت تفسير:

دا آيت د بدر د شهيدانو په اړه نازل شویدی ، (چې کوم خلک د الله په لار کښې وژل کېږي، مړه ورته مه واياست، بلکې هغه ژوندي دي خو تاسو ئې نشئ حس کولای). د سورة آل عمران ۱۶۹ آيت کښې دېته ورته مضمون بيان شویدی فرمائي: وَلَا تَحۡسَبَنَّ الَّذِيۡنَ قُتِلُوۡا فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ اَمۡوَاتًا ‌ؕ بَلۡ اَحۡيَآءٌ عِنۡدَ رَبِّهِمۡ يُرۡزَقُوۡنَۙ ۞

٫٫هغه خلک چې د الله په لاره کښې وژل شوي دي مړه يې مه ګڼئ، بلکې هغه ژوندي دي، د خپل رب له لوري ورته رزق ورکول کېږي،،.

کله به چې مسلمانان شهيدان شول مشرکينو به ويل: د محمد( ﷺ )په امر ځانونه وژني او خپل ژوند بربادوي، يعنې دا ئې يو عبث کار‌ ګنلو او دغه قرباني ئې ضائع ګڼله.

دمرګ نوم طبعا حوصله ماتونکی نوم دی چې د جهاد مينه او د خدای په لاره کښې د شهادت محبت ته هم زيان رسوي، له دې امله مسلمانانو ته و ويل شول:  چې شهيدان مړه مه ګڼئ، هغه د الله سره ژوندي دي تر دې چې رزق هم ورته ورکول کېږي. د موضوع د لا توضيح په اړه دوه حديثونه علامه ابن کثير نقل کړي، چې په دې موضوع لږه رڼا اچوي. لومړی : د صحيح مسلم شريف دا حديث دی:


٫٫ إن أرواح الشهداء في حواصل طير خضر تسرح في الجنة حيث شاءت، ثم تأوي إلى قناديل معلقة تحت العرش، فاطلع عليهم ربك اطلاعة، فقال: ماذا تبغون؟ فقالوا: يا ربنا وأي شيء نبغي، وقد أعطيتنا ما لم تعط أحداً من خلقك؟ ثم عاد عليهم بمثل هذا، فلما رأوا أنهم لا يتركون من أن يسألوا، قالوا: نريد أن تردنا إلى الدار الدنيا، فنقاتل في سبيلك حتى نقتل فيك مرة أخرى؛ لما يرون من ثواب الشهادة، فيقول الرب جل جلاله: إني كتبت أنهم إليها لا يرجعون،،. ( صحيح مسلم د ابن کثير په حواله).


د شهيدانو ارواح د شين رنګه مرغانو په ججورو کښې اچول کېږي، په جنت کښې چې چېرته ئې زړه غواړي ګرځي، بيا هغه قنديلونو ته راځي چې د عرش لاندې زوړند دي.

الله ورته وګوري او ورنه پوښتنه کوي: چې څه غواړۍ؟ دوی به و وائي: ای ربه نور به څه وغواړو موږ ته مو هغه شيان راکړل چې بل چاته مو نه دي ورکړي،  بيا الله مکررا ورته وائي: څه غواړۍ؟ کله حې دوی وګوري چې نه مو پرېږدي، وائي: موږ غواړو چې بيا مو دنيا ته ولېږه چې ستا لپاره جنګ وکړو او ستا په لاره کښې بيا ووژل شو، دا له دې امله چې دوی د شهادت اجر ولېده، نو الله تعالی به ورته و وائي: ما دا قطعي پرېکړه کړېده چې د نيا ته بيا تګ نشته.

دوهم: هغه حديث چې امام احمد له امام شافعي نه هغه له امام مالک نه روايت کړی دی:

٫٫نسمة المؤمن طائر تعلق في شجر الجنة حتى يرجعه الله إلى جسده يوم يبعثه»تفسير :  ففيه دلالة لعموم المؤمنين أيضاً وإن كان الشهداء قد خصصوا بالذكر في القرآن تشريفاً وتكريماً وتعظيماً.

( ابن کثير).

