19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۳٨ (۲۷٤ - ٢٨١ آیت)
سورةالبقرة. ايت ۲۷٤
اَلَّذِيۡنَ يُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَهُمۡ بِالَّيۡلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَّعَلَانِيَةً فَلَهُمۡ اَجۡرُهُمۡ عِنۡدَ رَبِّهِمۡۚ وَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُوۡنَ.۞(۲۷٤).
٫٫کوم خلک چې خپل مالونه د شپې او ورځې په پټه او ښکاره ( د الله په لار کښې) لګوي ، د دوی اجر د دوی د رب سره شتون لري ، په دوی به هيڅ قسم وېره نه وي او نه به دوي غمژن کېږي،،.(۲۷۴).
۲۷٤ آيت تفسير:
په ۲۷۴ آيت کښې په بشپړ إنفاق تاکيد وشو او هغه خلکو ته چې هر وخت د الله په لاره کښې إنفاق ته تيار وي شپه ، ورځ ، په پټه او ښکاره ورکړه کوي ، هغوی سره د اجر او ثواب ژمنه وشوه او د آخرت د ډار او غم په ورته د نجات اطمینان ورکول شو.
۲۷۵ آيت سود
اَلَّذِيۡنَ يَاۡكُلُوۡنَ الرِّبٰوا لَا يَقُوۡمُوۡنَ اِلَّا كَمَا يَقُوۡمُ الَّذِىۡ يَتَخَبَّطُهُ الشَّيۡطٰنُ مِنَ الۡمَسِّؕ ذٰ لِكَ بِاَنَّهُمۡ قَالُوۡۤا اِنَّمَا الۡبَيۡعُ مِثۡلُ الرِّبٰوا ۘ وَاَحَلَّ اللّٰهُ الۡبَيۡعَ وَحَرَّمَ الرِّبٰوا ؕ فَمَنۡ جَآءَهٗ مَوۡعِظَةٌ مِّنۡ رَّبِّهٖ فَانۡتَهٰى فَلَهٗ مَا سَلَفَؕ وَاَمۡرُهٗۤ اِلَى اللّٰهِؕ وَمَنۡ عَادَ فَاُولٰٓئِكَ اَصۡحٰبُ النَّارِۚ هُمۡ فِيۡهَا خٰلِدُوۡنَ.۞(۲۷۵).
٫٫هغه خلک چې سود خوري، دوی به (له قبرونو څخه) نه پاڅېږي، مګر د هغه کس د پاڅېدو په شان چې شيطان د خپل مس له امله بد حواسه کړی وي. او په دې حالت کښې د دوی د اخته کېدو لامل دا دی چې دوی ويلي دي: تجارت خو هم د سود په شان دی. په داسې حال کښې چې الله تجارت حلال او سود يې حرام کړی دی. نو چا ته چې د خپل رب له اړخه نصيحت راغی او په راتلونکي کښې له سود خوړلو نه منع شو؛ چې مخکې څه تېر شوي هغه د ده دي، او معامله يې الله ته سپارل شوېده، او څوک چې د دې حکم نه وروسته بيا سود ته را و ګرځي، نو دغه خلک دوزخيان دي ، دوی به تل په دوزخ کښې پراته وي،،.(۲۷۵).
د ۲۷۵ آيت تفسير:
( ربٰوا ): د ربٰوا معنا په عربي ژبه کښې ده: ( ډېروالی او اضافه). د عربانو په اصطلاح کښې دا لفظ د هغه اضافه مبلغ لپاره کارېږي چې قرض ورکوونکي ئې له قرض اخيستونکي نه د يوې فيصله شوې شرحې موافق د اصل قرض نه زيات تر لاسه کوي. همدې ته زموږ په اصطلاح کښې سود وايي. د قرآن د نزول په وخت کښې د سود نور شکلونه هم مروج ول. د مثال په توګه:
۱ - په چا به يې يو شي خرڅ کړ او د قيمت د تر لاسه کولو لپاره به يې يو نېټه وټاکله، که ټاکلې موده به تېره شوه او پوروړي به قيمت ورنه کړ، نو موده به يې تمديد کړه او قيمت به يې پرې ډېر کړ.
۲- يا به چا يو کس ته قرض ورکړ او دا پرېکړه به يې ورسره وکړه چې په دومره موده کښې به دومره مبلغ د اصل قرض نه زياتې ورکوي.
۳ - د قرض ورکونکي او پوروړي تر منځ به د يوې مخصوصې مودې لپاره د سود په يوه ځانګړې شرح پرېکړه کېدله، که په ټاکلې موده کښې به اصل قرض د سود سره پوروړي ورنکړل شو، نو نور مهلت به د پخوانۍ شرحې نه په زياته شرح ورکول کېده. په دې آيت کښې د دغه نوعيت معاملاتو حکم بيانېږي.
