سورة البقرة رکوع ۲٥ (۱۹۷ - ۲۱۰ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۲٥ (۱۹۷ - ۲۱۰ آیت) 


سورۃ البقرة- ۱۹۷ -۱۹۸ آيت


اَلۡحَجُّ اَشۡهُرٌ مَّعۡلُوۡمٰتٌ ‌ۚ فَمَنۡ فَرَضَ فِيۡهِنَّ الۡحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوۡقَۙ وَلَا جِدَالَ فِى الۡحَجِّ ؕ وَمَا تَفۡعَلُوۡا مِنۡ خَيۡرٍ يَّعۡلَمۡهُ اللّٰهُ ‌ؕ وَتَزَوَّدُوۡا فَاِنَّ خَيۡرَ الزَّادِ التَّقۡوٰى ۚ وَاتَّقُوۡنِ يٰٓاُولِى الۡاَلۡبَابِ.۞(۱۹۷). لَيۡسَ عَلَيۡکُمۡ جُنَاحٌ اَنۡ تَبۡتَغُوۡا فَضۡلًا مِّنۡ رَّبِّکُمۡؕ فَاِذَآ اَفَضۡتُمۡ مِّنۡ عَرَفٰتٍ فَاذۡکُرُوا اللّٰهَ عِنۡدَ الۡمَشۡعَرِ الۡحَـرَامِ ۖ وَاذۡکُرُوۡهُ کَمَا هَدٰٮکُمۡ‌ۚ وَاِنۡ کُنۡتُمۡ مِّنۡ قَبۡلِهٖ لَمِنَ الضَّآ لِّيۡنَ.۞(۱۹۸).


د حج میاشتې ټولو ته معلومې دي.  څوک چې په دې ټاکلو مياشتو کې د حج اراده وکړي ، بايد پام وکړي چې د حج په وخت کې له ده څخه کوم ډول جنسي عمل، بد سلوک او جنجال تر سره نه شي. او تاسو چې کوم نیک عمل کوۍ هغه د الله په علم کې دی. او دحج د سفر لپاره  توښه له ځانه سره واخلئ. او تر ټولو ښه توښه تقوا ده. نو اې هوښيارانو! زما له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ.(۱۹۷).په دې کښې په تاسو څه تنګي نشته چې د حج تر څنګ د‌ خپل رب د فضل طلب هم وکړۍ ، نو کله چې له عرفات نه را و ګرځۍ ، د مشعرحرام ٫٫مزدلفه،، تر څنګ  الله یاد کړئ او داسې يې یاد کړئ لکه څنګه چې هغه درته لارښونه کړېده او په رښتيا سره تاسو له دېنه وړاندې له ګمراهانو څخه وۍ.


___________________________________________________________________________________


حاشيه- ۱۹۷-- دحج مياشتې شوال ، ذوالقعدة او لس ورځې د ذوالحجې دي. د ٫٫فرض فيهن الحج،، مطلب دی  چا چې په دغه مياشتو کښې د حج نيت وکړ (تلبيه يې و ويلې يا ئې قرباني روانه کړه) نو دې سره يې په ځان حج فرض کړ ، نو اوس به ځان له جماع ، شهواني خبرو ، د ګناه د کارونو اوله ملګرو سره د جنګ جګړې نه ځان ساتي.

له ٫٫رفث،، نه مراد ښځو سره فحش خبرې او جماع ده. له ٫٫فُسوق،، نه مراد په ځانګرۍ توګه هغه کارونه دي چې د محرم لپاره ئې کول ګناه ده، لکه ښکار کول ، په ښکار دلالت کول، خوشبويي استعمالول، نوکان او وېښتان قطع کول، دسړو لپاره ګنډلې جامې اغوستل، د سر پټول او کوم چې عمومي ګناهونه دي هغه خو هر وخت ګناه ده که احرام وي او که نه ، البته د احرام حالت کښې په جرم کښې شدت پيدا کېږي.

( ابن جرير)

د ٫٫تٙزوّٙدُوا،، معنا ده د سفر توښه له ځان سره واخلئ ،  ابن عباس رض نه بخاري روايت کړی دی:  چې د يمن خلکو به د حج په سفر کې توښه له ځان سره نه اخيسته، په دې استدلال چې موږ په الله توکل کونکي يو د هغه په توکل سفر کوو.

أمر و شو چې توښه يعنې د سفر خرڅ  له ځان سر اخلئ.  او ځينو مفسرينو ويلي دي چې له توښې نه  د  تقوا او صالح  عمل  توښه مراد ده، دوی وايي: ځکه چې وروستۍ جمله ٫٫فإن خيرالزاد التقویٰ،، هم پرې دلالت کوي. والله اعلم.


