19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٢٤ (۱۸۹ - ۱۹٦ آیت)
سورۃالبقرة- ۱۸۹
يَسۡــئَلُوۡنَكَ عَنِ الۡاَهِلَّةِ ؕ قُلۡ هِىَ مَوَاقِيۡتُ لِلنَّاسِ وَالۡحَجِّ ؕ وَلَيۡسَ الۡبِرُّ بِاَنۡ تَاۡتُوا الۡبُيُوۡتَ مِنۡ ظُهُوۡرِهَا وَلٰـكِنَّ الۡبِرَّ مَنِ اتَّقٰىۚ وَاۡتُوا الۡبُيُوۡتَ مِنۡ اَبۡوَابِهَا ۚ وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّکُمۡ تُفۡلِحُوۡنَ.۞(۱۸۹).
ژباړه:
خلک له تا څخه د سپوږمۍ ٫٫د ورکوټ والي او غټ والي،، په اړه پوښتنه کوي. ووایه: دا د خلکو لپاره د نېټو د ټاکلو او د حج نښې دي، همدارنګه ورته ووایه: دا ښه کار نه دی چې له شا څخه خپلو کورونو ته ننوځۍ، اصلي نیکي دا ده چې د الله تعالی له غضب څخه ځان وساتۍ. نو د دروازو له لارې خپلو کورونو ته ننوځئ او له الله څخه و وېرېږئ ، شاید تاسو فلاح ومومۍ.
د ۱۸۹ آيت تفسير:
ژباړه داسې هم درست ده: ٫٫دوی له تا څخه د نويو مياشتو په اړه پوښتنه کوي، ته ورته و وايه دا د خلکو او حج لپاره ټاکلي وختونه دي،،.
له قديم زمانې نه د سپوږمۍ کوچنيوالي او بيا په تدريج سره غټوالي د انسان توجه ځانته جلب کړېده، نو صحابه کرامو هم له پيغمبر عليه السلام نه په دې اړه پوښتنه وکړه؛ دلته چې کوم ځواب ورکول شوی دی په ظاهره کښې هغه د پوښتنې موافق نه ښکاري خو په ځای د دې چې د مسئلې ساينسي تحليل وشي چې د هغه خت د خلکو د ځينو ساينسي حقائقو په هکله مطالعه ډېره وسيع نه وه ممکن د موضوع ساينسي تحليل خلکو ته نور فکري مشکلات پيدا کړي وی، نو څښتن تعالیٰ هغه پوښتنه داسې ځواب کړه چې د سپوږمۍ د غټېدو او ورکوټې کېدو عملي ګټه ورته بيان کړي، چې دې سره خلک د خپلو ديني او دنياوي کارونو نېټې او وختونه په ښه تګه معلومولی شي ، دېته وايي: ځواب ٫٫ علیٰ اسلوب الحکيم ،،
يعنې حکيمانه ځواب.
په ديني کارونو کښې نيټو سره تړل شوي شيان لکه روژه ،حج ، عِدت ، نذرونه ، د ځينو نفلي روژو تاريخونه او دنياوي معاملاتو کښې خو بېشمېره شيان له نېټو او تاريخونو سره تړلي وي.
دلته په ځانګړې توګه د حج ذکر ځکه وشو چې د عربانو ډېر تمدني، اجتماعي او اقتصادي مصلحتونه
ورسره تړلي ول. که څوک دا پوښتنه وکړي چې نېټې او تاريخونه خو د لمر له حساب نه هم معلومېدای شي؟ ځواب دادی چې د لمر په نسبت له سپوږمۍ نه يې معلومول هر چاته آسانه دي او نور حکمتونه هم په کښې شته دي.
د دې ځواب په ضمن کښې الله د يوه غلط رسم اصلاح هم وکړه هغه داچی عربانو به د حج احرام وتړه بيا به خپلو کورونو ته په دروازه نه ننوتل بلکې د شا له خوا به يې ديوال کښې کنډر کولو په هغه سوري به کور ته ننوتل ، دلته د دې دود د پرېښودلو حکم وشو او وضاحت وشو چې دا د تقوا عمل نه دی چې کور ته د شا له خوا په سوري داخل شۍ، بلکې د پلرونو په تقليد کښې يو ناوړه دود دی چې سر ته رسول مېږي ، بلکې تقوا دا ده چې انسان د ګناهونو او د خدای له نافرمانۍ نه ځان وساتي.
