19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٢١ (۱٦۸ - ۱۷٦ آیت)
۱۷۰-۱۶۸ سوره-بقره.
يٰٓاَيُّهَا النَّاسُ كُلُوۡا مِمَّا فِى الۡاَرۡضِ حَلٰلًا طَيِّبًا ۖ وَّلَا تَتَّبِعُوۡا خُطُوٰتِ الشَّيۡطٰنِؕ اِنَّهٗ لَـكُمۡ عَدُوٌّ مُّبِيۡنٌ.۞(۱۶۸). اِنَّمَا يَاۡمُرُكُمۡ بِالسُّوۡٓءِ وَالۡفَحۡشَآءِ وَاَنۡ تَقُوۡلُوۡا عَلَى اللّٰهِ مَا لَا تَعۡلَمُوۡنَ.۞(۱۶۹).وَاِذَا قِيۡلَ لَهُمُ اتَّبِعُوۡا مَآ اَنۡزَلَ اللّٰهُ قَالُوۡا بَلۡ نَـتَّبِعُ مَآ اَلۡفَيۡنَا عَلَيۡهِ اٰبَآءَنَا ؕ اَوَلَوۡ كَانَ اٰبَآؤُهُمۡ لَا يَعۡقِلُوۡنَ شَيۡئًـا وَّلَا يَهۡتَدُوۡنَ ۞(۱۷۰).
خلکو! چې په ځمکه کې کوم حلال او پاک شيان دي هغه وخورئ او د شیطان په ښودلو شوو لارو مه روانېږئ هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.(۱۶۸).هغه تاسو ته په بدیو او فحشا امر کوي او تاسو ته دا لارښونه کوي چې د الله په نوم هغه شیان و واياست چې په اړه ئې تاسو نه پوهیږۍ چې الله تعالی ویلي دي.(۱۶۹). کله چې دوي ته ويل کېږي چې الله کوم حکمونه نازل کړيدي دهغی پيروي وکړئ، ځواب کښې وائي موږ خو دهغه لارې پيروي کوو چې خپل پلرونه او نيکونه مو پرې موندلي دي. خا، که د دوی پلرونو او نيکونو له عقل نه بيخي کار نه وي اخيستی او سمه لاره ئې نه وي پيدا کړي( بيا به ئې هم پيروي کوي؟). (۱۷۰).
د ۱۶۸ آيت تفسير:
یعني د خوراک او څښاک په برخه کې ټول هغه بندیزونه چې د توهماتو او جاهلانه رواجونو له مخې وضع شوي دي مات کړئ. د تحريم په اړه د شريعت قاعده دا ده چې ټول طيبات حلال ګرځول شويدي او ټول خبائث تحريم شوي دي.
د خبائثو او طیباتو شناخت قرآن او سنت کښې واضح شوی ، دځينو شيانو په اړه د عمومي نصوصو په رڼا کښې فقهاوو هم خپل نظريات څرګند کړيدي. يو څه قطعي محرمات قرآن ذکر کړيدي لکه د خنزير غوښه، بهېدونکې وينه ، مردار شوی څاروی او هغه څاروی چې له خدای پرته د بل چا نوم پرې واخيستل شي او د دې حکم لاندې مفسرينو هغه خواړه هم شامل کړيدي چې له الله نه پرته د بل چا نوم پرې واخيستل شي او هغه د منښتې څاروی او خواړه هم چې له الله نه پرته د پير ، دربار، زيارت د تقرب لپاره ذبح کېږي اګر که د ذبح کولو په وخت پرې د الله نوم هم واخلي، د دغه نوم اخيستلو هيڅ اعتبار نشته دی، اعتبار هغه اصلي نيت ته دی چې د دې څاروي يا خوړو په اړه شوی دی. ځينې شيان مشرکينو د خپلو توهماتو او خيالاتو په آساس تحريم کړي ول چې قرآن پرې رد وکړ چې دا د شيطان د لمسون په اساس حرام ګرځولی شويدي.
د آيت ۱۶۹ تفسير :
يعنې دا مفکوره چې دا خيالي رواجونه او محدوديتونه ټول د خدای له خوا ښوول شوي ديني مسايل دي، ليکن داسې نه ده ، په حقيقت کې د شيطاني د اغواء او ضلالت کرشمه ده. ځکه چې په حقیقت کې هیڅ دلیل نشته چې دا شیان د الله له اړخه حرام ګرځولي شويدي. د دې تحريماتو، رواجي پابنديو او توهماتو په اړه څه تفصيل په سورة انعام کښې راځي.
