19-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٤٠ (۲۸٤ - ۲۸٦ آیت)
۲۸٤- ۲۸۵. آيت بقره.
لِلّٰهِ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الۡاَرۡضِؕ وَاِنۡ تُبۡدُوۡا مَا فِىۡۤ اَنۡفُسِكُمۡ اَوۡ تُخۡفُوۡهُ يُحَاسِبۡكُمۡ بِهِ اللّٰهُؕ فَيَـغۡفِرُ لِمَنۡ يَّشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَنۡ يَّشَآءُ ؕ وَاللّٰهُ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ۞(۲۸۴).اٰمَنَ الرَّسُوۡلُ بِمَاۤ اُنۡزِلَ اِلَيۡهِ مِنۡ رَّبِّهٖ وَ الۡمُؤۡمِنُوۡنَؕ كُلٌّ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓئِكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ ۚ لَا نُفَرِّقُ بَيۡنَ اَحَدٍ مِّنۡ رُّسُلِهٖ ۚ وَقَالُوۡا سَمِعۡنَا وَاَطَعۡنَا ۖ غُفۡرَانَكَ رَبَّنَا وَاِلَيۡكَ الۡمَصِيۡرُ۞(۲۸۵).
څه چې په اسمانونو او په ځمکه کښې دي ټول د الله دي او که تاسو د خپل زړه خبره ښکاره کوۍ او يا يې پټوۍ، الله به پرې درسره محاسبه کوي، بيا چې چا ته يې خوښه وشوه بخښنه ورته کوي او چې چا ته يې وغوښتل عذاب ورته ورکوي اوالله پر هر څه قادر دی.(۲۸۴).رسول په هغه هدايت ايمان راوړی دی کوم چې د ده د رب له لوري په ده نازل شوی دی او کوم خلک چې د دې رسول منوونکي دي، هغوی هم دغه لارښوونه منلې ده، دا ټول، الله، د هغه د ملائک، د هغه کتابونه او د هغه د پيغمبران مني او وائي موږ د الله پيغمبران يو له بل ځنې نه جلا کوو، موږ خبره واورېده او اطاعت مو قبول کړ. خدايه! له تا نه بخښنه غواړو او ستا لور ته زموږ ور ګرځېدل دي.( ۲۸۵).
د ۲۸٤ آيت تفسير:
دا د کلام خاتمه ده، لکه څنګه چې د سورت پيل د دين د اساسي تعليماتو د بيان نه پيل شوی وو، همدا راز د سورت په پای کښې يې هم هغه ټول اصولي امور بيان کړل کوم چې زموږ د دين اساسات ګنل کېږي.
د مثال په توګه د سورت په پيل کښې، د اسماني کتابونو، ايمان بالغيب، د لمونځ اقامه، زکوٰة، په اخرت ايمان او د رسالت ذکر و شو او دا چې قرآن کښې شک نشته دی او د متقينو لپاره هدايت دی، همدا راز د سورت په پای کښې هم د اسلام اصولي تعليمات، لکه توحيد، په الله ايمان، په اسماني تعليماتو ، په
ملا ئکو ، الهي کتابونو، رسولانو او په اخرت ايمان يادکړی شول چې د دين اصولي او اساسي تعليمات ګڼل کېږي.
(لله ما في السمٰوٰت و ما في الارض): دا د دين په تعليماتو کښې لومړنی مهم تعليم دی، چې د ځمکې او آسمانونو مالک الله دی او څه چې په ځمکه او اسمانو کښې دي هغه د الله ملکيت دی. انسان په دې مالکيت کښې له الله سره شريک نه دی، انسان د اصلي مالک په توګه نه بلکې د خدای د خليفه په توګه د ځمکې وسائل استعمالوي، له همدې امله ده ته د خدای له بندګي او اطاعت نه پرته بله لاره جائز نه ده چې د ځان لپاره يې انتخاب کړي.
