18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف
۷ - د ظالم او فاسق حکومت په وړاندې د خروج مسأله
د هغه وخت یوه مهمه مسأله دا هم وه چې د مسلمانانو امام که ظالم او فاسق وګرځي د هغه پر ضد مسلح خروج جائز دی او که نه؟ په خپله د اهل سنتو تر منځ په دې مسأله کې اختلاف دی، د اهل حدیثو یوه لویه ډله په دې عقیده ده چې د ظالم بادشاه په مقابل کې باید یوازې په ژبه غږ اوچت شي او د حق کلمه د ده په مخ کې وويل شي خو په ضد يې خروج نه دي کول په کار حتیٰ که په ناحقه وینه تویوي، د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي او په ښکاره توګه د فسق مرتکب ګرځي. (الاشعري، مقالات الاسلاميين ج ۲، ص ۱۲۵ ) خو د امام ابوحنیفه عقیده دا وه چې د ظالم امامت نه یوازې دا چې باطل دی، بلکې پر وړاندې یې خروج هم کېدای شي او باید چې وشي په دې شرط چې یو بریالی او ګټور انقلاب ممکن وي، د ظالم او فاسد پر ځای عادل او صالح بادشاه ځای پر ځای شي او خروج یوازې د ځانونو او قوتونو د ضایع کولو په معنا نه وي.
ابوبکر الجصاص د هغه مسلک داسې تفسیر کوي:
د هغه مذهب د ظالمانو او أئمة الجور په وړاندې د قتال په هکله مشهور دی. په دې اساس امام اوزاعي -رحمه الله- ويلي وو چې موږ د ابوحنيفه هر چلند وزغمه، تر دې چې هغه له تورې سره راغی (د ظالم حکمرانانو په وړاندې قتال جائز ګڼي) او دا زموږ لپاره د زغم وړ نه ؤ. ابوحنيفه -رحمه الله- به ويل: چې په ژبه سره د معروف امر کول او له بديو ځنې منع کول لومړی په ژبه واجب دي خو که حاکم سمه لار ونه نيسي نو بيا د هغه په په خلاف توره ويستل واجب ده. (احکام القرآن للجصاص ج ۱ ص ۸۱)
(د امام صيب استناد په لاندې او نورو احادیثو باندې دی)
عن أبي سعيد الخدري قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «من رأى منكم منكرا فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان». رواه مسلم. په دې حديث کې د لاس د قوت استعمالونوکي قوي الإيمان معرفي شوي دي.
په بل ځای کې د عبدالله بن مبارک له قوله د امام ابوحنیفه وينا داسې نقلوي: دا د هغه وخت خبره ده چې ابو مسلم خراساني د لومړي عباسي خليفه په وخت کې په خراسان کې د ظلم او ستم انتهاء وکړه او ظلم يې له حد نه واوریده. په دې وخت کې د خراسان مشهور فقيه ابراهیم الصائغ امام صیب ته راغی او له هغه سره یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه خبرې اترې وکړې. د دې مشورو او خبرو اترو ذکر امام صيب له عبدالله بن مبارک سره داسې کړی دی. کله چې زموږ تر منځ دا خبره وشوه چې په معروف امر کول او له بدو نه منع کول فرض دي، نو ابراهیم ناڅاپه وویل: لاس را اوږد کړه چې زه له تا سره بیعت وکړم، د دې خبرې په اورېدو سره مې په سترګو کې نړۍ تکه توره شوه، ابن المبارک -رحمه الله- وايي چې ما وپوښتل: دا ولې؟
