سورة البقرة رکوع ۲۸ (۲۲۲ - ۲۲۸ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۲۸ (۲۲۲ - ۲۲۸ آیت) 


سورة البقرةآیت - ۲۲۲

وَ يَسۡــئَلُوۡنَكَ عَنِ الۡمَحِيۡضِ‌ۙ قُلۡ هُوَ اَذًى فَاعۡتَزِلُوۡا النِّسَآءَ فِى الۡمَحِيۡضِ‌ۙ وَلَا تَقۡرَبُوۡهُنَّ حَتّٰى يَطۡهُرۡنَ‌‌ۚ فَاِذَا تَطَهَّرۡنَ فَاۡتُوۡهُنَّ مِنۡ حَيۡثُ اَمَرَكُمُ اللّٰهُ‌ؕ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ التَّوَّابِيۡنَ وَيُحِبُّ الۡمُتَطَهِّرِيۡنَ.(۲۲۲).


پوښتنه کوي چې د حیض څه حکم دی؟ و وايه: هغه د نجاست يو حالت دی ، په دې کښې له ښځو نه په ډډه اوسئ او ورته مه نژدې کېږئ ، تر څو چې پاکې شوې نه وي ، بيا چې کله هغه پاکې شي ، نو ورته په هغه ډول ورځئ لکه څنګه چې الله تاسو ته حکم کړی دی ، بیشکه الله هغه خلک خوښوي چې درستې لارې ته را ګرځېدونکی وي او هغه خلک خوښوي چې پاکي غوره کوي.


د ۲۲۲ آيت تفسير:

۱- په قران کښې د أذیٰ توری استعمال شوی ، چې معنا يې : ګندګي هم ده  او بيماري هم. حيض يواځې يوه ګندګي نه ده ، بلکې د طب له مخې دا يو داسې حالت دی ، چې ښځه په کښې د صحت په نسبت بيماري ته نژدې وي.

۲ - فاعتزلوا:  ٫٫په ډډه اوسئ،،

قرآن دغه رنګ معاملات د‌ کنايو او استعارو په ژبه کښې بيانوي ، له دې امله يې په ډډه اوسئ  او مه نژدې کېږئ، الفاظ وکارول ، خو د دې مطلب دا نه دی چې ښځو سره په دغه حالت کښې په يوه فرش ناسته او خوراک څښاک هم پرېږدئ ، او هغه بلکل يواځې کړئ، لکه څنګه چې د يهودو ، هندوانو او ځينې نورو قومونو دستور دی ، نبي کريم ﷺ چې د دې حکم توضيح کړېده ، له هغې نه معلومېږي چې يواځې د مباشرت کولو نه ممانعت شوی دی ، پاتې شول نور روابط هغه بايد قطع نه شي.  يهوديانو به د دې حکم په تطبيق کښې له سختي نه کاراخيسته ، د ښځې د لاس پخلی به يې هم نه خوړلو، مسيحيان د دې حکم ډېره پروا نه کوي ، تر دې چې په دغه حالت کښې  مباشرت هم کوي ، موږ ته الله د اعتدال لار را په ګوته کړه.

۳ - من حيث أمرکم الله: ٫٫په څه قسم چې الله درته حکم کړی،، له دېنه مراد هغه فطري حکم دی چې انسان او حيوان ټول پرې په طبعي توګه پوهیږي چې د مباشرت ځای کوم يو دی. ۴ - له قرآن نه دا څرګنده شوه: چې سړی به د حيض په حالت کښې خپلې ښځې سره کور والی نه کوي ، تر څو يې حيض بند شوی نه وي.

 

سورة البقرةآیت - ۲۲۵-۲۲۳ 

نِسَآؤُكُمۡ حَرۡثٌ لَّـكُمۡ ۖ فَاۡتُوۡا حَرۡثَكُمۡ اَنّٰى شِئۡتُمۡ‌  وَقَدِّمُوۡا لِاَنۡفُسِكُمۡ‌ؕ وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّکُمۡ مُّلٰقُوۡهُ ‌ؕ وَ بَشِّرِ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ.(۲۲۳). وَلَا تَجۡعَلُوا اللّٰهَ عُرۡضَةً لِّاَيۡمَانِکُمۡ اَنۡ تَبَرُّوۡا وَتَتَّقُوۡا وَتُصۡلِحُوۡا بَيۡنَ النَّاسِ‌ؕ وَاللّٰهُ سَمِيۡعٌ عَلِيۡمٌ.(۲۲۴).لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللّٰهُ بِاللَّغۡوِ فِىۡٓ اَيۡمَانِكُمۡ وَلٰـكِنۡ يُّؤَاخِذُكُمۡ بِمَا كَسَبَتۡ قُلُوۡبُكُمۡ‌ؕ وَاللّٰهُ غَفُوۡرٌ حَلِيۡمٌ.۞(۲۲۵).


