سورة آل عمران په اړه پيليزه وينا

20-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة آل عمران په اړه  پيليزه وينا

۱- نوم: د سورت په يوه برخه کې د آل عمران يادونه شوېده ، همغه د سورت لپاره د نوم په توګه ټاکل شوې ده.
۲ - د سورت مهمی برخې او د نزول وخت:
په سورت  کې څلور ویناګانې شاملې دي:

لومړۍ وینا:
د سورت له پیل څخه د څلورم رکوع تر لومړیو دوو آیتونو پورې ده، چې غالباً د بدر له جګړې ( ۲هجري ) وروسته په نږدې وخت کې نازل شوې ده.

دوهمه وینا:
د "اِنَّ الله اصْطَفیٰٓ اٰدَمَ وَ نُوْحًا وَّ اٰلَ اِبْرٰھَیْمَ وَ اٰلَ عِمْرَانَ عَلَے العٰلَمِیْنَ"(۳۳ آيت):  له آیت څخه پیلېږي او د شپږم رکوع په پای کې ختمېږي. دا په ۹ هجري کال کې د نجران د مسيحيانو د وفد د راتګ پر مهال نازل شوې وه.

درېیمه وینا:
د اوومې رکوع له پیل څخه (۶۴ ايت) د دوولسم رکوع تر پای پورې دوام کوي او د لومړۍ وینا له وخت سره نږدې معلومېږي.

څلورمه وینا:
له دیارلسمې رکوع څخه ( ۱۲۱ ايت) د سورت تر پای پورې ده او د احد له جګړې وروسته نازل شوې ده.

۳ - خطاب او مباحث:
دې مختلفو تقریرونو ته که وګورو، نو هغه څه چې دا ټولې خبرې په یو مسلسل مضمون کې سره نښلوي، دا د مقصد، مدعا او مرکزي مضمون یو شانوالی دی.
د دې سورت خطاب په ځانګړي ډول دوه ډلو ته دی: یوه اهل کتاب (یهود او نصاریٰ) او بله هغه ډله چې پر محمد ﷺ یې ایمان راوړی وو.
لومړۍ ډلې ته په هماغه اسلوب تبلیغ شوی، چې د سورة بقرې په پیل کې شوې وه. هغوی ته د عقیدوي ګمراهیو او اخلاقي فسادونو په اړه خبرداری ورکړل شوی. او ورته ویل شوي چې دا رسول او دا قرآن هغه دین ته بلنه ورکوي، کوم چې له پیل څخه ټولو انبیاوو ورته بلنه ورکوله او دا دین د الله فطرت سره سم یوازینی حق دین دی. هغه لارې چارې چې تاسو د دې دین له مستقیمې لارښوونې څخه په انحراف کښې غوره کړيدي، د هغو کتابونو له مخې هم سمې نه دي، کوم چې تاسو د آسماني کتابونو په توګه منۍ. نو له همدې امله هغه حقایق ومنئ ، چې تاسو پخپله هم د هغو له ریښتینوالي څخه انکار نه شئ کولی.

دویمې ډلې ته، چې د غوره امت په توګه د حق علمبردار او د نړۍ د اصلاح کولو  مسؤل ګرځول شوې ده، په همدې لړ کې نورې لارښوونې ورکړل شوې دي، چې په سورة بقره کې پیل شوې وې. هغوی ته د پخوانیو امتونو د مذهبي او اخلاقي زوال یوه عبرتناکه بڼه ورښودل شوې ده، څو هغوی په دې امتونو پسې د تګ څخه ځان وژغوري. هغوی ته ویل شوي چې د اصلاح لپاره د یوې ډلې په توګه باید څنګه کار وکړي او له اهل کتاب او هغو منافقو مسلمانانو سره څه ډول چلند وکړي، چې په بېلابېلو بڼو سره د الله په لاره کې خنډونه جوړوي. هغوی ته د خپلو هغو کمزوریو لور ته د پام اړولو په اړه هم لارښوونه شوې ده، چې د احد جګړې په جریان کې ترې څرګندې شوې وې.
په دې توګه، دا سورت نه یوازې په خپلو مختلفو برخو کې مسلسل،  منظم او مربوط دی، بلکې له سورة بقرې سره یې داسې نږدې اړیکه ښکاري چې دا په بشپړه توګه د هغې تتمه ښکاري او داسې احساس کیږي چې د دې سورت طبیعي ځای د بقرې سورت تر څنګ دی.