(بدعت): بدعت همدې ته وايي چې څوک د خدای له أمر نه پرته د يو عمل ايجاد په خپله وکړي بیا ئې د دين برخه وګرځوي او په ترسره کول يې ثواب و ګڼي يا کوم کار الله نه وي منع کړی ، انسان يې په خپله په ځان حرام وګرځوي. د عربانو په دغه دود کښې دا دواړه اړخونو شتون درلود.
(د حج او روژې نېټې):
د حج او روژې او نورې شرعي نیټې يواځې په قمري حساب پورې اړه لري ، له شمسي حساب نه په عام ژوند کښې کار اخيستل ناروا نه دي خو دومره تکيه هم بايد پرې ونه شي چې قمري حساب سره خلک نا آشنا وګرځي. قرآن کښې د دواړو په اړه راغلي دي چې له دوی نه د حساب کار اخيستل کېږي، سورة يونس آيت پنځم او بني اسرائيل آيت ۱۲ وګورئ.
(الأهلة): د الهلال جمع ده، هلال د لومړنيو دوه شپو سپوږمۍ ته وائي. ترجمه داسې هم درست ده: دوی له تا څخه د نويو مياشتو په اړه پوښتنه کوي.
(مواقيت): د اسم زمان صيغه ده. د ميقات جمع ده. وخت ، د وخت منتهیٰ او د يو کار لپاره ټاکلي وخت ته ويل کېږي. (وهو الوقت المحدد لفعلِ مَّا)
سورۃ البقرة-۱۹۰ - ۱۹۲
وَقَاتِلُوۡا فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ الَّذِيۡنَ يُقَاتِلُوۡنَكُمۡ وَلَا تَعۡتَدُوۡا ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا يُحِبُّ الۡمُعۡتَدِيۡنَ.(۱۹۰).وَاقۡتُلُوۡهُمۡ حَيۡثُ ثَقِفۡتُمُوۡهُمۡ وَاَخۡرِجُوۡهُمۡ مِّنۡ حَيۡثُ اَخۡرَجُوۡكُمۡ وَالۡفِتۡنَةُ اَشَدُّ مِنَ الۡقَتۡلِۚ وَلَا تُقٰتِلُوۡهُمۡ عِنۡدَ الۡمَسۡجِدِ الۡحَـرَامِ حَتّٰى يُقٰتِلُوۡكُمۡ فِيۡهِۚ فَاِنۡ قٰتَلُوۡكُمۡ فَاقۡتُلُوۡهُمۡؕ كَذٰلِكَ جَزَآءُ الۡكٰفِرِيۡنَ.۞(۱۹۱).فَاِنِ انۡـتَهَوۡا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ.۞(۱۹۲).
او د الله په لار کښې له هغو کسانو سره جنګ وکړئ کوم چې له تاسو سره جنګ کوي، خو تېری مه کوئ، ځکه چې الله تعالی تيري کونکي نه خوښوي.(۱۹۰). په هر ځای کې مو چې پرې لاس بر شي، و ئې وژنئ او له هغه ځایه یې وباسئ له کوم ځای نه یې چې تاسو ایستلي واست ، ځکه چې فتنه (له دين نه په زوره اړول) د وژلو په نسبت ډېر بد کار دی. او مسجد الحرام ته نژدې تر هغې ورسره مه جنګېږئ تر څو چې دوی له تاسو سره جګړه ونه کړي؛ نو دوی که در سره جنګ کوي، نو تاسو ئې هم و وژنئ ، چې د کافرانو سزا همدغه شان ده.(۱۹۱). که هغوی منع شول نو بيشکه الله ښه بخښونکی ډېر رحم کونکی دی.(۱۹۲).
د ۱۹۰ آيت تفسير:
يعنې کوم خلک چې د الله د دين مخه نيسي او تاسو له خپل اصلاحي کار نه په زور او جبر منع کوي او جنګ درسره کوي ، تاسو هم ورسره جنګ وکړئ، له دې حکم نه وړاندې مسلمانان خپاره او منتشر ول ، الله به ورته د صبر تلقين کاوه ، خو کله چې مدينه منوره کښې مسلمانان را ټول شول ، قوت يې مجتمع شو او يو رياست يې تشکيل کړ، الله ورته د جهاد حکم ورکړ، د دې حکم له راتلو نه وروسته د بدر غزا پېښه شوه چې د اسلام په تاريخ کښې مشرکينو سره لومړنی منظم جنګ ګنل کېږي.
