خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف ٤ -د بيت المال مسأله

18-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف

٤ -د بيت المال مسأله


یو له هغو شیانو څخه چې امام پرې د خپل وخت له حاکمانوسره سخت مخالف ؤ هغه د خلکو له خزانې(بيت المال) څخه بې ځایه استفاده او د خلکو په شخصي مالونو او املاکو تېری او ورڅخه ناوړه ګټه اخیستنه وه. د امام صاحب په اند په پرېکړو کې جٙور (ظلم) او بيت المال كښې غلول او خيانت هغه كارونه دي چې د امام امامت باطل ګرځوي يعنې داسې امام بايد معزول کړل شي لكه چې پورته مو د الذهبي په حواله نقل كړي دي.دوی دا هم روا نه ګڼله چې هغه سوغاتونه چې له پردیو هېوادونو څخه بادشاه ته راتلل په خپل شخصي ملکيت کې داخل کړي، د ده په وینا دا شیان د مسلمانانو د بیت المال حق ؤ نه د خلیفه او د هغه د کورنۍ. ځکه که هغه د مسلمانانو خليفه نه واى او د امت د اجتماعي قوت په وجه يې شهرت په نړيواله کچه نه واى جوړ شوى نو په کور ناست دې کس ته به چا ډالۍ نه وې لېږلې، دوی د خليفه د بې ضرورته لګښتونو او له خزانې څخه د بې ځايه ډاليو ورکولو په اړه هم اعتراضونه درلودل او دا يو له هغه اصلي لاملونو څخه وو چې امام صاحب به د خليفه ډالۍ نه منله.  

(للسرخسي شرح السيرالکبير ج۱- ص ۹۸)  


په هغه وخت کې چې د ده او خلیفه منصور تر منځ سخت کشمکش روان وو، منصور به ورته ویل: ته ولې زما ډالۍ نه منې؟ د امام صاحب ځواب ورته دا ؤ چې تاسو کله له خپل شخصي مال څخه ماته ډالۍ لېږلې چې ما نه ده قبول کړې؟ که تا له خپل شخصي مال څخه ډالۍ ورکړې وای ما به ضرور منلې وای خو تا ماته د مسلمانانو له خزانې څخه ډالۍ راکړې، حال دا چې د دوی په مال کې زما هېڅ حق نشته دی. زه نه د دوی د دفاع لپاره جنګیږم چې د عسکر برخه واخلم، نه زه د دوی له اولادونو او ماشومانو له جُملې څخه یم چې د اولاد برخه یې تر لاسه کړم او نه هم زه له هغو مسکینانو څخه یم چې هغه ته څه ورکول کېږي چې زه يې هم باید ترلاسه کړم. ( المکي - ج - ۱- ۲۱۵ )  

بیا چې کله المنصور د قضاء د منصب د نه منلو په وجه هغه دېرش دُرې وواهه او د امام ټول بدن په وینو ولړلی شو نو د خليفه تره عبدالصمد بن علي د بادشاه دا کار وغنده ورته ويې ويل: څه دې وکړل؟ سل زره تورې د په ځان پورته کړې. دا د عراق فقيه دی، بلکې د ختیځ د ټولو خلکو فقيه دی، منصور په خپل کار پښېمانه شو او امام ته يې دېرش زره درهمه (د هرې دُرِې په بدل کې زر درهمه) ولېږلې خو هغه ترې انکار وکړ. (دې وخت کې د امام رحمه الله عمر 70 کلنۍ ته بېخي نژدې ؤ) ورته وویل شول چې دا مبلغ واخله او فقيرانو ته يې صدقه ورکړه، په ځواب کې یې وویل: آیا دوی کوم حلال مال هم لري؟ (المکي ج ۱ ، ص-۲۱۵-۲۱۶)  

د‌ عمر په همدې وروستۍ شپو ورځو کې چې کله هغه د مسلسل او پرلپسې کړاوونو سره مخ شو او عمر يې اخر ته ورسېده، وصیت یې وکړ چې د بغداد په هغه برخه کې چې منصور د ښار د آبادولو لپاره د خلکو جایدادونه په زوره غصب کړي وو ما دفن نه کړئ. ( الله دې وبخښه ابوحنيفه څومره ستر انسان وې) کله چې منصور دا وصیت واورېد نو چغه يې کړه او ویې ویل: ابو حنیفه! څوک به ما ستا په ژوند او مرګ کې ستا له منګولو څخه وژغوري؟ ( المکي ج -۲ - ص- ۱۸۹) يره خو څه به و وايم نارينتوب پرې ختم ؤ الله دې درباندې رحم وکړي ای إمامه!


ورته مطالب
+