٫٫د مؤمن ساه یوه مرغۍ ده چې د جنت په ونو کې ځوړنده وي تر څو چې يې الله تعالی د هغه د ژوندي کولو په ورځ د هغه بدن ته بیرته را ګرځوي. د دې حديث له مخې دا فضيلت  عامو مؤمنانو هم حاصل دی خو قرآن د عزت، تکريم او احترام په توګه يواځې د شهيدانو يادونه کړېده،،.

په اصل کښې دا د ما وراء الطبيعة  مسائل دي، په تفصيلي کيفيت ئې پوهېدل ګران دي او څومره چې په تفصيلاتو کښې څوک د ننوتو کوښښ کوي مختلف قسم سوالات به ورسره پيدا کېږي، دغه رنګ موضوعاتو کښې اجمالي عقيده کفايت کوي چې شهيدان ژوندي دي، د الله له خوا ورته رزق ورکول کېږي او موږ ئې په کيفيت او نورو تفصيلاتو نه پوهېږو مګر هغه چې د رسول الله ﷺ په صحيح احاديثو کښې تشريح شوي دي، لکه چې دوه حديثونه موږ وړاندی ياد کړل.

د دغه‌ رنګ موضوعاتو په اړه ډېرو تفصيلاتو کښې ننوتلو سره په امت کښې فرقې او ډلې هم جوړېږي ، ځکه هره ډله په خپل تفصيلي تعبير اصرار کوي او د مخالف نظر خاوند ګمراه ګڼي، که د قرآن او حديث په اجمالي بيان اکتفاء وشي هيڅ مشکل نه جوړېږي.

ځينو خلکو له دې موضوع نه هم يو جنجالي موضوع جوړه کړې ده، د تفسيق ، تضلیل او تبديع بازار يې پرې ګرم کړیدی، دغه رنګ موضاعاتو کښې ډېر تفصيلات لټول د جنجالونو باعث جوړېږي.


( شهيد ته مړی ويلی شو؟)

د دې معنا دا نه ده چې شهيد باندې د مړي اطلاق کول نا روا دي، د قتل او مرګ نسبت قرآن کښې انبياؤ او شهيدانو دواړو ته شوی او په شهيد د مړي ټول احکام جاري کېږي مثلآ جنازه، دفن کول، د ميراث تقسيم او د ښځې ئې له عدت نه وروسته د بل چا سره نکاح کول دا ټول هغه احکام دي چې مړي سره متعلق دي او په شهيد هم جاري کېږي، خو مطلب دا دی چې د نورو مړو په شان ئې مړ مه ګڼئ، ځکه چې دوی د الله سره ژوندي دي او الله ورته رزق ورکوي، دې کښې د شهيد تکريم او احترام ته اشاره ده چې د شهيد کلمه بايد ورته  استعمال شي.


(شهيد څوک دی؟):

د حکمي شهيدانو شمير خو ګن دی، ليکن دلته چې د کوم شهيد يادونه شوي مراد ترې هغه خلک دي چې د دين د غلبې په مبارزه کښې و وژل شي. په قطعي توګه د‌ چا په اړه دا ويل: چې شهيد دی درست نه دي، بلکې د حٌسن ظن او په مسلمان د ښه ګومان کولو تر حده ورته شهيد ويلای شو، ځکه چې شهادت له ظاهري قتال او جهاد سره سره د صحيح نيت سره هم ارتباط لري.

.

( احکام) :

د امام ابوحنيفه په خيال  شهيد ته غسل ورکول نشته او جنازه  کول پرې ثابت دي، شهيد به خپلو جامو سره خښول کېږي، که اضافه جامي ئې  په تن وي ٫٫لکه پوستين،، هغه به ترې ويستل کېږي.


سورۃ البقرة آیت  ۱۵۵


وَلَـنَبۡلُوَنَّكُمۡ بِشَىۡءٍ مِّنَ الۡخَـوۡفِ وَالۡجُـوۡعِ وَنَقۡصٍ مِّنَ الۡاَمۡوَالِ وَالۡاَنۡفُسِ وَالثَّمَرٰتِؕ وَبَشِّرِ الصّٰبِرِيۡنَۙ ۞۱۵۵*


او موږ به ضرور تاسو په خوف ، ولږه ، د ځان ، مال ، او د ميوو (محصولاتو ) په نقصان و ازمايو او زېری ورکړه صبر کونکو ته.