(ولاتعتدوا): د دې مطلب دا دی چې په جنګ کښې به هم تېری نه کوئ ، مثلآ : که په دښمن قوم کښې څوک تاسو سره جنګ نه کوي تاسو هم ورسره کار مه لرئ يعنې ښځو ، واړه ماشومانو ، سپينږيرو او راهبانو سره کار مه لرئ ځکه چې دغه خلک په جنګ کښې ګډون نه کوي ، همدا رنګه د دښمن مړي مُثله کول (يعنې د مړي غوږ ، پوزه او نور اندامونه غوڅول) کښتونه او څاروي تلف کول ، عبادت ګاهونه ، شفاخانې ، تعليمي او د رفاه عامه ادارې ويجاړول ټول په تېري کښې شميرل کېږي ، معنا دا چې د قوت بې مورده استعمال يا د ضرورت نه زيات استعمال هم د تيري په تعريف کښې راځي او دا ټول شيان په حديث کښې ممنوع اعلان شويدي.
د ۱۹۱ او ۱۹۲ آيتونو تفسير:
(والفتنة اشد من القتل):
دلته د فتنې کلمه په هغې معنی کارول شوې ده چې په هغه کې د انګلیسي کلمه (Persecution) کارول کېږي ، یعنې یوه ډله یا شخص يواځې د دې لپاره د تعذیب اذيت او ځورولو لپاره په نښه کول چې هغوی ته د مروج او دوديزو افکارو او نظرياتو په ځای څه نور افکار او نظريات حق معلوم شوي او منلي يې دي او د انتقاد او تبلیغاتو له لارې د ټولنې د موجوده نظام د اصلاح هڅه کوي.
د آيت موخه دا ده چې بې له شکه د انسانانو وينه تويول ډېر بد عمل دى ، خو کله چې يوه انساني ډله په زور خپل فکري استبداد پر نورو مسلط کړي او خلک په زوره د حق له منلو نه منع کړي او د اصلاح او بدلون له مشروع او معقولو هڅو سره د دلائلو په ځای د حیواني قوت په وسيله مقابله وکړي ، نو هغه له قتل څخه بدتر عمل کوي او په توره د داسې ډلې لرې کول بالکل روا دي.
شيخ ابن عثيمین وايي: أن استعمار الأفكار أعظم من استعمار الديار ، لأن استعمار الأفكار فتنة ، واستعمار الديار أكثر ما فيها إما القتل أو سلب الخيرات والاقتصاد و ما أشبه ذلك نعم ؟ فالفتنة أشد لأنها هي القتل حقيقة الذي به خسارة الدين والدنيا والآخرة. ٫٫ابن عثیمین موقع اهل الحدیث والاثر،،.
په نورو ټکو له فتنې نه مراد هغه حالت دی چې د انسان اساسي حقوق په کښې د جابرانو او طواغيتو له خوا غصب کېږي ، فکري ازادي ، د عبادت آزادي ، سياسي آزادي ، د بيان آزادي ، د حاکم په انتخاب کښې حق درلودل ، د ټولنې په مثبت تغيير کښې رول ادا کول او نور مدني حقوق له انسان نه اخيستل کېږي. له دې حقوقو او ازاديو څخه پرته د انسان ژوند په جهنم تبديلېږي، نو ځکه قتل د دې په نسبت آسان ګنل شوی. د نړۍ تاريخ په دې ګواه دی چې د دغه حقونو د ساتلو يا لاس ته راوړلو په خاطر انسانانو ډېرې سترې قربانۍ ورکړيدي د حريت ازادي اخيستلو لپاره د دين او مذهب د تفريق نه پرته انسان سرښندنه کړې ده، ځکه د سالم فطرت خاوندان غلامي نه شي تحمل کولی، د چا چې فطرت مسخ شوی وي هغه ته غلامي او آزادي يو برابر ښکاري.
د فتنې د تشريح په اړه د پخوانۍ زمانې د مفسرينو تعبيرات: (الف) ابن مسعود ، ابن عباس ، ابن عمر او قتادة وايي: فتنه شرک ته وايي. يعنې په حرم کښې شرک کول ، له وژلو نه غټه ګناه ده.
( ب) مجاهد بن جبر او ځينو نورو ويلي دي: په زور، جبر او ستم سره مؤمن له اسلام نه منع کول او شرک ته ګرځول فتنه ده. يعنې مؤمن په جبري توګه له خپل دين نه شرک ته اړول د قتل په نسبت ډېر ناکاره ګناه ده. ( زاد المسير).
(ثقفتموهم): د دې کلمې معنا ده ٫٫چې يې ومومۍ،، خو مفسرين وايي چې په دې کښې د غلبې، برلاسي او تمکين معنا هم پرته ده ، موږ دغه مفاهيم په ژباړه کښې رعايت کړيدي. د ٫٫ثقفتموهم،، کلمې په اړه د مفسرينو تعبيرونه:
يعني حيث ظفرتم بهم، (السمرقندي.) واقتلوهم حيث بصرتم مقاتلتهم وتمكنتم من قتلهم . (معالم التنزيل.)