(و إن تبدوا ما في أنفسکم او تخفوه):
٫٫که تاسو د خپل زړه راز ښکاره کړۍ يا يې پټ وساتۍ الله به پرې ستاسو محاسبه كوي،،.
دلته يو سوال ذهن ته راځي چې زړه کښې خو ډېر شيان تېرېږي، که د هغې ټولو په اړه د انسان محاسبه وشي، نو ډېره به سخته شي، دا پوښتنه صحابه کرامو سره هم پيدا شوې وه، چې د شريعت سخت سخت احکام لکه لمونځ، زکوة ، روژه ، جهاد او إنفاق موږ عملي کوو ، خو دزړه په خبرو محاسبه ډېره سخته ده، ځکه چې زړه خو زموږ کنترول کښې نه دی، هر رنګ خبره په کښې تېرېږي، رسول ﷺ ورته و ويل: چې د پخوانيو هل کتابو په شان مه کوئ، چې اورېدل يې او بيا يې نه منل.
تاسو و وا ياست موږ واورېدل او و مو منل، چې کله دوی اطاعت او تسليمي وښودله ، الله هم پرې آساني وکړه و ئې فرمايل: (لا يکلف الله تاسو الا وسعها....) يعنې الله د چا له استطاعت نه زيات په چا بوج نه اچوي.
دا کيسه په تفصيل سره امام احمد ، مسلم شريف او نورو محدثينو روايت کړېده.( ابن کثير) نو معنا دا شوه چې زړه ته چې کومې وسوسې راځي په هغې الله نيول نه کوي، تر څو پرې تکلم يا عمل صورت ونه نيسي. خو زړه کښې يو قسم نور شيان دي چې الله پرې نيول کوي لکه چا ته زړه کښې حسد او کينه ساتل يا په زړه کښې کبر لرل، د چا د وژلو يا چاته د تکليف رسولو پوخ عزم، په هغې اصرار او بيا د عملي کولو لپاره يې پلان جوړول او کوښښ کول، نو که په زړه کښې پټ شيان دې حد ته ورسیږي بيا پرې محاسبه شته ده.
( يحاسبکم به الله): په دې جمله کښې دوه خبرې په ګوته شوي دي ، يو دا چې هر انسان په انفرادي توګه د الله په مخ کښې مسؤل دی، الله به ترې ځواب غواړي، دوهم دا چې د کوم بادشاه په مخ کښې مسؤل دی ، هغه د غيب او حاضر، پټ او ښکاره دواړو باندې پوه دی، تر دې چې د زړه پټې ارادې هم له هغه پټې پاتې کيدای نه شي.
(والله علی کل شيء قدير): دا د الله د مطلق قدرت او اختيار بيان دی چې د سزا ورکولو او بخښلو ټول واک او اختيار د هغه په لاس کښې دی، د هغه لاس خلاص دی چې هر څه وغواړي کولی يې شي، هیڅوک د هغه په امورو کښې مداخله نشي کولی او نه دا حق لري، او نه الله چا ته دا حق ورکړی دی.
د ۲۸۵ آيت تفسير:
په دې آیت کې له تفصيلاتو پرته د اسلام عقیدې او اسلامي طرز عمل لنډیز بيان شوی دی، هغه دا دی چې: پر الله - د هغه پر فرښتو - د هغه په کتابونو او - د هغه په ټولو پیغمبرانو بې له دې چې په هغوی کې توپیر وشي (یعنې یو ومنل شي او بل ونه منل شي) ايمان لرل او دا منل چې د دنيا په پای کښې به موږ د هغه په حضور کې حاضري ورکوو.
دا پنځه موضوعات د اسلام اساسي عقیدې دي، د دې عقیدې منلو نه وروسته، د یو مسلمان لپاره مناسب طرز عمل دا دی چې د الله له لوري څخه کوم امر ورشي، په خوښه يې ومني، د هغه اطاعت وکړي، او په خپلو ښو عملونو باندې مغرور نه شي، بلکې د الله څخه د عفوې او مغفرت غوښتنه وکړي.
