سورة البقرة رکوع ۳٦ (۲٦۱ - ۲٦٦ آیت)

19-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۳٦ (۲٦۱  - ۲٦٦ آیت)


سورة البقرة. آيت ۲٦۱ - ۲٦٤ 

مَثَلُ الَّذِيۡنَ يُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَهُمۡ فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ اَنۡۢبَتَتۡ سَبۡعَ سَنَابِلَ فِىۡ كُلِّ سُنۡۢبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ‌ؕ وَاللّٰهُ يُضٰعِفُ لِمَنۡ يَّشَآءُ‌ ؕ وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِيۡمٌ.۞(۲۶۱) .اَلَّذِيۡنَ يُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَهُمۡ فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ ثُمَّ لَا يُتۡبِعُوۡنَ مَاۤ اَنۡفَقُوۡا مَنًّا وَّلَاۤ اَذًى‌ۙ لَّهُمۡ اَجۡرُهُمۡ عِنۡدَ رَبِّهِمۡ‌ۚ وَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُوۡنَ ۞.(۲۶۲). قَوۡلٌ مَّعۡرُوۡفٌ وَّمَغۡفِرَةٌ خَيۡرٌ مِّنۡ صَدَقَةٍ يَّتۡبَعُهَاۤ اَذًى‌ؕ وَاللّٰهُ غَنِىٌّ حَلِيۡمٌ ۞.(۲۶۳). يٰۤـاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تُبۡطِلُوۡا صَدَقٰتِكُمۡ بِالۡمَنِّ وَالۡاَذٰىۙ كَالَّذِىۡ يُنۡفِقُ مَالَهٗ رِئَآءَ النَّاسِ وَلَا يُؤۡمِنُ بِاللّٰهِ وَالۡيَوۡمِ الۡاٰخِرِ‌ؕ فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ صَفۡوَانٍ عَلَيۡهِ تُرَابٌ فَاَصَابَهٗ وَابِلٌ فَتَرَكَهٗ صَلۡدًا ‌ؕ لَا يَقۡدِرُوۡنَ عَلٰى شَىۡءٍ مِّمَّا كَسَبُوۡا ‌ؕ وَاللّٰهُ لَا يَهۡدِى الۡقَوۡمَ الۡـكٰفِرِيۡنَ.۞ (۲٦٤).


٫٫کوم خلک چې خپل مالونه د الله په لاره کښې لګوي، د هغو (د مصرف) مثال داسې دی لکه يوه دانه چې اووه وږي زرغون کړي او په هر وږي کښې سل دانې وي او الله چې د چا لپاره وغواړي اجر زياتوي، د الله فضل پراخه او هغه ښه پوه هم دی.(۲۶۱).کوم خلک چې خپل مالونه د الله په لار کښې لګوي ، بيا په خپل خيرات پسې نه په چا احسان نه کوي او نه ازار ورکوي، د دوی اجر د دوی د رب سره دی، نه به په دوی څه وېره وي او نه به دوی غمژن کېږي،،.(۲۶۲).

,٫٫يوه ښه خبره کول او ( په نامناسبه خبره) بخښنه کول له هغه خيرات نه غوره ده، چې ورپسې زورونه وي ،  لله بې پروا او تحمل کولو والا دی.(۲۶۳). ای د إيمان خاوندانو! خپل خیراتونه په ازبادلو او ضرر رسولو د هغه کس د خيرات په شان مه بربادوئ، چې خپل مال خلکو ته د ښونې په خاطر مصرفوي او په الله او اخرنۍ ورځ إيمان نه لري ، نو د ده د مصرف مثال داسې دی لکه په يوه خويه تيګه چې خاوره وي او بيا پرې زورور باران وشي او هغه تيګه پاکه پرېږدي( خاوره يې لاړه شي). دوی به د خپل عمل په ثواب ترلاسه کولو قادر نه شي او الله داسې منکرينو ته سمه لاره نه ښائي،،.(۶۴).


