سورة البقرة رکوع ۳٤ (٢٥٤ - ۲۵۷ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۳٤ (٢٥٤  - ۲۵۷ آیت)


سورة البقره.أيت  ٢٥٤ 

يٰۤـاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡۤا اَنۡفِقُوۡا مِمَّا رَزَقۡنٰكُمۡ مِّنۡ قَبۡلِ اَنۡ يَّاۡتِىَ يَوۡمٌ لَّا بَيۡعٌ فِيۡهِ وَلَا خُلَّةٌ وَّلَا شَفَاعَةٌ ‌ ؕ وَالۡكٰفِرُوۡنَ هُمُ الظّٰلِمُوۡنَ۞(٢٥٤).

٫٫ای هغه خلکو چې إيمان يې راوړي دی! له هغه مال نه چې موږ تاسو ته درکړی دی، څه برخه مصرف کړئ ، مخکښې له دېنه چې هغه ورځ راشي چې نه په کښې پېر او پلورل شته ، نه دوستي په کار راځي او نه په کښې شفاعت چلېږي، او همغه خلک ظالمان دي چې د کفر لاره غوره کوي،،.(۲۵۴).


د ۲۵۴ آيت تفسير:

له انفاق نه مراد ، د الله په لاره کښې خرڅ او مصرف کول دي.  له دېنه هدف دی:  فرضي زکات ، تطوعي او نفلي صدقې او هغه مال چې د دين د تقويت او مرستې لپاره مصرفېږی.


( لابيعُُ فيه و لاخُلة و لا شٙفاعة):

يعنې د آخرت په ورځ کښې به اخيستل، خرڅول نه وي چې انسان به د خپل نجات لپاره څه خرڅ کړي يا و پېري او دوستي به هم په کار نه راځي، يعنې يو دوست به هلته چا ته‌ د ګټې رسولو واک او اختيار ونه لري او نه به شفاعت ګټه ولري، د کافر لپاره خو د سره شفاعت شتون نه لري، مسلمان چې د توحيد په عقيده مړ شوی وي، د شفاعت امکان ورته شته دی خو هغه شفاعت له الله پرته دبل چا په واک کښې نه دی، أنبياء، صالحين او شهيدان د الله له إذن نه پرته د چا شفاعت نه شي کولی.


۲۵۵ آيت سورة البقرة.

اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الۡحَـىُّ الۡقَيُّوۡمُۚ  لَا تَاۡخُذُهٗ سِنَةٌ وَّلَا نَوۡمٌ‌ؕ لَهٗ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الۡاَرۡضِ‌ؕ مَنۡ ذَا الَّذِىۡ يَشۡفَعُ عِنۡدَهٗۤ اِلَّا بِاِذۡنِهٖ‌ؕ يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ اَيۡدِيۡهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡ‌ۚ وَلَا يُحِيۡطُوۡنَ بِشَىۡءٍ مِّنۡ عِلۡمِهٖۤ اِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ وَسِعَ كُرۡسِيُّهُ السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرۡضَ‌‌ۚ وَلَا يَــئُوۡدُهٗ حِفۡظُهُمَا ‌ۚ وَ هُوَ الۡعَلِىُّ الۡعَظِيۡمُ.۞(۲۵۵).


٫٫الله هغه تل ژوندی ذات چې ټول کائنات يې سمبال کړي دي ، له هغه پرته بل معبود نشته دی، هغه نه ويده کېږي او نه يې پرېښانۍ وړي، په اسمانونو او ځمکه کښې چې هر څه دي د هغه دي.

څوک دی چې د هغه په وړاندې به د هغه له اجازې نه پرته شفاعت وکړي؟ څه چې د بندګانو په مخ کښې دي په هغې هم پوهېږي او څه چې له بندګانو نه پناه دي له هغې نه هم خبر دی، او د هغه له معلوماتو نه په څه څيز هغوی( بندګان)  احاطه نشي کولی ، مګر هغه چې هغه يې پخپله وغواړي ( چې د هغې معلومات بنده ته ورکړي) .

