19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٢٠ (۱٦٤ - ١٦٧ آیت)
آیت ۱٦٤ سورةالبقرة .
اِنَّ فِىۡ خَلۡقِ السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرۡضِ وَاخۡتِلَافِ الَّيۡلِ وَالنَّهَارِ وَالۡفُلۡكِ الَّتِىۡ تَجۡرِىۡ فِى الۡبَحۡرِ بِمَا يَنۡفَعُ النَّاسَ وَمَآ اَنۡزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنۡ مَّآءٍ فَاَحۡيَا بِهِ الۡاَرۡضَ بَعۡدَ مَوۡتِهَا وَبَثَّ فِيۡهَا مِنۡ کُلِّ دَآ بَّةٍ وَّتَصۡرِيۡفِ الرِّيٰحِ وَالسَّحَابِ الۡمُسَخَّرِ بَيۡنَ السَّمَآءِ وَالۡاَرۡضِ لَاٰيٰتٍ لِّقَوۡمٍ يَّعۡقِلُوۡنَ ۞۱٦٤.
(که د دې حقیقت د پیژندلو لپاره کومې نښې او سمبول ته اړتیا وي) نو د هغو کسانو لپاره چې له خپل عقل څخه کار اخلي، د هغو لپاره د اسمانونو او ځمکې په جوړښت کې، د شپې او ورځې په پرله پسې تلو راتلو کې، په هغه کښتیو کې چې انسان ته له ګټورو شیانو سره په سیندونو او بحرونو کې حرکت کوي. او د باران په هغه اوبو کې چې الله تعالی ئې له پورته څخه نازلوي، بیا د هغې په واسطه ځمکې ته له مرګ نه وروسته ژوند ورکوي، او د خپل دغه انتظام په واسطه د ځمکې پر مخ هر ډول ژوندي مخلوقات خپروي.
د بادونو په جریان او په هغه وریځو کې چې د اسمان او ځمکې په منځ کې مسخر دي ، د هغه خلکو لپاره بې شمېره نښې دي چې له عقل څخه کار اخلي.
د۱٦٤ آيت تفسير:
يعنې که څوک د خدای په وجود او قدرت دليل غواړي نو د کائناتو دا نظام د دې بهترين دليل دی ، که څوک پرې د عقل په رڼا کې غور وکړي دې نتيجې ته رسېږي چې دا د حيات ستره کارخانه يو مالک او يواځې يو چلونکی لري، چې په دومره منظم طريقه ئې روانه کړېده.
(بعد موتها) ,٫٫د ځمکې له مرګ نه وروسته،،. له مړينې او موت نه مراد د ځمکې د ګياه او شينېلي ختمیدل او سوکړه ده، يعنې ځمکه وچه او بې زرغونې شي بيا يې الله د باران په ذريعه زرغونه او شنه کړي.
سورةالبقرة ۱۶۵ - ١٦٧ آیت
وَمِنَ النَّاسِ مَنۡ يَّتَّخِذُ مِنۡ دُوۡنِ اللّٰهِ اَنۡدَادًا يُّحِبُّوۡنَهُمۡ كَحُبِّ اللّٰهِؕ وَالَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡٓا اَشَدُّ حُبًّا لِّلّٰهِ ؕ وَلَوۡ يَرَى الَّذِيۡنَ ظَلَمُوۡٓا اِذۡ يَرَوۡنَ الۡعَذَابَۙ اَنَّ الۡقُوَّةَ لِلّٰهِ جَمِيۡعًا ۙ وَّاَنَّ اللّٰهَ شَدِيۡدُ الۡعَذَابِ.۞(۱۶۵). إِذ تَبَرَّأَ الَّذينَ اتُّبِعوا مِنَ الَّذينَ اتَّبَعوا وَرَأَوُا العَذابَ وَتَقَطَّعَت بِهِمُ الأَسبابُ.(١٦٦). وَقالَ الَّذينَ اتَّبَعوا لَو أَنَّ لَنا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنهُم كَما تَبَرَّءوا مِنّا كَذلِكَ يُريهِمُ اللَّهُ أَعمالَهُم حَسَراتٍ عَلَيهِم وَما هُم بِخارِجينَ مِنَ النّارِ.(١٦٧).
(مګر د دې ښکاره نښو سره سره چې د خدای یو والی په ګوته کوي)ځینې داسې کسان هم شته چې له الله پرته بل څوک د هغه شریکان او سیالان ګڼي او د الله په څېر محبت ورسره کوي او کوم خلک چې مؤمنان دي له هر چانه زيات له الله سره مينه لري.
