20-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة آل عمران رکوع ۳ (۲۱ - ۳۰ آیت)
سورت آل عمران- آيت ۲۱
اِنَّ الَّذِيۡنَ يَكۡفُرُوۡنَ بِاٰيٰتِ اللّٰهِ وَيَقۡتُلُوۡنَ النَّبِيّٖنَ بِغَيۡرِ حَقٍّۙ وَّيَقۡتُلُوۡنَ الَّذِيۡنَ يَاۡمُرُوۡنَ بِالۡقِسۡطِ مِنَ النَّاسِۙ فَبَشِّرۡهُمۡ بِعَذَابٍ اَ لِيۡمٍ۞(۲۱).اُولٰٓئِكَ الَّذِيۡنَ حَبِطَتۡ اَعۡمَالُهُمۡ فِى الدُّنۡيَا وَالۡاٰخِرَةِ وَمَا لَهُمۡ مِّنۡ نّٰصِرِيۡنَ۞(۲۲).
٫٫هغه کسان چې د الله احکام او هدایت نه مني او د هغه پیغمبران په ناحقه وژني او هغه خلک وژني، چې په عدالت امر کوي، نو هغوی ته د دردناکې سزا زېری ورکړه.(۲۱).دا هغه خلک دي چې د دوی کړنې په دنیا او آخرت کې ضایع شوې دي، او د دوی لپاره هیڅ مرسته کوونکی نشته،،.
د ۲۱ آيت تفسير:
(و يقتلون النبيين بغير حق) ٫٫پيغمبران په ناحقه وژني،، د بغير حق ، په دې کلمه کښې د دوی د عمل لا زياتې تقبيح او غندنې او د دوی د کړنې لاډير شناعت او ناکاره والي ته اشاره شوې ده، ځکه چې قتل پخپله ډېره ناکاره کړنه ده، بيا چې دوه شيان په کې نور زيات شي يو ناحق او بل د انبياوو وژنه وي، نو شناعت او پاکو ه والی يې نور هم ډېرېږي.
( و يقتلون الذين يامرون بالقسط). ٫٫ او وژني هغه خلک چې د انصاف أمر کوي،، د دې مفهوم دا دی چې يهودو به د پيغمبرانو د وژلو هڅه کوله، ځکه چې د هغو خبرې، دعوت او فکر به د دوی د ګټو او خواهشاتو په خلاف وو، د مثال په توګه د دوی شتمنو به سود خوړه انبياوو به ويلې سود خوړل حرام دي، همدا راز دوی نه شو زغملی چې څوک دوی له ګناهونو نه منع کړي ، په عيبونو ئې نيوکه وکړي، نېکيو ته ئې متوجه کړي.
لکه حجاج بن يوسف چې په کوفه کښې ويلي ول: که چا ماته وويل: ٫٫ اتق الله،، ٫٫ له الله نه و وېرېږه،، سر ئې پرېکوم. قرآن د منافقينو او متکبرينو په اړه وائي: ٫٫إذا قيل له اتق الله أخذته العزة بالاثم فحسبه جهنم و بئس المهاد،، ٫٫چې کله ورته وويل شي: له الله نه و وېرېږه!غرور او تکبر ئې لا نور ګناه ته آماده کړي،،
همدا حال د يهودو هم وو، چې چا به ورته د نيکي حکم کولو د هغه د وژلو هڅه به يې کوله او داسې خلک ئې په عملي توګه وژلي هم دي.
( فبشرهم بعذاب اليم ) ٫٫ د دردناک عذاب زېری ورته ورکړه،، زېری د ګټور او خوښونکي شي په اړه ورکول کېږي ، دلته وائي: د عذاب زېری ورته ورکړه ، دا بيان د طنز اړخ لري، يعنې دوی چېرته سم کار نه دی کړی چې بشارت ورته ورکړل شي، نو د دوی د کړنو له امله دوی د عذاب د زيري مستحق دي.
په مخکني ٫٫ ۲۰ ،، آيت کې راغلي دي: الله د بندګانو د کړنو نګران دی،، ٫٫هر چاسره په عدالت معامله کوي،، د هغې نګراني په تناظر کې ويل کېږي چې دوی د عذاب مستحق دي.
د ۲۲ آيت تفسير:
د عمل د حبط حقيقت: د انسان په عملونو دوه قسمه نتائج مرتب کېږي، يو هغه نتائج دي چې په دنيا کښې د انسان په عملونو مرتب کېږي، دوهم هغه نتائج دي چې په اخرت کښې به مرتب کېږي، دلته وويل شول: چې د دوی اعمال به په دنيا او آخرت دواړو کښې به بې مثبتې نتيجې وي او داسې پايلې به پرې مرتب نشي، چې دوی خوښ کړي.