ستاسو ښځې ستاسو کرونده ده ، وړاندې شئ خپلې کروندې ته په څه ډول چې مو خوښه وي او د خپل راتلونکې په اړه فکر وکړئ ، او له الله نه و وېرېږئ او ښه پوه شئ چې يوه ورځ به له هغه سره مخامخ کیږۍ او منونکو ته زېری ورکړه.(۲۲۳).د الله نوم د داسې قسمونو خوړلو لپاره مه استعمالوئ، چې هدف ترېنه له نيکي، تقویٰ او د خلکو ترمنځ له اصلاح کولو نه بندېدل وي، الله ستاسو خبرې اوري اوپه هر څه پوهېږي.(۲۲۴).کوم بې معنا قسمونه چې له ارادې پرته تاسو خورۍ، په هغې باندې الله تاسو نه نيسي، خو کوم قسمونه چې تاسو له زړه نه خورۍ، په هغې به مو نيسي او الله ډېر بخښونکی او تحمل کونکی دی.(۲۲۵).


د ۲۲۳ آيت تفسير :

۱ - يعنې په فطري توګه الله ښځينه د سړيو لپاره د تفريح توکي نه دي جوړ کړي ، بلکې د دواړو تر منځ د‌ کروندې او د دهقان ارتباط دی ، دهقان کروندې ته يواځې د‌ تفرېح لپاره نه ځي ، بلکې د دې لپاره ورځي چې حاصلات تر لاسه کړي ، د انساني نسل دهقان هم بايد د انسانيت کښت ته په دې نيت لاړ شي چې د نسل حاصلات تر لاسه کړي ، د خدای شريعت له دېنه بحث نه کوي چې تاسو په دې کښت کښې کرونده په کوم ډول کوۍ ، له تاسو نه يواځې دا غوښتنه کېږي چې ورځۍ نو کښت ته به ورځئ او په دې هدف به ورځۍ چې حاصلات ترې تر لاسه کړئ.

۲ - ٫٫و قدِّموا لأنفسکم:  ٫٫او د خپل راتلونکې په اړه فکر وکړئ،، د دې دوه مطلبه دي. ۱ - د خپل نسل د پاتې کیدو کوښښ وکړئ، چې د نړۍ نه له تلو څخه مخکې مو خپل داسې ځای ناستي پرېښي وي چې ستاسو په ځای کار وکړي. ۲ - دا چې کوم نسل تاسو له ځان نه وروسته نړۍ کښې پرېږدۍ، چې هغه د دين، اخلاقو او انسانيت په ګاڼه ښايسته کړئ.

۳ - په اخر کښې يې دې خبرې ته هم زموږ پام را واړوه، چې د دې دواړو مسؤليتونو په اړه مو که په قصدي توګه تقصير وکړ، نو الله به درنه پوښتنه کوي.


د ۲۲۴ او ۲۲۵  آيت تفسير:

مطلب دا دی چې داسې قسمونه مه خورئ ، چې له نيکي او ښو کارونو نه پرې ځان بند کړۍ ، د مثال په توګه يو کس قسم خوري چې چا غريب سره به مرسته و نه کړم ، يا د خلکو تر منځ د روغې جوړې په کارونو کښې به برخه وانخلم او داسې نور ..... دغه رنګ قسمونه خوړل  چې څوک ځان پرې له نيکو کارونو نه بندوي، د قرآن له مخې درست کار نه دی.


