19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۳۳ (۲٤۹ - ٢٥٣ آیت)
سورة البقره - ايتونه ۲٤۹ - ۲۵۲
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوۡتُ بِالۡجُـنُوۡدِۙ قَالَ اِنَّ اللّٰهَ مُبۡتَلِيۡکُمۡ بِنَهَرٍۚ فَمَنۡ شَرِبَ مِنۡهُ فَلَيۡسَ مِنِّىۡۚ وَمَنۡ لَّمۡ يَطۡعَمۡهُ فَاِنَّهٗ مِنِّىۡٓ اِلَّا مَنِ اغۡتَرَفَ غُرۡفَةً ۢ بِيَدِهٖۚ فَشَرِبُوۡا مِنۡهُ اِلَّا قَلِيۡلًا مِّنۡهُمۡؕ فَلَمَّا جَاوَزَهٗ هُوَ وَالَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا مَعَهٗ ۙ قَالُوۡا لَا طَاقَةَ لَنَا الۡيَوۡمَ بِجَالُوۡتَ وَجُنُوۡدِهٖؕ قَالَ الَّذِيۡنَ يَظُنُّوۡنَ اَنَّهُمۡ مُّلٰقُوا اللّٰهِۙ کَمۡ مِّنۡ فِئَةٍ قَلِيۡلَةٍ غَلَبَتۡ فِئَةً کَثِيۡرَةً ۢ بِاِذۡنِ اللّٰهِؕ وَاللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِيۡنَ.۞(۲۴۹). وَلَمَّا بَرَزُوۡا لِجَـالُوۡتَ وَجُنُوۡدِهٖ قَالُوۡا رَبَّنَآ اَفۡرِغۡ عَلَيۡنَا صَبۡرًا وَّثَبِّتۡ اَقۡدَامَنَا وَانۡصُرۡنَا عَلَى الۡقَوۡمِ الۡکٰفِرِيۡنَؕ.(۲۵۰)
فَهَزَمُوۡهُمۡ بِاِذۡنِ اللّٰهِ ۙ وَقَتَلَ دَاوٗدُ جَالُوۡتَ وَاٰتٰٮهُ اللّٰهُ الۡمُلۡكَ وَالۡحِکۡمَةَ وَعَلَّمَهٗ مِمَّا يَشَآءُ ؕ وَلَوۡلَا دَفۡعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعۡضَهُمۡ بِبَعۡضٍ لَّفَسَدَتِ الۡاَرۡضُ وَلٰـکِنَّ اللّٰهَ ذُوۡ فَضۡلٍ عَلَى الۡعٰلَمِيۡنَ.(۲۵۱). تِلۡكَ اٰيٰتُ اللّٰهِ نَـتۡلُوۡهَا عَلَيۡكَ بِالۡحَـقِّؕ وَاِنَّكَ لَمِنَ الۡمُرۡسَلِيۡنَ.۞(۲۵۲).
٫٫نو کله چې روان شو طالوت له خپل لښکر سره ، و يې ويل: الله په يو نهر ستاسو امتحان اخلي ، نو څوک چې ترې اوبه وڅکي ( تنده ماته کړي) هغه زما ملګری نه دی. زما ملګری يواځې هغه دی چې اوبه ترې ونه څکي مګر دا چې په خپل لاس يوه لپه واخلي( تنده پرې ماته نکړي، خو له يوې وړې ډلې پرته ټولو يې اوبه وڅکلې. کله چې دی او د ده مسلمان ملګري له نهر نه تېر شول ، نو خلکو وويل: نن موږ د جالوت او د هغه د لښکرو د مقابلې طاقت نه لرو. ليکن هغه خلکو چې يقين يې درلود چې دوی( يوه ورځ) له الله سره مخامخ کیدونکي دي، و ويل: داسې ډېر شوي دي چې يوه وړه ډله د الله په إذن په يوه غټه ډله غالب شوېده او الله د صبر کونکو ملګری دی،،.(۲۴۹).
٫٫او کله چې دوی د جالوت او د هغه د لښکرو د مقابلې لپاره ميدان ته و وتل ، ويل يې : ای الله زمونږه ربه! په موږ صبر نازل کړه او قدمونه مو کلک کړه ، او په دې کافر قوم موږ ته کاميابي نصيب کړه.(۲۵۰)
نو د الله په إذن ئې ورته ماتې ورکړه او داؤد جالوت قتل کړ او الله ورته سلطنت او حکمت ورکړ او چې څه الله غوښتل د هغې علم ئې ورته ورکړ. که دغه رنګ الله يوه ډله د بلې په ذريعه نه دفع کولی ، نو د ځمکې نظام به فاسد شوی و، ليکن الله په خلکو ډېر مهربان دی، ( چې هغه په دغه ترتيب د فساد د دفع کولو انتظام کوي)(۲۵۱). دا د الله آيتونه دي، چې موږ يې په تا په درسته توګه لولو او ته په يقيني توګه د هغو له جملی څخه يې چې الله د رسول په توګه لېږلی يې،،.(۲۵۲).
