20-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة آل عمران رکوع ۲ (۱۰ - ۲۰ آیت)
سورت آل عمران. آيت ۱۰ - ۱۱
اِنَّ الَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا لَنۡ تُغۡنِىَ عَنۡهُمۡ اَمۡوَالُهُمۡ وَلَاۤ اَوۡلَادُهُمۡ مِّنَ اللّٰهِ شَيۡــئًا ؕ وَاُولٰٓئِكَ هُمۡ وَقُوۡدُ النَّارِۙ۞(۱۰).كَدَاۡبِ اٰلِ فِرۡعَوۡنَۙ وَالَّذِيۡنَ مِنۡ قَبۡلِهِمۡؕ كَذَّبُوۡا بِاٰيٰتِنَا ۚ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوۡبِهِمۡؕ وَاللّٰهُ شَدِيۡدُ الۡعِقَابِ۞(۱۱).
٫٫بېشک کومو خلکو چې د کفر لاره غوره کړېده، د هغو مالونه او اولاد به د الله په مقابل کښې ورته هيڅ ګټه و نه رسوي او دوی به د جهنم خاشاک وي،،.
د دوی پایله/ حالت به همداسې شي لکه څنګه چې د فرعون د ملګرو او له دوی نه مخکې د سرغړونکو وو، چې هغوی د الله د آیتونو نه انکار وکړ، نو پایله دا شوه چې الله د دوی د ګناهونو له امله دوی ونیول او حقیقت دا دی چې الله سخت سزا ورکونکی دی،،.
د ۱۰ آيت تفسير:
د کفر لغوي معنا ده پټول، له همدې ځای نه په کښې د انکار مفهوم هم پيدا شوی دی، د کفر مختلف شکلونه دي، د مثال په توګه : ۱ - د الله نه منل او انکار ترې کول، يا هغه واحد خالق ، مالک او پروردګار نه منل.۲- يواځې هغه د عبادت وړ نه ګڼل بلکې هغه سره په عبادت کښې نورې هستۍ هم شريک ګڼل.۳ - د هغه پيغمبران د خپلې خوښې يا تعصب په اساس منل يا نه منل يا د هغې څه برخه نه منل. ۵ - يا د هغه اړخه راغلي تعليمات ټول يا څه نه منل يا هغه د هدايت سرچينه نه منل.۶- يا د هغه له اړخه راغلی شريعت د تطبيق وړ نه ګڼل او د شريعت پر ځای انساني وضعي قانون نافذول او د شريعت په نسبت هغه مستحسن او ښه ګڼل.۷ - يا دا هر څه منل خو له آخرت او په اخرت کښې له حساب کتاب نه انکار کول ، دا ټولې د کفر مختلفې بڼې او شکلونه دي.
(لن تغنی عنهم اموالهم و لا اولادهم) د حق د قبول په وړاندې دوه خنډونه دي يو د مال محبت او دوهم د اولاد محبت ، دنبي عليه السلام د وخت کفارو هم د مال او اولاد د محبت له امله حق دين ته غاړه نه ایښوده ، خو د د انکار لپاره به يې له نورو حيلو او بهانو نه کاراخيسته، کله به يې د متشابهاتو په اړه پوښتنې او شکوک مخې ته کول ، لکه دا يې څرګندوله چې د دغو شکوکو په اساس موږ ايمان نه راوړو ، د انسان عادت داسې دی چې کله د يو کار نه کولو عزم وکړي، بيا خپل عمل ته اخلاقي بهانې او پلمې جوړوي تر څو له ځان ملامتي دفع کړي او پړه په بل واچوي، دلته ورته ويل کېږي چې د کوم شي د محبت له امله تاسو د اسلام له منلونه انکار کوۍ، هغه د دنيا مال او اولاد په اخرت کښې له انسان نه د الله عذاب نشي دفع کولی او نه يې د ګناه له پايلې نه خلاصوي شي او نه هلته جنت خرڅېږي او نه د دوزخ په بدل کښې څه جريمه اخيستل کېږي، نه په زور څوک له عذاب نه څوک خلاصولی شي، نو ځکه هلته مال او اولاد ګټه نشي رسولی، خو کوم مال چې دنيا کښې د الله د رضا لپاره استعمال شي ، هغه په اخرت کښې ګټه رسوي.
( وقود): وقود خس او خاشاک ته ويل کېږي چې اور پرې بلېږي. ختم شد.
د ۱۱ آيت تفسير:
يعنې د عربو د مشرکينو ، يهودو او مسيحيانو انجام به هم د فرعون او آل فرعون د انجام په څېر شي، د حق دعوت ردول ېې پايلې نه لري. داب د حالت په معنا هم ژباړل شوی دی، مفهوم کې فرق نه راځي، يعنې د دوی حالت او پايله بيا په عملي توګه د آل فرعون په څېر وګرځېده، مشرکين بدر کې وځپل شول او د يهودو ټولې قبيلې په مدينه منوره کې د خپل غدر او خيانت له امله د وژلو او شړلو سره مخ شوې.
سورت ال عمران ايت ۱۲-۱۳
قُلۡ لِّلَّذِيۡنَ كَفَرُوۡا سَتُغۡلَبُوۡنَ وَتُحۡشَرُوۡنَ اِلٰى جَهَنَّمَؕ وَبِئۡسَ الۡمِهَادُ۞(۱۲).قَدۡ كَانَ لَـكُمۡ اٰيَةٌ فِىۡ فِئَتَيۡنِ الۡتَقَتَا ؕ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِىۡ سَبِيۡلِ اللّٰهِ وَاُخۡرٰى كَافِرَةٌ يَّرَوۡنَهُمۡ مِّثۡلَيۡهِمۡ رَاۡىَ الۡعَيۡنِؕ وَاللّٰهُ يُؤَيِّدُ بِنَصۡرِهٖ مَنۡ يَّشَآءُ ؕ اِنَّ فِىۡ ذٰ لِكَ لَعِبۡرَةً لِّاُولِى الۡاَبۡصَارِ۞(۱۳).
٫٫نو اى محمد (ﷺ)! هغو خلکو ته چې ستا بلنه یې ونه منله، ووایه: ډېر ژر به داسې وخت راشي چې تاسو به مات شئ او د دوزخ پر لور به بوتلل شئ، او دوزخ ډېر بد ځای دی.(۱۲).
