سورة البقرة رکوع ۳۲ (۲٤۳ - ۲٤۸ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۳۲ (۲٤۳  - ۲٤۸ آیت)


سورة البقره - آيت ۲٤۳ - ۲٤۶

اَلَمۡ تَرَ اِلَى الَّذِيۡنَ خَرَجُوۡا مِنۡ دِيَارِهِمۡ وَهُمۡ اُلُوۡفٌ حَذَرَ الۡمَوۡتِ ۖ فَقَالَ لَهُمُ اللّٰهُ مُوۡتُوۡا ثُمَّ اَحۡيَاھُمۡ‌ؕ اِنَّ اللّٰهَ لَذُوۡ فَضۡلٍ عَلَى النَّاسِ وَلٰـكِنَّ اَکۡثَرَ النَّاسِ لَا يَشۡکُرُوۡنَ ۞( ۲۴۳). وَقَاتِلُوۡا فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ وَاعۡلَمُوۡٓا اَنَّ اللّٰهَ سَمِيۡعٌ عَلِيۡمٌ ۞(۲۴۴). مَنۡ ذَا الَّذِىۡ يُقۡرِضُ اللّٰهَ قَرۡضًا حَسَنًا فَيُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضۡعَافًا کَثِيۡرَةً  ‌ؕ وَاللّٰهُ يَقۡبِضُ وَيَبۡصُۜطُ ۖ وَ اِلَيۡهِ تُرۡجَعُوۡنَ ۞.(۲۴۵). اَلَمۡ تَرَ اِلَى الۡمَلَاِ مِنۡۢ بَنِىۡٓ اِسۡرَآءِيۡلَ مِنۡۢ بَعۡدِ مُوۡسٰى‌ۘ اِذۡ قَالُوۡا لِنَبِىٍّ لَّهُمُ ابۡعَثۡ لَنَا مَلِکًا نُّقَاتِلۡ فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ‌ؕ قَالَ هَلۡ عَسَيۡتُمۡ اِنۡ کُتِبَ عَلَيۡکُمُ الۡقِتَالُ اَلَّا تُقَاتِلُوۡا ؕ قَالُوۡا وَمَا لَنَآ اَلَّا نُقَاتِلَ فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ وَقَدۡ اُخۡرِجۡنَا مِنۡ دِيَارِنَا وَاَبۡنَآئِنَا ‌ؕ فَلَمَّا کُتِبَ عَلَيۡهِمُ الۡقِتَالُ تَوَلَّوۡا اِلَّا قَلِيۡلًا مِّنۡهُمۡ‌ؕ وَاللّٰهُ عَلِيۡمٌۢ بِالظّٰلِمِيۡنَ ۞.(۲۴۶)


٫٫آيا تا د هغه خلکو په حال څه فکر کړی دی، کوم چې د مرګ له وېرې له خپلو کورونو نه وتلي ول ، نو الله ورته و ويل: مړه شئ. هغه بيا ژوندي کړل. دا يو حقيقت دی چې الله په انسان ډېره مهرباني کونکی دی، خو ډېر خلک شکر نه ترسره کوي.(۲۴۳).او د الله په لار کښې جنګ وکړئ او پوه شئ چې الله اورېدونکی دی او په هر څه پوهېږي.(۲۴۴).  څوک دی هغه کس؟ چې الله ته حسنه قرض ورکړي، تر څو الله ئې ورته څو چنده زيات واپس کړي ، تنګي او فراخي دواړه د الله په اختيار کښې دي او د هغه لوري ته به ور ګرځول کېږۍ،،.(۲۴۵).

٫٫آيا تا په دې معامله هم فکر کړی دی؟ چې له موسیٰ نه ورسته د بني اسرائيلو سردارانو ته پېښه شوې وه،  چې کله هغوی خپل پيغمبر ته و ويل:  موږ ته يو بادشاه مقرر کړه تر څو موږ د الله په لار کښې جنګ وکړو. هغه و ويل: ولې داسې خو به و نکړۍ چې کله درباندې جهاد فرض شي بيا به جنګ ونه کړۍ ، هغو و ويل: داسې کله کېدای شي ( زموږ څه عذر دی) چې موږ به د الله په لاره کښې جنګ ونه کړو ، په داسې حال کښې چې موږ له خپلو کورونو ويستل شوي او بچيو نه جلا شوي يو ، خو کله چې پر هغو جنګ فرض کړل شو ، نو له يو محدود شمېر نه پرته هغه ټول له خپلې خبرې نه وګرځېدل، او الله په ظالمانو ښه پوه دی،،.(۲۴۶).


