19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٢٢ (۱۷۷ - ۱۸۲ آیت)
سورۃالبقرةآیت -۱۷۷.
لَيۡسَ الۡبِرَّ اَنۡ تُوَلُّوۡا وُجُوۡهَكُمۡ قِبَلَ الۡمَشۡرِقِ وَ الۡمَغۡرِبِ وَلٰـكِنَّ الۡبِرَّ مَنۡ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالۡيَوۡمِ الۡاٰخِرِ وَالۡمَلٰٓئِکَةِ وَالۡكِتٰبِ وَالنَّبِيّٖنَۚ وَاٰتَى الۡمَالَ عَلٰى حُبِّهٖ ذَوِى الۡقُرۡبٰى وَالۡيَتٰمٰى وَالۡمَسٰكِيۡنَ وَابۡنَ السَّبِيۡلِۙ وَالسَّآئِلِيۡنَ وَفِى الرِّقَابِۚ وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَى الزَّکٰوةَ ۚ وَالۡمُوۡفُوۡنَ بِعَهۡدِهِمۡ اِذَا عٰهَدُوۡا ۚ وَالصّٰبِرِيۡنَ فِى الۡبَاۡسَآءِ وَالضَّرَّآءِ وَحِيۡنَ الۡبَاۡسِؕ اُولٰٓئِكَ الَّذِيۡنَ صَدَقُوۡا ؕ وَاُولٰٓئِكَ هُمُ الۡمُتَّقُوۡنَ.۞(۱۷۷).
نېکي دا نه ده چې خپل مخونه د ختيځ او لوېديځ لوري ته واړوۍ، بلکې نېک هغه کس دی چې پر خدای، د آخرت په ورځ ، پر ملائکو ، کتاب او پېغمبرانو باندې ايمان لري او د هغه د مينې په خاطر يې پيسې ورکړي وي خپلوانو ، يتيمانو، مسکينانو ، مسافرو او هغه کسانو ته چې سوال کوي او د څټونو په ازادولو کښې. لمونځ قائموي او زکات ورکوي او هغه کسان چې کله وعده وکړي نو پوره کوي ئې. او د تنګ دستي ، مصيبت او د حق او باطل تر منځ د جنګ په وخت کښې صبر کوونکي وي ، هم دغه کسان دي چې رښتیني دي او همدوی متقيان دي.(۱۷۷).
د ۱۷۷ آيت تفسير:
(لَيۡسَ الۡبِرَّ اَنۡ تُوَلُّوۡا وُجُوۡهَكُمۡ قِبَلَ الۡمَشۡرِقِ وَ الۡمَغۡرِبِ):
مشرق او مغرب لوري ته مخ اړول د مثال په توګه بيان شوي دي ، هدف ترې دا دی چې يواځې په يو څو ظاهري ديني رسومو ترسره کولو انسان د تقوا جوهر نه شي تر لاسه کولی تر څو په کښې دغه لاندې مواصفات نه وي پيدا شوي چې دا داسې کړنې دي چې لږ تر لږه د انسان په ريښتوني ايمان او تقوا څرګند دلالت کوي.
زموږ ټولنه کښې هم څوک دا کوښښ نه کوي چې د دين روح او د تقوا جوهر و پېژني او د تر لاسه کولو کوښښ يې وکړي، خلک عموما د يو څو مذهبي مراسمو تر سره کول پوره ګني او دا انګېري چې د دين غوښتنه همدغه يو څو مراسم تر سره کول دي، قرآن دې آيت کښې د ايمان او تقوا لږ تر لږه غوښتنې موږ ته په ګوته کړې دي.
همدا مشکل د مکې د مشرکينو هم و چې له ايمان نه يې ډډه کوله د پيغمبر مقابله یې کوله ، د توحيد د عقيدې غوندې د دين مهمه غوښتنه يې تر شا غورځولې وه خو حاجيانو ته اوبه ورکول او د بيت الله خدمت او جوړول يې د ډېر غټ افتخار باعث ګنل، قرآن د هغو د دغې انګېرنې هم اصلاح وکړه او ورته يې و ويل:
أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ لَا يَسْتَوُونَ عِندَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ( التوبة - ۱۹ )
٫٫ايا تاسو حاجيانو ته اوبه ورکول او د مسجد حرام جوړول، په الله او آخرت ايمان او د هغه په لاره کښې له جهاد سره يو برابر ګڼۍ ، دا د الله په نزد سره برابر نه دي او الله ظالم قوم ته لارښونه نه کوي،،.