مشرکينو، يهودو او نصاراوو له خپل آند نه ډېر شيان تحريم کړي وو ، الله تعالیٰ په دې آيتونو کښې پرې نيوکه وکړه چې دا توهمي ، رواجي او دودیز تحريمات دي ، دين ته ئې نسبت کول درست نه دي او مسلمانانو ته حکم وشو چې ټول حلال او طیب شيان استعمال کړئ.
د ۱۷۰ آيت تفسير:
په بل عبارت، دوی د دې بندیزونو لپاره هیڅ دلیل او ثبوت نه لري مګر دا چې دا د پلرونو او نيکونو د زمانې را هیسې ترسره شوي دي. ناپوهان فکر کوي چې دا ثبوت او حجت د یوې طریقې د تعقیبولو لپاره کافي دی.
سورةالبقرة آیت- ۱۷۱- ۱۷۲
وَمَثَلُ الَّذِيۡنَ کَفَرُوۡا كَمَثَلِ الَّذِىۡ يَنۡعِقُ بِمَا لَا يَسۡمَعُ اِلَّا دُعَآءً وَّنِدَآءً ؕ صُمٌّۢ بُكۡمٌ عُمۡـىٌ فَهُمۡ لَا يَعۡقِلُوۡنَ.۞(۱۷۱). يٰٓاَ يُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا کُلُوۡا مِنۡ طَيِّبٰتِ مَا رَزَقۡنٰكُمۡ وَاشۡكُرُوۡا لِلّٰهِ اِنۡ کُنۡتُمۡ اِيَّاهُ تَعۡبُدُوۡنَ.۞(۱۷۲).
٫٫ دا خلک چې د خدای له لارې یې انکار کړی دی، داسې دي لکه شپانه چې خپل څاروي رابولي او هغه له بلنې او غږ پرته بل څه نه اوري، دوی کاڼه دي، ګونګي دي، ړانده دي، نو له دې امله په خبره نه پوهېږي.(۱۷۱). اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، كه په رښتيا سره د الله عبادت كوونكي ياست، نو هغه پاك څيزونه وخورئ چې موږ تاسو ته دركړي دي او د الله شكر وباسئ.(۱۷۲).
د ۱۷۱ آيت تفسير:
دا مثال دوه اړخونه لري. یو دا چې د دې خلکو حالت د بې عقلو حیواناتو په څیر دی چې رمې ئې شپونو پسې روانې وي او بې له پوهې د دوی غږونه تعقیبوي. بل اړخ یې دا دی چې د دویته د دعوت او تبلیغ کولو په وخت کې انسان داسې احساس کوي لکه حیوان ته چې غږ کوي ، چې یوازې غږ اوري مګر نور نه پوهیږي چې وینا کوونکی ورته څه وايي؟.
الله جل جلاله دا کلمات په داسې جامع ډول کارولي دي چې دا دواړه اړخونه په کې راځي. الله جل جلاله دا کلمات په داسې جامع ډول کارولي دي چې دا دواړه اړخونه په کښې راځي. دوهمه ژباړه يې دا ده:
« هغه خلکو ته چې د خدای له لارې يې انکار کړیدی ، د دعوت ورکونکي مثال د هغه چا په څېر دی چې داسې يو شی را بولي چې هغه نه اوري مګر بلنه او غږ (د غږ او بلنې په حقيقت نه پوهېږي) کاڼه دي ړانده دي ، ګونکيان دي، نو په څه خبره نه پوهېږي.،، په دوهمه ترجمه کښې عبارت د مضاف په حذف بناء دی. (على حذف مضاف تقديره: ومثل داعي الذين كفروا كمثل الذي ينعق). ( بيضاوي ).
کوم انسان چې د دعوت کار کوي هغه ډېر کرته د دغه حالت احساس کوي، چې زما مخاطب بيخي د څاروي په څېر دی، د سره په د خبرې په حقيقت او هدف يې سر نه خلاصېږي، انسان کې د تفکر او تعقل ماده چې کله ژوندۍ وي هغه د بل خبره په غور سره اوري او کوښښ کوي چې په هدف او حقيقت يې هم پوه شي، مغرور ، کج فهم او د پلار نيکه له لارې سره مينه کوونکي اګر که پلار او نيکه يې په ناحقه وي دغه راز خلک عموما د حق دعوت په مقابل کښې حيواني برخورد کوي يا پرې د سره ځان نه پوهوي.