أحكمتم غلبهم ولقيتموهم قادرين عليهم ، يقال رجل ثقف لقف إذا كان محكماً لما يتناوله من الأمور.(المحرر الوجيز).
(مهمه پوښتنه):
له مسلمانانو سره دا پوښتنه پيدا شوې وه، که مشرکين په حرم کښې په موږ حمله وکړي، زموږ عکس العمل به څه وي؟ځکه چې شرعا خو حرم شريف کښې جنګ کول درست نه دي.
۱ - دلته وضاحت و شو چې په هغه صورت کښې چې د جنګ پيل هغوی وکړي تاسو ته په حرم شريف کښې دفاعي جنګ کول روا دي.
۲ - اسلام دا ډېره بده ګڼي چې د قوت د استعمال له امله څوک دېته اړ ايستل شي چې خپل دين او فکر تبديل کړي، ځکه فرمائي : چې فتنه يعنې د دين جبري تبديلي له قتل څخه غټه ګناه ده. ۳ - پوښتنه پيدا کېږي چې اسلام د فکر د جبري تبديلي مخالف دی، بيا جهاد به څنګه توجيه کوو؟ ځکه جهاد کښې خو طبعا د قوت اعمال کېږي.
ځواب دا دی چې جهاد د دې لپاره نه دی چې دين په زوره په چا تحميل کړای شي ، بلکې جهاد د ظلم د دفع کولو، د مظلومانو د مرستې او د يو داسې فضاء د رامنځ ته کولو لپاره تر سره کېږي چې جبر او ظلم په کښې شتون ونه لري. انسان د انسان له بندګي نه خلاص شي او د کامل عدل په فضاء کښې په بشپړ حريت سره د خپل خدای عبادت او بندګي وکړي، او په لار کښې يې څوک مانع واقع نه شي.
۴ - فَاِنِ انۡـتَهَوۡا..... يعنې که هغوی له ظلم او جبر نه لاس واخيست ، په مسلمانانو له دين نه د ګرځېدو لپاره ظلم، جبر او ستم یې پرېښود ، د چا جائز مدني او اساسي حقوق او د دين د انتخاب حق او فکري ازادي په زوره نه غصبوي نو تاسو هم ورسره کار مه لرئ، الله له دومره زور او قوت سره سره چې لري يې توبه کونکي او بخښونکي دی نو تاسو هم له بخښنې څخه کار واخلئ.
۵ - اسلام کښې جنګ له چا څخه د انتقام اخيستو لپاره نه وي او نه د چا د نسل ختمونې په خاطر جنګ کیږي، دلته جهاد فقط د الله د دين په مخ کښې د موانعو د ختمولو او د ظلم د دفع کولو لپاره ترسره کېږي. ۶ - مسلمانان چې کوم ځای فتح کړي هلته دا کوښښ کول ورته روا نه دي چې په خلکو په زوره اسلام و مني ، د ځای د فتح کولو نه وروسته د هر کافر خپله خوښه ده چې اسلام د دين په حيث مني او که په خپل زاړه دين پاتې کېږي، جبر او زور به ورسره نه کېږي. ۷ - او که له فتنې نه مراد شرک واخلو بيا د آيت معنا دا جوړېږي: چې مشرکان له شرک نه لاس واخلي کار پرې مه لرئ، لکه قرآن چې په سورت توبه کې هم همدا خبره فرمائي
(فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ.(التوبة - ۵. )
٫٫که توبه وباسي ، مونځ قائم کړي ، زکات ورکړي ، کار پرې مه لرئ ، بې له شک نه الله غفور او رحيم دی،،.
دلته يوه پوښتنه د مرتد د سزا په اړه پاتې کېږي د هغې ځواب به په سوره توبه کښې راشي .
سورةالبقرة آيت:۱۹۳
وَقٰتِلُوۡهُمۡ حَتّٰى لَا تَكُوۡنَ فِتۡنَةٌ وَّيَكُوۡنَ الدِّيۡنُ لِلّٰهِؕ فَاِنِ انتَهَوۡا فَلَا عُدۡوَانَ اِلَّا عَلَى الظّٰلِمِيۡنَ ۞۱۹۳.
ژباړه:
له هغو سره و جنګېږئ تر څو چې فتنه پاتې نه شي او اطاعت د الله لپاره ځانګړی شي. بيا که هغوی ٫٫له فتنې نه،، منع شي نو پوه شه چې له ظالمانو پرته په بل چا لاس پورته کول روا نه دي.۱۹۳.