(لا نفرق بين احد من رسله): يهوديانو ځينې پيغمبران منل او ځينې ئې نه منل، يو معيار ورسره دا وو چې هغه به يې منل چې د دوی په قوم کښې به راغلي ول ، دوهم معيار دا وو چې د کوم پيغمبر خبرې به چې د دوی د غوښتنو په خلاف وې، د دوی ګټې به ئې تهديدولې، د هغه مخالفت به ئې کولو او تر وژلو پورې اقدام به ئې هم کولو، په دې سلسله کې يې يحيیٰ او زکريا عليهما السلام او ځينې نور پيغمبران وژلي دي، د عيسیٰ عليه السلام د قتل کوښښ ئې هم کړی و ، خو هغه الله آسمان ته پورته کړ، نو دلته مسلمانانو ته دا تعليم ورکول شو، چې د انبياوو تر منځ تفريق کول نشته دی، بايد ټول انبياء بِلا تفريق ومنل شي ، په يوه کفر په ټولو د کفر مترادف دی.
۲۸٦ آيت سورة البقرة.
لَا يُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفۡسًا اِلَّا وُسۡعَهَا ؕ لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَعَلَيۡهَا مَا اكۡتَسَبَتۡؕ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذۡنَاۤ اِنۡ نَّسِيۡنَاۤ اَوۡ اَخۡطَاۡنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَاۤ اِصۡرًا كَمَا حَمَلۡتَهٗ عَلَى الَّذِيۡنَ مِنۡ قَبۡلِنَا ۚرَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلۡنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهٖ ۚ وَاعۡفُ عَنَّا وَاغۡفِرۡ لَنَا وَارۡحَمۡنَا ۚ اَنۡتَ مَوۡلٰٮنَا فَانۡصُرۡنَا عَلَى الۡقَوۡمِ الۡكٰفِرِيۡنَ۞؏(۲۸۶).
٫٫الله جل جلاله په هېڅ يو نفس باندې د هغه له طاقت څخه زيات بوج نه اچوي. هر چا چې کومه نېکي کړي وي، د هغې بدله به ورته رسيږي او هر چا چې کومه بدي کړي وي، د هغې وبال به پرې راځي.
(ايمان لرونکو! تاسې داسې دعا وکړئ): اې زموږ ربه! که موږ تېروتنه يا څه خطاوې کړې وي، نو موږ پرې مه نيسه. اې مالکه! پر موږ هغه بوج مه اچوه چې تا په هغو خلکو اچولی و چې زموږ څخه مخکې وو. ای زموږ ربه! پر موږ هغه بوج مه اچوه چې د پورته کولو توان يې موږ کښې نشته. اې زموږ ربه! مونږ عفوه کړه، موږ وبخښه، پر موږ رحم وکړه، ته زموږ مولیٰ يې، د کافرانو پر وړاندې زموږ مرسته وکړه،،.؏(۲۸۶).
د ۲۸٦ آيت تفسير:
(لا يکلف الله نفسا): له دېنه څرګنده شوه چې الله په چا باندی د هغه د طاقت نه زيات بوج نه اچوي، چې د يو کار د کولو طاقت نه لري او الله يې پرې محاسبه کړي، يا له يو کار نه ځان نشي ساتلی او پوښتنه ترې وشي چې دا دې ولې وکړ؟ خو دا پرېکړه به الله کوي چې ايا انسان د دې کار د کولو طاقت درلوده او که نه.
(لَهَا مَا كَسَبَتۡ وَعَلَيۡهَا مَا اكۡتَسَبَتۡؕ): دا د قران مشهوره قاعده ده چې هر څوک د خپل عمل مسؤل دی، د خپلې نيکي ثواب به په خپله اخلي او د خپلې ګناه سزا به په خپله ويني، دا قاعده د قرآن بې شمېره ځايونو کښې بيان شوېده، د مثال په توګه:
۱- مَّنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ (فصلت، ۴۶).