د هغه کرسي په اسمانونو او ځمکه خپره ده، او د دې( دواړو) ساتنه هغه نه ستړی کوي ، او همغه يو عاليشان او ستر ذات دی،،.


د ۲۵۵ آيت تفسير:

دا آيت ته آيت کرسي وايي، په دې کښې د الله په بشپړه توګه بندګانو ته پېژندل شوی دی ، چې داسې پېژندنه په بل ځای کښی نه شي تر لاسه کېدی، له همدې امله دېته د قرآن له ټولو نه افضل آيت ويل شوي دی.

( لا اله الا هو) د آيت په لومړي سر کښې ديو واقعيت بيان شوی دی چې:  له الله پرته بل څوک د‌ عبادت او بندګي لائق نشته دی، د هغه په ذات ، صفاتو ، اختياراتو او حقونو کښې څوک له هغه سره شريک نشته دی ، په ټولو کائناتو باندې يواځې د هغه حکومت روان دی چلېږي، له دې امله له هغه نه پرته بل چا ته د معبود په سترګه کتل ، له حقيقت نه لری خبره او درواغ دي.


( الحٙيُّ): ژوندی يعنې تل تر تله ژوندی و او وي به، هغه داسې ژوندی دی چې ژوند ورته چا ورکړی نه دی، په خپله ژوندی دی.(القيُّوم) د اسمانونو او ځمکې د‌ نظام سمبالونکی او چلونکی دی او په دې کار کښې ورسره څوک شريک نشته دی ، دا هر څه هغه يواځې تر سره کوي. (لَا تَاۡخُذُهٗ سِنَةٌ وَّلَا نَوۡمٌ‌ؕ) : يعنې د ټولو کمزوریو نه پاک دی نه خوب ورځي او نه يې پرېښانۍ وړي او نه ستړی کېږي.,(لَهٗ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الۡاَرۡضِ‌ؕ): په ځمکه او آسمانونو کښې چې څه دي د هغه دي ، يعنې مخلوق يې دی او هم ئې مملوک او بندګان دي.


(د شفاعت په اړه):

د مشرکينو له پخوا نه د ځينو ذواتو( بتانو او اصنامو)  په اړه دا عقيده وه چې د خدای په دربار کښې د دوی زور چلېږي او خلک په خپل شفاعت په خدای بخښلی شي ، دا غلط فهمي دلته اصلاح  شوه چې د خدای له اجازې پرته څوک د چا سپارښتنه هم نه شي کولی او په خدای د چا زور نشته دی چې خامخا به د هغه خبره مني او دا هم ورسره و ويل شول: چې د کائناتو په پټو او ښکاره شيانو يواځې الله پوهېږي، د هر کار مصلحت او حکمت هغه ته معلوم دی ، نور خلک په دې نه دې پوه.

که دوی د کائناتو په سيستم کښې له پوهې پرته مداخله وکړي د دنيا  نظام به خراب شي ، د کائناتو د نظام مصلحتونه خو پرېږده کله انسان د خپل ځان په مصلحت او ګټه هم نه پوهېږي له دې امله د کائناتو سيستم چلونه کښې د انسان مداخله معقوله خبره نه ده.

د شفاعت په اړه په يهودو کښې هم غلط تصورات خپاره شوي ول، لکه يهود وايي: موږ د انبياء کرامو اولاد يو ، هغوی به ضرور زموږ شفاعت الله ته کوي او الله به يې خامخا مني ، دلته دا وضاحت و شو چې انبياء او صالحين د خدای له اجازې پرته شفاعت نشي کولی.

شفاعت کښې دوه قسمه اجازه ضرور ده، لومړی چې الله يو چاته اجازه ورکړي چې تاسو شفاعت کولی شۍ. دوهم دا چې د هر مشخص نفر شفاعت ته اجازه اخيستل هم ضروري دي، شفاعت کونکي د هر چا په اړه په خلاص مټ سپارښتنه نشي کولی، بلکې له الله نه به د هر فرد په اړه جلا اجازه اخلي، دا دواړه موضوعات قرآن ذکر کړيدي.