د ۱۹۳ آيت تفسير:
دلته د فتنې کلمه له پورتنۍ معنا څخه په لږ توپیر سره کارول شوې ده. له سیاق او سباق څخه څرګندیږي چې په دې ځای کې «فتنه» هغه حالت ته وایي چې په هغه کې دین له الله پرته د بل چا لپاره وي او د جګړې موخه دا وي چې دا فتنه ختمه شي او دین یوازې د الله لپاره شي.
بیا کله چې د "دین" کلمه څیړو، نو معلومېږي چې په عربي ژبه کښې د دین معنی "اطاعت" ده او په اصطلاح کښې له دېنه مراد د ژوند هغه نظام دی چې د یو چا د حاکميت له منلو وروسته د هغه د احکامو او قوانينو په پيروي کښې د ځان لپاره غوره کړای شي.
نو د دين له دې تفسير څخه په خپله څرګنده شوه چې د ټولنې هغه حالت چې په هغه کښې د بندګانو اطاعت کېږي او په هغه کښې د الله له قانون سره سم ژوند کول ممکن نه وي ، د فتنې حالت دی. او د اسلامي جګړې هدف دا ده چې د دې فتنې پر ځای داسې حالت رامنځته شي چې بندګان په کښې يواځې د الهي قانون اطاعت وکړي.
*--فإن انتهوا فلا عدوان.......:
له منع کېدو نه هدف له کفر او شرک څخه منع کېدل نه دي ، بلکې له فتنې نه منع کېدل دي ، کافر ، مشرک دهري هر يو ته اختيار دی چې څه قسم عقيده ساتي و د ساتي ، چې د چا عبادت کول غواړي و د کړي او که نه ، نه د کوي ، له دغه شان ګمراهي نه د هغه د ويستلو لپاره موږ د تعليم ، تفهيم ، نصيحت او تبليغ نه کار اخلو مګر جنګ ورسره نه کوو.
خو ده ته دا اختيار نشته چې د خدای په ځمکه د خدای د قانون پر ځای خپل باطل قانون جاري کړي او د خدای بندګان له خدای نه پرته د بل چا بندګان جوړ کړي ، د دغې فتنې د ختمولو لپاره موږ د خپل امکاناتو موافق د تبليغ او جنګ دواړو څخه کار اخلو او مؤمن به تر هغې نه مطمئن کېږي تر څو دا فتنه شتون ولري.
او دا چې و ويل شول: که هغوی منع شول له ظالمانو پرته په بل چا تېری مه کوئ ، له دېنه دا مفهوم وېستل کېږي چې کله د باطل نظام پر ځای حق نظام کامياب شي نو عام خلک خوبه معاف کړای شي خو هغه خلکو ته سزا ورکولو کښې مسلمانان حق په جانب دي چې خپل حکومت کښې يې د حق نظام د مخنيوي په خاطر په مسلمانانو ډېر ظلمونه کړي وي ، اګر چې په دې اړه هم د مؤمنانو سره مناسبه رويه د عفوې او بخښنې ده خو د کومو خلکو د جرائمو پاڼې چې ډېری تورې وي هغوی ته سزا ورکول بلکل جائز دي ، له دې جواز نه په خپله رسول الله ﷺ هم استفاده کړېده چې له هغه نه څوک زيات بخښونکی او مهربان نه وو ، د بدر د جنګ په اسیرانو کښې عقبه ابن ابي معيط او نضر بن حارث او د مکې مکرمې فتح کښې ۱۷ کسان له بخښنې نه مستثنیٰ کول بيا په کښې څلور اعدامول د دغې اجازې په آساس ول.
ډېرو مفسرينو د ٫٫فإن انتهوا........،، دا معنا اخيستې ای ٫٫ عن الشرک ،، يعنې که منع شي له شرک نه ، زما په آند د دې ترجمې په آساس دا آيت يواځې د جزيرة العرب مشرکانو پورې محدود کېږي ځکه چې د دوی لپاره دوه لارې وې يا اسلام منل يا وژل ، خو د أهل کتاب او عجمي مشرکانو او کفارو په اړه تر قيامته د دې آيت تطبيق کښې موږ له مشکل سره مخ کیږو ، هغه داچې کله هغوی له شرک او کفر نه منع نه شي او په جزيه ورکولو آماده شي بيا به ئې څه لاره وي؟ دوهم داچې کله مشرکين له شرک نه منع شي او اسلام ومني بيا پرې د تېري کولو جواز څنګه دی؟ اګر که د کفر حالت کښې ډېر غټ ظالم وو ، آيا د اسلام له منلو نه وروسته بيا په هغه تېری روا دی ؟ ځکه چې قاعده خو دا ده چې ٫٫ألاسلام يهدم ما کان قبله،، د دغه اشکالاتو په آساس موږ پاسنۍ ترجمه او تفسير غوره کړ ، چې له منع کېدو نه هدف دی له فتنې نه منع کېدل.
