سورة البقرة رکوع ٢٣ (۱۸۳ - ۱۸۸ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ٢٣ (۱۸۳ - ۱۸۸ آیت)


آيت ۱۸۳, ۱۸۴ سورۃ البقرة


يٰٓـاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا كُتِبَ عَلَيۡکُمُ الصِّيَامُ کَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِيۡنَ مِنۡ قَبۡلِکُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُوۡنَۙ ۞۱۸۳.اَيَّامًا مَّعۡدُوۡدٰتٍؕ فَمَنۡ كَانَ مِنۡكُمۡ مَّرِيۡضًا اَوۡ عَلٰى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنۡ اَيَّامٍ اُخَرَ‌ؕ وَعَلَى الَّذِيۡنَ يُطِيۡقُوۡنَهٗ فِدۡيَةٌ طَعَامُ مِسۡكِيۡنٍؕ فَمَنۡ تَطَوَّعَ خَيۡرًا فَهُوَ خَيۡرٌ لَّهٗ ؕ وَاَنۡ تَصُوۡمُوۡا خَيۡرٌ لَّـکُمۡ اِنۡ كُنۡتُمۡ تَعۡلَمُوۡنَ.۞(۱۸۴)


اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى، پر تاسو روژه فرض شوې ده لكه څنګه چې له تاسو څخه د مخكنيو پيغمبرانو په أُمتونو  باندې فرض شوې وه.  تمه کیږي چې په تاسو کې به د تقوی کیفیت وده وکړي.(۱۸۳)

د روژې څو ټاکلې ورځې دي. که ستاسو څخه یو څوک ناروغ وي یا په سفر کې وي، نو په نورو ورځو کې د ورته شمیر پوره کړي.او څوک چې د روژې نیولو توان ولري ( او روژه نه نیسي) نو فدیه دې ورکړي.  د روژې فديه دا ده چې يو مسکين ته ډوډۍ ورکړي او څوک چې په خپله خوښه نيکي وکړي، دا د هغه لپاره غوره ده، خو که تاسو پوهېږۍ نو روژه نيول ستا لپاره غوره دي.(۱۸۴).


د ۱۸۳ آيت تفسير: 

دلته څو مهمو ټکو ته اشاره شوېده:

لومړی: د رمضان د پوره مياشتې روژه نيول فرض دي.‌دوهم : دا روژه په مخکنيو امتونو هم فرض وه ، دريم : له روژې نه هدف دا دی چې د تقوا صفت په مسلمانانو کښې وده وکړي .

څلورم : په ۱۸۴ آيت‌ کښې و ويل شول چې دا يو څو شميرل شوې ورځې دي، يعنې ډېره اوږده موده نه ده.  او دا ئې هم يوه آساني ده چې مريض او مسافر ته د روژې نه نيولو اختيار هم ورکول شوی دی.

پنځم: او څوک چې روژه نيولی شي او هم يې نه نيسي هغه بايد فديه ورکړي، خو روژه نيول ورته غوره

دي. شپږم : فديه د يوې روژې په بدل کښې يو  مسکين ته دوه وخته ډوډۍ ورکول دي.

اووم: که څوک د يوې روژې په بدل کښې ډېرو مسکينانو ته ډوډۍ ورکړي ، يا روژه هم ونيسي او ډوډۍ هم ورکړي دا ورته غوره ده، په ٫٫من تطوع خيرا،، کې دې مطلب ته اشاره شوې ده.

اتم: که د سفر له امله د چا د روژې نه نيولو اراده وي ، هغه دا کولی شي چې کور کښې خوراک وکړي اوسفر پيل کړي.

نهم:  په پيل کښې هغه خلکو ته هم د روژې نه نيول جائز ول چې د روژې نيولو طاقت لري خو غواړي چې فديه ورکړي، بيا يو کال وروسته دا حکم منسوخ شو.

لسم : د روژې فديه د خامې غلې يا نغدو په بڼه کښې ورکول هم د امام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب کښې روا دي. يولسم: روژه د هجرت په دوهم کال د بدر له جنګ نه مخکې فرض کړای شوې ده.

دولسم: سفر کښې روژه نيول يا نه نيول د انسان خپل اختيار دی ، ځينو صحابه کرامو به سفر کښې روژه نیوله او ځينو به خوړله، همدا حالت د نبي عليه السلام هم وو کله به يې سفر کښې روژه نيوله کله به ئې نه نيوله.