په دنيا کښې د دوی کړنې او کوښښونه دې لپاره ول چې اسلامي دعوت ناکام کړي، دلته ورته وويل شول چې کوښښونه به مو بې پايلو وي، تاسو د اسلامي دعوت په ناکامولو کښې نشۍ کاميابېدی، دا دين به په نړۍ غالبېږي ، ٫٫هوالذي ارسل رسوله بالهدی و دين الحق ليظهره علی الدين کله،، ٫٫الله هغه ذات دی چې خپل پيغمبر ئې هدايت او حق دين سره لېږلی دی چې په ټولو دينونو ئې غالب کړي،، نو د پيغمبر د دعوت مخه نيول اوس څه اسان کار نه دی، بلکې ناممکن دی.
دوهم د اعمالو د آخرت پايلې دي، نو دوی چې کوم د رياکاري او ځينې هغه کارونه کړيدي چې په فروعو او جزئياتو به يې ډېر تاکيد کولو او فرائض به يې ضائع کول، د حرامو ارتکاب به ئې په زړورتيا ترسره کولو، نو دغه اعمال هم د الله په نزد په آخرت کې څه وزن نه لري، حبط يې په قسمت کښې ليکل شوی دی.
نن زموږ هم دا حال جوړ شوی دی، تراويح په ډېر شوق سره کوو ، خو د سهار لمونځ رانه پاتې کېږي، مړي پسې خیراتونه د ريا او نوم کولو لپار ترسره کوو، خو فرض شوی زکات او عشر نه ورکوو ، دغه رنګ د ريا کاري او د قاعدې خلاف اعمال حبط کېږي، الله ئې اجر نه ورکوي.
سورت آل عمران - آيت ۲۳ - ۲۴
اَلَمۡ تَرَ اِلَى الَّذِيۡنَ اُوۡتُوۡا نَصِيۡبًا مِّنَ الۡكِتٰبِ يُدۡعَوۡنَ اِلٰى كِتٰبِ اللّٰهِ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَهُمۡ ثُمَّ يَتَوَلّٰى فَرِيۡقٌ مِّنۡهُمۡ وَهُمۡ مُّعۡرِضُوۡنَ.(۲۳) ذٰ لِكَ بِاَنَّهُمۡ قَالُوۡا لَنۡ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَيَّامًا مَّعۡدُوۡدٰتٍ ۖ وَغَرَّهُمۡ فِىۡ دِيۡنِهِمۡ مَّا كَانُوۡا يَفۡتَرُوۡنَ۞(۲۴).
فَكَيۡفَ اِذَا جَمَعۡنٰهُمۡ لِيَوۡمٍ لَّا رَيۡبَ فِيۡهِ وَوُفِّيَتۡ كُلُّ نَفۡسٍ مَّا كَسَبَتۡ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُوۡنَ۞(۲۵).
٫٫آیا تا سو هغه خلک نه دي لیدلي، چې د کتاب له علم څخه ورته څه برخه ورکړل شوې ده،(حال ئې دا دی) کله چې دوی د الله د کتاب په لور رابلل کیږي چې د دوی ترمنځ پرېکړه وکړي، نو په دوی کښې يوه ډله له دې څخه مخ اړوي او دوی هغه خلک دي چې مخ اړوونکي دي.(۲۳).
د دوی دا چلند ځکه دی چې دوی وایي: "د دوزخ اور به موږ ته هېڅکله هم نه رسيږي، او که د دوزخ سزا راکول کېږي هم، نو بس یوازې څو ورځې." د دوی خپلې جوړې کړي عقیدې دوی په خپل دین کښې په لویو غلط فهمیو کښې اچولي دي.(۲۴)."خو په هغه ورځ به څه حالت وي، کله چې موږ هغوی په هغه ورځ راجمع کړو چې په راتلو کښې یې شک نه شته دی، په هغه ورځ به هر کس ته د هغه د کړنې جزا په بشپړه توګه ورکول کیږي او پر هغوی به ظلم نه کیږي.،،(۲۵).