د۱۵۵ آيت تفسير:


دې آيت کښې الله رب العالمين فرمائي: چې له تاسو نه به ضرور امتحان اخيستل کېږي ، د جنت تللو او د الله د رضاء د حصول لپاره يواځې د ايمان دعوا کفايت نه کوي ، الله جل جلاله د ژوند په مختلفو ډګرونو کښې خپل بندګان ازمائي چې څوک ازموينه کښې کامياب شي بيا الله ورته د دنيا او آخرت فلاح په برخه کوي.

د‌ لا تفصيل لپاره وګورئ سورة عنکبوت ۲_۳او آل عمران ۱۴۲_ ايتونه.

دلته له خوف نه مراد د‌ اسلام د دښمن ډار او خوف دی چې عموما د‌ جنګونو او جهادونو په موقع رامنځ ته کېږي، له ولږې نه مراد قحط او وچکالي ده يا هغه ولږه ده چې د خدای په لار کښې په مسلمان راځي ، د مالونو نقصان نه هدف عام مالي نقصانات دي يا هغه چې في سبيل الله انسان ته پېښېږي، د‌ نفسونو له  نقصان نه مراد عام مرګ يا د خدای په لار کښې شهادت او د مرضونو په نتيجه کښې واقع کېدونکي مرګونه او مړينې دي ، د الثمرات نه مراد د ميوو  او باغونو د‌ محصولاتو کموالی دی ، چې کله د خدای په لاره کښې د جنګ له امله هم دغه حالت سره مسلمان مخ کېږي، په دې ازموينو کښې له کاميابي نه وروسته مسلمان ته د کاميابي سند ورکول کیږي او په اخر کښې ئې په دې تکليفونو د صبر کونکو په اړه و ويل: چې د کاميابۍ زېری ورته ورکړئ.

د دې ښه تشريح هغه حديث کښې راغلې ده چې ترمذي له ابو موسی اشعري رضي الله عنه نه روايت کړی ، چې رسول الله ﷺ  وائي : 


 أن رسول الله ﷺ قال: إذا مات ولد العبد، قال الله لملائكته: قبضتم ولد عبدي؟ فيقولون: نعم، فيقول: قبضتم ثمرة فؤاده؟ فيقولون: نعم، فيقول: فماذا قال عبدي؟ فيقولون: حمدك، واسترجع، فيقول الله تعالى: ابنوا لعبدي بيتًا في الجنة، وسموه: بيت الحمد[1]رواه الترمذي، وقال: حديث حسن.


ژباړه : رسول الله ﷺ فرمايلي دي: 


کله چې د يو کس اولاد مړ شي ، الله خپلو ملائکو ته وائي : زما د بنده د ځوی روح مو قبض کړ؟ ملائکو وائي:  هو! الله وائي : د هغه د زړه د ميوې روح مو قبض کړ وائي : هو! بيا الله وائي: بنده مې څه و ويل؟ 

وائي: ستا حمد ئې و ويل او إنا لله و إنا اليه راجعون ئې و ويل، بيا الله ورته وائي: بنده ته مې جنت کښې يو کور جوړ کړئ او نوم پرې کېږدئ، بيت الحمد.


۱۵۶ آيت سورةالبقره.


الَّذِيۡنَ اِذَآ اَصَابَتۡهُمۡ مُّصِيۡبَةٌ ۙ قَالُوۡٓا اِنَّا لِلّٰهِ وَاِنَّـآ اِلَيۡهِ رٰجِعُوۡنَؕ ۞ ۱۵۶*


هغه ( کسان ) چې کله ورته مصیبت ورسېږي ، وائي: بیشکه موږ د الله یو  او د هغه لوري  ته ور ګرځېدونکي یو.


د۱۵۶ آيت تفسير:

يعنې په دې بايد پوه اوسو چې موږ په دې نړۍ کې د تل لپاره نه پاتې کېږو په نهایت کې ژر یا وروسته خامخا د خدای په لوري تګ لرو او دا چې زموږ څه شی د الله په لار  کښې قربان شو هغه په خپل اصلي ځای کښې  مصرف شویدی، نو ولې د الله په  لاره کښې له مبارزې او قربانۍ سره د هغه په حضور 

کښې نه حاضریږو، دا له دېنه زر کرته غوره ده چې د خپل ځان په خدمت کې بوخت یو او د کومې  ناروغۍ یا پېښې له امله مړه شو او له خپل پروردګار سره مخامخ شو.