هغه وویل: هغه ماته د الله تعالی د یو حق لور ته بلنه راکړه او ما یې له منلو ځنې انکار وکړ، په پای کې مې ورته وویل: که یوازې يو سړی د دغه کار لپاره ودریږي هرو مرو وژل کېږي او خلکو ته به هم هېڅ ګټه و نه رسېږي، خو كه هغه صالح مرسته کوونکي ولري او يو داسې سړى د رهبرۍ لپاره هم وموندل شي چې د الله د دين په چارو كې د اعتماد وړ وي نو بيا د دغه کار لپاره څه مانع نشته. له دې وروسته هر ځل چې ابراهیم الصائغ ما ته راغلی نو د یوه جدي قرضدار په څېر به یې له ما څخه د دې کار غوښتنه کوله، ما به هم هر ځل ورته ويل: چې دا کار
« خروج» د یو سړي لخوا نشي ترسره کیدی. په شخصي توګه پیغمبرانو هم دا قوت نه درلود مګر دا چې دوی د آسمان څخه د دې کار لپاره وټاکل شول، دا دنده د عادي دندې په څېر نه ده، عامې دندې د یو واحد شخص لخوا ترسره کیدی شي مګر دا داسې کار دی چې یو سړی به خپل ژوند له لاسه ورکړي که چیرې هغه د دې لپاره ودریږي او زه ویره لرم چې هغه به د خپل ځان په وژنه کې د مرستې او هڅولو مجرم وي بیا چې کله هغه و وژل شي نور خلک به هم خپل همت له لاسه ورکړي بيا به څوک د سره دا تکل نه کوي. (ابوبکر الجصاص، احکام القرآن ج ۲ ص ۳۹)
(په دې موضوع زما يو مفصل مضمون به د کتاب آخر کې د ضميمې په بڼه شامل کړی شی) د خروج په اړه د امام خپل شخصي چلند.
له مخکنيو ليکنو نه په اصولي توګه د امام صاحب موقف معلومېږي خو د هغه بشپړ نظر په تفصيلي توګه هغه وخت معلومېږي شي چې د هغه په ژوند کې د ظالم حکومتونو په ضد کوم پاڅون شوی هغې کې د امام صاحب موقف څه وو؟
۱- د زیدبن علي خروج
د هغه په ژوند کې د خروج يوه مهمه پېښه د زید بن علي ده چې د شیعه ګانو د زیدیه فرقه ورته ځان منسوبوي او خپل امام يې مني، هغه د امام حسین –رضي الله عنه- لمسی او د امام محمد باقر -حمه الله- ورور ؤ، د خپل وخت جلیل القدر عالم، فقیه، متقي او نېک صالح انسان ؤ او په خپله امام ابوحنيفه هم له هغوی څخه په علمي توګه استفاده کړې ده. په ۱۲۰ هـ ق/ ۷۳۸ م کې کله چې هشام بن عبدالملک خالد بن عبدالله القسري د عراق له ولايت څخه ګوښه کړ او د هغه پر ضد یې تحقیقات کول، د دغه تحقيقاتو په لړ کې حضرت زيد بن علي هم له مدينې منورې څخه کوفې ته را وغوښتل شو چې په دې اړه شاهدي ورکړي. دا له یوې مودې وروسته لومړی ځل ؤ چې د علي -رضي الله عنه- د کورنۍ یو مهم غړی کوفې ته راغی.
