20-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة آل عمران رکوع ٤ (۳۱ - ٤۱ آیت)
سورت ال عمران - آيت ۳۱ ـ ۳۲
قُلۡ اِنۡ كُنۡتُمۡ تُحِبُّوۡنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوۡنِىۡ يُحۡبِبۡكُمُ اللّٰهُ وَيَغۡفِرۡ لَـكُمۡ ذُنُوۡبَكُمۡؕ وَاللّٰهُ غَفُوۡرٌ رَّحِيۡمٌ۞(۳۱). قُلۡ اَطِيۡعُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوۡلَ ۚ فَاِنۡ تَوَلَّوۡا فَاِنَّ اللّٰهَ لَا يُحِبُّ الۡكٰفِرِيۡنَ ۞(۳۲).
ای نبي ورته ووايه: که تاسو له الله او رسول سره محبت کوۍ، نو زما پيروي وکړئ، الله به له تاسو سره محبت وکړي، او ګناهونه به مو درته وبخښي، هغه ډېر بخښونکی او مهربان دی.(۳۱). ورته ووايه: د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، که دوی له دېنه ډډه کوي، نو په يقيني توګه الله داسې کافرانو سره محبت نه کوي،،.(۳۲).
د ۳۱ او ۳۲ آيتونو تفسير:
په دې آيتونو کښې د مسلمان لپاره د درسته کړنلاره ټاکل شوېده، چې هغه د الله او رسول اطاعت دی، ډېر خلک په يهودو ، نصاراوو، مشرکينو او مسلمانانو کښې له الله سره د محبت دعوې کوي، دلته د ټولو لپاره دا فارمول وضع شو چې د محمد ﷺ له پيروي او اطاعت نه پرته الله له چا سره محبت نه کوي، بلکې خدای سره د محبت شرط او د بنده سره د خدای د محبت شرط د رسول اکرم ﷺ اطاعت دی، او په دې کښې دا انعام هم شتون لري چې د اطاعت په صورت کښې به مو الله ګناهونه هم وبخښي ځکه چې هغه ډېر غفور او رحيم دی.
په ۳۲ آيت کښې پيغمبر ﷺ ته په څرګنده توګه ويل کېږي چې ته دويته ووايه: چې د الله او رسول اطاعت وکړئ، او که دوی له دېنه مخ اړوي، نو بيا دا مخ اړونه خو ښکاره کفر دی او الله له کافرانو سره محبت نه کوي. په دې آيتونو کښې اصلي او لومړني مخاطب مذبذب مسلمانان دي.
په دې ځای باندې د سورت آل عمران ابتدائي، تمهيدي وينا پاي وموند، دا وينا د بدر د جنګ نه ورسته او د احد له جنګ نه وړاندې په ۳ هجري کښې نازل شوېده، کومو سيرت پوهانو چې دا ويلي دي چې دا وينا د نجران د مسيحيانو د وفد راتلو په موقع نازل شوی ده خبره يې کمزورې ده ، د نجران وفد د هجرت په ۹ کال راغلی وو، د هغوی د راتګ په موقع چې کوم ايتونه نازل شوي دي هغه تقرير د ۳۳ آيت ( ان الله اصطفیٰ آدم و نوحا…) نه پيل کېږي په ۶۳ آيت باندې ختمېږي.
سورت ال عمران - آيت ۳۳- ۳۴
اِنَّ اللّٰهَ اصۡطَفٰۤى اٰدَمَ وَنُوۡحًا وَّاٰلَ اِبۡرٰهِيۡمَ وَاٰلَ عِمۡرٰنَ عَلَى الۡعٰلَمِيۡنَۙ۞(۳۳) ذُرِّيَّةًۢ بَعۡضُهَا مِنۡۢ بَعۡضٍؕ وَاللّٰهُ سَمِيۡعٌ عَلِيۡمٌۚ۞(۳۴).