غم او مصيبت کښې دغه الفاظ چې معنا ئې هم درک شي او په شعوري توګه و ويل شي په دې شرط ډېر اجر او ثواب لري چې د مصيبت په إبتدائي حالت کښې و ويل شي، که څوک د غم او مصيبت په لومړنۍ مرحله کښې بې صبری ښکاره کړي او هغه څه وکړي چې عام غمځپلی ئې کوي او بيا وروسته دا کلمات په غير شعوري توګه تکراروي هغه ته د دې کلماتو ويلو او صبر اجر نه ورکول کېږي، يعنې يواځې الفاظ ويل نه دي بلکې په الفاظو پوهېدل او په شعوري توګه ئې ويل هم مهم دي.


د‌ أم المؤمنين أم سلمة رضي الله عنها وايي: 

چې له  پيغمبر عليه السلام  څخه مې اورېدلي دي : 

" ما من مسلم تصيبه مصيبة، فيقول ما أمره الله: {إنا لله وإنا إليه راجعون}  اللهم أجرني في مصيبتي، وأخلف لي خيرا منها، إلا أخلف الله له خيرا منها.( مسلم کتاب الجنائز) 

ژباړه: چې کوم مسلمان ته مصیبت ورسېږي او هغه، هغه څه و وائي چې الله تعالی ورته أمر‌ کړیدی { إنا لله و إنا إليه راجعون} او ورسره و وائي: ای الله! ماته د دې مصیبت اجر او ښه نعم البدل راکړه، نو الله به نعم البدل ورکړي.


قاضي بيضاوي فرمائي: وليس الصبر بالاسترجاع باللسان، بل به وبالقلب بأن يتصور ما خلق لأجله، وأنه راجع إلى ربه، ويتذكر نعم الله عليه ليرى أن ما بقي عليه أضعاف ما استرده منه فيهون على نفسه، ويستسلم له.

ژباړه : صبر يواځې د استرجاع ٫٫انالله .....،،  ويل نه دي، بلکې په زړه دا درک کول هم مهم دي چې انسان دا تصور وکړي چې انسان د څه لپاره تخليق شویدی؟ او دی به خامخاد الله لوري ته ورځي او د خدای نعمتونه را ياد کړي چې په دې پوه شي چې له ده څخه د اخيستل شوي نعمت په نسبت لا ډېر څه اوس هم پاتي دي ، په دې ترتيب به مصيبت پر انسان آسان او سپک شي او د خدای فيصلې ته به له زړه نه  تسليم شي. 


د بخاري او مسلم په روايت حديث شريف کښې هم راغلي دي: : "إنما الصبر عند الصدمة الأولى

٫٫رواه البخاري و مسلم.،،

ژباړه : صبر د صدمې او غم د لومړي حالت سره تړلی دی. 

يعنې له لومړي سر نه بايد صبر وکړي،چې لومړی ډېر فريادونه او ژړاګانې وکړي، ګرېوان وشلوي ،مخ په څپېړو و وهي چې ښه ستړی شي بيا وائي: صبر مې دی ، دا صبر أجر نه لري ځکه ديته صبر نه ويل کېږي.


د مصيبت د اجر په اړه حديث کښې راغلي دي : 

چې مؤمن ته د هر تکليف او مصيبت په عوض کښې اجر او ثواب ورکول کېږي. 


 "عجبا لأمر المؤمن! إن أمره كله له خير وليس ذلك لأحد إلا للمؤمن؛ إن أصابته سراء شكر فكان خيرًا له وإن أصابته ضراء صبر فكان خيرًا له" رواه مسلم.


ژباړه: : د مؤمن کار عجب دی، د هغه په ټولو چارو کې خیر دی، او دا کار د بل چا لپاره نه دی مګر  د مؤمن لپاره، که خیر ورته ورسیږي، شکر ادا کوي او که کوم مصیبت ورته راشي صبر کوي او دا دواړه ٫٫صبر او شکر،، د هغه لپاره ښه دي. ٫٫مسلم شريف،،


*--استرجاع: د انا لله و انا اليه رٰجعون ، ويلو نوم دی.