د ۲٦۱ آيت تفسير:

په دوه دير شمه‌‌ رکوع کښې مؤمنانو ته دعوت ورکول شوی و چې په کوم ستر مقصد تاسو ايمان راوړی دی ، هغه له تاسو نه د ځان او مال د قرباني غوښتنه کوي ، هلته يې ابتدائي غوندې يادونه وشوه ، د موضوع سره په تړاو لرونکو مواردو بحث وشو، دلته بېرته همغه بحث بيا را معاد شو ، او د انفاق في سبيل الله موضوع يې له بحث لاندی ونېوله.

د مال مصرف د جلا جلا مقاصدو لپاره خلک کوي ، څوک د ځينو شخصي او قومي ګټو لپاره خپل مال مصرفوي، څوک د نوم او ريا مقصد په مخکې لري. خو د قرآن له مخې د هغه إنفاق اجر الله بنده ته ورکوي چې هغه يواځې د الله د رضاء لپاره وي او د خدای د طاعت په لارو چارو کښې مصرف شي.

که مال د خپل شخصي ضرورت د پوره کولو لپاره مصرف شي يا د خپل عيال او رشته دارانو د پالنې لپاره  يا د محتاجانو او فقيرانو سره مرسته وي ، يا د دين د غلبې او اشاعت او جهاد لپاره وي ، يا د رفاه عامه په کار کښې ولګول شي، دا ټول في سبيل الله ګڼل کېږي.

( واسع عليم ): په عليم کښې دېته اشاره ده چې الله ستاسو په نيت او اخلاص پوهېږي، ستاسو احساسات ورته ښه معلوم دي، څوک چې څومره په خلوص او ښه نيت مال مصرف کړي الله د هغه د نيت او خلوص په حساب ورته اجر ورکوي. هغه خدای چې له يوې دانې نه اووه وږي او هر وږي کښې سل دانې زرغونولی شي ، هغه تاسو ته په ډېر اجر درکولو هم قدرت لري او د هغه فضل پراخه دی چې ستاسو عمل د څومره اجر مستحق وي هغومره به درکوي.


د ۲۶۲ آيت تفسير:

يعنې دا ويره به پرې نه وي چې اجر به يې ضائع شي او نه به دا موقع راشي چې دوی په خپل إنفاق پښېمانه او غمجن شي ، بلکې آخرت کښې به پر خپل عمل ډېر خوښ وي. ختم شد.


د ۲۶۳ آيت تفسير:

( والله غني حليم)  په دا يوه جمله کښې دوه پيغامونه انسان ته ورکول شوي دي، لومړی دا چې الله ستاسو خیرات ته محتاج نه دی، هغه غني او بې پروا دی. بل دا چې الله په خپله حليم او تحمل کونکی دی ځکه يې هغه خلک خوښ دي چې تنګ نظر او کم ظرفه نه وي، بلکې د پراخې حوصلې او تحمل خاوند

وي. د خدای نعمتونه او پېرزوينې مسلسل په انسان روانې دي، سره د دېنه چې انسان په تکرار سره ګناهونه هم کوي، خو د دې هر څه سره الله پرې خپل لورينه نه بندوي. نو د دومره ستر خدای به هغه خلک څنګه خوښ شي چې کوم غريب ته يو وخت ډوډۍ ورکړي بيا يې پرې ازبادي، تکليف ورته ورکوي او د هغه عزت نفس ته نقصان رسوي.

حديث شريف کښې راغلي دي، (عن أبي ذر قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ثلاثة لا يكلمهم الله يوم القيامة، ولا ينظر إليهم، ولا يزكيهم، ولهم عذاب أليم: المنان بما أعطى، والمسبل إزاره، والمنفق سلعته بالحلف الكاذب).(رواه مسلم)

٫٫چې الله به د قيامت په ورځ له داسې خلکو سره خبرې ونکړي ، او د رحمت په نظر به ورته ونه ګوري او نه به يې له ګناه نه پاک کړي او دردناک عذاب هم ورته شتون لري. کوم چې احسان اچونکی وي ، او پاينڅې يې ښکته وي او خپل مال په درواغجنو قسمونو خرڅوي،،.