د ۲۳ آيت تفسير:
په دې آيت کښې د کتاب الله سره د اهل کتابو په ناوړه رويه تبصره شوې ده، چې کله هغوی دېته رابلل کېږي چې د کتاب الله پرېکړې ته غاړه کېږدئ ، ټولې فيصلې ئې ومنئ، چې کوم شيان ئې حرام ګرځولي دي هغه حرام وګڼئ ، ځان ترېنه وساتئ او چې کوم شيان ئې حلال کړيدي هغه حلال ومنئ، چې کوم شي ته حق وائي حق ئې ومنئ او چې کوم شي ته باطل وائي هغه باطل تسليم کړئ، خو تعجب د دوی په حالت چې دوی دغه حق ، درست او په حقیقت ولاړ دعوت نه مني، اعراض ترې کوي.
(هغه خلک چې کتاب ورکول شوی دی) له دېنه مراد يهود او نصارا دي، له کتاب نه مراد تورات ، زبور او انجيل دي، له کتاب الله نه مراد قرآن شريف دی، يعنې چې دوی کله د قرآن په لور بلل کېږي اعراض کوي او دا دعوت نه مني، ځکه چې د قرآن احکام د دوی د نفسي غوښتنو په خلاف دي.
ځينو علماوو ويلي دي ، له کتاب الله نه هم مراد تورات او انجيل دی، يعنې چې کله دوی د تورات د پرېکړو د منلو لپاره دعوت کېږي ، هغه هم نه مني ، سره د دې چې د إيمان ئې پرې راوړی دی چې دا د الله کتاب دی.
د ۲۴ آيت تفسير:
د دوی بدعملي، په ګناهونو زړورتيا له دې امله وه چې د دوی دا عقيده وه چې موږ به دوزخ ته نه ځو، او که لاړ شو بس يو څو ورځې به وي. نو د چا چې دا عقيده وي چې هره ګناه او جرم وکړم بيا هم دوزخ ته نه ځم يعنې د خدای د محاسبې لاندې نه راځم، نو طبعي خبره ده چې د نورو خلکو په نسبت به د هغه د جرائمو فهرست ډېر اوږد وي.
اصل کښې د اهل کتابو د آخرت په اړه عقيده کښې ډېر مشکلات ول ، د شفاعت په اړه يې هم تصورات غلط ول ، داسې يي ګڼله چې زموږ مشرانو کې پيغمبران ، نيکان او صالحين تېر شوي دي، او خدای پاک د هغو شفاعت نه رد کوي، نو موږ به خامخا جنت ته ځو، په دې نه پوهېدل يا ځان يې نه پوهوه چې د شفاعت قبول د الله په واک کښې دی، دهغه خوښه ده چې د چا شفاعت مني او که نه؟
همدا راز دا ئې هم هېر کړي ول چې موږ څومره پيغمبران وژلي دي، او دا چې دغه انبياء به زموږ شفاعت کوي او که نه. د شفاعت مسئله په آيت کرسي کښې تفصيل سره ليکل شوې ده.
د ۲۵ آيت تفسير:
يعنې دلته خو دوی د آخرت د نجات په اړه رنګ رنګ دعوې کوي ، خو چې کله الله د قيامت په ورځ د حساب کتاب لپاره خلک راټول کړي، هر څوک د خپل عمل سزا يا جزاء و ويني او دا هم ويني چې ټول واک له الله سره دی، أنبياء او اولياوو سره دا واک نشته چې څوک د جهنم نه خلاص کړي يا ئې جنت ته داخل کړي. نو د دوی د عقيدو د غلط ثابتېدو په صورت کښې به د دوی څه حالت وي؟ خو ځواب څرګند دی چې حالت به يې ډېر ناکاره وي، ځکه د چا ټولې هيلې چې چاته وې، هغه به فقط شفاعت کولی شي، هغه هم د الله له اجازې نه وروسته، داسې شفاعت چې منل او نه منل به ئې هم په الله پورې اړه لري. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې أنبياء د کفارو لپاره شفاعت نه کوي او نه الله د کفارو په اړه د چا شفاعت مني.
سورت آل عمران - آيت ۲۶
قُلِ اللّٰهُمَّ مٰلِكَ الۡمُلۡكِ تُؤۡتِى الۡمُلۡكَ مَنۡ تَشَآءُ وَتَنۡزِعُ الۡمُلۡكَ مِمَّنۡ تَشَآءُ وَتُعِزُّ مَنۡ تَشَآءُ وَتُذِلُّ مَنۡ تَشَآءُ ؕ بِيَدِكَ الۡخَيۡرُؕ اِنَّكَ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ۞(۲۶).
ترجمه:
٫٫ته و وايه: "ای الله! د ټول جهان مالکه! ته هر چاته چې وغواړې، واکمني ورکوې او له هر چا چې وغواړې، واکمني اخلې. ته هر چاته چې وغواړې، عزت ورکوې او هر چاته چې وغواړې، ذلت ورکوې. ټولې ښېګڼې ستا په واک کښې دي او بېشکه چې ته پر هر څه قادر یې،،.
