20-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة آل عمران رکوع ۱ (۱ - ۹ آیت)
سورة آل عمران - آيت ۱ - ٤
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.
الٓمّٓ۞(۱) اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَۙ الۡحَىُّ الۡقَيُّوۡمُؕ۞(۲).نَزَّلَ عَلَيۡكَ الۡـكِتٰبَ بِالۡحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَاَنۡزَلَ التَّوۡرٰٮةَ وَالۡاِنۡجِيۡلَۙ۞(۳). مِنۡ قَبۡلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَاَنۡزَلَ الۡفُرۡقَانَ ؕ اِنَّ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا بِاٰيٰتِ اللّٰهِ لَهُمۡ عَذَابٌ شَدِيۡدٌ ؕ وَاللّٰهُ عَزِيۡزٌ ذُو انۡتِقَامٍؕ۞(٤).
٫٫الف لام ميم.
(۱) الله، هغه تلپاتې ژوندی ذات دی، چې د کائنات نظام یې سمبال کړی دی، په حقیقت کې له ده پرته بل هېڅ معبود نشته دی.
( ۲). هغه پر تا باندې دا کتاب نازل کړی دی، چې له حق سره راغلی دی او د هغو کتابونو تصدیق کوي چې له ده نه مخکې راغلي ول. له دې وړاندې هغه د خلکو د هدایت لپاره تورات او انجیل نازل کړي ول.
(۳). او هغه (الله) هغه کسوټي( بېلونکې لارښوونه) نازل کړې ده (چې حق او باطل سره جلا کوي). اوس هغه کسان چې د الله فرمانونه نه مني، بېشکه هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي، الله بې پایه ځواکمن او د بدۍ بدل اخیستونکی دی.(٤).
د ۱ آيت تفسير:
(الم): په دې اړه د سورت بقرې په پيل کې مفصله خبره شوېده.
د ۲ آيت تفسير:
( الحيُّ القيوم): دا دواړه د الله پاک صفات دي، د الحي معنا ده ٫٫ژوندی،، خو د الله ژوند د مخلوق له ژوند سره دا تفاوت لري چې د الله ژوند ذاتي دی يعنې هغه ته دا ژوند بل چا نه دی ورکړی ، دوهم دا چې د هغه ژوند ازلي او ابدي دی يعنې دا سې وخت نه دی تېر شوی چې هغه موجود او ژوندی نه وو او نه به داسې وخت راشي چې هغه به فناء شي ، هغه له ازل نه ژوندی دی تر تر تله به ژوندی وي او د انسان ژوند داسې نه دی.
د القيُّوم معنا ده: مستقل او خپلواک سمبالونکی او قائمونکی، يعنې کائنات هغه سمبال کړي او قائم کړيدي ، د ټولو کارونو تدبير يې هغه په يواځې توګه سر ته رسوي، هيڅوک ورسره په دې کار کښې شريک نشته دی، نه ورسره ملائک شريک دي او نه انبياء او اولياء. او له هغه پرته هيڅوک خپل وجود هم نشي ساتلی.
د ۳ آيت تفسير:
( نزل عليک الکتاب بالحق مُصَدِّقًا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ)
د دې جملی ژباړه داسې هم کېدی شي، ٫٫هغه په حق سره پر تا کتاب نازل کړی دی، چې د هغو کتابونو تصديق کوونکی دی چې له ده څخه مخکې ول،،.
( وَاَنۡزَلَ التَّوۡرٰٮةَ وَالۡاِنۡجِيۡلَۙ) - ٫٫او هغه تورات او انجيل نازل کړي ول،،
قرآن کښې ځای په ځای دا راغلي دي چې قرآن د تورات او انجيل تصديق کوي، پوښتنه دا پيدا کېږي چې تورات او انجيل په دنيا کې شتون لري او که نه؟
په عمومي توګه خلک په دې غلط فهمي کې اخته شوي دي چې د بائيبل د عهد قديم لومړني پنځه کتابونه تورات دی او د جديدې عهد نامې څلور کتابونه( متي ، لوقا ، يوحنا ، مرقس) انجيلونه دي ، حقيقت بيا داسې نه دی، په اصل کې د تورات يوه برخه احکام هغه دي چې الله پاک موسی عليه السلام ته په کوه طور کې د تېږو په تختيو ليکلي ول ، او ځينې احکام هغه ول چې مسلسل په موسی عليه السلام باندې نازل شوي ول، دېنه موسی عليه السلام دولس نسخې وليکلې او د بني اسرائيلو هرې قبيلې ته يې يوه يوه نسخه ورکړه او يوه نسخه ئې بني لاوي ته وسپارله چې حفاظت ئې وکړي.