د ۲۴۳ آيت تفسير:

ارتباط :

له دې ځای نه د تقرير يوه نوې سلسله پيل کېږي:  چې په دې تقرير کښې مسلمانان جهاد او مالي قرباني ته هڅول کېږي ، او د هغو کمزوریو څخه د ځان ساتلو لارښونه ورته کېږي په کومو کښې چې بني اسرائيل اخته شوي ول، او  په پای کښې د ذلت ، مسکنت او انحطاط سره مخامخ شول.

او په دغه شپو ورځو کښې مسلمانانو هم له مکې مکرمې نه هجرت کړی او مدینی منورې ته راغلي ول ، او په کراتو يې دا غوښتنه کړې وه، چې موږ ته بايد د جنګ اجازه راکړل شي، خو کله چې ورته د جنګ حکم ورکړل شو ځينې خلکو په کښې لږه سستي وښوده، په ۲۲۶ آيت د سورت بقرې ( کتب عليکم القتال و هو کره لکم ........) کښې ورته اشاره شوېده، او همدا راز د سورت النساء په ۷۲ آيت او د سورت انفال په پيل کښې هم همدغه رنګ مضمون تکرار شوی دی. نو دلته مسلمانانو ته‌ هم د بني اسرائيلو د تاريخ دوه مهم واقعات په ۲۴۳ او ۲۴۶ آيتونو کښې د عبرت په توګه ياد کړی شوې دي.

د دې آيت تفسير په صحيح حديث کښې نه دی راغلی. په تفسير کښې يې چې څه ويل شويدي ، ټول له اهل کتابو او په ځانګړې توګه له يهودي علماوو نه نقل شوي دي، د ځينو رواياتو نسبت ابن عباس ، حسن بصري، ضحاک، سدي او نورو مفسرينو ته هم شوی دی. هغه اهل کتاب چې مسلمان شوي ول ، ممکن هغو د دغه آيت په تفسير کښې مراجع ول او زمونږ ځينو مفسرينو ترې روايات نقل کړيدي.


دغه حکاياتو کښې موږ دوه قسمه حکايات لرو ، ۱ - لومړی هغه چې هغې کښې راغلي دي ، چې د بني اسرائيلو يو قوم چې له لس زرو نه يې تعداد ډېر و د طاعون له امله له خپلو کورونو نه تښتېدلي ول.

۲ - دوهم دا چې د بني اسرائيلو کوم بادشاه يا پيغمبر ورته د جهاد حکم وکړ خو دوی زړه ښه نکړ چې جنګ ته لاړ شي، بلکې د مرګ له ډار نه وتښتېدل. په دواړو صورتونو کښې د تېښتې اصلي عامل د مرګ وېره وه. دوی چې کوم وطن ته لاړل هلته الله پاک په اجتماعي توګه ټول مړه کړل ، بيا د دوی کوم پيغمبر غالبا حزقيل عليه السلام دعاء وکړه دهغه په دعاء الله بېرته ټول ژوندي کړل.


ځينې خلک د ځينو کيسو په بې ګټې تفصيلاتو کښې دلچسپي اخلي ، د مثال په توګه : دا پېښه چېرته شوې وه؟ دقیق ځای يې کوم دی؟ د دغه خلکو تعداد څومره وه؟ دا د کوم پيغمبر په زمانه کښې پېښه شوې وه؟ دا څومره وخت مړه ول، دا بيا څه قسم ژوندي شول ، او ډې ته ورته نورې پوښتنې.

دا شيان الله او رسول ﷺ موږ ته نه دي بيان کړي ، او نه په کښې د عبرت اخيستلو څه سامان شتون لري، د عبرت اخيستلو په پار همدغه واقعه په اجمالي توګه کفايت کوي.

په تفسير کښې يوه  قاعده دا ده چې د کوم شی په اړه، الله او رسول ﷺ تفصيلات  نه دی بيان کړی ، موږ هم د هغې په تفصيلاتو  معلومولو مکلف نه يو، او دغه معلوماتو کښې عموما څه ګټه هم نه وي، که څوک عبرت اخيستل غواړي همدومره جمالي واقعه هم ورته کفايت کوي.