د دين په اړه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د مسلمان ديني تصور بايد درست وي ، له همدې امله قران کښې د يهوديانو او مسيحيانو د دين په غلط تصور هم پوره خبره شوېده تر څو مسلمانان له هغو اشتباهاتو نه ځان وساتي چې د دوی نه وړاندې اهل کتاب په کښې اخته شوي ول.
سورة البقرة.آيات ۱۷۸-۱۷۹
يٰٓاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا كُتِبَ عَلَيۡكُمُ الۡقِصَاصُ فِى الۡقَتۡلٰی ؕ الۡحُرُّ بِالۡحُـرِّ وَالۡعَبۡدُ بِالۡعَبۡدِ وَالۡاُنۡثَىٰ بِالۡاُنۡثٰىؕ فَمَنۡ عُفِىَ لَهٗ مِنۡ اَخِيۡهِ شَىۡءٌ فَاتِّبَاعٌۢ بِالۡمَعۡرُوۡفِ وَاَدَآءٌ اِلَيۡهِ بِاِحۡسَانٍؕ ذٰلِكَ تَخۡفِيۡفٌ مِّنۡ رَّبِّكُمۡ وَرَحۡمَةٌ ؕ فَمَنِ اعۡتَدٰى بَعۡدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِيۡمٌۚ.۞(۱۷۸). وَ لَـكُمۡ فِى الۡقِصَاصِ حَيٰوةٌ يّٰٓـاُولِىۡ الۡاَلۡبَابِ لَعَلَّکُمۡ تَتَّقُوۡنَ.۞(۱۷۹).
اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى ، په تاسو باندې د قتل په قضيو كښې د قصاص حکم ليكل شوى دى. که آزاد سړی قتل وکړي نو له آزاد سړي څخه باید غچ واخیستل شي، که غلام قاتل وي نو غلام باید ووژل شي او که کومه ښځه د دې جرم مرتکب شي نو له هغې ښځې څخه باید غچ واخیستل شي. هو، که د کوم قاتل سره د هغه ورور څه نرمښت ته اماده وي، نو د معلومې طريقې له مخې بايد د ديت تصفيه وشي او قاتل بايد په صداقت سره ديت ادا کړي. دا ستاسو د رب له خوا تخفيف او رحمت دی او څوک چې له دې وروسته تجاوز وکړي، د هغه لپاره دردناک عذاب دی.(۱۷۸)
ستاسو لپاره په قصاص کښې ژوند دی، ای هوښيارانو! هیله ده د دې قانون د سرغړونې څخه ډډه وکړئ.(۱۷۹).
د ۱۷۸ آيت تفسير:
( القصاص):
قصاص په لغت کښې برابر والي ته وائي ، چې د وینې د غچ معنی لري يعنې د یو سړي سره هغه څه کول دي چې د بل سړي سره یې کړي.
خو د دې معنا دا نه ده چې قاتل دې په هماغه ډول ووژل شي چې مقتول يې په کوم ډول وژلی وي، بلکې دا يوازې په دې معنا ده چې د ژوند اخيستلو کوم عمل چې له مقتول سره يې کړى دی ، هغه د وژلو معامله د ده سره هم وشي.