خو بني اسرائيل له تورات نه ډېر غافل شوي ول، يوه جالبه پېښه دا وه چې درياست يهوديه د بادشاه ( رو سيياه) په وخت کې د هيکل سليماني ترميم او بيا رغونې په وخت کې د هيکل مذهبي مشر خلقياه تورات وموند ، هغه ئې په ډېر تعجب سره بادشاه ته ولېږه، معنا دا شوه چې بني اسرائيلو کې تورات د روايت په حساب پاتې وو ، اصل کتاب ترې ورک وو، کومه نسخه چې بني لاوي ته ورکول شوې وه، هغه ئې په صندوق سکينه کې ایښې وه ، صندوق هم ډېره موده د يو کافر قوم په قبضه کې وو،( سلاطين باب ۲۲)
کله چې بخت نصر فلسطین فتح کړ، هيکل سليماني او ښار يې وران کړ، د تورات کومه يوه نسخه چې پاتې وه ، هغه هم ضائع شوه.
اوسنی بائيبل: اوسنی بائيبل په دوه برخو ويشل شوی دی، قديمي عهد نامه چې په ۳۹ کتابونو مشتمل ده. او دوهمه برخه يې نوې عهد نامه ده چې په ۲۷ کتابونو مشتمل ده ټول بائيبل ۶۶ واړه کتابونه دي.
تورات : کله چې بني اسرائيل د بابل د اسيري نه خلاص شول، بېرته فلسطین ته راغلل ، عزير عليه السلام د نورو يهودي مشرانو په مرسته د بني اسرائيلو په تاريخ ۱۷ کتابونه وليکل چې لومړني پنځه ( پيدائش، خروج ، احبار ، شمېر او استثنا) کتابونه يې د موسیٰ د سيرت بيان ته ځانګړي شوي ول، دغه پنځه کتابونه يهوديان تورات ګڼي، خو حقيقت داسې نه دی بلکې دې کتابونو کې د موسیٰ عليه السلام د سيرت بيان شوی دی، خو په ضمن کې يې دننه څه متفرق اجزاء داسې شته، چې د موسی عليه السلام سيرت نګاران يې د هغه له خولې څخه نقلوي چې الله دا امر کړی دی او دا منع يې کړېده يا خدای موسی ته دا و ويل، په دې کتابونو کې دغه متفرق او خواره شيان د تورات برخې دي، بشپړ تورات شتون نه لري، تورات لکه د قرآن په شان د جلا کتاب په بڼه کې شتون نه لري، چې قرآن يې تصديق وکړي، هوکې! دا په خپل وخت کې د بشپړ کتاب په بڼه مرتب شوی و، خو وروسته له دوی څخه ضائع شوی دی. د تورات په نوم دا پنځه کتابونو د قديم عهد نامې په پيل کې ځای نيولی دی.
انجيل:
همدا راز انجيل هم د هغه الهامي خطبو او وعظونو نوم دی چې عيسی عليه السلام د خپل نبوت اخري درې کلونو کې کړي ول ، خو دا دقرآن په شان دقيق نوټ شوي نه ول ، ممکن ځينو شاګردانو يې څه نوټونه اخيستي وي، خو عموما دا د رواياتو او کيسو په توګه خپاره ول، د مسيح له رفع نه ډېر وخت وروسته دا مواد له ويناوو او کيسو نه را ټول شول او د کتاب بڼه يې غوره کړه، دا هم يو نوع د مسيح عليه السلام د ژوند په اړه د ليکلو کتابونو حيثيت لري، خو د دې په ضمن کې د مسيح عليه السلام ځينې لارښوونې هم نقل شويدي، او انجيل د همدغه متفرقو اقوالو نوم دی چې په دغه اناجيلو کې په متفرقه توګه خپاره دي چې د ځينو داخلي نخښو او قرائنو نه معلومېږي چې دا به د الله وينا وي، انجيل د قرآن په شان د يو مصحف په بڼه شتون نه لري. چې قرآن دغه ته انجيل و وايي او تصديق يې وکړي، پاتې شول دغه کتابونه چې خلک ورته انجيل وايي، هغه خرافات په کې شتون لري، چې د يو عام سړي په کتاب کې هم ممکن پيدا نشي، قرآن قطعا دغه کتابونو ته انجيل نه وايي او نه يې تصديق کوي. هغه څلور کتابونه چې خلک يا مسيحيان يې انجيل ګڼي عبارت دي، د متي، مرقس، لوقا او يوحنا له کتابونو څخه. چې د جديد عهد نامې په پيل کې يې ځای نيولی دی.