٫٫ چا چې نيک کار وکړ ګټه به ئې همده ته رسېږي او چا چې د ګناه کار وکړ تاوان به يې هم ده ته وي، الله په بندګانو لږ ظلم هم نه کوي،،.
۲- وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ وَإِن تَدْعُ مُثْقَلَةٌ إِلَىٰ حِمْلِهَا لَا يُحْمَلْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۗ( فاطر، ۱۸).
٫٫يو بوج پورته کونکی د بل بوج نه پورته کوي ، که دروند بوج والا کس څوک د پورته کولو لپاره و بلي، له ده نه به څه پورته نه کړل شي، اګر که يې خپلوان وي،،.
۳ - وأن ليس للإنسان إلا ما سعی وأن سعيه سوف يرى ثم يجزاه الجزاء الأوفى.(النجم: ٣٩- ٤١).
٫٫انسان ته ګټه نه شته مګر د هغه د خپل کوښښ، د خپل کوښښ پايله به زر ده چې و ويني بیا به ورته پوره جزاء ورکړل شي،،.
موږ مسلمانانو کښې ځينې د قرآن د لارښوونو خلاف د نورو خلکو د اعمالو په ثواب پسې په طمع وي ،
چې فلان شخص ولي تېر شوی، د هغه عمل به ما ته ګټه و رسوي، ځکه چې هغه ولي دی، د چا په ولايت چا سره دليل هم نشته خو موږ د ځينو په اړه دا انګېرلې ده چې دا ولي دی، خو زموږ له خوا په دې ټاکل شوي أولياوو کښې داسې هم شته چې ايمان کښې يې شک دی، د عقيدې، اخلاقو او عمل په فساد کښې اخته وي، د دنيا د ترک په پلمه د دنيا د ګټلو لپاره حيلې او پلمې جوړوي او د خلکو مالونه په حرامه طريقه خوري او بيايې ولي الله هم ګڼو.
(وَلَا تَحۡمِلۡ عَلَيۡنَاۤ اِصۡرًا كَمَا حَمَلۡتَهٗ عَلَى الَّذِيۡنَ مِنۡ قَبۡلِنَا):
٫٫ په موږ هغه بوج مه اچوه لکه زموږ نه په مخکنيو مو چې اچولی وو،، يعنې په موږ د شريعت احکام هم آسان کړه او له هغه رنګ ازمېښتونو او مشکلاتو سره مو هم مه مخامخ کوه لکه له مونږ نه وړانديني مسلمانان چې مخامخ شوي ول. اګر چې قرآن په خپله ويلي دي چې د اسلام او حق پرستي لاره د ازمېښتونو او کړاو نه ډکه لاره ده، د دې لارې لارویان به له کړاونو سره مخامخ کېږي، خو مسلمان بايد له الله نه وغواړي چې له ازمېښت سره يې مخ نه کړي ، بيا چې د الله د څه حکمت په اساس ازمېښت راغی بيا نو مسلمان به يې په همت، صبر او حوصلې سره تحمل کوي. دا تشريح حديث پاک کښې راغلې ده.
(وَلَا تُحَمِّلۡنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهٖ): ٫٫په موږ هغه بوج مه اچوه چې د پورته کولو طاقت يې موږ کښې نه وي،،.
يعنې د ازمېښت او مشکلاتو دومره بوج پر موږ کېږده چې په موږ کښې يې د پورته کولو قوت وي، دومره قوي او سخت ازمېښت را باندې مه کوه او دومره ډېر مشکلاتو سره مو مه مخامخ کوه چې پښې مو وخوځيږي او له حق نه و ګرځو.
