سورة البقرة رکوع ۳١ (۲۳٦ - ۲٤۲ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۳١ (۲۳٦ - ۲٤۲ آیت)


سورة البقره ايت ۲۳٦- ۲۳۷ 

لَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ اِنۡ طَلَّقۡتُمُ النِّسَآءَ مَا لَمۡ تَمَسُّوۡهُنَّ اَوۡ تَفۡرِضُوۡا لَهُنَّ فَرِيۡضَةً  ۖۚ وَّمَتِّعُوۡهُنَّ ‌ۚ عَلَى الۡمُوۡسِعِ قَدَرُهٗ وَ عَلَى الۡمُقۡتِرِ قَدَرُهٗ ‌ۚ مَتَاعًا ۢ بِالۡمَعۡرُوۡفِ‌‌ۚ حَقًّا عَلَى الۡمُحۡسِنِيۡنَ.۞(۲۳۶).

وَاِنۡ طَلَّقۡتُمُوۡهُنَّ مِنۡ قَبۡلِ اَنۡ تَمَسُّوۡهُنَّ وَقَدۡ فَرَضۡتُمۡ لَهُنَّ فَرِيۡضَةً فَنِصۡفُ مَا فَرَضۡتُمۡ اِلَّاۤ اَنۡ يَّعۡفُوۡنَ اَوۡ يَعۡفُوَا الَّذِىۡ بِيَدِهٖ عُقۡدَةُ النِّكَاحِ ‌ؕ وَاَنۡ تَعۡفُوۡٓا اَقۡرَبُ لِلتَّقۡوٰى‌ؕ وَ لَا تَنۡسَوُا الۡفَضۡلَ بَيۡنَكُمۡ‌ؕ اِنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ بَصِيۡرٌ.۞(۲۳۷).


٫٫په تاسو هېڅ ګناه نشته ده چې د لاس وروړلو او مهر مقرر کولو نه وړاندې ښځو ته طلاق ورکړۍ، په دې صورت کښې ورته څه سامان( متعه) ورکول ضرور دي ، په مالدار د هغه د وس موافق او په غريب باندې د هغه د وس موافق، په معروفه طريقه به يې ورکوي، دا په نيکو خلکو لازم دي.(۲۳۶).

او که تاسو له لاس وروړلو نه وړاندې ښځو ته طلاق ورکړ په داسې حال کښې چې تاسو مهر مقرر کړی و، نو پر تاسو نيم مهر ورکول لازم دي، مګر دا چې ښځې يې معاف کړي او يا يې هغه کس معاف کړي چې د نکاح عقد يې په لاس کښې دی او چې معاف يې کړۍ، دا تقوا ته ډېره نژدې خبره ده  ، په خپلو معاملاتو کښې فياضي( إحسان)  مه هېروئ، بېشکه الله ستاسو عملونه ګوري،،.(۲۳۷).


د ۲۳٦ آيت تفسير :

قران دلته دا مسئله ياده کړې ده که يو کس خپلې داسې منکوحې ته طلاق ورکړي چې جماع او خلوت يې ورسره نه وي کړی او مهر هم ورته نه وي مقرر شوی ، يواځې نکاح تړل شوې وي ، نو دغه رنګ منکوحې ته له طلاق نه وروسته متعه ورکول واجب دي ، له متعې نه هدف دا دی چې:  څه ډالۍ او هديه به ورکوي

د هغې مقدار قرآن نه دی تعيين کړی  بلکې وايي: په شتمن د هغه د وس موافق او په تنګ دست د هغه د توان موافق.

رواياتو کښې موږ دا لرو چې ابن عباس وايي: ډېره متعه دا ده لکه يو غلام ورته ډالۍ کړل شي، امام حسن عليه السلام يوه ښځه طلاقه کړه بيا يې لس زره درهمه متعه کښې ورکړل، قاضي شريح په اړه راغلي دي چې پنځه سوه درهم يې ورکړي ول ، خو چې څومره ډېره وي ثواب او اجر يې ډېر دی ، که يو سړی بې وس وي يوه جوړه لباس هم کفايت کوي.

دا حکم قرآن ځکه کړی دی چې د طلاق له امله کوم خفګان ښځې ته پيدا کېږي د هغې يوه اندازه تلافي وشي او دا ثابت شي چې مسلمان په دغه شان حالت کښې هم شرافت له لاسه نه ورکوي.

د دغه رنګ طلاقې شوې نه پرته نورو مطلقو ته متعه او ډالۍ ورکول مستحب دي ځکه هغوی ځينې پوره او ځينې نیم مهر اخلي هغه د خفګان تلافي يې په هغه مهر هم کېږي.


د ۲۳۷ آيت  تفسير:

۱ - که تاسو داسې ښځې طلاق کړې چې مهر مو ورته مقرر کړی و ، خو جماع او خلوت صورت نه و نيولی نو نيم ( نصف) مهر يې حق جوړېږي.