دا ښار د شیعان علي (د علي -رضي الله عنه- د ملګرو) مرکز وو نو د هغه په راتګ سره علوي غورځنګ ژوندی شو او خلک د هغه په شاوخوا راټول شول، ځکه چې د عراق خلک له کلونو راهیسې د امویانو له ظلم او ستم څخه ستړي او تنګ شوي ول او غوښتل یې چې يو ښه قیادت او ملاتړ ومومي. هغو د علوي کورنۍ د یوه صالح، پوه او فقیه شخصیت شتون په کوفه کې غنیمت وګڼه، د کوفې خلکو زید بن علي ته ډاډ ورکړ چې سل زره کسان په کوفه کې د ده ملاتړ ته چمتو دي او پنځلس زره کسانو ورسره بیعت وکړ او خپل نومونه یې ورسره په راجستر کې درج کړل. په عین وخت کې چې دننه دننه د خروج لپاره چمتووالی روان ؤ، د امویانو والي ته خبر ورکړل شو چې کوفه کې د حکومت په ضد د بغاوت تياری روان دی. امام زید په دغه رنګ حالاتو کې ( ۱۲۲ هـ ق/ ۷۴۰ میلادي ) کال کې له وخته مخکې د حکومت خلاف اقدام وکړ، کله چې د جګړې فرصت راغی د کوفې شیعانِ علي له دوی سره یو ځای شول خو د جګړې پر مهال یوازې ۲۱۸ کسان ورسره په ميدان کې پاتې شول. د جګړې په جریان کې ناڅاپه يو غشی راغی او امام زید -رحمه الله- ټپي شو او ژوند یې پای ته ورسید. (الطبري ج ۵ ص ۴۸۲-۵۰۵)
په دې خروج کې د امام ابوحنيفه پوره خواخوږي له ده سره وه او له زيد بن علي سره يې مالي مرسته هم وکړه او خلکو ته يې هم د هغه د ملاتړ سپارښتنه وکړه، هغه د دوی خروج په بدر کې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له خروج سره تشبیه کړ، یعنې د دوی په اند لکه څنګه چې په هغه وخت کې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- رښتینوالي د شک وړ نه وه، په همدې ډول د زید بن علي رښتینولي هم په دې خروج کې د شک وړ نه وه. خو كله چې د زيد -رحمه الله- پيغام ورته راغى او له هغه څخه يې وغوښتل چې زما ملاتړ وكړه! نو امام صيب قاصد ته وويل: که زه پوهېدای چې خلک به د دوى خوا نه پرېږدي او په اخلاص سره به د هغوى په ملاتړ كې ودرېږي نو زه به خامخا ورسره وم او له هغوی سره به مې جهاد کړی وی، ځکه چې امام زید بن علي –رحمه الله- پر حق ولاړ امام دی، خو زه ویره لرم چې دا خلک به هم له هغه سره خیانت وکړي لکه څنګه چې یې د ده له نیکه (سیدنا حسین -رضي الله عنه-) سره کړی ؤ. په هر صورت زه به خامخا له دوی سره مالي مرسته وکړم، نو امام صیب مالي مرسته وکړه او هم يې خلک د هغه ملاتړ ته تشويق کړل، (الجصاص ج ۱ ص ۸۱)
دا خبره د هغه مسلک سره سمه او برابره هم وه چې امام په اصولي توګه د ظالمو بادشاهانو په خلاف د خروج په قضیه کې بيان کړې وه او هغه د کوفې د شيعان علي له تاريخ او د هغو له نفسیاتو سره ښه اشنا ؤ، د حضرت علي -رضي الله عنه- له وخته تر اوسه پورې د دغو خلکو کوم سلوک او کردار ښکاره کړی وو، د هغې ټول تاريخ د خلکو په مخ کې پروت ؤ.
داود بن علي (د عبدالله ابن عباس -رضي الله عنهما- لمسی ) هم حضرت امام زيد بن علي -رحمه الله- د دغو کوفيانو د بې وفائي له امله له خروج نه منع کړی ؤ. (المکي ج ۱ ص ۲۶۰) امام ابوحنیفه هم پوهیده چې دا حرکت یوازې په کوفه کې دی، د اموي امپراتورۍ ټول ولایتونه له دې څخه خالي دي، په بل ځای کې داسې تنظيم نه لري چې له هغه ځای څخه دوی مرسته ترلاسه کړي او په خپله کوفه کې دا ديګ لا ښه نه و پوخ شوی تر اوسه لا خام ؤ ځکه چې په شپږو میاشتو کې دا ديګ نه شو تیارېدی. نو ټولو ظاهري نښو ته په کتلو سره دا طمعه نه وه چې د امام زيد –رحمه الله- له پاڅون وروسته به کوم بريالی انقلاب رامنځته شي، له دې نه علاوه د امام ابوحنيفه د نه پاڅېدو يو علت دا هم ؤ چې هغه په خپله دومره نفوذ نه ؤ پيدا کړی چې د هغه ګډون د دغه غورځنګ د ضعيفۍ علاج وکړي. ځکه چې تر ۱۲۰ هجري قمري کال پورې حماد –رحمه الله- په عراق کې د اهل الرایې د مدرسې امام ؤ او تر هغه وخته پورې ابوحنيفه يوازې يو شاګرد ؤ. د امام زید د خروج په وخت کې د اهل الرأي د مدرسې د امامت مقام یو نیم کال یا له هغه څخه لږ څه ډېر شوی ؤ چې امام ابوحنيفة تر لاسه کړی ؤ، تر څو يې لا د (فقيه اهل شرق( مرتبه او اثر رسوخ نه وه ترلاسه کړی.