(سورةالبقرة - ۱۹۴ آيت )
اَلشَّهۡرُ الۡحَـرَامُ بِالشَّهۡرِ الۡحَـرَامِ وَالۡحُرُمٰتُ قِصَاصٌؕ فَمَنِ اعۡتَدٰى عَلَيۡكُمۡ فَاعۡتَدُوۡا عَلَيۡهِ بِمِثۡلِ مَا اعۡتَدٰى عَلَيۡكُمۡ ۚ وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الۡمُتَّقِيۡنَ.۞(۱۹۴).
د حرمت والا مياشتې بدله حرمت والا مياشت ده ، حرمتونه سره برابر دي ، چا چې په تاسو تېری وکړ ، نو هم پرې د هغې په شان تېری وکړئ ، له الله نه و وېرېږئ او پوه شئ چې الله له متقينو سره ملګری دی.(۱۹۴).
د ۱۹۴ آيت تفسير:
نبي عليه السلام د هجرت په شپږم کال د ذي القعدې په مياشت کښې له مدينې نه د عمرې کولو په نيت د پنځه لس سوه صحابه کرامو په ملګرتيا کښې د مکې مکرمې په لور سفر پيل کړ، کله چې دوی د حديبيه مقام ته ورسېدل چې د حرم په حدودو کښې واقع دی ، مشرکينو ورته د عمرې کولو اجازه ورنکړه.
د خبرو اترو نه ورسته دې نتيجې ته ورسېدل چې راتلونکي کال کښې به مسلمانانو ته د عمرې کولو اجازه ورکول شي ، د هجرت په ۷ کال د خيبر له فتوحاتو نه وروسته د ذوالقعدې په مياشت کې مسلمانان راغلل او خپله قضائي عمره يې سرته ورسوله ، دغه آيتونه په دغه تناظر کښې نازل شول، ٫٫چې حرامه مياشت د حرامی مياشت په بدل کښې،، يعنې که تاسو ئې پروسږکال په حرامه مياشت يعنې ذوالقعده کښې له عمرې نه منع کړۍ ، سږکال په همغه مياشت کښې الله درته عمره نصيب کړه.
په څلورو حرامو مياشتو کښې خو عربانو جنګ جائز نه ګڼه خو کله به يې چې د جنګ ضرورت محسوس کړ بيا به يې د نسي د قاعدې نه کار اخيسته هغه دا چې دا يوه حرامه مياشت به يې د جنګ لپاره حلال و ګرځوله او جنګ به يې په کښې وکړ او د دې پر ځای به يې بله عام مياشت حرام وګرځوله چې د حرامو مياشتو شمېر بشپړ کړي.
نو مسلمانانو سره دا پوښتنه پيدا شوه: که مشرکين د خپلې دغه حيلې په اساس پر موږ په حرامه مياشت کې حمله وکړي، زموږ عکس العمل به څه وي؟ د دې ځواب د آيت وروستۍ برخه کښې ورکول شوی دی چې د هغو د حملې په صورت کښې تاسو ته د ځان د دفاع حق حاصل دی.
(و الحرمٰت قصاص) : ٫٫حرمتونه برابر دي،، يعنې که مشرکين د حرم ، احرام او حرامو مياشتو رعايت کوي نو تاسو به يې هم کوئ او که هغوی د دې حرمتونو خيال نه ساتي حرم ، احرام او حرامو مياشتو کښې جنګ پيل کوي نو تاسو هم په دغه حالت کښې د خپلې دفاع حق لرۍ.
(فَاعۡتَدُوۡا عَلَيۡهِ بِمِثۡلِ مَا اعۡتَدٰى عَلَيۡكُمۡ ۚ ):
دلته چاته دا اشتباه پيدا نشي چې قرآن د تيري او تجاوز اجازه ورکوي ، دلته د عربي ژبې د اسلوب موافق د تجاوز او تيري ځواب ته تېری ويل شوی دی ، چې د تېرې ځواب په اصل کښې عدالت او انصاف دی. دلته هم د دښمن د تېري په کچه بالمثل ځواب ورکول يې جائز ګرځولي دي ( بمثل ما اعتدیٰ عليکم) او ورسره د تقوا توصیه هم شوېده چې د مثل او جائز حد نه تجاوز ونشي.