د ۲٤۹ آيت تفسير:
دا نهر ټاکلی شوی نه دی چې چېرته دی، ځينو ترې د اردن نهر مراد اخيستی.
په دې امتحان کښې دا کتل کېدل چې دې خلکو کښې څومره صبر او استقامت شتون لري ، ځکه چې څوک له اوبو څکلو نه ځان نشي کنترول کولی نو هغه به د جنګ په سختيو څه صبر وکړي ، همدا بې صبري هغه لامل و چې ډېرو خلکو پلمې وکړې چې موږ د جالوت له لښکر سره د مقابلې توان نه لرو ، دا همغه بې صبره خلک ول چې اوبه يې څکلې وې او تنده يې پرې ماته کړېوه.
د ۲۵۰ آيت تفسير :
ګټه او کاميابي د الله په مرستې پورې اړه لري ، له دې امله دلته مؤمنانو دعا وکړه او له الله نه يې مرسته وغوښته. زموږ نبي ﷺ هم د بدر په غزا کښې ډېره اوږده دعا کړې وه. په جنګ کښې د فتحی او نصرت لپاره دعا کول د أنبياو او صالحینو سنت او طریقه ده.
د ۲۵۱ آيت تفسير:
داؤد هغه کم عمره ځوان و ، په عين هغه وخت کښې د طالوت کښکر کښې شامل شو چې د فلسطين غټ پهلوان جالوت مسلمانان چلينج کول چې د مقابلې لپاره ميدان ته و وځي ، او په اسرائيليانو کښې چا د مقابلې همت نه شو کولی ، داؤد چې دا حالت ولیده ، ناڅاپه يې په زړورتيا سره ور منډه کړه او جالوت يې قتل کړ. دې واقعې سره داؤد په بني اسرائيلو کښې ډېر محبوب وګرځېده ، طالوت ورته خپله لور په نکاح ورکړه او په پای کښې هغه د بني اسرائيلو بادشاه شو.
(ولو لا دفع الله الناس بعضهم ببعض):
يعنې الله جل جلاله د ځمکې د انتظام لپاره دا ترتيب جوړ کړی دی چې د انسانانو يوې ځانګړې ډلې ته تر يو بریده په ځمکه کښې غلبه او اقتدار ورکوي ، خو کله چې يوه ډله له خپل جائز بريد نه تجاوز وکړي ، نو په کومه بله ډله الله د هغې قوت ماتوي ، که کله داسې شوي وی چې يوې ډلې ته يې دنيا کښې د تل لپاره حکومت، غلبه او اقتدار ورکړی وی، نو د خدای ځمکه به له فساد نه ډکه شوې وه.
سورة البقره - أيت ٢٥٣
تِلۡكَ الرُّسُلُ فَضَّلۡنَا بَعۡضَهُمۡ عَلٰى بَعۡضٍۘ مِنۡهُمۡ مَّنۡ كَلَّمَ اللّٰهُ وَرَفَعَ بَعۡضَهُمۡ دَرَجٰتٍؕ وَاٰتَيۡنَا عِيۡسَى ابۡنَ مَرۡيَمَ الۡبَيِّنٰتِ وَاَيَّدۡنٰهُ بِرُوۡحِ الۡقُدُسِؕ وَلَوۡ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقۡتَتَلَ الَّذِيۡنَ مِنۡۢ بَعۡدِهِمۡ مِّنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ الۡبَيِّنٰتُ وَلٰـكِنِ اخۡتَلَفُوۡا فَمِنۡهُمۡ مَّنۡ اٰمَنَ وَمِنۡهُمۡ مَّنۡ كَفَرَؕ وَلَوۡ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقۡتَتَلُوۡا وَلٰـكِنَّ اللّٰهَ يَفۡعَلُ مَا يُرِيۡدُ.(٢٥٣)
٫٫دا پيغمبران ( چې زموږ له طرفه د انسانانو د لارښونې لپاره مبعوث شوي ول) غوره کړي دي موږ ځينې په ځينو نورو باندې. په دوی کښې ځينې داسې ول چې الله ورسره خپله خبرې کړېدي او ځينو ته يې د نورو حيثيتونو له مخې لوړې مرتبې ورکړيدي او موږ عيسیٰ د مريم ځوی ته روښانه نښې( معجزې) ورکړي دي او په سپېڅلي روح مو د هغه مرسته کړېده.