( يتخبطه الشيطان):
عربان لېوني ته مجنون وايي. د مجنون معنا ده پېريانی ، فارسي کښې معنا يې راځي (آسيب زده). کله به يې چې د چا په اړه دا ويل چې هغه ليونی شوی دی ويلې به يې: چې هغه مجنون دی يعنې پيريان پرې راغلي دي. دغه محاورې په کارولو سره قرآن سود خوړونکي له هغه چا سره تشبيه کوي چې مخبوط الحواس ګرځېدلی وي. يعنې لکه څنګه چې هغه له عقل نه خلاص وي غير متوازنه حرکات کوي ، همدا شان سود خوړونکي هم په پيسو پسې لېوني کېږي او د خپلې خود غرضي په ليونتوب کښې هيڅ پروا نه کوي چې د ده د سود خوړلو له امله په څه قسم د انساني محبت ، اخوت او خواخوږي جرړی قطع کېږي، په اجتماعي فلاح او بهبود څومره مرګوني تأثيرات کېږي او د څومره خلکو په بدبختي کښې د خپلې خوشحالي اسباب برابروي. دا په دنيا کښې د ده د ليونتوب حالت دی ، لکه څنګه چې قيامت کښې انسان په همغه حالت کښې پورته کېږي( حشر يې کېږي) چې په کوم حالت کښې يې دنيا کښې روح ورکړی دی ، له همدې امله سود خور په قیامت کښې د ليوني او مخبوط الحواس انسان په شکل کښې پورته کېږي.
( إنما البیع مثل الربٰوا ):
د عربو سود خوړونکو به ويلې: چې سود او تجارت يو شی دی ، نو الله ولې يو حرام او بل حلال ګرځولی دی؟ دا خبره ئې دې لپاره کوله چې سود کول يو معقول شی او جائز کار معرفي کړي. او دومره تېری به يې کوه چې بيع به يې له سود سره تشبيه کوله ، يعنې ويل به يې چې تجارت د سود په شان دی. بيع مشبه او سود يې مشبه به ګرځولو او په مُشٙبّٙه بِه کښې له مشبه نه معنا ډېره پرته وي ، لکه يو څوک و وائي: چې نکاح هم د زنا په څېر ده.
دليل يې دا ويل: چې په تجارت کښې د لګول شوو پيسو ګټه روا ده نو په سود ورکولو شو پيسو ګټه ولې نا روا ده ؟ دغه رنګ دليلونه زموږ د عصر سود خوړونکي هم د سود په حق کښې وړاندې کوي او وايي: چې يو شخص له کومو پيسو نه په خپله ګټه پورته کولی شوه، هغه مال بل چاته د قرض په توګه ورکوي او هغه پوروړی هم ترې ګټه پورته کوي، نو څه ګناه ده چې د ګټې يوه برخه د پيسو مالک ته هم ورکړي ، شريعت ولې دا حرام ګرځوي؟
( د سود او تجارت تفاوت،۱).
په دې هم فکر کول په کار دي چې د دنيا هر کار که هغه تجارت دی يا صنعت يا حرفت او زراعت، يا به دا کار يواځې په محنت او کوښښ تر سره کېږي يا به له محنت سره سرمايه لګول هم په کښې ضروري وي ، دا ټول کارونه د تاوان خطر هم لري او د تاوان د خطر( Risk) له تحمل نه پرته نه تر سره کېږي، داسې تجارت دنيا کښې نشته دی چې د تاوان خطر (Risk) و نه لري او ګټه يې سل په سلو کښې تضمين وي.
اوس په دې ټوله تجارتي نړۍ کښې يواځې قرض ورکونکي سرمايه دار ته موږ ولې دااستثناء ورکړو چې دی به د تاوان له خطر ( Risk) نه پرته يوه ټاکل شوې ګټه کال په کال اخلي؟ دا هغه بنسټيز سوال دی چې د سود حمايت کوونکي يې بايد ځواب ورکړي.
( د سود اقسام): نن سبا دوه قسمه سود مروج دی. لومړی هغه سود چې د کاروبار لپاره يې خلک د بانکونو يا ځينو اشخاصو نه اخلي، دوهم هغه سود چې د شخصي ضرورتونو لپاره يې خلک د سود خورو نه اخلي چې په دې صورت کښې خو پوروړی پرې ګټه نه کوي.
اوس په هغه سود فکر وکړو چې تجارتي سود بلل کېږي، يعنې يو کس چا نه د کاروبار لپاره پور اخلي، دا بيا هم دوه قسمه دی يو هغه چې د سود شرح پرې ډېره ولګوي د مثال په توګه پنځوس سلنه يا ....... دوهم هغه سود دی چې د سود شرح پرې لږه ولګوي لکه لس سلنه .......اوس به هغه را واخلو چې د سود شرح يې پرې لږه لګولې ده.