(يَومَئِذٍ لا تَنفَعُ الشَّفاعَةُ إِلّا مَن أَذِنَ لَهُ الرَّحمنُ وَرَضِيَ لَهُ قَولًا )(طه، ١٠٩)


( يَعلَمُ ما بَينَ أَيديهِم وَما خَلفَهُم وَلا يَشفَعونَ إِلّا لِمَنِ ارتَضى وَهُم مِن خَشيَتِهِ مُشفِقونَ).(الأنبياء: ٢٨).


( وَكَم مِن مَلَكٍ فِي السَّماواتِ لا تُغني شَفاعَتُهُم شَيئًا إِلّا مِن بَعدِ أَن يَأذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشاءُ وَيَرضى )

(النجم، ٢٦).


علامه اولسي يې په تفسير کښې وايي:   {إِلاَّ مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ ٱللَّهُ } لهم في الشفاعة {لِمَن يَشَاء } أن يشفعوا له {وَيَرْضَىٰ } ويراه سبحانه أهلاً للشفاعة من أهل التوحيد والإيمان، وأما من عداهم من أهل الكفر والطغيان فهم من إذن الله تعالى بمعزل وعنه بألف ألف منزل.( روح المعاني). ابن جوړي وايي: والمعنى أنهم لا يَشفعون إلاّ لِمن رضي اللهُ عنهم.( زادالمسير) علامه نسلي وايي: ولا تنفع إلا إذا شفعوا من بعد أن يأذن الله لهم في الشفاعة لمن يشاء الشفاعة له ويرضاه ويراه أهلاً لأن يشفع له فكيف تشفع الأصنام إليه لعبدتهم ( مدارک).

دا درې واړه آيتونو دا موضوع ياده کړېده په شفاعت کښې  د مٙشفوع لٙهُ ( د چا شفاعت چې کېږي) په اړه اجازه او د الله رضاء  هم ضرور ده.


(د شفاعت غوښتنه):

يو دنيا کښې شفاعت کول دي ، هغه انسان له هر چا نه غوښتلي شي چې د حاکم يا د کوم بل چا په وړاندې ورته شفاعت وکړي. دوهم د آخرت شفاعت دی ، چېرهغې کښې يو شفاعت کبریٰ دی چې د حساب کتاب د پيل کولو لپاره به کېږي دا په رسول ﷺ پورې ځانګړی دی او داهم د الله په اجازه کېږي.

دوهم د ګناه ګارانو په اړه شفاعت دی ، چې هغې کښې به ټول أنبياء ، صالحين ، شهيدان ، واړه ماشومان ، او مخلصين رباني علماء برخه اخلي، دا شفاعت به هم د الله په اجازه ترسره کېږي ، لومړی شفاعت کونکي ته د شفاعت کولو اجازه ، دوهم د هر نفر په اړه ځانګړی اجازه.

د آخرت شفاعت له الله نه پرته له بل چا نه غوښتل ناروا دي ، بنده له الله نه دا دعاء غوښتلي شي چې د انبياؤ او صالحينو په شفاعت کښې زما برخه وکړئ ، ځکه قران وائي: شفاعت ټول د الله په اختيار کښې

دی، دا د الله خوښه ده چې د چا په اړه اجازه ورکوي او که نه؟  ، دا د هغه خوښه او اختيار پورې تړاو لري، شفاعت کونکي په خپله خوښه د هر چا د شفاعت کولو اختيار نه لري ، له دې امله چې موږ شفاعت غواړو بايد له الله نه يې وغواړو. 


(کرسي):

ځينو ويلي دي: کرسي او عرش يو شی دی ، ځينې وايي: کرسي او عرش جلا شيان دي او عرش له کرسي نه ستر دی، ځينو ويلي ، له کرسي نه مراد علم دی يعنې علم يې په ځمکه او آسمانونو خپور او وسيع دی.

