سورة البقرة رکوع ۲۷ (۲۱۷ - ۲۲۱ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۲۷ (۲۱۷ - ۲۲۱ آیت) 


سورة البقرة آیت ۲۱۷-۲۱۸

يَسۡــئَلُوۡنَكَ عَنِ الشَّهۡرِ الۡحَـرَامِ قِتَالٍ فِيۡهِ‌ؕ قُلۡ قِتَالٌ فِيۡهِ كَبِيۡرٌ ‌ؕ وَصَدٌّ عَنۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ وَ کُفۡرٌ ۢ بِهٖ وَالۡمَسۡجِدِ الۡحَـرَامِ وَاِخۡرَاجُ اَهۡلِهٖ مِنۡهُ اَكۡبَرُ عِنۡدَ اللّٰهِ ‌‌ۚ وَالۡفِتۡنَةُ اَکۡبَرُ مِنَ الۡقَتۡلِ‌ؕ وَلَا يَزَالُوۡنَ يُقَاتِلُوۡنَكُمۡ حَتّٰى يَرُدُّوۡكُمۡ عَنۡ دِيۡـنِکُمۡ اِنِ اسۡتَطَاعُوۡا ‌ؕ وَمَنۡ يَّرۡتَدِدۡ مِنۡكُمۡ عَنۡ دِيۡـنِهٖ فَيَمُتۡ وَهُوَ کَافِرٌ فَاُولٰٓئِكَ حَبِطَتۡ اَعۡمَالُهُمۡ فِى الدُّنۡيَا وَالۡاٰخِرَةِ ‌‌ۚ وَاُولٰٓئِكَ اَصۡحٰبُ النَّارِ‌‌ۚ هُمۡ فِيۡهَا خٰلِدُوۡنَ.,(۲۱۷).  اِنَّ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا وَالَّذِيۡنَ هَاجَرُوۡا وَجَاهَدُوۡا فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِۙ اُولٰٓئِكَ يَرۡجُوۡنَ رَحۡمَتَ اللّٰهِؕ وَاللّٰهُ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ.۞(۲۱۸).


تاسو ته د جنګ حکم درکول شوی دی او هغه تاسو ته ناخوښه دی، شايد تاسو ته يو شی ناخوښ وي او همغه تاسو ته ډېر غوره وي او شايد ستاسو يو شی خوښېږي او هغه تاسو لپاره ډېر بد وي، الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږۍ.(۲۱۶).

په حرامو مياشتو کښې د جګړې په اړه له تا نه پوښتنه کوي، و وايه: په دې کښې جنګ کول ناکاره کار دی، خو د الله له لارې نه خلک بندول ، په الله کفر کول او له مسجد حرام نه خلک بندول ، او د‌ حرم اوسېدونکي له هغې نه په زوره ويستل ، د الله په نزد له دېنه ډېر ناکاره عمل دی او فتنه له قتل نه ډېره

بده ده. دوی به تل له تاسو سره جنګونه کوي، تر څو تاسو له خپل دين نه واړوي، که وکړای شي. او څوک چې په تاسو کښې له خپل دين نه وګرځېده ، بيا د کفر په حالت کښې مړ شي، د‌ هغو عملونه به په دنيا او آخرت کښې ضائع وګرځي ، داسې ټول خلک دوزخيان دي او هميشه به په دوزخ کښې اوسي.(۲۱۷). بېشکه کومو خلکو چې إيمان راوړی دی او هغه خلک چې هجرت يې کړی او د الله په لاره کښې يې جهاد کړی دی ، دغه خلک د خدای د رحمت هيله لري ،  الله د‌ هغوی د لغزشونو بخښونکی او پرې رحم کونکی دی.(۲۱۸).