۱۵۷- ۱۵۸-  آيت سورةالبقرة.


اُولٰٓئِكَ عَلَيۡهِمۡ صَلَوٰتٌ مِّنۡ رَّبِّهِمۡ وَرَحۡمَةٌ‌  وَاُولٰٓئِكَ هُمُ الۡمُهۡتَدُوۡنَ.۞(۱۵۷). اِنَّ الصَّفَا وَالۡمَرۡوَةَ مِنۡ شَعَآئِرِ اللّٰهِۚ فَمَنۡ حَجَّ الۡبَيۡتَ اَوِ اعۡتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِ اَنۡ يَّطَّوَّفَ بِهِمَا ؕ وَمَنۡ تَطَوَّعَ خَيۡرًا ۙ فَاِنَّ اللّٰهَ شَاكِرٌ عَلِيۡمٌ.۞(۱۵۸).

په داسې خلکو باندې د دوی د رب له لوري صلٙوٰت، رحمت او احسانات دي او همدوی په سمه لاره روان دي.(۱۵۷). بیشکه صفا او مروا د الله تعالی له نښو څخه دي، نو څوک چې د بيت الله حج او يا عمره کوي نوپر دوی هيڅ ګناه نشته چې د د غو دواړو غرونو تر منځ سعې وکړي او څوک چې د خپلې خوښې نه د نيکۍ کوم کار وکړي نو الله تعالی قدردان او پرې خبر دی.(۱۵۸).


د ۱۵۷ آيت تفسير:

٫٫صلوٰت،،  اصل کښې دعاء ته وائي، چې نسبت ئې الله ته وشي معنا يې جوړېږي  تزکيه ، مغفرت ، عفوه، مدح او تعظيم. د جمع صيغه کښې کثرت او تنوع ته اشاره ده او له رحمت نه مراد لطف او احسان دی. (بیضاوي، تفهيم).

قرطبي وائي: ٫٫د الله له اړخه په بنده د ٫٫صلوة،، معنا ده : د هغه عفوه ، رحمت ، برکت او په دنيا او آخرت کښې د بنده تکريم او تشريف.،،

الزجاج وائي:  د الله له اړخه د صلوٰة معنا ده : مغفرت او ښه تعريف. د صلوٰت  پسې د ٫٫رحمت ،، لفظ راوړل د تاکيد او د مخکنۍ معنا د بشپړ کولو په موخه ده، د مثال په توګه قرآن کې د  البينات پسې د الهدیٰ کلمه استعمال شوې ده ( البقرة ، ۱۵۹) او همدا راز قرآن کښې د سِرُّهُم پسې د نجوٰهم توری استعمال شوی( الزخرف، ۸۰)  دا يو دبل تکميلونکي کلمات  دي کنه په أصل معنا کښې څه خاص تفاوت نشته ، همدا حال د صلوٰت او رحمة هم دی. ٫٫القرطبي،،.

هدف دا دی چې کوم خلک د خدای په قضاء راضي وي ، په مصیبت صبر وکړي الله تعالی ورته ډېر اجر ورکوي، مدح يې کوي بخښنه ورته کوي او رحمتونه پرې کوي.

مسلم شريف کښې له ام سلمه رضي الله عنها  نه روايت دی چې ما له رسول الله ﷺ نه اورېدلي دي چې چاته کوم مصيبت ورسېږي او و وائي: إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّـآ إِلَيْهِ رَٰجِعونَ ، اللهم أجرني في مصيبتي، وأخلف لي خيراً منها.

الله ورته د مصيبت له اجر سره ښه نعم البدل هم ورکوي، دا بي بي وايي: کله چې زما ميړه ابو سلمه رضي الله عنه مړ شو همدا دعاء مې و ويلې نو ماته الله له ابو سلمه نه ښه ميړه په نصيب کړ چې رسول الله ﷺ دی.( ابن کثير).