٫٫بېشکه الله آدم او نوح او د ابراهيم کورنۍ او د عمران کورنۍ په ټولو نړۍ والو غوره کړې ول( د خپل نبوت لپاره ئې ټاکلي ول). (دا ټول د يوې سلسلې خلک دي) چې ځينې د ځينو نورو ځوځات ول، او الله د هر څه اورېدونکی او علم لرونکی دی،،.(۳۴).
د ۳۳ آيت تفسير:
له دې ځای نه تر ۶۳ آيت پورې دوهم تقرير دی، چې په ۹ هجري کال د نجران د وفد د راتلو په موقع نازل شوی وو.
د نبوت لپاره خو الله ډېر ګڼ شمیر خلک منتخب کړي ول، خو دلته د هغه سترو شخصيتونو يادونه شوې ده چې پاتې نور انبياء کرام د همدوی له مبارک ځوځات څخه ول، او دوی د نبوت غټې ستنې وی. آل عمران کښې چې د کوم عمران يادونه شوېده دا څوک و؟ په دې په اړه په بائيبل کښې يو قول خو دا نقل
شوی دی چې د موسیٰ او هارون عليهما السلام پلار و، په بائيبل کښې ورته عمرام ويل شويدي. دوهمه وينا د ده په اړه دا ده چې دا د مريم عليها السلام پلار د عيسی عليه السلام مورنی نيکه وو، په دواړو تعبيرونو دی په آل ابراهيم کښې شامل وو، خو دلته دې کورنۍ ته يوه نوع ځانګړتيا ورکړل شوه، چې جلا هم ياد شول.
د دې تقرير سره د مناسبت له اړخه دا قول ډېر راجح ښکاري چې دا به د مريم بي بي پلار ( د عيسی عليه السلام مورنی نيکه) وي، ځکه د موسی عليه السلام د پلار يادونه دلته نژدې مناسبت نه لري. د مسيحيانو د وفد دراتلو سره هم دا مناسبه ده چې د مسيح علیه السلام د کورنۍ يادونه وشي.
په دې آيت کښې دېته څرګنده اشاره شوېده چې انبياء ټول د آدم ، نوح ، ابراهيم له نسل نه دي، نه دوی د خدای ځامن دي او نه خپلوان ، له همدې امله د عيسیٰ مسيح علیه السلام د کورنۍ يادونه په ځانګړې توګه وشوه ، ليکن څنګه چې د عيسیٰ عليه السلام پلار نه درلود، هغه الله له پلار نه پرته پيدا کړی وو، له دې امله د هغه نسبت په ځانګړې توګه مورني نيکه ته وشو او دا د مسيحيانو په دې عقيده نيوکه هم ده چې هغه ګنې د خدای زوی دی.
د مسيحيانو په عقيده کښې تر ټولو ناکاره او بې کاره همدا خبره وه چې مسيح يې د خدای زوی ګاڼه، نو پر هغې د تقرير په پيل کښې په ډېر ښه او عجيبه اسلوب سره نيوکه وشوه.
د ۳۴ آيت تفسير:
دلته په دې خبره تصريح وشوه چې دا پيغمبران يو د بل اولاد دی، يعنې څوک په کښې داسې نه شته چې هغه د خدای زوی وي. د مسيحيانو په عقايدو کښی که د دغې عقيدې اصلاح وشي، نو اسلام ته د هغو په راتلو کښې غټ خنډ له منځه ځي ، له دې امله د نجران مسيحي وفد سره د خبرو په پيل (په ۳۳ آيت)
کښې په يوه ځانګړي اسلوب او بيا په ۳۴ آيت کښې په صراحت سره وويل شول: چې انبياء يو د بل اولادونه ول او بيا په دې سلسله کښې په ځانګړې توګه د ال عمران يادونه په همدې اساس وشوه چې مسيحيان د عيسی مسيح عليه السلام په اړه دا غلطه عقيده درلوده،(چې هغه د خدای زوی دی) تر څو د تقرير په پيل کښې د نجران وفد ته اصلي خبره څرګنده شي، چې مسيح عليه السلام د خدای زوی نه بلکې د مريم زوی، او د عمران لمسی دی.