د‌ ۲۱۷ آيت تفسير:

دا آيت له يوې پېښې سره تړاؤ لري ، د هجرت په ۲ کال د رجب په مياشت کښې نبي ﷺ د اته کسانو يوه ډله د نخلې منطقې ته واستوله ( کومه چې د مکې او طائف تر منځ پرته ده) هدايت ئې ورته وکړ چې د قريشو د تحرکاتو او د هغو د راتلونکو تصاميمو په اړه معلومات حاصل کړي، د جنګ اجازه يې ورته نه وه کړې ، خو هغوی د قريشو په يوه وړه تجارتي قافله برابر شول او حمله يې پرې وکړه يو سړی يې په کښې قتل کړ او نور یې له مال سره مدينې منورې ته بوتلل ، دا عمليات په داسې وخت کښې تر سره شول چې د رجب مياشت په ختمېدو او د شعبان مياشت په پيل کېدو وه ، دا خبره مجاهدينو ته څرګنده نه وه

چې دا د‌ رجب( حرامې مياشتې)  اخرنی تاريخ دی ، بلکې هغو دا وګڼل چې دا د شعبان لومړنی تاريخ دی،

خو قريشو، يهوديانو او د‌ مدينې منافقينو د مسلمانانو په ضد دا پروپاګند پيل کړ  چې دا خلک خو ځان ډېر سپېڅلی ګڼي، خو په حرامه مياشت کښې هم له جنګ نه ډډه نه کوي ، د دغه اعتراضاتو په ځواب کښې دا آيت نازل شو.


د ځواب خلاصه دا ده:

چې بېشکه چې په حرامو مياشتو کښې جنګ کول ډېر ناکاره کار دی، خو دا اعتراض له هغه خلکوسره خوند نه کوي چې ۱۳ کاله مسلسل يې په خپلو ورونو يواځې له دې امله ظلمونه کول چې پر يو الله يې ايمان راوړی دی، تر دې يې و ځورول چې وطن پرېښودو ته اړ شول او بيايې پر دې هم بسنه و نه کړه بلکې په خپل دغه وروڼو يې د مسجد حرام دروازه هم بنده کړه ، دا په داسې حال کښې چې دا مسجد د چا شخصي جائداد نه دی او په تېرو دوه زره کلونو کښې داسې نه دي شوي چې چا د شخصي دښمني په آساس له حرم نه څوک منع کړی وي، نو د کومو ظالمانو عمل نامه چې په دومره ناوړه کړنو توره وي، هغوی په کومه خوله د يوې سرحدي نښتې په اړه‌ دومره شور جوړکړی او اعتراضونه کوي، سره له دېنه چې نبي پاک ﷺ د‌ دې جګړې حکم نه و کړی ، خو زيات نه زيات يوه سرحدي نښته تر سره شوې ده، هغه هم له اجازې پرته. 

دا هم د پام وړ ده چې کله قيديان او مال مدينې منورې ته راوړل شو نبي ﷺ ورته و ويل: ما خو تاسو ته د جنګ حکم نه و درکړی ، کوم مال يې چې راوړی و په هغې کښې يې د بيت المال برخه هم مقرر نه کړه، دا د دې معنا وه چې نبي پاک ﷺ دا کړنه نه ده تائيد کړې او عامو مسلمانانو هم پر خپلو ملګرو نيوکې وکړي چې دا جنګ مو ولې تر سره کړ ؟.


(و لايزالون يقاتلونکم): 

په مسلمانانو کښې ځينې خلک د يهودو ، مشرکينو او منافقينو د تبليغاتو تر تاثير لاندې راغلي ول ، په دې جملو کښې هغوی پوهول کېږي چې د دې خلکو اعتراضات په نيک احساس ولاړ نه دي چې ستاسو په سپيناوي به دوی پوه يا قانع  شي ، دوی په اصل کښې د اسلامي تحريک په اړه شکونه ايجادول غواړي، ستاسو سپيناوی څه ګټه نه لري ، ځکه دوی په اصل کښې تاسو له اسلام نه اړول غواړي ، اصل دښمني يې له اسلام سره ده.

په مکه کښې ۱۳ کاله خو نه کوم جنګ تاسو کړی و ، نه مو په دوی حمله کړې وه ، په حرم کښې دننه يې په بلال ، یاسر ، عمار ، سميه او نورو مظلومانو  ظلمونه کول هغه وخت يې د حرم او حرامو مياشتو احترام په ياد نه و، نو دوی د شبهاتو د ايجاد په اساس  تاسو له حق دين نه د اړولو کوښښ کوي ، دا ستاسو ناکاره دښمنان دي ځکه چې ستاسو د آخرت د خرابولو کوښښ کوي.


