خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف ۵- د محاکمو خپلواکي

18-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف

۵- د محاکمو خپلواکي

  

د قضا په اړه د هغه مشخص نظر دا ؤ چې د عدالت او انصاف د ترسره کولو لپاره محاکم باید یوازې د اداري فشار او لاسوهنې څخه پاک نه وي، بلکې قاضي باید وکولای شي چې په هر صورت خپل حکم پلي کړای شي،که څه هم په خپله خلیفه د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، قاضي بايد خپل حکم پرې پلی کړای شي (قاضي بايد د خليفه له تأثير ځنې هم خپلواک وي) له همدې امله امام د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې چې کله ډاډه شو چې حکومت به هغه ژوندی نه پرېږدي، نو خپل شاګردان یې راغونډ کړل او یوه وینا یې ورته وکړه او د نورو مهمو شیانو ترڅنګ یې دا هم وويل: که خلیفه کوم جرم ترسره کړي چې د بشري حقونو سره تړاو ولري نو هغه قاضي چې په رتبه کې ورته نږدې وي (قاضي القضات) باید په هغه باندې حکم نافذ کړي (المکي ج ۲ ص ۱۰۰).


د بني أميه او بني عباس په زمانه کې له دولتي مناصبو په تېره بيا د قضا له منصبه د هغه د انکار اصلي لامل دا ؤ چې په دغو دواړو امپراتوريو کې قضاء او محاکمو ته دغه مقام، حيثيت او مرتبه نه وه ورکول شوې. خبره یوازې دومره نه وه چې پر خلیفه باندې د قانون د نافذ کولو امکان نه ؤ، بلکې دا وېره يې هم درلوده چې حاکمان به له ده نه د ظلم وسیله جوړه کړي، د دوی له خوا به په ده ناسمې پرېکړې کېږي او د دوی په پرېکړو کې به نه یوازې بادشاه، بلکې د هغه د قصر د نورو کسانو له خوا هم مداخله کېږي. تر ټولو لومړی د امویانو په دوره کې د عراق والي یزید بن عمر بن هبیره امام دې ته اړ کړ چې دغه منصب قبول کړي، دا ۱۳۰ هـ ق کال ؤ. په داسې حال کې چې په عراق کې د اموي امپراتورۍ پر وړاندې د فتنې طوفانونه راپورته شوي وو چې بيا یې د دوو کلونو په موده کې امويان نسکور کړل. په دې موقع ابن هبيرة غوښتل چې د سترو فقهاوو له اثره ګټه پورته کړي نو ابن ابي ليلي، داوود ابن ابي الهند، ابن شبرمه او نورو ته يې مهم پوسټونه ورکړل. بيا يې امام اعظم را وغوښت ورته يې و ويل:زه خپل مهر ستا په لاس کې درکوم هېڅ فيصله به نه نافذیږي ترڅو چې تاسو يې مهر نه کړئ، هېڅ مال او ثروت به له بيت المال ځنې نه وځي تر څو يې ته تصديق ونه کړې. کله چې امام د دې مسؤولیت له منلو ځنې انکار وکړ هغه یې زنداني کړ او د وهلو ګواښ یې ورته وکړ نورو فقهاوو امام ته نصيحت وکړ: چې په خپل ځان رحم وکړه، موږ ټول له دې خدمت څخه ناخوښه یو خو له مجبوريت نه مو قبول کړی دی. تاسو هم يې هم قبول کړئ.


امام ځواب ورکړ: که هغه وغواړي چې زه د هغه لپاره د واسط د مسجد دروازې حساب کړم زه به یې ونه منم، دا خو لا ډېره لیرې خبره ده چې هغه د یو سړي د وژلو حکم ولیکي او زه به پر دې حکم د تأیېد مهر و لګوم.؟ په خدای قسم! زه به دغه مسؤولیت کې ځان شریک نه کړم، په دې سلسله کې ابن هبیره ورته نور مناصب وړاندې کړل او هغه مسلسل انکار کولو او مناصب یې ردول، بيا یې د کوفې د قاضي د ټاکلو پرېکړه وکړه او قسم يې ورکړ چې که ابوحنيفه له دې نه هم انکار وکړ زه به يې په دُرو وهم. ابوحنیفه هم په ځواب کې قسم وکړ او ویې ویل: په دنیا کې د هغه درې او لښتې خوړل زما لپاره د آخرت له عذاب څخه آسانه دي، قسم په خدای! زه به یې هېڅکله ونه منم، حتی که هغه ما ووژني. بالآخره یې امام په سرباندې شل يا ديرش درې و واهه،په ځينو روایتونو کې راغلي دي چې لس يوولس ورځې مسلسل يې هغه هره ورځ لس دُرې واهه، خو بيا هم ابوحنيفه په خپل انکار ټينګ پاتې شو. بالآخره ابن هبيره ته خبر ورکول شو چې دا سړی به مړشي، ابن هبيره وويل: څوک نصيحت کوونکی نشته چې ده ته و وايي چې له مانه مهلت وغواړي، امام صاحب ته د ابن هبيره دا خبره چا و رسوله، بيا امام صاحب وويل: ما پرېږده! چې په دې معامله کې له خپلو دوستانو سره مشوره وکړم.