د ۱۹۸ آيت تفسير:

ځينې خلکو سره دا سوء فهم پيدا شوی وو چې حج خو ديني عبادت دی ، د حج سفر په دوران کښې له دنيايي کارونو او تجارت نه بايد ډډه وشي ، د آيت لومړۍ برخه کښې و ويل شول چې د حج په دوران کښې په جائز تجارت کولو کښې څه حرج نشته دی ، که څوک د حج په سفر کښې تجارت وکړي ګناه پرې نه لازميږي بلکې دا کار ورته له شک نه پرته جائز دی .

اسلام د دين او دنيا ترمنځ په توازن قائل دی ، له اسلام نه وړاندې مسيحي راهبانو د مذهب په اړه ناسم تصورات خپاره کړي وو ، د دنيا هر کار يې ناروا او د دين مخالف ګنلو ، د آخرت نجات يې له دنيا نه په ګوښه کېدو کښې تر لاسه کولو ، قرآن د دنيا په اړه د اسلام تصور دا وړاندې کړ چې دين او دنيا به په متوازنه طريقه سره يو ځای کوو ، د حج سره تجارت ممنوع منل مطلق هغه جاهلي تصور وو چې دين او دنيا سره نه شي يو ځای کېدای ، قرآن دغه تصور رد کړ او وايي: چې دا درست فکر نه دی.

د عرفات نه د راګرځېدو نه وروسته هدايت و شو چې په مزدلفه کښې الله ياد کړئ ، د ذکر اذکار او دعاګانو سره مزدلفه شريفه کښې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يو ځای ترسره کولو ته هم په کښې اشاره شوې ده.

مشعر حرام د يوه غر نوم دی چې مزدلفه کښې واقع دی. مشعر نښې ته وائي. حرام يعنې هغه حرمت والا او محترمه نښه چې الله  ورته حرمت ، عزت او تقدس په برخه کړی دی.


(و إذکروه کما هَدٰىکُم): معنا ده چې څه قسم الله درته لارښونه کړې همغه شان د هغه عبادت وکړئ ، عبادت کښې دا مهم دي چې د خدای په ښولې شوې طریقه بايد تر سره شي ،  د ځان نه د‌ عبادت طریقې ايجادول ممنوع دي ،  معاملاتو کښې قیاس او د‌عقل اعمال درست دی خو عباداتو کښې فقط د ښولې شوې طریقې پيروي کول له بنده نه مطلوب دي ، د مثال په توګه  د دوه مونځونو بې له عذر نه جمع کول اسلام کښې نشته خو مزدلفه کښې د دې اجازه ورکول شوې ده ، دا دخدای هدايت او لارښونه ده. د عبادت طریقې توقيفي دي ، يعنې چې څه ويل شوي په  همغه شان بايد  تر سره شي .



سورۃ البقرة- ۱۹۹ - ۲۰۲آيت


ثُمَّ اَفِيۡضُوۡا مِنۡ حَيۡثُ اَفَاضَ النَّاسُ وَاسۡتَغۡفِرُوا اللّٰهَ‌ؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ ۞.(۱۹۹)فَاِذَا قَضَيۡتُمۡ مَّنَاسِكَکُمۡ فَاذۡکُرُوا اللّٰهَ كَذِكۡرِكُمۡ اٰبَآءَکُمۡ اَوۡ اَشَدَّ ذِکۡرًا ؕ فَمِنَ النَّاسِ مَنۡ يَّقُوۡلُ رَبَّنَآ اٰتِنَا فِى الدُّنۡيَا وَمَا لَهٗ فِى الۡاٰخِرَةِ مِنۡ خَلَاقٍ ۞۲۰۰.

وَمِنۡهُمۡ مَّنۡ يَّقُوۡلُ رَبَّنَآ اٰتِنَا فِى الدُّنۡيَا حَسَنَةً وَّفِى الۡاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ ۞۲۰۱.اُولٰٓئِكَ لَهُمۡ نَصِيۡبٌ مِّمَّا كَسَبُوۡا ‌ؕ وَاللّٰهُ سَرِيۡعُ الۡحِسَابِ ۞۲۰۲.



بیا له هغه ځایه وګرځئ چې ټول خلک ترې بیرته راګرځي او له الله څخه بښنه وغواړئ ، بېشكه هغه ډېر بخښونكى او بې حده رحم كونكى دى.(۱۹۹).