(د‌ مرتد‌‌ حکم) :

څوک چې مرتد شي ټول اعمال يې بربادېږي،  حتیٰ له خپلې ښځې سره يې نکاح ماتېږي ، له پلار مور نه ميراث نه شي وړلای ، حکم دا دی چې بايد قتل شي ، او که ښځه مرتده شي  په عمري قید به محکومېږي

( معارف) .


د ۲۱۸ آيت تفسير:

په عمومي توګه مفسرينو دا ليکلي دي:  چې کله د عبدالله بن جحش د ډلګۍ برائت  الله په ۲۱۷ آيت کښې په خپله بيان کړ ، نو خلک پر دې پوه شول چې دوی ګناه ګار نه دي ، خو دا مسئله بې ځوابه پاتې شوه چې د دوی ته به الله د دې کار  اجر ورکړي او که نه؟ په دې آيت کښې الله دا و ويل:

چې کومو خلکو إيمان راوړی ، هجرت او جهاد يې کړی ، دا خلک د الله د رحمت هيله لري او الله د دوی دغه لغزش بخښلی دی او الله پرې مهربان دی، په دې الفاظو کښې دېته اشاره وشوه چې د دوی اجر د الله تعالی په نزد شتون لري. په دې آيت کښې  الله تعالی د رسول الله ﷺ د ملګرو ، مجاهدينو او مهاجرينو عمومي تزکيه هم وکړه.

خو د لته د يرجون ٫٫ هيلې ،، کلمه له دې امله استعمال شوې ده چې إيمان د خوف او رجاء ( وېرې او هيلې) تر منځ دی ، چا ته خپله پايله په يقيني توګه نه ده څرګنده يا دا چې د احوالو تغيُّر او تقلب هم امکان لري.


جهاد:

د جهاد معنا ده ، د کوم هدف د تر لاسه کولو په خاطر خپل انتهائي کوښښ ، سعي  او محنت کول ، دا يواځې د جنګ په معنا يوه کلمه نه ده ، د جنګ لپاره په عربي کښې  د قِتال کلمه استعمالېږي ، جهاد له دېنه وسيع مفهوم لري او په دې کښې هر رنګ جُهد ، سعي، زيار او کوښښ شامل دی، مجاهد هغه دی چې هر وخت د‌ خپل مقصد په لټه کښې مشغول وي، په خپل ذهن سره د دې لپاره د ستراتیژیو په اړه فکر وکړي، په ژبه او قلم يې تبليغ وکړي ، په لاسونو او پښو ورته منډې و وهي او محنت وکړي ، خپل ټول وسائل د دغه هدف د پرمختګ په خاطر مصرف کړي او د هر هغه قوت مقابلې ته اماده اوسي چې د دې هدف په مخ کښې خنډ جوړېږي ، تر دې چې که د ځان قربانولو ته  هم ضرورت وي بايد ورته اماده اوسي، د دغه کار نوم جهاد دی او جهاد في سبيل الله دا دی چې دا ټول کارونه د الله د رضاء لپاره او د دې لپاره چې د هغه دين په ځمکه کښې قائم شي او د الله کلمه په نورو ټولو کلمو غالبه شي او له دېنه پرته د مجاهد سره بل هدف نه وي، که دا اهداف نظر کښې نه وي بيا هغه جنګ جهاد نه بلل کېږي.


سورۃالبقرة آیت -  ۲۱۹- ۲۲۰

يَسۡــئَلُوۡنَكَ عَنِ الۡخَمۡرِ وَالۡمَيۡسِرِ‌ؕ قُلۡ فِيۡهِمَآ اِثۡمٌ کَبِيۡرٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَاِثۡمُهُمَآ اَکۡبَرُ مِنۡ نَّفۡعِهِمَا ؕ وَيَسۡــئَلُوۡنَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الۡعَفۡوَ‌ؕ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللّٰهُ لَـكُمُ الۡاٰيٰتِ لَعَلَّکُمۡ تَتَفَكَّرُوۡنَۙ.۞(۲۱۹). فِى الدُّنۡيَا وَالۡاٰخِرَةِؕ وَيَسۡــئَلُوۡنَكَ عَنِ الۡيَتٰمٰىؕ قُلۡ اِصۡلَاحٌ لَّهُمۡ خَيۡرٌ ؕ وَاِنۡ تُخَالِطُوۡهُمۡ فَاِخۡوَانُكُمۡ‌ؕ وَاللّٰهُ يَعۡلَمُ الۡمُفۡسِدَ مِنَ الۡمُصۡلِحِ‌ؕ وَلَوۡ شَآءَ اللّٰهُ لَاَعۡنَتَكُمۡؕ اِنَّ اللّٰهَ عَزِيۡزٌ حَكِيۡمٌ.۞(۲۲۰).