سورت ال عمران - آيت ۳۵
اِذۡ قَالَتِ امۡرَاَتُ عِمۡرٰنَ رَبِّ اِنِّىۡ نَذَرۡتُ لَـكَ مَا فِىۡ بَطۡنِىۡ مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلۡ مِنِّىۡ ۚ اِنَّكَ اَنۡتَ السَّمِيۡعُ الۡعَلِيۡمُ۞(۳۵).
٫٫( الله هغه وخت اورېدل ) چې کله د عمران ښځې وویل: "ای زما پالونکيه! زه دا ماشوم چې زما په ګیډه کې دی، ستا په نوم وقف کوم. دا به یوازې ستا د خدمت لپاره وقف وي. نو زما دا وړاندیز قبول کړه، بېشکه همدا ته اورېدونکی ئې او پوهېږی،،.
د ۳۵ آيت تفسير:
دلته د مريم عليها السلام د پيدائښت کيسه پيل کېږي ، هغه داسې چې د مريم مور ٫٫حٙنّٙة،، نومېده، دا يوه صالحه بي بي وه، کله چې مريم د دې په خېټه شوه، دعا ئې وکړه چې ربه ما د خپل خېټې بچی تاته نذر کړی دی، په داسې حال کښې چې د دنيا له کار نه ازاد، فقط ستا د کور( بيت المقدس) خدمت به کوي، د دې بي بي دا خيال وو، چې په خېټه يې هلک دی، کله چې ماشوم پيدا شو ګوري چې انجلۍ ده، دې وفرمايل ای پروردګاره! ما خو انجلۍ وزېږوله، او هلک د انجلۍ په شان نه دی، په هغه وخت کې دا مروج نه وه، چې انجلۍ دې په بيت المقدس کښې خدمت وکړي، خو الله مريم د هيکل د خدمت لپاره قبوله کړه، او د دې کفالت زکريا عليه السلام ته وسپارل شو، چې هغه د بيت المقدس کار په انتظام کوونکو کښې تر ټولو لوی شخصيت وو.
د يو اسرائيلي روايت په اساس زکريا د مريم د خاله مېړه وو، په دې اساس بيا مريم او يحيیٰ عليه السلام د خاله بچي ول، دا هم د ياد ساتلو ده چې د مريم د کفالت په اړه د بيت المقدس او هيکل په خادمانو کښې اختلاف پيدا شو ، هر چا کوښښ کولو چې دا سعادت تر لاسه کړي، بيا د قرعه اچولو په ذريعه دا کار زکريا ته وسپارل شو.
دلته د نجران د وفد د راتلو په موقع دا کيسه ځکه بيان شوه، چې دوی په دې پوه کړي چې مريم د بيت المقدس خادمه وه ، مور ئې د خدمت لپاره وقف کړې وه، اوس هغه د خدای د کور خدمت ګاره چې له يو مور او پلار نه پيدا شوې وه ، تاسو څنګه يو ناڅاپه د خدای مور( مادرِ خدا) ترې جوړه کړه، دا به کوم عقل تسليم کړي چې هغه د خدای مور ده.
سورت ال عمران - آيت۳۶- ۷۳
فَلَمَّا وَضَعَتۡهَا قَالَتۡ رَبِّ اِنِّىۡ وَضَعۡتُهَاۤ اُنۡثٰىؕ وَاللّٰهُ اَعۡلَمُ بِمَا وَضَعَتۡؕ وَ لَيۡسَ الذَّكَرُ كَالۡاُنۡثٰىۚ وَاِنِّىۡ سَمَّيۡتُهَا مَرۡيَمَ وَاِنِّىۡۤ اُعِيۡذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيۡطٰنِ الرَّجِيۡمِ۞(۳۶) فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُوۡلٍ حَسَنٍ وَّاَنۡۢبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا ۙ وَّكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ؕ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيۡهَا زَكَرِيَّا الۡمِحۡرَابَۙ وَجَدَ عِنۡدَهَا رِزۡقًا ۚ قَالَ يٰمَرۡيَمُ اَنّٰى لَـكِ هٰذَا ؕ قَالَتۡ هُوَ مِنۡ عِنۡدِ اللّٰهِؕ اِنَّ اللّٰهَ يَرۡزُقُ مَنۡ يَّشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٍ۞(۳۷).