د ۱۵۸ آيت تفسير:

حج او عمره  کښې دا قاعده چې حاجي به د صفا او مروة غرونو تر منځ اووه( ۷) منډې وهي، په دې ترتيب چې له صفا نه به ئې بيل کوي او په مروة به ختمېږي ، صفا نه چې مروة ته لاړ شي دا يوه منډه شوه بيا چې له مروة نه صفا لور ته راشئ دا دوهمه شوه په همدې ترتيب به اوه «۷» منډې بشپړ کوي.


عربو کښې د مشرکانه دودونو دخپریدو له امله په صفا غره د ايساف بت او په مروة د نائله بت اېښودل شوي ول ، د اسلام له راتلو وروسته د خلکو زړونو کښې دا شک پيدا شو چې د د ې غرونو ترمنځ منډې وهل دحج له اصلي مراسمو څخه دي که کوم مشرکانه دود دی ؟ کعبه د قبلې په توګه د مقرر کېدو سره سم دا سوء فهم هم لرې کړای شو او و ويل شو چې د صفا او مروة غره ترمنځ سعي کولو کښې بايد حرج محسوس نکړئ دا د حج د اصلي مراسمو له جملی څخه دي او د بتانو اېښودل د مشرکانو ناوړه عمل دی چې ختم به کړای شي.


( عمرة): 

عمره يو نفلي عبادت دی شريعت ورته څه معين وخت نه دی ټاکلی، د عمرې ترتيب دا دی چې د عمرې اراده لرونکی به غسل يا اودس وکړي احرام به واغوندي، تلبيه به و وائي، د عمرې نيت به وکړي، له حجر اسود نه به طواف پيل کړي د کعبې د در وازې په لور به حرکت وکړي ، کله چې بيا حجر اسود ته را ورسي دا يو شوط شو په دې ترتیب به اووه «۷» شوطه طواف وکړي، بيا به مقام ابراهيم کښې دوه رکعته د طواف لمونځ وکړي ، بيا به لاړشي صفا غونډۍ ته له هغه ځای نه به د مروا په لور روان شي په مخکې ليکل شوي ترتيب به منډې و وهي، په اخر کښې به له مروة نه لاړ شي د سر وېښتان به واخلي د ده اختيار دی چې حلق کوي يا قصر يعنې د سر وېښتان به و خروي يا به يې لنډ کړي، خو حلق غوره دی، په دې ترتيب عمره تکمیل کېږي.


(حج):

  حج په هر هغه کس تر سره کول په عمر کښې يو کرت فرض عين دي چې استطاعت ئې ولري

« دتلو راتلو خرڅ او ورسره د کور خرڅ هم ولري» او په تلو باندې  په دې معنا هم قادر وي چې معذوره نه وي او لاره هم امن کښې وي.


(حج تمتع):

  له افغانستان نه تلونکي حاجيان په عمومي توګه حج تمتع کوي ترتيب ئې دادی چې د حج مياشتو کښې دننه به د عمرې احرام وتړي ، عمره به ترسره کړي، احرام نه به و وځي او د حج تر وخته پورې به حلال وي ، يعنې د احرام پابندي به پرې نه وي بيا به د حج د احرام په ورځ د حج لپاره احرام وتړي او دحج مراسم به ترسره کړي، په تمتع حج کونکي واجب دي چې د تمتع حج د شکرانې په توګه به د اختر په ورځ  قرباني کوي دا د تمتع حج شکرانه ګنل کېږي.


سورۃ البقرة آیت ۱۵۹-۱۶۰.


اِنَّ الَّذِيۡنَ يَكۡتُمُوۡنَ مَآ اَنۡزَلۡنَا مِنَ الۡبَيِّنٰتِ وَالۡهُدٰى مِنۡۢ بَعۡدِ مَا بَيَّنّٰهُ لِلنَّاسِ فِى الۡكِتٰبِۙ اُولٰٓئِكَ يَلۡعَنُهُمُ اللّٰهُ وَ يَلۡعَنُهُمُ اللّٰعِنُوۡنَۙ.۞(۱۵۹). اِلَّا الَّذِيۡنَ تَابُوۡا وَاَصۡلَحُوۡا وَبَيَّـنُوۡا فَاُولٰٓئِكَ اَ تُوۡبُ عَلَيۡهِمۡۚ وَاَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيۡمُ.۞(۱۶۰).