نوټ: د عربانو د کال ډېره برخه به جنګ کې تېرېده ، د الله د فضل په آساس څلور مياشتې به جنګ په بشپړه توګه بند وو ، ذي القعده ، ذي الحجه او محرم کښې د حج لپاره او رجب کښې د عمرې په خاطر به امنيت قائم و.
قرآن کښې هم الله تعالی دېته اشاره کړې ده ، چې د کال د مياشتو شمير د ځمکې او آسمانونو د تخليق له ورځې نه د الله په نزد ۱۲ دی او په دې دې کښې څلور مياشتې حرمت والا دي.(التوبه ۳۶).
سورۃ البقرة آیت ۱۹۵
وَاَنۡفِقُوۡا فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ وَلَا تُلۡقُوۡا بِاَيۡدِيۡكُمۡ اِلَى التَّهۡلُكَةِ ۖ ۛۚ وَاَحۡسِنُوۡا ۛۚ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الۡمُحۡسِنِيۡنَ.۞(۱۹۵)
او د الله په لاره کې مصرف وکړئ او [د جهاد له میدان څخه په تیښته او د مصرف په پریښودلو سره] خپل ځانونه په خپلو لاسونو مه تباه کوئ. او ښه کار وکړئ چې بېشکه الله د نیکو خلکو سره مینه لري.(۱۹۵).
د ۱۹۵ آيت تفسير:
د الله په لاره کښې مصرف کولو نه هدف دادی چې د دين د اقامت او غلبې په مبارزه کښې مال مصرف کړئ او له داسې مصرف نه ډډه کول د دنيا او آخرت تباهي ده ، دنيا کښې کښې به د کفارو په لاس ذليل ، سپک، خوار شۍ او خپلواکي به مو له منځه لاړه شي او آخرت کښې به هم درنه د دې ناوړه عمل په اړه درنه پوښتنه کېږي.
(و أحسنوا):
د إحسان لفظ د حُسن نه اخيستل شویدی ، معنا ئې ده يو کار په ښه طريقه سرته رسول او په هغه کښې حُسن او ښايست پيداکول، د يو کار د کولو دوه مرتبې دي يوه داچې کوم خدمت چاته وسپارل شي هغه ئې ترسره کړي او دوهم دا چې په ډېره ښايسته طريقه ئې تر سره کړي، خپل ټول وسائل په کښې استعمال کړي، پوره کوښښ په کښې وکړي او د زړه له کومې يې د تکميل لپاره زيار وباسي او کوښښ وکړي ، لومړۍ درجه فقط د طاعت درجه ده چې تقوا او د خدای وېره ورته کفايت کوي دوهمه درجه د إحسان ده چې د زړه مينه ، محبت او دلچسپي هم غواړي، دلته موږ نه د دوهمې مرتبې يعنې د إحسان غوښتنه شوېده.
(وَلَا تُلۡقُوۡا بِاَيۡدِيۡكُمۡ اِلَى التَّهۡلُكَةِ):
ځينې خلک جهاد او انفاق کول ځان په هلاکت کښې اچول ګني، دلته په دغه تصور نيوکه کېږي او إنفاق او جهاد نه ډډه کول ځان هلاکت ته غورځول ګڼل کېږي.