بیا چې کله مو د حج مناسک تر سره کړل، لکه څنګه چې مو د خپلو پلرونو یادونه کوله ، هماغسې الله جل جلاله هم یاد کړئ ، بلکې له هغې نه هم زيات.  (مګر د الله جل جلاله په یادولو کښې د خلکو تر منځ ډېر توپیر دی.) په دوی کښې یو څوک دی چې وايي: ای زموږ ربه موږ ته په دې دنیا کښې هر څه راکړه.  داسې کس په آخرت کښې هیڅ برخه نه لري.(۲۰۰).

او څوک وايي: اې زموږ ربه!  موږ ته په دنيا کښي هم خير راکړه او په آخرت کښي هم خير راکړه او د اور له عذاب نه مو وساته.( ۲۰۱). دا ډول خلک به د خپل کسب سره سم  (په دواړو ځایونو کښې) برخه ترلاسه کړي او الله ژر حساب اخيستونکی دی.(۲۰۲).


__________________________________________________________________________________



د ۱۹۹ آيت تفسير:


د ابراهيم عليه السلام له وخت نه دحج طريقه دا وه چې د ذي الحجې په نهم تاريخ به حاجيان له مِنیٰ نه عرفات تلل تر ماښام به هلته ول بيا به راتلل شپه به يې په مزدلفه کې تېروله ، له سونو کلونو تېرېدو وروسته قريشو ځان ته دا امتياز ورکړ چې موږ بايد دعامو عربو په شان عرفات لاړ نه شو ، بيا وروسته کوم قبائل چې د قريشو حليفان  ول هغوی هم ځان ته په دې امتياز قائل شول ، دوی به له مزدلفې نه بېرته را ګرځېدل او منی ته به راتلل ، قرآن په دغه تصور نيوکه وکړه،ض لنډه خبره ئې وکړه چې له کوم ځای نه عام خلک بېرته راګرځي تاسو هم له همغه ځای نه بېرته را و ګرځئ ، چې له کوم ځای نه انسان را  ګرځي خو هلته  به تللی هم وي ، دا د قرآن اعجاز دی چې اوږده  خبره په لنډو ټکو کښې کوي ؛ معنا دا شوه چې تاسو هم بايد د نورو عربانو په څېر عرفات ته ولاړ شئ او بيا شپه مزدلفې ته راوړئ.

له الله نه د بخښنې غوښتنې مطلب دا دی که پخوا چا دا کار کړی وي ، د هغی بايد  له الله نه بخښنه وغواړي.


د ۲۰۰ آيت تفسير:

دې آيت کښې هم د‌ عربانو د يو غلط دود اصلاح شوې ده، عربانو به چې کله د حج مراسم پای ته ورسول،  مِنیٰ کښې د قيام په دوران کښې به يې ميلې او مشاعرې کولې ، د خپلو پلرونو او نيکونو افتخارات به يې يادول او وياړ به يې پرې کوه ، د وياړونو د‌ بيان په ضمن کښې به له ډېر درواغو او مبالغو څخه هم کار اخيستل کېده ، قرآن ورته لارښوونه کوي چې د مناسکو د ترسره کولو نه ورسته الله يادوئ او ښه ډېر يې يادوئ.

داخبره هم ياده شوې چې ځينې خو ذکر او دعاء هم کوي ليکن يواځې د دنيا کاميابي ، مال او دولت غواړي ، اخرت ته يې پام نه وي د دغه شان خلکو لپاره آخرت کښې څه ثواب او اجر نشته دی،


بيايې په ۲۰۱ آيت کښې وفرمايل: چې ځينې داسې خلک هم شته چې د دنيا او آخرت ٫٫دواړو،، کښې حسنة ٫٫خير،، غواړي او وائي:  چې ای زمونږه ربه! موږ د اور له عذاب نه هم وساته ، نو دوی ته به په دنيا او آخرت دواړو کښې د دوی د عمل موافق برخه ورکړل شي.


د ۲۰۲ آيت تفسير:


٫٫مما کسبوا،، کښې من تبعيضي نه دی ، د ابتداء الغاية لپاره دی. د حساب لغوي معنا ده شمېرل، د سريع الحساب مطلب دا ده چې بندګانو سره حساب کولو کښې د الله ډېر وخت ته حاجت نه پېښېږي ، بلکې په يوه لحظه کښې دا ټول کار سر ته رسولی شي.




سورۃالبقرة آیت ۲۰۳


وَاذۡكُرُوا اللّٰهَ فِىۡٓ اَيَّامٍ مَّعۡدُوۡدٰتٍ‌ؕ فَمَنۡ تَعَجَّلَ فِىۡ يَوۡمَيۡنِ فَلَاۤ اِثۡمَ عَلَيۡهِ ۚ وَمَنۡ تَاَخَّرَ فَلَاۤ اِثۡمَ عَلَيۡه‌ِ ۙ لِمَنِ اتَّقٰى ؕ وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّکُمۡ اِلَيۡهِ تُحۡشَرُوۡنَ.۞(۲۰۳).