د تورات د تدوين نېټه:
د اوسني تورات د تدوين نېټه د تاريخ پوهانو په اند په دقيقه توګه نه ده معلومه، خو تاريخ پوهان دومره وايي چې د تورات په نوم دا کتابونه په تدريجي توګه په مختلفو زماني مقاطعو کې غونډ شوي دي چې تقريبا د موسیٰ عليه السلام له وفات نه ۶۰۰ کاله وروسته زمانه ورته اټکل کوي.
د انجيل ابتدائي تدوين :
د انجيل په نوم څلور کتابونه د مسيح عليه السلام له رفعې نه تقريبا له ۶۰ کلونو نيولی تر ۱۰۰ کلونو وروسته د کيسو او زباني رواياتو نه مرتب شوي دي.
د قرآن تدوين :
قرآن د رسول ﷺ په ژوند کې په ليکل شوې بڼه ترتيب شوی و او په زرګونو خلکو له الف نه تر يا په بشپړه توګه په همغه ترتيب حفظ کړی وو. د نبي ﷺ په زمانه کې د هغه کسانو شمېر چې ټول قرآن يې له ترتيب سره حفظ کړی وو، څلويښت کسانو ته رسېږي، چې څلور خلفاء ، زيد بن ثابت ، ابي بن کعب، ابن مسعود، معاذ بن جبل، و مجمع بن جارية، سالم مولىٰ أبي حُذيفة، سعد بن عبيد، ابو الدرداء او ابو زيد په کښې مشهور ول.
له رسول الله ﷺ نه وروسته دوم کس چې ټول قرآن يې حفظ کړی هغه حضرت علي کرم الله وجهه دی او ځينو ويلي دي چې سعد بن عبيد دی، خو تحقيقي خبره دا ده چې لومړني قرآن حفظ کوونکي د رسول ﷺ په زمانه کې يوه مجموعه کسان ول.
د خلافت راشده په دوران کې د قران د حافظانو شمېر سلګونو ته رسېږي، چې غټ ثبوت يې دا دی چې يواځې په جنګ يمامه کې ۷۰ کسان د قرآن حافظان شهيدان شوي ول. بيا د تابعينو او تبع تابعينو دور کې دا شمېر نور هم پسې زياتېږي.
(و أنزل الفرقان)
د فرقان معنا ده د حق او باطل ، صحيح او غلط، کره او کوټه جلا کونکی، زرګرانو سره يو شی وي هغې ته په اردو کښې کسوټي او انګليسي کې (Touchstone) وائي چې اصلي طلا پرې پېژندلی شي، نو تاسو د دې ترجمه په کسوټي سره هم کولی شۍ، ځکه چې د الله د کتاب په وسيله موږ درسته لار پېژنو.
سورة آل عمران - آيت ۵ - ٦
اِنَّ اللّٰهَ لَا يَخۡفٰى عَلَيۡهِ شَىۡءٌ فِى الۡاَرۡضِ وَلَا فِى السَّمَآءِ۞(۵).هُوَ الَّذِىۡ يُصَوِّرُكُمۡ فِى الۡاَرۡحَامِ كَيۡفَ يَشَآءُ ؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الۡعَزِيۡزُ الۡحَكِيۡمُ۞(٦).
٫٫ځمکه او آسمان کښې هيڅ شی له الله ځنې پټ نه دی.(۵). هغه الله دی، چې د ميندو په خېټو کښې ستاسو شکلونه څنګه چې و غواړي جوړوي، له هغه ځواکمن او حکمت لرونکي ذات پرته بل څوک د عبادت لايق نشته دی.(۶).
