سورة البقرة رکوع ۳۵ (۲۵۷ - ۲٦۰ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۳۵ (۲۵۷  - ۲٦۰ آیت)


سورة البقرة. آيت ۲۵۷ 

اَلَمۡ تَرَ اِلَى الَّذِىۡ حَآجَّ اِبۡرٰهٖمَ فِىۡ رَبِّهٖۤ اَنۡ اٰتٰٮهُ اللّٰهُ الۡمُلۡكَ‌ۘ اِذۡ قَالَ اِبۡرٰهٖمُ رَبِّىَ الَّذِىۡ يُحۡىٖ وَيُمِيۡتُۙ قَالَ اَنَا اُحۡىٖ وَاُمِيۡتُ‌ؕ قَالَ اِبۡرٰهٖمُ فَاِنَّ اللّٰهَ يَاۡتِىۡ بِالشَّمۡسِ مِنَ الۡمَشۡرِقِ فَاۡتِ بِهَا مِنَ الۡمَغۡرِبِ فَبُهِتَ الَّذِىۡ كَفَرَ‌ؕ وَاللّٰهُ لَا يَهۡدِى الۡقَوۡمَ الظّٰلِمِيۡنَ‌ۚ.(۲۵۸).


آيا تا د هغه شخص په حال غور نه دی کړی، چې له ابراهيم سره يې په دې جګړه کړې وه چې د ابراهيم رب څوک دی؟ ځکه چې هغه ته الله سلطنت ورکړی و. کله چې ابراهيم و ويل: زما رب هغه دی چې مړه کول او ژوندي کول کوي، هغه و ويل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کوم. ابراهيم و ويل : نو، الله خو لمر له مشرق نه را خېژوي، نو ته يې له مغرب نه را وخېژوه ، نو ( چې دا يې واورېدل) هغه د حق منکر حیران دريان شو او الله داسې ظالم قوم ته هدايت نه کوي.(۲۵۸).


د ۲۵۸ آيت تفسير:

مخکې و ويل شو چې د مؤمن مرستندوی الله پاک دی ، له تيارو نه يې د رڼا په لور را وباسی او د کافر مرستندوی طاغوت دی چې له رڼا نه يې د تيارو په لور را وباسي.

اوس د دې حقيقت د توضیح لپاره درې واقعات ذکر کېږي، چې لومړۍ مثال يې د ابراهيم او نمرود دی چې هغه ته حق واضح شو ، له ابراهيم سره په خبرو کښې بې ځوابه هم شو، خو طاغوت يې ملګری و د حق د څرګند کېدو نه وروسته هم هغه د رڼا په لور رانغی ځکه چې شيطان پرې مسلط و.

له دې روسته جوښت په ۲۵۹ او ۲۶۰ آيت کښې چې کوم مثالونه بيانېږي هغه د داسې خلکو دي چې په الله يې اعتماد و، الله هغوی ته داسې لارښونه وکړه چې د غيب د پردې تر شا حقيقتونه ئې ورته وښودل او په بشپړه توګه يې په رڼا کښې کړل.

له دغه شخص سره چې د ابراهيم علیه السلام مناظره شوې وه ، نوم يې په تاريخ کښې نمرود ياد شوی دی ، چې ۲۰۵۰ ق ميلاد کښې زېږېدلی دی،  چې د ابراهيم د وطن ( عراق) بادشاه و ، د تعجب خبره دا ده چې دلته چې د کومې واقعې یادونه شوېده بائيبل کښې يې يادونه نه ده شوې.خو تلمود کښې دغه بشپړه کيسه شتون لري او تر ډېره بریده له قرآن سره موافقت هم لري. په تلمود کښې راغلي دي: چې د ابراهيم پلار د نمرود په سلطنت کښې له ټولو ځنې په غټ منصب مقرر و. ابراهيم چې کله د شرک او بتانو مخالفت پيل کړ او په ښکاره يې د توحيد بيان شروع کړ او په بتخانه کښې ئې بتان مات کړل ، نو پلار

يې پخپله د ځوی دوسيه د بادشاه مخې ته وړاندې کړه او بيا دغه مناقشه په دربار کښې  تر سره شوه.