(قسم درې قسمه دی): 

لومړی: غموص. دوهم : لغوه. دريم منعقده. غموص په درواغه قسم خوړلو ته وائي،  چې شرعا دېره غټه ګناه ده، دنيا کښې يې کفاره نشته خو د آخرت په حساب سخته ګناه ده.  لغوه: په لغوه قسم باندې کفاره نشته او ګناه هم نه ده. دا هغه قسمونه دي چې بې ارادې له خولې وځي او د تکیه کلام په توګه يې خلک استعمالوي.  دريم: منعقده قسم دی. دا هغه قسم دی چې څوک په راتلونکي کښې د يو کار د کولو يا نه کولو قسم وخوري او بيا ترې تخلف صورت ونيسي، دغه رنګ قسم کفاره لري چې کفاره يې په لاندې

ډول ده:


د منعقده يمين کفاره :

له صحيح احاديثو نه معلومېږي که چا داسې قسم وخوړ چې وروسته ورته معلومه شوه چې د‌ دې قسم په ماتولو کښې ګټه ده ، نو دا قسم د مات کړي او کفاره د ورکړي ، د قسم ماتي کفاره لس مسکينانو ته ډوډۍ ورکول، يا جامې اخيستل، يا يو غلام ازادول دي، که د دې درې واړو طاقت څوک نه لري  بيا درې ورځې روژې نيول دي .

(فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ).( سوره مائده ،آيت ۸۹).


سورة البقرةآیت - ۲۲۶-۲۲۷

لِّـلَّذِيۡنَ يُؤۡلُوۡنَ مِنۡ نِّسَآئِهِمۡ تَرَبُّصُ اَرۡبَعَةِ اَشۡهُرٍ‌‌ۚ فَاِنۡ فَآءُوۡ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ.۞(۲۲۶). وَاِنۡ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَاِنَّ اللّٰهَ سَمِيۡعٌ عَلِيۡمٌ.۞(۲۲۷).


کوم خلک چې له خپلو مېرمنو سره د (جسماني)  ارتباط نه ساتلو قسم وخوري ، د هغو لپاره د څلور مياشتو مهلت دی، که هغوی رجوع وکړه نو الله بخښونکی او رحم کونکی دی.(۲۲۶) او که د طلاق قصد يې وکړ، نو الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.(۲۲۷).


د آيت  ‌۲۲۶ - ۲۲۷ تفسير:

د مېړه او ښځې تر منځ روابط هر وخت ښه نه شي پاتې کېداي ، ځکه چې وخت په وخت د ورانېدو اسباب يې هم پيدا کېږي ، شريعت د روابطو دا ورانی  نه خوښوي چې په قانوني توګه خو سره دواړه ښځه او مېړه وي خو په عملي توګه يو له بل نه داسې جلا وي چې ښځه او مېړه نه ښکاري.


قران د دغه شان اختلاف لپاره څلور مياشتې مقرر کړيدي ، چې يا خو به په دغه موده کښې خپل روابط سموي او يا به د نکاح رشته ختمېږي ، تر څو دواړه يو له بل نه جلا شي، چې چا سره ژوند کولی شي، له هغه سره  نکاح هم وکړي.

په آيت کښې د قسم خوړلو الفاظ استعمال شوي دي، له دې امله حنفي او شافعي فقهاؤ د آيت مفهوم دا اخيستی چې په کوم صورت کښې مېړه د ښځې سره د ارتباط نه ساتلو قسم خوړلی وي په همغه صورت کښې به دا آيت تطبيق کېږي.

پاتې شوه دا چې له قسم خوړلو پرته که مېړه ښځې سره خپل روابط قطع کړي که دا موده څومره اوږده وي دا حکم پرې نه تطبیق کېږي.

مګر د مالکي فقهاؤ رايه دا ده چې قسم يې خوړلی يا يې نه دی خوړلی په دواړه  صورتونو کښې د ارتباط د قطعې لپاره همدغه څلور مياشتې موده ټاکل شوېده ، د امام احمد بن حنبل يو قول هم د دې په تائيد کښې شته دی۔


( بداية المجتهد ، ج، دوهم ، ص ۸۸ د مصر طبع ۱۳۳۹  ھ)۔


د‌ حضرت علي ، ابن عباس او حسن بصري په خيال دا حکم د هغه تعلق پرېښودو په اړه دی چې د‌ اختلاف او جنجال له امله رابطه قطع شوې وي او که د کوم مصلحت په اړه مېړه خپل جسماني روابط له ښځې سره قطع کړي او نور روابط يې درست وي بيا دا حکم هلته نه تطبيق کېږي.


(فان فاءو فان الله غفور رحيم:).