د ۵ آيت تفسير:
يعنې الله ته د کائناتو ټول حقائق معلوم دي، له هغه نه هيڅ شی هم پټ نه دی ، له دې امله د هغه له خوا نه راغلی کتاب هم د حقيقت بيان کوي، په هغه کې د حقيقت په خلاف يو حرف هم نشته دی، بلکې د بشپړ علم، پوهې او درستو معلوماتو په رڼا کښې نازل شوی دی، يوه خبره هم په کښې په اټکل ، ګومان او تخمين نه ده ولاړه، بلکې ټول معلومات په کښې د علم په اساس ويل شوي دي، د دې په عکس د علماوو، پوهانو او فلسفه پوهانو ټولې خبرې د علم په اساس نه بلکې د ګومان، اټکل او تخمين په اساس ويل شوي وي او دوی پخپله هم خپلو اټکلونو ته قطعيات او يقينيات نه وائي، خو د قرآن ټولې خبرې د قطعياتو او يقينياتو په مرتبه کښې دي، د شک شبهې ځای په کښې بلکل نشته دی.
د ٦ آيت تفسير:
مطلب دا دی چې د انسان تخليق په الله پورې اړه لري، هغه چې څنګه و غواړي د ميندو په خېټو کښې څوک د نر په بڼه او شکل جوړوي او څوک د ښځې په شکل، څوک ښايسته، څوک بدرنګه ، څوک تور څوک سپين، دا ټول د الله اختيار پورې اړه لري، ملائک ، انبياء ، أولياء په دې کښې څه اختيار نه لري، قرآن کښې دا سې واقعات د انبياوو له خولې نه بيان شوي دي چې هغوی له الله نه اولاد غواړي، خپل حاجتونه الله ته وړاندې کوي، نو کله چې انبياء په اولاد کښې الله ته محتاج دي او خپل حاجات له هغه غواړي، د اولياوو په اړه خو د سره دا سوال نه پيدا کېږي چې چا ته يا ځانته اولاد ورکړي.
د مثال په توګه: ابراهيم عليه السلام له الله نه اولاد غواړي:(رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ (۱۰۰) فَبَشَّرْنَاهُ بِغُلَامٍ حَلِيمٍ (۱۰۱) (سورت الصافات).
ژباړه: ٫٫ای ربه! ما ته صالح اولاد را وبخښه ، نو موږ ورته د يو صبرناک هلک(اسماعيل) زېری ورکړ،،.
زکريا عليه السلام هم له الله نه اولاد غواړي: ( قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ)
(آل عمران: ۳۸).
ژباړه : ٫٫هغه و ويل: ای. ربه! ما ته له خپله اړخه سپېڅلی او پاک بچی را وبخښه ، په رښتيا ته د د عاء قبلوونکی يې،،.
( وَزَكَرِيَّا إِذْ نادى رَبَّهُ رَبِّ لا تَذَرْنِي فَرْداً وَأَنْتَ خَيْرُ الْوارِثِينَ (۸۹) فَاسْتَجَبْنا لَهُ وَوَهَبْنا لَهُ يَحْيى وَأَصْلَحْنا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كانُوا يُسارِعُونَ فِي الْخَيْراتِ وَيَدْعُونَنا رَغَباً وَرَهَباً وَكانُوا لَنا خاشِعِينَ) (۹۰) سورة الأنبياء.
ژباړه: ٫٫کله چې زکريا خپل رب را وبله، ای ربه! ما يواځې مه پرېږده او ته تر ټولو غوره وارث يې، نو موږ يې دعاء قبوله کړه، او هغه ته مو يحيیٰ و بخښه ، او ښځه مو ورته د اولاد زېږولو وړ وګرځوله ، دوی نېکيو ته یو له بل نه سبقت کولو ، او موږ يې په اميد او وېره را بللو او دوی زموږ تابعدار ول،،.
دغه زموږ د عقيدې اساسي خبره ده چې زمونږ د ټولو مشکلاتو حل د الله په اختيار کښې دی، له الله نه پرته بل هيڅوک زموږ د مشکلاتو د حل کولو اختيار نه لري، که هغه د هرې مرتبې شخصيت وي،،.