هغه کسان چې هغه ښکاره دلیلونه او هدايات پټوي کوم چې موږ نازل کړي دي، وروسته له دې چې موږ په کتاب کې خلکو ته ښه څرګند کړيدي، يقيناٙٙ چې خدای به په دوی لعنت وکړي او ټول لعنت کوونکي هم پر دوی لعنت کوي(۱۵۹). مګر هغه څوک چې توبه وباسي او [خپلې غلطۍ] اصلاح کړي او [حقیقت] څرګند کړي؛  نو دا هغه کسان دي چې زه یې توبه قبلوم او زه توبه قبلونکی مهربان یم.


د ۱۵۹ او ۱۶۰ آيت تفسير:

د خدای دين د کومې ځانګړې طبقې لپاره نه بلکې د ټول انسانيت لپاره راغلی دی، چاته هم روا نه دي چې عام خلک د دين له تعليماتو نه محروم وساتي او ځان پورې ئې محدود وساتي ، د يهودو علماوو کښې دا مشکل وو چې دين او د کتاب تعليمات ئې ځان سره پټ ساتلي ول ، عام خلک د کتاب له تعليماتو نه ناخبره ساتل کېدل ،بيا به چې د جهالت له امله ټولنه کښې خرافات، بدعات او ګمراهۍ خپرې شوې، دوی پر ځای د دې چې اصلاح ئې وکړي د خپل قول ، عمل يا سکوت په ذريعه به ئې ورته د جواز سند ورکولو تر څو ئې عوامو کښې اعتبار ته صدمه ونه رسېږي ، په دې آيت کښې امت مسلمه ته توصيه کېږي چې تاسو اوس د نړۍ د إمامت او لارښونې په منصب سرفراز کړل شوي ياست ، نو تاسو د مخکنيو اهل کتابو له غلطيو ، ناوړه عادتونو او ناوړه سيرت نه ځان وساتئ او کوم هدايت او لارښونه چې تاسو ته راغلې ده ښه ډېره يې خپره کړئ او د پټولو کوښښ ئې کله هم ونکړئ.

د الهي هدايت د پټونکو په اړه و ويل شو چې پر دوی د الله او ټولو لعنت ویونکو له خوا لعنت ويل کېږي، مګر هغه خلک به له دې لعنت نه استثناء وي چې له دې روش نه توبه وکړي او خپل غلط عمل اصلاح کړي او کوم حق ئې چې پټ وو هغه بيان اوڅرګند کړي.


(د عالم توبه):  د عام کس د توبې دوه لپاره دوه شرطونه دي ، توبه او د آينده لپاره د خپل عمل اصلاح، خو د عالم توبه کښې دريم شرط هم شتون لري،  هغه دا چې کوم حقيقت ئې پټ کړی وو هغه به څرګند کړي.


سورة البقرة آیت ۱۶۱-۱۶۲


اِنَّ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا وَمَاتُوۡا وَهُمۡ كُفَّارٌ اُولٰٓئِكَ عَلَيۡهِمۡ لَعۡنَةُ اللّٰهِ وَالۡمَلٰٓئِكَةِ وَالنَّاسِ اَجۡمَعِيۡنَۙ‏.۞(۱۶۱). خٰلِدِيۡنَ فِيۡهَا ۚ لَا يُخَفَّفُ عَنۡهُمُ الۡعَذَابُ وَلَا هُمۡ يُنۡظَرُوۡنَ.(۱۶۲).

کومو کسانو چې د کفر لاره خپله کړه او د کفر په حالت کې مړه شول پر هغوی د الله تعالی، د ملائکو او د ټولو انسانانو لعنت دی.(۱۶۱). دوی به همیشه په دې لعنتي حالت کې وي، نه به د دوی عذاب کمیږي او نه به دوی ته مهلت ورکول کیږي.


د ۱۶۱ آيت تفسير:

د کفر اصلي معنا ده پټول.  له همدې څخه د انکار معنی پیدا شوېده او دا کلمه د ایمان په مقابل کې کارول شوېده.  إيمان  یعني باور کول، منل ، تسليمول، برعکس د کفر معنی ده ، نه منل، رد کول، انکار کول.  د قرآن له نظره د کفر مختلف ډولونه دي:

یو دا چې انسان په خدای هیڅ باور ونکړي، یا د هغه اعلیٰ اقتدار او لوړ حاکمیت ونه مني او د ټولو کائناتو د مالک او معبود په توګه ئې له منلو څخه انکار وکړي او یا هغه د یواځني مالک او معبود په توګه ونه مني.