د ۲۶ آيت تفسير:
په دې آيت کښې يو خو د عقيدې څو مهمې مسئلې بيان شوېدي، لومړی دا چې د ټولو کائناتو الله يواځې خالق نه دی، بلکې مالک ئې هم دی، يواځې د هغه واک او اختيار په کښې چلېږي، انبياء او اولياء له خدای سره په دې واک او اختيار کښې شريک نه دي، دلته ټولې پرېکړې الله کوي، هيڅوک د الله د پرېکړو په مخ کښې ودرېدی نه شي، او نه ئې ودرېدل څه ګټه لري.
دوهم دا خبره هم توضیح شوه چې د دنيا بادشاهت هم د الله په لاس کښی دی چې چاته وغواړي حکومت ورکوي او چې له چا نه وغواړي بېرته يې اخلي. درېيم دا خبره هم څرګنده شوه چې عزت او ذلت د الله په لاس کښې دی، چې چا ته وغواړي عزت ورکوي او څوک چې وغواړي ذليل کوي، څلورم دا مسئله بيان شوه چې خير ، ګټه ، فائده او برکت هم د الله په لاس کښې دی چې هر چا ته وغواړي ورکوي ئې، انبياء او اولياء د دې واک نه لري چې چاته ګټه يا تاوان ورسوي، ٫٫ قل لا أملک لنفسي نفعا ولا ضرا ،، ٫٫ و وايه ای پیغمبره! زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان رسولو اختيار نه لرم،، پنځم دا هم څرګنده شوه چې الله پر هر شي باندې قادر دی، د يوه کار له ترسره کولو نه هم عاجز نه دی.
بله مهمه نکته چې په دې آيت کښې ورته اشاره شوېده هغه دا ده چې دلته امت مسلمه سره د حکومت، سلطنت او قیادت وعده شوېده، خو دا وعده د دعاء په اسلوب کښې شوېده، لکه کله چې نبي پاک د هجرت اراده وکړه ، هلته هم ورته د دعاء په بڼه کښې د قيادت او سیادت وعده وشوه ٫٫و قل ربي ادخلني مدخل صدق و اخرجني مخرج صدق و اجعل لي من لدنک سلطانا نصيرا،،.( سورت بني اسرائيل)، دلته يوې نکتې ته بايد موږ پام وکړو چې لومړی له خپل ځای نه خروج وي بيا بل ځای ته دننه کېدل وي، دې آيت کښې لومړی مدينې منورې ته د د ننه کېدو ياد مخکې شوی دی ، دې کې هم دېته اشاره شوې ده چې تاسو
ته هلته بندوبست شوی دی، حکومت او قيادت تاسو ته آماده دی.
دلته ۲۶ آيت کښې هم رسول پاک سره په مدينه منوره کښې د سلطنت وعده د دعاء په بڼه کښې شوېده. د دې لامل دا دی چې د دې آيت او د سورت بني اسرائيل د آيت د نزول په وخت کښې حالات واضح نه وو يعنې هر چا ته نه ښکارېده چې دغه مظلوم ټولګی به د نړۍ ديني او سياسي قيادت او سیادت تر لاسه کوي، نو ځکه د دعاء په بڼه کښې ورته اشاره و شوه.
درېيمه نکته په دې آيت کښې دا ده چې په دې کښې په ضمني توګه د قيادت نه د بني اسرائيلو د عزل وړاندوينه هم شوېده، ځکه چې کله مشري، قیادت او ديني سيادت مسلم امت ته سپارل کیږي، په طبعي توګه به وړانديني مشران معزول کېږي، دغه رنګ خبره( د قيادت) وعده په سورت بقره کښې هم تېره شوېده. ٫٫ و کذلک جعلناکم امة وسطا..،،.
يوه مهمه اشاره د قبلې تحويل کښې هم د قيادت د تبديلۍ موضوع ته شوې ده، ځکه چې د بني اسرائيلو له قبلې نه قبله بيت الله شريف ته وګرځول شوه، دا يو نوع د بني اسماعيلو د امامت اعلان او د بني اسرائيلو د امامت د ختمېدو نخښه وه.
سورت آل عمران - آيت ۲۷
تُوۡلِجُ الَّيۡلَ فِى النَّهَارِ وَتُوۡلِجُ النَّهَارَ فِى الَّيۡلِ ۖوَتُخۡرِجُ الۡحَـىَّ مِنَ الۡمَيِّتِ وَتُخۡرِجُ الۡمَيِّتَ مِنَ الۡحَـىِّ ۖ وَتَرۡزُقُ مَنۡ تَشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٍ۞(۲۷).