(الحر بالحر):
د جاهليت په زمانه کښې دا فکر مروج وه چې د غریب او مالدار ، وينه سره يو برابر نه ده، د قبيلې د سردار او عام وګړي وينه سره برابره نه ګڼل کیده ، کله چې به د ادنیٰ مرتبې د کس له خوا د لوړې مرتبې کس و وژل شو ، بيا د قاتل په وژلو د مقتول وارثانو اکتفاء نه کوله، بلکې د قاتل د قبيلې د لوړې مرتبې سړی به يې وژلو يا به يې غوښتنه دا وه چې د يو کس مقابل کښې ډېر کسان و وژني ، شريعت دا دود لغوه اعلان کړ او حکم و شو چې مقتول د هرې مرتبې کس وي د هغه په بدل کښې به يواځې همغه د ده قاتل قصاص کېږي. ازاد کس د ازاد ، غلام د غلام او ښځه به د ښځې په مقابل کښې وژل کېږي.
که ازاد سړی غلام و وژني يا څوک سړی ښځه قتل کړي په دې دواړه صورتونو کښې به هم قاتلان وژل کېږي، د ټولو انسانانو وينه سره يو برابره ده. دا آيت د يوې ځانګړې پېښې په اړه نازل شوی وو خو حکم يې په اجماع د امت عام دی.
٫٫او دا حالت یوازې په پخواني جاهلیت کښې نه و، په اوسني وخت کې هغه ملتونه چې ډېر متمدن بلل کېږي، حتی په خپلو منظمو رسمي اعلانونو کې هم کله کله په بې شرمۍ سره نړۍ ته وايي چې که زموږ یو سړی ووژل شي، موږ به د قاتل ملت پنځوس تنه و وژنو. موږ ډېری وخت دا خبرونه اورو چې د یوه کس د وژلو له امله د ماتې خوړلي ملت دومره یرغمل شوي کسان په ډزو وژل شوي دي. یو "متمدن" ملت په همدې نوي عصر کې( ۲۰ پېړۍ کښې) د خپل یوه غړي "سرلي سټیک " د وژنې غچ له ټول مصري ملت څخه واخیست.
له بلې خوا د دې تش په نامه متمدن ولسونو رسمي محکمو کې هم دا دود دی چې که قاتل د حاکم ملت غړی وي او مقتول د محکوم ملت څخه وي، نو د هغوی قاضیان د جزا له پرېکړې نه ډډه کوي. دا هغه عیبونه دي چې الله تعالی يې په دې آیت کښې د مخنیوي امر کړی دی. هغه وايي چې د مقتول په بدل کې بايد يوازې قاتل ووژل شي، پرته له دې چې قاتل څوک او قرباني څوک دی.(تفهيم القران).
٫٫تفهيم القران،،
(فٙمٓن عُفي له مِن أخيه):
د ٫٫ورور،، د کلمې په ویلو سره یې هم په ډیر لطیف ډول له قاتل سره د نرمۍ سپارښتنه کړې ده. مطلب دا
چې که ستاسو تر منځ د مرګ دښمني هم ده خو هغه ستا انساني ورور دی، نو که تاسو د خپل یو ګناه ګار ورور ته بخښنه وکړۍ ، نو دا ستاسو د انسانیت سره وړ او مناسب سلوک دی. له دې آيت څخه دا هم معلوميږي چې په اسلامي شريعت کې د قتل مسئله د راضي نامې او روغې جوړې وړ ده. د مقتول وارثان حق لري چې قاتل ته بخښنه وکړي او په دې صورت کې د محکمې لپاره دا جواز نه شته دی چې د قاتل په وژلو ټینګار وکړي. خو لكه څنګه چې په بل آيت كښې راغلي دي چې د بخښنې په صورت كښې به قاتل ديت ورکوي مګر دا چې دا هم ورته وبخښل شي.
(بالمعروف):
په قرآن کریم کې د ٫٫معروف،، کلمه په پراخه کچه کارول شوې ده، دا هغه درستې طريقې ته ويل کېږي، چې په عمومي توګه خلک ورسره اشنا وي، په دې اړه هر هغه څوک چې له کوم ځانګړي اړخ سره ئې شخصي ګټه نه وي تړلي، دا و وايي: چې يقيناً دا حق او انصاف دی او دا يوه مناسبه کړنلاره ده.
عام قانون ( Common Lwa) ته په اسلامي اصطلاح کې ٫٫عرف،، او ٫٫معروف،، هم ویل کېږي او په ټولو هغو چارو کښې د اعتبار وړ ګڼل کېږي چې شریعت ورته کوم ځانګړې قاعده نه وي وضع کړې.