دا کيسه دلته ځکه بيان شوه چې وروسته د جهاد احکام بيانېږي چې مسلمانان پوه شئ چې د مرګ نه تېښته ګټوره نه ثابتېږي،  مرګ او ژوند د الله په واک کښې دي. دې کيسې سره متصل مسلمانانو ته د جهاد او بيا د انفاق حکم وشو، چې دواړه سترې قربانۍ دي، مسلمان د قرباني لپاره د آماده کولو په پار دغه واقعه ياده شوې ده، هدف ترې په دې پوهول دي:  چې ګټه او تاوان ، مرګ او ژوند ټول الله مقدر کړي دي ، يوه ثانيه مخکې او وروسته کېږي نه ، مسلمان بايد له دې شيانو نه بې ځايه وېره ونه لري.


ځينو دا واقعه په مجازي توګه تفسير کړېده ، د مرګ او ژوند نه د دوی حقيقي ژوند او مرګ نه اخلي، د فرعون غلامي يې د مرګ په معنا اخيستې ده او بيا په جزيره نما سينا کښې د دوی د نوي نسل تربيه جهاد ته آماده کېدل او په دښمنانو غلبه تر لاسه کول يې د دوی لپاره نشأة ثانيه او نوی ژوند ګڼلی.والله اعلم.


(له وبا او طاعون نه تېښته)  :


د شريعت له مخې چې کوم ځای باندې چې وبا او طاعون نازل شي څوک بايد د مرګ له وېرې له هغه ځای نه تېښته ونکړي او نه بايد څوک طاعون ځپلي ځای ته ورشي، که د کوم مهم کار لپاره له هغه ځای نه وځي يا ورته راځي باک نه لري.


(له جهاد نه تېښته):


له جهاد نه د مرګ له وېرې تېښته کول کبيره ګناه ده، او تاکتيکي په شا تګ روا دی ، دا حکم د سورت انفال په ۱۵ - ۱۶ آيت کښې ياد شوی دی. کله جهاد نه له عذر پرته په شا تګ نفاق هم ګڼل شوی دی، د سورت انفال او توبې مضامين پرې دلالت کوي.


د ۲۴۴ آيت تفسير:  

دا هغه د جهاد او قتال حکم دی چې مسلمانانو ته شوی دی او د تمهيد په توګه ورته د جهاد نه د بني اسرائيلو د تېښتې او د هغو مړه کېدلو او بيا ژوندي کېدو کيسه بيان شوېده.


د ۲۴۵ ايت تفسير :

د قرض حسنه لفظي ژباړه ده : ٫٫ښه قرض،، او له دېنه مراد داسې قرض دی چې يواځې د الله د رضا په خاطر ورکړل شي، باعث يې د نېکۍ احساس وي، د انسان شخصي غرض ور پورې تړلي نه وي ، دغه رنګ قرض الله په ځان پور مني او پور ورکونکي ته وعده ورکوي چې نه يواځې اصل پور به واپس کوم بلکې له ده نه څو چنده زيات به درکوم. کوم مال چې په هغه کارونو کښې مصرف کېږي چې د الله خوښ وي ځکه ورته ښه قرض و ويل شو چې يواځې د الله د رضاء په پار مصرف شوي او  الله يې څو چنده زياتې بېرته ورکوي.


د ۲۴۶ آيت تفسير:

دا د مسيح عليه السلام له زوکړې نه تقریبا يو زر (1000- ق-م)کاله مخکې پېښه ده.

په دغه وخت کښې عمالقه په بني اسرائيلو زړور او زورور شوي ول، د فلسطین ډېر ساحات يې له بني اسرائيلو نه تر خپلې ولکې لاندې کړي ول، په دغه وخت کښې سموئيل عليه السلام په بني اسرائيلو کښې نبوت او حکومت کوه ، مګر دی ډېر ضعيف شوی و ، له دې امله د بني اسرائيلو سردارانو دا وغوښتل چې نسبتاً کوم ځوان کس د دوی مشري وکړي چې د هغه په قيادت کښې دوی جنګ وکړي.

خو په دغه وخت کښې په بني اسرائيلو کښې جهالت دومره ډېر خپور شوی و، او له نا مسلمانه قومونو نه دومره ډېر متاثره شوي ول چې د بادشاهت او خلافت تفاوت د‌ هغو له ذهن نه وتی و، له دې امله هغو د خليفه پر ځای د بادشاه د‌ ټاکلو غوښتنه وکړه.