ابن هبيره د دې خبرې له ويلو وروسته فوراً امام -رحمه الله- خوشې کړ، امام صاحب په دغه وخت کې له کوفې ښار ځنې مکرمې ته هجرت وکړ، د امويانو د‌ حکومت له سقوط وروسته بيا يې بېرته عراق ته تشریف راوړ. له دې وروسته عباسي دوره کې المنصور په ده اصرار وکړ چې د قضاء منصب قبول کړي لکه چې وروسته به يې يادونه وشي. د منصور بادشاه په مقابل کې چې د اهل بيت دوه کسانو نفس زکيه او ورور يې ابراهيم خروج وکړ امام صاحب په خروج کې د دوی ملاتړ وکړ، چې له امله یې د منصور په زړه کې د هغه پر ضد عقده او کينه پيدا شوه. د امام الذهبي په وینا هغه د امام په ضد کې په خپل قهر کې پرته له اُور ځنې سوځیدلو. مګر په داسې مؤثر او بانفوذه شخصيت لاس پورته کول د منصور لپاره آسان کار نه ؤ هغه پر دې پوهېده چې د امام حسين قتل د بني امیه کورنۍ حکومت ته څومره ستونزې پيداکړې او په مسلمانانو کې يې څومره نفرت د هغو په خلاف پيدا کړی وو او د دې له امله د هغو حکومت څومره په آسانۍ سره سقوط وکړ. نو د دې پر ځای چې امام بندي کړي منصور دا غوره وګڼله چې دوی د سرو زرو په زنځیرونو وتړي او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي.


په همدې نیت یې څو، څو ځله د قضا چوکۍ ورته وړاندې کړه حتی د ټولې عباسي امپراتورۍ د قاضي القضات په توګه یې د ټاکلو وړاندیز هم ورته وکړ. خو هغه په ډېرو حيلو، بهانو تر يوې مودې پورې ځان له دغه مناصبو په ډډه ساتلو کې کامیاب شو، بالآخره چې د منصور اصرار ډېر زیات شو او نورې بهانې هم خلاصې شوې امام صاحب ورته د منصب د نه قبلولو اصلي عوامل په ګوته کړل. يو کرت امام د خبرو اترو په منځ کې په ډېره نرمۍ او بښنې غوښتو سره وویل: یوازې هغه څوک چې په تا او ستا په شهزادګانو او د پوځ پر سردارانو باندې د قانون د پلي کولو لپاره کافي حوصله او قوت ولري د قضاوت وړ دی، زه دومره زړه نه لرم، تاسو چې کله ما را بولۍ چې ستاسو حضور ته راشم په ويره کې یم، نو کله چې زه له دربار نه و وځم ايله مې بدن کې څا وچلېږي. په يوه موقع یې له بادشاه سره سخته مکالمه وشوه کله چې امام بادشاه مخاطب کړ، ورته يې وويل: که زه په خوښه او رضا دا منصب قبول کړم بيا هم ستاسو د اعتماد او بروسې وړ نه جوړېږم، دا خو لا پرېږه ده چې د ناراضۍ په حالت کې يې قبول کړم. که زه ستا په خلاف په کومه معامله کې فيصله وکړم او بيا تا ماته ګواښ وکړ چې يا به مو د فرات سيند کې ډوبوم يا خپله فيصله بدله کړه، نو زه به په سيند کې ډوبول ومنم خو خپله پرېکړه به نه بدلوم. بیا ستاسو د دربار هم ډېر غړي دي، دوی یو داسې قاضي ته اړتیا لري چې ستاسو لپاره د دوی هم خيال وساتي. ( المکي ج ۲ ص ۱۷۹ الخطيب ج ۱۳ ص ۳۲۰) له دې خبرو اورېدو څخه کله چې منصور په دې پوه شو چې دا سړی دې ته چمتو نه دی چې په دې طلايي پنجره کې بند پاتې شي نو د غچ اخیستلو لپاره يې په ښکاره لاس پورته کړ. بيا امام په لښتو و وهل شو، په زندان کې واچول شو او د خوراک او څښاک په معامله کې يې هم سخت تکليفونه ورکړل بيا يې په يوه کور کې نظر بند کړ، چې د ځينو په وينا په طبيعي مرګ مړ شو او د ځينو په وينا په زهرو مړ کړل شو. ( المکي ج ۲ ص۱۷۳- ۱۷۴-۱۸۲ ابن خلکان ج ۵ ص۴۶ اليافعي مرآةالجنان ص ۳۶۰) (دا ټول واقعات د امام صيب سيرت ليکونکو الموفق المکي - الکردری-ابن خلکان او اليافعي په مرآة الجنان و عبرةاليقظان کې ليکلي)


ورته مطالب
+