سورة البقرة رکوع ۲٦ (۲۱۲ - ۲۱٦ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۲٦ (۲۱۲ - ۲۱٦ آیت) 


سوره البقره ۲۱۲-۲۱۱ آيت  


سَلۡ بَنِىۡٓ اِسۡرَآءِيۡلَ كَمۡ اٰتَيۡنٰهُمۡ مِّنۡ اٰيَةٍۢ بَيِّنَةٍ ‌ؕ وَمَنۡ يُّبَدِّلۡ نِعۡمَةَ اللّٰهِ مِنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِيۡدُ الۡعِقَابِ. ۞(۲۱۱).زُيِّنَ لِلَّذِيۡنَ كَفَرُوا الۡحَيٰوةُ الدُّنۡيَا وَيَسۡخَرُوۡنَ مِنَ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا ۘ وَالَّذِيۡنَ اتَّقَوۡا فَوۡقَهُمۡ يَوۡمَ الۡقِيٰمَةِ ؕ وَاللّٰهُ يَرۡزُقُ مَنۡ يَّشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٍ.۞(۲۱۲).

له بني اسرائيلو نه پوښتنه وکړه:  چې موږ ورته څومره څرګندې نښانې ښوولې وې. ( او دا هم له هغو نه وپوښته) چې د الله د نعمت د تر لاسه کولو نه وروسته چې کوم قوم هغه (په کفر او  نا شکري بدلوي) ، الله ورته څنګه سخته سزا ورکوي.(۲۱۱). کومو خلکو چې د کفر لاره غوره کړېده ، هغو ته د دنيا ژوند محبوب او په زړه پوری ګرځول شوی دی او داسې خلک په مؤمنانو پورې ټوقې کوي او کومو خلکو چې د تقوا رويه غوره کړېده ، د قيامت په ورځ به د دوی په نسبت لوړ مقام ولري او پاتې شو د‌ دنيا رزق هغه د الله په اختيار کښې دی چې چاته وغواړي بې حسابه يې ورکوي.(۲۱۲).


د ۲۱۱ آيت تفسير:

دې پوښتنې لپاره بني اسرائيل ځکه و ټاکل شول، چې د‌ اثار قدیمه د ورانو کنډوالو په نسبت يو ژوندی ګړندی قوم د عبرت اخيستلو لپاره ډېر مناسب برېښي چې انسان ترې عبرت واخلي.‌ دوهم دا چې بني اسرائيل هغه قوم دی چې الله ورته د کتاب او سنت مشعل په لاس کښې ورکړ او د دنيا د لارښونې په منصب يې ګمارلي ول ، بيا دوی دنيا پرستۍ ، نفاق او په علمي او عملي ضلالت کښې اخته شول، له هغه ستر نعمت له ګټو نه يې ځان محروم کړ ، له دې امله کوم امت چې له دوی وروسته د دنيا د امامت په منصب ګمارل شویده ، دوی ته که د‌ چا له انجام نه ښه سبق په لاس ورځي نو هغه همدغه قوم دی.


(اٰية بينة): ٫٫ښکاره نښانې،،.

لکه د بحر نه تيرېدل ، د کاڼي نه اوبه وتل ، من او سلویٰ راتلل ، ورېځ سيوری کېدل او ......... دا نښانې بايد د‌ دوی د هدايت سبب ګرځېدلی وی، خو دوی د دې ټولو شيانو له ليدلو ورسته بيا هم د ضد ، عناد ، تشکيک او انکار لار غوره کړه.

ځينو له دېنه مراد د تورات علمي او فکري لارښونې اخيستي دي ، ځکه چې د خدای لارښونه تر ټولو ستر نعمت او د هدايت ستر سبب دی.


(نعمت الله):

دغه معجزاتو يا د خدای راغلي هدايت ته نعمت ويل شوی دی ،  د نعمت د راتلو سره وړ رويه خو تشکر ، اطاعت او باور و ، خو د دوی رويه داسې نه وه ، حتیٰ د خدای هغه اياتونه چې د هدايت لپاره راغلي ول ، هغه يې د خپلو شخصي ګټو لپاره تحريف او تبديل کړل.