م- د نفس زکيه خروج:
دوهم خروج د محمد بن عبدالله (نفس زکیه) او د هغه د ورور ابراهیم بن عبدالله وو چې د امام حسن بن علي -رضي الله عنه- له اولادې څخه ؤ دا د ۱۴۵ هـ ق کال پېښه ده چې امام ابوحنیفه هم خپل بشپړ نفوذ ته رسېدلی ؤ. د دغو دواړو وروڼو تحريک په پټه د امویانو له وخته څخه روان ؤ تر دې چې داسې وخت راغی چې په خپله المنصور او ډېرو نورو هغو کسانو چې غوښتل یې د امویانو پر خلاف بغاوت وکړي د نفس زکيه په لاس بیعت وکړ. (الطبري ج ۵ ص ۴۸۷-۴۹۱) د عباسي امپراتورۍ له جوړېدو نه وروسته دا دواړه وروڼه پټ شول او په پټه يې خپل دعوت خپرولو ته دوام ورکړ، د دوی داعيان په خراسان، الجزيره، ري، طبرستان، يمن او شمالي افريقا کې خپاره شول. په خپله نفس زکیه په حجاز کې خپل مرکز جوړ کړ او د هغه ورور ابراهیم د عراق په بصره ښار کې خپل مرکز جوړ کړ او حتی په کوفه کې هم د ابن اثیر (مؤرخ) په وینا سل زره تورې د دوی د ملاتړ لپاره وتلو ته تیارې وې .( الکامل ج ۵ ص ۱۸ ) المنصور له پخوا څخه د نفس زکيه د پټو حرکتونو څخه خبر ؤ او له هغه څخه يې ډېره وېره درلودله، ځکه چې د هغه دعوت هم د عباسي دعوت سره موازي روان ؤ چې په پايله کې يې عباسي دولت رامنځته شو او د هغه تنظيم د عباسي تحريک له تنظيم څخه کم نه ؤ، همدا لامل دی چې المنصور له ډېرو کلونو راهیسې د هغوی د ماتولو هڅه کوله او د هغوی د ماتولو لپاره یې له ډېرې سختۍ او زياتي نه هم کار واخيست. کله چې په رجب ۱۴۵ هجري قمري کال کې نفس زکيه عملا له مدينې څخه د ابوجعفر المنصور خلاف خروج وکړ، منصور په ويره کې د بغداد د جوړولو چارې پرېښودې او کوفې ته ورسېد او د دغه حرکت تر پايه پورې ډاډه نه ؤ چې پاچاهي به يې باقي پاتې شي او که نه؟. کله به یې د بد حواسۍ په حالت کې ویل: په خدای قسم! نه پوهېږم چې څه وکړم؟ د بصرې، فارس، اهواز، واسط، مدین او سواد څخه مسلسل د سقوط خبرونه راتلل او له ټولو خواوو څخه د بغاوت ویره موجود وه، منصور دوه مياشتې جامې تبديل نه کړې او په بستره کې یې خوب ونه کړ، ټوله شپه به يې پر جاينماز تېروله.