٫٫کله چې هغې انجلۍ وزیږوله، نو ویې ویل: "ای زما ربه! ما خو انجلۍ وزېږوله" په داسې حال کښې چې الله په هغه څه خبر وو ، چې هغې زیږولی وو. او هلک د انجلۍ په څېر نه وي. ښه، ما د هغې نوم مریم کېښود او زه هغه او د هغې راتلونکی نسل ستا په پناه کې درکوم د رټل شوي شیطان له فتنې نه،،.
نو د هغې رب دا انجلۍ په خوشحالۍ سره قبول کړه. د هغې يې ډېره ښه روزنه وکړه، او زکریا يې د هغې سرپرست( کفيل) وټاکه. هر کله چې زکریا محراب ته د هغې خواته ورتلو، د هغې سره به يې د خوړلو او څښلو څه نا څه سامان موندلو. هغه به پوښتنه کوله: "مریم! دا سامان تا ته له کومه راغلی دی؟" هغې به ځواب ورکاوه: "دا د الله له خوا راغلی دی." الله هر چاته چې وغواړي، بې حسابه روزي ورکوي.
د ۳۶ آيت تفسير:
د مريم مور ٫٫ حٙنّٙة بي بي ،، دا فکر کاوه چې په خيټه کښې يې نارينه بچی دی، خو کله چې ماشوم پيدا شو، ګوري چې هغه انجلۍ ده، دې وويل: ما خو انجلۍ وزېږوله او دبيت المقدس د خدمت لپاره خو هلک مناسب وو، ځکه هلک د هغو ډېرو تمدني او فطري کمزوریو نه ازاد وي په کومو کښې چې ښځه ګېر وي، له دې امله هلک د دغه کار لپاره مناسب وو. هر څه چې وشول خو وشول، خو ما ئې نوم مریم کېښود، دا او بچي ئې د شیطان له فتنې نه ستا پناه کښې درکوم.
۳۷ آيت تفسير:
( فتقبلها ربها بقبول حسن) : دلته دا ويل شوي چې د مريم د مور د دې احساس سره سره چې د هيکل د
خدمت لپاره انجلۍ د هلک په شان وړ نه ده. خو بيا هم الله تعالی دغه نذرانه په ښه توګه قبول کړه، ( و انبتها نباتاحسنا): د مريم يې ښه روزنه او پالنه وکړه چې ټول اخلاقي ، روحاني او عقلي صلاحيتونه يې ورته پورته بوتلل او د الله دا فضل هم پرې وشو چې د دې سرپرستي او کفالت، الله زکريا عليه السلام ته وسپاره ، چې دا ئې د خاله خاوند وو.
( المحراب) محراب نه مراد هغه مخصوصې عبادت خانې وې چې په بيت المقدس کښې د عبادت کوونکو او اعتکاف کوونکو لپاره ځانګړې شوې وې، په دغو عبادت کوټو کښې يوه د مريم لپاره ځانګړې شوې وه.
( انّیٰ لکِ هذا) دا پوښتنه د استفهام او تحقيق په بڼه نه ده شوې، بلکې دا پوښتنه د استعجاب او تحسين په بڼه ترسره شوېده هغه داسې چې کله به زکريا عليه السلام د دې محراب ته راغی هلته به يې د خوراک ، څخاک څه شيان ميندل، د نو د تعجب او استحسان په بڼه ئې پوښتنه کوله چې دا درته څوک رالېږي؟ ځکه چې ده خو به د سرپرست په توګه دا توکي نه وو راوړي، مريم به ځواب ورکړ: دا د الله له لوري راځي. ( ان الله يرزق…) دا دالله له اړخه تبصره هم کېدای شي او د مريم له اړخه هم، خو غالبا دا د الله له اړخه تبصره ښکاري.
