19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۳۰ (۲۳۲ - ۲۳۵ آیت)
سورة البقرة ۲۳۲- آيت
وَاِذَا طَلَّقۡتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغۡنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا تَعۡضُلُوۡهُنَّ اَنۡ يَّنۡكِحۡنَ اَزۡوَاجَهُنَّ اِذَا تَرَاضَوۡا بَيۡنَهُمۡ بِالۡمَعۡرُوۡفِؕ ذٰ لِكَ يُوۡعَظُ بِهٖ مَنۡ كَانَ مِنۡكُمۡ يُؤۡمِنُ بِاللّٰهِ وَالۡيَوۡمِ الۡاٰخِرِؕ ذٰ لِكُمۡ اَزۡکٰى لَـكُمۡ وَاَطۡهَرُؕ وَاللّٰهُ يَعۡلَمُ وَاَنۡـتُمۡ لَا تَعۡلَمون.(۲۳۲).
٫٫او کله چې تاسو ښځې طلاق کړۍ او هغوی خپل عدت بشپړ کړي ، نو بيا ئې مه ايساروئ چې دوی د خپلې خوښې له خاوندانو سره نکاح وکړي، په دې شرط چې خپلو کښې په معروفه طريقه سره راضي شي، په دې حکم هغه چا ته نصيحت کېږي چې په الله او آخرت ئې إيمان وي ، دا ستاسو لپاره ډېره شايسته او د پاکي طريقه ده ، الله ستاسو (په خير او مصلحت) پوهېږي او تاسو نه پوهېږۍ،،.(۲۳۲).
د ۲۳۲ آيت تفسير:
په عربو کښې دا دستور و چې کله به چا ښځه طلاق کړه عدت به يې هم تېر شو ، که هغې به بيا له هغه پخواني خاوند سره نکاح کوله د ښځې کورنۍ به په کښې کله د عناد له امله او کله د خپلو شخصي ګټو لپاره ممانعت کولو.او کله به له دوهم کس سره په نکاح کښې پخوانی خاوند خنډ جوړېده او دا ئې د خپل غیرت خلاف ګڼل چې زما مطلقې ښځې سره بل څوک نکاح وکړي او کله به د کومې شخصي ګټې په خاطر دښځې کورنۍ د دې نوې نکاح مخنيوی کول.
قرآن د دې ټولو په اړه و ويل: چې ښځه کله عدت تېر کړي ، او چا سره نکاح کول غواړي ، نو چا ته حق نه شته چې ممانعت وکړي، په دې شرط چې دا نکاح د شرعي موازينو او دستور سره برابره وي، که د شرعي موازينو او عرف سره برابر نه وه بيا کورنۍ مداخله کولی شي ، د مثال په توګه د عدت په موده کښې له نوي کس سره نکاح کول و غواړي يا هغه کس نامناسب کس وي چې کورنۍ ته پرې شرم او سپکوالی راځي يا نکاح نه وړاندې هغه کس سره نا مناسب روابط پيل کړي ، په دغه صورتونو کښې د ښځې کورنۍ د مداخلې حق لري.
سورة البقرة- آيت ۲۳۳
وَالۡوَالِدٰتُ يُرۡضِعۡنَ اَوۡلَادَهُنَّ حَوۡلَيۡنِ كَامِلَيۡنِ لِمَنۡ اَرَادَ اَنۡ يُّتِمَّ الرَّضَاعَةَ ؕ وَعَلَى الۡمَوۡلُوۡدِ لَهٗ رِزۡقُهُنَّ وَكِسۡوَتُهُنَّ بِالۡمَعۡرُوۡفِؕ لَا تُكَلَّفُ نَفۡسٌ اِلَّا وُسۡعَهَا ۚ لَا تُضَآرَّ وَالِدَةٌ ۢ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوۡلُوۡدٌ لَّهٗ بِوَلَدِهٖ وَعَلَى الۡوَارِثِ مِثۡلُ ذٰ لِكَ ۚ فَاِنۡ اَرَادَا فِصَالًا عَنۡ تَرَاضٍ مِّنۡهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَا ؕ وَاِنۡ اَرَدْتُّمۡ اَنۡ تَسۡتَرۡضِعُوۡٓا اَوۡلَادَكُمۡ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ اِذَا سَلَّمۡتُمۡ مَّآ اٰتَيۡتُمۡ بِالۡمَعۡرُوۡفِؕ وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ بَصِيۡرٌ* ۲۳۳.