(الطبري ج ۶ ص ۱۵۵ تر ۲۶۳ )کې دا کيسه په بشپړه توګه بيان کړېده هغه به تل له کوفې څخه د تیښتې لپاره ګړندۍ سپرلۍ تیارې ساتلې، که قسمت ورسره ياري نه وای کړې نو دغه حرکت به د هغه او د عباسي کورنۍ پاچاهي له منځه وړې وای.( اليافعي ج ۱ ص ۲۹۹ )په دې خروج کې د امام ابوحنيفه چلند له لومړۍ خروج (د زید بن علي) خروج څخه بالکل توپير درلود، لکه څنګه چې مو مخکې هم وویل، هغه په ښکاره د دې غورځنګ ملاتړ وکړ په داسې وخت کې چې منصور لا په کوفه کې شتون درلود او په ښار کې به هره شپه ګرځبندیز ؤ، حتی د خپلو شاګردانو سره یې دا وېره پیدا شوه چې موږ ټول به وتړل شو. هغه به خلک د امام ابراهیم (د نفس زکيه د ورور) ملاتړ او هغه سره بیعت کولو ته هڅول. (الکردري ج ۲ ص ۷۲ - المکي ج ۲ ص ۸۳)
له دوى سره ملګرتيا او د المنصور خلاف خروج يې له نفلي حج نه پنځوس يا اويا چنده زيات ثواب وباله.( الکردري ج ۲ ص ۷۱- المکي ج ۲ ص ۸۳ )
حتىٰ چې يو تن ابو اسحاق الفزاري ته يې وويل: چې ستا د ورور دا عمل چې د ابراهيم الامام ملاتړ کوي، ستا له هغه عمل څخه غوره دى چې د کفارو پر خلاف جهاد وکړې .(الجصاص، احکام القرآن ج ۱ ص ۸۱) د امام دغه اقوال د ابوبکر جصاص، الموفق المکي او ابن البزاز الکردري، په څېر خلکو نقل کړي دي، چې په خپله د لوړې مرتبې فقهاء دي، د دې خبرو څرګند مطلب دا دی چې د امام له نظره د مسلمانې ټولنې داخلي نظام د فاسدو رهبرانو له کنټروله د ایستلو هڅه له بهرني کفارو سره د مبارزې په پرتله ډېره غوره ده. د ده «امام ابوحنيفه» تر ټولو مهم او خطرناک اقدام دا ؤ چې د منصور تر ټولو باوري جنرال او د هغه قوماندان حسن بن قحطبه یې د نفس زکیه او ابراهیم په وړاندې له جګړې څخه منع کړ. پلار یې قحطبه هغه کس ؤ چې تورې یې د ابو مسلم له سیاست او تدبير سره یوځای د عباسي امپراتورۍ بنسټ کېښود، د هغه له مړینې وروسته زوی یې حسن د سالار اعظم په توګه وټاکل شو او منصور د خپلو جنرالانو په منځ کې په هغه خورا ډېر باور درلود، خو هغه په کوفه کې د اوسېدو په وخت کې د امام ابوحنيفه -رحمه الله- نه متأثر شو، یو ځل یې امام ته وويل: چې ما تر اوسه پورې کوم ګناهونه کړي دي (یعنې د منصور په دنده کې په خلکو ظلم او زياتی) هغه تاته معلوم دي، اوس زما لپاره د دې ګناهونو د بخښلو کومه لاره شته؟
امام وفرمایل:
که خدای ته معلومه شي چې ته په خپلو اعمالو پښیمانه یې او که په راتلونکي کې له تا څخه د یو بې ګناه مسلمان د وژلو غوښتنه وشي او ته یې قبول نکړې او د حکم د منلو پر ځای د خپل ځان وژنې ته تیار شې او که وعده وکړې چې په راتلونکي کې به خپل تېر عملونه نه تکراروې، نو دا به ستاسو لپاره توبه وګرځي. د امام د دې خبرې له اورېدو وروسته حسن بن قحطبه له هغه سره ژمنه وکړه چې همداسې به کوي. څه موده وروسته د