سورت ال عمران - آيت ۳۸
هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهٗ ۚ قَالَ رَبِّ هَبۡ لِىۡ مِنۡ لَّدُنۡكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۚ اِنَّكَ سَمِيۡعُ الدُّعَآءِ۞(۳۸). فَنَادَتۡهُ الۡمَلٰٓئِكَةُ وَهُوَ قَآئِمٌ يُّصَلِّىۡ فِى الۡمِحۡرَابِۙ اَنَّ اللّٰهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحۡيٰى مُصَدِّقًۢا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَسَيِّدًا وَّحَصُوۡرًا وَّنَبِيًّا مِّنَ الصّٰلِحِيۡنَ۞(۳۹).
٫٫دا حال لیدلو سره زکریا خپل رب ته زارۍ وکړې: "اې پروردګاره! له خپل قدرت نه ماته سپېڅلی( نيک) اولاد راکړه، بېشکه چې یواځې ته د دعا اورېدونکی یې."(۳۸). په ځواب کښې فرښتو ورته غږ وکړ، پداسې حال کې چې هغه په محراب کې ولاړ په لمانځه بوخت و، "الله تا ته د یحییٰ زېری درکوي. هغه به د الله له خوا د یوې کلمې تصديق کوونکی راشي. هغه به د سردارۍ او لویوالي مقام ولري، د خپل نفس ډېر ښه کنترول کونکی به وي ، په نبوت به مشرف شي، او د صالحینو په جمله کې به شمار شي.،،(۳۹).
د ۳۸ آيت تفسير:
تر دغه وخته زکريا بابا بې اولاده وو، چې کله د مريم ، روحانيت ، کرامت ، عقل او پوهه ګوري، په زړه کښې يې د صالح اولاد لپاره تمنا پيدا کېږي، بيا چې دا ګوري چې په غيبي توګه الله مريم ته رزق رسوي، نو دا فکر ورسره تقويه کېږي چې ما ته به هم الله په دې بوډا والي کښې اولاد راکړي، نو له الله نه يې د نيک او صالح اولاد غوښتنه وکړه.
دی خو ضعيف وو د اولاد پيدا کېدو عمر يې نه وو او بې بې يې هم شنډه وه، نو دعاء کښې يې وويل: ٫٫منّ لدنک،، ٫٫ له خپل اړخه،، يعنې ظاهری اسبابو ته په کتو خو دا عمر د اولاد نه دی چې لا ښځه هم شنډه وي، خو ته له خپل اړخ نه پر موږ ځانګړی فضل وکړه، اسباب خو يوه ظاهري پرده ده اصل واک او اختيار خو د الله په لاس کښې دی، هغه چې څه کول وغواړي اسباب د هغه مخکې خنډ کېدای نه شي.
( د کرامت حقيقت):
کرامت د اولياوو حق دی ، لکه مريم بي بي ته د غيب نه د رزق راتلل چې ظاهري اسباب يې موجود نه ول، ځکه چې کفيل يې هم د تعجب اظهار کوي، د دې ځای د مطالعې نه دا واضحه شوه چې کرامت د الله په واک کښې دی چې کله يې وغواړي، يو نيک بنده د هغې د صدور ځاي جوړوي.
کرامت په دې معنا د نيکانو په اختيار کښې نه وي چې هر وخت يې وغواړي اظهار يې کړي، ځکه چې خرق عادت کار ترسره کول د الله تکويني اختيار دی، څوک الله سره په کښې شريک نشته دی.
ځينې ګمراه صوفیانو خلکو ته دا په غوږونو کښې کښینولې دي چې کرامت د نيکانو خلکو په واک کښې وي او نيکان خلک په کائناتو کښې غيبي او د عادت خلاف تصرفات کولی شي، دا عقيده د اهل سنت و الجماعت عقيده څه چې د يو مسلمان عقيده هم نه شي کېدای ، علامه تفتازاني په شرح مقاصد کښې په دې مسئله ښه بحث کړی دی.