(فمن اعتدیٰ بعد ذٰلَک):
د بېلګې په توګه د اعتداء يو شکل دا هم دی چې د مقتول وارث د دېت له اخيستلو وروسته د غچ اخيستو هڅه وكړي، يا قاتل د د ديت په ورکړه كښې ځنډ و كړي او د مړي وارث چې ورسره کوم احسان وکړ ، دهغی خيال و نه ساتي او هغه احسان هېر کړي.
(د ديت اندازه):
د يو مړي ديت سل اوښان يا دوه زره پسونه او يا دوه سوه غويان، يا لس زره دراهم چې دوه زره نه سوه تولې او اته ماشې سپين زر کېږي. د قصاص په اړه اړين تفصيلات د فقهې په کتابونو کښې ليکل شوي دي.
د ۱۷۹ آيت تفسير:
(ولکم في القصاص حيوٰة) :
دې آيت کښې د يو بل جاهلي فکر ترديد شوی، په جاهليت کښې ځينو په قصاص اخيستو کښې افراط کولو چې د يو کس په ځای به يې غوښتل چې ډېر کسان و وژني ، ليکن په جديد جاهليت کښې له قاتل نه قصاص اخيستل جرم ګنل کېږي، او د دې په ضد يې دومره تبليغ کړی دی، چې ډېرو ممالکو له خپل قانون نه د قصاص حکم خارج کړیدی دا نو د عفوې او بخښلو په برخه کښې افراط او د قصاص دحکم د تنفيذ په اړه خطر ناک تفريط دی، ځکه کومه ټولنه چې د قاتل وينه محترمه او مصؤنه ګڼي نو دا ټولنه په لستوني کښې ماران ساتي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
سورة البقرة.آيات ۱۸۰ - ۱۸۲
كُتِبَ عَلَيۡكُمۡ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الۡمَوۡتُ اِنۡ تَرَكَ خَيۡرَا ۖۚ اۨلۡوَصِيَّةُ لِلۡوَالِدَيۡنِ وَالۡاَقۡرَبِيۡنَ بِالۡمَعۡرُوۡفِۚ حَقًّا عَلَى الۡمُتَّقِيۡنَؕ. ۞(۱۸۰). فَمَنۡۢ بَدَّلَهٗ بَعۡدَمَا سَمِعَهٗ فَاِنَّمَآ اِثۡمُهٗ عَلَى الَّذِيۡنَ يُبَدِّلُوۡنَهٗؕ اِنَّ اللّٰهَ سَمِيۡعٌ عَلِيۡمٌؕ.۞(۱۸۱).فَمَنۡ خَافَ مِنۡ مُّوۡصٍ جَنَفًا اَوۡ اِثۡمًا فَاَصۡلَحَ بَيۡنَهُمۡ فَلَاۤ اِثۡمَ عَلَيۡهِؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ.۞(۱۸۲).
پر تاسو واجب ده چې کله له تاسو څخه د یو چا د مرګ وخت راشي که هغه ٫٫ځان پسې،، مال پریږدي ، چې د مور ، پلار او خپلوانو لپاره په ښه ٫٫معروف،، توګه وصیت وکړي، دا حق دی په متقیانو.(۱۸۰).
بیا هغه چا چې وصیت واوریده او وروسته یې بدل کړ، د هغې ګناه به پر هغو کسانو وي چې دا وصیت بدلوي ، الله هر څه اوري او پوهېږي.(۱۸۱).خو که څوک دا وېره ولري چې وصيت کوونکي په ناپوهۍ او يا قصداً له حق نه تېری کړی او بيا د وصيت په اړوندو کسانو کې اصلاح وکړي نو په هغه څه ګناه نشته ده، الله ډېر بخښونکی او مهربان دی.