ځينو ويلي دي: کرسي په ټولو کائناتو خپره ده او عرش په کرسي هم محيط او خپور دی.‌

الله‌ له ناستې، ولاړی ، حیز او مکان نه پاک دی يعنې حاجت ورته نه لري ، دغه رنګ ايتونه په خپلو معاملاتو قياس کول درست نه دي ، د دې د کيفيت او حقيقت معلومول د انسان له ادراک نه پورته دي.

( معارف).

(وَلَا يَــئُوۡدُهٗ حِفۡظُهُمَا) : يهودو به  ويل:  الله په شپږو ورځو کښې کائنات تخليق کړل بيا يې د شنبې په ورځ استراحت وکړ ، دلته دا وويل شول: چې د کائناتو مديريت او سمبالښت هغه نه ستړی کوي ، ستړيا د انسان کمزوري ده ، الله پاک له داسې کمزوریو نه پاک او منزه دی.


فضيلت : 

په حديث شريف کښې د آيت کرسي دا فضلیت بيان شوی دی: چې د شپې د ويده کېدو په وخت کښې يې څوک ولولي ، الله يې د حفاظت لپاره يو څوکيدار مقرروي چې تر سبا يې څارنه کوي.(صحيح البخاري) 


۲۵۶ سورة البقرة.

لَاۤ اِكۡرَاهَ فِى الدِّيۡنِ‌ۙ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشۡدُ مِنَ الۡغَىِّ‌ۚ فَمَنۡ يَّكۡفُرۡ بِالطَّاغُوۡتِ وَيُؤۡمِنۡۢ بِاللّٰهِ فَقَدِ اسۡتَمۡسَكَ بِالۡعُرۡوَةِ الۡوُثۡقٰى لَا انْفِصَامَ لَهَا‌‌ ؕ وَاللّٰهُ سَمِيۡعٌ عَلِيۡمٌ.۞( ۲۵۶).

٫٫په دين منلو کښې په چا جبر نشته دی ، درسته خبره له غلطو خيالاتو نه جلا شوېده ، نو چا چې له طاغوت نه انکار وکړ او په الله يې ايمان راوړ ، په رښتيا سره يې داسې مضبوطه کړۍ ټينګه کړې چې کله به هم نه ماتېږي، الله هر څه اوري او پرې پوهېږي.(۲۵۶).


د ۲۵۶ آيت تفسير:

دلته له دين نه مراد هغه عقيدوي اساسات دي چې په آيت کرسي کښې بيان شوي دي معنا دا ده چې د عقيدې په منلو کښې په چا جبر او زور کول شرعا درست نه دي، درسته عقيده الله په څرګنده توګه بيان کړېده او هغه يې له ضلالت نه جلا کړېده ، د هر چا خپله خوښه ده چې د ضلالت لاره خوښوي او که د رشد فلاح او د کاميابي په لار روانېږي.


دلته يوه پوښتنه پيدا کېږي چې د دين په منلو کښې په چا زور کول نشته نو د جهاد او قتال حکم چې اسلام کړی دی، د هغې څه هدف دی؟

د دې پوښتنې ځواب دا دی چې جهاد د دې لپاره نه دی جاري شوی، چې دين په چا په زور تحميل کړای شي، بلکې جهاد د فساد او ظلم د دفع کولو په خاطر ترسره کېږي، چې قرآن ځای پر ځای د هغې وضاحت کړی دی. په دغه موضوع دغه لاندې ايتونه هم رڼا اچوي:


۱ - {ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الأرض ولكن الله ذو فضل على العالمين}.(البقرة: ۲۵۱).

۲- { وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾(النساء، ۷۵)

۳- {ولولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لهدمت صوامع وبيع وصلوات ومساجد يذكر فيها اسم الله كثيرا ولينصرن الله من ينصره إن الله لقوي عزيز} (الحج:۴۰).