(فان الله شديد العقاب):

بني اسرائلو ته عقاب په دنيا کښې دا ورکول شو چې د نړۍ له امامت نه معزول شول، ذلت او مسکنت پرې مسلط شول ، د د نيا په مختلفو برخو کښې خپاره شول ، وطن ، کلی ،کور او پلارنی ټاټوبی يې له لاسه ورکړ ، حکومت او سلطه يې ختمه‌ شوه، دنيا ورته په سپکه سترګه ګوري، دنيا کښې ذليل شول.


ارتباط :

په ۲۰۹ آيت کښې و ويل شول: که سليپ مو وکړ ، نو الله غالب او حکیم دی ، يعنې هر رنګ عذاب ورکولی شي، نو بني اسرائيلو خو سليپ کړی و، بې لارې شوي ول ، دلته و ويل شول چې له دوی نه پوښتنه وکړه ، چې الله څنګه سخت عذابونه ورکوي، ځکه دوی خو دا مزه هم څکلې وه.


د ۲۱۲ آيت تفسير:

په مؤمنانو پورې ټوقې د‌ هغوی د فقر له امله کوي،او ممکن دا ګومان وکړي:  چې د دوی لار غلطه ده ، ځکه که د دوی لاره درسته وی ، د دنيا مال او متاع به هم ورسره ډېر ول ، دلته ورته ځواب و ويل شو: چې د دنيا د مال او متاع دېر والی د الله د مشيئت پورې تړلې ده ، د عقېدې صحت هغې پورې تړاو نه لري.

ارتباط:

په دې کښې دېته اشاره ده چې د بني اسرائيلو د بې لاري سبب د دنيا مينه او محبت او دنيا ته په اخرت ترجيح ورکول ول.


سوره البقره آیت ۲۱۳-۲۱۴-۲۱۵.

كَانَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً  فَبَعَثَ اللّٰهُ النَّبِيّٖنَ مُبَشِّرِيۡنَ وَمُنۡذِرِيۡنَ ۖ وَاَنۡزَلَ مَعَهُمُ الۡكِتٰبَ بِالۡحَـقِّ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَ النَّاسِ فِيۡمَا اخۡتَلَفُوۡا فِيۡهِ ‌ؕ وَمَا اخۡتَلَفَ فِيۡهِ اِلَّا الَّذِيۡنَ اُوۡتُوۡهُ مِنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ الۡبَيِّنٰتُ بَغۡيًا ۢ بَيۡنَهُمۡ‌ۚ فَهَدَى اللّٰهُ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا لِمَا اخۡتَلَفُوۡا فِيۡهِ مِنَ الۡحَـقِّ بِاِذۡنِهٖ‌ ؕ وَاللّٰهُ يَهۡدِىۡ مَنۡ يَّشَآءُ اِلٰى صِرَاطٍ مُّسۡتَقِيۡمٍ.۞(۲۱۳). اَمۡ حَسِبۡتُمۡ اَنۡ تَدۡخُلُوا الۡجَـنَّةَ وَ لَمَّا يَاۡتِكُمۡ مَّثَلُ الَّذِيۡنَ خَلَوۡا مِنۡ قَبۡلِكُمۡؕ مَسَّتۡهُمُ الۡبَاۡسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلۡزِلُوۡا حَتّٰى يَقُوۡلَ الرَّسُوۡلُ وَالَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا مَعَهٗ مَتٰى نَصۡرُ اللّٰهِؕ اَلَاۤ اِنَّ نَصۡرَ اللّٰهِ قَرِيۡبٌ.۞(۲۱۴.).يَسۡــئَلُوۡنَكَ مَاذَا يُنۡفِقُوۡنَ ؕ قُلۡ مَآ اَنۡفَقۡتُمۡ مِّنۡ خَيۡرٍ فَلِلۡوَالِدَيۡنِ وَالۡاَقۡرَبِيۡنَ وَالۡيَتٰمٰى وَالۡمَسٰكِيۡنِ وَابۡنِ السَّبِيۡلِ‌ؕ وَمَا تَفۡعَلُوۡا مِنۡ خَيۡرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِيۡمٌ. ۞(۲۱۵)