دوهم دا چې پر الله تعالی ایمان ولري خو  د هغه احکام او لارښوونې د علم او قانون د یوازینۍ منبع په توګه له منلو څخه ډډه وکړي.

درېیم دا چې  دا هم ومني چې د الله تعالی د لارښوونو پيروي دې وکړي، خو هغه پېغمبران نه مني چې الله جل جلاله د خپلو لارښوونو او احکامو د رسولو لپاره رالېږلي دي.

څلورم دا چې د پېغمبرانو تر منځ تفرقه واچول شي او د خپلې خوښې يا تعصب په آساس د يو چا تابعداري وکړي او د بل څخه انکار .

پنځم دا چې هغه تعلیمات چې پیغمبرانو د عقایدو، اخلاقو او د ژوند د قوانینو په اړه د خدای له خوا راوړي دي هغه ټول او یا له هغو څخه ځينې شيان ونه مني.

شپږم دا چې دا ټول شیان په نظري توګه ومني خو په عمل کې په قصدي توګه د الله تعالی له احکامو څخه مسلسل سرغړونه کوي او په دې نافرمانۍ اصرار وکړي او په دنیوي ژوند کې ئې چلند په اطاعت نه بلکې په نافرمانۍ ولاړ وي.

د فکر او عمل دا ټول اساليب او طريقې او دغه مختلف فکري اساليب او عملونه د الله جل جلاله څخه سرکشي ګڼل کېږي او دغه هر یو چلند قرآن د کفر په توګه تعریف کړی دی،  له دې پرته په قرآنکریم کې په ځینو ځایونو کې د کفر کلمه د کفرانِ نعمت په معنی هم کارول شوې ده يعنې د شکر په مقابل کښې ويل شوې ده.

  د شکر معنی دا ده:  هغه چا چې پر انسان څه نعمت کړی دی بايد  د هغه احسان مند وي، د هغه د نعمت قدر وکړي، د هغه له نعمت څخه د هغه د خوښې مطابق ګټه پورته کړي او زړه یې د خپل محسن  د وفادارۍ له احساس څخه ډک وي.


(د لعنت مسئله:):

په ګناه ګار مسلمان هم لعنت ويل جائز نه دي، په مشخص کافر هم لعنت ويل جائز نه دي تر څو د‌ کفر  حالت کښې مړ شوی نه وي ( وماتوا وهم کفار ) کښې دېته اشاره ده.

کوم الفاظ چې د لعنت په معنا دي د هغو استعمال هم درست نه دی لکه ( راندهِ درګاه خدا، مردود ، خدای وهلی او نور ). له همدې امله په يزيد  باندې لعنت کولو کښې هم اکثر علماء احتياط کوي او ځينې ورته د ځينو د لائلو له امله جائز وائي. د يو خاص وصف له امله په عمومي توګه لعنت ويل جائز دي لکه په درواغجنو ، سود خوړونکو ،رشوت خوړونکو عمومي لعنت ويل.


آیت ۱۶۳ سورةالبقرة .


وَاِلٰهُكُمۡ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ لَآ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الرَّحۡمٰنُ الرَّحِيۡمُ.۞(۱۶۳).

ستاسو معبود یو معبود دی، له هغه رحمٰن او رحيم څخه پرته بل معبود نشته دی.(۱۶۳).


د ۱۶۳ آيت تفسير:

د اسلام دا تعليم دی چې د ټولو انسانانو خداي او معبود يو دی، هغه سره هيڅوک په الوهيت کی او خدائي کښې شريک نشته دی، د هر رنګ عبادت همغه يواځې مستحق دی. ملائک ، پيغمبران ، اولياء ، پېران ، پيران ، سيدان ، او بادشاهان هيڅوک د عبادت وړ اړ مستحق نه دی او عبادت کولو سره يې انسان له اسلام نه وځي.


ورته مطالب
+