په دې آيتونو کښې د جهاد باعث اولامل دا لاندې شيان ښودل شويدي:


۱ - په ځمکه کښې د فساد علاج:  يعنې که ځينې خلک الله په ځينو نورو نه دفع کولی ځمکه به له فساد نه ډکه شوې وه ، د يوې طبقی اوږد اقتدار ، استبداد او سلطنت په ځمکه کښې د فساد لامل ګرځي ، ځکه هغوی دا ګڼي چې تل تر تله به زموږ حکومت او سلطنت پاتې وي ، چې هر څه وکړو څوک مو محاسبه کولی نشي. خو الله په خلکو مهربان دی، چې دائمي واکمني چا ته نه پریږدي.

۲ - د مستضعفينو مرسته:  مستضعفين هغه خلک دي چې ظالمانو له ظلم لاندې نيولي وي ، د تېښتې قدرت هم نه لري او نه ورته کومه لاره چاره معلومه وي چې ځان پرې له ظلم نه خلاص کړي او يواځې په دې اساس زورول کېږي چې د عامو خلکو له عقيدې نه په خلاف  يې نوی عقيده غوره کړېده، يعنې فکري حريت ورته نه ورکول کېږي.

۳ - د‌ ماشومانو او کوچنيانو دفاع: دا هغه ماشومان دي چې د پلار يا مور د عقيدې له امله زورول کېږي ،  په دې اساس چې مور او پلار يې د ټولنې عام فکر او عقيده پرېښی ده او دوی له کوم جرم نه پرته کړول کېږي.

۴ - د متوازن مذهبي نظام شتون:


د سورت حج په ۴۰ آيت کښې دا ويل شوي دي: که خدای پاک ځينې خلک په ځينو نورو نه دفع کول ، نو صوامع ، بيع ، صلوتا او مساجد به وران او ويجاړ شوي ول، يعنې چا به د خپل د مذهب په رڼا کښې د‌ عبادت کولو اجازه هم نه درلوده.

دلته قرآن د مذهبي آزادي، حريت او د متوازن نظام قيام چې هر چاته په کښې د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو آزادي وي،  تصور وړاندې کوي، د جهاد په اهدافو کښې يې شاملوي ، نو دا بيا څنګه ويلی شو چې اسلام په زوره په خلکو اسلامي عقيده تحميلوي.


(د اصطلاحاتو تشريح):


۱- صوامع: خانقاه ، چېرته چې راهبان د عبادت لپاره کښېني.

۲- بيع : د مسيحيانو معبد ته وايي،

۳- صلوات، چې يهوديانو ورته صلوتا وېلې، د يهودو د لمانځه ځای ته وائي.

۴- مساجد:  د مسلمانانو د عبادت ځای ته وائي.

۵ - د جهاد د جواز پنځم لامل د فتنې ختمول دي. په سورة الأنفال  کښې فرمايي: وَقَٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ ٱنتَهَوْاْ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ(۳۹).( تر هغې جنګ وکړئ تر څو فتنه ختمه شي، او حکمرانئ ټوله د الله شي). په سورت بقره ۱۹۳ آيت کښې فرمائي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ﴾(بقره،۱۹۳).( تر هغې ورسره جنګ وکړئ تر څو فتنه پاتې نشي).

په دې دوه ورستيو آيتونو کښې د جنګ لامل د فتنې مخنيوی ښودل شوی دی. دا په قران او حديث کښې نه دي راغلي چې د جهاد هدف په چا د اسلامي عقيده په زره  تحميل کول دي. په لنډو ټکو کښې د‌ جهاد هدف د ظلم مخنيوی د عدالت قيام ، او د انسان د فکري او عقيدوي حريت تحفظ دی.


(طاغوت څه‌ ته وائي):

طاغوت د لغت له مخې هر هغه چا ته وائي چې د خپل جائز حد نه يې  تجاوز کړی وي. د قرآن له مخې طاغوت هغه چا ته وائي: چې د بندګي له حد نه تجاوز وکړي او ځان د خلکو په نسبت داسې لوړ وګڼي چې بايد خلک د ده بندګي وکړي.