په پيل کښې ټول خلک په يوه لاره روان ول، (حالت بيا داسې پاتې نه شو، اختلافات پيدا شول ) نو الله تعالیٰ أنبياء ولېږل ، په داسې حال کښې چې بشارت ورکونکي او ډارونکي ول او له دوی سره يې په حق ولاړ کتاب نازل کړ ، تر څو د خلکو تر منځ چې د حق په اړه کوم اختلافات پيدا شوي ول، چې د هغې فيصله وکړي، ( او د دې اختلافاتو د پيدا کېدو لامل دا نه و چې په پيل کښې خلکو ته حق ښول شوی نه و ، بلکې) اختلاف هغه خلکو پيل کړ ، کومو ته چې د حق په اړه علم ورکول شوی و ، هغو د څرګندو لارښونو له راتلو نه وروسته يواځې د دې لپاره( حق پرېښود او مختلفې لارې يې ايجاد کړې) چې هغوی 

په خپل منځ کښې تېری کول غوښتل، نو کومو چې په انبياؤ ايمان راوړ ، الله ورته په خپل إذن حقه لاره و ښوده ، په کومه کښې چې خلکو اختلاف کړی و، او الله چې چاته وغواړي سمه لار په ګوته کوي.(۲۱۳).

آيا تاسو دا ګومان کوۍ چې جنت ته به لاړ شۍ، سره له دېنه چې پر تاسو لا هغه څه نه دي راغلي ، چې له تاسو نه په مخکنيو خلکو راغلي ول، په هغوی سختۍ تېرې شوي او مصیبتونه راغلي، جړقول شوي دي تر دې چې رسول او کوم مؤمنان چې ورسره ول، په چيغه شول، چې د خدای مرسته به کله راځي؟ (هغه وخت ورته اطمینان ورکول شو) چې واورئ! د الله مرسته نژدې ده.(۲۱۴). خلک له تا نه پوښتنه کوي، چې موږ څه مصرف کړو؟ ځواب ورکړه: چې کوم مال هم مصرفوۍ ، په خپل والدينو، خپلوانو، يتيمانو، مسکينانو او مسافرو يې مصرف کړئ او کوم د ښېګڼې کار چې تاسو کوۍ ، الله پرې خبر دی.(۲۱۵).


د ۲۱۳ آيت تفسير :

د‌ ځينو ناپوهانو رايه د مذهب د تاريخ په اړه دا ده چې په پيل کښې انسان په تياره کښې ژوند کولو، حق باطل ، شرک او توحيد هيڅ هم ورته معلوم نه ول ، بلکې د خلکو ژوند په شرک کښې تېرېده، بيا په تدريج سره انسان ځينې حقائق درک کړل ، تر څو چې د توحيد مقام ته و رسېده، خو قرآن دا فلسفه ردوي

او وائي: چې په پيل کښې ټول انسانان په سمه لاره روان ول ، بيا وروسته ځينو انسانانو د خپل شخصي او قومي ګټو په خاطر ، يعنې چې له نورو نه زيات امتيازات ، منافع او ګټې  تر لاسه کړي ، او په خپلو کښې يې  يو پر بل د ظلم ، تېري  او سرکشي اراده درلوده ، نو د دغه فاسدو اغراضو د تر لاسه کولو لپاره يې مختلفې لارې ايجاد کړې، هرې طبقی د خپلو ګټو لپاره لارې جوړې کړې د دې پروا چا ونکړه چې د خلکو عقيده درسته پاتې کېږي او که فاسده ګرځي ، په دې توګه أحبار ، رهبان ، پاپ ، بشپ ، أسقف، برهمن ، ملنګان ، پير، فقير ، دمونه خرڅول ، جادو،  کوډې ، فال، ازلام ، أصنام ، بتان ، زيارتونه او دربارونه را منځته شول او د خدای اصلي لار په خلکو ورکه شوه.

