نوټ.دا مضامین چې اوس د کتاب په بڼه ستاسو په مخ کښې دي، دا هغه مواد دي چې د مستندو او اعتماد وړ علماوو له کتابونو نه ما د راټولولو او ژباړلو کوښښ کړی دی ، خو ځینې مهمات او مبهم عبارتونه په کښې زما له خوا تشریح او توضیح شويدي او څیړنې زیاتونې هم په کښې زما له اړخه شويدي. دا وضاحت مې ځکه وکړ چې ادبي غلا کښې رانشم کومه چې زما ترې ډیره کرکه ده.
لومړی څپرکی
د قرآن سياسي تعليمات
تر څو د کائناتو په اړه انسان خپل تصور قائم نه کړي انسان د نړۍ په اړه درست تصور نه شي جوړولی، همدا راز تر څو انسان د نړۍ په اړه خپله مفکوره واضحه نه کړي دی د خپل ځان په اړه هم پرېکړه نه شي کولای چې په دې کائناتو او نړۍ کې دی څه حیثیت لري؟ ځکه د يو لوی کُل يوه وړه برخه ده، تر څو د هغه کُل په اړه موږ پوه نه شو، د دې وړې برخې په اړه يې هم نه شو پو هېدای.
تر څو موږ د کائناتو، نړۍ او د خپل شاوخوا موجوداتو حیثیت او حقيقت نه وي پېژندلی تر هغې موږ د خپل ځان په اړه هم درست فکر نه شو کولی، له همدې امله ډېرو فيلسوفانو خدایي لارښوونو ته د پام نه کولو له امله د کائناتو، نړۍ او انسان په اړه ناسم تصورات قائم کړي دي، بيا يې د هغو ناسمو تصوراتو په رڼا کې انسان ته د ژوند نظام پيشنهاد کړی دی.
ځینو انسان له هر څه نه لوړ او پورته ګڼلی او د داسې ذات او هستۍ له منلو نه يې انکار کړی چې د انسان نه لوړ مقام ولري، د انسان په اختیاراتو قیود وضع کړي، امر او نهې ورته وکړي، دوی وایي: چې له انسان نه لوړ او پورته بل موجود په کائناتو کې نشته دی، دی په کائناتو کې له هرچا نه ډېر مقدس او سپېڅلی دی، دی له ځان پورته څوک نه لري، که کوم خدای موجود هم وي له ده سره یې کار نشته دی او نه دا استحقاق لري چې ده ته حکم وکړي او یایې له څه نه منع کړي.
چا بیا انسان دومره ذلیل معرفي کړی چې حتىٰ حیوانات یې ورته معبودان ټاکلي دي، چا ورته لمر، سپوږمۍ او ستوري برحق معبودان ټاکلي، چا ورته اور «آتش» مقدس معرفي کړی او عبادت ته یې ورته چمتو کړی دی، چا ورته ویلي جنیات (پيريان) ستا معبودان دي، چا لږ پورته بوتللی ملائک او انبیاء کرام -عليه السلام- یې ورته خدایان ټاکلي، له دې نه دا معلومېږي، چې کائناتو کې د انسان د حیثیت او مقام په تعیین کې عام انسانان لا څه کوې آن تر دې چې فلاسفه او پوهان هم ډېر ژولیده فکر، مختلف الخیال او په غلطه معلومېږي.
فلاسفه حضرات د انسان د تخليق او حيثيت په اړه مختلف نظريات لري، اوس به څوک فیصله کوي او د کوم کتاب او قانون په رڼا کې به پرېکړه کوي چې کوم نظر سم او کوم ناسم دی او دوی خپلو کې هم يو د بل نظر نه تسليموي، نه د خپلو نظرياتو د درستوالي او د صحت د اثبات لپاره څه داسې دلائل لري چې ټول يې ورسره ومني او نه يې نظريات په قوي او نه ماتېدونکو دلائلو ولاړ دي چې له منلو نه پرته يې بله چاره نه وي.
د دې ګډ وډ نظرياتو په طوفان کې قرآن له لومړۍ ورځې نه د انسان په اړه کوټلې او غوڅه خبره کړېده.