د دې دعا په بشپړ مفهوم د پوهېدو لپاره باید دا په نظر کښې ونیسو چې دا آیتونه له هجرت نه تقریباً یو کال مخکې په معراج کښې نازل شوي وو، کله چې په مکه کښې د کفر او اسلام جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه، مسلمانانو ډېری سختۍ او کړاوونه ګالل او نه یوازې په مکه کې بلکې په ټوله عربستان کې داسې هیڅ ځای نه وه چېرته چې د حق د منلو له امله د خدای يو بنده ته ژوند کول اسان وو.
په دغو حالاتو کښې مسلمانانو ته دا تلقین وشو چې له خپل مالک څخه په دې ډول دعا وغواړئ. ښکاره ده چې کله ورکونکی خپله د دعا کولو طریقه ښیي، نو د قبلېدو یقین یې په خپله منځ ته راځي، له همدې امله دا دعا په هغه وخت کې د مسلمانانو لپاره غیر معمولی تسکین او آرام راوړ.
سربېره پردې، په دې دعا کې مسلمانانو ته دا هم وویل شول چې خپل احساسات په نا مناسبه لاره مه اچوئ، بلکې د دې دعا په چوکاټ کې یې واچوئ. یوې خوا ته دا ظالمانه شکنجې وګورئ چې یوازې د حق پرستۍ په جرم کښې مسلمان ته ورکول کېدې، او بلې خوا ته دې دعا ته وګورئ چې د دښمنانو پر ضد هېڅ تريخوالی په کښې نشته.
یوې خوا ته دې جسماني تکلیفونو او مالي زیانونو ته وګورئ چې په کښې دا خلک ښکېل وو، او بلې خوا ته دې دعا ته وګورئ چې په کښې د دنیاوي ګټو هیڅ نښه نه ليدل کېږي، یوې خوا ته د دې حق پرستانو مالي کمزوري او غريبي ته وګورئ، او بلې خوا ته دې اوچتو او پاکو احساساتو ته وګورئ چې دا دعا له ترې ډکه ده، له دې څخه څرګنديږي او درک کیدی شي چې په هغه وخت کښې مؤمنانو ته څنګه اخلاقی او روحانی تربیه ورکول کیدله.( تفهيم).
( دا ايتونه کله نازل شويدي؟):
د سورت بقرې دا وروستي ايتونه علماء وائي چې د معراج په موقع رسول ﷺ ته ورکول شوي ول، د ابن مسعود حديث مسلم شريف او نسائي شريف روايت کړی دی چې دا ايتونه د معراج په موقع رسول ﷺ ته ورکول شوي ول.(مسلم شريف رقم حديث۱۷۳).
دوهم د ابن عباس حديث دی چې هغه هم مسلم شريف روايت کړی دی چې رسول ﷺ سره په مدينه منوره کښې جبرائيل عليه السلام ناست وو، چې له پاس نه يې يو غږ واورېده پاس يې وکتل وئې فرمايل: دا د آسمان يوه دروازه وه چې فقط نن خلاصه شوه او يو ملک ترې ښکته شو چې فقط اول کرت دنيا ته ښکته شو، بيا هغه ملک رسول ﷺ ته د دوه رڼاګانو( سورة فاتحة او د سورت بقرې د ورستي آيتونو) په اړه بشارت ورکړ، چې دا ستا نه وړاندې چا ته نه دي ورکول شوي، او چې په هر حرف يې له الله نه سوال وکړې ، الله يې درکوي.( مسلم شريف د حديث شمېره ۸۰۶)
دې دواړو احاديثو کښې په ظاهر کښې تعارض ښکاري، له يوه نه معلومېږي چې دا ايتونه معراج کښې رسول ﷺ ته ورکول شوي ول، او له بل نه معلومېږي چې په مدينه منوره کښې نازل شويدي، د دې تطبيق علماوو داسې کړی چې دا خو معراج کښې رسول ﷺ ته ورکول شوي ول، خو د دې د اهميت ښکاره کولو او تعظيم په خاطر ملک راغی نبي عليه السلام ته يې د دې د فضائلو او اهميت په اړه نوي معلومات ورکړل.