( في ربه)

يعنې جګړه او بحث په دې څرخېده چې ابراهيم څوک خپل رب مني؟ او جګړه له دې امله پيدا شوې وه چې دغه شخص( نمرود) ته الله حکومت ورکړی و. په دغه دوه جملو کښې د جګړې نوعيت ته اشاره شوېده ، دې لپاره په لاندې خبرو ځان پوهول لازم دي:

(۱) له پخوا زمانې څخه په ټولو مشرکو ټولنو کښې دا خبره په مشترکه توګه شتون لري چې هغوی الله د ټولو خدايانو نه د ستر خدای( رب الارباب) په توګه خو مني، ليکن هغه يواځنی خدای ، رب او معبود نه مني.

( ۲) مشرکانو خدائي تل په دوه برخو وېشلی ده يوه د فطرت نه پورته يا بره خدائي، چې هغه د اسبابو په سلسله حکمراني ده، چې هغې ته انسان په خپلو حوائجو او مشکلاتو کښې د‌ مرستې لپاره رجوع کوي، په دغه خدائي کښې مشرکين له خدای سره ارواح ( روحونه) ، ملائک ، پيريان ، سيارې او نور ډېر شيان شريکوي، له هغو نه هم دعاګانې غواړي، د هغو په وړاندې د پرستش مراسم پرځای کوي او دربار ته يې نذرونه وړي.

دوهمه د تمدني او سياسي معاملاتو خدائي ( حاکميت) ده، کوم چې د ژوند د قوانينو د ټاکلو واک او اختيار لري او د أمر اطاعت يې لازم وي او چا ته چې د دنياوي معاملاتو په اړه د تقنين او حاکميت بشپړ اختيارات حاصل وي او په دنياوي معاملاتو کښې ورته د حکمراني مطلق اختيارات حاصل وي ، دغه دوهم قسم خدائي ټولو مشرکينو چې په هر عصر کښې تېر شوي له خدای نه سلب کړېده يا يې دغه خدائی د خدای، شاهي کورنۍ ، مذهبي مشرانو ، او د ټولنې د غټو خلکو تر منځ تقسيم کړېده، ډېری شاهي کورنۍ په دغه دوهمه معنا کښې د خدائي مدعيانو شويدي ، او د دې د قوي کولو لپاره يې په لومړني معنا د خدايانو د اولاد کېدو دعوا هم کړېده (چې موږ په لومړنۍ معنا‌د خدايانو) اولادونه يو او مذهبي طبقات ورسره په دغه معامله کښې شريک ول.


(۳) د نمرود د خدائي دعوا هم دغه دوهم قسم وه ، هغه د الله تعالیٰ د وجود ځنې منکر نه و ، د هغه دا دعوا نه وه چې د ځمکې او اسمانونو خالق او د کائناتو مدبر هغه دی ، د هغه دا وينا نه وه چې د اسبابو او مسبباتو په ټوله سلسله د هغه حکومت چلېږي، بلکې د هغه دعوا دا وه چې د عراق او د اوسېدونکو يې مطلق حاکم زه يم ، زما وينا قانون ده، زما په سر کوم لوړ حاکم نشته دی، چې زه د هغه په وړاندې ځواب ورکړم او د عراق هر اوسېدونکی چې په دغه معنا ما خپل خدای ٫٫رب،، نه مني يا کوم بل څوک رب ومني  هغه باغي او غدار دی.