نفس زکیه او ابراهیم د خروج خبره راپورته شوه، منصور حسن ته امر وکړ چې د دوی پر ضد جنګ ته ولاړ شي، هغه راغی او امام ته یې دا خبره ياده کړه، امام و فرمايل: اوس ستا د توبې د ازمويلو وخت را رسېدلی دی. که په خپله وعده دې وفا وکړه، نو ستا توبه به هم باقي پاتې شي، که نه نو تاسو به د هغه څه په خاطر چې تاسو مخکې کړي دي، د خدای لخوا نیول کېږئ او تاسو ته به د هغه څه سزا هم درکړل شي چې اوس یې کوئ. حسن بیا خپله توبه تازه کړه او امام ته یې وویل: که ما څوک و وژني، هم به دې جګړې ته لاړ نه شم. نو منصور ته ورغی او په ښکاره یې ورته وویل: امیرالمؤمنین! زه دې جنګ ته نه ځم. (ما چې تر نن ورځې پورې ستا په اطاعت کې څه کړي دي که د الله تعالی په اطاعت کې وي نو زما لپاره کافي دي او که د الله تعالی په نافرمانۍ کې وي نو زه خپل ګناهونه نور زیاتول نه غواړم.( منصور په غوسه شو او د حسن د نیولو امر یې وکړ.
د حسن ورور حمید وړاندې شو او ویې ویل: له ټول کال را هیسې د ده رنګ بدل شوی داسې ښکاري چې ذهن یې خراب شوی دی، زه به جنګ ته لاړ شم، وروسته منصور له خپلو باوري کسانو څخه وپوښتل چې له دغو فقهاوو څخه حسن د کومو فقهاوو څنګ ته ځي راځي؟ وویل شول چې د ابوحنیفه څنګ ته یې تګ را تګ ډېر دی. (الکردري ج ۲ ص ۲۲)
دا چلند هم د امام له هغه نظر سره سم برابر ؤ چې که د کامیاب او صالح انقلاب امکانانات موجود وي نو د ظالم حکومت په مقابل کې وتل نه یوازې روا، بلکې واجب دي. په دې اړه د امام مالک چلند د امام ابو حنیفه -رحمه الله- څخه توپیر نه درلود، د نفس زکیه د خروج په وخت کې چې ترې وپوښتل شول چې موږ د خلیفه منصور بیعت په غاړه کې لرو نو د خلافت د نورو دعوه کوونکو ملاتړ څنګه وکړو؟ نو هغه فتوا ورکړه چې د عباسیانو بیعت اجباري ؤ او جبري دی جبري بیعت، قسم یا طلاق ټول باطل دي، عباسيانو به په زور او د طلاق په اچولو بيعت اخيستلو يعنې که هغه د بيعت مخالفت کوي نو ښځه دې پرې طلاقه وي. د همدې فتوا له امله ډېر خلک له نفس زکيه سره يو ځای شول او بيا امام مالک ته هم د دې کار پايلې دا وې چې د مدينې عباسي والي جعفر بن سليمان هغه په لښتو وواهه په وهلو کې يې لاس له اوږې څخه ووت. (الطبري ج ۶ ص ۱۹۰ ابن خلکان ج ۳ ۲۸۵ - البدايه و النهايه ج ۱۰ ص ۸۴ ابن خلدون ج ۳ - ص ۱۹۱)
ن- دا نظريه يوازې دامام ابوحنيفه نه وه:
دا فکر کول بلکل سم نه دي چې د امام ابوحنيفه نظر د خروج په مسأله کې د اهل سنتو تر منځ منفرد او بې ساري نظر دی. مهمه خبره دا ده چې د خروج په اړه لومړۍ هجري پېړۍ کې د علماوو او فقهاوو نظر هم هماغه ؤ چې امام اعظم -رحمه الله- په خپلو اقوالو او عمل سره څرګند کړ. په لومړۍ خطبه کې چې حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- د خلافت له انعقاد نه وروسته ارشاد کړه فرمايي: «اطیعوني ما اطعت الله ورسوله، فاذا عصیت الله ورسوله فلا طاعة لی علیکم.» (البدايه والنهايه -ج ۵ -ص-۲۴۸)