کومو خلکو چې د کاروبار لپاره په سود قرض اخيستی ، دغه خلک په دې کار کښې خپل وخت ، قابليت او خپله سرمايه د تاوان د خطر سره لګوي او د دوی د کوښښ او سعي په بنسټ د کاروبار ګټه کول موقوف دي، د دغه رنګ خلکو لپاره په کاروبار کښې يوه ټاکلې برخه تعيين نه وي بلکې د تاوان ټول خطر د همدوی په سر وي، مګر چا چې يواځې د خپل ضرورت نه اضافه سرمايه په قرض ورکړې ده، هغه د تاوان له څه خطر نه پرته مسلسل يوه ټاکلې برخه ګټه اخلي، په داسې حال کښې چې کله تجارت کښې تاوان هم کېږي خو دی په دې صورت کښې هم خپل ټاکلی سود اخلي، دا د کوم عقل، کوم منطق او د انصاف او اقتصاد د کومو اصولو له مخې درست کار دی؟
۲- او دا په کوم اساس درست دي چې يو څوک يوې فابرېکې ته د لس کلونو لپاره يوه اندازه پيسې قرض ورکړي او سر له اوس نه به دی د لس سلنه سود اخيستلو حقدار وي، له دې سنجش نه پرته چې ګټه به کېږي او که تاوان. فابريکه چې کوم مال آماده کوي هغه به خرڅېږي يا نه؟ تر لس راتلونکو کلونو پورې به په قيمتونو کښې څومره تفاوت او ښکته، پورته راځي؟
۳- هغه قرض چې د جنګونو په وخت کښې يې حکومتونه له شتمنو نه اخلي، او شتمن په هغې خپل سود ټاکي چې حکومت به ورته هر کال هغه سود ورکوي. اوس په دې فکر وکړئ چې يو ملي او قومي جنګ کښې ټول قوم تکليف او تاوان تحمل کوي، قربانۍ ورکوي، څوک مړه کېږي، د چا تجارت تباه کېږي، د چا باغونه سوځي، د چا مارکيټونه نړېږي، د چا بچي مړه کېږي، يواځې په سود سرمايه ورکونکي به له دې ټولو تاوانونو نه خوندي وي بلکې ګټه به يې هم خوندي وي، خپل سود به وخت په وخت تر اوږدې مودې له خپل حکومت نه اخلي، دا اوس د انصاف په کومو اصولو ولاړ کار دی.؟
( د تجارت او سود اصولي تفاوت۲):
د تجارت او سود اصولي تفاوت چې د هغې له امله د داړو اقتصادي او اخلاقي حيثيت يو شان کېدی نشي
۱ - په تجارت کښې د بائع او مشتري تر منځ د منافعو مساویانه تبادله کېږي، ځکه چې مشتري له هغه څېز نه ګټه پورته کوي چې له بائع څخه يې پېرلی دی او بائع د خپل هغه وخت، محنت او ذهانت اجوره اخلي چې د مشتري لپاره يې د مال په تهئيه کولو کښې مصرف کړی دی.
۲- د دې په خلاف په سودي ورکړه راکړه کښې د منافعو تبادله په مساویانه توګه نه تر سره کېږي، ځکه چې سود اخيستونکی د مال يو ټاکلی مقدار اخلي چې په يقيني توګه د ده لپاره خو ګټور تمامېږي ، خو د دې په مقابل کښې سود ورکونکي ته يواځې وخت په لاس ورځي چې د هغې ګټه يقيني نه ده. که پوروړي سرمايه د خپلو شخصي ضرورتونو د پوره کولو لپاره اخيستې وي ، نو بيا خو ښکاره ده چې هغه مهلت ورته هيڅ ګټور نشي ګرځېدلی.
۳- که قرض يې د تجارت، زراعت يا صنعت او حرفت لپاره اخيستی وي نو مهلت او موده که ده ته ګټوره ګرځېدلی شي خو د تاوان امکان هم په کښې هم ښه ډېر شته دی.
۴ - د سود معامله کښې دوه صورته دي لومړی: د يو اړخ په ګټه او د بل اړخ په تاوان. دوهم : دا چې د يو جانب ټاکلې او يقيني ګټه او د بل جانب غیر يقيني او غير متعين منفعت.
۵ - په تجارت کښې که بائع له مشتري نه څومره ډېره ګټه تر لاسه کړي خو يو ځل يې تر لاسه کوي، ليکن د سود په معامله کښې په سود سرمايه ورکونکي د خپلو پيسو ګټه په مسلسله توګه اخلي او د وخت د تېرېدو سره يې منافع مسلسل ډېرېږي.
۶ - پوروړي چې د ده له مال نه څومره ګټه پورته کړې وي، په هر حال هغه به يوه محدوده ګټه وي، مګر دائن چې له دېنه څومره ګټه پورته کوي د هغې څه حد او بريد نشته دی. ممکن هغه د پوروړي ټوله ګټه ، د هغه د ګټې ټول وسائل، تر دې چې د هغه د تن لباس او د کور ظرفونه هم هضم کړي او بيا يې هم غوښتنه جاري وي چې هل من مزيد؟.