دا د شمېر څو ورځې دي، د الله تعالی په یاد کې يې تېرې کړئ ،نو څوک چې په دوو ورځو کې بېړه وکړي ٫٫بیرته راستانه شي،، پر هغه هیڅ ګناه نشته او که څوک ځنډ وکړي پر هغه هم ګناه نشته ده، دا رعايت د هغه چا لپاره دی چې ځان يې له ګناه نه ساتلی دی. او د الله له نافرماني نه ځان وساتئ او په دې پوه شئ چې تاسو ټول به د هغه حضور ته وړاندې کېږۍ(۲۰۳)..


__________________________________________________________________________________


د ۲۰۳ايت تفسير: 

دلته د‌ مِنیٰ د ورځو په اړه تاکيد کېږي چې دا  ټاکلې ورځې د الله په ياد کې تېرې کړئ ، له دېنه مراد د لوی اختر دوهمه ، دريمه او څلورمه ورځ ده، حکم دا دی چې څوک د لوی اختر د مياشتې  یولسم او دولسم تاريخ په مِنیٰ کې جمرات و ولي ، د اختر په دريمه ورځ د لمر پرېوتو نه مخکې له منی نه و وځي په ده څه ګناه نشته ده.

او که د اختر څلورمه ورځ هم منی کښې پاتې شو جمرات يې و ويشتل هم پروا نه کوي بلکې دا غوره ګنل شوې ده. خو دا امتياز د هغه چا لپاره دی چې په ټول حج کښې یې د تقوا رويه غوره کړې وي،  دهر هر حکم پابندي يې کړې وي او د مناسکو اجراء يې د تقوا له احساس سره کړې وي، د ټاکلو مناسکو او احکامو احترام يې کړی وي، د هغو په اړه بې پروايي نه وي کړي.

يا معنا دا چې دا دومره مهمه نه ده چې څوک دوه ورځې پاتې شي يا درې، مهمه دا ده چې په دې ورځو کښې يې د تقوا او له خدای نه د وېرې حالت څنګه وو؟


(تکبيرات تشريق):


د عرفې د ورځې د سهار مانځه نه د لوی اختر د څلورمۍ ورځې د مازيګر تر مانځه پورې د درویشت لمونځونو ورسته ويل کېږي په اصحابو کرامو کښې دا د علي ، عمر ، ابن مسعود او ابن عباس مذهب دی، په فقهاوو کښې دا د سفیان ثوري ، ابو يوسف ، امام محمد ،  امام احمد ، اسحاق او د مزني مذهب دی او په همدې د‌ مسلمانانو عمومي تعامل دی.( کبير)


فتح القدير کښې شوکاني ليکلي چې د عرفې د سهار نه د لوی اختر د دريمې ورځې مازيګر لمانځه پورې اتلس مونځونو کښې تکبيرات  ويل د امام ابو حنيفة مذهب دی. زموږ د فقهې کتابونو کښې يې دليل دا ويل شوي دی چې  امام ابوحنيفه وايي چې په جهر سره ذکر خلاف الأصل دی ، يعنې اصل دا دی چې ذکر بايد په پټه توګه وي ، نو ځکه امام ابوحنيفه په هغه روايت عمل کړی چې لږې ورځې په کښې يادې شوي دي، تر څو يواځې په نص عمل راشي او په خلاف الاصل کار کښې له نص نه تجاوز ونه شي او په اقل اکتفاء وشي.

د تکبير ويلو نه هدف مونځونو پسې تکبيرات ويل ، همدا راز د قرباني د ذبح په وخت کښې ، د‌ جمراتو د ويشتلو په وخت کښې او عام حالاتو کښې تکبيرونه زيات لوستل دي.


( أيام معدودات او أيام معلومات):


د ايام معدودات او ايام معلومات د تعيين په اړه د‌ مفسيرينو اقوال مختلف راغلي دي. مشهوره دا ده چې  ايام معدودات د تشريق ورځې دي( د ذوالحجې ۱۱-۱۲ او ۱۳ تاريخ) او أيام معلومات د ذوالحجې لومړۍ لس شپې دي.(مدارک)

معارف القران کښې يې ليکلي:  له أيام معلومات نه مراد د لوی اختر اوله ، دوهمه او دريمه ورځ ده کومو کې چې قرباني کول جائز ده.