ستاسو لپاره په هغو دوو ډلو کې یو لوی درس وو، چې (په بدر کې) یو د بل پر وړاندې جنګېدل. یوه ډله د الله په لاره کې جنګېدله او بله ډله کافران وو. لیدونکي په خپلو سترګو ليدل چې د کافرانو ډله د مؤمنانو له ډلې دوه برابره وه. خو (پایلې دا ثابته کړه چې) الله له چا سره چې وغواړي، په خپله مرسته او بريا يې ملاتړ کوي. د بصيرت لرونکو خلکو لپاره په دې کې لوی عبرت دی،،.
د ۱۲ آيت تفسير:
د ځينو مفسرينو په خيال دا دوه ايتونه ۱۲ـ ۱۳ د بدر جنګ نه وروسته کله چې نبي عليه السلام يهودان غونډ کړل او ورته يې وويل: چې د بدر له جنګ نه عبرت واخلئ او د الله او رسول دښمني پرېږدئ او چا ويلي دي چې د يهودی قبيلې بنو قينقاع د جنګ په موقع يا لږ مخکې نازل شوي دي، دواړه خبرې سره نژدې دي.
په دې آيت کښې کافرانو ته د ماتې خوړلو اخطار ورکول شوی، چې تاسو د مسلمانانو په مقابل کښې کاميابي نه شئ تر لاسه کولی، ماتې ستاسو مقدر ده او آخرت کښې به هم تاسو جهنم ته وشړل شئ ، ځکه چې ستاسو دا کړه وړه او جنګ جګړه مو د الله او رسول په مقابل کښې دی.
د ۱۳ آيت تفسير:
په دې ايت کښې د اسلام دښمنانو ته ويل کېږي چې تاسو ته د بدر په جنګ کښې درس دی، هغه دا چې ۳۱۴ کسان په داسې زر کسانو غالب شول چې د مسلمانانو په نسبت په ښو او ډېرو جنګي وسائلو سنبال ول، مسلمانان د هجرت، مسافرۍ او د غربت حالت ځپلي ول، په هيڅ صورت د جنګ د ګټلو په حيثيت کښې نه ول، دا فتح او ګټه په دې دلالت کوي چې له دوی سره الله مرسته کړېده.
د بدر جنګ کښې درې شيان داسې ول چې د کتونکو پام يې ځانته اړولی شو: ۱ - لومړی د اسلامي لښکر او د مشرکينو د لښکر اخلاقي حالت و، د مشرکينو په لښکر کښې ، رقص، سرود، شراب، کبر ، فخر ، مباهات او غرور شتون درلود او د دې په خلاف اسلامي لښکر کښې ، لمونځ ، ذکر، دعاء ، تواضع او الله ته ژړاوې ډېری وې، دې شيانو هر چاته دا خبره څرګندوله چې کوم خلک د الله په لاره کښې جنګ کوي.
۲ - دوهم دا چې مسلمان د لږې سلاح، لږ جنګي وسائل او لږ بشري تعداد سره بيا هم په دښمن کامياب شول، دا د دې دليل وو چې له دوی سره د خدای مرسته شتون لري. ۳ - درېيم دا چې کوم خلک په خپل مال، ثروت او د تعداد په ډېر والي مغروره کېږي، هغو ته دا په مخ يوه څپېړه وه چې الله يوه کوچنۍ، بې وسائلو ، فقيره اوبې وطنه ډله په قريشو غوندې قوي قبيله غالب کړه، نو چې هر څوک د خدای مقابل کښې ودرېږي له ماتې ځنې نه شي بچ کېدلی.
سورت آل عمران - آيت ۱۴
زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوٰتِ مِنَ النِّسَآءِ وَالۡبَـنِيۡنَ وَالۡقَنَاطِيۡرِ الۡمُقَنۡطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالۡفِضَّةِ وَالۡخَـيۡلِ الۡمُسَوَّمَةِ وَالۡاَنۡعَامِ وَالۡحَـرۡثِؕ ذٰ لِكَ مَتَاعُ الۡحَيٰوةِ الدُّنۡيَا ۚ وَاللّٰهُ عِنۡدَهٗ حُسۡنُ الۡمَاٰبِ.۞(۱۴).
خلکو ته د نفس مرغوبات، ښځې، ځامن د سرو او سپينو ذخيرې، غوره اسونه، څاروي او زراعتي ځمکې، ښايسته ګرځول شوي دي، خو دا ټول د دنيا د دې لېږ ژوند وسائل دي، او الله سره، غوره ځای شتون لري.
د ۱۴ آيت تفسير:
د تزئيين حقيقت:
د الشهوات لفظ دلته د مشتهياتو يعنې د مرغوباتو په معنا راغلی دی، په دې ځای کښې د مال او اولاد سره د رغبت خبره شوېده، دا شيان په طبعي توګه انسان ته مرغوب شيان دي او په کار ده چې مرغوب وي ، ځکه په دې شيانو باندې د انسان د فردي او نوعي ژوند اساس ايښودل شوی دی ، دلته دغه طبعي رغبت نه دی تقبيح شوی ، بلکې تزئين غندل شوی دی، د تزئين معنا ده چې يو شی ستا په نظر کې دومره ښائسته ، مرغوب او لومړيتوب ولري چې ستا د ټولو پرېکړو، ميلاناتو او ترجيحاتو اساس او بنسټ وګرځي، نور ټول معيارونه يې په مقابل کښې څه حيثيت ونه لري يا ثانوي حيثيت ولري.
د يو شي مينه او رغبت چې تر دې بريده ورسي، دې سره ژوند کښې بې اعتدالي او عدم توازن پیدا کېږي چې انسان د فطرت او شريعت له مستقيمې لارې نه اړوي او دا د فطرت د خالق له منشأ نه خلاف کار دی ، ځکه خالق د انسان ژوند کې بې اعتدالي نه خوښوي.
دا يوه بيماري ده چې بې بصيرتي او د حدودالله د نه احترام او په نورو الفاظو کې د تقوا د نه شتون له امله په انسان کې پيدا کېږي. په دې تزئين کې اصل عامل نفس او شيطان دی، نفس په خپلو غوښتنو کې له فطري حدودو نه تجاوز کوي او شيطان بيا ورته دا غوښتنې ښايسته کوي، تر دې چې همدا د انسان د ژوند اساسي هدف وګرځي، هر شی په همدې پيمانه تلي ، له همدې امله قرآن کله دا تزئين شيطان ته هم منسوبوي لکه ( و زين لهم الشيطان اعمالهم..) .
د قناطير مقنطرة مفهوم:
د قنطار معنا ده ډېر مال( المال الکثير) بيا چې له دې سره المقنطرة يو ځای شي ، دا د دې ترکيب په شان ګرځي لکه (ظل ظليل - موت مميت ، صبح صبوح ، ليل لائل).