ځينې فقهاوو د دې مطلب دا اخيستی ، که دا قسم خوړونکی په دغه موده کښې دننه خپل قسم مات کړي او له سره ښځې سره جسماني ارتباط قائم کړي، نو په ده د قسم ماتولو کفاره نشته ده ، الله به يې همداسې معاف کړي. ليکن اکثر فقهاء دا رايه ورکوي چې دلته د غفور او رحیم ويلو مطلب دا نه دی چې ده ته کفاره معاف کېږي، بلکې مقصد دا دی چې ستاسو کفاره به الله قبوله کړي او د تعلق د پرېښودو په موده کښې چې کوم زياتی يو په بل کړی دی هغه به الله معاف کړي.


د ۲۲۷ آيت تفسير:

د‌ حضرت عثمان ، ابن مسعود ، زيد بن ثابت او ځينو نورو نظر دا دی: چې د رجوع کولو فرصت په څلورو مياشتو کښې دننه دی ، د دې مودې د تېرېدو معنا دا ده چې سړي د طلاق عزم کړی دی ، له دې امله د مودې له تېرېدو سره سم يو بائن طلاق واقع کېږي، يعنې د عدت په موده کښې مېړه ته د رجوع کولو حق  نشته دی ، البته که دواړه و غواړي نوي نکاح کولی شي ، د حضرت عمر ، علي ، ابن عباس او ابن عمر نه هم يو قول په دې اړه منقول دی ، حنفي فقهاؤ همدغه رايه غوره کړېده.


سعيد بن مسيب ، مکحول ، زهري او ځينې نور خو تر دې حده له دې سره متفق دي چې د څلورو مياشتو په تېرېدو سره په خپله طلاق واقع کېږي،  خو د طلاق د نوعيت په اړه يې رايه دا ده چې دا طلاق به رجعي طلاق وي ، يعنې میړه د عدت په موده کښې ورته د رجوع کولو حق لري.


دريم قول د حضرت عائشې ، ابو الدرداء او د مدينې د اکثرو فقهاو دی چې وايي: د څلورو مياشتو په تېرېدو سره به معامله شرعي قضاء ته وړاندې کړل شي ، قاضي به مېړه ته و وائي: چې يا رجوع وکړه يا طلاق ورکړه ، امام مالک او شافعي همدا وينا منلې ده ، د حضرت عمر، علي او ابن عمر يو قول هم د‌دې په تائيد کښې نقل کېږي.


فإن الله سميع عليم:

يعنې که تاسو په ناروا خبره ښځه پرېښې وي، نو له الله نه مه بې خوفه کېږه ، هغه ستا له تېري نه ناخبره نه دی.


سورة البقرةآیت - ۲۲۸ 

وَالۡمُطَلَّقٰتُ يَتَرَ بَّصۡنَ بِاَنۡفُسِهِنَّ ثَلٰثَةَ قُرُوۡٓءٍ ‌ؕ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ اَنۡ يَّكۡتُمۡنَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ فِىۡٓ اَرۡحَامِهِنَّ اِنۡ كُنَّ يُؤۡمِنَّ بِاللّٰهِ وَالۡيَوۡمِ الۡاٰخِرِ‌ؕ وَبُعُوۡلَتُهُنَّ اَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِىۡ ذٰ لِكَ اِنۡ اَرَادُوۡٓا اِصۡلَاحًا ‌ؕ وَلَهُنَّ مِثۡلُ الَّذِىۡ عَلَيۡهِنَّ بِالۡمَعۡرُوۡفِ‌ ۖ وَلِلرِّجَالِ عَلَيۡهِنَّ دَرَجَةٌ ؕ وَاللّٰهُ عَزِيۡزٌ حَكِيۡمٌ.( ۲۲۸).


کومو ښځو ته چې طلاق ورکول شوی، تر درې حيضونو پورې بايد د ځان په اړه انتظار وکړي، او ورته روا نه دي چې هغه څه پټ کړي چې الله د دوی په رحمونو کښې پيدا کړي دي، ( دوی بايد کله هم داسې ونکړي) که په الله او اخرنۍ ورځ ايمان لري ، که د دوی خاوندان اصلاح (جوړښت)  ته آماده وي ، نو په دې موده ( عدت ) کښې يې بيا خپل زوجيت ته د راوستلو حق لري ، ښځو ته هم په معروفه طريقه هم هغسې حقوق شته دي لکه د خاوندانو چې پر دوی دي ، خو د سړيو پر دوی يوه درجه شتون لري او الله غالب اقتدار لرونکی او ښه حکمت لرونکی دی.(۲۲۸).