ديارلسم : يو سفر کښې يو صحابي د ضعف له امله پرېوتی و ، نبي عليه السلام پوښتنه وکړه دا ولې؟ و ويل شول دا ځکه چې دی روژه و، نبي عليه السلام و ويل : دا نيکي نه ده.

څوارلسم : که کفار د مسلمانانو په يو ښار حمله وکړي او هغه خلک په خپل کورونو کښې مقيم وي د‌ جنګ  په خاطر روژه نه نيولو کښې د علماوو اختلاف دی ، مګر علامه ابن تيمييه په قوي د لائلو د‌ روژې د نه نیولو جواز ثابت کړی دی.

پنځلسم : د سفر مقدار د حنفي فقهاوو په مذهب اته څلوېښت ميله ده ، که دغه سفر په طياره يا موټر کښې وي يا پياده وي تفاوت نه کوي حکم ئې يو دی.

شپاړسم : که څوک له سفر ستون او سمدلاسه مړ شي دومره موده ژوندی پاتې نشو چې د خوړل شوو روژو په کښې قضاء راوړي ، په ده فديه ورکول نه شته دي ، همدا حکم د‌ مرض هم دی.

اولسم : قرآن د اقامت  موده نه ده تعيين کړې ، خو د پيغمبر عليه السلام او د صحابه کرامو له تعاملاتو نه حنفي فقهاؤ پنځلس ورځې ټاکلي، چې مسافر يو ځای کښې د دغې مودې د تېرولو نيت وکړي بيا د سفرله  رخصتونو نه استفاده نشي کولی، بلکې دی به مقيم ګنل کېږي.

اتلسم:‌ د ډېرو روژو فديه د نغدو يا غلې په شکل کښې په يوه تاريخ کښې يو مسکين  ته ورکول جواز لري ، خو احتياط دادی چې داسې ونه کړي. ( معارف القرآن  او مولانا اشرف علي )


سورۃ  البقرة آیت ۱۸۵


شَهۡرُ رَمَضَانَ الَّذِىۡٓ اُنۡزِلَ فِيۡهِ الۡقُرۡاٰنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَيِّنٰتٍ مِّنَ الۡهُدٰى وَالۡفُرۡقَانِۚ فَمَنۡ شَهِدَ مِنۡكُمُ الشَّهۡرَ فَلۡيَـصُمۡهُ ؕ وَمَنۡ کَانَ مَرِيۡضًا اَوۡ عَلٰى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنۡ اَيَّامٍ اُخَرَؕ يُرِيۡدُ اللّٰهُ بِکُمُ الۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيۡدُ بِکُمُ الۡعُسۡرَ وَلِتُکۡمِلُوا الۡعِدَّةَ وَلِتُکَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰى مَا هَدٰٮكُمۡ وَلَعَلَّکُمۡ تَشۡكُرُوۡنَ.۞(۱۸۵).


د رمضان هغه میاشت ده، چې قرآن په کښې نازل شوی دی، چې د انسانانو لپاره بشپړ لارښود دی او داسې روښانه تعلیمات لري ٫٫چې د حق لاره ښيي،،  او د حق او باطل تر منځ توپیر کوي.

نو ٫٫له دې وروسته،، که څوک دا میاشت ومومي، نو پر هغه لازمه ده چې ټوله میاشت روژه ونیسي او که څوک ناروغ وي او يا په سفر کښې وي، نو په نورو ورځو کې بايد دغه شمېر پوره کړي، الله تعالی له تاسو سره نرمي کول غواړي،  سختي کول نه غواړي. 

٫٫دا طریقه  ځکه تاسو ته ښوول کیږي ،،  چې تاسو د روژې شمیره پوره کړۍ او چې کوم هدايت الله تعالیٰ تاسو ته درکړی په هغې د الله د عظمت څرګندونه او اعتراف وکړئ او د دې لپاره چې  شکر وباسئ.


۱۸۳ آيت تفسير:

دې آيت کښې لاندې ټکو ته اشاره شوېده:

قرآن د‌ رمضان په مبارکه مياشت کښې نازل شوی دی، د دې مطلب دا دی چې په دغه مياشت کښې له لوح محفوظ نه لومړي آسمان کښې بيت العزة ته راغلی دی ، بيا مسلسل په در ويشت کلونو کښې لږ لږ په نبي عليه السلام نازل شوی دی، داسوال چې دا د رمضان مبارک کوم تاريخ وو؟ دې باره کښې روايات مختلف دي خو قرآن کښې په  سورت القدر کښې راغلي چې قرآن ليلة القدر کښې نازل شوی او د ليلة القدر په اړه راجح قول دادی چې دا د رمضان اووه ويشتمه ۲۷ شپه وه. ٫٫والله اعلم،،.