۶ - په تجارت کښې د توکي او د توکي د قيمت د تبادلې سره ټوله معامله ختمه شي، له دېنه وروسته مشتري بائع ته د څه شي د مسترد کولو مسؤل نه دی.
۷ - کور، ځمکه يا سامان چې په کرايه ورکول کېږي، هغې کښې د اصل شي د استعمال معاوضه ورکول کېږي، اصل شی نه ضائع کېږي، بلکې اصل شی په خپله موجود وي ، هغه شی او د استعمال اجاره يې مالک ته بېرته ورکوي. خو سود داسې نه دی ، سود کښې اصل سرمايه له پوروړي نه ضائع شوي وي، مال يې پرې اخيستی وي ، زراعت، صنعت يا تجارت کښې يې لګولې وي، بيا به له دغه مال نه اصل سرمايه جوړول او هغه به بيا له اضافې سره دائن ته واپس کول غټ محنت او کوښښ غواړي او يقيني هم نه ده چې ګټه وکړي.
۸ - په تجارت، صنعت، زراعت او حرفت کښې انسان ، محنت، ذهانت او خپل وخت مصرفوي بيا ترې ګټه ترلاسه کوي، مګر په سودي کاروبار کښې سود خور له خپل ضرورت نه زائد مال ورکوي، له څه محنت او مشقت څخه پرته د بل په ګټه کښې غالب شريک جوړېږي.
د ده حيثيت د اصطلاحي شريک نه وي کوم چې په ګټه او تاوان دواړو کښې شريک وي ، او په ګټه کښې يې شرکت د ګټې په تناسب باندې وي، بلکې دا داسې شريک دی چې د کاروبار د ګټې او تاوان سره يې څه کار نشته دی، نه يې د ګټې له تناسب سره څه کار شته دی، بلکې دی په هر صورت کښې خپله ټاکلی ګټه اخلي او دعوا يې کوي.
د دغه عواملو له امله د تجارت او سود په اقتصادي حيثيت کښې ډېر غټ تفاوت منځ ته راځي، چې تجارت د انساني تمدن جوړونکی ( تعميري) قوت جوړېږي، او سود يې د تخريب باعث جوړېږي. او له اخلاقي اړخه د سود په فطرت کښې دا شامله ده چې په افرادو کښې د بخل ، خود غرضي، شقاوت ، بې رحمي ، او د مال پرستي صفات پيدا کوي او د همدردي او يو بل سره د مرستې روح ختموي. له دې امله سود د اقتصادي او اخلاقي حيثيت دواړو له امله د انسانيت د تباهي باعث ګرځي.( تفهيم)
( فله ما سلف ):
دا يې غوڅ و نه ويلې چې مخکې يې کوم سود خوړلی دی، هغه ورته معاف دی، بلکې دا ورسره و ويل
شول: وٙأمره إلی الله. يعنې معامله يې الله سپارل شوېده، چې هغه څه رنګ مناسب ګڼي همغه رنګ معامله به ورسره وکړي.
پاتې شوه د ٫٫ فله ما سلف،، جمله، د دې مطلب خو دا ده، چې مخکې يې کوم سود خوړلی، هغه د ده دی، له دېنه مراد دا دی چې په دنياوي محاکمو کښې به د هغې په اړه څه فيصله نه کېږي، نه به د قانون په زور هغه له ده نه بېرته اخيستل کېږي، بس چې څه شوي هغه شوي.
ځکه که زاړه مقدمات اسلامي محاکم اورېدل پيل کړي د دعوو، دوسيو او مقدماتو نه ختمېدونکې سلسله به پيل شي، ځکه له اسلام نه وړاندې په عربي ټولنه کښې سود ښه ډېر شتون درلود، نو د دې دومره ډېرو قديمي عرائضو تعقيب او پرېکړې د شرعي محاکمو لپاره ممکن نه دي، له دې امله خوړل شوی سود له ده څخه نه مسترد کېږي، يا دا چې د قانون د تنفيذ نه وړاندې څه شوي، پر هغې نوی راتلونکی قانون نه تطبيقېږي.
( وامره إلی الله):
پاتې شو د خوړل شوي سود اخلاقي نجاست هغه په خپل ځای شتون لري، مګر دا چې سود خور هغه سودي ګټه په خپله خوښه بېرته ورکړي او په خپل ځان او اولاد يې مصرف نکړي، د زړه له کومې توبه وباسي، ممکن په صداقت سره توبه ورته په اخرت کښې هم ګټه ورسوي، او الله يې هلته معاف کړي.او پاتې شول هغه خلک چې پخوانۍ سودي ګټه په خوند او مزې سره استعمالوي، نو ممکن خدای ورته اخرت کښې سزا ورکړي.
او ځينو مفسرينو دا تعبير کړی دی چې د فله ما سلف مطلب دا دی چې مخکې کوم سود خوړل شوی هغه د تحريم نه وړاندې خبره ده، په هغی نه په دنيا کښې قانوني او شرعي نيول شته او نه په اخرت کښې، ځکه چې دا کار د تحريم د قانون له راتلو نه وړاندې شوی او ورسته راغلی قانون په تېرو شوو پېښو نه تطبيق کېږي.