(۴) ابراهيم چې کله و ويل : زه يواځې رب العالمين خپل خدای ، معبود او رب منم او له هغه پرته د بل چا له خدائي او ربوبيت نه په قطعي توګه منکر يم ، دلته يواځې دا پوښتنه پيدا نه شوه چې د ملي مذهب ( شرک) او مذهبي معبودانو په اړه د ده دا نوې مفکوره تر کومه بریده د تحمل وړ ده ، بلکې دا پوښتنه هم ورسره يو ځای پيدا شوه چې قومي رياست او مرکزي اقتدار چې د دې عقيدې له امله  کومه ضربه خوري هغه ولې تحمل کړای شي؟ له همدې امله ابراهيم عليه السلام د بغاوت په جرم کښې نمرود ته وړاندې شو.


( إن الله يأتي بالشمس من المشرق ......).

په لومړنۍ جمله ( ربي الذي يحي و يميت)  کښې ابراهيم عليه السلام دا خبره څرګنده کړې وه چې له الله نه پرته بل څوک رب نه شي جوړېدی، خو نمرود په ډېر جهالت او غرور سره دا ځواب ورکړ چې زه هم ژوندي کول او مړه کول کوم. ابراهيم عليه السلام له ده سره و نه نخښته بلکې د بل نوي دليل لور ته لاړ هغه دا چې الله له مشرق نه لمر راخېژوي ته يې له مغرب نه را وخېژوه، په دې اړه هغه ځواب پيدا نه کړ حيران دريان او غلی شو، ځکه هغه پوهېده او د‌ قوم هم دا عقيده وه چې لمر او سپوږمۍ د الله په اختيار کښې دي، خو په حقيقت اعتراف کول هم ورته ګران ول، ځکه چې بيا به له خپل مطلق حاکميت نه لاس په سر کېده، د خدای حاکميت به يې منه خو دې لپاره د هغه طاغوت نفس تیار نه و ، له دې امله هغه حيران دريان او غلی شو، د خود پرستي له تيارو نه د حق پرستي د رڼا په لور را نغی، که د طاغوت په ځای يې خدای خپل دوست، ولي او مرستندوی نيولی وی، د حضرت ابراهيم د تبليغ له امله به يې حقه لاره موندلې وی.

د تلمود بيان دی چې د دې مناظرې نه وروسته د بادشاه په حکم دی بندي کړل شو ، لس ورځې په محبس کښې و ، بيا د بادشاه پارليمان په اور کښې د هغه د سوزولو پرېکړه وکړه او په اور کښې يې وغوزوه.

د سورة انبياء په ۵ رکوع ، العنکبوت ۲-۳ رکوع او ډ الصافات په ۴ رکوع کښې د دغې پېښې تفصيلات بيان شويدي.


۲۵۹ -۲۶۰ آيت سورة البقرة.


اَوۡكَالَّذِىۡ مَرَّ عَلٰى قَرۡيَةٍ وَّ هِىَ خَاوِيَةٌ عَلٰى عُرُوۡشِهَا ‌ۚ قَالَ اَنّٰى يُحۡىٖ هٰذِهِ اللّٰهُ بَعۡدَ مَوۡتِهَا ‌ۚ فَاَمَاتَهُ اللّٰهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهٗ ‌ؕ قَالَ كَمۡ لَبِثۡتَ‌ؕ قَالَ لَبِثۡتُ يَوۡمًا اَوۡ بَعۡضَ يَوۡمٍ‌ؕ قَالَ بَلۡ لَّبِثۡتَ مِائَةَ عَامٍ فَانۡظُرۡ اِلٰى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمۡ يَتَسَنَّهۡ‌ۚ وَانْظُرۡ اِلٰى حِمَارِكَ وَلِنَجۡعَلَكَ اٰيَةً لِّلنَّاسِ‌ وَانْظُرۡ اِلَى الۡعِظَامِ كَيۡفَ نُـنۡشِزُهَا ثُمَّ نَكۡسُوۡهَا لَحۡمًا ‌ؕ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهٗ ۙ قَالَ اَعۡلَمُ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ.(۲۵۹). وَاِذۡ قَالَ اِبۡرٰهٖمُ رَبِّ اَرِنِىۡ كَيۡفَ تُحۡىِ الۡمَوۡتٰى ؕ قَالَ اَوَلَمۡ تُؤۡمِنۡ‌ؕ قَالَ بَلٰى وَلٰـكِنۡ لِّيَطۡمَئِنَّ قَلۡبِىۡ‌ؕ قَالَ فَخُذۡ اَرۡبَعَةً مِّنَ الطَّيۡرِ فَصُرۡهُنَّ اِلَيۡكَ ثُمَّ اجۡعَلۡ عَلٰى كُلِّ جَبَلٍ مِّنۡهُنَّ جُزۡءًا ثُمَّ ادۡعُهُنَّ يَاۡتِيۡنَكَ سَعۡيًا ‌ؕ وَاعۡلَمۡ اَنَّ اللّٰهَ عَزِيۡزٌ حَكِيۡمٌ.۞ (۲۶۰).