که الله غوښتلی وی ممکن نه وه چې د دې پيغمبرانو له راتلو نه وروسته هغه خلک په خپلو جنګ وکړي چا ته چې څرګندې نښې راغلې وې، مګر ( د الله مشيّت دا نه و چې خلک په زوره له اختلاف نه منع کړي له دې امله) هغوی اختلاف وکړ ، نو ځينو ايمان راوړ او ځينو د کفر لاره غوره کړه، او که الله غوښتلی نو دوی به خپلو کښې بلکل جنګ نه و کړی ، ليکن الله چې څه غواړي همغه کوي،،.(۲۵۳).
د ۲۵۳ آيت تفسير:
مطلب دا دی چې د انبياؤ په ذريعه د علم له راتلو نه وروسته چې خلکو کښې کوم اختلاف پيدا شو ، دا د دې له امله نه و چې الله دا اختلافات نه شو کنترولی، بلکې اصلي لامل يې دا دی چې الله خلکو ته د فکر او عمل حريت ورکړی دی، او په زوره څوک په حق لاره نه روانوي ، له دې امله خلکو اختلافات او جنګونو وکړل. د انسانانو د لارښونې په اړه د الله طريقه دا ده چې پيغمبران را لېږي او خلک د علم او عقل په رڼا کښې الله ته رابلي، چې د چا قناعت وشي هغه ايمان راوړي او ځينې په خپله زړه عقيده پاتې کېږي، په ايمان راوړلو کښې شرعا جبر او زور نشته دی او نه کارول کېږي.
(د أنبياؤ تر منځ تقاضل):
دې آيت کښې د انبياؤ تر منځ د تفاضل مسئله هم مطرح شوېده ، نو د دې آيت نه خو دا ثابتېږي، چې د أنبياؤ تر منځ تفاضل شتون لري ، او حديث کښې راغلي دي چې ماته په يونس عليه السلام فضيلت مه راکوئ ، همدغه راز نور روايات هم شتون لري. د دې وضاحت علماؤ داسې کړیدی چې أنبياء په اصل نبوت کښې خو سره برابر دي په دې معنا چې ټول د الله استاځي دي. نو د أنبياؤ ترمنځ تفاضل په دې طريقه مه کوئ چې د يوه د فضيلت د بيان له امله د بل توهین وشي.
قاضي شوکاني ليکلي دي:
چې د آيت او حديث تر منځ تعارض او تضاد نشته دی ، هغه داسې چې قرآن کښې د تفاضل بيان شویدی خو د دې دا معنا نه ده چې موږ د هم د دې بيان وکړو، عامو خلکو ته په دې کښې دلچسپي اخيستل درست نه دي.
ځينو ويلي: چې هدف دا دی چې د خپلو رأيو په آساس يو نبي ته په بل نبي ترجيح مه ورکوئ ، مګر دا چې کوم شرعي دليل شتون ولري.
(د تفاضل شکلونه) :
يو دا چې دا تفاضل به په اخرت کښې وي ، ځکه چې په اعمالو او د دين په پار تکليف تحمل کولو کښې ضرور تفاوت شتون لري، د آخرت نتائج به د دې په تناسب وي.
دوهم دا چې دا تفاضل په دنيا کښې هم شته په دې ترتيب څوک يې خپل خليل ګرځولی او څوک يې کليم.
ځينو أنبياو ته يې بادشاهي ورکړې ، ځينو ته ئې هوا او پيريان تابع کړي دي ، د ځينو په لاس يې مړي ژوندي کړي ، برګي مرض والا يې ښه کړي ، له مور نه پيدا وړانده يې ښه کړي.
د تفاضل دريم لامل هم شته هغه دا چې ځينو ته يې نوی شريعت ورکړی او ځينې د پخواني شريعت د ترويج لپاره مبعوث شوي ول. ( النکت والعيون ).
( و رفع بعضهم درجٰات):
د درجاتو پورته کول هم دوه اړخه لري: ۱- چې ځينو ته يې په خوب کښې وحيې کړېده او ځينو ته يې په ويښه ملائک لېږلي دي.
۲ - ځينې يې يواځې خپل قوم ته استولي دي او ځينې يې ټولو خلکو ته استولي دي لکه محمد ﷺ يې چې ټولې نړۍ ته استولی دی.
(و اٰ تينا عيسیٰ بن مريم البينت)
له بيناتو نه مراد يا واضح دلائل، حجت او قوي براهين دي او دا چې هغه يې بې له پلاره پيدا کړی و ، يعنې دا خپل وجود او پيدائښت يې معجزه او نخښه ده.
( بِروح القُدُسِ):
له روح القدس نه مراد جبرائيل دی يا هغه روح چې الله د عيسیٰ عليه السلام په بدن په کښې اچولی و.
(النکت والعيون)