تر څو چې زه د الله تعالی او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- اطاعت کوم زما اطاعت کوئ، خو که زه د الله او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- نافرماني وکړم نو زه پرتاسو د اطاعت حق نه لرم. حضرت عمر -رضي الله عنه- فرمايي:
«من بایع رجلا من غیر مشورۃ من المسلمین فلا یبایع ھو ولا الذی بایعه تغرۃ ان یقتلا.» (بخاري- کتاب المحاربين)
(څوک چې د مسلمانانو له مشورې پرته له یو چا سره بیعت وکړي، بیعت کوونکی او له هغه چا سره چې بیعت یې کړیدی، خپل ځان غولوي او ځان وژلو ته وړاندې کوي). د یزید د تأسیس شوي امارت په مقابل کې، کله چې حضرت حسین -رضي الله عنه- راپورته شو ډېری صحابه -رضي الله عنهم- ژوندي ول، د تابعينو فقهاوو خو تقريبا ټوله ډله ژوندۍ وه، خو زموږ او ستاسو په مطالعه کې د هېڅ صحابي او تابعي دا خبره نه ده تېر شوې چې حضرت حسين -رضي الله عنه- حرام کار پسې روان دی. هغو کسانو چې د حضرت حسين -رضي الله عنه- ته د نه تللو مشوره ورکړه هغو به ویل چې د عراق خلک د اعتماد وړ نه دي تاسو به بریالي نشئ او په دې کار سره به خپل ځان په خطر کې واچوئ. په بل عبارت په دې مسأله کې د ټولو نظر هغه شان وو، چې وروسته امام ابوحنیفه -رحمه الله- څرګند کړ چې د فاسد حکومت خلاف عمل په خپل ذات کې ناروا نه دی خو له دې عمل نه مخکې باید وګورو چې آیا د فاسد نظام پر ځای د یو صالح نظام د جوړېدو امکان شته او که نه؟ امام حسین -رضي الله عنه- د کوفې د خلکو د پرله پسې لیکونو په اساس فکر کاوه چې دومره ملاتړي لري چې په مرسته یې یو بریالی انقلاب راوستلی شي، له همدې امله له مدینې څخه ولاړل مکې مکرمې ته بيا عراق ته روان شول. برعکس کومو صحابه کرامو چې ده ته د خروج مشوره نه ورکوله هغه په دې باور ول چې د کوفې خلکو د ده پلار حضرت علي او ورور حضرت حسن -رضي الله عنهما- سره بې وفايي کړې ده او اوس هم د اعتماد وړ نه دي.
په دې توګه د امام حسین -رضي الله عنه- او د ځينو اصحابو -رضي الله عنهم- تر منځ اختلاف د پلان او تدبير له مخې ؤ نه د جواز او عدم جواز له مخې. په همدې ډول کله چې عبدالرحمن بن اشعث د حجاج بن یوسف د ظالمې واکمنۍ پر مهال د امویانو پر ضد راپورته شو د هغه وخت ستر فقهاء سعید بن جبیر، الشعبي، ابن ابی لیلیٰ او ابو البختري -رحمهم الله- ورسره ولاړ ول.
ابن کثير وايي چې له ده سره د قاريانو (يعنې د علماوو او فقهاوو) يوه ستر ټولګی ولاړ ؤ.
بيا کوم علماء چې له ده سره ولاړ نه ول يوه هم دا نه دي ویلي: چې دا خروج حرام دی.
په دې موقع د ابن اشعث د لښکر په وړاندې د دغو فقهاوو ويناوې د هغوی د نظر پوره ترجماني کوي.