(وَمَنۡ عَادَ فَاُولٰٓئِكَ اَصۡحٰبُ النَّارِۚ هُمۡ فِيۡهَا خٰلِدُوۡنَ.): ٫٫څوک چې را وګرځي نو دغه خلک به په اور کښې تل تر تله وي،،.
له راګرځېدو نه يو مطلب دا دی: چې د تحليل قول ته بېرته را وګرځي ٫٫ انما البيع مثل الربٰوا،، باندې عقيده وساتي، نو دا عقيده ساتل خو کفر دی او کافران همېشه جهنم کښې وي.
ځينو ويلي: له راګرځېدو نه مطلب دا دی چې بېرته سود کول پيل کړي، بيا دا پوښتنه پيدا کېږي چې جهنم کښې د تل پاتې کېدو بيا څه مطلب دی؟
ځواب دا دی چې دلته بيا له خلود نه مراد د نورو فاسقانو په نسبت په جهنم کښې ډېر وخت پاتې کېدل دي.
۲۷۶ آيت سورت بقره
يَمۡحَقُ اللّٰهُ الرِّبٰوا وَيُرۡبِى الصَّدَقٰتِؕ وَاللّٰهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ اَثِيۡمٍ.(۲۷۶)
٫٫الله د سود برکت ختموي او صدقاتو ته وده ورکوي. او الله ناشکره او بد عمل انسان نه خوښوي،،.(۲۷۶).
د ۲۷۶ آيت تفسير:
( يمحق الله الربوا) :( الله سود محوه کوي ، يا يې برکت برکت ختموي).
د سود د محوه کېدو دوه معناوې مفسرينو بيان کړيدي: يو دا چې سودي مال په پايله کښې الله ختموي او يا يې برکت له منځه وړي، حديث کښې هم راغلي: که سودي مال څومره هم ډېر شي په پايله کښې د لېږوالي په لور ځي.( عاقبته إلی قل).
(يا يې برکت له منځه ځي). مال خلک د راحت او عزت لپاره ګټي، سود خور د ظلم له امله ټولنه کښې خپل عزت له لاسه ورکوي. بله دا چې يو د راحت وسائل دي او بل په خپله راحت دی ، سود خور سره د راحت وسائل به ښه ډېر وي خو په خپله راحت له لاسه ورکوي، د دې مثال داسې دی چې يو کس ، ښه کور، غوره اطاق ، ښه بستره او په اطاق کښې مناسبه هوا او رڼا جوړه کړې وي ليکن خوب نه ورځي، په دغه وسائلو خوب نه تر لاسه کېږي، خوب جلا يو شی دی، نو سود خور سره به هم د راحت وسائل ډېر وي ، خو له راحت نه محروم وي، هر وخت حيران او پرېښان وي، دغه تجربه په خپله سود خورو ته کېږي، له بېرون نه خلکو ته آرام ښکاري.
( و يربي الصدقٰت):
صدقات چې کومې اقتصادي اغېزې او پایلې لري هغه هم وګورئ.
که د ټولنې شتمن خلک داسې چلند وکړي چې دوی د خپلو وسایلو مطابق په پراخه زړه سوانده خپل او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، او بیا هغه پیسې چې د دوی اړتیاوو څخه زیاتې پاتې کیږي، بې وزلو ته وویشي څو دوی هم خپلې اړتیاوې پوره کړي، او بیا که لا هم پیسې پاتې شي، نو هغه د بې ګټې پور په توګه کاروباري خلکو ته ورکړي، یا د شراکت د اصولو پر بنسټ له هغوی سره په ګټه او تاوان کې شریک شي، یا حکومت ته يې وسپاري څو هغه پیسې د ټولنیزو خدماتو لپاره وکاروي، نو هر څوک په لږ غور سره پوهیدلی شي چې په داسې ټولنه کښې به تجارت، صنعت او زراعت بې انتها پرمختګ وکړي. د دې ټولنې د عام وګړي د خوشحالۍ معیار لوړیږي او په مجموع کې د دولت پیداوار د هغه ټولنې په پرتله په کښې ډېر زیات وي په کومه چې پکې سود عام وي.
په دې آيت کښې يو داسې حقیقت بيان شوی دی چې له اخلاقي او روحاني اړخ نه هم بلکل حق دی او د اقتصادي او تمدني اړخ نه هم. په ظاهر کښې د سود له امله خو وينو چې مال ډېرېږي او د خيراتونو په کولو سره مال کمېږي، خو په حقيقت کښې معامله داسې نه ده، بلکې سود د اخلاقي، روحاني، اقتصادي او تمدني پرمختګ مخه نيسي او د خيراتونو او حسنه قرض له امله اخلاق، روحانيت، تمدن او اقتصاد هر يو
پوره وده کوي او پر مخ ځي.