په دې اړه د بائيبل د سموئيل په کتاب کښې چې کوم تفصيلات بيان شوي، هغه په لاندې ډول دي:


سموئيل ټول عمر په بني اسرائلو کښې انصاف کوه ....... بيا په رامه کښې د بني اسرائيلو سرداران ټول شول او سموئيل ته يې و ويل: ګوره ته ضعيف شوی ئې او ستا ځامن ستا په لاره نه دي روان ، اوس ته يو څوک زموږ لپاره بادشاه مقرر کړه، چې د نورو قومونو غوندې زموږ تر منځ انصاف وکړي........... دا خبره د سموئيل عليه السلام خوښه نه شوه ، او سموئيل عليه السلام خدای ته دعا وکړه او خدای سموئيل ته و ويل : چې دوی تا ته څه وايي ته هغه ومنه، ځکه چې دوی ستا نه بلکې زما تحقير کړی دی چې زه د دوی بادشاه نه شم پاتې ........او سموئيل دويته د خدای ټولې خبرې واورولې او ورته يې و ويل: چې کوم بادشاه په تاسو سلطنت کوي هغه به ستاسو بچي په د خپل فوځ خدمت کښې استعمال کړي او په ځينو به دهقاني او لوونه کوي او د ځان لپاره به پرې د جنګ سلاح جوړوي او ستاسو بچي به له ځان سره  آشپزان او نان پزان مقرر کړي او ستاسو فصلونه ، تاکستان ، او د زيتون باغونه کوم چې  ډېر ښه او غوره وي، د خپلو خدمت ګارانو تر‌ منځ و وېشي او هم به ستاسو د فصلونو او باغونو لسمه برخه حاصلات په خپلو خادمانو او مامورينو برخه کوي او ستاسو نوکران، مزدوران ، وينځې ، او ستاسو ښايسته ځوانان او ستاسو څاروي به په خپلو کارونو کښې استعمالوي او ستاسو د ګډو بيزو به هم لسمه برخه درنه اخلي ، نو تاسو به دهغه غلامان جوړ شۍ.

او تاسو به بيا د همغه بادشاه نه شکايت کوۍ چې د ځان لپاره مو په خپله ټاکلی دی، بيا به هغه ورځ الله درته ځواب درنکړي ، د دې سره هم خلکو د سموئيل خبره ونه منله، او وئې ويل: موږ خو يو بادشاه غواړو چې زموږ د پاسه وي، چې موږ هم د نورو قومونو په شان وګرځو او زموږ بادشاه زموږ تر منځ انصاف وکړي او له موږ نه مخکې مخکې روان وي ، زموږ په دفاع کښې جنګ وکړي. خدای سموئيل ته و ويل: ته د دوی خبره ومنه او يو بادشاه ورته مقرر کړه.(د سموئيل کتاب، باب ۷، آيت ۱۵، تر ۸ باب ۲۲ آيت پورې).


بيا سموئيل خلکو ته و ويل: ....... چې کله تاسو وليدل چې د بني عمون ( يو قوم دی ) بادشاه( ناحس) په تاسو حمله وکړه ، نو تاسو ما ته و ويل: چې پر تاسو بايد يو بادشاه سلطنت وکړي په داسې حال کښې چې الله ستاسو خدای په تاسو بادشاه و کنه، اوس نو هغه بادشاه وګورئ کوم چې تاسو ټاکلی دی او تاسو

د هغه غوښتنه کړې وه. ګورئ الله پر تاسو بادشاه مقرر کړی دی ، که تاسو او هغه بادشاه له الله نه و وېرېږۍ او د هغه پرستش وکړۍ او د هغه خبره ومنۍ او د هغه سرکشي تاسو او هغه بادشاه چې پر تاسو حکومت کوي ونه کړۍ او د خپل خدای اطاعت وکړۍ خو ښه خبره ده ، خو که تاسو د خدای خبره ونه منۍ ، بلکې د هغه له حکم نه سرغړونه وکړۍ ، نو د خدای لاس به ستاسو په ضد شي ، لکه څنګه چې ستاسو د پلرونو او نيکونو په ضد و، او تاسو به پوهه شۍ او وبه وينۍ چې تاسو د‌ خدای په حضور کښې د بادشاه د غوښتلو له امله څومره غټ شرارت کړی دی.

پاتې شوه زما خبره نو الله د داسې ونه کړي چې زه تاسو ته دعاء ونه کړم او د خدای په نزد ګناه ګار وګرځم ، بلکې زه به تل هغه لاره تاسو ته په ګوته کوم چې سمه او نېکه ده. ( د سموئيل کتاب ، باب ۱۲، له ۱۲ نه ۲۳ آيت پورې).