۱- ابن ابی لیلی رحمه الله فرمایی:
اې مؤمنانو! څوک چې دا و ویني چې ظلم کېږي او بدۍ ته بلنه ورکول کېږي نو که د زړه څخه یې بد وګڼي نو ځان ته یې نجات ورکړ او که څوک په ژبه ناخوښي ښکاره کړي نو اجر او ثواب به هم ورته رسیږي او دی له لومړي کس څخه غوره دی، خو هغه څوک به سمه لاره ومومي او زړه به د ایمان په رڼا روښانه کړي څوک دی چې د الله تعالی د کلمې د لوړولو او د ظالمانو د کلمې د ټیټولو لپاره په خاطر په توره د داسې خلکو مخالفت وکړي. نو له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې حرام يې حلال کړي دي او په امت کې يې بدې لارې ايجاد کړي دي، هغه څوک چې له حق نه بېزاره دي او نه ئي پېژني، هغه څوک چې ظلم کوي او بد یې نه ګڼي.
۲- الشعبي -رحمه الله- وویل: (له هغوی سره جګړه وکړئ او فکر مه کوئ چې د دوی سره جګړه یو بد عمل دی، په خدای قسم! زما د پوهې له مخې نن ورځ په ځمکه کې هېڅ داسې ډله نشته چې له دوی څخه ډېره ظالمه وي او په خپلو فیصلو کې له دوی څخه ډېره بې انصافه وي، له همدې امله هېڅکله د دوی په وړاندې په جګړه کې بايد سست نشو. )
۳- سعید بن جبیر -رحمه الله- وویل:
(له هغوی سره وجنګیږئ، ځکه چې دوی په حکومت کې ظالمان دي، په دین کې سرکشي کوي، کمزورو ته سپکاوی کوي او لمونځونه ضایع کوي.) (الطبري ج ۵، ص ۱۶۳.) - د خروج کوونکو په خلاف چې کومو فقهاوو خروج نه ؤ کړی او د ابن اشعث په قيام کې يې د هغه مرسته نه وه کړې هغوى هم دا نه دي ويلي چې دا خروج حرام دی، بلکې ويل يې چې دا کار د مصلحلت خلاف دى.
۴- کله چې له حضرت حسن بصري -رحمه الله- څخه د دې موضوع په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: (په خدای قسم! الله چې پر تاسو دا حجاج مسلط کړی دی، دا ستاسو لپاره د الله له اړخه يو عذاب دی، نو د الله له دې عذاب سره په توره مه جنګېږئ، بلکې په صبر او سکون سره یې و زغمئ او له الله تعالی څخه بخښنه وغواړئ.) (البدايه والنهاية ج ۹، ص ۱۳۵)
دا د لومړۍ پېړۍ د دیني خلکو عمومي نظر ؤ، امام ابوحنیفه په دې دوره کې سترګې پرانیستې وې نو د هغه نظر هم د دغو خلکو د نظر په څیر ؤ، له هغې وروسته د دویمې پېړۍ په وروستۍ دوره کې دویم نظر څرګند شو چې اوس د جمهور اهل سنت نظر بلل کېږي. د دې نظر د څرګندېدو لامل دا نه ؤ چې د دې نظر په حق کې ځينې داسې نصوص و موندل شول، چې د لومړۍ پېړۍ له اکابرينو او مشرانو څخه پټ وو او يا دا چې د لومړۍ پېړۍ خلکو د نصوصو پر ضد عقیده خپله کړې وه.
په حقیقت کې د دې لپاره دوه دلیلونه ول:
لومړی: دا چې ظالمانو او دکتاتورانو په سوله ایزو او جمهوري لارو د بدلون لپاره هېڅ لاره پرانستې نه وه پرېښې.
دوهم: دا چې د تورې (شمشير) په وسيله د بدلون هڅې يو په بل پسې ناکامې شوې او داسې پايلې يې لرلې چې له دې لارې څخه هم د خير هيله نه شوه کېدای.