د خدای په مقابل کښې د يو بنده د‌ سرغړونې درې مراتب دي : ۱- چې بنده په اصولي توګه د‌ خدای اطاعت او بندګي حق او درست ومني خو په عملي توګه د هغه د احکامو خلاف کوي ، د دې نوم فسق، دی. ۲- دوهمه مرتبه دا ده چې په اصولي توګه د خدای له اطاعت او بندګي نه منحرف وي يا ځان خپلواک ګڼي يا له الله پرته د بل چا بندګي کوي دېته کفر وايي.۳- دريمه مرتبه دا ده چې څوک له اصلي مالک نه  باغي وګرځي او دهغه په ملک او رعيت کښې خپل حکم جاري کول پيل کړي ، دغه وروستۍ  مرتبې ته چې څوک ورسېږي ده ته طاغوت ويل کېږي او تر څو له دې طاغوت نه چا انکار نه وي کړی تر هغې هغه صحيح مؤمن نه شي جوړېدی.


(د طاغوت بڼې):

دغه‌ طاغوت کله د بتانو ٫٫اصنامو،، په شکل کښې وي ، کله د لادين حکومت، کله د فاسق فاجر پير او مذهبي مشر ، کله د قوم قبيلې ، کله د ناروا تنظيم او سياسي مشر په شکل کښې وي. څوک چې انسان د الله له لارې څخه اړوي او په خپله غلطه لاره يې روانوي همغه طاغوت دی او دغه رنګ کس له خپل جائز حد نه تجاوز کوي او د خدائي اختياراتو دعوا کوي.


سورة البقرة. آيت ۲۵۸ 

اَللّٰهُ وَلِىُّ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا يُخۡرِجُهُمۡ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَى النُّوۡرِ‌ؕ وَالَّذِيۡنَ كَفَرُوۡۤا اَوۡلِيٰٓــئُهُمُ الطَّاغُوۡتُۙ يُخۡرِجُوۡنَهُمۡ مِّنَ النُّوۡرِ اِلَى الظُّلُمٰتِ‌ؕ اُولٰٓئِكَ اَصۡحٰبُ النَّارِ‌‌ۚ هُمۡ فِيۡهَا خٰلِدُوۡنَ.(۲۵۷)


کومو خلکو چې إيمان راوړی دی ، الله د هغوی مرستندوی دی، هغه دوی له تيارو نه د رڼا په لور را وباسي

او هغه کسان چې‌ د کفر لاره يې غوره کړېده، د هغوی مرستندوی طاغوت دی او هغوی دوی له رڼا نه د‌ تيرو په لور را وباسي، دا دوزخ ته تلونکي خلک دي، چې هلته به دوی تل تر تله پراته وي.(۲۵۷).


د ۲۵۷ آيت تفسیر:

له تيارو نه مراد د جهالت او ناپوهي تياري دي چې په هغې کښې له انسان نه د خپلې کاميابي او نيک بختي لاره ورکه وي او خپل ټول قوتونه په غلطو لارو کښې مصرفوي او له نُور نه مراد د حق علم دی چې په رڼا کښې يې انسان ته د خپل ژوند مقصد ښکاري او ځان ته د ژوند لپاره درسته لار ټاکلی شي.


(طاغوت): طاغوت دلته د طاغوتانو ( جمعې) په معنا کښې استعمال شوی دی ، يعنې کله چې انسان د‌ خدای له لارې نه واوړي ، بيا د ډېرو طواغيتو په پنجو کښې ګېرېږي او د هر يوه خپلې غوښتنې وي.

يو طاغوت د انسان خپل نفس دی بل طاغوت شیطان دی او نور بې شمېره طاغوتان په دنيا کښې خپاره دي چې هر يو له تا نه خپله پيروي کول غواړي او کوښښ کوي چې د خپلو ناوړه اهدافو لپاره د استعمال کړي. دغه رنګ انسان چې د خدای لار يې پرېښې وي هر وخت پریشان وي چې په دې دومره ډېر طواغيتو کښې کوم يو خوشحال کړي او کله يې غوښتنې هم سره متضادې وي.


ورته مطالب
+