۲- مګر داچې ښځه هغه نيم مهر هم معاف کړي.۳- يا سړی د نيم پر ځای  ټول مهر ورکړي. د قرآن له وينا په څرګنده معلومېږي چې قرآن د معاف کولو په پار مؤمنان تشويقوي. ځکه چې د ښائسته ژوند تېرولو او د انساني روابطو د سمولو لپاره معافي او تېرېدل اړين دي، کوم خلک چې په کچ مېچ خپل حق غواړي درست ده چې دا کار به ګناه نه وي ، خو احسان او فياضي د ژوند د خوښيو او خوند راز دی.


سورةالبقرة- آيت ۲۳۸- ۲۳۹

حَافِظُوۡا عَلَى الصَّلَوٰتِ وَالصَّلٰوةِ الۡوُسۡطٰى وَقُوۡمُوۡا لِلّٰهِ قٰنِتِيۡنَ ۞٫(۲۳۸).فَاِنۡ خِفۡتُمۡ فَرِجَالًا اَوۡ رُكۡبَانًا ‌‌ ۚ فَاِذَآ اَمِنۡتُمۡ فَاذۡکُرُوا اللّٰهَ کَمَا عَلَّمَکُمۡ مَّا لَمۡ تَكُوۡنُوۡا تَعۡلَمُوۡنَ.۞(۲۳۹).

٫٫د خپلو لمونځونو ساتنه وکړئ او په ځانګړې توګه د داسې لمانځه چې د لمانځه د محاسنو جامع وي ، او

د الله مخې ته په عاجزۍ سره ودرېږئ.(۲۳۸). بيا که د خوف حالت وي (نو مونځ وکړئ) په پياده حالت کښې او يا په سپرلۍ سپاره، کله چې په امنيت کښې شوۍ، بيا الله ياد‌ کړئ لکه څنګه چې هغه تاسو په هغه څه پوه کړۍ، چې مخکې پرې پرې نه پوهېدۍ،،.(۲۳۹).


د ۲۳۸ آيت تفسير:

د تمدن او معاشرتي قوانينو په ترڅ کښې يې په لمانځه تأکيد د دې لپاره وکړ ځکه چې مونځ انسان کښې د خدای نه د وېرې ، تقوا نيکي ، سپېڅلتيا  او د الله د احکامو د اطاعت احساس پيدا کوي او په دغه لاره تلو کښې ورسره مرسته کوي ، که دا شی نه وي انسان د اوږدې مودې لپاره د خدای په  ښولې شوې لاره ثابت قدم نه شي پاتې کېدای ، ضرور په ناسمو لارو سر کېږي، لکه يهود چې پرې سر شوي ول.


(صلوة وسطیٰ):

له صلوة وسطیٰ نه ځينو مفسرينو د سهار لمونځ مراد کړی ،ځينو د ماسپښين ، ځينو د ماښام ، ځينو د ماسختن خو په دې کښې يو قول هم د نبي پاک ﷺ ځنې نه دی نقل شوی ، يواځې د مفسرينو استنباط دی، تر ټولو ډېر اقوال د‌ مازيګر د‌ لمانځه په اړه راغلي دي، او ويل کېږي چې پيغمبر پاک ﷺ دغه لمو نځ صلوة وسطیٰ ګڼلی دی.

خو له کومې واقعې نه چې دا استدلال کېږي هغه دا دی چې د احزابو د جنګ په ورځ نبي پاک ﷺ د مشرکينو حملې دومره مصروف کړ چې لمر په ډوبېدو شو او نبي ﷺ د مازيګر لمونځ ونه کړل شو ، په دغه موقع يې و فرمايل: الله دِ د دوی قبرونه او کورونه له اور نه‌ ډک کړي ، دوی زموږ صلوة وسطیٰ راباندې فوت‌ کړ.

له دېنه دا فهم شول چې د مازيګر مونځ صلوة وسطیٰ دی ، سره د دېنه چې د دې ډېر صحيح مفهوم  دا ښکاري چې دې مصروفيت له موږ نه د لوړې درجې لمونځ قضاء کړ ، يعنې چې موږ خپل لمونځ په هغه مطلوب اطمینان،  سکون او په مناسب وخت کښې تر سره نه کړای شو، نبي ﷺ د لوړې درجې لمونځ د لمانځه د محاسنو جامع وي او ټولو ادابو سره ترسره کړل شي صلوة وسطیٰ وګڼل، نه دا چې په ځانګړې توګه د مازيګر لمونځ.

وسطیٰ دوه معناوې لري ۱- منځنی. ۲- غوره او بهتر.

نو د صلوة وسطیٰ ځنې منځنی لمونځ هم مراد کېدای شي او هغه لمونځ هم چې په مستحب وخت کښې جماعت، پوره توجه  او کامل اطمینان سره ترسره شي، چې د لمونځ ټولې ښېګڼې په کښې شتون ولري، د ايت وروستۍ جمله او خدای ته د فرمان بردار بندګانو په شان ودرېږئ هم دغه تفسير ته اشاره کوي.