٫٫او يا د مثال په توګه هغه کس و وينئ، چې په يو داسې کلي تېر شو چې په خپلو چتونو پرېوتی و، هغه و ويل: دا نفوس چې هلاک شوی دي، دا به له مرګ نه وروسته الله په دوهم ځل څنګه ژوندی کوي؟ نو الله د هغه روح قبض کړ او تر سل کلونو پورې يې مړ وساته، بيا الله هغه په دوهم ځل ژوندی کړ او له هغه نه يې پوښتنه وکړه: وايه! څومره موده پروت وې؟ هغه و ويل: يوه ورځ يا څو ساعته به پروت وم. الله و ويل: بلکې تا دلته سل کاله وخت تېر کړي دی. نو ته خو لږ خپل خوراک او څښاک ته وګوره چې تغيير هم په کښې نه دی راغلی او خپل خره ته وګوره ( چې هر څه يې وراسته شوي دي ) او دا مو په دې خاطر وکړل چې موږ تا خلکو ته يوه نښه جوړول غواړو او هډوکو ته يې وګوره چې موږ يې څنګه( خپل ځای ته)  جګوو او غوښه ورته اغوندو، نو کله چې ده ته دا حقيقت ښه څرګند شو ، و ئې ويل: زه پوهېږم چې الله په هر شي باندې ښه قدرت لري،،.(۲۵۹).


٫٫او هغه پېښه هم په ذهن کښې وساته، چې کله ابراهيم و ويل: ای زما ربه! ما ته وښايه چې ته مړي څنګه ژوندي کوې؟ وئې ويل: آيا ته په دې إيمان نه لرې؟ هغه و ويل: ايمان خو لرم ، ليکن دزړه اطمینان راته په کار دی. ٫الله، و ويل: نو څلور مرغان ونيسه او له ځان سره ئې آموخته کړه، بيا ئې يوه يوه برخه په يو يو غره کېږده ، بيا هغه را وبله، هغو به تاته په منډه راځي او ښه پوه شه چې الله په هر کار غالب او د حکمت خاوند دی،،.(۲۶۰).


د ۲۵۹ آيت تفسير:

دا يې دوهم مثال دی چې الله خپل دوستان په څه قسم له تيارو نه رڼا ته را وباسي ، چې دغه کس ته يې د مړو د ژوندي کولو مشاهده وکړه ، لومړي دی خپله له سل کلونو ځنې وروسته ژوندی کول او بيا په ځانګړې توګه ورته د هغه د مرکب( حمار)  ژوندي کولپه داسې توګه و ښودل چې د هغه د ژوندي کولو ټول ترتيب ده په خپلو سترګو ليده، ده ته د دې پېښې په ذريعه د بيا ژوندي کولو په اړه داسې څرګندې او واضح نښانې وليدلې او د دومره مهمې قضيې په اړه ورته داسې معلومات ورکړل شول چې د نړۍ په طبي، ساينسي او علمي تاريخ کښې ئې بيلګه نه ليدل کېږي.