( د اخلاقو له نظره): که له اخلاقي او روحاني حيثيت نه موضوع مطالعه کړو نو څرګندېږي چې سود په اصل کښې د بخل، زړه تنګي او د زړه سختي غوندې صفاتو نتيجه ده او په انسان کښې د همدغه صفاتو د
ودې باعث هم ګرځي. صدقات او خیراتونه د فياضي، همدردي، د زړه لوی والي او د عالي ظرفي غوندې صفاتو نتيجه ده او په انسان کښې همدغه صفاتو ته وده ورکوي. په دې هر څوک پوهېږي چې د اخلاقي صفاتو دوهمه مجموعه له لومړۍ مجموعی نه غوره ده.
( سودي قرضونه):
سودي قرضونه دوه قسمه دي يو هغه چې خلک يې د خپلو شخصي حاجتونو لپاره اخلي دوهم هغه چې خلک يې په صنعت او تجارت کښې د استعمال په خاطر اخلي.
د لومړي قسم سود په اړه خو هر څوک په آساني سره پوهېږي چې له حاجت مند خلکو نه چې د خپلو شخصي حاجتونو د سرته رسولو لپاره يې پيسې په سودي پور اخيستي دي، له داسې خلکو نه سود اخيستلو په قباحت او ناکاره والي ټول د عقل خاوندان اتفاق لري.
پاتې شو هغه سود چې په صنعت يا تجارت کښې لګول شوو پيسو اخيستل کېږي ، دا هم ظلم دی ځکه د يو اړخ ګټه خوندي او يقيني ده او د بل اړخ ګټه احتمالي ده، لږ تر لږه د ګټې او تاوان احتمال يې سره برابر دي، چا چې د خپل حاجت نه اضافه پيسې په پور ورکړي دي د هغه ګټه يقيني او څوک چې محنت کوي خپل ذهانت او وخت استعمالوي، ريسک اخلي، خطرونه تحمل کوي د هغه ګټه هيڅ ضمانت نه لري.
(د سود خوړونکو ذهنيت) :
کوم شتمن چې سودي ذهنيت لري، هغوی هر وخت د ګټې تصور کوي، د تاوان تصور هغه د سره نه کوي او نه يې تحمل کوي، له دې امله د معاملې په پيل کښې د رسمي تړون په وسيله خپله ګټه خوندي کوي، د همدې ذهنيت له امله کله چې مارکيټ کښې کساد راشي دوی خپل مال له کار نه وباسي، کوښښ کوي چې خپله سرمايه محفوظ کړي، دې کړنې سره زيات صنعتونه او تجارتونه له رکود سره مخ کېږي، بې شمېره خلک له وظيفو نه محرومیږي، د بې شمېره خلکو د پېر قوت کمېږي، دې سره مارکيټ کښې کساد بازاري هم ډېرېږي، د ډېرو فابريکو تيار مالونه په ګودامونو کښې پاتې کېږي، ځکه مارکيټ کښې د پېر قوت شتون نه لري.
همدا راز د تاوان په صورت کښې سود خور بېخي تاوان نه مني، د ده د سود پوره کولو لپاره ممکن د فابريکې او تجارت ټول اسباب او وسائل هم و پلورل شي تر څو د ده سرمايه او سود ده ته وسپارل شي، په دې سره ټول تچارت او کاروبار په ټپه ودرېږي.
( د سود ناکاره پايلې):
په کومو ټولنو کښې چې سود ډېر مروج وي، هلته ډېر قوي اقتصادي تفاوت منځته راځي، ځينې خلک ډېر غټ دولت تر لاسه کوي او ځينې بيا د بچو خوراک ته وچه ډوډۍ نشي تر لاسه کولی، له دې امله ټولنه کښې د شتمنو خلکو سره د عامو خلکو سخت نفرت پيدا کېږي، کله د انقلابي حالاتو او اضطراباتو په وخت کښې سود خواره خپله، شتمني، عزت، ابرو حتیٰ ژوند هم له لاسه ورکوي، د کمونېستي انقلابونو په شپو ورځو کښې خلکو دا حالات په خپلو سترګو کتلي دي، هر وخت د دې امکان شته دی چې د دې ظالمانه اقتصادي نظام په ضد طوفان پورته شي او د ټولنو امن، سکون او استقرار له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.
(ددوهم قسم سود زيانونه)
دوهم قسم پور چې د کاروبار لپاره اخېستل کېږي، په دې باندې یو ټاکلی سود عائد کېږي چې ټولنې ته يې ډېر زیانونه رسېږي. په دې کې څو مهم زیانونه دا دي:
1- هغه کارونه چې موجوده وخت کې د سود په برابر ګټه نه راوړي، که څه هم چې د هېواد او قوم لپاره څومره هم ضروري او ګټور وي، سود خور په هغو باندې پیسې نه لګوي او د هېواد ټول مالي وسائل د هغو کارونو پر لور ځي چې د بازار د سود په برابر یا له هغه څخه ډېره ګټه راوړي، که څه هم چې ټولنیز اهمیت، ضرورت او ګټه يې ډېره کمه وي یا هېڅ نه وي.