د سموئيل د کتاب له تشریحاتو نه څرګندېږي چې د بادشاهت د قيام دا غوښتنه ، الله او د هغه پيغمبر ته خوښه نه وه. اوس پوښتنه دا ده چې قرآن شريف کښې د بني اسرائيلو په غوښتنه ولې نيوکه ونه شوه ، د دې ځواب دا دی چې دا کيسه دلته د دې لپاره نه ده راول شوې چې د دوی دا غوښتنه نا درسته يا درسته وه ، بلکې دا کيسه د دې لپاره راوړل شوېده چې وښودل شي چې بني اسرائيل څومره ډارن او نفس پرست شوي ول‌ او په دوی کښې  څومره اخلاقي ضعف ننوتی و، چې له امله يې په پای کښې له انحطاط سره مخ شول، او د دې واقعې له بيان نه هدف دا دی چې امت مسلمه بايد له دېنه عبرت واخلي او کوښښ وکړي چې دغه رنګ کمزورۍ په کښې رشد ونه کړي چې نتيجه به يې همغه وي لکه بني اسرائيل چې له کومې ناوړه پايلې سره مخ شول. 


سورةالبقره - آيت ۲۴۸-۲۴۷ 

وَقَالَ لَهُمۡ نَبِيُّهُمۡ اِنَّ اللّٰهَ قَدۡ بَعَثَ لَـکُمۡ طَالُوۡتَ مَلِكًا ‌ؕ قَالُوۡٓا اَنّٰى يَكُوۡنُ لَهُ الۡمُلۡكُ عَلَيۡنَا وَنَحۡنُ اَحَقُّ بِالۡمُلۡكِ مِنۡهُ وَلَمۡ يُؤۡتَ سَعَةً مِّنَ الۡمَالِ‌ؕ قَالَ اِنَّ اللّٰهَ اصۡطَفٰٮهُ عَلَيۡکُمۡ وَزَادَهٗ بَسۡطَةً فِى الۡعِلۡمِ وَ الۡجِسۡمِ‌ؕ وَاللّٰهُ يُؤۡتِىۡ مُلۡکَهٗ مَنۡ يَّشَآءُ ‌ؕ وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِيۡمٌ ۞ (۲۴۷).وَقَالَ لَهُمۡ نَبِيُّهُمۡ اِنَّ اٰيَةَ مُلۡکِهٖۤ اَنۡ يَّاۡتِيَکُمُ التَّابُوۡتُ فِيۡهِ سَکِيۡنَةٌ مِّنۡ رَّبِّکُمۡ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ اٰلُ مُوۡسٰى وَاٰلُ هٰرُوۡنَ تَحۡمِلُهُ الۡمَلٰٓئِكَةُ‌ ؕ اِنَّ فِىۡ ذٰلِكَ لَاٰيَةً لَّـکُمۡ اِنۡ كُنۡتُمۡ مُّؤۡمِنِيۡنَ.(۲۴۸).


٫٫او د هغو نبي ورته و ويل: چې الله طالوت تاسو ته د بادشاه په توګه ټاکلی دی ، ٫٫هغوی چې دا واورېدل،، و يې ويل: د هغه بادشاهي څنګه پر موږ کېدای شي؟ موږ د ده په نسبت د سلطنت ډېر حقدار يو، او هغه ته ډېر مال هم نه دی ورکړل شوی. نبي و ويل: ستاسو په مقابل کښې الله هغه ټاکلی دی او هغه ته يې علمي او جسماني قابليتونه ښه ډېر ورکړي دي او الله خپله بادشاهي چې چاته يې وغواړي ورکوي،  الله پراخه فضل والا او ښه پوه دی،،. (۲۴۷).


٫٫اوخپل نبي ورته و ويلې:  چې د خدای له اړخه د هغه د بادشاه ټاکل کېدو نخښه دا ده چې د ده په دور کښې به هغه صندوق تاسو تاسو ته بېرته راشي چې په  هغه کښې ستاسو د رب له لوري سکينه( د زړه اطمینان) ده او د آل موسیٰ او آل هارون نه باقي پاتې شوي تبرکات دي ، چې ملائک يې اوس پورته کوي. که تاسو مؤمنان ياست، په دې کښې ستاسو لپاره يقيناً ډېره غټه نښه شتون لري،،.(۲۴۸).