نو معنا يې شوه: ډېر زیات او ډېر منظم شوي او ذخیره شوي مالونه یا ذخیرې. قناطیر د ډېر مال یا شتمنۍ په معنا ده، او "مقنطرة" د دې شتمنۍ منظم او ذخیره شوی حالت څرګندوي. دلته د سرو زرو او سپينو زرو ډېر زیات مال یا شتمني ته ويل شوي.
د مسوّٙمة معنا:
مسومة د سومة نه اخيستل شوی دی، سومة نخښې ته وايي، عربانو به ښه او عمده اسونو باندې ځانګړې نخښې لګولې، بيا دا لفظ د اصالت او عمدګي په معنا کې مشهور شو.
(للناس): دلته له ٫٫الناس،، نه مراد ټول خلک نه دي بلکې هغه ځانګړي خلک ترې مراد دي چې له بصيرت، تقوا او دينداري څخه عاري وي، دغه رنګ خلک د نفس او شيطان له تزئين نه ډېر متاثره کېږي او د نفس په مرغوباتو ور پرېوځي او قرآن چې کومو اعلیٰ ارزښتونو ته د انسان پام را اړوي هغې ته خپل پام نه را ګرځوي.
ترتيب: د نفس په مرغوباتو کښ يې لومړی د انسان فاميل ذکر کړ، ځکه چې انسان د مال محبت هم د ښځې او بچيو په خاطر کوي، دا د دنيا د مال د محبت اصلي عامل دی، بيا د مال يادونه شوې ده او په مال کې د سرو سپينو ذکر لومړی شوی دی، ځکه چې سره او سپين د نورو نقودو په نسبت تر ټولو قيمتي شي دی ، بيا د اسونو ياده شوېده ، هغه ځکه چې عربانو به د خپل ژوند د جوړښت له مخې اسونو ته ډېره ترجيح ورکوله، بيا ورپسې د څارويو يادونه شوې ده ځکه چې څاروي د تمدن له پيل نه د انسان د معيشت اساس تشکيلوي، په اخر کښې د زراعتي ځمکو او کښتونو ياده شوېده چې دا د تمدن په دوهمه مرحله کښې کله چې انسان د سړ نه کښت او کروندې ته مخه کړه ، له سړ ځايونو نه ځمکو ته را کوز شول ، کلي او ښارونه ابادول يې پيل کړل، په دې مرحله کښې کرونده او زراعت ئې د ژوند د قيام اساس وګرځېده.
(ذلک متاع الحيوة الدنيا): په دې کښې دا اشارات پټ دي چې دنيا د آخرت په مقابل کښې ډېره لېږه ده، دا تل او دائمي نه ده، دا داسې شی نه ده چې انسان پرې خپل هغه دائمي ژوند خراب کړي، ځکه دلته د دنيا سرو سامان ته متاع ويل شوي دي.
د مخکني آيتونو سره د دې تړاو دا دی چې دغه شيان دي چې د دې بې کچه محبت انسان د فطرت او شريعت له لارې نه منحرف کوي،بيا انسان د خپل انحراف د توجيه کولو لپاره، د مختلف قسمه شکونو، اشتباهاتو او اعتراضاتو اظهار کوي چې ګنې د دين نه د تېښتې اصل عامل يې دغه شيان دي.
سورت ال عمران - آيت ۱۶-۱۵
قُلۡ اَؤُنَبِّئُكُمۡ بِخَيۡرٍ مِّنۡ ذٰ لِكُمۡؕ لِلَّذِيۡنَ اتَّقَوۡا عِنۡدَ رَبِّهِمۡ جَنّٰتٌ تَجۡرِىۡ مِنۡ تَحۡتِهَا الۡاَنۡهٰرُ خٰلِدِيۡنَ فِيۡهَا وَاَزۡوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَّرِضۡوَانٌ مِّنَ اللّٰهِؕ وَاللّٰهُ بَصِيۡرٌۢ بِالۡعِبَادِۚ۞(۱۵) اَلَّذِيۡنَ يَقُوۡلُوۡنَ رَبَّنَاۤ اِنَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغۡفِرۡ لَنَا ذُنُوۡبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِۚ۞(۱۶)
٫٫آیا زه تاسو ته داسې څه وښایم چې له دې څخه غوره وي؟ د هغو کسانو لپاره چې د تقوا لاره اختیار کړي، د رب په نزد باغونه( جنتونه) دي، چې لاندې ترې ویالې بهیږي، هلته به دوی ته د تل لپاره ژوند ورکړل شي، پاکې ښځې به یې ملګرې وي او د الله خوښي به یې په برخه وي. الله د خپلو بندګانو په کړنو ښه خبر دی.(۱۵). کوم چې دا دعا کوي، وائي: ای زموږ ربه! بېشکه موږ إيمان راوړی دی، نو ته زموږ ګناهونه وبخښه او موږ د جهنم له عذاب ځنې وساته،،.
د ۱۵ آيت تفسير:
په دې آيت کښې مخاطبينو ته دعوت ورکول شوی دی چې خپله فکري زاويه تغيير کړي، اصلي، تل پاتې او نه ختمېدونکي نعمتونه وپېژني، د تل پاتې او لازوال نعمت په مقابل کښې د دنيا ختمېدونکي او موقت نعمت ته ترجيح ورنکړي، ځکه له دې پرته انسان هغه لوړ مقاصد نشي تر لاسه کولی کومو ته چې قرآن د انسان پام را ګرځوي.
د قرآن په آند د انسان اصلي بيماري د هغه تنګ نظري او د حوصلې ټيټوالي دی، هغه د دنيا د څو ورځو ژوند ټول ژوند ګڼي ، چې له امله ئې د ده ټول کوښښ د دنيا تر مرغوباتو پورې محدود کېږي، سره له دېنه چې اصل ژوند د آخرت ژوند دی، که انسان دنيا کښې تقوا غوره کړي ، د خدای د قائم شوو حدودو او حلال او حرام خيال وساتي ، داسې نعمتونه به ورته ورکړل شي چې په وهم او ګومان کښې ئې هم نه دي تېر شوي
مخکني (۱۴ ) آيت کې يې د د نيا په مرغوباتو کښې لومړی ښځې يادې کړې وې ، دلته و ويل شو چې جنت کښې به هم ستاسو لپاره پاکې ماندينې شتون ولري، يعنې هلته به د انسان ټولې غوښتنې پوره کېږي.