۴ - د سورت تاریخي شاليد دا دی:
١-  په سورت البقره کې د حق دین منونکو ته له مخکې د هغو ازموینو او ستونزو په اړه خبر ورکول شوی و چې هغو سره به مخامخ کېږي. د دې سورت د نزول په وخت کې دا ازموینې په ډېر شدت سره را پېښې شوې وې. که څه هم مسلمانانو د بدر په جنګ کې بریا ترلاسه کړې وه، خو دا جنګ لکه د زمریانو په ځال کې ډبره اچول وو. دا لومړنۍ وسله‌ واله مقابله د عربستان د ټولو هغو قوتونو لپاره د یو خبرداري په شان وه چې له دې نوې تحریک سره ئې دښمني درلوده.
د هر لوري نه د طوفان نښې ښکاره وې او پر مسلمانانو د دوامداره وېرې او بې‌ اطمینانۍ حالت راغلی و. داسې احساس کېده چې د مدینې دا کوچنۍ آبادي، چې د شاوخوا ټولو مخالفینو سره یې جګړه پېل کړې ده، له ځمکې به ورکه شي. دغه حالت د مدینې اقتصادي وضعیت هم سخت خراب کړی و. په لومړي سر کې په دې کوچني کلي کې چې آبادي یې له څو سوو کورونو زیاته نه وه، ناڅاپي د مهاجرینو لوی شمېر راتګ اقتصاد ته زیان رسولی و. پر دې سربېره، د جنګي حالت له امله نورې ستونزې هم پیدا شوې وې.

۲ - هجرت نه وروسته، چې نبي ﷺ د مدینې شاوخوا یهودي قبیلو سره کوم تړونونه کړي وو، هغوی هغه معاهدات هيڅ په پام کې و نه نیول. د بدر په جګړه کې د دې اهل کتابو مرسته د توحید، نبوت، او د آخرت  د منونکو مسلمانانو پر ځای، د بوتانو عبادت کوونکو  مشرکانو سره وه. د بدر له جګړې وروسته، دوی په ښکاره توګه قریش او نور عربي قبائل دېته هڅول چې د مسلمانانو خلاف راپورته شي او غچ واخلي. په ځانګړي ډول د بني نضیر سردار، کعب بن اشرف، په دې لړ کې خپل دښمنانه هڅې تر وروستي حد پورې رسولې وې، چې د کرکې او سپکاوي کچې ته ورسېدې.
د مدینې له خلکو سره د دې یهودیانو د اوږدې مودې ګاونډیتوب او دوستي هېره شوه. بالاخره کله چې د دوی شرارتونه او عهد ماتونې له زغم څخه وا وښتې، نو نبي ﷺ د بدر له جګړې څو میاشتې وروسته د بني قینقاع پر قبیلې چې په یهودیانو کې تر ټولو شریر خلک وو، برید وکړ او له مدینې څخه یې وشړل.

خو دې کار د نورو یهودي قبیلو دښمنۍ ته نور هم زور ورکړ. دوی د مدینې له منافقو مسلمانانو او د حجاز له مشرک قبیلو سره تړونونه جوړ کړل او اسلام او مسلمانانو ته یې له هرې خوا خطرونه متوجه کړل، تر دې چې خپله د نبي ﷺ ژوند ته هم هر وخت خطر پېښ وو چې نه پوهېدل کله به په هغه ﷺ برید وشي. صحابه کرام په هغه وخت کې اکثر وسلو سره ویده کېدل. د شپني یرغل د ویرې له امله به په شپو کې ګزمه وهل کېده. نبي ﷺ که به یوازې لږ وخت هم د نظره پناه شول، نو صحابه کرام به په ویره کې شول او دهغه ﷺ د لټولو لپاره به یې هڅې پیل کړې.

۳ - په بدر کې د شکست وروسته د قریشو په زړونو کې د انتقام اور بل شوی و، چې په دې اور باندې یهودانو نور تېل هم واچول. پایله دا شوه چې یو کال وروسته د مکې نه درې زره کسیزه قوي لښکر د مدینې پر لور راغی او د اُحد غره په لمن کې هغه جګړه وشوه چې د "اُحد جګړې" په نوم مشهوره ده. د دې جګړې لپاره نبي ﷺ سره زر کسان له مدینې څخه را وتلي وو، خو په لاره کې درې سوه منافقین په ناڅاپي ډول بېرته مدینې ته وګرځېدل. او هغه اوه سوه کسان چې له نبي ﷺ سره پاتې شوي وو، په دوی کې هم د منافقينو یوه کوچنۍ ډله وه، چې د جګړې په جریان کې یې په مسلمانانو کې د فتنې د رامنځته کولو هره ممکنه هڅه وکړه.
دا لومړی ځل و چې معلومه شوه چې په مسلمانانو کې دننه دومره زیاته کینه لرونکي خلک شته دي چې د بهرنیو دښمنانو سره یو ځای د خپلو وروڼو د زیانمنولو لپاره لاس په کار دي.