د ۱۷۲ آيت تفسير:
په عربي مشرکانو ، يهودو ،نصاراوو ، مجوسيانو او هندوانو کښې ډېر داسې شيان شته چې بې له کوم شرعي يا عقلي دليل تحريم کړای شويدي ، ځينې داسې شيان ئې د حرامو په جمله کښې داخل کړيدي چې يو معقول انسان پرې تعجب کوي، د هغې ځينې مثالونه(لکه بحيره، سائبه ، وصيلة ، حام، او نور...) په سورة انعام کښې ياد شويدي او ځينې عرب مورخينو او مفسرينو هم ياد کړيدي. قران مسلمانانو ته لارښونه کوي که واقعا تاسو د الله عبادت کول غواړۍ نو هغه ټول بندشونه او پابندۍ ماتې کړئ چې پنډتانو ، پروهتانو ، ربيانو ، پادريانو ، جوګيانو ، راهبانو ، حاخامانو ، کشيشانو او ستاسو پلرونو ، نيکونو قائمې کړيدي.
کوم شيان چې الله حرام کړيدي له هغې ضرور ځان وساتئ او کوم شيان چې الله حلال ګرځولي دي هغه له کراهت نه پرته خورئ، څکئ ، دغه مضمون ته د نبي ﷺ يو حديث هم اشاره کوي چې هغې کښې نبي کريم ﷺ فرمائي: من صلیٰ صلوٰتنا واستقبل قبلتنا و أکل ذبيحتنا فذٰلک المسلم.الخ يعنې چا هغه مونځ وکړ چې مونږ ئې کوو او د هغې قبلې لور ته ئې مخ کړ چې موږ ورته مخ کوو او زموږ ذبيحه يې وخوړه هغه مسلمان دی.
مطلب دادی چې د لمونځ کولو او قبلې اړخ ته د مخ کولو سره که څوک د خوراک څښاک په شيانو کښې د جاهليت د پابنديانو او توهماتو نه ځان آزاد نه کړي او دغه پابندۍ ماتې نه کړي نو د دې معنا دا ده چې د ده په زړه کښې لا تر اوسه د جاهليت جراثیم شتون لري.
لکه څنګه چې اسلام دا غواړي چې کوم شيان الله حرام کړي دي له هغې نه ځان وساتئ ، همدا راز دا هم غواړي چې کوم شيان په شريعت کښې حلال دي هغه هم بايد په اصولي توګه حلال ومنل شي او په استعمال کښې يې هم بايد له کراهت نه ډډه وشي، په ځانګړې توګه د کومې توهم او د زاړه مذهب د کراهت په آساس بايد د سره مکروه و نه ګنل شي.
۱۷۳- سورةالبقره
اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيۡکُمُ الۡمَيۡتَةَ وَالدَّمَ وَلَحۡمَ الۡخِنۡزِيۡرِ وَمَآ اُهِلَّ بِهٖ لِغَيۡرِ اللّٰهِۚ فَمَنِ اضۡطُرَّ غَيۡرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَلَاۤ اِثۡمَ عَلَيۡهِؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ.۞(۱۷۳).
(كه پر تاسي د الله تعالی له لوري څه بنديز وي ) نو هغه دا دي چي مرداره مه خورئ، وينه او د خنزير غوښه مه خورئ، او هغه څه مه خورئ چي د الله (ج) څخه پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوی وي ، هو، څوک چې د مجبوریت لاندې وي او له دغه شيانو ځنې خوراک وکړي، پرته له دې چې د قانون ماتولو اراده وکړي یا د اړتیا له حد څخه تجاوز وکړي، نو په هغه باندې هیڅ ګناه نشته او الله ډیر بخښونکی او مهربان دی.
د ۱۷۳ آيت تفسير:
(و ما أُهل به لغيرالله). ( هغه چې له الله پرته د بل چا نوم پرې اخيستل شوی وي).
د دې اطلاق د هغه څاروي په غوښه هم کېږي چې له خدای نه پرته د بل چا په نوم ذبحه شوې وي او همدارنګه اطلاق ئې په هغه خواړو هم کېږي چې د خدای نه پرته د بل چا په نوم نذر او منل شوي وي ( د غيرالله منښته).
حقیقت دا دی چې که هغه حیوان دی که غله یا کوم بل کوم خوراکی شی، مالک یې یوازې الله تعالی دی او یوازې الله تعالی موږ ته هغه شی راکړی دی ، نو په دې شیانو باندې که د چا نوم اخستل لازم دي نو هغه یوازې د الله تعالی نوم دی، له هغه پرته د بل چا نوم اخیستل په دې معنا دي چې موږ د خدای پر ځای یا د خدای په څنګ کښې د هغه برلاسي هم منو او هغه هم مُنعِم ګڼو.