د ۲۶۴ آيت تفسير:

( و لايومن بالله واليوم الآخر).  يعنې د رياکاري خیراتونه يې د دې دليل دی چې په الله او آخرت ايمان نه لري او نه د آخرت د ثواب توقع لري، چې څه کوي خلکو ته د ښونې لپاره يې کوي ، لکه د ده خدای چې دا خلک وي.

( فمثله کمثل صفوان).:  په دې مثال کښې له باران نه مراد خيرات دی، له تيګې ( ګټ) نه مراد د نيت هغه خرابوالی دی چې له  هغې سره خيرات شوی دی، د خاورې له سطحې نه مراد د نيکي هغه ظاهري شکل دی  چې د نيت خرابي يې شاته  پټه ده. له دې تشريح نه ورسته په مثال په ښه توګه پوهېدای شو ،د باران طبعي غوښتنه دا ده چې له امله يې ځمکه شنه شي او کښت وده وکړي، خو کله چې شنه کېدو والا ځمکه تش په نوم ځمکه او يوه سطحي لايه وي او د خاورې د دې د پورتنۍ سطحې د لاندې وچه کلکه تيګه وي، نو په دغه رنګ حالت کښې باران د ګټې په ځای په معکوسه توګه تاوان رسوي .

همدغه راز صدقات هم صالح عمل او نيکي ته د ودې ورکولو قوت لري ، مګر د ګټې رسولو لپاره ئې ریښتوني نيت او درستې جذبې ته ضرورت دی، که نيت نيک نه وي هيڅ ګټه هم نه رسوي.، يواځې د مال ضياع ده.

( الکافرين).:   دلته د ٫٫کافر ،، لفظ د شکر نه کونکي او د نعمت د منکر په معنا کښې استعمال شویدی. کوم کس چې د الله له خوا ورکړل شوی نعمت د هغه د رضا لپاره د هغه په لاره کښې د لګولو په ځای د مخلوق د خوښولو لپاره کاروي ، يا که د خدای په لاره کښې هم څه مال ورکوي ، ورسره زورونه او ازبادل هم کوي ، نو دغه شان کس ناشکره او د خپل خدای احسان هېروونکی دی ، نو کله چې دی په خپله د خدای د رضا طالب نه وي، نو الله له دېنه بې پروا دی چې خامخا ورته د خپلې رضا لاره وښائي.


سورةالبقرة. آيت ۲۶۶-۲۶۵ 

وَمَثَلُ الَّذِيۡنَ يُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَهُمُ ابۡتِغَآءَ مَرۡضَاتِ اللّٰهِ وَ تَثۡبِيۡتًا مِّنۡ اَنۡفُسِهِمۡ كَمَثَلِ جَنَّةٍۢ بِرَبۡوَةٍ اَصَابَهَا وَابِلٌ فَاٰتَتۡ اُكُلَهَا ضِعۡفَيۡنِ‌ۚ فَاِنۡ لَّمۡ يُصِبۡهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ‌ؕ وَاللّٰهُ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ بَصِيۡرٌ.۞(۲۶۵).اَيَوَدُّ اَحَدُكُمۡ اَنۡ تَكُوۡنَ لَهٗ جَنَّةٌ مِّنۡ نَّخِيۡلٍ وَّاَعۡنَابٍ تَجۡرِىۡ مِنۡ تَحۡتِهَا الۡاَنۡهٰرُۙ لَهٗ فِيۡهَا مِنۡ كُلِّ الثَّمَرٰتِۙ وَاَصَابَهُ الۡكِبَرُ وَلَهٗ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَآءُ  ۖۚ فَاَصَابَهَاۤ اِعۡصَارٌ فِيۡهِ نَارٌ فَاحۡتَرَقَتۡ‌ؕ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللّٰهُ لَـكُمُ الۡاٰيٰتِ لَعَلَّكُمۡ تَتَفَكَّرُوۡنَ.۞(۲۶۶).


