19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۳۷ (۲٦۷ - ۲۷۳ آیت)
سورةالبقرة - آيت ۲٦۷ - ۲٦۹
يٰۤـاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡۤا اَنۡفِقُوۡا مِنۡ طَيِّبٰتِ مَا كَسَبۡتُمۡ وَمِمَّاۤ اَخۡرَجۡنَا لَـكُمۡ مِّنَ الۡاَرۡضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا الۡخَبِيۡثَ مِنۡهُ تُنۡفِقُوۡنَ وَلَسۡتُمۡ بِاٰخِذِيۡهِ اِلَّاۤ اَنۡ تُغۡمِضُوۡا فِيۡهِؕ وَاعۡلَمُوۡۤا اَنَّ اللّٰهَ غَنِىٌّ حَمِيۡدٌ.۞(۲٦۷).اَلشَّيۡطٰنُ يَعِدُكُمُ الۡـفَقۡرَ وَيَاۡمُرُكُمۡ بِالۡفَحۡشَآءِ ۚ وَاللّٰهُ يَعِدُكُمۡ مَّغۡفِرَةً مِّنۡهُ وَفَضۡلًا ؕ وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِيۡمٌۚ.۞(۲٦۸). يُؤۡتِى الۡحِكۡمَةَ مَنۡ يَّشَآءُ ۚ وَمَنۡ يُّؤۡتَ الۡحِكۡمَةَ فَقَدۡ اُوۡتِىَ خَيۡرًا كَثِيۡرًا ؕ وَمَا يَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الۡاَلۡبَابِ.۞(۲٦۹).
٫٫ای د ايمان خاوندانو! له هغه طيب (حلال يا غوره) مال څخه چې مو تر لاسه کړی دی او له هغه څخه چې مو درته له ځمکې نه راويستلي دي، يوه برخه (د الله په لاره کښې) ولګوئ. د هغه په لاره کښې د مصرف لپاره داسې ناکاره شی مه انتخابوئ (په داسې حال کښې) چې تاسو په خپله ئې منلو ته چمتو نه ياست، مګر دا چې سترګې پرې پټې کړۍ ( زړه نا زړه يې واخلۍ) پوه شئ چې الله بې پروا او د ښو صفتونو لرونکی دی،،.(۲٦۷).
٫٫شيطان تاسو له مفلسي نه وېروي او د شرمناکې کړنلارې خپلولو حکم درته کوي ، مګر الله درته د خپل مغفرت او فضل وعده درکوي ، د الله فضل ډېر پراخ او هغه ښه پوه دی،،.(۲۶۸).
٫٫چاته چې الله وغواړي حکمت ورته ورکوي او چا ته چې حکمت ورکول شي ، په حقيقت کښې هغه ته ډېر زيات خير ورکول شوی دی، له دې نصيحت نه يواځې عقل والا خلک درس اخلي،،.(۲۶۹).
د ۲٦۷ آيت تفسير:
دلته د ٫٫طیّبت،، لفظ ځينو د حلال په معنا اخيستی دی او ځينو د غوره او عُمده په معنا. د لومړۍ معنا په اساس يې معنا شوه( له هغه حلال مال نه چې تاسو ګټلی دی) او د دوهمې معنا په اساس يې معنا شوه:( له هغه غوره مال څخه چې تاسو ګټلی دی).که معنا يې غوره مال شي نو بيا هم يو شي ته تر هغې غوره نه شو ويلی تر څو حلال نه وي. هدف دا دی چې د خدای لاره کښې ښه نه ښه مال ولګوئ.
مسئله دا ده چې ښه نه ښه مال بايد د الله په لار کښې ورکړل شي، که څوک غوره مال نه لري چې هر څه يې ورکړل الله يې مني.
( ماکسبتم) د کسب په عموم کښې اولاد هم شامل دی، له همدې امله د يو حديث په بنسټ فقهاء وايي: چې پلار او مور ته د اولاد له ګټې څخه خوراک روا دی.( القرطبي او معارف)
( و مما اخرجنا لکم من الارض): په دې کښې د عشر مسئلې ته اشاره شوېده. امام ابوحنيفه وايي: د ځمکې په ټولو حاصلاتو کښې عشر واجب دی او نصاب ورته نه دی ټاکل شوی. صاحبين وايي: چې د ځمکې د حاصلاتو لپاره پنځه وسقه نصاب ټاکل شوی دی او يو وسق شپيته صاعه جوړېږي او د کيلو په حساب يو وسق ۱۹۵ کيلو جوړېږي، که له پنځه وسقو نه حاصلات لږ وي عشر پرې نشته دی ، همدا رايه د نورو فقهاوو هم ده، البته د وسق په مقدار د جمهورو په خيال ۱۲۲- ۴ کيلو دی.