دوهم:

دلته د قرآن درې صفات ذکر شوي دي ۱-الهدیٰ، يعنې لارښونه ده. ۲- بينت من الهدیٰ، معنوي ده ښه څرګنده لارښونه ۳ - الفرقان يعنې د حق او باطل جلا کونکی.

يعنې قرآن انسان ته لارښوونه ده او ښه څرګنده لارښوونه، داسې څرګنده چې حق او باطل سره جلا کوي ، کله يو شی  لارښونه وي خو بشپړه نه وي، لوستونکی ئې په آساني سره په هدف نه پوهېږي،خو دلته وايي چې دا بشپړه لارښوونه ده ، د حق او باطل تفکيک هم ترې لاس ته راځي. د الفرقان صفت د تورات په اړه هم ذکر شویدی - سورة البقره آيت ۵۳.


دريم :  فمن شهِد منکم الشهر فلیصمه:

د‌ روژې نيولو د قدرت سره د روژې د نه نيولو سهولت دې آيت سره منسوخ شو ، يعنې چې څوک مسافر او مريض نه وي يا کوم بل عذر و نه لري ، روژه به خامخا نيسي.

څلورم: مريض او مسافر لپاره تهرچې له روژې نه رخصت ورکول شوی وو ، هغه ئې بيا را معاد کړ ،معنا دا چې يواځې په روژه باندې د قدرت لرونکي شخص لپاره د روژه خوړلو په صورت کښې چې د فديه ورکولو کومه آسانتيا وه هغه منسوخ شوه.نو اوس حکم دا شو چې څوک کلي وطن کښې وي خامخا به روژه نيسي.


څلورم : که مريض او مسافر د قضاء روژې د نيولو لپاره وخت پيدا نکړ او مړشو، فديه ورکول پرې نشته ځکه چې په قضاء راوړلو قادر نه شو.


پنځم : شاه ولي الله رحمه الله ويلي چې ٫٫يطيقون،، د باب إفعال صيغه ده ، باب افعال کښې کله حمزه د سلب د مأخذ لپاره راځي ، معنا دا جوړېږي هغه خلک چې د روژې نيولو طاقت نه لري په هغو فديه ورکول لازم دي، د دې ترجمې په آساس د آيت نسخ نه لازميږي او مسئله هم همداسې ده چې شيخ فاني چې د روژې نيولو طاقت نه لري روژه به وخوري او فديه به ورکړي.

دا آيت دغه رنګ ابن عباس او علي رض هم تاويل کړی دی او دا د امام ابوحنيفه ، امام محمد ، امام ابو يوسف ، او امام شافعي مذهب هم دی.

امام مالک او ربيعه  وايي په شيخ فاني فديه نشته ده ، که فديه ورکړي ښه کار دی.

٫٫احکام القران للجصاص،،

زموږ د فقهاوو په خيال د مريض ، مسافر او شيخ فاني تر منځ دا تفاوت دی چې په شيخ فاني فديه في الحال واجب ده او هغه نور دواړه که وخت ومومي او قضاء رانوړي بيا پرې فديه لازمېږي.


شپږم: دا آيت موږ ته درس راکوي چې د دين آساس په تشريع، تقنين او فتوا کښې په تيسير يعنې آسانتيا  ايښودل شوی.


اووم: د آيت ځينې برخې لکه (فعدة من ايام اخر -- و لتکملوا العدة) دا درس را کوي چې د حقوق الله قضاء هم واجب ده.


اتم : د ٫٫و لتکبروا الله،، نه معلومېږي چې روژه  د الله عملي  تکبير دی ، علماوو د تکبير درې قسمونه بيان کړيدي.

۱- تکبير قلبي ۲- تکبير لساني ۳- تکبير عملي. چې پوره يوه مياشت ټول امت د الله د حکم په آساس روژه وي ، دا د الله عملي تکبير دی ځکه که څوک د هغه په عظمت او ستر والي قانع نه وي دومره ستر تکليف کله هم نه تحمل کوي.


نهم:  په ٫٫ و لعلکم تشکرون ،، کښې داخبره ده چې د قرآن نزول د الله تعالی ډېر ستر نعمت دی ،د قرآن د نزول مياشت روژه نيول دا د دې ستر نعمت تشکر کول دي.