دا شخصيت معروف او مشهور شخصيت و، سل کاله وروسته د ده بيا نړۍ ته راتلل په خپله يوه عجيبه پېښه او خلکو لپاره د الله د قدرت ستره نمونه وه.

دا شخص څوک و؟ دا پېښه چېرته شوې وه؟ د تاريخ په کومه مقطع کښې شوې وه ؟ دا پوښتنې مهمی نه دي ، له همدې امله قرآن ورته تعرض نه دی کړی، خو په عمومي توګه د مفسرينو ميلان دېته دی چې دا کس يو اسرائيلي نبي (عزير عليه السلام) و او د پېښې ځای غالبا بيت المقدس دی يا هغه کلی چې خلک يې د مرګ له وېرې په ګڼ تعداد کښې ترې تښتېدلي ول ، په دې ارتباط د مفسرينو متعدد اقوال شتون لري.


د ۲۶۰ آيت تفسير:

ويل کېږي چې کله ابراهيم عليه السلام نمرود ته و ويل: زما رب مړه کول او ژوندي کول کوي ، هغه و ويل: تا په خپله دا حالت ليدلی ، ابراهيم عليه السلام  و ويل: نه. له دې ځای نه ده سره دا داعيه خلق شوه چې دا حالت بايد و ويني ، له دې امله يې له الله نه وغوښتل چې دا حالت ورته وښائي.

دلته ځينو دا پوښتنه پورته کړېده چې دغه رنګ شيان دنيا کښې چاته ښودل خو د امتحان مقصد فوت کوي او موسیٰ عليه السلام ته هم ځکه مثبت ځواب ورنکړل شو چې الله ورته ځان ښکاره کړي، د دې ځواب دا دی چې د خدای معامله له انبياؤ سره د عامو خلکو په نسبت تفاوت لري ، د عامو خلکو لپاره په دغه رنګ موضوعاتو کښې په غيبو إيمان بسنه کوي، خو د أنبياؤ معامله جلا ده، ځکه نبيان له بعثت نه وړاندې د إيمان بالغيب له مراحلو نه تېر شوي وي، نو عموما انبياؤ ته ځينې مشاهدات کېږي، لکه دلته د ابراهيم کيسه ذکر شوې ده ، د عزير کيسه یاده شوه، په همدې  سورة البقرة کښې د موسیٰ عليه السلام په وخت کښې د يو کس د ژوندي کولو پېښه ياده شوېده، د عيسیٰ عليه السلام په لاس د مړو د ژوندي کولو پېښې او نور .......... د‌ عامو خلکو په نسبت پيغمبرانو ته د ډېر علم او معلوماتو ضرورت وي ځکه هغه په ځمکه کښې د خدای تشريعي استازی او مبعوث وي ، د هغه د معلوماتو کچه، منابع او ذرائع بايد له فلسفيانو نه ډېر لوړ، شفاف، مستند او رېښتوني وي.همدا راز کله عامو خلکو ته هم داسې نښانې ښوول شويدي لکه د کهف د اصحابو پېښه. دا شيان کله الله د ځينو د اطمینان او د زه د سکون لپاره تر سره کوي لکه أنبياء او کله د عامو خلکو د ايمان د ساتلو او حفاظت لپاره داسې پېښې تر سره کېږي.


د موسیٰ عليه السلام په وخت کښې د مړي د ژوندي کولو او د کهف د اصحابو په پېښو دا تبصره قران هم کړېده چې ٫٫خلک په دې پوه شي چې قیامت حق دی او الله په مړو ژوندي کولو قادر دی.،،.

هسې خو په عادي توګه هره ورځ الله په زرګونو شيان ژوندي کوي خو هغه د ډېر والي او هره ورځ د کېدو له امله خلکو ته طبعي او عادي ښکاري، نو ځکه الله پاک کله د انبياؤ په لاس او کله په عامه توګه داسې پېښې هم ښکاره کوي چې خلکو ته عادي نه بلکې نا اشنا ښکاره شي.