٫٫تفصیل يې د سوه حج ۲۸ آيت کښې وکورئ،،


خو دومره ترې پوهېدای شو چې د ذوالحجې له پيل نه تر ديارلسم تاريخ پورې د خير او برکت شپې او ورځې دي ، عرفه ، منی، مزدلفه ، د جمراتو ويشتل، ذکر ، تکبيرات ، قرباني او په مجموع کښې د حج مراسم په همدغه شپو او ورځو کښې تر سره کېږي، طبعا دا د خير او برکت نه ډکې ورځې دي.

دلته يوه پوښتنه پاتې کېږي چې ايام التشريق خو د اختر د دوهمې دريمې او  څلورمې ورځ ته وائي  او تکبيرات تشريق د عرفې د سهار لمانځه نه پيل کېږي بيا دېته تکبيرات تشريق څنګه وايي؟ ځواب دا دی چې په دې تکبيراتو کښې اکثره ورځې د تشريق شاملې دي، (۱۱-۱۲-۱۳-  ذي الحجه ) ځکه ورته تکبيرات تشريق وايي.



سوره البقره آیت ۲۰۴ - ۲۰۷.


وَمِنَ النَّاسِ مَنۡ يُّعۡجِبُكَ قَوۡلُهٗ فِى الۡحَيٰوةِ الدُّنۡيَا وَيُشۡهِدُ اللّٰهَ عَلٰى مَا فِىۡ قَلۡبِهٖۙ وَهُوَ اَلَدُّ الۡخِصَامِ.۞( ۲۰۴).وَاِذَا تَوَلّٰى سَعٰى فِى الۡاَرۡضِ لِيُفۡسِدَ فِيۡهَا وَيُهۡلِكَ الۡحَـرۡثَ وَالنَّسۡلَ‌ؕ وَاللّٰهُ لَا يُحِبُّ الۡفَسَادَ.۞(۲۰۵) وَاِذَا قِيۡلَ لَهُ اتَّقِ اللّٰهَ اَخَذَتۡهُ الۡعِزَّةُ بِالۡاِثۡمِ‌ فَحَسۡبُهٗ جَهَنَّمُ‌ؕ وَلَبِئۡسَ الۡمِهَادُ.۞(۲۰۶).وَمِنَ النَّاسِ مَنۡ يَّشۡرِىۡ نَفۡسَهُ ابۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِ اللّٰهِ‌ؕ وَ اللّٰهُ رَءُوۡفٌ ۢ بِالۡعِبَادِ.۞(۲۰۷).


په انسانانو کښې ځينې داسې هم دي چې د دنيا په ژوند کښې د هغه خبرې درته ډېری ښې ښکاري او په خپله نيک نيتي الله ګواه کوي ، مګر په حقيقت کښې هغه د حق ترټولو سخت دښمن وي.(۲۰۴)

کله چې واک ته ورسي کوښښ کوي چې ځمکه کښې فساد خپور کړي، کښت او نسل هلاک کړي، ٫٫او کوم خدای چې ده ګواه کولو،، هغه فساد نه خوښوي.(۲۰۵)

کله چې ورته و ويل شي: له الله څخه و وېرېږه! جاهلانه غرور يې په ګناه کلک کړي ، نو ده ته جهنم کافي دی او هغه ډېر ناکاره ځای دی.(۶۲۰)

له بلې خوا په انسانانو کښې داسې کسان هم شته دي ، چې د خدای د رضا په لټه کښې خپل ژوند قربانوي او خدای په داسې بندګانو ډېر مهربان دی.(۲۰۷)



__________________________________________________________________________________




د ۲۰۴ نه تر ۲۰۷ پورې آيت تفسير:

في الحيوة الدنيا: د ٫٫في،، توری که قَولُه پورې وتړو معنا جوړېږي : د دنيا په اړه د هغه خبرې ستا خوښېږي او که د يُعجِبُکَ پورې يې وتړو معنا يې جوړېږي: چې د هغه خبره په دنيا کې ستا خوښېږي نه په اخرت کښې.

مفسرين وايي:  دا آيت  د اخنس بن شريق منافق په اړه نازل شویدی ، چې ډېر خوږ ژبی وو او د خپلې مدعیٰ د اثبات لپاره به يې ډېر قسمونه خوړل او الله به يې پرې ګواه ګرځولو چې زه د دين خير خواه يم او پيغمبر پاک عليه السلام سره يې د ډېر محبت دعوه هم کوله.


(ألد الخصام):

د ألدالخصام معنا ده تر ټولو دښمنانو زيات کوږ - يعنې چې د حق په مقابل کښې له هرې ممکن وسيلې نه کار اخلي، د حق په دښمني کښې له هر رنګ فریب، خيانت، بد عهدي، درواغو او ناکاره چلونو له استعمال نه ډډه نه کوي.