٫٫ته شپه په ورځ او ورځ په شپه کښې داخلوې، او ژوندي له مړو څخه رابرسېره کوې او مړي له ژوندي څخه رابرسېره کوې، او ته چې چا ته وغواړې بې حسابه رزق ورکوې،،.
د ۲۷ آيت تفسير:
د ٫٫تُخرِجُ،، معنا راوباسې او رابرسېره کوې، دواړه درست دي. د مخکنيو آيتونو په اورېدو سره چې کله يو څارونکي کتل چې يو اړخ ته کافران الله او رسول سره دښمني کوي، ظلم کوي، د اخلاقي ارزښتونو پروا نه کوي ، خو بيا هم مالدار ، خوشحال، د طاقت مالکان او ښه په مزو کښې دي، او له بلې خوا يې د مومنانو دينداري، تقوا ، د خدای او رسول اطاعت، او الله سره ژمنتيا ليدله او له دې سره سره ئې مادي او مالي حالت ښه نه وو، بې وسائلو او بې وزله ول، په مشکلاتو کښې اخته ول، دښمنان يې هم ښه ډېر ول، او دا چې له وطن نه هم ويستل شوي دي، طبعي ده چې د هر څارونکي مومن په زړه کښې به يو د افسوس وړ پوښتنه ګرځېدله، چې الله! دا څه کېږي؟ يا دا ولې؟
دغو پوښتنو ته په ډېره ښايسته طريقه ځواب وويل شو، چې هر ذوق لرونکی انسان پرې پوهېږي او خوند ترې اخلي، ٫٫ ته شپه په ورځ کښې ننباسې او ورځ په شپه کښې، ژوندی له مړي نه وباسې او مړی له ژوندي نه، او ته چې چاته وغواړی بې حسابه رزق ورکوې،، يعنې کوم خدای چې دا دومره ستر کارونه په ډېری اسانتيا سره سرته رسوي، هغه ته د حالاتو تبديلي ډېره اسانه ده.
( تولج الليل في النهار .....) شپه په ورځ او ورځ په شپه کښې داخلول خو هره ورځ په خپلو سترګو وينو ، له مړي نه د ژوندي څېز را ويستل لکه له هګۍ نه چورګوړی را وباسي، د وچو دانو او زړو نه شنه بوټي او ونې را وباسي، اوله ژوندي نه مړ شی را ويستل لکه له ژوندۍ چرګې نه هګۍ، له شنو بوټو او ونو نه وچې دانې او زړي، که له موت او حيات نه معنوي موت او حيات واخلو بيا مثالونه داسې جوړېږي، له کافر پلار او مور نه مسلمان بچي پيدا کول او له مسلمان مور پلار نه کافر اولاد پيدا کول چې مسلمان په معنوي حيات مشرف او کافر د دغه حيات له اړخه مړ دی.
سورت آل عمران - آيت ۲۸
لَا يَتَّخِذِ الۡمُؤۡمِنُوۡنَ الۡكٰفِرِيۡنَ اَوۡلِيَآءَ مِنۡ دُوۡنِ الۡمُؤۡمِنِيۡنَۚ وَمَنۡ يَّفۡعَلۡ ذٰ لِكَ فَلَيۡسَ مِنَ اللّٰهِ فِىۡ شَىۡءٍ اِلَّاۤ اَنۡ تَتَّقُوۡا مِنۡهُمۡ تُقٰٮةً ؕ وَيُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفۡسَهٗ ؕوَاِلَى اللّٰهِ الۡمَصِيۡرُ ۞(۲۸).
٫٫مؤمنان دې هیڅکله هم کافران خپل دوستان او ملګري نه نیسي، پرته له دې چې د کافرانو له ظلم څخه د ځان ساتلو په خاطر بڼه (ظاهري رویه) داسې غوره کړي. څوک چې داسې وکړي، نو هغه به له الله سره هیڅ تړاو ونه لري. الله تاسو ته د ځان څخه وېره درکوي، او همدا الله ته ستاسو بیرته ورتګ دی.،،
د ۲۸ آيت تفسير:
دلته الله د مسلمانانو په مقابل کښې د کافرانو د مرستي، دوستي او ملګرتيا نه منع کړېده، ويلي يې دي چې د مومنانو په مقابل کښې کافران دوستان مه نيسئ. د ولي معنا ده، کار سمونکی، حمايت کونکی، دوست، مرستندوی او ملګری، نو په دغه ټولو معناوو له کافر سره روابط ساتل روا نه دي، خو دلته يو شرط بيان شوی دی هغه دا چې کله دا ولايت د مسلمانانو په خلاف پرېوځي يا هغو ته په کښې د ضرر رسولو اراده يا عمل موجود وي.