( فصرهن اليک).:

د‌ دې دوه معناوې مفسرينو کړيدي ۱- دا مرغان له ځان سره اموخته کړه. په دې صورت کښې بيا ٫٫مزقهن،، په کښې مقدر مراعات شوی دی. يعنې اموخته يې کړه بيا يې حلال او ميده کړه، بيا يې په هر غره يوه برخه غوښه کېږده.

۲- دوهمه معنا يې ده ٫٫ مزقهن و قطعهن ،، ( میده او قطع يې کړه).


(د مرغانو د اموخته کولو حکمت).:

د مرغانو د اموخته کولو حکمت دا دی چې تر څو دا مرغان ښه و پېژني چې وروسته پرې دا اشتباه رانشي چې دا د هغو په شان نور مرغان دي. همدغه حکمت په ٫٫يأتينک سعيا،،( په منډو به درته راځي)  کښې هم رعايت شوی دی، ځکه چې که دغه مرغان په هوا کښې راغلي وی ، دا اشتباه پيدا کېده چې دا د هغو په شکل نور مرغان دي، خو کله چې په ځمکه په منډو را روان وي بيا دا اشتباه هم نه پيدا کېږي او د ژوندي کولو معامله په شفافه توګه سر ته رسېږي.

( کل جبل): د هر غره نه دا هدف نه دي چې د دنيا په ټولو غرونو بلکې هدف ترې دا دی په يو څو غرونو چې هغه ځای کښې موجود ول کېږده ٫٫کُلّ،، په دغه دواړو معناوو کښې استعمالېږي.

( والله عزيز حکيم) کښې دېته اشاره ده چې الله په هر کار کولو قادر دی او هر چاته دغه رنګ پېښې ښکار کولی شي خو هغه حکيم دی د ښکاره کولو وخت او ځای يې پېژني.


(د پيغمبرانو او فلسفيانو د‌ معلوماتو تفاوت).:

د فلسفيانو علم د هغو په شخصي تفکر ولاړ وي، کله درست وي او کله غلط، نه يې د درست والي په اړه فلسفي يقين لري او نه د غلط والي په اړه ، معامله ټوله په وهم ، ګومان ، تخمين او اټکل روانه وي.

د پيغمبرانو علم په يقيني بنسټونو ولاړ وي ، يا وحې وي چې هغه هم د علم يو يقيني لاره ده ځکه هغه د الله له لوري د ملائکو په ذريعه راځي، نو هم يې منبع درسته ده او هم يې د راتلو لار محفوظ ده

او کله د انبياؤ د معلوماتو بنسټ حق مشاهدات وي چې دا هم د الله له طرفه ورته کېږي، نو د انبياؤ معلومات د فلسفيانو د معلوماتو په نسبت ډېر کره او کوټلي وي، ځکه نبي وايي: دا زه چې څه وايم ما ليدلي دي او فلسفي وائي: دا زما خيال دی.

(د علم مراتب).:

په يو اعتبار د علم درې مراتب دي ، يو علم اليقين دی ، يو عين اليقين دی دريم حق اليقين دی ، د انبياؤ علم د حق اليقين او عين اليقين په مرتبه کښې دی ، د مابعد الطبعيات په اړه د فلسفيانو  علم د هيڅ برابر

دی. دا سې هم ويلی شو: چې يو هغه علم دی چې اساس يې په عقلي استدلال وي ، دوهم هغه چې بنسټ يې مشاهده او ليدل وي ، بل هغه دی چې اساس يې په تجربه وي ، د پيغمبرانو علم د مابعد الطبعيات په اړه په مشاهده يا په صحيح خبر(وحي) ولاړ دی  او د فلسفي معلومات  هيڅ پوخ بنسټ نه لري يا د هغه شيانو په اړه عقلي استدلال دی چې لا ليدلي يې هم نه دي او مابعد الطبعيات شيان د تجربوي علومو له رينج نه هم خارج دي.


ورته مطالب
+