په دې کيسه کښې موږ ګورو چی زکريا عليه السلام د اولاد قضيه کښې الله ته خپل احتیاج ظاهروي او په معجزانه توګه له الله نه اولاد غواړي، نو که د اولياوو او انبياوو په لاس کښې د غيبي او خلاف عادت تصرفاتوو اختيارات وی، بيا د دعاء څه ضرورت دی، خو د يو داسې کار هيله يې کړې ده چې تر اختيار لاندې ئې دی، بايد خپله يې ترسره کړي ، لکه د يو کس زړه وشي چې لږه ميوه واخلم او پيسې يې په جيب کې وي ، خو دوکان ته ځي ميوه اخلي ، مسجد ته خو د دعاء لپاره نه ځي، خو کله چې د اسبابو سلسله کې څوک چاره نه ويني، يا ورته اسباب نه مهيا کېږي بيا لاسونه د اسبابو خالق او مسبب الاسباب ته پورته کوي.
دوهمه خبره دا ده چې اوس به يوکس د ولايت او بزرګي دعوا کوي، ځان ته به ولي وائي، خو نور علماء ، او شاوخوا خلک يې وائي دا مبتدع دی، عقيده کښې يې شرک هم شته دی ، درواغ وائي، د خلکو مال په باطله طريقه خوري، نو دغه رنګ کس خو ولي الله کېدل ممکن نه دي، ممکن د شيطان ولي وي، بيا دغه کس يا مريدان يې د هغه د کرامت کيسې په درواغو په خلکو کښې خپروي، په اصل کښې دا ټول مکر، دجل او دوکه ده چې د دنيا د ګټلو لپاره يې خلک کاروي. عبدالرحمن بابا وائي: (دين ئې دام دی د دنيا په مخ کې ايښی ـ پرې را اړوي وحشيان د مخلوقاتو).
د کرامتونو په سلسله کښې دريمه خبره دا ده چې د کرامت هر دوکاندار به درته وايي: پخوا يو پير وو په سمندر يې لمونځی ( جانماز) غوړاوه لمونځ به يې پرې کاوه، دېته ورته فضول کيسې ډېری زياتې په عوامو کښې جاهلو صوفيانو خپرې کړېدي.
(ولي څوک دی؟) هر مومن مسلمان د خپلې تقوا په کچه د خدای ولي دی ، د ولايت کوم جلا مکتب او مدرسه نشته چې له هغې ځای نه اولياء فارغ شي، نه د دې لپاره کومه ځانګړې طريقه شته ده چې په هغې کښې سړی ولي الله ګرځي، د خدای د اولياوو تعريف پخپله قرآن کړی دی( الذين امنوا و کانو يتقون) ٫٫ دا هغه خلک دي چې په الله ټينګ ايمان لري او تقوا يې غوره کړېده).
په تقوا کښې لومړۍ مرتبه دا ده چې له شرک نه به ځان ساتي، ځکه که په چا کښې د شرک شائبه هم شتون ولري هغه مؤمن نه شي کېدای، دوهم شی د بدعت او کبائرو نه ځان کلک ساتل دي. اوس ولايت ډېر اسان شو فقط په لباس او د يو پير تر غلامۍ پورې وتړل شو، سره له دېنه چې د ولايت لپاره څه ځانګړی لباس شريعت کښې تعيين شوی نه دی، او نه شريعت کښې دا ويل شوي چې انسان د پير د بيعت څخه پرته ښه سړی نه شي جوړېدای،( کیوں خالق و مخلوق میں پردے رہے حائل ـ پیران کلیسا کو کلیسا سے اٹھادو)۔ د خدای او مخلوق تر منځ دا پردې نشته دي، الله تعالیٰ وائي: ( ادعوني استجب لکم ) ( إني قريب) ( هو اقرب اليکم من من حلب الوريد) ( انکم لاتدعون آصما ولاغائبا ـ حديث) دلته د خالق او مخلوق تر منځ د قريبي ارتباط ټولې لارې پرانستې دي ، چې څوک ارتباط نه جوړوي ، هغه ئې خپله کمزوري ده.