د موالات مرتبې : يو موالات په دين کښې دي، چې د هغو دين ، افکار او عقائد څوک خوښوي، دا خو په اتفاق د علماوو کفر دی، دوهم موالات دا دی چې کفارو سره دا سې مرسته وشي چې د مومنانو په ضرر تمامېږي، يا په عملي توګه مومنانو ته ضرر رسوي، خو د کفارو د عقائدو او افکارو سره دښمني لري دغه مرتبه کښې موالات هم ځينې علماء کفر ګڼي او ځينې ورته غټه ګناه وائي. دريمه مرتبه د موالاتو هغه ده چې يو مسلمان د کافرانو د تسلط لاندې راشي او د خپل ژوند له خطر سره مخامخ شي، په ظاهره دا سې رويه غوره کړي چې د هغو ملګری ځان ښکاره کړي ، او که هغوی پرې پوه شي چې دا خو مسلمان دی، او دی د شديد خوف سره مخامخ شي، که په داسې حالت کښې يې څه د کفر خبره وکړه چې د هغو پرې اطمینان وشي او دی پرې د مرګ له خطر نه ځان خلاص کړي، په دې شرط حې زړه يې په ايمان مطمئن وي دا په اتفاق د علماوو جائز دي، د رسول ﷺ په وخت کښې هم داسې پېښې منځته راغلې وې.
فقهاوو له کفارو سره روابط په درې قسمه بيان کړيدي:
۱ - مولات چې تشريح شول. ۲ - مواسات: چې هغه د انساني همدردي( خواخوږي) يا خپلوي په بنسټ له هغو سره مرسته او ښېګڼه کول دي ، دا هم جائز دي
۳ - مدارات: مدارات ظاهري انساني ښه سلوک او رويه ده، چې د چا احساسات د چا له خوا زيانمن نه شي دا هم جائز ګنل کېږي.
کافرو سره د روابطو يوه بڼه په غم او خوښي کښې تر داسې مناسبې کچې برخه اخيستنه چې شرعي محظور په کښې ترسره نه شي، مثلآ د کافر ګاونډي په مړينه د خپل خپګان اظهار په داسې الفاظو وکړي چې د مړي په حق کښې له دعائيه جملو څخه خالي وي، خو که د غم په وخت کښې يوه اندازه مالي مرسته ورسره شي پروا نه لري.
امام رازي کافرو سره موالات داسې تشرېح کړي:
احدها: أن يكون راضياً بكفره ويتولاه لأجله، وهذا ممنوع منه لأن كل من فعل ذلك كان مصوباً له في ذلك الدين، وتصويب الكفر كفر والرضا بالكفر كفر، فيستحيل أن يبقى مؤمناً مع كونه بهذه الصفة.
۱ - دا چې د هغه په کفر راضي وي، او د کفر له امله ورسره دوستي کوي، نو دا کار شرعا ممنوع دی، نو څوک چې دا کار کوي، د هغه د دين تصويب کوي، او دکفر تصويب کفر دی، او په کفر رضا هم کفر دی، نو د چا چې دغه حالت وي محال ده چې له دغه صفت سره مؤمن پاتې شي.
وثانيها: المعاشرة الجميلة في الدنيا بحسب الظاهر، وذلك غير ممنوع منه.
٫٫ ۲ - په دنيا کښې په ظاهري بڼه ورسره ښه ژوند تېرول، دا شرعا ممنوع نه دي.
والقسم الثالث: وهو كالمتوسط بين القسمين الأولين هو أن موالاة الكفار بمعنى الركون إليهم والمعونة، والمظاهرة، والنصرة إما بسبب القرابة، أو بسبب المحبة مع اعتقاد أن دينه باطل فهذا لا يوجب الكفر إلا أنه منهي عنه، لأن الموالاة بهذا المعنى قد تجره إلى استحسان طريقته والرضا بدينه، وذلك يخرجه عن الإسلام فلا جرم هدد الله تعالى فيه فقال: {وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ ٱللَّهِ فِي شَىْء }.