۴ ـ د احد په جګړه کې مسلمانانو ته چې کومه ماتې ور په برخه شوه، که څه هم په دې کې د منافقینو د تدبیرونو لویه برخه وه، خو د مسلمانانو خپلې کمزورۍ هم کمې نه وې. او دا یوه طبیعي خبره وه، ځکه چې په یوه ځانګړي فکر او اخلاقي نظام باندې ولاړه ډله چې نوې جوړه شوې وه، لا ئې روزنه پوره نه وه شوې، او دا د دوی لپاره دویم ځل و چې د خپل عقیدې او مسلک د ملاتړ لپاره يې په جګړه کې برخه اخیسته.
په دې کې ځینې کمزورۍ را څرګندې شوې. له همدې امله اړتیا پېدا شوه چې له جګړې وروسته په دې جګړه تفصیلي تبصره وشي او په اسلامي لیدلوري سره د مسلمانانو په صفونو کې موجودې کمزورۍ په ګوته شي او د هغوی د اصلاح په اړه لارښوونې ورکړل شي. په دې اړه د پام وړ خبره دا ده چې په دې جګړه باندې د قرآن تبصره څومره له هغو تبصرو څخه توپیر لري، چې دنیوي جنرالان یې د خپلو جګړو وروسته کوي.( تفهيم)

د سورت آل عمران مهم موضوعات په لاندې ډول دي:

1. توحید او د الله تعالی وحدانیت: په دې سورت کې د الله تعالی وحدانیت، ربوبیت، او قدرت یادونه شوې چې الله تعالی یو دی او هیڅ شریک نه لري.
  
2. نبوت او رسالت: په دې سورت کې د حضرت عیسی علیه السلام او حضرت مریم علیها السلام کیسه ذکر شوې، او همدارنګه د محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت او نبوت تاکید شوی دی.

3. د اسلام او د نورو ادیانو اړیکې: د یهودیت او مسیحیت په اړه یادونه شوې، او د هغوی سره د خبرو او مناظرو په اړه لارښوونې ورکړل شوې دي.

4.جهاد او د احد غزا: د احد د غزا په اړه خبرې شوې، چې په هغه کې مسلمانانو ځینې تېروتنې وکړې، او له هغو څخه د زده کړې لپاره لارښوونې شوې دي.

5. د امتحان او ازمېښت یادونه: دا سورت انسانانو ته د الله تعالی له لورې د امتحان او ازمېښت په اړه خبرې کوي، او چې څنګه انسانان باید په امتحاناتو کې د الله تعالی مرسته وغواړي او صبر وکړي.

6. د تقوی او ایمان یادونه: په دې سورت کې مسلمانانو ته د تقوی، صبر او د الله تعالی په لورې د اخلاص یادونه شوې ده، او هغوی ته د دنیاوي او اخروي ژوند لارښوونې شوې دي.

7. د صدقې او انفاق فضیلت: په دې سورت کې د الله تعالی په لار کې د مال لګولو او د محتاجانو سره د مرستې کولو اهمیت او فضیلت بیان شوی دی.

8. دعوت او د اسلام خپرول: په دې سورت کې مسلمانان هڅول شوي چې د اسلام دین خلکو ته ورسوي او هغوی ته په نرمه او معقول لاره دعوت ورکړي.

9. د اهل کتاب سره تعامل: سورت اهل کتاب ته دعوت ورکوي چې په حق لاره باندې راشي، او هغوی ته وضاحت کوي چې د دوی پیغمبران او کتابونه د اسلام د پیغام تصدیق کوي.

10. د کائناتو او د الله د قدرت اثار: په دې سورت کې د کائناتو او د طبیعت په عجایبو باندې فکر کولو ته هڅونه شوې ده، چې دا ټول د الله د قدرت نښې دي.

11. د تقوی لرونکو مؤمنانو ځانګړتیاوې: الله تعالی په دې سورت کې د هغو کسانو ستاینه کړې ده چې د تقوی، ایمان، او احسان ځانګړتیاوې لري، او هغوی ته په دنیا او آخرت کې د بریا زیری ورکوي.
12. د نصرت او کامیابي وعده: الله تعالی په دې سورت کې وعده کړې ده چې که مسلمانان د الله د لارښوونو مطابق ژوند وکړي، نو دوی به په دنیا او آخرت کې کامیابي ترلاسه کړي.

13. د تقوی او نیکو عملونو اهمیت: په سورت کې انسانانو ته د اسلام په طريقه د ژوند کولو او د نیکو اعمالو په کولو کې د صبر، استقامت، او د تقوی یادونه شوې ده.

په ټولیز ډول، سورت آل عمران په عقیده، عبادت، جهاد او د اسلامي اخلاقو په اړه مهم درسونه لري، او د مسلمانانو لپاره د الله تعالی اطاعت او د ژوندون په مختلفو برخو کې لارښوونې وړاندې کوي.‌


ورته مطالب
+