ماندينه غوښتل د انسان فطري ضرورت دی، اسلام د انسان فطري غوښتنې نه ځپي او نه له فطرت سره جنګ کوي، بلکې د انسان د فطري غوښتنو د پوره کولو لپاره مناسب چوکاټ جوړوي،
( و رضوان من الله) ٫٫ د الله له اړخه رضا مندي،، دا نو بيا د ټولو نعمتونو سر دی، هغو ټولو نعمتونو ته شامل ګرځي چې انسان يې پېژني او که نه، ځکه چې الله له چا نه راضي وي، ټول جنت یې خپل دی. دلته دېته اشاره شوېده چې د دنيا دا نعمتونه خو به په اخرت کې په ډېر لوړ کيفيت او اعلیٰ بڼه شتون ولري ، خو يو ډېر مهم نعمت چې هغه د الله رضا ده، هغه به هم هلته مؤمنان تر لاسه کوي.
( والله بصير بالعباد) په دې کښې تسلي ده چې ستاسو نيک اعمال نه ضائع کېږي ، الله ستاسو هر څه ويني او د حق منکرينو ته په کښې زورنه هم ورکول شوېده، چې الله ستاسو د ناوړه کړنو څخه بې خبره نه دی.
د ۱۶ آيت تفسير:
( الذين يقولون) : الذين يقولون په مخکني آيت کښې د ( للذين اتقوا) نه په ترکيب کې بدل واقع شوی دی. دې کې د هغه خلکو لور ته اشاره شوېده چې خپل آخرت ته پام کوي او د دنيا مرغوباتو له آخرت ځنې نه دي غافل کړي. او په دې کښې د هغه خلکو لپاره غلی تبليغ هم شته دی کوم چې د قرآن په لاره تللو کښې يې تردد درلود، بيا د قرآن په لاره د نه تللو لپاره يې شکوک او اشتباهات پلمه کول ، هغو ته له کتاب الله سره د صحيح مسلمان رويه تشريح شوه.
سورت آل عمران - آيت ۱۷
اَلصّٰــبِرِيۡنَ وَالصّٰدِقِــيۡنَ وَالۡقٰنِتِــيۡنَ وَالۡمُنۡفِقِيۡنَ وَالۡمُسۡتَغۡفِرِيۡنَ بِالۡاَسۡحَارِ۞(۱۷).
٫٫دا هغه خلک دي چې صبر کوونکي دي، رښتیني دي، د الله فرمان منونکي دي، سخاوت کوونکي دي او د شپې په وروستیو شېبو کښې له الله نه بخښنه غواړي،،.
د ۱۷ آيت تفسير:
د ٫٫الصٰبرين،، توری هم په ترکيب کښې دوهم بدل واقع شوی دی، دا ايت د ۱۴ آيت ( زين الناس حب الشهوات...) په خلاف صفات يادوي چې مومن بايد پرې متصف وي، يعنې دا هغه خلک دي چې په هر قسم حالاتو کښې که سخت وي که آسانه، د حق په لار باندې ثابت قدمه پاتې کېږي. د کوم زیان یا ستونزې په وړاندې همت له لاسه نه ورکوي، د کومې ناکامۍ له امله زړه ماتي نه کېږي، د کومې طمعې یا دنياوې ګټې له کبله له حق موقف ځنې نه په شا کېږي او په داسې حالت کې هم د حق لمن کلکه نیسي، کله چې په ښکاره توګه د بریا هېڅ امکان نه لیدل کېږي. (کتلای شئ: سورت البقرة، ۶۰). په انساني صفاتو کښې صبر تر ټولو لوی او عظيم صفت دی، د قرآن له مخې د انسان په دنياوي او اخروي کاميابي کښې دوه صفتونه ډېر ستر رول لري يو صبر بل شکر.
صبر په الله باندې د کلک باور او د هغه په پرېکړو د رضا ښکارندوی دی او دا چې انسان د خدای په عدل او انصاف پوخ باور لري، او په دې پوه شوی وي چې په حق د استقامت، د خدای د فيصلو، مصيبتونو ، مرضونو او نورو تکليفونو په وړاندې له صبر نه پرته بله لاره شتون هم نه لري او دا داسې لاره ده چې پايله يې کاميابي ده، ځکه چې الله تعالیٰ فرمائي: الله د صابرينو ملګری دی. ( ان الله مع الصابرين) له الله نه د صبر او لمانځه په ذريعه مرسته وغواړئ( واستعينوا بالصبر و الصلوة). همدا د نجات او اسانۍ کاميابه لاره ده او د الله هم صبر کوونکو خوښېږي.
صبر درې قسمه دی لومړی په مشکلاتو باندې صبر کول ، که هغه هر قسم مشکل وي، دوهم په عباداتو او د خدای په بندګي باندې صبر کول اګر چې ستونزې به په کښې شتون ولري، دريم له ګناهونو نه زړه صبرول که هر څومره فشار په انسان راشي چې ګناه ته زړه ښه نه کړي.
(الصٰدقين) د صداقت معنا ده ٫٫ریښتینولي،، د دې مفهوم دا دی چې د انسان خبرې بايد له واقع سره برابرې وي، د زړه او خوله خبره يې يوه وي، د قول او عمل تر منځ يې تضاد نه وي، په خپلو ژمنو کلک ولاړ وي.
دا دومره ستر جوهر دی چې د انساني ژوند ظاهر او باطن په همدې روښانه دی، که دا نه وي د انسان له ژوند نه ټول معنويت له منځه ځي، او انسان له روحاني پرمختګ نه محروم پاتې کېږي.
(والقٰنتين): د قنوت معنا ده: عاجزي، تواضع او تذلل، يعنې دا د خدای په مقابل کښې د بشپړې تسليمي بل نوم دی، دا د خدای د بې شمېره نعمتونو او د هغه د عظمت له احساس نه ريشه نيسي، کله چې بنده په خپل ځان د خدای د بې شمېره نعمتونو احساس وکړي او ورسره د هغه عظمت او ستر والی يې هم په نظر کښې وي، بيا په ده کښې د قنوت دغه ښکلی صفت پيدا کېږي، همدا قنوت دی چې مصيبت د صبر او نعمت د شکر لپاره وسيله جوړوي، دا صفت د کبر، غرور او دې تصور سره په تضاد کښې واقع دی چې انسان نعمتونه د خپل قابليت نتيجه او خپل ذاتي استحقاق وګڼي.
د دې قنوت نخښې د انسان په چال چلند ، وضع قطع، کردار او وينا ، ناسته پاسته، يعنې د ژوند په ټولو اړخونو کښې څرګندې ښکاري، چې هره ادا، حرکت او وينا ئې انسان ته د خدای د بندګي احساس ورکوي.