۳ - دا د لومړیو دواړو برخو تر منځ منځنی حالت دی، يعنې د کفارو لور ته تمايل، ورسره مرسته، ملاتړ او همکاري، چې دا به یا د خپلوي د اړیکې او یا د شخصي محبت له مخې کوي، سره له دې چې پوهېږي چې د هغوی دین باطل دی. دا عمل کفر نه ګڼل کېږي، خو له دې کار څخه منع شوې، ځکه چې ممکن ده په دې معنا سره دوستي د دې باعث وګرځي چې د هغوی طریقه هم خوښه کړي او د هغوی په دین رضا شي، چې دا به یې له اسلام نه وباسي، نو ځکه الله تعالی په دې اړه تهدید کړی دی، ویلي یې دي: (وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ ٱللَّهِ فِي شَيئ.)
سورت الممتحنه کښې نوموړې موضوع ته داسې اشاره شوې ده:
"لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ." (سورة الممتحنة، آیت ۸)
ژباړه: ٫٫الله تاسو د هغو خلکو سره د نېکۍ او انصاف کولو څخه نه منع کوي کوم چې په دین کې ستاسو سره جګړه نه کوي او نه يې له خپلو کورونو څخه ایستلي ياست ، بېشکه الله انصاف کوونکي خوښوي،،.
ورپسې،۹ ايت) کښې فرمائي:
"إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ."
ژباړه: ٫٫الله يواځې تاسو له هغو خلکو سره د دوستۍ کولو څخه منع کوي چې په دین کې یې ستاسو سره جګړه کړې وي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه وېستلي ياست ، یا د ویستلو په کار کې یې ملاتړ کړی وي. او څوک چې د هغوی دوستي وکړي، همغوی ظالمان دي.،،
په احاديثو کښې ډېری پېښې شتون لري چې په موضوع ښه رڼا اچوي.
يو نوع هغه احاديث دي چې په عمومي توګه له انسان سره د ترحم ، مهرباني او همدردي خبره کوي او هغو کې څه استثناء نشته ده.
1. احسان او ښه چلند:
په صحیح البخاري او صحیح مسلم کې روایت شوی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
"من لا يرحم لا يُرحم"*
ژباړه: "چا چې رحم نه وکړ، پر هغه به رحم ونه شي."
دا حدیث په عمومي ډول د ټولو انسانانو لپاره دی، مسلمان او غیر مسلمان دواړو سره د نیکۍ او رحم کولو په اړه دی.
2. د قراردادونو احترام:
د ابوداود او ترمذي په روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"أَدِّ الأَمَانَةَ إِلَى مَنِ ائْتَمَنَكَ وَلَا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ"
ژباړه: "امانت د هغه چا ته وسپاره چې ته یې امین ګڼلی وې، او چا سره خیانت مه کوه که څه هم له تا سره يې خیانت کړی وي." دا په دې معنا ده چې د مسلمان او غیر مسلمان تر منځ د اعتماد او امانت حق باید هم پوره شي.
3. له کافرو سره احسان کول:
امام بخاري روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
"إِنَّ اللهَ كَتَبَ الإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ"
ژباړه: "الله په هر څه کې د احسان (ښه چلند) امر کړی دی." دلته هم څه استثناء شتون نه لري، بلکې هر چا سره بايد د احسان له سلوک نه کار واخيستلی شي. په دې کښې د احسان په اړه عمومي خبره شوېده څوک ترې استثنا شوي نه دي.
۴. له معاهدينو سره ښه چلند:
په یوه بل حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
"من قتل معاهداً لم يرح رائحة الجنة"
ژباړه: "څوک چې یو غیر مسلمان چې د تړون لاندې وي (معاهِد) ووژني، د جنت بوی به هم ونه مومي."
دا حدیث په ښکاره ډول د هغه کسانو په اړه دی چې له مسلمانانو سره د سولې تړون لري، او د هغوی ژوند او حقونه باید خوندي وي.
۵. د کورنۍ اړیکې:
امام احمد او ابوداود روایت کړی چې أسماء بنت ابی بکر رضی الله عنها وویل: "زما مور مشرکه وه او زما لیدو ته راغله. نو ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې آیا زه باید له هغې سره مرسته وکړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
"نَعَمْ صِلِي أُمَّكِ"
ژباړه: "هو، له خپلې مور سره اړیکه وساته." يعنې هدف هغې سره مرسته او څه ډالۍ ورکول ول.
دا حدیث ښيي چې د غیر مسلمانانو سره، حتیٰ که هغوی د مشرکانو په ډله کې وي، د انساني اړیکو، د خپلوانو مرسته ٫٫صله رحمي،، او احترام ساتل روا دي.