د عشر او زکوٰة فرق:
عشر د مسلمانانو د ځمکو په حاصلاتو کښې واجب دی او زکوٰة په سرو، سپينو او نغدو پيسو کښې واجب دی ، همدا راز په څارويو ( اوښانو، غويانو، پسونو او بيزو) کښې هم په يو ځانګړي ترتيب سره زکوٰة شته دی.
(زکوٰة ، عشر او ټيکس کښې فرق):
عشر او زکوٰة عبادت دی که له حکومت نه يې اخيستل پاتې شي، خلک مکلف دي چې خپل زکاتونه او عشر مستحقينو ته ورکړي. (خراج او عشر): خراج هغه ټيکس دی چې مسلمان حکومت يې د يوې ځانګړې شرحې مطابق له غیر مسلم زميندارو نه اخلي، تعبدي اړخ نه لري.
(غني حميد). معنا ده له بندګانو نه بې پروا او د ستاينې وړ ( ستوده صفات) ذات دی، نوهغه چې د ښو او لوړو صفتونو خاوند دی نو په بندګانو کښې هم د ښو او حميده صفتونو خاوندانو سره محبت کوي، تنګ نظره، بې حوصلې او د ټيټو اخلاقو خاوندانو سره محبت نه کوي.
د ۲٦۸ آيت تفسير:
شيطان تاسو د فقر او مفلسي نه وېروي او له انفاق نه مو منع کوي ، د بخل حکم درکوي ، خو الله د انفاق په پايله کښې د مغفرت ، بخښنې او د خپل فضل وعده درسره کوي. اوس دا د انسان په پوهې او حکمت پورې اړه لري چې د شيطان په خبره اعتماد کوي او که د الله په وعده باور کوي.
( حکمت) د حکمت لفظ يو جامع لفظ دی ډېرې معناوې يې نقل شويدي. دلته ترې مراد صحيح بصيرت او د فيصلې درست قوت دی. دلته د دې وينا نه مراد دا دی چې له چا سره د حکمت سرمايه وي هغه به کله هم د شيطان په ښوولې شوې لاره لاړ نشي بلکې هغه پراخه لار به انتخابوي چې الله ښوولې ده. د شيطان د تنګ نظره مريدانو په وړاندې دا ډېره د هوښیارتیا خبره ده چې سړی يوه يوه پيسه ساتي او د لا ډېرولو کوښښ کوي، خو کومو خلکو ته چې الله حکمت ورکړی د هغو په نظر کښې دا ناپوهي ده، حکمت او پوهه دا ده چې سړی څومره ګټي له هغې نه خپل متوسط ضرورتونه پوره کړي او باقي په خلاص زړه د خير ښېګڼې په کارونو کښې ولګوي.
لومړنی شخص ممکن دنيا کښې لږ ښه ژوند تېر کړي خو ژوند دلته نه ختمېږي په دې پسې بل ژوند روان دی چې دا ژوند دهغی په نسبت ډېر لږ دی ، نو هغه شخص ناپوهه دی چې د لږ ژوند د ښه کولو لپاره خپل هغه دائمي ژوند برباد کړي. عقل والا هغه دی چې له دې لږ غوندې مهلت نه ګټه پورته کړي او په لږ خرڅ خپل د آخرت تل پاتې کور جوړ کړي.
۲۷۱-۲۷۰- آيت سورةالبقرة.