د اولياؤ په قبرونو چې کوم شيان ذبح کېږي يا د شيخ عبدالقادر يا کوم بل صالح بنده په نوم چې کومې منښتې او نذرانه کېږي دا ټول شيان د دې آيت له مخې ناروا ، ګناه او شرکي اعمالو کښې شميرل کېږي.
( فمن اضطر غيرباغ ولا عاد): په دې آيت کښې د حرامو شيانو د استعمال لپاره درې شرطونه وضع شوي دي ۱- چې د حرام څيز استعمال ته واقعي ضررت وي، مثلا د ولږې او تندې له امله دمړينې خطر وي يا د بيماري له امله د بنده ځان ته خطر وي او دغه حالت کښې له حرام څيز نه پرته بل څه موجود نه وي ۲- چې د الله د قانون د ماتولو اراده او خواهش په زړه کښې نه وي ۳-- چې د ضرورت له حد نه زيات و نه خوړل شي مثلآ که د حرام شي په يو څو مړيو يا څو غړپونو څوک له مرګ نه ځان ساتلی شي چې له دېنه زيات بايد استعمال نه کړای شي.
فقهي مسائل:
۱ - که څوک څاروی ذبح کوي او نيت ئې د غیرالله لپاره ذبح کول وي يعنې د هغه لپاره د تقرب په خاطر ذبح کوي او د ذبح په وخت کښې هم پرې دهغه نوم واخلي دا په اجماع د علماوو حرام او شرک دی خوړل يې حرام دي.
۲- که له الله پرته د بل چا په نوم څاروی ذبح کوي، دهغه د تقرب د حصول لپاره او د ذبح په وخت کښې پرې د الله نوم واخلي دا هم په اتفاق د علماوو حرام دی، لکه ځينې جاهل مسلمانان چې په زيارتونو او قبرونو څاروي ذبح کوي ، هدف ترېنه قبر والا ته تقرب او د هغه رضامندي لاس ته راوړل وي خو نوم پرې د الله اخلي د دغه رنګ څاروي غوښه خوړل هم حرام دي، دا ځکه حرام دي چې دلته نيت ته اعتبار دی.
۳ - دريم صورت دا دی چې کوم څاروی د چا په نوم کړي، غوږ يې پرې کړي او هيڅ استفاده ترې نه کوي ، دا عمل شرعا ناروا دی خو په دې سره څاروی حرام نه ګرځي، که وروسته د الله په نوم ئې په شرعي طریقه ذبح کړي خوړل يې حلال دي.
۴ - که کوم څاروی د کوم لوی سړي مخې ته د هغه د احترام او تعظيم لپاره ذبح کړي دا هم شرک دی او د دغه رنګ څاروي غوښه خوړل حرام دي.
۵ - که وريجې، خواږه يا نورو خواړه له الله نه پرته د بل چا په نوم نذر او منښته شي د دې خوراک هم حرام ګرځي.
٫٫تفسير قرطبي، تفسير بيضاوي او مفتي محمد شفيع تفسير معارف القرآن کښې دا مسائل تفصيل سره ذکر کړيدي.،،
۱۷۴ - ۱۷۶ آيت سورة البقرة
اِنَّ الَّذِيۡنَ يَكۡتُمُوۡنَ مَآ اَنۡزَلَ اللّٰهُ مِنَ الۡکِتٰبِ وَ يَشۡتَرُوۡنَ بِهٖ ثَمَنًا قَلِيۡلًا ۙ اُولٰٓئِكَ مَا يَاۡكُلُوۡنَ فِىۡ بُطُوۡنِهِمۡ اِلَّا النَّارَ وَلَا يُکَلِّمُهُمُ اللّٰهُ يَوۡمَ الۡقِيٰمَةِ وَلَا يُزَکِّيۡهِمۡ ۖۚ وَلَهُمۡ عَذَابٌ اَ لِيۡمٌ ۞۱۷۴.اُولٰٓئِكَ الَّذِيۡنَ اشۡتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالۡهُدٰى وَالۡعَذَابَ بِالۡمَغۡفِرَةِ ۚ فَمَآ اَصۡبَرَهُمۡ عَلَى النَّارِ.۞(۱۷۵).ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ نَزَّلَ الۡکِتٰبَ بِالۡحَـقِّؕ وَاِنَّ الَّذِيۡنَ اخۡتَلَفُوۡا فِى الۡكِتٰبِ لَفِىۡ شِقَاقٍۢ بَعِيۡدٍ.(۱۷۶؏).