سورةالبقرة- ۱۸۶


وَاِذَا سَاَلَـكَ عِبَادِىۡ عَنِّىۡ فَاِنِّىۡ قَرِيۡبٌؕ اُجِيۡبُ دَعۡوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ فَلۡيَسۡتَجِيۡبُوۡا لِىۡ وَلۡيُؤۡمِنُوۡا بِىۡ لَعَلَّهُمۡ يَرۡشُدُوۡنَ. ۞(۱۸۶).

او کله چې زما بندګان له تا څخه زما په اړه پوښتنه وکړي ( نو ورته و وايه) چې زه دوی ته نژدې يم ، د دعاء غوښتونکي دعاء قبلوم، کله چې ما را و بلي ، نو دوی د هم زما خبره ومني او په ما د إيمان راوړي ، شايد دوی به درسته لار ومومي.( ۱۸۶).


د ۱۸۶ آيت تفسير:

۱- د پيغمبر عليه السلام نه پوښتنه وشوه چې زموږ رب که  لېرې وي چې چغې ورته و وهو او که نژدې وي چې مناجات ورسره وکړو.د دې پوښتنې په ځواب کښې دا آيت نازل شو.

۲- دا آيت په يوه داسې ټولنه کښې نازل شوی وو چې هرې خواته د بت پرستۍ بازار ګرم وو ، د لرو مناطقو نه به خلکو د يو بت دربار ته سفرونه کول او خپل حاجتونه به يې ورته وړاندې کول،‌ دلته خلکو ته لارښونه کېږي چې الله پروردګار تاسو ته نژدې دی ،‌ د کومې وسيلې او واسطو پرته هغه ته خپل عرض معروض وړاندې کولی شۍ ، نو ولې در په در د غير الله په دربارونو ګرځۍ، خپل حاجتونه الله ته وړاندې کړئ، هغه ئې اوري حتیٰ ستاسو د زړه په رازونو هم پوهېږي ، نو ولې د خپلو حاجتونو په اړه داسې بې واکه مخلوق ته رجوع کوۍ چې نه ستاسو فرياد اورېدلی شي او نه ستاسو حاجت پوره کولی شي.

۳- دا آيت کې داخبره هم ده چې د روژې د آيتونو د بيان په منځ کښې د دعاء مسئله ياده شوه دا دېته اشاره کوي چې د روژې مياشت د دعا ګانو د قبوليت مياشت ده او له ځينو احاديثو نه هم دا مطلب معلومېږي.

۳ - لعلهم يرشدون:  يعنې ته په دې خبره خلک پوه کړه شايد درسته لار و مومي.

۴ -له دې نه مخکنی او وروستنی آيت د روژې په اړه دی منځ کښې د دعاء مسئله ذکر شوه ، دې کښې دېته اشاره ده چې روژه د دعاء د قبوليت وخت دی ، او حديث شريف کښې ويل شوي دي چې د روژه دار دعاء الله قبلوي.

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:( ثَلَاثُ دَعَوَاتٍ لَا تُرَدُّ ، دَعْوَةُ الْوَالِدِ ، وَدَعْوَةُ الصَّائِمِ ، وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ.

(أخرجه البيهقي في السنن الكبرى(6392)، والضياء في المختارة (۲۰۵۷) من حديث من أنس)


شيخ ألباني ورته صحيح ويلي دي. ٫٫السلسلة الصحيحة،،  ۱۷۹۷٫٫،،


ژباړه :

د انس بن مالک رض نه روايت دی چې پيغمبر عليه السلام فرمايلي دي : درې دعا ګانې نه رد کېږي : د پلار دعاء، د روژه دار دعاء او د مسافر دعاء. 


سورۃ البقرة آیت  ۱۸۷


اُحِلَّ لَـکُمۡ لَيۡلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ اِلٰى نِسَآئِكُمۡ‌ؕ هُنَّ لِبَاسٌ لَّـكُمۡ وَاَنۡـتُمۡ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ؕ عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّکُمۡ كُنۡتُمۡ تَخۡتَانُوۡنَ اَنۡفُسَکُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنۡكُمۡۚ فَالۡــئٰنَ بَاشِرُوۡهُنَّ وَابۡتَغُوۡا مَا کَتَبَ اللّٰهُ لَـكُمۡ وَكُلُوۡا وَاشۡرَبُوۡا حَتّٰى يَتَبَيَّنَ لَـكُمُ الۡخَـيۡطُ الۡاَبۡيَضُ مِنَ الۡخَـيۡطِ الۡاَسۡوَدِ مِنَ الۡفَجۡرِ‌ؕ ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّيَامَ اِلَى الَّيۡلِ‌ۚ وَلَا تُبَاشِرُوۡهُنَّ وَاَنۡـتُمۡ عٰكِفُوۡنَ فِى الۡمَسٰجِدِؕ تِلۡكَ حُدُوۡدُ اللّٰهِ فَلَا تَقۡرَبُوۡهَا ؕ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللّٰهُ اٰيٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُوۡنَ.۞(۱۸۷).