2 - هغو کارونو لپاره چې په سود باندې سرمایه ترلاسه کوي، که هغه تجارتي، صنعتي یا زراعتي وي، په دې کې هېڅ داسې ضمانت نشته چې په هر حالت کې به یې ګټه په يوه ټاکلې کچه، مثلاً پنځه، شپږ یا لس فیصده یا له دې څخه ډېره وي او کله به تر دې ښکته نه ځي.
په دې کې يوازې دا نه چې ضمانت نه نشته دی، بلکې هېڅ کاروبار کې داسې ضمانت نشته چې په هغه کې به ضرور ګټه وي او هېڅ زیان به په کښې نه وي. نو ځکه په کوم کاروبار کې چې داسې سرمایه لګېږي چې په هغې باندې سرمایه دار ته د یوې ټاکلې کچې ګټې ورکولو ضمانت ورکړل شوی وي، هغه هیڅکله له زیان او خطر څخه خالي نه وي.
3 - ځکه چې سرمایه ورکوونکی د کاروبار په ګټه او زیان کې شریک نه وي بلکې یوازې د ګټې او هغه هم په یوه ټاکلې کچه ګټې په ضمانت باندې پیسې ورکوي، له دې امله د کاروبار ښه او بد کې هېڅ دلچسپي نه لري. هغه په ډېرې خود غرضۍ سره یوازې خپلې ګټې ته ګوري، او کله چې ورته لږه وېره پیدا شي چې په منډۍ کې کساد بازاري راتلونکې ده، نو تر ټولو وړاندې د خپلو پیسو د را ویستلو فکر کوي. په دې ډول کله کله یوازې د هغه د خود غرضانه اندېښنو له کبله په نړۍ کې رښتینې کساد بازاري راځي، او کله که د نورو وجوهاتو له کبله کساد بازاري راغلې وي، نو د سرمایه دار خود غرضي دا زیاتولی او تر ډېر تباه کونکي حد پورې رسولی شي.
د سود دا درې زیانونه داسې څرګند دي چې هېڅ شخص چې لږ څه د اقتصاد علم سره تماس لري، انکار ترې نه شي کولی. له دې وروسته له دې منلو پرته بله څه لار نه شته ده چې په رښتیا د الله تعالی د فطري قانون له مخې هم سود اقتصادي دولت نه زیاتوي بلکې نور يې هم کموي.( تفهيم).
سورت بقره آيت له ۲۷۷. تر ۲۸۱ پورې.
اِنَّ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ لَهُمۡ اَجۡرُهُمۡ عِنۡدَ رَبِّهِمۡۚ وَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُوۡنَ.۞(۲۷۷).يٰۤـاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَذَرُوۡا مَا بَقِىَ مِنَ الرِّبٰٓوا اِنۡ كُنۡتُمۡ مُّؤۡمِنِيۡنَ.۞(۲۷۸).فَاِنۡ لَّمۡ تَفۡعَلُوۡا فَاۡذَنُوۡا بِحَرۡبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوۡلِهٖۚ وَاِنۡ تُبۡتُمۡ فَلَـكُمۡ رُءُوۡسُ اَمۡوَالِكُمۡۚ لَا تَظۡلِمُوۡنَ وَلَا تُظۡلَمُوۡنَ.۞(۲۷۹).وَاِنۡ كَانَ ذُوۡ عُسۡرَةٍ فَنَظِرَةٌ اِلٰى مَيۡسَرَةٍ ؕ وَاَنۡ تَصَدَّقُوۡا خَيۡرٌ لَّـكُمۡ اِنۡ كُنۡتُمۡ تَعۡلَمُوۡنَ۞(۲۸۰).وَاتَّقُوۡا يَوۡمًا تُرۡجَعُوۡنَ فِيۡهِ اِلَى اللّٰهِ ۖ ثُمَّ تُوَفّٰى كُلُّ نَفۡسٍ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُوۡنَ.؏۞(٢٨١).
٫٫هو، هغه خلک چې ايمان راوړي، نېک عملونه کوي، لمونځ قائموي او زکات ورکوي، د هغوی اجر بېشکه د هغو د رب سره دی او د هغوی لپاره به هیڅ ویره او غم نه وي.(۲۷۷).ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د خدای څخه وویریږئ او کوم سود چې ستاسو له خلکو سره پاتې دی، هغه پرېږدئ که په رښتیا مو ایمان راوړی وي،،.(۲۷۸).