٫٫او هغه خلک چې خپل مالونه د الله د رضا د غوښتلو په خاطر د زړه د بشپړ ثبات او ارام سره مصرفوي، د هغو د انفاق مثال داسې دی، لکه په يوه جګ ځای چې يو باغ وي. که تیز باران پرې وشي خپلې مېوې دوه چنده کړي ، نو که زورور باران پرې ونه شي نو نری باران هم ورته کفايت کوي ، تاسو چې څه کوۍ هغه ټول د الله تر نظر لاندې دي.(۲۶۵).

٫٫آيا په تاسو کښې څوک دا خوښوي، چې د ده دې د کجورو ، انګورو او هر قسم ميوو دانو نه ډک يو داسې باغ وي چې ويلې(واړه نهرونه)  هم ترې لاندې  بهېږي. په داسې حال کښې چې دی بوډا وي او بچي يې هم واړه وي، يوه تېزه هوا چې په کښې اور هم وي باغ و وهي نو وسوځي ، همدغه شان الله تاسو ته خپلې خبرې بيانوي ، شايد تاسو غور اوفکري وکړۍ،،.(۲۶۶).


د ۲۶۵ آيت تفسير:

يعنې که د ښه نيت او احساس سره صدقه ورکول شي ، که صدقه ډېره وي او که لږه، هغه د الله سره اجر لري. له تېز باران نه مراد ډېره صدقه ده او له خفيف باران نه هدف لږه صدقه ده.

ځينو علماؤ د مثال تطبیق داسې کړی دی:

له تېز او شديد باران نه مراد هغه خيرات دی چې په بشپړه نيک نيتي او د خير د بشپړې جذبې سره تر سره شي او له نري٫٫ خفيف،، يا نرم باران نه مراد داسې خیرات دی چې د خير د جذبې شدت په کښې لږ کم وي، له تفاوت سره په دواړو کښې ثواب شتون لري.


علامه ألوسي ليکي:

وحاصل هذا التشبيه أن نفقات هؤلاء زاكية عند الله تعالى لا تضيع بحال وإن كانت تتفاوت بحسب تفاوت ما يقارنها من الإخلاص والتعب وحب المال والإيصال إلى الأحوج التقي وغير ذلك، فهناك تشبيه حال النفقة النامية لابتغاء مرضاة الله تعالى الزاكية عن الأدناس لأنها للتثبيت الناشىء عن ينبوع الصدق والإخلاص بحال جنة نامية زاكية بسبب الربوة وأحد الأمرين الوابل، والطل، والجامع النمو المقرون بالزكاء على الوجه الأتم.

مطلب دا شو چې خيرات يې عبث نه ځي، البته د اخلاص او نورو عواملو په حساب په کښې تفاوت به را

راتلای شي.( جنة بربوة): جنة باغ ته وائي. ربوة ، هغه ځمکې ته وائي چې په جګه سطح پرته وي.٫٫ وابل،، غټو څاڅکو والا باران ته وائي. ٫٫ طل،، وړو څاڅکو والا خفيف او نري باران ته وائي. ٫٫ أُکُل،، نه مراد حاصلات او مېوه ده. ٫٫ ضعفين،، معنا ده دوه چنده ، ځينې يې څلورچنده ګني.


د ۲۶۶ آيت تفسير:

يعنې که تاسو دا خوښوۍ چې ستاسو د ټول عمر ګټه وټه په داسې يوه حساس موقع باندې تباه شي چې تاسو ورته ډېر محتاج ياست ، د مثال په توګه تاسو زاړه او بچي مو واړه وي، د دې وړ نه وي چې ستاسو مرسته وکړي، د عمر په دغسې حالت کښې نوره سرمايه جوړول هم امکان نه لري.  په دغه شان حالت کښې د دې بوډا د غم، تکليف  او خپګان احساس هر څوک کولی شي.

همدغه شان  که دنيا کښې چا د آخرت لپاره کار نه وي کړی او ټول کړه وه يې د دنيا د ګټې لپاره وي بيا هلته ګوري چې ميدان خالي دی او په لاس څه نه ورځي ،  د نوي سره د آخرت لپاره په اخرت کښې څه کول هم امکان نه لري، دی به د همدغه باغ والا غوندې هلته بې اسرې او نا هيلې پاتې کېږي.


ورته مطالب
+