له تا نه پوښتنه کوي چې د شرابو او قمار حکم څه دی؟ و وايه: په دې دواړو شيانو کښې ستره ګناه ده او خلکو ته په کښې څه ګټې هم شتون لري ، خو ګناه يې له فائدې نه ډېره زیاته ده او له تا نه پوښتنه کوي چې څه شی ٫٫د الله په لاره کښې،، مصرف کړي؟ و وايه: چې څه ستاسو له ضرورت نه زيات وي، ( هغه مصرف کړئ) په دې ډول الله تاسو ته واضح ، واضح  احکام بيانوي ، شايد چې تاسو د دنيا او آخرت دواړو په اړه فکر وکړئ.(۲۱۹).

او له تا نه د يتيمانو په اړه پوښتنه کوي، و وايه: چې اصلاح د هغو لپاره غوره ده او که ورسره شريک شۍ،  نو وروڼه مو دي ، الله مصلح او مفسد دواړه پېژني ، که الله غوښتي وی نو په تکليف کښې به يې اخته کړي وی، بېشکه الله غالب او حکمت والا دی.(۲۲۰) .


د ۲۱۹  آيت تفسير:

دا د شرابو او قمار په اړه دا لومړی حکم دی ، په دې کښې يواځې دا و ويل شول چې له فائدې نه يې ګناه ډېره ده او پرې يې خپله نا خوښي څرګنده کړه ، تر څو ذهن د حرمت د حکم د قبول لپاره اماده شي ، بيا دوهم‌ حکم دا راغی چې د لمانځه په وخت کښې شراب مه استعمالوئ، بيا دريم حکم دا راغی چې شراب ، قمار او دېته ورته شيان په کښې په قطعي حرام وګرځول شول . (وګورئ : نساء، ۴۳، مائده، ۹۰).


د ۲۲۰ آيت تفسير:


د يتيمانو په اړه له دېنه وړاندې سخت هدايات راغلي ول ، د مثال په توګه:  ٫٫ د يتيم مال ته مه نژدې کېږئ،، همدا راز ٫٫ څوک چې د يتيم مال خوري ، يقينا هغه خپلې خېټې له اور نه ډکوي ،، نو د دې حکمونو نه وروسته ، هغه خلکو ډېر احتياط کولو چې په کورونو کښې يې يتيمان درلودل ، تر دې چې خپل پخلی او خوراک ، څښاک يې هم له يتيمانو نه جلا کړ. او د نبي پاک ﷺ نه يې هم په دې اړه پوښتنې کولې ، د خلکو د پوښتنو په ځواب کښې دا آيت نازل شو:  چې له يتيمانو سره ګډ ژوند منع نه دی ، الله هغه خلک ښه پېژني چې نيت يې خراب وي ، که په ښه نيت څوک له يتيمانو سره شريک ژوند کوي، دا  کار ممنوع نه دی. 


 سورۃالبقرة آیت -۲۲۱

وَلَا تَنۡكِحُوا الۡمُشۡرِكٰتِ حَتّٰى يُؤۡمِنَّ‌ؕ وَلَاَمَةٌ مُّؤۡمِنَةٌ خَيۡرٌ مِّنۡ مُّشۡرِكَةٍ وَّلَوۡ اَعۡجَبَتۡكُمۡ‌ۚ وَلَا تُنۡكِحُوا الۡمُشۡرِكِيۡنَ حَتّٰى يُؤۡمِنُوۡا ‌ؕ وَلَعَبۡدٌ مُّؤۡمِنٌ خَيۡرٌ مِّنۡ مُّشۡرِكٍ وَّلَوۡ اَعۡجَبَكُمۡؕ اُولٰٓئِكَ يَدۡعُوۡنَ اِلَى النَّارِ  ۖۚ وَاللّٰهُ يَدۡعُوۡٓا اِلَى الۡجَـنَّةِ وَالۡمَغۡفِرَةِ بِاِذۡنِهٖ‌ۚ وَيُبَيِّنُ اٰيٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَذَكَّرُوۡنَ.(۲۲۱).