٫٫خو که تاسې داسې ونه کړل، نو خبر شئ چې د الله او د هغه د رسول ﷺ له خوا ستاسې پر ضد د جګړې اعلان دی. اوس هم که توبه وباسئ (او سود پرېږدئ)، نو تاسې د خپل اصلي پانګې د اخیستلو حق لرئ. نه تاسې ظلم وکړئ او نه به پر تاسې ظلم وشي،،.(۲۷۹). ٫٫او که ستاسو قرضدار تنګ لاسی وي، نو تر لاس ازادېدو پورې ورته مهلت ورکړئ او که تاسو يې ورته و بخښئ دا درته غوره ده، که تاسو پوه شئ،،.(۲۸۰).
٫٫ او د هغې ورځې نه و وېرېږئ چې تاسې به الله ته ور ګرځول کېږئ، بیا هر نفس ته به د هغه د کړنو پوره بدله ورکول کېږي او په دوى به هېڅ ظلم ونه شي،،.؏ (البقرة ٢٨١)
د ۲۷۷ آيت تفسير:
په دې رکوع کښې څو کرته دوه قسمه سورتونه زموږ مخې ته وړاندې شول، يو کردار د کنجوس، بخيل، غرضي او زر پرست خلکو کردار دی، چې د خدای او د هغه د مخلوق حقوق نه ترسره کوي، فقط د مال او دولت د غونډولو او ساتلو په فکر کښې وي، په ژوند کښې تر ټولو ستر هدف همدغه وي چې ورځ په ورځ خپله سرمايه ډېره کړي. دوهم سيرت د هغه خلکو زموږ مخ ته ايښودل شوی دی چې خدای پرست، سخي او همدرد انسان وي، چې په خپل لاس ګټل شوي مال په ځان ، اولاد ، مور، پلار او خپلوانو مصرفوي او هم په کښې د خدای او د خدای د ناچاره مخلوق حق هم ترسره کوي، د دغه رنګ خلکو لپاره به اخرت کښې فلاح او کاميابي وي او د دوی د کړنو په نتيجه کښې په دنيا کښې يو صالح تمدن هم جوړېږي.
د ۲۷۹ ايت تفسير:
سود په تدريج سره تحريم شوی دی، لومړی په مکه کښې د سورت روم په ۳۹ آيت کښې سود وغندل شو. دوهم: د سورت نساء ۱۶۰ او ۱۶۱ د يهودو د سود خوړلو غندنه وشوه.ددريم: د سورت آل عمران په ۱۳۰ نه تر ۱۳۲ آيتونو کښې ئې د سود خوړلو نه ممانعت وکړ( لا تاکلوا الربا...) څلورمه مرحله کښې د سورت بقرې ۲۷۵ نه تر ۲۷۹ پورې آيتونو کښې سود په قطعي توګه داسې بند کړل شو چې سود جنائي جرم وګنل شو، چې د نه منع کېدو په صورت کښې د اسلامي حکومت پوليس مجرم ته لاس اچولي شي. دا ايتونه د پيغمبر پاک ﷺ د ژوند په وروستي وخت کښې مشهوره دا ده چې د حجة الوداع په موقع نازل شويدي او ځينو ويلي دا د مکې له فتحی نه وروسته نازل شوي دي.
(د سود خور سزا):
ابن عباس، حسن بصري،ربيع بن انس او د ابن سيرين رائې دا ده چې څوک په دار الاسلام کښې سود خوري، هغه بايد په توبه کولو مجبور کړل شي، که نه منع کېږي بايد و وژل شي.
د نورردو فقهاؤ رأيه دا ده چې بندي کول ئې کفايت کوي تر څو توبه وکړي.
د ۲۸۰ آيت تفسير:
له دې آيت نه دا معلومېږي چې څوک د قرض له خلاصولو نه عاجز شو، اسلامي محاکم دا حق لري چې د پور مالک مجبور کړي چې پوروړي ته مهلت ورکړي او ځينو حالاتو کښې محاکم دا حق هم لري چې ټول قرض يا د قرض يوه برخه پوروړي ته معاف کړي. د افلاس په صورت کښې د پوروړي د استعمال لباس، د خوراک ظرفونه، د اوسېدو کور او د کسب وسائل په قرض کې نه شي ورکول کېدی.
په تفسير قرطبي کښې د مسلم شريف يو حديث او په دې اړه د فقهاوو اقوال په تفصيل سره ذکر شويدي.
د ۲۸۱ آيت تفسير:
د ډېرو مفسرينو رأيه دا ده چې دغه آيت تر ټولو داسې وروستی دی چې له دې نه وروسته بيا د قرآن راتلل بند شول، ځينو په دې پسې آيت ۲۸۲ وروستی منلی دی، ځينو د سود د تحريم په اړه ايت ۲۷۸ وروستي ګڼلی، ځينو اٙليوم أکملت لکم دينکٙم آيت وروستی ګڼلی دی، دا ټولې خبرې سره نژدې دي دغه آيتونه په مجموع کښې وروستي دي.په دې آيت کښې د وروستۍ خبرې په حيث له الله نه د تقوا توصیه شوېده چې تقوا د حسناتو اساس او بنسټ دی.