  

تاسو ته د روژې په زمانه کې د شپې له خوا خپلو مېرمنو ته تلل حلال شوي دي.  دوی ستاسو لپاره لباس  او تاسو د دوی لپاره لباس ياست. الله پوهیده چې تاسو په پټه پټه له ځان سره خیانت کوۍ، مګر هغه ستاسو توبه قبول کړه  او تاسو یې و بخښلۍ.  اوس له خپلو مېرمنو سره شپه تېره کړئ او هغه څه ترلاسه کړئ چې د الله تعالی په خپل فضل تاسو ته حلال کړي، همدارنګه د شپې تر هغه وخته پورې وخورئ او وڅښئ تر څو چې تاسو ته د سهار سپينه پٙټه دشپې له تورې پټې نه ښه جلا ښکاره شي،  بیا دا ټول کارونه پریږدئ او تر شپې پورې خپله روژه پوره کړئ او کله چې په جوماتونو کې معتکف اوسۍ نو له مېرمنو سره جماع مه کوئ.  دا د الله (ج) حدود دي، هغو ته مه نږدې کېږئ.  په دې ډول الله جل جلاله خپل احکام خلکو ته په ډاګه کوي، شايد له ناسم چلند څخه ډډه وکړي.(۱۸۷).


د ۱۸۷ آيت تفسير:

  د احکامو خلاصه:

د روژو په شپو کې خپلو ښځو سره مباشرت تر سبا ختلو پورې روا دی کله چې صبح صادق طلوع وکړي بيا خوراک ،څښاک او  مباشرت ممنوع ګرځي.

۲-- د اعتکاف شپو کښې له خپلو ښځو سره مباشرت ممنوع دی.

۳-- د روژو د فرضيت په پيل کښې د روژو شپو کښې ځينو خلکو له ويده کېدو او ځينو د ماسختن له لمانځه ورسته به مباشرت او خوراک، څښاک ناروا ګنل، يو صحابي د ورځې سخته مزدوري کړې وه کله چې د روژه ماتي په وخت کښې کور ته راغی کور کښې د خوراک لپاره څه نه وو ، ښځې يې و ويل ته صبر وکړه زه درته څه برابروم ، هغه لاړه چې څه پيدا کړي  چې کله راغله ګوري چې سړی ويده شوی ، نو د دوی د فکر مطابق هغه څه ونه خوړل ، سبا بيا روژه شو او د ضعف له امله غرمه کښې بې هوښه شو ، همدا راز له ځينو خلکو نه له خوب يا لمونځ څخه وروسته مباشرت ترسره شو.

بيا په حکم کښې تخفيف وشو چې تر سبا پورې خوراک څښاک او مباشرت کول حلال کړای شول.

عام مفسرين وايي چې په پيل کښې د روژې همدغه قانون وو. ځينې بيا وائي دا شرعي پابندۍ نه وه، د روژې د قانون په اړه دا د خلکو خپل ګومان وو، بيا پر دې دا سوال  راځي چې خيانت ورته ولې و ويل شو؟

ځواب دا دی چې دا ځان او خپل ضمير سره خيانت وو ، چې يو شی ناروا ګنې او بيا درنه ترسره کېږي هم. دقران تعبير هم ٫٫تختانون انفسکم،، دی ( يعنې ځان سره خيانت) بيا قرآن دغه مسئله په دې ترتيب تشريح کړه چې دا اشتباه رفع شي.


۴- د روژې اخري لس شپې او ورځې مسجد کې د الله د ذکر لپاره ناستې ته شرعي اصطلاح کښې اعتکاف وايي ، د اعتکاف په اړه دا و ويل شول چې د اعتکاف موده کښې به دخپلو ښځو سره د شپې هم مباشرت نه کوئ ليکن خوراک څښاک کولی شۍ.