دا احادیث څرګندوي چې په اسلام کې د کافرانو او غیر مسلمانانو سره ښه چلند، عدالت او انساني چلند ته ځانګړې توجه شوې ده، که هغوی په جګړه کې نه وي او د اسلام په ضد کار نه کوي.
سورت ال عمران - آيت ۲۹ ـ۳۰
قُلۡ اِنۡ تُخۡفُوۡا مَا فِىۡ صُدُوۡرِكُمۡ اَوۡ تُبۡدُوۡهُ يَعۡلَمۡهُ اللّٰهُؕ وَيَعۡلَمُ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الۡاَرۡضِؕ وَاللّٰهُ عَلٰى كُلِّ شَىۡءٍ قَدِيۡرٌ ۞(۲۹). يَوۡمَ تَجِدُ كُلُّ نَفۡسٍ مَّا عَمِلَتۡ مِنۡ خَيۡرٍ مُّحۡضَرًا ۖۚ ۛ وَّمَا عَمِلَتۡ مِنۡ سُوۡٓءٍ ۚۛ تَوَدُّ لَوۡ اَنَّ بَيۡنَهَا وَبَيۡنَهٗۤ اَمَدًاۢ بَعِيۡدًا ؕ وَيُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفۡسَهٗؕ وَاللّٰهُ رَءُوۡفٌۢ بِالۡعِبَادِ۞(۳۰)
٫٫ای نبي! ته دوي ته ووايه: ستاسو په زړونو کښې چې څه دي، که هغه پټوۍ او که يې ښکاره کوۍ، الله پرې پوهېږي، او هغه په هغه ټولو شيانو خبر دی چې په آسمانونو او ځمکه کښې دي، الله پر هر څه قادر دی.(۲۹) هغه ورځ راتلونکې ده چې هر نفس به د خپلې ښې او ناکاره کړنې پايله حاضره ومومي، په هغه ورځ به انسان دا تمنا کوي چې کاش دا ورځ له ده څخه ډېره لېرې وای! الله تاسو له ځان نه ويروي او هغه په خپلو بندګانو ډېر مهربان دی.(۳۰).
د ۲۹ آيت تفسير:
مخکني آيت کښې د دې اجازه ورکول شوه چې په ظاهري توګه د ځان د خطر له امله کافرانو سره د دوستي اظهار کول روا دي، خو کله دا شي ممکن دېته ورسي چې د ظاهري خبرو او تعلق تاثير په زړه هم وشي او په زړه کښې کافرانو طرف ته تمايل پيدا شي، او په پای کښې له هغو سره قلبي محبت پيدا شي، نو په ۲۹ آيت کښې يې وويل: چې الله د زړونو په احوالو او پټو رازونو هم خبر دی، د باطن د پاک ساتلو په اړه بايد هم انسان پام وکړي ، ځکه د عقائدو معامله خو له باطن سره تړاو لري، او الله پرې محاسبه کوي، چې تر کومه بريده اجازه ورکول شوېده، له هغې نه تر همغه بريده بايد استفاده وشي، په زړه کښې له کفر نه کراهت بايد د هر مسلمان په زړه کښې شتون ولري، ځکه له دېنه پرته ايمان په زړه کښې نشي پاتي کېدای.
د ۳۰ آيت تفسير:
په ٫٫مَا عمِلت من ٫٫سوءِِ،، پسې د محضرا توری د اختصار لپاره حذف شوی دی، ځکه مخکنۍ جمله( ما عملت من خير) پسې ذکر ذکر شوی دی، په هغې اکتفاء وشوه. په( بينها و بينه) کښې د ٫٫ها،، ضمير نفس ته راجع دی او بَينَهُٓ کښې ضمير ٫٫محضر سوء،، ( حاضر شوی ناکاره عمل) ته. د ٫٫رَءُوۡفٌۢ،، معنا ده ٫٫مهربان،، خو په ٫٫رَءُوۡفٌۢ،، کښې د شر د دفعې اړخ غالب دی ، يعنې لکه څنګه چې الله په خپلو بندګانو ډېر زيات مهربان دی، غواړي چې د خپلو اعمالو د ناوړه پايلو نه يې وساتي ، ځکه يې بيا بيا ورته پام را اړوي.
ځکه چې ډېر کرته بنده د خدای د ورکول شوي مهلت له امله په غفلت کښې پرېوځي ، په دې معنا چې الله راته څه نه وائي، نو دلته د بنده پام دېته اړول کېږي چې د خدای په قانون کښې مهلت ورکول خو شته، ليکن کله چې مجرمان رانيسي بيا د هغه نيول هم ډېر سخت دي.