له متشرعو پيرانو نه د بيعت جواز په خپله د علماوو تر منځ د اختلاف محل دی او غير متشرع پيرانو نه بيعت په اتفاق د علماوو ناروا دی، څوک چې د تصوف دې بيعت ته روا هم وائي ، په شروطو يې روا وايي. ځينو وګړو دا اسلام ، تقوا ، اصلاح ، تزکيه په ځان پورې تړلې ده ، که دقيق پام وکړو توحيد ، مونځ ، روژه، زکات، حج، او جهاد د دين اساسات دي، له دېنه پرته روحاني ترقي ممکن نه ده، او بيا د فرضو سره نفل مونځ، روژې، صدقات، تلاوت، په مسنون طريقه د پيغمبر نه ثابت اذکار ويل ، د سبا او بيګا اذکار ويل ، په يتيم رحم ، د کونډې مرسته ، د بېوزلو لاس نيوی، بيا د ټولو په سر کښې حلال رزق د انسان په روحاني ترقي او الله ته د نژدې والي سبب ګرځي.
( د اذکارو اجازې) د اذکارو ويلو لپاره د هيڅ پير اجازې ته اړتيا نشته ده ، دا شيان رسول ﷺ خلکو ته ښوولي دي ، د هغه نه غټه اجازه د بل چا شته؟ ځينو د پيغمبر نه ځان لوړ ګڼلی چې ما نه به اجازه اخلې بيا به د الله ذکر کوې، سبحان الله، هذا بهتان عظيم ، دا په شريعت درواغ تړل دي.
سورت ال عمران - آيت ۴۰ ـ ۴۱
قَالَ رَبِّ اَنّٰى يَكُوۡنُ لِىۡ غُلٰمٌ وَّقَدۡ بَلَغَنِىَ الۡكِبَرُ وَامۡرَاَتِىۡ عَاقِرٌؕ قَالَ كَذٰلِكَ اللّٰهُ يَفۡعَلُ مَا يَشَآءُ۞(۴۰). قَالَ رَبِّ اجۡعَلۡ لِّىۡۤ اٰيَةً ؕ قَالَ اٰيَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَةَ اَيَّامٍ اِلَّا رَمۡزًا ؕ وَاذۡكُرْ رَّبَّكَ كَثِيۡرًا وَّسَبِّحۡ بِالۡعَشِىِّ وَالۡاِبۡكَارِ۞(۴۱).
٫٫زکریا علیه السلام وویل: "ای زما ربه! زما لپاره به زوی له کومه شي؟ زه خو ډېر زوړ شوی یم او زما ښځه بې اولاده( شنډه) ده." ځواب ورکړل شو: "همداسې به وشي، الله چې څه غواړي کوي."(۴۰). "زکريا وویل: ای زما ربه، ماته یو نښه وټاکه. الله وفرمایل: ستا نښه به دا وي چې ته به له خلکو سره درې ورځې پرته له اشارې خبرې نه شې کولای( يا خبرې مه کوه). او د خپل رب ډېر یاد کوه، او ماښام او سهار یې تسبیح وایه.،، (ال عمران، ۴۱)
د ۴۰ آيت تفسير:
دا پوښتنه د تعجب، شک، یا انکار په بڼه کښې نه ده، بلکې دا په خورا ښکلي او بلیغ انداز کښې د تائید غوښتنه ده. حضرت زکریا علیه السلام غوښتل چې هغه خنډونه چې د دې زیري د څرګندېدو په وړاندې وو بیان کړي، ترڅو دا تصدیق ترلاسه کړي چې د دې خنډونو سره به هم دا زیری څرګند شي.
"كَذٰلِكَ اللّٰهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ" (همداسې به وشي، الله چې څه غواړي کوي). یعنې د الله اراده دا ده چې یحییٰ به د بوډا پلار او شنډې مور څخه پیدا شي. اصل خبره د الله اراده ده. اسباب خو یوازې د ظاهري پردې په توګه دي. که الله وغواړي، نو د ډبرو له منځه اوبه بهیږي او له دښتې څخه بُلبُلې راپورته کېدلی شي. په قرآن کې د دې ډول پوښتنو او ځوابونو یوه بله بیلګه د حضرت ابراهیم علیه السلام په کیسه کښې هم راځي، چې د هغې نوعیت هم په همدې ډول دی.