خصام مصدر دی او ألد ته يې اضافت په معنی د في دی يعنې ٫٫ألد في الخصومة،، (په دښمني کې سخت)

يا د خصم جمع ده يعنې ٫٫ألدالخصام خصومة ،، يعنې له ټولو نه سخت دښمن.


(وَ اِذَا تَوَلّٰى):

د دې دوه معناوې کېدای شي:  يوه هغه چې ژباړه کښې غوره شوې ده ، دوهمه داچې ستا مخ کښې خو ښې ښې خبرې وکړي خو کله چې  ستا له څنګ نه لاړ شي ، واپس وګرځي بيا د فساد برپا کولو کوښښ کوي.

دواړه ترجمې په منافقینو تطبيق کېږي ، لومړی ښې خبرې کوي چې کله واک ته ورسي بيا په عملي توګه د خپلې اسلام دښمنۍ اظهار کوي ، يا دا چې د خلکو مخامخ ښې خبرې کوي او په عملي توګه غټ مفسد وي.

د کښت او فصل د تباهي مفهوم خو واضح دی ، د نسل تباهي فزيکي تصفيه ٫٫وژل،،  او اخلاقي تباهي دواړو ته ويل کېږي، ځکه چې نوی نسل د بد اخلاقي په لاره  روانول هم د هغو لپاره هلاکت دی او منافقين دا دواړه کارونه کوي، د اسلامي ټولنو ماضي او حال د دې شاهد ده.


(وَاِذَا قِيۡلَ لَهُ اتَّقِ اللّٰهَ اَخَذَتۡهُ الۡعِزَّةُ بِالۡاِثۡمِ):

أخذته العزة بالإثم: د أخذته معنا ده  په ګناه يې کلک کړي ، ګناه ته يې آماده کړي ، فارسي معنا يې راځي : برانګيخته کند ، وادار کند ، بکشاند به سوی ګناه.


(العزة): جاهلي غرور ، تکبر ، د خپل وقار خيال ، قوت.

د منافق جاهلانه غرور او تکبر هغه ته دا اجازه نه ورکوي چې څوک ورته اتق الله و وايي او که څوک يې و وائي بيا هغه نور هم په ګناه کلک شي، په ضد کښې راشي او خپله ګناه نه پرېږدي.

رواياتو کښې راغلي چې کله به عمر رضي الله عنه ته و ويل شول: له الله نه وډار شه ، سر به يې په ځمکه کېښود. هارون الرشيد خليفه ته يو يهودي و ويل: إتق الله، هغه له آس نه کښته شو سجده ئې وکړه ، چا ورته و ويل ای أميرالمؤمنين! د‌ يهودي په خبره دومره متأثر شوې؟ ويل ئې زه و و ېرېدم چې هغه خلکو کښې رانشم چې ورته و ويل شي اتق الله او هغه په ګناه ښه کلک شي.


د دغه ګنده کردار څخه وروسته يې په ,۲۰۷ ايت د خالص مؤمن رويه زموږ مخې ته کېښوده چې هغه خپل رب  د رضاء لپاره هم قرباني موي او دغه رنګ خلکو باندې الله مهربان دی.



سورۃ البقرة آیت ۲۰۸- ۲۰۹


يٰٓاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوا ادۡخُلُوۡا فِى السِّلۡمِ کَآفَّةً   ۖ  وَلَا تَتَّبِعُوۡا خُطُوٰتِ الشَّيۡطٰنِ‌ؕ اِنَّهٗ لَـکُمۡ عَدُوٌّ مُّبِيۡنٌ.۞(۲۰۸).فَاِنۡ زَلَـلۡتُمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡکُمُ الۡبَيِّنٰتُ فَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ عَزِيۡزٌ حَکِيۡمٌ.۞(۲۰۹).


اې مؤمنانو! په بشپړ ډول اسلام کښې داخل شئ او د شیطان پیروي مه کوئ ځکه چې هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.(۲۰۸). که تاسو بيا و ښوئيدۍ وروسته له هغې نه چې تاسو ته څرګندې لارښوونې و رسېدې، نو پوه شئ چې الله په ټولو غالب او د حکمت څښتن دی.(۲۰۹).