سورت آل عمران. آيت ۷
هُوَ الَّذِىۡۤ اَنۡزَلَ عَلَيۡكَ الۡكِتٰبَ مِنۡهُ اٰيٰتٌ مُّحۡكَمٰتٌ هُنَّ اُمُّ الۡكِتٰبِ وَاُخَرُ مُتَشٰبِهٰتٌؕ فَاَمَّا الَّذِيۡنَ فِىۡ قُلُوۡبِهِمۡ زَيۡغٌ فَيَتَّبِعُوۡنَ مَا تَشَابَهَ مِنۡهُ ابۡتِغَآءَ الۡفِتۡنَةِ وَابۡتِغَآءَ تَاۡوِيۡلِهٖۚ وَمَا يَعۡلَمُ تَاۡوِيۡلَهٗۤ اِلَّا اللّٰهُ ؔۘ وَ الرّٰسِخُوۡنَ فِى الۡعِلۡمِ يَقُوۡلُوۡنَ اٰمَنَّا بِهٖۙ كُلٌّ مِّنۡ عِنۡدِ رَبِّنَا ۚ وَمَا يَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الۡاَلۡبَابِ.۞(۷).
٫٫هغه الله دی چې دا کتاب یې پر تا نازل کړی دی.(په دې کتاب کې دوه ډوله آیتونه دي): یو مُحکمات، چې د کتاب اصلي بنسټ دی او نور متشابهات( مبهم او څو مانيز) . هغه کسان چې په زړونو کې کوږوالی لري، هغو د فتنې په لټه کښې د متشابهاتو په معنا پسې ګرځي (او هڅه کوي چې معنی ورته پيدا کړي) په داسې حال کې چې د هغو په حقیقي مفهوم له الله پرته بل څوک نه پوهیږي. برخلاف، هغه کسان چې په علم کښې ثابت قدم دي، دوی وایي: "موږ پرې ایمان لرو، دا ټول( متشابه او محکم) زموږ د رب له لوري دي." او ریښتیا دا ده چې یوازې هوښیار خلک له هر څه څخه سم درس ترلاسه کوي،،.(۷).
د ۷ آيت تفسير:
په دې آيت کښې موږ ته ويل کېږي چې قرآن دوه قسمه ايتونه لري ، لومړی: محکمات او دوهم: متشابهات ، د محکماتو شمېر طبعي ده چې له متشابهاتو نه ډېر زيات دی ، خو ځينې ايتونه متشابهات هم شتون لري، د قرآن لارښوونه دا ده چې تاسو د خپل فکر ، عقيدې او عمل اساس په محکماتو کېږدئ او په متشابهاتو په اجمالي توګه ايمان راوړئ ، د معنا ، کيفيت او تفسير پلټنه يې مه کوئ، (ځينې خلک د فتنې د ايجاد لپاره د متشابهاتو په تاويل پسې ګرځي) له تاويل نه مراد د متشابهاتو معنا ده، نو کله چې د معنا طلب يې وغندل شو ، نو د کيفيت او تفسير طلب يې په طريق اولیٰ سره ممنوع ګرځول شوی دی.
د متشابهاتو نه چې کوم اجمالي مفهوم ذهن ته راځي همغه کفايت کوي ، مسلمان به پرې ايمان راوړي، د حقیقي معنا او صورت طلب پسې به نه ګرځي، بلکې چې څومره پوه شو هغه به د الله نعمت وګڼي او په څه چې پوه نه شو د هغې علم به الله ته وسپاري.
متشابهات په عمومي توګه دا د لله تعالی د ځينو صفاتو ، ماوراء الطبعية مسائلو، د جنت نعمتونو او د دوزخ د عذاب سره تړل شوي شيان دي، انسان دغه شيان نه ليدلي او نه يې په نورو حواسو درک کړي او په دنيا کښې يې درک کولی هم نه شي، نو کومو شيانو سره چې انسان د خپلو حواسو له لارې ارتباط نه دی نيولی او نه يې ئې نيولی شي، هغه د انسان د دماغو او حواسو له حدودو نه خارج دي، په انساني ژبه کښې د هغې لپاره څه الفاظ هم نه کارول کېږي او شتون هم نه لري، نو د انسان د پوهولو لپاره په انساني ژبه کښې له هغې معنا نه د تعبير لپاره داسې الفاظ کارول کېږي، چې انسان اصلی معنا ته ورنژدې کړي او د اصلی معنا په اړه يو ابتدائي او تت غوندې تصور ورته ورکړي، نو د چا زړه کښې چې کوږ ولی نه وي هغه په همدې اکتفاء کوي او د تاويل او تفسير په لټه کښې يې ځان نه ستړی کوي، او د کومو خلکو په زړونو کښې چې کوږ والی وي ، هغه ئې د تاويل او تفسير په لټه کښې کېږي، پوښتنې، شکونه او شبهات ايجادوي تر څو فتنه برپا کړي او د دين په اړه خلک په اشتباهاتو کښې اخته کړي.