او میندې بايد خپلو بچو ته پوره دوه کاله تی( شُدې) ورکړي ، دا د هغه چا لپاره چې غواړي د تي ورکولو موده بشپړ کړي. او د ماشوم پلار به په معروفه طريقه د هغې نفقه او لباس ورکوي ، په چا د هغه د وسې نه زيات تکليف نه اچول کېږي ، مور ته د خپل اولاد له امله بايد ضرر و نه رسول شي ،او نه پلار ته د هغه د اولاد له امله. او په وارث هم دغه رنګ حقوق شته دي ، او که دواړه ئې په رضاء او مشوره له شيدو نه جلا کول وغواړي، نو په دواړو څه ګناه نشته ده ، او که ستاسو اراده وي چې خپلو بچيو ته کومه مرضعه پيدا کړۍ په دې کښې هم په تاسو څه تنګي نشته ده، په دې شرط چې په کومه معاوضه پرېکړه شوې وي چې هغه په معروفه طريقه ورکړئ، له الله نه و وېرېږئ او پوه شئ چې تاسو څه کوۍ ، هغه د الله د نظر لاندې دي.
د ۲۳۳ آيت تفسير:
له دې آيت نه وړاندې او ورسته د طلاق او عدت مسائل تر بحث لاندی نيول شوي دي ، په منځ کښې د ماشومانو د رضاعت مسئله تر بحث لاندی راغله ، د دې لامل دا دی چې د مور د طلاق او د پلار د وفات نه ورسته د ماشوم د تربيت او رضاعت مسئله د يو مشکل په صورت کښې مخې ته راځي ، نو د هغی حل دلته وړاندې شو، تر څو د کوچنيانو حقوق تر پښو لاندې نشي.
۱- ماشوم ته دوه کاله شېدې ورکول د هغه حق دی. ۲- که پلار ژوندی وي دا د هغه مسؤليت دی چې ماشوم ته مرضعه پيدا کړي.۳- که هغه مرضعه د ماشوم طلاقه شوې مور وي يا بل څوک. ۴ - او د رضاعت په موده کښې د مرضعې نفقه او لباس هم د ماشوم په پلار لازم دي. ۵- که له مور نه پرته بله مرضعه ماشوم ته شيدې ورکوي دا هم درست ده.
۶- د طلاق په صورت کښې ممکن مور د ضد له امله خپله اجوره ډېره مقرر کړي او د سړي دومره وس نه وي، په دې اړه هم نصيحت وشو چې د چا د وس نه زيات بار په هغه نه دي اچول په کار.
۷- هم دا رنګ که مور نه شي کولي چې شيدې ورکړي، جبرا دا کار پرې لازم کول درست نه دي. ۸- او که له مشورې ورسته مور او پلار د څه عواملو، مصلحتونو او ضرورت له امله غواړي ماشوم له دوه کلونو نه وړاندې له تي نه بيل کړي هم جواز لري.
۹- کومه ښځه چې د ماشوم د پلار په نکاح کښې وي ماشوم ته تی ورکول پرې ديانتاً واجب دي مګر دا چې څه واقعي عذر او مجبوريت ولري ، بې له عذر نه له تي ورکولو نه انکار کول ګناه ده. او د ماشوم له پلار نه د معاوضې د طلب کولو حق هم نه لري،
۱۰- د رضاعت موده د جمهورو په نزد دوه کاله ده ، امام ابوحنيفه د يوبل آيت او ځينو نورو دلائلو په استناد د رضاعت موده دوه نيم کاله وايي، د هغه دا قول په احتياط بناء دی او په عمومي توګه عمل د جمهورو په مذهب دی.
سورة البقرة- آيت ۲۳۴ - ۲۳۵
وَالَّذِيۡنَ يُتَوَفَّوۡنَ مِنۡكُمۡ وَيَذَرُوۡنَ اَزۡوَاجًا يَّتَرَبَّصۡنَ بِاَنۡفُسِهِنَّ اَرۡبَعَةَ اَشۡهُرٍ وَّعَشۡرًا ۚ فَاِذَا بَلَغۡنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ فِيۡمَا فَعَلۡنَ فِىۡٓ اَنۡفُسِهِنَّ بِالۡمَعۡرُوۡفِؕ وَاللّٰهُ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ خَبِيۡرٌ.۞(۲۳۴).وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ فِيۡمَا عَرَّضۡتُمۡ بِهٖ مِنۡ خِطۡبَةِ النِّسَآءِ اَوۡ اَکۡنَنۡتُمۡ فِىۡٓ اَنۡفُسِكُمۡؕ عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمۡ سَتَذۡكُرُوۡنَهُنَّ وَلٰـكِنۡ لَّا تُوَاعِدُوۡهُنَّ سِرًّا اِلَّاۤ اَنۡ تَقُوۡلُوۡا قَوْلًا مَعْرُوفًا ۚ وَلَا تَعْزِمُوا عُقۡدَةَ النِّکَاحِ حَتّٰى يَبۡلُغَ الۡكِتٰبُ اَجَلَهٗ ؕ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ يَعۡلَمُ مَا فِىۡٓ اَنۡفُسِكُمۡ فَاحۡذَرُوۡهُ ؕ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوۡرٌ حَلِيۡمٌ.۞(۲۳۵).