او هغه کسان چې په خپل ځان يې ظلم کړی دی ، کاش ، په کوم شي چې دوی د عذاب د ليدلو په وخت کښې پوهيږي اوس پرې پوه شي ٫٫چې ټول قوتونه او اختيارات د الله په اختيار کښې دي او دا چې الله په سزا ورکولو کښې هم ډېر سخت دی،،.(۱۶۵).کله چې هغه سزا ورکوي حالت به دا وي) چې مشران او قائدين به له هغه خلکو ځنې بېزاره شي چې دنيا کښې ئې د دوی پيروي کړې وه او عذاب به و ويني او اسباب به ترې غوڅ شي.(۱۶۶).
او هغه کسان چې پيروي ئې کړې وه، وبه وائي: ارمان چې موږ لپاره بيا دنيا ته د تلو چانس وی ، نو له دوی نه به موږ هم بېزاره شوي وی، لکه څنګه چې دوی له موږ نه بېزاره شول، همدغه راز الله دوی ته د دوی عملونه پر دوی د حسرتونو په بنه ښکاره کوي او دوی به له اور ځنې وتلی نه شي.(۱۶۷).
د ۱۶۵ آيت تفسير:
په دغه آيت کښې په مشرکينو نيوکه شوېده چې دوی له الله پرته نور خلک له الله سره شريکان کړيدي او د هغه سيالان يې جوړ کړيدي ، څنګه مينه چې رېښتوني معبود سره لازم ده همغه شان مينه خپلو دې جعلي خدايانو سره کوئ.
دوهم که دغه ظالمان په هغه خبره اوس پوه شي چې د آخرت په ورځ د عذاب د ليدلو وخت کښې به پرې
پوهېږي ٫٫چې قوتونه، واک او اختيار ټول يواځې له الله سره دي او الله سخت عذاب ورکولو والا دی او زموږ د جعلي معبودانو په لاس کښې هيڅ واک او اختيار نشته دی،، نو اوس په دې دنيا کښې به يې شرک نه وی کړی ځکه چې د شرک په بابېزه توب به ئې باور پوخ شوی وو.
(ولو یریٰ): ولو يریٰ کښې يریٰ د ٫٫يعلمُ،، په معنا دی. يعنې يری د سترګو د ليدلو په معنا هم راځي او د پوهېدو په معنا هم چې هغه د زړه ليدل دي.
۱۶۶ آيت تفسير:
دلته د ګمراه مشرانو او رهبرانو او د هغوی د جاهل پیروانو برخلیک په ځانګړې توګه ذکر شوی دی، ترڅو مسلمانان له هغې ګمراهۍ څخه ځان وساتي چې مخکني امتونه په کې اخته شوي ول ، مسلمانان بايد د ښه او بدو رهبرانو، ملايانو ، پيرانو او حاکمانو تر منځ توپير وکړي او د باطلو رهبرانو له پيروي او اطاعت څخه ځان وساتي، ځکه چې په اخرت کښې افسوس او ارمان بيا څه ګټه نه رسوي.
(و تقطعت بهم الاسباب): اسباب د سبب جمع ده ،سبب اصل کښې پړي «رسۍ» ته وائي، د پړو د قطع کېدو نه هدف دا دی چې د دوی خپل منځي روابط به ټول قطع شي ، خپلوي ، دوستي ،ملګرتيا، استادي شاګردي ، پيري مريدي قومي ، نسلي ، وطني او سیاسي روابط به غوڅ شي هر څوک به د ځان په اړه فکر کوي ، هيڅوک به چاته څه فائده نشي رسولی ، هلته به د دنيا غوندې چاپيريال نه وي ، هر څه به تغيير ومومي.
د ۱۶۷ آيت تفسير:
کله چې په اخرت کښې ناوړه مشران پوه چې اوس د الله تعالی له اړخه موږ نيول کېږو نو په ډېرهې چالاکي سره به د خپلو اتباعو نه د بېزاري اعلان وکړي، په دغه وخت کښې به شاګردانو، مريدانو، غړو
او کارمندانو ته حقیقت څرګند شي چې موږ په غلطه لاره روان وو، نو دوی به هم د خپلو ناوړه استادانو، پيرانو، مشرانو او حاکمانو نه د بېزاري اعلان او اظهار وکړي او پوه به شي چې په دنيا کښې موږ په ناسمه لاره روان وو.