( والمنفقین): د منفقين معنا ده إنفاق کوونکي، په ۱۴ آيت کې د ځينو خلکو د مال او ثروت سره بې کچه مينه غندل شوې ده، دلته د مؤمن په صفاتو کښې دا ياد شول چې مومن، زرپرست نه وي ، له مال او ثروت سره داسې محبت نه کوي چې آخرت ترې هېر کړي، بلکې مؤمن خپل مال او ثروت د خدای په لاره کښې په خلاص مټ لګوي. مؤمن د خپل آخرت کاميابي ته هم متوجه وي، د دنيا زلق بلق يې له آخرت نه د غفلت باعث نشي ګرځیدی.
( و المستغفرين بالأسحار): په ۱۶ آيت کښې د مؤمن بنده د دعاګانو يادونه وشوه، الله د خپلې مهرباني په اساس دلته مومنانو ته د دعا د قبوليت وخت هم په ګوته کړ، يعنې د مؤمن په صفت کې يې و ويل: چې د شپې په ورستيو برخو کښې له الله نه د مغفرت دعاګانې کوي، دا دېته اشاره کوي چې د دعاء د قبوليت لپاره مناسب وخت همدغه دی.
د تهچدو وخت، د دعا د قبوليت تر ټولو مناسب وخت دی، ځکه په دې کښې د ريا امکان نشته دی، د خدای په نعمتونو او تخليق کښې د تفکر لپاره هم موزون وخت دی او په دغه وخت کښې د انسان فکر هم په يو شي ښه مرتکز کېدای شي.
سورت آل عمران - آيت ۱۸
شَهِدَ اللّٰهُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَۙ وَالۡمَلٰٓئِكَةُ وَاُولُوا الۡعِلۡمِ قَآئِمًا ۢ بِالۡقِسۡطِؕ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الۡعَزِيۡزُ الۡحَكِيۡمُؕ۞(۱۸).
٫٫الله پخپله شاهدي ورکړې چې د هغه نه پرته بل هیڅ معبود نشته، او همدغه شاهدي ملائکو او د علم خاوندانو هم ورکړې ده. هغه په انصاف ولاړ دی. د هغه زبردست حکیم نه پرته په حقیقت کښې بل هیڅ معبود شتون نه لري،،.
د ۱۸ آيت تفسير:
دلته د خدای په دې خبره چې يواځې الله د عبادت او بندګي وړ او حقدار دی، او هغه په عدالت قائم دی، درې شهادتونه وړاندې شول:
لومړی شهادت: لومړی د خدای شهادت چې هغه په دې ګواهي ورکوي چې له هغه نه پرته بل څوک په دې کائناتو کښې د بندګي او عبادت وړ او حقدار نشته دی او هغه په عدالت قائم دی.
دوهم : له خدای نه وروسته معتبره ګواهي د ملائکو ګواهي ده، ځکه چې هغوی په دې کائناتو کښې د خدای د احکامو او ارادو د تنفيذ کارکوونکي دي، د خدای حکومت ، واک، اختيار ، قوت او عظمت په خپلو سترګو ويني، د هغوی په دې ګواهي ورکوي چې په دې کائناتو کښې له خدای نه پرته بل د حکم ، امر او فرمان صادرونکی موږ ته معلوم نه دی، ټول فرامين او احکام يواځې د پاک خدای له اړخه صادرېږي او چلېږي، د دې شهادت د يادولو يو دليل دا هم دی چې ډېرو مشرکينو ملائک له الله سره د عبادت په استحقاق کښې شريک ګڼل او ملائک يې د خدای لوڼې ګڼلې، دلته و ويل شول تاسو چې څوک له خدای سره شريک ګڼۍ هغو هم دا ګواهي ورکوي چې له خدای سره څوک شريک نشته دی او يواځې هغه د عبادت وړ او حقدار دی.
د ملائکو شهادت قرآن داسې ياد کړی دی: (وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ (۱۶۴) وَإِنَّا لَنَحْنُ الصَّافُّونَ (۱۶۵) وَ إِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُونَ (۱۶۶).
٫٫ په موږ کښې د هر يو مقام معلوم دی، او همدا موږ په صفونو کښې ولاړ يو او همدا موږ تسبيح ويونکي يو،،. دلته وينو چې ملائک د الوهيت د مقام نه ځان ټيټ ګڼي او د خدای د بندګي او هغه ته د تابعدارۍ اظهار کوي،،.
درېيمه ګواهي:
د علم لرونکو خلکو ګواهي ده، چې د کائناتو له پيل نه تر نن پورې چې څومره داسې خلک تېر شوي دي چې هغو ته د کائناتي حقيقتونو په اړه څه علم حاصل وو، هغو ټولو په دې ګواهي ورکړې ده، چې په دې کائناتو کښې يواځې خدای د عبادت او بندګي وړ، لائق او په عدالت قائم دی.
دغه پوهان خو په لومړي سر کښې انبياء کرام دي، ځکه هغو ته د کائناتي حقايقو په اړه داسې علم او معلومات ورکول شوي دي چې له نورو سره شتون نه لري، په دوهمه مرتبه کښې بيا په نړۍ کښې تېر شوي ټول مصلحين (reformers) او مجددين دي چې د تاريخ په اوږدو کښې د انسانيت د اصلاح لپاره پورته شوي دي.
په دريمه مرتبه کښې نور ټول هغه پوهان دي چې د تاريخ په اوږدو کښې د خدای د شتون او وحدانيت په اړه د هغو شهادتونه تاريخ ثبت کړيدي، ٫٫د مولانا ګوهر رحمان مرحوم کتاب ٫٫توحيد او سنت،، کښې د هغو ځينې نومونه ياد شوي دي،،.
پوښتنه دا پيدا کېږي چې يو څوک که قرآن نه مني او ترې منکر وي، هغه به څنګه دا ومني چې خداي په دې ګواهي ورکړې ده، چې يواځې هغه د بندګي وړ دی، آيا موږ سره د دې کوم ثبوت شتون لري؟
د خدای د شهادت درې ګونې بڼې:
لومړی د کائناتو نظام چې په کوم ترتيب الله جوړ کړی دی، چې دلته نظم نسق، ترتيب او تنظيم ليدل کېږي، هر شي ته يو خاص حد او اندازه ټاکل شوې ده چې هغه ترې د وېښته په مقدار تخلف نشي کولی، سيستم داسې منظم روان دی چې په زرګونو کلونو کې هم هيڅ بې نظمي په کښې نه راځي، لمر يوه ورځ هم له خپل ټاکلي وخت نه يوه ثانيه هم نه مخکې شوی او نه وروسته شوی دی، سپوږمۍ ، ستوري او ټول سيارات د يو منظم سيسټم لاندې روان دي هيڅ تغيير او تبديلي په کښې نه راځي.