۴۱ آيت تفسير:
امام فخرالدین رازي وائي: زکريا عليه السلام له ډېری خوشحالي نه و غوښتل چې الله ورته په دې زيري يوه نخښه وټاکي، ځکه چې حمل خو تر ډېره وخته نه ښکاره کېږي، نخښه ورته الله دا مقره کړه چې تر درې شپو ورزو به له چا سره خبرې نه کوې او که څه ضرورت پېښ شي په اشاره يې اجراء کوه ، د خبرو نه کولو په اړه د قرآن له الفاظو( لا تکلم الناس) دوه مفهومه اخيستل کېږي يو دا چې ته به تر درې ورځو چا سره خبرې نه شې کولای، دوهم دا چې په دغه موده کښې چا سره خبرې مه کوه.
هدف دا وو چې د الله په تسبيح، ذکر او مونځ کښې ځان مشغول ساته ، دا به نخښه هم شي او د پروردګار د دغه نعمت تشکر به هم ترسره شي. دا ابو مسلم خراساني ذکر کړېده او امام رازي ورته
ترجيح ورکړېده.
که دا معنا واخلو چې خبرې به نه شې کولای نو دا بيا معجزه وه ځکه چې يو کس ذکر، تسبيح ، تهليل او مونځ کولی شي ، يواځې خلکو سره دنياوي خبرې نشي کولی ، دا ښکاره معجزه ده. او که دا معنا شي چې خبرې چا سره مه کوه، نو دابه د نعمت د تشکر په خاطر وي چې د دې ستر نعمت شکر په دغه طريقه ترسره کړه، چې درې ورځې ځان د الله عبادت ته فارغ کړه او چې دا حکم درته وشو نو همدا نخښه هم شوه.
( و سبح): نه مراد امام رازي وائي چې لمونځ دی ځکه چې د مطلق ذکر حکم وړاندي په همدې ايت کې شوی دی، ( و اذکر ربک کثيرا) دا بايد په نوې معنا حمل کړی شي ا په لمانځه باندې د تسبيح اطلاق قرآن کښې شوی دی.
( بالعشي و الابکار) الابکار د ورځې لومړې برخې ته وائي له سهار نه تر غرمي ، بيا زوال سره د ورځې دوهمه برخه پيل کېږي، له دېنه هدف تر ممکن حده ټوله ورځ او شپه ده، يعنې احاطه ترې مراد ده ، لکه موږ پښتو مې وايو په فلانی په دغه کار کښې شپه او ورځ لګيا وي.
د بائيبل په لوقا انجيل کښې وايي: دغه درې ورځې خبرې نه کول زکريا عليه السلام باندې د الله له اړخه مواخذه وه چې هغه د فرښتو په خبره يقين و نه کړ او له الله نه يې د نخښې غوښتنه وکړه ، خو قرآن دلته په ضمني د لوقا د ليکوال د تحليل اشتباه ته ځواب ورکړی دی.
په دې آيت کښې مسيحيانو ته دا درس دی چې د عيسی مسيح عليه السلام په معجزانه توګه پيدائښت د هغه د الوهيت دليل ګرځوي، نو له مسيح نه شپږ مياشتې وړاندې حضرت يحيیٰ عليه السلام هم په معجزانه توګه له شنډې مور نه پيدا شوی، نو د معجزانه پيدايښت له امله څنګه چا ته د الوهيت درجه ورکول شي.
بل مثال د آدم علیه السلام د بې پلاره او بې موره تخليق هم قرآن وړاندې کړی دی: ((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ. ( ۵۹ - ال عمران) چې، د عيسیٰ مور وه خو پلار يې نه وو تاسو يې له دې امله خدای يا د خدای زوی ګڼۍ ، خو د آدم عليه اسلام نه مور وه نه پلار او هغه يو نبي او انسان منۍ؟ دې سره د دوی د موقف نا معقوليت خلکو ته واضح کوي، چې په ورته موضوعاتو کښې دوی متضاد مواقف نيسي.