٫٫په تاسو کښې چې کوم خلک مړه کېږي ، او ځان پسې ښځې ژوندۍ پرېږدي، دا ښځې به د ځان په اړه څلور مياشتې او لس ورځې انتظار کوي ، نو کله چې يې عدت پوره شي ، په تاسو هيڅ حرج نشته په هغه کار کښې چې دوی يې د ځان په اړه په معروفه طريقه ترسره کوي. او الله ستاسو په ټولو عملونو خبر دی.(۲۳۴). که د عدت په موده کښې کونډو ښځو ته د کوژدې اراده په اشاره او رموز کښې وړاندې کړئ یا يې په زړه کښې پټه وساتئ، په دې کښې په تاسو څه حرج نه شته دی ، الله په دې پوهېږي چې تاسو به ډېر ژر دوی يادوۍ، مګر پټ عهد او وعده ورسره مه کوئ ، مګر که کومه خبره کول غواړۍ نو په معروفه طريقه يې وکړئ ، او د نکاح تړلو عزم تر هغې مه کوئ تر څو چې عدت نه وي پوره شوی ، او ښه پوه شئ چې الله ستاسو د زړونو په حالت پوهېږي ، نو له هغه ځنې و وېرېږئ ، او په دې هم پوه شئ چې الله ډېر بخښونکی او ډېر تحمل کونکی دی،،.( ۲۳۵).
د ۲۳۴ آيت تفسير :
دېته د وفات عدت وايي، يعنې مېړه مړ شي ښځه به څلور مياشتې او لس ورځې عدت تېروي ، دلته د انتظار او ځان بندولو حکم راغلی دی، له دېنه يواځې دا هدف نه دی چې له چا سره به نکاح نه تړي ، بلکې دا هم مراد دي چې زينت او سينګار به هم نه کوي ، لکه چې احاديثو کښې په واضحه توګه دا احکام موندل کېږي ، چې د عدت په موده کښې به ښځه ، له رنګه جامو ، زيورات اغوستلو ، نکریزو ، رانجه پورې کولو ، د عطرو استعمال ، د وېښتانو آرائش ، د خضاب له استعمال او د نوې نکاح په اړه د صريحې وينا نه هم ځان ساتي.
(ښځه به عدت چېرته تېروي)؟:
په دې اړه دعلماوو دوه مسلکه دي. لومړی : حضرت عمر ، عثمان ، ابن عمر ، زيد بن ثابت ، ابن مسعود أم سلمه ، تابعينو کښې سعيد بن المسيب ، ابراهيم نخعي ، محمد بن سيرين ، او څلور ستر فقهاء ( ابوحنيفه ، مالک ، شافعي او احمد بن حنبل ) هم دا مسلک غوره کړی دی چې ښځه به عدت د مړ شوي مېړه په کور کښې تېروي ، چېرته چې هغه مړ شوی دی ، د ورځې له مخې د خپل ضرورت په خاطر له کور نه د وتلو اجازه لري خو شپه به همدغه کور ته راوړي.
د دې په خلاف حضرت عائشه، ابن عباس ، حضرت علي، جابر بن عبدالله او په تابعينو کښې عطاء، طاوس حسن بِصري، عمر بن عبدالعزيز رحمهم الله او ظاهريان دا وايي: چې ښځه د خپل عدت زمانه چې هر ځای کښې تېرول غواړي اختيار لري او په دغه موده کښې سفر هم کولی شي.
د ۲۳۵ آيت تفسير:
هدف دا دی:
۱ - چې د عدت په موده کښې ښځو سره د نکاح خبره په صراحت سره مه مطرح کوئ.
۲- که د نکاح خبره ورسره په اشاره، کنايه او رموز کښې مطرح شي باک نه لري.
۳- يا دا عزم په زړه کښې پټ وساتي شي هم باک نه لري.
۴ - خو په پټه ورسره د عدت په موده کښې د نکاح وعده او عهد کول جائز نه دي، مګر دا چې څه مناسبه خبره وکړی شي.
۵ - او نکاح به پرې هله تړئ چې عدت يې بشپړ شي.
۶ - په پای کښې دا نصيحت وشو چې الله د دنيا د بادشاه په شان نه دی بلکې هغه د زړونو په پټو خبرو هم پوهېږي، له دې امله د هغه د نافرماني کولو څخه و ډار شئ.
۷ - بيا وروسته دا خبره الله وکړه چې الله ډېر بخښونکی او ډېر تحمل کونکی ذات دی، تر څو انسان د خپلې کومې ګناه او اشتباه له امله د خدای د رحمت څخه بلکل مايوس نه شي ، بلکې ويې فرمايل: چې بخښونکی او تحمل کونکی دی ، که وغواړي د بنده ګناه ، خطاء، لغزش او اشتباه بخښي هم.