ټولو مخلوقاتو ته يو حد ټاکل شوی چې له هغې نه تجاوز نه شي کولی، علماء وائي: په خپله شنه کېدونکو ( خودرو) بوټو کښې دومره زيات د نِما قوت شتون لري، که يو حد ورته نه وی ټاکل شوی، نړۍ به يې داسې اشغال کړې وه چې د انسان ژوند به په کښې ممکن نه وو، قرآن دې موضوع ته داسې اشاره کړېده: (إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) (القمر:۴۹) يعنې خدای هر شي ته يوه اندازه ټاکلې ده ، چې کله به پیدا کېږي، څومره به نړۍ کښې شتون ولري، څومره به نمو کوي، قد قامت به يې څومره وي، کله به ختمېږي ، دا ټولې اندازې الله مقرر کړيدي، دلته هر شی په يو ځانګړي کچ ميچ باندې پيدا او تنظيم شوی دی، دا په دې دلالت کوي چې د کائناتو يو خدای شته چې دا سيستم يې دومره دقيق تنظيم کړی، نو يواځی همغه د عبادت او بندګي حقدار او وړ دی. ځکه څوک چې خالق وي همغه به معبود هم وي.
د سورت الرحمن په دغه آيتونو کې هم دې مضمون ته اشاره شوې ده:
(الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ (۵) وَالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ يَسْجُدَانِ (۶) وَالسَّمَاءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ.(۷) الاتَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ (8) وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ (9)
ژباړه: ٫٫لمر او سپوږمۍ په يو ټاکلي حساب روان دي، بوټي او ونې هم د خدای د قانون تابع دي، آسمان په دغه شکل الله هسک کړی او هغه ميزان ( ترازو) نصب کړېده. تاسو په ميزان کښې تجاوز مه کوئ، او وزن په انصاف قائم کړئ او په هغه ميزان کښې کموالی مه کوئ،،.
د کائناتو نظام يو نوع ګواهي ورکوي چې الله يو دی او يواځې هغه د عبادت وړ او په په عدل قائم دی او ځکه ئې په خپل ټول تخليق کښې عدل، اعتدال او توازن رعايت کړی دی او تاسو هم په عدل ودرېږئ.
دوهم د تاريخ ګواهي:
د پورتني کائناتي شهادت په ضمن کښې د تاريخ شهادت هم راځي، يعنې تاريخ په دې ګواه دی چې دا کائنات د يو خدای په اختيار کښې دي، خدای چې دا نظام د عدل په کوم ترتيب ودرولی، په همغه ترتيب ئې چلوي ، د مثال په توګه هغه د دنيا په دې سټېج مختلف قومونه را ولي ، حکومت ، زور او طاقت ورکوي، د نړۍ قيادت په لاس کښې نيسي، تر څو چې د نورو کائناتو سره هم غږي د عدل او اعتدال په لاره روان وي ، حکومت او قيادت يې هم دوام پيدا کوي، کله چې د بين الکائناتي حقيقت ( عدل) نه واوړي، بيا الله ترې بادشاهي اخلي، زور او قوت يې ختموي، دا په دې دلالت کوي چې دا کائنات د يو چا په لاس کښې دي، که د هغه په لاس کښې نه وي، نو دومره قوي امپراطورۍ څنګه سقوط کوي ، خو دا په دې دلالت کوي حې د دې کائناتو يو په حق او عدالت ولاړ خدای شته چې دومره ستر ستر تصرفات کوي.
درېمه د انسان د نفس ګواهي:
الله تعالی د انسان فطرت داسې جوړ کړی دی چې هغه په خپله له داخل نه د خدای د توحيد او په دې چې هغه په عدالت ولاړ دی ګواهي ورکوي ، له همدې امله توحيد ته خدای پاک، فطرت ويلی دی: (فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (۳۰)
ژباړه٫٫ مخ دې د دين په لور قائم کړه، په داسې حال کښې چې ته حنيف يعنې يک سو (يو اړخی) يې، دا د خدای هغه فطرت دی چې خلک يې پرې پيدا کړي دي، د خدای په تخليق کښې تغيير نه راځي ، همدا نېغ اوسم دين دی، خو ډېر پرې نه پوهېږي،،.
د انسان له ضمير نه دا غږونه وخت په وخت پورته کېږي چې د دې کائناتو يو خدای شته چې په عدالت ولاړ دی، خو د انسان غلط عقائد ، فاسد چاپيريال، ناسمه تربيه، د نفس اماره خواهشات او د شيطان لمسونه دغه غږ تر فشار لاندې راولي، نه ئې پرېږدي چې برسېره شي او د انسان اخلاق، عقائد او کړنې تر خپل تاثير لاندې راولي.
د الهي وحيې شهادت:
خدای د انسان د لارښوونې لپاره وخت په وخت انبياء لېږلي او پر هغو ئې کتابونه نازل کړيدي، دغه ټولو انبياوو د خدای په يو والي او په دې چې هغه په عدالت ولاړ دی ګواهي ورکړېده، دا هم بايد په نظر کښې ونيسو چې دا انبياء په يوه زماني مقطع ، يو کلي وطن يا يو قوم کښې نه وو راغلي، بلکې دوی په مختلفو زماني مقاطعو ، مختلفو قومونو او وطنونو کښې راغلي ول او د ټولو ګواهي يو شان ده، تضاد سره نه لري، هغه دا ده چې دا کائنات يواځې يو خدای، خالق او معبود لري چې په عدالت قائم دی.
او دغه انبياء دوه، درې او څلور نه ول بلکې په ګڼ تعداد کښې نړۍ ته راغلي دي، د زرګونو خلکو يو قسم ګواهي د دومره زماني او مکاني تفاوت سره په دې دلالت کوي چې دا ګواهي سمه او ریښتونی ده، په يوه موضوع د داسې ګواهي بل مثال څوک په تاريخ کښې نه شي وړاندې کولی، چې په يوه خبره دې داسې قوي او ستره ګواهي تر سره شوي وي.
او دا هم بايد په نظر کښې ونيول شي چې دا شاهدان څومره سپېڅلي او د اعتماد وړ شاهدان ول، دومره ګڼ تعداد کښې شاهدان او دومره د پاک سيرت خاوندانو د تاريخ په اوږدو کښې د بلې موضوع لپاره ګواهي نه ده کړې.