په متشابهاتو کښې چې څومره ډېره څېړنه څوک کوي، هغه له نوروځنې زيات په شکونو کښې اخته کېږي، پوښتنې ورسره پيدا کېږي او په اشتباهاتو کښې اخته کېږي، له دې امله وويل شول، چې په علم کښې رسوخ لرونکي او پاخښه عالمان په اجمالي توګه وائي: موږ پرې إيمان را وړی دی، ټول زموږ د رب له لوري راغلي دي.
د کږو زړونو خاوندان د قرآن زرګونه محکمات آيتونو ته پام نه کوي، خپله عقيده ترې نه اخلي ، بلکې د هغه شي د تاويل او تفسير په لټه کي اخته اوسي چې الله ترې منع کړېده ، په علم کښې مضبوط خلک د خدائي لارښوونې سره سم خپله عقيده له محکماتو ځنې اخلي او متشابهات محکماتو ته اړوي، يعنې د پوهېدو لپاره ئې محکماتو ته رجوع کوي، چې د محکماتو په رڼا کښې پرې تر کومه بريده پوه شول په همغې إکتفاء کوي نور د څېړنې کوښښ ئې نه کوي.
محکمات:
محکمات هغه آيتونو ته وویل کېږي چې کلک او مضبوط وي، مفهوم ئې واضح وي، چې الفاظ ئې په خپله معنا په صراحت سره دلالت کوي، د معنا او مفهوم په تعيين کښې ئې چا ته اشتباه نه پېښېږي ، د تاويلاتو د تمرين ځاي ترې څوک نشي جوړولی. دا د انسان ذهن کښې دومره پاخښه او کلک وي چي د شکونو او شبهاتو طوفان يې له خپل ځای نه نشي خوځولی ، د مثال په توګه: د افاق او نفسونو بديهيات، د خير او شر مسلمات، د معروف او منکر قطعيات، او يقينيات په کښې بيان شوي وي، هغه چې زړه ورته مائلېږي ، د سليم عقل خاوند ئې په آساني سره مني خو په دې شرط چې عقل يې سليم وي، د تعصب، ضد او د غير فطري عقلياتو پردې پرې نه وي پريوتي؛ دغه محکمات د هر صحيح مذهب بنسټ او اساس وي.
متشابهات:
متشابهات هغه ايتونه دي چې د معنا او مفهوم په پوهېدو کښې ئې د اشتباه ګنجائش وي.
يعنې متشابهات هغه آیتونه دي چې په هغو کښې هغه خبرې ذکر شوې دي چې زموږ د مشاهداتو او معلوماتو له حدودو څخه بهر دي او قرآن کښې په تمثیلي او تشبیهي بڼه بیان شوي دي. دا خبرې له داسې بنسټیزو حقیقتونو سره تړاو لري چې په خپله واضح، مُبٙرهٙن او څرګند دي. عقل د هغې په دومره برخه پوهېدلای شي چې ورته د پوهېدلو اړتیا وي. البته، له دې امله چې دا خبرې له یو ناليدلي عالم سره تړاو لري، قرآن یې په تمثیلي او تشبیهي بڼه وړاندې کوي، تر څو د علم طالب، د خپل استعداد په کچه ترې ګټه پورته کړي او د هغو اصلي بڼه او حقیقت د الله علم پورې اړوند وګڼي او د حقيقي معنا علم ئې الهي علم ته وسپاري.