__________________________________________________________________________________



د ۲۰۸ آيت تفسير:


اسلام کښې د پوره داخلېدو نه هدف دادی چې ټول احکام يې ومنل شي، داسې نه چې ځينې ومنل شي او ځينې نه، لکه يهودو چې د خپل مزاج سره اړخ لګونکي احکام منل او د خپلو خواهشاتو خلاف احکامو ته يې پام نه کولو، د سورت بقره ۸۵ آيت کښې الله د دوی دغه ناوړه او کافرانه عادت غندلی دی.


(د يا يهالذين آمنوا د مخاطب تعيين):

د آيت د مخاطب په تعيين کښې د‌ مفسرينو څلور اقوال دي. ۱-أهل کتاب دي.۲- منافقین. ۳- ريښتوني مؤمنان. ۴- مسلمان شوي أهل کتاب.

ځينې وائي: دلته أهل کتابو ته لارښوونه کېږي چې په بشپړه توګه په اسلام کښې داخل شئ، د الله په احکامو، کتابونو او أنبياؤ کښې تفريق مه کوئ بلکې ټول و منئ. ځينې وائي:  چې خطاب منافقينو ته دی، چې رېښتونی إيمان راوړئ چې ژبه او زړه مو سره موافق وي.

يوه پوښتنه پيدا کېږي چې دلته خو خطاب د ياايهاالذين امنوا په لفظ سره شوی دی، يهودان او منافقین خو مؤمنان نه دي. ځواب دادی: چې أهل کتابو هم په خپلو انبياؤ او کتابونو د إيمان دعویٰ کوله او منافقین هم په ژبه د إيمان مدعيان ول، ممکن په دغه اعتبار ورته د يا ايهالذين اٰمنوا په لفظ خطاب شوی وي.که مخاطب سوچه مؤمنان واخلو، نو د حکم  هدف بيا د شرعي احکامو اطاعت کول دي. يعنې قرآن ورته وايي: چې د ژوند په ټولو شعبو کښې د اسلام تعليمات عملي کړئ، ځکه چې د ځينو احکامو منل او د ځينو نه منل اسلام نه بلکې کفر، نفاق، د يهودو دود او جهالت دی. يا هدف ترې په مستقبل کښې هم په دين کلک پاتې کېدل دي.

ځينو مفسرينو ويلي دي چې ځينو يهودي مسلمان شوي خلکو ويلي ول چې موږ  د سبت احترام وکړو او د اوښ له غوښو  او شيدو نه ځان وساتو، دې کښې  به شرعا څه حرج نه وي ، ځکه اسلام د السبت د بې احترامي حکم نه دی کړی، او د اوښانو غوښې او شيدې استعمالول يې فرض نه دي ګرځولي، د‌ دوی په ځواب کې دا آيت نازل شو چې پوره اسلام ومنئ ، د منسوخ شوي شريعتونو د‌ اطاعت فکر پرېږدئ ، اسلام کښې په بشپړه توګه داخل شئ.


( په ژباړه کښې غوره شوې ترجمه، په دې آساس ده چې کآفَّةََ حال شي د السِّلّم نه او له السلم نه مراد إسلام شي).

په منافقينو کښې ځينې خلک اوس هم داسې شته چې د شريعت ځينې احکام نه مني.

د اسلام له دعوې سره سره د اقتصادي نظام په برخه کښې ځينې  کمونيزم او ځينې کپيټليزم ته مائل وي، ځينې د قوميت او اسلامي اخوت په برخه کښې د دين د تعليماتو پروا نه کوي، ځينې بيا د اسلام د منلو له دعوې سره آزاده سياسي مفکوره خوښوي اوځينې بيا د اسلام په ځينو احکامو معترض دي لکه  ستر، حجاب او پرده عملي کول اوله سود نه اجتناب کول په دې دليل چې دا د دې عصر غوښتنې نه دي.

دغه رنګ خلکو ته حکم وشو چې اسلام کښې پوره داخل شئ ، څه منل او څه نه منل حقیقي إيمان نه دی. دا آيت د دين د منلو په اړه د تفريق مفکوره غندي او حکم کوي چې ټول بايد اسلام کښې په بشپړه توګه داخل شي ، ټول احکام او أمرونه يې ومني.


(عزيز،حکيم):  عزيز کښې دېته اشاره ده چې الله غالب دی په کارونو کښې عاجز نه پاتي کېږي، که له چا نه انتقام اخيستل وغواړي هر وخت يې اخيستلی شي، حکيم کښې دېته اشاره ده چې هغه د حکمت او پوهې څښتن دی ټول کارونه په خپل مناسب وخت کښې په مناسب طريقه تر سره کوي او که انتقام اخلي په حقه يې اخلي.  ابن جرير طبري  وايي:

وأولـى التأويلات بقوله:{ ادْخُـلُوا فِـي السِّلْـمِ} قول من قال: معناه: ادخـلوا فـي الإسلام كافة. د السِلم لفظ کښې سين کسره لري، او سِلم په معنا د إسلام دی. (ابن جرير ).