دغه شهادت تر ننه د نړۍ مختلفو قومونو سره د هغو په مذهبي کتابونو او صحيفو او رواياتو کښې ليکلی پروت دی، په نړۍ کښې داسې مذهب نشته دی چې منونکي ئې د خدای په توحيد قائل نه وي؛ دا درست ده چې انحرافات او د توحيد ناسم تصور به په کښې شتون ولري ، خو دا په هغه اصل دين کښې د خلکو د لاس وهنو له امله داسې شوي دي، خو لږ تر لږه د خدای په اړه د توحيد ، يو والي او دا تصور چې هغه په عدل ولاړ دی په ټولو مذاهبو کښې شتون لري.
الحاد: مُلحدين ، (له خدای نه انکار کوونکي) د تاريخ په اوږدو کښې په دنيا کښې دومره لږ تېر شوي دي چې کومه فيصدې نه جوړوي، ځکه چې الحاد يوه نا معقوله نظريه ده ، له همدې امله ئې ځان ته ګڼ تعداد انسانان نه دي جذب کړي. که کله په کومه جغرافيه کښې پيدا شوي هم دي زر له منځه تللي دي ، ځکه دا خبيث بوټی د ټول کائناتو د سيستم په خلاف د خلقَ بَلا خالق عقيده لري، کائناتو هم دا بوټي ودې ته نه دی پرېښی.
علمي نکات:
دلته د توحيد نه وروسته دا ياد شوي چې هغه پروردګار په عدل ولاړ دی، له دې نه دا معلومېږي چې د توحيد نه وروسته د کائناتو په نظام کښې د عدل قضيه دومره مهمه ښوول شوېده، چې خدای پرې ولاړ دی او د کائناتو ټول نظام ئې هم پرې ودرولې دی.
د علم اهميت:
دلته د ملائکو له شهادت سره يو ځای د علماوو د شهادت يادونه شوېده، په دې سره ګورو چې حق پرسته علماء او پوهان د ملائکو په قطار کښې ودرول شوي دي. دا د علم هغه لوړه مرتبه ده چې خدای تعالیٰ ورته ورکړېده.
سورت آل عمران - آيت ۱۹
اِنَّ الدِّيۡنَ عِنۡدَ اللّٰهِ الۡاِسۡلَامُ ۗ وَمَا اخۡتَلَفَ الَّذِيۡنَ اُوۡتُوا الۡكِتٰبَ اِلَّا مِنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَهُمُ الۡعِلۡمُ بَغۡيًا ۢ بَيۡنَهُمۡؕ وَمَنۡ يَّكۡفُرۡ بِاٰيٰتِ اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ سَرِيۡعُ الۡحِسَابِ۞(۱۹).
٫٫د الله په نزد یواځینی قبول شوی دین اسلام دی. او د علم له راتلو وروسته اهل کتابو( په دينکښې) اختلاف نه دی کړی ، مګر یواځینی لامل يې دا وه چې دوی خپل منځ کښې د ظلم او زیاتي کولو لپاره دغه لار تعقيب کړه . او هر څوک چې د الله له احکامو او لارښوونو څخه انکار وکړي، له هغه سره په حساب کولو کښې الله ګړندی دی.،،
د ۱۹ آيت تفسير:
يعنې الله انسان ته د ژوند يو نظام او سيستم غوره کړی دی، چې هغه اسلام دی، له آدم عليه السلام نه تر محمد ﷺ پورې د ټولو پيغمبرانو دين اسلام وو؛ پاتې شول يهود او نصارا چې دوی هم د اسماني دين د پيروي خبره کوي، يا د يهودو او نصاراوو مختلفی فرقې بيا خپلو کښې سره دومره شديد اختلاف ولې لري؟
د دې ځواب دا ورکول شو: چې د اهل کتابو يا د هغو د مختلفو فرقو اختلاف له دې امله نه وو رامنځ ته شوی چې خدای هغو ته جلا جلا دينونه لېږلي ول، بلکې د هغو د اختلاف ريښه جهل، ظلم او په يو بل تيری دی. هر چا غوښتل چی له بل نه ډېر څه تر لاسه کړي، د ده سيادت او قيادت خلک ومني، د ده رياست دائمي او قائم وي، د ده له خوا ايجاد شوي بدعتونه ښه رواج ومومي، د ده ذوق ، تمايلات او ترجيحات ټول خلک د معيار په توګه ومني، په دې اساس يې په دين کښې اختلافات پيدا کړل او دا کار يې د علم له راتلو نه وروسته کړی، يعنې د دې پړه په خدای نه ده چې هغه درسته لاره انسان ته نه ده په ګوته کړې، هغه لارښوونه کړې وه ، خو دوی ته خپلې ګټې مهمی ښکاره کېدې او د ډله بازيو په وسيله يې دغه ګټې تر لاسه کولې.
د مخکني آيت سره يې اړيکه هم داسې ده چې الله خو د عدل، قسط او توازن لاره واضحه کړې وه، خو دوی په کښې اختلاف پيدا کړ ، اوس بيا الله د حق پېژندنې په پار خپل وروستی پيغمبر ولېږه او خپل وروستی کتاب يې نازل کړ، تر څو حق په خلکو پټ پاتې نشي او د دې کتابيانو له تدليس او تلبيس نه د خدای مخلوق خلاص شي او درسته حق لاره په آساني سره وپېژني، دا موضوع په سورت بقره کښې داسې تشريح شوې ده:
كَانَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً فَبَعَثَ اللّٰهُ النَّبِيّٖنَ مُبَشِّرِيۡنَ وَمُنۡذِرِيۡنَ ۖ وَاَنۡزَلَ مَعَهُمُ الۡكِتٰبَ بِالۡحَـقِّ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَ النَّاسِ فِيۡمَا اخۡتَلَفُوۡا فِيۡهِ ؕ وَمَا اخۡتَلَفَ فِيۡهِ اِلَّا الَّذِيۡنَ اُوۡتُوۡهُ مِنۡۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ الۡبَيِّنٰتُ بَغۡيًا ۢ بَيۡنَهُمۡۚ فَهَدَى اللّٰهُ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا لِمَا اخۡتَلَفُوۡا فِيۡهِ مِنَ الۡحَـقِّ بِاِذۡنِهٖ ؕ وَاللّٰهُ يَهۡدِىۡ مَنۡ يَّشَآءُ اِلٰى صِرَاطٍ مُّسۡتَقِيۡمٍ۞( البقرة، ۲۱۳).
که څوک تشريح غواړي په تفسير کې دې دغه آيت ته مراجعه وکړئ.