( انت مٙولٰنٙا) : مٙولیٰ د مرجع په معنا هم راځي، الله ته ځکه مولیٰ وايي چې هغه هم په مشکلاتو کښې د بندګانو يواځينۍ مرجع ده.( وٙاعف عنّا و اغفرلنا و ارحمنا): عفوه د معاف کولو په معنا هم راځي دلته يې همدغه معنا مراد ده. غفر معنا ده پټول. او د رحم معنا خو معلومه ده. اخرت کښې دغه درې شيان ډېر مهم دي، چې انسان ته بخښنه وشي، ګناهونه يې پټ کړل شي، چې د هغې ورځې له بې عزتي نه وساتل شي او الله ئې په خپل رحم او مهرباني و نازوي، دلته همدغه مهم شيان بنده له خپل رب نه غواړي.
(د دې وروستي آيتونو فضيلت):
محدثينو د دې وروستي آيتونو په فضيلت کې صحيح روايات نقل کړيدي چې دوه يې په يو ضمني بحث کښې بيان شوي دي، ځينې نور به ئې بيان کړو:
۱- عن أَبِي مَسْعُودٍ البَدْرِيِّ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ قَرَأَ بِالآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ البَقَرَةِ في لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ». (أِخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ كِتَابُ الْجنائز بَابُ مَنِ انْتَظَرَ حَتَّى تُدْفَنَ.)
٫٫ رسول ﷺ فرمايلي: څوک چې د شپې د سورت بقره اخرني دوه ايتونه تلاوت کړي ورته کفايت کوي.،،
۲ - عن النُّعْمَانِ بِنِ بَشِيرٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - عَنِ النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: «إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ كِتَابًا قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ بِأَلْفَيْ عَامٍ، أَنْزَلَ مِنْهُ آيَتَيْنِ خَتَمَ بِهِمَا سُورَةَ البَقَرَةِ لَا يُقْرَآنِ فِي دَارٍ ثَلَاثَ لَيَالٍ فَيَقَرَبُهَا شَيْطَانٌ» (أَخْرَجَهُ التِّرْمِذِيُّ: كِتَابُ ثَوَابِ القُرْآنِ، بَابُ مَا جَاءَ فِي آخَرِ سُورَةِ البَقَرَةِ.)
٫٫ رسول ﷺ فرمائيلي: الله د ځمکو او آسمانونو له پيدا کولو نه ۲۰۰۰ کاله وړاندې يو کتاب ليکلی وو، له هغه نه يې دوه ايتونه نازل کړي چې سورت بقره ئې پرې ختمه کړېده ، چې په يو کور کښې درې شپې ولوستل شي ، شیطان ورته نشي نزدې کېدی.د،،.
۳ - عن أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أُعْطِيتُ خَوَاتِيمَ سُورَةِ الْبَقَرَةِ مِنْ بَيْتِ كَنْزٍ مِنْ تَحْتِ الْعَرْشِ، لمْ يُعْطَهُنَّ نَبِيٌّ قَبْلِي». (أَخْرَجَهُ أَحْمَدُ فِي المَسْنَدِ، مَسْنَدٌ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ.)
۳- ٫٫ رسول ﷺ فرمائي: د بقرې خواتيم د عرش د لاندې د يوې خزانې نه ما ته را کول شويدي، زما نه وړاندې بل پيغمبر ته نه دي ورکول شوي،،.
د سورة البقرة تفسير نن ۳۱ د جولائي۲۰۲۴ زېږديز کال د شپې په ۲ بجو او ۱۲ دقيقو تکمیل شو.
الحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات.
ترکيه ، يلووا، چپليکويي.