د۲۲۸ آيت تفسير:

دا حکم چې طلاقې شوې ښځې به تر درې حيضونو تېرېدو پورې  انتظار کوي ، نوې نکاح به چا سره نه کوي، چې کله درې حيضونه تېر شي بيا اختيار لري چې د ځان په اړه تصميم ونيسي ، د دې حکم په فهم کښې فقهاء په دوه برخو تقسيم شوي دي.

حضرت ابوبکر ، عمر، علي ، ابن عباس ، ابو موسی اشعري ، ابن مسعود او د‌ مشرانو صحابه کرامو رايه دا ده چې ترڅو ښځه له درېم حيض نه پاکه شوي نه وي او غسل نه وي کړي ، تر دې بریده مېړه ورته د رجوع حق لري چې بېرته يې خپل زوجيت کښې راولي، همدغه د‌ حنفي فقهاوو مسلک هم دی.

دوهم مسلک دادی چې کله ښځې ته دريم حیض راتلل پيل شي د مېړه د رجوع حق ساقطېږي، دا مسلک په صحابه کرامو کښې د حضرت عايشې ، ابن عمر ، او زيد بن ثابت دی. شافعي او مالکي فقهاوو هم دا مسلک غوره کړیدی.ياد لرئ چې دا حکم هغه صورت کښې دی چې يو يا دوه رجعي طلاقونه يې ورکړي وي او که درې طلاقه يې ورکړي وي، بيا له طلاق نه وروسته مېړه د سره د رجوع حق نه لري.


(و لا يکتمن ما خلق الله في ارحامهن):

د دې مطلب دا دی چې که خيټه کښې ماشوم وي نه به يې پټوي او همدا رنګه خپل حيض به هم نه پټوي، ځکه چې له دې سره شرعي احکام تړلي دي ، او پټول د شرعي احکامو  د پښو لاندې کېدو باعث ګرځي.


(و للرجال عليهن درجة ): ( په ښځو د‌ سړيو يوه درجه شتون لري).


له دېنه هدف دا دی چې د ښځې او سړي له نکاح نه ورسته چې کومه کورنۍ جوړېږي ، په دغه کورني ژوند کښې د سړيو يوه درجه زيات حقوق په ښځو شتون لري ، يا په نورو الفاظو کښې په دغه ژوند کښې به د‌ کور مشري د سړي په لاس کښې وي.

د کور د مشر په اړه موږ درې لارې لرو ۱- چې مشر سړی وي .۲-  چې ښځه مشره وي.۳- چې بلکل کورنۍ مشر ونه لري. د شريعت له مخې د انصاف او فطرت غوښتنه دا ده چې د کورنۍ مشري د سړي په لاس کښې وي ، ځکه سړی په فطري او جسماني توګه د دې لپاره وړ دی ، سړی د ښځې په نسبت قوي دی ، يو سيمينار کښې يوې لبرالې بي بي و ويل: سړي او ښځې په قوت کښې سره برابرې دي، خو سړي او ملايان د ښځو په اړه وايي: چې دا ضعيفه دي له دې امله ښځې د ضعف احساس کوي.

د‌ دې ځواب دا دی چې دا فطرت دی چې په ټولو حيواناتو کښې د نارينه په نسبت ښځينه ضعيفه وي، سره له دېنه چې ښځينه حيواناتو ته ملايانو نه دي ويلي: چې تاسو ضعيف ياست.


د وٙللرجال عليهن درجة. مطلب دا نه دی چې سړی په ښځه په انساني لحاظ کوم فوقیت لري، چې سړي ټول ښه انسانان دي او ښځې ناکاره ، دا معنا يې هم نه ده چې آخرت کښې به ټول سړي په ټولو ښځو څه ځانګړی فضيلت و لري ، د آخرت فيصلې د قرآن له مخې د تقویٰ په حساب دي نه د رجوليت او انوثيت په اساس. الله تعالیٰ فرمائي: ٫٫وَمَنْ عَمِلَ صَٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍۢ،،. (غافر، ۴۰).

( چا چې ښه کار وکړ که سړی وي يا ښځه په داسې حال کښې چې مؤمن وي ،  نو دوی به جنت ته ننوځي، بې حسابه رزق به ورته ورکول کېږي ).


ورته مطالب
+