٫٫په پيل کښې ټول خلک په يوه لاره روان ول، (حالت بيا داسې پاتې نه شو، اختلافات پيدا شول ) نو الله تعالیٰ أنبياء ولېږل ، په داسې حال کښې چې بشارت ورکونکي او ډارونکي ول او له دوی سره يې په حق ولاړ کتاب نازل کړ ، تر څو د خلکو تر منځ چې د حق په اړه کوم اختلافات پيدا شوي ول، چې د هغې فيصله وکړي، ( او د دې اختلافاتو د پيدا کېدو لامل دا نه و چې په پيل کښې خلکو ته حق ښول شوی نه وو، بلکې) اختلاف هغه خلکو پيل کړ ، کومو ته چې د حق په اړه علم ورکول شوی و ، هغو د څرګندو لارښوونو له راتلو نه وروسته يواځې د دې لپاره ( حق پرېښود) مختلفې لارې يې ايجاد کړې، چې
هغوی په خپل منځ کښې تېری کول غوښتل، نو کومو چې په انبياؤ ايمان راوړ ، الله ورته په خپل إذن حقه لاره و ښوده ، په کومه کښې چې خلکو اختلاف کړی وو، او الله چې چاته وغواړي سمه لار په ګوته کوي،،.
له دېنه دا څرګنده شوه چې حق او د خدای په نزد معتبر او مقبول دين يواځې اسلام دی، بل حق دين شتون نه لري، نن سبا چې د يهودو په سازش ، مسلمانانو ، يهوديانو او نصاراوو ته د ګډې عبادت خانې خبره کېږي، دا د دې آيتونو په ضد او د قرآن د ورکړل شوي تعليم په خلاف خبره ده.
سورت آل عمران -آيت ۲۰
فَاِنۡ حَآجُّوۡكَ فَقُلۡ اَسۡلَمۡتُ وَجۡهِىَ لِلّٰهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِؕ وَقُل لِّلَّذِيۡنَ اُوۡتُوا الۡكِتٰبَ وَالۡاُمِّيّٖنَ ءَاَسۡلَمۡتُمۡؕ فَاِنۡ اَسۡلَمُوۡا فَقَدِ اهۡتَدَوْا ۚ وَاِنۡ تَوَلَّوۡا فَاِنَّمَا عَلَيۡكَ الۡبَلٰغُ ؕ وَاللّٰهُ بَصِيۡرٌۢ بِالۡعِبَادِ.۞(۲۰).
٫٫که اوس دا خلک له تاسې سره جګړه کوي، نو ورته ووايه: "ما او زما لارويانو الله ته سر ټيټ کړی دی." بيا د کتاب خاوندانو او اميانو ته ووايه: "آيا تاسې هم د الله اطاعت او بندګي ومنله؟" که ئې ومني، نو هغوی سمې لارې ته راغلل، او که مخ واړوي، نو پر تاسې يوازې د پيغام رسولو مسؤليت دی، الله پخپله د خپلو بندګانو کارونه څاري.(۲۰).
د ۲۰ آيت تفسير:
( فإن حآجوکٙ): له دېنه مراد هغه بې ځايه بحثونه او مناقشې دي، چې دوی به د اسلام د غلط ثابتولو لپاره سرته رسولې.
(أسلمت وجهي لله) مخ په انسان کې ډېر اشرفه او غوره برخه ده، عموما يې خلک د احترام ، رعايت او لحاظ په ځای کښې کاروي، د مثال په توګه څوک چاته د چا په اړه شفاعت کوي ، وائي : زما له مخه ئې پرېږده او داسې نور..... نو دلته چې وائي: ما خپل مخ الله ته سپارلی، لومړی خو په دې بايد پوه شو چې له مخ نه مراد خپل ځان دی، يعنې ما او زما لارویانو ځان الله ته سپارلی دی، د هغه تابع، فرمانبردار او مطیع يو. په اصل کښې دا لفظ د اسلام د راوړلو او منلو په معنا استعمال شوی دی.
(د اُلاميين، مفهوم:) د أُمي يا اُلاميين توری يوه اصطلاح وه، هغه چا ته ويل کېده چې مکتب يا مدرسه يې نه وي لوستلي، خط ليکلی او لوستلی نشي، ممکن دا لفظ په لومړي سر کې اهل کتابو د عربانو لپاره استعمال کړی وي، ځکه د دوی ژوند بدوي او صحرائي وو، خط، کتابت او ليک لوست سره آشنا نه ول، د دوی په مقابل کښې اهل کتاب با سواده او علم لرونکي ګڼل کېدل.
د قرآن د استعمال تر حده دا ويلی شو چې قران کې دا د عيب او توهين په معنا نه دی استعمال شوی، عربانو هم دا خپل توهين نه ګڼه، په خپله قرآن عربانو ته د ٫٫اُميين،، خطاب کړی دی، (هوالذي بعث في الاميين رسولا منهم) او نبي عليه السلام نه هم نقل دي چې فرمايلي يې دي موږ أُمي اُمت يو.
په شته تورات کښې هم بني اسماعيل ته د اصطلاح په توګه د أُمي لفظ استعمال شوی دی، په دې کښې دواړه امکانات شته چې يا به موسی عليه السلام د يو اصطلاح په توګه استعمال کړی وي او يا به وروسته په تورات کښې زيات شوی وي او يهودو ممکن د عربانو د توهین لپاره کارولی وي، يهودانو د خپل شاوخوا قومونو د سپکولو لپاره ډېری ناوړه کيسي تړلې وې.
قرآن کښې که کله دا لفظ د تحقير په توګه استعمال شوی ښکاري نو هلته فقط په لغوي مفهوم کښې استعمال شوی دی لکه ( منهم اميون لايعلمون الکتاب) په اصطلاحي توګه دا لفظ د تحقير اړخ نه لري او نبي عليه السلام ته هم په دغه حساب قرآن کښې کارول شویدی.
( ءأسلمتم) ايا تاسو اسلام راوړ؟ يعنې موږ خو د الله له اړخه راغلی هغه درست اسلام ومنه، ستاسو څه حال دی، د منلو په اړه مو څه تصميم دی؟
دا دوه احتماله نور هم لري يو دا چې تقريري استفهام شي، چې دوی ته په کښې د اسلام دعوت ورکوي، يعنې اسلام راوړئ، دوهم دا چې دا د دوی لپاره تهديد وي، يعنې تاسو ته د اسلام د حقانيت دلائل راغلل خو اهميت مو ورنکړ ، نو که اسلام راوړئ، راوړئ، نور موږ در سره خپل وخت نه ضائع کوو، دا يو نوع د بېزاري مفهوم هم ورکوي.