د ‌۲۳۹ آيت تفسير:

د‌ جنګ يا خوف په حالت کښې د پلي تګ يا د سپرلۍ د پاڅه چې څنګه ممکن وي لمونځ کول روا دي ، دې آيت کښې دغه رنګ اضطراري لمونځ ته اشاره شوې ده ، د خوف د لمانځه بشپړ تفصيل په سورة نسآء کښې را روان دی.


سورة البقرة - آيت ۲۴۰ -۲۴۲

وَالَّذِيۡنَ يُتَوَفَّوۡنَ مِنۡکُمۡ وَيَذَرُوۡنَ اَزۡوَاجًا  ۖۚ وَّصِيَّةً لِّاَزۡوَاجِهِمۡ مَّتَاعًا اِلَى الۡحَـوۡلِ غَيۡرَ اِخۡرَاجٍ‌‌ ۚ فَاِنۡ خَرَجۡنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡکُمۡ فِىۡ مَا فَعَلۡنَ فِىۡٓ اَنۡفُسِهِنَّ مِنۡ مَّعۡرُوۡفٍؕ وَاللّٰهُ عَزِيۡزٌ حَکِيۡمٌ.۞(۲۴۰)وَلِلۡمُطَلَّقٰتِ مَتَاعٌ ۢ بِالۡمَعۡرُوۡفِ ‌ؕ حَقًّا عَلَى الۡمُتَّقِيۡنَ‏.۞(۲۴۱).كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللّٰهُ لَـکُمۡ اٰيٰتِهٖ لَعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُوۡنَ.۞(۲۴۲).

٫٫او هغه کسان چې په تاسو کښې وفات شي او ښځې يې پاتې شي ، په کار ده چې د خپلو ښځو په اړه دا وصيت وکړي چې تر يو کال د ورته نفقه ورکول شي ، او له کور نه به يې نه وباسئ ، نو بيا که هغوی پخپله و وځي ، نو چې د خپل ځان په اړه په معروفه طریقه هر څه کوي ، په تاسو يې مسؤليت نشته دی ، الله پر ټولو غالب اقتدار لرونکی او د حکمت او پوهې خاوند دی.


٫٫او کومو ښځو ته چې طلاق ورکول شوی دی ، هغو ته په معروفه طريقه د ( متعة الطلاق) حق شتون  لري ، دا حق دی په متقینو باندې.( چې له ډالۍ سره يې رخصت کړي).

همدغه شان الله درته خپل حکمونه واضح واضح بيانوي ، شايد تاسو له عقل نه کارواخلئ،،.


د ۲۴۰ آيت تفسير:

دا حکم د ميراث او عدت له تفصيلي احکامو نه وړاندې راغلی و ، کله چې د ميراث او عدت مشرح حکمونه  راغلل دا حکم منسوخ و ګرځېده. له مفصل حکمونو نه وړاندې د ښځو د‌ حقوقو د ساتلو په اړه خاوند ته حکم وشو چې له مرګ نه وړاندې دا وصيت وکړي تر څو ښځې بې اسرې اوبې حقه پاتې نه شي ، قرآن کښې الله د ښځو د حقونو ډېر خيال ساتلی دی او قانوني تحفظات يې ورته ورکړي دي.


د ۲۴۱ آيت تفسير :

دلته که له متعه نه مراد ډالۍ وي نو هغه د يو قسم ښځو لپاره چې مهر ورته نه وي مقرر شوی او صحبت هم ورسره نه وي شوی واجب ده ، او د نور ډول مطلقو لپاره غوره او مستحب ده.

او که مراد ترې نفقه او اوسېدنه( سُکنیٰ)  وي نو هغه د عدت په دوران کښې د ټولو مطلقو حق دی.


تفصيلات دا دي :

۱- هغه مطلقه چې په رجعي طلاق طلاقه شوې وي

۲- هغه چې په بائن طلاق طلاقه شوې وي.

۳- هغه چې طلاقه شي او حمل ولري د هغې عدت د حمل په زېږېدو سره  ختمېږي. دا درې واړه د نفقې حق لري.

۴- هغه چې خاوند يې مړ شي او ښځه حمل ونه لري، نو په اتفاق د فقهاوو  د دې نفقه نشته ده بلکې د مېړه ميراث کښې چې څه ورته رسېږي هغه یې حق دی.

۵- که خاوند مړ شي او ښځه حامله وي هم زموږ د فقهاوو په خيال  نفقه يې نشته ده بلکې د خاوند ميراث کښې چې کومه برخه دېته او بچو ته يې رسېږي هغه به تصرف کوي، البته په دې اړه د‌ فقهاؤ اختلاف شتون لري.

( الموسوعه الفقهية الکويتيه ، بحث النفقة). 


ورته مطالب
+