٫٫ تر ټولو غوره تاويل دادی چې معنا ئې داسې وشي چې اسلام کښې پوره داخل شئ،،. د جمهور صحابه، تابعينو او مفسرينو همدا ترجمه ده( معارف) 


(خطوات): خطوات د خطوة جمع ده، فرهنګ عميد کې وايي: فاصلۀ میان دو پا در راه رفتن؛ گام؛ قدم.  هدف دا دی چې د‌ شیطان په لاره مه ځئ د هغه په نقش قدم مه ځئ.( فان زللتم) د زِلَّةُُ معنا ده خويدل.



سورة البقرة ۲۱۰  آيت


هَلۡ يَنۡظُرُوۡنَ اِلَّاۤ اَنۡ يَّاۡتِيَهُمُ اللّٰهُ فِىۡ ظُلَلٍ مِّنَ الۡغَمَامِ وَالۡمَلٰٓئِکَةُ وَقُضِىَ الۡاَمۡرُ‌ؕ وَاِلَى اللّٰهِ تُرۡجَعُ الۡاُمُوۡرُ.۞(۲۱۰).


( که د دې ټولو نصيحتونو او لارښونو نه ورسته هم خلک نه سمېږي نو) ولې اوس دوی د دې انتظار کوي چې الله د وریځو په چتريو کښې له فرښتو سره دوی ته مخامخ راشي او د دې کار پرېکړه وشي او بالأخره ټول معاملات د الله حضور ته ورګرځول کېږي.(۲۱۰)


__________________________________________________________________________________



د ۲۱۰ آيت تفسير:

يعنې دا خلک د ايمان راوړلو لپاره صِرف د دې انتظار کوي ، چې الله او ملائک د ورېځو په چتريو کښې را شي او د دې معاملې فيصله وکړي، يعنې دوی به د قيامت په ورځ ايمان راوړي؟  چې هر څه د سر په سترګو وګوري او ټول حقائق ورته څرګند شي. په دې دنيا کښې د انسان ټول ازمېښت يواځې په دې خبره کښې دی چې هغه د حقيقت له څرګند ليدو پرته ايمان راوړي او که نه؟ او له منلو نه وروسته په ده کښې دومره اخلاقي قوت شته چې د نافرمانۍ د اختيار سره بيا هم د فرمان منلو رويه غوره کوي؟

له دې امله الله د انبياؤ په بعثت ، د کتابونو په نزول او حتیٰ د معجزاتو تر بریده يې هم د عقل د امتحان او د اخلاقي قوت د ازمېښت خيال خامخا ساتلی دی او کله  يې هم حقيقت داسې نه دی را ښکاره کړی چې انسان ته له منلو پرته بله چاره پاتې نه شي ، ځکه چې له دېنه وروسته خو بيا د امتحان څه معنا نه پاتې کېږي او په دغه رنګ امتحان کښې خو بيا د کاميابي او ناکامي څه مفهوم نه پاتې کېږي ، له دې امله دلته وايي: چې تر هغه وخت پورې د ايمان راوړل مه ځنډوئ ،  چې الله او د‌ هغه د مملکت کارکونکې فرښتې درته مخامخ راشي، ځکه چې هغه وخت کښې خو بيا د ايمان د راوړلو نه دی، بلکې هغه وخت به بيا نهائي پرېکړه کېږي.

د ايمان او اطاعت قدر او قيمت تر هغه وخته پورې دی چې حقیقت د انسان له نظر نه پټ وي او انسان فقط د دليل په اساس هغه تسليموي او يواځې په پوهولو سره د هغې اطاعت غوره کوي ، په دې توګه د خپلې هوښیارتیا او اخلاقي قوت ثبوت وړاندې کوي. کله چې حقيقت څرګند شي او انسان هر څه په خپلو سترګو و ويني، خدای او ملائک و ويني ، او په خپله وګوري چې ټول کائنات د هغه په حکم چلېږي ، نو دغه وخت کښې خو شديد کافر هم ايمان راوړي او غټ نه غټ فاسق او مجرم هم د انکار تکل نه شي کولی، د ايمان راوړل او د اطاعت قبلول تر هغه وخت پورې ګټور دي چې حقيقت لا څرګند شوی نه وي ، چې کله هغه ساعت راغی چې له هر څه نه پرده پورته شي، هغه بيا د امتحان وخت نه وي ، بلکې د فيصلې وخت وي.



ورته مطالب
+