د۱۸۰ آيت تفسير:
د وصيت د فرضيت دا حکم د هغه وخت لپاره وو چې د ميراث په اړه شرعي لارښونه لا په مفصل توګه نه وه نازل شوې ، حکم دا و چې هر کس بايد د مور، پلار او خپلوانو برخې په خپله تعيين کړي تر څو د ده له مرګ نه وروسته په خپلوانو کښې د ده د میراث په اړه اختلاف پيدا نه شي ، کله چې سورة نساء کښې د ميراث په اړه احکام او قواعد بيان کړای شول ترڅو د کوم خپلوان حق تلف نه شي، بيا دغه حکم کښې څه تعديلات راغلل چې په لاندې توګه ئې ذکر کوو.
۱- یو دا چې اوس څوک د وارث په حق کښې وصیت نه شي کولای، د کومو خپلوانو برخه چې په قرآن کې ټاکل شوې ده، د وصیت له لارې د هغوی دغه برخه نه کمیږي او نه زیاتیږي، نه وارث له میراث نه څوک محروم ګرځولی. ۲- اوس وصیت یوازې د ټول ملکیت په دریمه برخه کې کیدی شي.۳-- له دې دوه تفسيري لارښوونو وروسته ؛ د دې آيت موخه دا ده چې انسان بايد لږ تر لږه دوه پر دريمه برخه خپل مال پرېږدي چې د ده له مړينې وروسته په وارثانو کښې د شرعي احکامو له مخې ووېشل شي.۴ - حاجتمند خپلوانو او نورو خلکو ته د مال په دريمه برخه کښې د وصيت حق لري او دوه برخې به وارثانو ته پرېږدي.
۵ - وروسته خلکو د وصیت دا حکم یوازې د سپارښتنې په حيث واخيست ، د ميراث د احکامو له راتلو نه وروسته د مال دريمه برخه کښې د وصيت واک اوس هم شته دی خو مسلمانان ترې مناسبه ګټه نه پورته کوي ، په قرانکریم کې دا یو حق بلل شوی چې د خدای له لوري پر متقیانو باندې لګول شوی دی.
۶ - که د دې حق ادا کول پیل شي، د میراث په اړه د خلکو ډیری پوښتنې به په خپله حل شي. د بیلګې په توګه، د هغه لمسیانو قضیه چې مور او پلار یې د خپلو نیکونو په ژوند کې مړه کیږي.
۷-د وصيت بدلول ګناه ده څوک چې وصيت واوري يا پرې شاهد وګرځول شي ، بايد پوره او درسته ګواهي وکړي تغيير او تبديلي په کښې ونه کړي.
۸--- که د کوم وصيت کونکي په اړه دا وېره وي چې وصيت کښې له حق نه تجاوز کوي، په دغه صورت کښې د وصيت کونکي او وارثانو ترمنځ صلح کول ګناه نه ده.
*-- د ۱۸۲ آيت تشريح :
د دې معنا داده که يو مريض وصيت کوي او کوم خلک چې دا وصيت اوري ، ورته په کښې بې انصافي ښکاره شي او وارثان هم نا راضه وي ، ځکه چې د ډېر وصيت په صورت کښې ځينې وارثان متضرر کېږي ، شاهدان يا حاضر خالک مريض ته د انصاف امر وکړي ، او وارثان له بې ځايه حرص نه منع کړي يعنې چې مريض ته بايد د جائز وصيت اجازه ورکړي ، دا رنګ کړنه ګناه نه لري ، دا هغه د شهادت پټول او د وصيت ناروا بدلول نه دي.
په وصيت کښي د تجاوز يو صورت دادی چې د لور خاوند ، د ځوی ځوی ، د لور ځوی يا خاوند ته وصيت وکړي ، يا د ثلث نه ډېر وصيت وکړي ، دې کښې اصل فائده لور يا ځوی ته اوړي چې هغه خو وارثان دي او وارث ته وصيت روا نه دی.
له ثلث نه ډېر وصيت ځکه ناروا دی چې وارثان په کښې متضرر کېږي. که مال لږ وي او د پوره ثلث په اړه وصيت وشي دا هم د وارثانو په ضرر تمامېږي ، دغه صورتونو کښې د وصيت په اړه د مريض او وارثانو تر منځ جوړ جاړی ممنوع نه دی.