د ۲۴۷ آيت تفسير:

دغه بادشاه چې الله ټاکلی و ، بائيبل کښې د هغه نوم ساؤل ليکل شوی دی، دا د بن يمين د قبيلې يو ديرش کلن ځوان و، په بني اسرائيلو کښې له ده نه ښايسته سړی بل نه و ، دومره جګ و چې خلک به يې تر اوږو ايله رسېدل ، د خپل پلار په ورک شوو خرو پسې ګرځېده ، په لاره کښې چې د سموئيل نبي کورته نژدې شو ، نو پروردګار سموئيل ته اشاره وکړه چې دا هغه کس دی چې موږ د بني اسرائيلو د بادشاهي لپاره ټاکلی دی.

سموئيل هغه کور ته راوست ، د تيلو يو سرپوټی يې واخيست د ده په سر يې واړوه او دی يې ښکل کړ او ورته يې و ويل: الله ته مسح کړې تر څو ته د هغه د ميراث پيشوا شې ، له دې وروسته هغه د بني اسرائيلو  په عامه اجتماع کښې د هغه د سلطنت اعلان وکړ ( سموئيل ، باب، ۹-۱۰).

دا د بني اسرائيلو دوهم شخصيت و چې د خدای د حکم مطابق مسح کړل شو او د بني اسرائيلو د امامت او مشرۍ په منصب و ټاکل شو. بني اسرائيلو کښې څلور کسان د مسيح په نوم مشهور دي، هغو هم مسح شوي او برکتي ګرځول شوي ول.

هارون - طالوت - داود - عيسیٰ بن مريم. د‌ طالوت په اړه قرآن او سنت کښې داسې تصريح نه موندل کېږي چې هغه په نبوت هم ګمارل شوی و، يواځې د بادشاهي لپاره د هغه انتخاب د نبوت د ثبوت لپاره کفايت نه کوي.


د ۲۴۸ايت تفسير:

په دې اړه د بائيبل بيان له قرآن نه يوه اندازه مختلف دی ، مګر بيا هم د پېښو په اړه په کښې ځينې تفصيلات موندل کېږي ، له بائيبل نه معلومېږي چې دغه صندوق چې بني اسرائيلو ورته د عهد صندوق ويلې، په يو جنګ کښې د مشرکينو لاس ته ورغلی و، خو دا به چې د مشرکينو په هر کلي کښې کېښودل شو هلته به وباګانې او مرضونه راتلل ، مجبوراً هغوی دغه صندوق د غوايانو په يوه ګاډي کښې کېښود او ګاډی يې وشړه ، غالباً دېته‌ د قرآن دا الفاظ اشاره کوي چې صندق اوس د ملائکو په حفاظت کښې دی. ځکه چې هغه ګاډی پرته د ګاډي وان نه شړل شوی و ، او د خدای د حکم په اساس دا د ملائکو وظيفه وه چې د بني اسرائيلو لور ته يې راولي. پاتې شوه د الله دا وينا ٫٫چې په دې کښې تاسو ته د زړه سکون دی،، د بائيبل د بيان مطابق د دې حقیقت داسې ښکاري چې بني اسرائيلو دا صندوق برکتي او د ځان لپاره يې د فتحې او نصرت نخښه ګڼله.

کله چې يې صندوق له لاسه ورکړ ټول قوم همتونه وبايلل او بني اسرائيلو دا فکر وکړ چې د خدای رحمت له موږ نه پورته شو او اوس زموږ ناکاره ورځې را ورسېدې، نو د صندوق بيا راتلل يوه داسې وسیله وه چې د دوی مات همتونه پرې د سره تازه کېدل او د دوی د زړه د تقويت باعث ګرځېده.

د آل موسیٰ او آل هارون نه پاتې شوي تبرکات لکه د تيګو هغه تختې چې طور کښې موسیٰ عليه السلام ته  ورکول شوې وې ، له دې پرته د تورات هغه اصلي نسخه هم په کښې وه چې موسیٰ عليه السلام په خپله ليکلې وه او بني لاوي ته يې سپارلې وه او د مٙنْ نه هم يو ډک بوتل په کښې ايښی و تر څو راتلونکي نسلونه د دوی په مشرانو د الله دا پېرزوينه په ياد ولري، چې په صحراء کښې يې د دوی په پلرونو او نيکونو کړې وه ، غالباً د موسیٰ عليه السلام هغه عصا هم په کښې ايښی وه کومه چې د خدای له خوا د  سترو معجزاتو مظهر جوړه شوې وه.( تفهيم: لومړنی - ج)


ورته مطالب
+