حقیقت دا دی چې کوم کسان هغه احکام پټوي چې الله په خپل کتاب کښې نازل کړيدي او لږ قيمت ته پرې ترجيح ورکوي، دغه خلک نه اچوي خپلو خېټو کښې مګر اور ، الله به ورسره د قيامت په ورځ خبرې ونه کړي او نه به يې له ګناه نه پاک کړي او دوی ته درد ناک عذاب شته دی.(۱۷۴).دا هغه خلک دي چې د هدايت په بدل کښې يې ضلات غوره کړی دی او د مغفرت په بدل کښې يې عذاب ته ترجيح ورکړېده ، نو دوی څه شي په اور زړور کړي دي؟(۱۷۵). دا هر څه ځکه وشول چې الله تعالی کتاب په حقه نازل کړی و ، خو هغه کسان چې په کتاب کښې یې اختلاف کړی وو په خپلو شخړو کې له حق څخه ډېر لرې شول.( ۱۷۶).
د ۱۷۴ آيت تفسير:
د آيت مطلب دا دی چې عامو خلکو کښې څومره غلط رسمونه ، رواجونه خپرېږي او د نوي شريعت بڼه غوره کوي او خلک ئې هم اتباع ضروري ګڼي، د دې ټولو مسؤليت په هغه علماوو دی چې د کتاب علم ورسره دی خو خپلو خلکو ته هغه علم نه رسوي ، بيا چې کله خلکو کښې ګمراهي او ضلالت خپور شي دوی بيا هم خپلې خولې بندې کړي وي د حق اظهار او بيان نه کوي او ډېرو ته خپله ګټه په دې کښې ښکارېږي چې په کتاب الله پرده پرته وي.
دغه رنګ ټګمار مذهبي مشران د خپلې پاکۍ او بزرګۍ په اړه هم د عامو خلکو ذهن کښی دا کښېنوي چې موږ ډېر پاک او سپېڅلي يو ، عام خلک هم دا ګڼي چې دا ډېرې پاکې او سپېڅلې هستۍ دي ، که د دوی لمن مو ونيوله د آخرت معاملات به هم راته آسان شي ، لږ تر لږه د الله تعالی په حضور کښې به زموږ شفاعت خو وکړي.
په ٫٫ولايزکیهم،، او ٫٫ولهم عذاب اليم،، سره الله دېته اشاره وکړه چې دا پاک اوسپېڅلي نه دي او دويته په آخرت کښې دردناک عذاب تيار شویدی، ځکه چې د دين د احکامو پټول او د دين په مقابل کښې د دنيا ګټو ته ترجيح ورکول څه معمولي جرم او ګناه نه ده .
د يهودو علماوو دا مشکل درلود چې د تورات علم ئې له ځان سره پټ کړی وو ، خلکو ته يې د هغې تبليغ او رسولو کښې له بخل نه کار اخيسته ، کله به چې خلک ضلات کښې اخته شول دوی به په نيکي أمر او له بدي نه منع نه کوله ، د أمر بالمعروف او نهي عن المنکر فریضه په کښې مړه او متروک وه ، دلته امت مسلمه د حق د پټولو ګناه ته متوجه کړای شويدی تر څو دوی ځان له دغه رنګ کړنو او مشکلاتو نه و ساتي. په دې عصر کښې موږ هم د ورته حالت سره مخامخ يو.
(ثمنا قليلا):
له دېنه هدف دنياوي ګټه او فائده ده. ٫٫ولايکلمهم الله،، يعنې الله به ورسره په مينه اونرمي سره خبرې و نه کړي.
د ۱۷۶ آيت تفسير:
(ذٰلک): يعنې دا عذاب الله ځکه دويته ورکوي چې الله کتاب له حق سره په حقه نازل کړی وو او دوی په کښې اختلاف وکړ ، ځينې تعليمات ئې ورته ومنل او له ځينو نه يې انکار وکړ ، يهودو او نصاراوو په کتاب کښې هغه شيان ومنل چې د دوی د طبعيت او مزاج سره برابر ول او کومو شيانو کښې يې چې شخصي ، ملي يا قومي تاوان وو هغه ئې و نه منل ، په شقاق ، ضد او اختلاف کښې ډېر وړاندې لاړل ، د حق پروا يې ونکړه سره له دېنه چې دوی ته واضح او معلوم وو ، له دې امله الله ورته عذاب ورکوي