وَمَاۤ اَنۡفَقۡتُمۡ مِّنۡ نَّفَقَةٍ اَوۡ نَذَرۡتُمۡ مِّنۡ نَّذۡرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ يَعۡلَمُهٗ ؕ وَمَا لِلظّٰلِمِيۡنَ مِنۡ اَنۡصَارٍ.۞(۲۷۰).اِنۡ تُبۡدُوا الصَّدَقٰتِ فَنِعِمَّا هِىَۚ وَاِنۡ تُخۡفُوۡهَا وَ تُؤۡتُوۡهَا الۡفُقَرَآءَ فَهُوَ خَيۡرٌ لَّكُمۡؕ وَيُكَفِّرُ عَنۡكُمۡ مِّنۡ سَيِّاٰتِكُمۡؕ وَاللّٰهُ بِمَا تَعۡمَلُوۡنَ خَبِيۡرٌ.۞(۲۷۱)
٫٫او تاسو چې څه مال لګولی دی او يا څه نذر مو منلی دی ، هغه الله ته معلوم دی او ظالمان څوک مرسته کونکي نه لري.(۲۷۰).که خپل صدقات په ښکاره توګه ورکړۍ، نو دا هم غوره ده ، ليکن که په پټه يې نا چارو ته ورکړۍ دا تاسو لپاره ډېره ښه تمامېږي او ډېر ګناهونه به مو په دې ترتيب محوه کړي، او الله ستاسو په عملونو خبر دی،،.)۲۷۱).
د ۲۷۰ آيت تفسير:
انسان چې کوم خرڅ مصرف کوي ، په کوم نيت او هدف يې ترسره کوي ، د الله د رضاء لپاره يې کوي، که د شيطان په اطاعت کښې يې کوي ، دا ټول له الله نه پټ نه دي، الله ته هغه خلک هم ښه معلوم دي چې هدف يې يواځې د الله خوښي وي د همدې په حساب هغه بندګانو ته اجر او ثواب ورکوي، ځکه د عمل اجر په نيت پورې اړه لري.
(نذر) نذر ته پښتو کښې منښته وايي، د عرف له مخې نذر هغه منښته ده چې چا له دې امله په ځان منلې وي چې دا کار مې سرته ورسېږي. د مثال په توګه څوک دا نذر کړي چې که د دې بيماري نه ښه شوم دومره مال به د الله په نوم صدقه کړم. که دغه نذر د مشروع کار لپاره وي بيا يې پوره کول ثواب لري او که داسې نه وي بيا دا نذر پوره کول ګناه ده. يعنې نذر هم بايد يو جائز کار وي او د کوم مقصد لپاره چې منل شوی وي هغه مقصد هم بايد مشروع وي.
د ۲۷۱ تفسير:
صدقات دوه قسمه دي: يو فرضي لکه: عشر او زکوٰة او دوهم: نفلي صدقات او خیراتونه دي، په عامه توګه دا مشهوره ده چې فرضي صدقات په ښکاره توګه ورکول غوره دي او نفلي صدقات په پټه ورکول ډېر ثواب لري ځکه په پټ ورکولو کښې ښونه او ريا نه راځي.
دلته ښکاره ورکول او په پټه ورکول دواړه ستايل شوي دي ، خو د رواياتو په رڼا کښې مفسرينو د آيت لومړۍ برخه فرضي صدقاتو ته راجع کړېده او دوهمه برخه ( وان تخفوها....) يې نفلي صدقاتو ته راجع کړې ده.د پټ خيرات په اړه ويل شوي چې دا درته غوره دی، د دې په عوض کښې به ګناهونه درنه الله و رژوي. په ټولو عبادتونو کښې فرض په ښکاره کول غوره دي او نفلي په پټه ډېر ثواب لري. که يو حالت د دې غوښتنه وکړي د مثال په توګه د نورو تشويق يا بل کوم مصلحت هدف وي ، بيا نفلي صدقه هم په ښکاره ډول ورکول پروا نه لري.
سورةالبقرة. ايت ۲۷۲ - ۲۷۳
لَيۡسَ عَلَيۡكَ هُدٰٮهُمۡ وَلٰـكِنَّ اللّٰهَ يَهۡدِىۡ مَنۡ يَّشَآءُ ؕ وَمَا تُنۡفِقُوۡا مِنۡ خَيۡرٍ فَلِاَنۡفُسِكُمۡؕ وَمَا تُنۡفِقُوۡنَ اِلَّا ابۡتِغَآءَ وَجۡهِ اللّٰهِؕ وَمَا تُنۡفِقُوۡا مِنۡ خَيۡرٍ يُّوَفَّ اِلَيۡكُمۡ وَاَنۡـتُمۡ لَا تُظۡلَمُوۡنَ.۞(۲۷۲).لِلۡفُقَرَآءِ الَّذِيۡنَ اُحۡصِرُوۡا فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ لَا يَسۡتَطِيۡعُوۡنَ ضَرۡبًا فِى الۡاَرۡضِ يَحۡسَبُهُمُ الۡجَاهِلُ اَغۡنِيَآءَ مِنَ التَّعَفُّفِۚ تَعۡرِفُهُمۡ بِسِيۡمٰهُمۡۚ لَا يَسۡــئَلُوۡنَ النَّاسَ اِلۡحَــافًا ؕ وَمَا تُنۡفِقُوۡا مِنۡ خَيۡرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِيۡمٌ.۞(۲۷۳)
,٫٫خلکو ته لارښونه( هدايت زړه کښې دننه کول) ستا مسؤليت نه دی، ليکن الله چې چا ته وغواړي لارښوونه ورته کوي ، او هغه مال چې تاسو په خيرات کښې لګوۍ ، پخپله تاسو ته ګټور دی.