تاسو له مشرکو ښځو سره تر هغې نکاح مه کوئ ، چې تر څو يې ايمان نه وي راوړی ، يوه مؤمنه وينځه له أصيلې مُشرکې ښځې نه ډېره غوره ده ، اګر که هغه ستاسو ډېره خوښه وي او مشرکينو ته خپلې ښځې په نکاح مه ورکوئ. مؤمن مريه ٫٫غلام،، له اصيل مشرک نه ډېر غوره دی اګر که هغه ستاسو ډېر خوښ وي ، دغه خلک د اور لور ته بلل کوي او الله په خپل إذن د جنت او مغفرت په لور بلل کوي، او  هغه خپل حکمونه خلکو ته په واضحه توګه بيانوي ، شايد خلک ترې درس واخلي.


د ۲۲۱ آيت تفسير:

د‌ ايت د احکامو لنډيز:


۱- له مشرکو ښځو سره نکاح مه کوئ تر څو يې چې  ايمان نه وي راوړی.۲ - مؤمنه وينځه له اصيلې مشرکې نه غوره ده.۳ - مشرک سړي ته خپلې ښځې( خور، لور) په نکاح مه ورکوئ، مؤمن مريه له اصيل مشرک نه ډېر غوره دی.۴ - دا خلک د اور او دوزخ،لور ته دعوت ورکوي.۵ - الله په خپل إذن سره د جنت او مغفرت په لور دعوت ورکوي.

(دغه خلک دوزخ او الله د‌ جنت او مغفرت په لور دعوت ورکوي:) 

دغه پاسنۍ جمله کښې هغه علت بيان شوی چې له امله يې له مشرکينو سره د نکاح ارتباط حرام ګرځول شوی دی، د سړي او ښځې تر منځ د‌ نکاح ارتباط يواځې يو شهواني ارتباط نه دی ، بلکې هغه يو عميقه ، تمدني ، اخلاقي او قلبي رابطه ده ، د مومن او مشرک تر منځ که دغه قلبي ارتباط موجود وي ، نو لکه څنګه چې دا امکان شته چې په ښځه او اولاد يې د اسلامي ژوند تاثيرات وشي، همدا راز دا خطر هم شتون لري چې په سړي او اولاد يې د مشرکانه تهذيب تاثيرات وشي او د‌ اولاد دين او ايمان ئې له خطر سره مخامخ شي ، ځکه په طبعي توګه پر هغوی د مور ، ماما ، خاله د عقائدو تاثير کېږي، چې د يو کس  د شهواني جذباتو له امله د ټولې کورنۍ دين او ايمان له خطر سره مخامخ کېږي.

که سړی او اولاد يې په بشپړه توکه د ښځې له مشرکانه خيالاتو او عقائدو نه متأثر هم نه شي ، خو د ژوند په يو اړخ کښې  په غير شعوري توګه پرې خامخا د دغه تهذيب او عقائدو تأثير کېږي ، له دې امله که يو مؤمن شخص د کوم مشرک شخص په عشق کښې هم اخته شي ، بيا هم د ده د إيمان غوښتنه دا ده چې په خپلې کورنۍ، خپل اولاد او په خپل دين او اخلاقو خپل شخصي احساسات قربان کړي او له دې نکاح نه تېر شي.


(اهل کتاب): يعنې د يهودو او نصاراوو ښځو سره نکاح درست ده، خو غوره نه ده ، حضرت عمر پرې د کراهت اظهار کړی و. اوس په اروپا کښې ډېر خلک داسې شتون لري چې تش په نامه يهوديان يا مسيحيان  دي ، که د عقائدو پلټنه يې وکړئ شي ، اکثر په کښې ملحدين دي ،خدای، اخرت او رسالت باندې إيمان نه لري، له داسې خلکو سره نکاح کول جائز نه دي.

دا هم د پام وړ ده چې موږ ته د اهل کتابو له ښځو سره نکاح روا ده ، خو زموږ ښځو ته روا نه دي چې له اهل کتابو سړو سره نکاح وکړي.


ورته مطالب
+