بيا الله تعالیٰ وخت په وخت أنبياء  ولېږل چې د ډېرو کږو وږو لارو تر منځ سمه لار خلکو ته په ګوته کړي، په پای کښې همدغه طبقو د خدای د پيغمبرانو مخالفت هم وکړ او تر څو يې چې وس و مقابله یې وکړه. الله پاک أنبياء د دې لپاره نه و لېږلي چې هر يو د يو ځانګړي مذهب ايجاد وکړي ، بلکې خلکو ته يې د خدای ابدي او ازلي تعليمات ورکول ، د ټولو نبيانو دين يو دين دی چې هغه اسلام دی.

(مبشرين و منذرين):

دحق پرستانو لپاره د جنت زېري ورکونکي او د باطل پيروانو ته له جهنم نه ډارونکي./


د ۲۱۴ آيت تفسير:

د‌ مخکني آيت او د دې تر منځ يو پوره داستان شتون لري چې دلته ذکر شوی نه دی ، ځکه چې دا آيت په خپله د هغې لور ته اشاره کوي، د قرآن په مکي سورتونو کښې دا داستان پوره په تفصيل سره بيان شوی دی ، أنبياء کرام چې کله هم دنيا ته راغلي دي ، هغو او پيروانو يې له باطل پرستانو سره سختې مقابلې کړې دي ، تر دې چې مؤمنان په اور کښې اچول شوي، لکه ابراهيم علیه السلام ، اصحاب أُخدود او نور ، قتل او وژنې خو بې حسابه منځ ته راغلي دي ، يحيیٰ ، زکريا او ځينې نور أنبياء په شهادت رسول شوي دي، په سورت يٰسين کښې هم د يو مؤمن د قتل پېښه قرآن ذکر کړېده ، په اجمالي توګه خو قرآن د ډېرو  انبياؤ او د‌ هغو د پيروانو د شجاعت او قربانيو ذکر کړیدی.‌د ابراهيم او نمروذ ، موسیٰ او فرعون ، طالوت او جالوت ، داود او جالوت ، د محمد ﷺ او ابوجهل مقابلې تاريخ هېرولی نه شي ، دا د خدای د سپېڅلو بندګانو هغه سيرت او  تاريخ دی چې د دين د لارې طبعيت موږ ته روښانه کوي. دلته مؤمنانو ته ويل کېږي چې په دې لاره کښې د ډېرو تکليفونو د برداشت کولو نه ورسته خلک د جنت مستحق ګرځي، جنت دومره آسان نه دی چې يواځې د ايمان په دعوې يې تر لاسه کړۍ، بلکې د‌ ايمان لار‌ د‌ قرباني او سرښندنې لار ده‌‌.

دېته ورته موضوع په سورة البقرة - آيت ۱۵۵- ۱۵۶ - ۱۵۷ او آل عمران- ۱۴۲ عنکبوت آيت ۲- ۳- ۱۰ - ۱۱ آيتونو کښې هم ورسره وګورئ.

دا ټولې قراني لارښونې موږ ته دا را په ګوته کوي چې د اسلام لار د قرباني ، مبارزې او مجاهدې لار ده ، له  دې مقابلې او جهاد نه پرته جنت نشته دی. يعنې يواځې د ايمان په دعوا کولو سره د انسان کامل نجات ممکن نه دی تر څو د‌ خدای په لاره کښې قرباني ورسره ملګرې نه وي او د‌ دين د اقامت په لاره کښې له مزاحم قوت سره مقابله ونکړي.


لفظي تحليل: الباْسآءُ:  فقر او ولږې ته وائي. الضّٙرّٙآء ، جسماني تکليف او بيماري ته وائي.