قران کښې د متشابهاتو ضرورت:
دا پوښتنه پيدا کېږي، چې قرآن کښې د متشابهاتو د کارولو څه ضرورت وو؟
د مخکني تفسيري نوټونو په ترڅ کې د دې پوښتنې ځواب په ضمني توګه ويل شوی دی، خو که په صراحت سره و وايو، هغه دا دی چې انسان د دين په لاره د تګ کولو لپاره دېته اړتيا لري ، حې د ژوند پيل او پای، د ښه کارونو او بدو کارونو د پايلو ، د ځينو مابعد الطبيعي مسائلو او د خپل رب دصفاتو په اړه يو مقدار معلومات ولري، ځکه له دې پرته په يوه تګلاره د دين په بڼه هغه تک نشي کولای او دا هغه شيان دي چې انساني ژبه کښې له هغې نه د تعبير لپاره الفاظ او أساليب نشته دي، ځکه د انسان هر څه محدود او تر يو خاص مقدار پورې وي، له دې امله دېته اړتيا وليدل شوه، چې د دغه شيانو په اړه انسان ته يو اجمالي تصور ورکړل شي، خو لکه څنګه چې دغه شيان د انسان له مشاهدې او حواسو نه بهر دي او انسان ورسره کله تماس نه دی نيولی ، له دې امله د دغه رنګ آيتونو د معنا د تعيين په اړه انسان ته اشتباه پېښېږي، د انسان دغه مجبوريت ته په کتلو سره په دې مکلف شوی دی چې په دغه رنګ شيانو په اجمالي توګه ايمان راوړي ، د خپل استعداد په کچه څومره چې پرې پوهه شو همدا ورته کفايت کوي، د هغې د حقيقي معنا په تعيين او تفصيلاتو کښې بايد ځان ستړی نکړي، ځکه چې دا د ده د استعداد او د فهم له بريد نه بهر ده.
سورت آل عمران آيت ۸- ۹
رَبَّنَا لَا تُزِغۡ قُلُوۡبَنَا بَعۡدَ اِذۡ هَدَيۡتَنَا وَهَبۡ لَنَا مِنۡ لَّدُنۡكَ رَحۡمَةً ۚ اِنَّكَ اَنۡتَ الۡوَهَّابُ۞(۸). رَبَّنَاۤ اِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوۡمٍ لَّا رَيۡبَ فِيۡهِؕ اِنَّ اللّٰهَ لَا يُخۡلِفُ الۡمِيۡعَادَ۞(۹).
(دا خلک دا دعا کوي:) ٫٫ای زموږ ربه ! له هغې لارښونې نه وروسته چې تا موږ ته کړېده ، زموږ په زړونو کښې کوږتیا مه راوله، او موږ ته له خپل اړخه ځانګړی رحمت را وبخښه. بېشکه چې یوازې ته د بې انتهاء فضل او بخشش ورکولو مالک یې،،.ای زموږ ربه! بېشکه ته به ټول خلک د هغه ورځې د حساب لپاره راجمع کړې چې د راتګ په اړه يې هیڅ شک نشته. یقیناً الله له خپلې وعدې څخه نه اوړي."
د ۸ آيت تفسير:
له دې وړاندې آيت کښې د راسخينو علماوو يادونه وشوه چې هغوی د ډېر او پاخه علم لرلو سره بيا هم تکبر نه کوي، د الله د لارښونو منلو ته د غاړې ايښودو اعلان کوي، دلته دا بيانيږي چې دوی د خپل ايمان په اړه هم بې پروا نه دي بلکې دعاوې کوي چې په حق باندې ثبات او استقامت کښې الله ورسره مرسته وکړي او کومه لارښوونه چې الله ورته کړې، چې پر هغې يې ثابت پاتې کړي.
دلته هدف دا دی چې راسخينو په محکماتو او متشابهاتو دواړو د ايمان اعلان وکړ ، د متشابه له تاويل نه اجتناب هم کوي، د معنا په څېړنه کښې يې نه اخته کېږي ، اوس له الله نه دعا کوي چې موږ په همدغه لاره کلک او ثابت پاتې کړه ، د زائغينو (په کږو روانو) له کړنلارې نه مو وساته چې هغوی د متشابهاتو په تاويل پسې ګرځي او څېړنې يې کوي، سره د دېنه چې په معنا يې له الله نه پرته بل څوک نه پوهېږي، طبعي ده چې هغه خلک ضرور ګمراه کېږي چې په يو شي نه پوهېږي او دهغه د ذهن له حدودو نه خارج وي او بيا هم پسې کېږي، په دې ترتيب دغه رنګ خلک يواځې فتنه ايجادوي، ځان او نور خطا باسي او په فتنه کې يې اخته کوي.
د ۹ آيت تفسير:
مطلب دا دی چې راسخينو کله په محکم او متشابه دواړو د خپل ايمان اعلان وکړ، اوس دا دعاء کوي چې د حساب کتاب کومه ورځ چې هرو مرو راتلونکې ده، په هغه ورځ موږ وبخښه، ځکه چې تا خو له مؤمنانو سره د بخښلو وعده کړېده او الله له خپلې وعدې ځنې نه اوړي.