۵-- ، په ځای د دې چې و وايي د خدای له حدودو نه تجاوز مه کوئ دا و ويل شول چې ورته مه نژدې کېږئ، ځکه چې دې تعبير کښې له هغې نه زيات تاکيد په نظر کښې نيول شوی دی ځکه چې څوک د حدودو په شاو خوا کښې ګرځي را ګرځي ممکن تجاوز ترې وشي.

يو حديث کښې راغلي چې د هر پاچا يوه حِمیٰ وي ، د الله حِمیٰ د هغه محارم دي ، څوک چې حِمیٰ ته نزدې نزدې څاروي څروي ممکن حِمیٰ کښې ترې هم و څري.

(حِمیٰ هغه سړځای ته ويل کېږي چې بادشاه او يا سردار يې د خپلو څارويو لپاره ځانګړی کړي).


۶--د ښځو اعتکاف زموږ د فقهاوو په آند د کور په مانځه ځای کښې جائز دی ، ځکه چې اعتکاف له مونځ نه مهم عبادت نه دی، چې د ښځو لمونځ په کور کښې ډېر ثواب لري نو اعتکاف يې هم په کور کښې روا دی، ځکه چې اعتکاف کښې خو مسجد کې لس شپې ترسره کول وي ، يو حديث کښې هم له دېنه منع نه ده راغلې چې ښځه د کور کښې اعتکاف نه کوي او نه دا تصريح راغلې ده چې ښځې د خامخا په اعتکاف کښې مسجد ته راشي، د اسلام د عمومي مزاج سره مناسب همدا ده چې ښځې کور کښې اعتکاف وکړي چې هلته د حجاب او سړو سره د نه اختلاط او د شپې د يواځې پاتې کېدو ټول خطرونه منتفي وي.


آيت  ۱۸۸ سورةبقرة.


وَلَا تَاۡكُلُوۡٓا اَمۡوَالَـكُمۡ بَيۡنَكُمۡ بِالۡبَاطِلِ وَتُدۡلُوۡا بِهَآ اِلَى الۡحُـکَّامِ لِتَاۡکُلُوۡا فَرِيۡقًا مِّنۡ اَمۡوَالِ النَّاسِ بِالۡاِثۡمِ وَاَنۡـتُمۡ تَعۡلَمُوۡنَ. ۱۸۸.

او تاسو خپل مالونه په خپل منځ کښې په ناروا طريقه مه خورئ او نه يې حاکمانو ته د دې لپاره وړاندې کوئ( چې تر څو تاسو ته فرصت درکړل شي) چې د خلکو د مالونو يوه برخه په ناحقه توګه و خورۍ او تاسو پوهېږئ چې دا ګناه ده.


د ۱۸۸ آيت تفسير:

دا آيت دوه مفهومه لري:


يو مفهوم دا چې خپل مال حاکمانو ته د رشوت په توګه مه ورکوئ چې د نورو خلکو مالونه پرې و خورۍ.

دوهم: داسې دعوې چې اصلي مالک سره ئې د ملکيت د اثبات دلائل نه وي محاکمو ته په دې نيت وړل چې ممکن ستا د دلائلو په رڼا کښې به قاضي پردی مال تاسو ته درکړي.

په دې اړه رسول الله ﷺ فرمائي :

زه بشر يم تاسو خپلې دعوې ماته راوړۍ ، شايد تاسو کښې ځينې په دعوا او حجت ويلو کښې ډېر تکړه وي او زه هغه ته د هغه د وينا نه په تاثر سره فيصله وکړم ، نو چاته مې چې د هغه د ورور حق ورکړ په حقيقت کښې مې هغه ته د دوزخ د يوې ټکړې پرېکړه وکړه ٫٫يعنې زما د فيصلې له امله پردی مال ده ته نه روا کېږي.،،


مولانا امين احسن اصلاحي مرحوم په تدبر القران کښې ليکلي چې د ٫٫تُدلوا،، لفظ  د ٫٫ألإدلاء،، نه اخيستل شوی چې د نزدې کېدو او رسېدو مفهوم په کښې پروت دی ، معنا دا چې د مال په وسيله ځان حاکمانو ته مه نژدې کوئ چې په دې توګه د خلکو د مال يوه برخه و خورۍ. دغه مناسبت عربي مفسرينو هم ذکر کړيدي. مثلآ: تصانعوا بأموالكم الحكام وترشوهم ليقضوا لكم على أكثر منها (القرطبي).


ورته مطالب
+