د ۲۱۵ آيت تفسير:

خلکو سره دا پوښتنې وې چې د څه قسم مال په خرچ کولو کښې ثواب ډېر دی؟ دلته ځواب ورکول شو چې هر قسم مال مصرفوۍ پروا نه کوي، د هر قسم مال په مصرفولو کښې ثواب شته، خو چې کومه موضوع مهمه ده هغه دا ده چې دا مال بايد چا ته ورکړل شي، نو دې آيت کښې هغه اصناف متعين کړل شول چې مرسته بايد ور سره وکړل شي.

په دې آيت کښې له ياد شوي انفاق نه مراد نفلي صدقه ده، ځکه چې پلار او مور ته خو زکات ورکول روا نه دي. له دېنه دا هم ثابته شوه چې مور، پلار اوخپلوانو سره مرسته کښې که د صدقې او ثواب نيت وشي هم الله د صدقې اجر ورکوي.

د ابوذر غفاري رضي الله عنه په رايه د حاجت نه اضافه مال صدقه کول واجب دي ، خو جمهور صحابه او تابعين وايي: چې کوم مال نه زکات ورکول شي، که هغه له حاجت نه فاضل هم وي د هغې ساتل ګناه نه ده او صدقه کول يې واجب نه دي.

دا په قران کښې هغه دوهم ځای دی چې د صحابه کرامو د پوښتنې ذکر په کښې شوی دی ، ابن عباس نه روايت دی چې د رسول اکرم صحابه د دين د زدکړې د شوق سره يې هم ډېری پوښتنې نه کولې ، قرآن کښې ټولې اولس پوښتنې یادې شويدي، چې ديارلس د صحابه کرامو له خوا شوي دي، يوه پوښتنه د سورت بقره ۱۸۹ شمېره آيت کښې تېره شوې ده.

قرآن او نبي پاک ﷺ د بې ځايه پوښتنو نه صحابه کرام منع کړي ول، د مهمو پوښتنو او د قرآن د‌ کومې برخې د توضیح په اړه پوښتنې منع شوې نه دي. 


سوره البقره آیت ۲۱۶

كُتِبَ عَلَيۡکُمُ الۡقِتَالُ وَهُوَ كُرۡهٌ لَّـكُمۡ‌ۚ وَعَسٰۤى اَنۡ تَكۡرَهُوۡا شَيۡــئًا وَّهُوَ خَيۡرٌ لَّـکُمۡ‌ۚ وَعَسٰۤى اَنۡ تُحِبُّوۡا شَيۡــئًا وَّهُوَ شَرٌّ لَّـكُمۡؕ وَاللّٰهُ يَعۡلَمُ وَاَنۡـتُمۡ لَا تَعۡلَمُوۡنَ.(۲۱۶)

تاسو ته د جنګ حکم درکول شوی دی او هغه تاسو ته ناخوښه دی، شايد تاسو ته يو شی ناخوښ وي او همغه تاسو ته ډېر غوره وي او شايد ستاسو يو شی خوښېږي او هغه تاسو لپاره ډېر بد وي، الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږۍ.(۲۱۶).


د ۲۱٦ آيت تفسير:

دلته چې دا ويل شوي چې جنګ په تاسو فرض کړل شو، خو دا تاسو ته ناخوښ دی ، له دې ناخوښي نه مراد دا نه ده چې د الله له حکم نه د دوی بد راتلل ، بلکې مطلب دا دی چې په  طبعي  توګه د جنګ او جګړې حکم په انسان دروند تمامېږي، طبعيت ورته ميلان نه کوي، يعنې له کراهت نه طبعي کراهت مراد دی. نور خوصحابه کرام د خدای د حکم د تعميل لپاره هر وخت ملا تړلي ولاړ ول او هر حکم يې عملي کړی دی که د هغو د سر او مال په تاوان هم تمامېدو.


ورته مطالب
+