او تاسو خو مصرف نه کوۍ مګر د الله د رضا لپاره. او هغه کوم مال چې تاسو لګوۍ د هغې بشپړ عوض به تاسو ته درکول شي او په تاسو به ظلم و نه شي ( چې له خپل استحقاق نه محروم کړی شۍ.(۲۷۲).
٫٫په ځانګړې توګه ستاسو د مرستې مستحق هغه ناچاره خلک دي چې د خدای په کار کښې داسې بوخت دي چې د شخصي کسب او کار لپاره په ځمکه کښې منډه ترړه نه شي کولی، د ښه کلک عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) له امله يې نا خبره سړی مالداره ګڼي، ته د هغو د څېرو په کتلو سره هغوی پېژندی شې، له خلکو نه بې ضرورته (په اصرار سره) څه نه غواړي او تاسو چې د دوی په مرسته کښې څه مال لګوۍ ، هغه له الله څخه پټ نه پاتې کېږي،،.(۲۷۳).
۲۷۲ آيت تفسير:
په پيل کښې به مسلمانانو کافرو خپلوانو او د عامو نا مسلمانو خلکو په مرسته کولو کښې يو نوع حرج حِس کولو چې دا خو مسلمان نه دي. په دې آيت کښې دا و ويل شول: چې خلکو ته هدايت او لارښونه کول د الله کار دی ، ستاسو چې کوم مسؤليت و يعنې دعوت ورکول او لارښوونه کول هغه تاسو بشپړ کړی دی. د چا په زړه کښې د بصيرت رڼا روښانه کول او هدايت د ننه کول د الله کار دی ، پاتې شول ستاسو خپلوان او عام کفارو سره مرسته له اسلام راوړلو سره مه تړئ ، د هر نا چاره انسان سره مرسته کول ثواب لري که کافر وي او که مسلمان. (مسئله): يواځي فرضي صدقات کفارو ته ورکول درست نه دي ، نفلي صدقات نا چاره کفارو ته ورکول اسلام نه دي منع کړي.
د ۲۷۳ آيت تفسير :
( احصروا في سبيل الله): له دې نه مراد هغه خلک دي چې خپل وخت يې د دين د خدمت لپاره وقف کړی وي، له دې امله دومره وخت نه لري چې څه دنياوي کار وکړي. د نبي ﷺ په زمانه کښې د اصحابو صفه په نوم درې څلور سوه خلک داسې موجود ول چې هر وخت به د دين د خدمت لپاره آماده ول جهادي سفرونه او په غزواتو کښې يې ګډون هم کولو. کله به چې له مدينې منوری نه بيرون څه کار نه و بيا به يې د دين زدکړه کوله او نورو خلکو ته به يې د دين تعليم ورکولو. د دغه رنګ خلکو په اړه تأکيد وشو چې د دوی د ضرورتونو خيال ساتل او د دوی مرسته کول د خدای په لاره کښې غوره انفاق دی.
( تعرفهم بسيماهم). ٫٫سيما،، نخښو او علامو ته وايي. دا د هر انسان خپل بصيرت پورې اړه لري چې څنګه يې پېژني؟ چا ويلي: فقير له جامو نه معلومېږي ، څوک وايي: له څېرې نه پېژندل کېږي.
( الحافا).: د الحافا- اطلاق په درې شيانو کېږي ۱- بې ضرورته سوال کول.۲- په سوال کښې اصرار او چا پورې کلک نخښتل. ۳- سوال پېښه او کسب ګرځول.