سورۃ البقرة آیت ۱۹۶
وَاَتِمُّوا الۡحَجَّ وَالۡعُمۡرَةَ لِلّٰهِؕ فَاِنۡ اُحۡصِرۡتُمۡ فَمَا اسۡتَيۡسَرَ مِنَ الۡهَدۡىِۚ وَلَا تَحۡلِقُوۡا رُءُوۡسَكُمۡ حَتّٰى يَبۡلُغَ الۡهَدۡىُ مَحِلَّهٗ ؕ فَمَنۡ كَانَ مِنۡكُمۡ مَّرِيۡضًا اَوۡ بِهٖۤ اَذًى مِّنۡ رَّاۡسِهٖ فَفِدۡيَةٌ مِّنۡ صِيَامٍ اَوۡ صَدَقَةٍ اَوۡ نُسُكٍۚ فَاِذَآ اَمِنۡتُمۡ فَمَنۡ تَمَتَّعَ بِالۡعُمۡرَةِ اِلَى الۡحَجِّ فَمَا اسۡتَيۡسَرَ مِنَ الۡهَدۡىِۚ فَمَنۡ لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ ثَلٰثَةِ اَيَّامٍ فِى الۡحَجِّ وَسَبۡعَةٍ اِذَا رَجَعۡتُمۡؕ تِلۡكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ؕ ذٰ لِكَ لِمَنۡ لَّمۡ يَكُنۡ اَهۡلُهٗ حَاضِرِىۡ الۡمَسۡجِدِ الۡحَـرَامِؕ وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ شَدِيۡدُ الۡعِقَابِ ۞۱۹۶
حج او عمره د خدای د رضا لپاره پوره کړئ، که ايسار کړی شوی ، نو کومه قرباني چې اسانه په لاس درشي. او تردې به سرونه نه خروئ تر څود قرباني څاروی خپل د ذبحې ځای ته نه وي رسېدلی، نو هغه څوک چې مريض وي يا ده ته په خپل سر کښې څه تکليف وي( او حجامت وکړي) نو په ده فديه ورکول لازم دي، که هغه روژه وي که صدقه يا قرباني ، کله چې امن درته نصیب شو، نو چاچی د حج د وخت تر رسېدو پورې له عمرې نه ګټه پورته کړه، نو د هر شي قرباني چې ورته اسانه وي و د کړي ، خو چا ته چې قرباني کول ممکن نه وي، نو درې ورځې روژې به د حج دوران کښې ونيسي او اووه (۷) ورځې روژې به چې کله کورته را وګرځي ونيسي ، دغه شان به پوره لس روژې جوړې شي ، دا رعايت د هغه چا لپاره دی چې کور يې مسجد حرام ته نژدې نه وي. او له الله نه و وېرېږئ او پوه شئ چې الله سخت عذاب ورکوونکی دی.(۱۹۶).
.
د ۱۹۶ آيت تفسير:
دې ايت شريف کښې ډېرو مسئلو ته اشاره شوېده چې په لاندې توګه يې په ترتيب سره ذکر کوو.
۱-- د دې آيت خلاصه دا ده چې څوک د حج او عمرې اراده وکړي بيا د خپله اراده تکميل کړي او حج يا عمره د سرته و رسوي او که د موانعو د پېښېدو له امله په لاره کښې ايسار شي ، له قرباني کولو وروسته د ځان حلال کړي ، امام شافعي او امام مالک وايي چې چېرته ايسار شو هلته به قرباني ذبح کړي، امام اعظم وائي قرباني يا قيمت به ئې حرم شريف ته ولېږئ تر څو قرباني حرم کښې تر سره شي، بيا به ځان حلال کړي، (پسه ، غويه او اوښ چې هر څه ورته اسانه وي قرباني به يې کړي.).
۲-- له حج نه د ايسارېدلو اسباب ډېر دي، د مثال په توګه: په لاره کښې جنګ پېښ شي. د دښمن د حملې وېره پيدا شي. يا داسې بيماري پېښه شي چې سفر ورسره ممکن نه وي.
۳- فإذا أمنتم : ٫٫کله چې تاسو أمن کې شۍ،، هدف دا دی چې کله موانع ختم شي، لکه څنګه چې هغه زمانه د جنګونو وه، له دې امله د أمنيت د تأمين خبره وشوه ، که نه مریضي هم له موانعو څخه ګنل کېږي.
۴ - دا جلا مسئله ده چې که څوک د احرام په حالت کښې مريض وي يا ئې په سر کښې څه تکليف وي ، د سر خرېيلو يا حجامت کولو اجازه ورته شته خو په دې شرط چې فديه به ورکوي ، فديه يې حديث کې ټاکل شویده، چې درې ورځې روژه نيول ، يا شپږ مسکينانو ته صدقه ورکول يا قرباني کول دي.
۵ - حج درې ډوله تر سره کېږي يو ډول يې دا دی چې لومړی عمره وکړل شي بيا محرِم ځان حلال کړي او د حج ورزو کښې د حج لپاره نوی احرام وتړي دېته حج تمتع وايي، که دغه ډول حج څوک کوي نو دی به د لوي اختر په ورز قرباني( دمِ تمتع ) تر سره کوي ، که د قرباني طاقت نه لري درې روژې په د حج په دوران کښې ونيسي، يعنې د ذو الحجې ۷-۸-۹ تاريخ به روژه شي او اووه ٫٫ ۷،، روژې به چې کور ته راستون شي و نيسي ، دا به پوره لس روژې شي.
۶ - د جاهليت په زمانه کښې په يو سفر کښې حج او عمره يو ځای کول روا نه ګنل کېدل د حج لپاره جلا او د عمرې لپاره جلا سفر کول مهم ګنل کېدل ، دې آيت کښې د حج تمتع ( حج او عمره يو سفر کښې ترسره کول) رعايت هم هغه خلکو ته ورکول شوی چې کور يې د حرم له حدودو نه خارج وي.