22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
1- د کائناتو په اړه تصور
د سياست په اړه د قرآن نظريه د هغه قرآن، د کائناتو په اړه د بنسټيز تصور په اساس ولاړه ده، په دغه نظريه د درست پوهېدو لپاره هغه بايد په نظر کې ونيول شي او په نظر کې نيول يې ضروري هم دي، که د سیاسي فلسفې له نظره د کائناتو په اړه قرآني فکر تحليل وکړو، لاندې ټکي زموږ په مخ کې راځي:
1- د کائناتو په اړه تصور:
1- الله تعالی د کائناتو، د انسان او له کومو شیانو څخه چې انسان استفاده کوی خالق او پيدا کونکی دی.
- {وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ} [الأنعام: 73]
(الله هغه ذات دی چې آسمانونه او ځمکه یې په حقه تخلیق کړي دي)
- {قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ} [الرعد: 16]
(و وایه الله د هر شي خالق دی، هغه یوازې او غالب دی)
- {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا} [النساء: 1]
(اې خلکو! له خپل هغه پروردګار نه و وېرېږئ، چې تاسو یې له یو نفس ( آدم) نه پیداکړئ، له هغه نه یې د هغه ښځه هم پیدا کړه او له دواړو نه یې ډېر سړي او ښځې خپاره کړل، له هغه خدای نه و وېرېږئ چې د هغه په نوم یو له بل نه غوښتنې کوئ او د رشتې له قطع کولو نه هم ځان وساتئ. یقینا الله تعالی په تاسو مراقبت کونکي دی)
۲- هغه شیان چې انسان ترې استفاده کوي او يا د انسان لپاره تسخیر شوي دي هغه هم الله تعالی تخليق کړي دي.
- {هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا } [البقرة: 29]
(الله هغه ذات دی چې ستاسو د استفادې لپاره یې د ځمکې ټول شیان پیدا کړیدي)
- }يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ} [فاطر: 3]
(اې خلکو! په تاسو د الله تعالی شوی نعمت یاد کړئ، آیا له الله نه پرته بل کوم خالق شته چې تاسو ته له آسمانه او ځمکې رزق درکړي؟ له هغه نه پرته بل څوک د عبادت لایق نشته دی، نو له کومې خوا نه ګمراه کول کېږئ)
- {أَفَرَأَيْتُمْ مَا تُمْنُونَ (58) أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ} [الواقعة: 58 - 59]
(آیا تاسو د مني د هغې قطرې باره کې فکر کړی چې تاسو یې (په رحِم کې) غورزوئ، آیا تاسو یې تخلیق کوئ که موږ تخلیق کونکي يو؟)
- { أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَحْرُثُونَ (63) أَأَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ} [الواقعة: 63، 64]
(آیا تاسو د هغه څه په اړه فکر کړیدی چې کرونده یې کوئ چې تاسو یې زر غونوئ که موږ؟)
- {أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاءَ الَّذِي تَشْرَبُونَ (68) أَأَنْتُمْ أَنْزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ} [الواقعة: 68، 69]
(آيا د هغه اوبو په اړه مو فکر کړیدی چې تاسو يې څکئ، آيا تاسو له وریځو ځنې کښته کړي دي که موږ؟)
- {أَفَرَأَيْتُمُ النَّارَ الَّتِي تُورُونَ (71) أَأَنْتُمْ أَنْشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنْشِئُونَ} [الواقعة: 71، 72]
(آيا تاسو د هغه اور«آتش» په اړه غور کړی چې بلوئ یې؟ د هغه ونه تاسو خلق کړېده که مونږه؟)
۳- د خپل مخلوق مالک، فرمان روا، مدبر او منتظم هم الله تعالي دی.
- والشمس و القمر والنجوم مسخرات بامره اَلَا لَه الخلق والامر تبارک الله رب العالمین.
(لمر، سپوږمۍ او ستوري د هغه له اړخه مسخر ګرځول شویدي، خبردار! تخلیق هم هغه کړی دی او حکم به
هم د هغه چلېږي)
- { لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى} [طه: 6]
(څه چې آسمانونو او ځمکه کې دي او څه چې د دواړو ترمنځ دي دا ټول د هغه دي او څه چې د ځمکې په بېخ کې دي)
- {يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ} [السجدة: 5]
(له آسمان نه تر ځمکې ټولې چارې همغه سنبالوي)
۴- په دې کائناتو کې حاکميت له الله نه پرته د بل چا نه دی، نه کېدای شي او نه د چا دا حق دی چې حاکميت کې د څه برخه ولري)
- {أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ} [البقرة: 107]
(ولې ته نه پوهېږې چې د آسمانونو او ځمکې بادشاهي الله لره ده، له الله پرته ستاسو بل سرپرست او مرستندوی نشته دی)
- {وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ } [القصص: 70]
(او هغه الله دی له هغه پرته بل څوک د عبادت قابل نشته دی، هغه لره ستاينه ده په دنيا او آخرت کې)
- {إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ} [الأنعام: 57]
(د حکم صادرولو واک یوازې الله سره دی)
- { مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا } [الكهف: 26]
(انسانانو ته له هغه پرته بل ولي او سرپرست نشته دی او خپل حکم کې بل څوک نه شریکوي)
- {لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ} [الحديد: 5]
(هغه لره د آسمانونو او ځمکې بادشاهي ده او د ټولو امورو رجع همغه الله ته کېږي)
- {وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ} [الرعد: 41]
(حکمونه الله صادروي، د هغه په حکمونو او فیصلو د نظر ثاني واک چاسره نشته دی)
- {إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ} [المائدة: 1]
(بېشکه الله د خپلې ارادې موافق احکام صادروي. (د چا خوښۍ او ناخوښۍ ته نه په کې نه ګوري، نه د چا نه اجازه اخلي)
۵- قرآن کریم په خپلو تعلیماتو کې د دې خبرې هم په ښکاره ډول اعلان کوي چې د حاکمیت صفات او ټول اختیارات یوازې الله لره دي، په دې کائناتو کې هېڅ څوک هم د دې صفاتو او اختیاراتو لرونکی نشته دی، هغه په ټولو غالب دی په هر څه پوهېږی، له عیبونو او خطاګانو ځنې پاک دی، د ټولو ساتونکی دی ټولو ته امان ورکونکی دی، تل ترتله ژوندی او هروخت ویښ دی، پر هر شي مراقبت کونکی دی، په هر شي قادر دی، ټول واک له هغه سره دی، هر شی که غواړي او که نه د هغه د فرمان تابع دی، نفع او ضرر د هغه لاس کې دي، له هغه پرته او د هغه له اذن پرته څوک چاته ګټه او تاوان نه شي رسولی، د هغه له اذن پرته څوک د هغه مخکې شفاعت نشي کولي، چې څوک غواړي محاسبه کوي او چې څوک و غواړي معاف کوي یې، د هغه په پرېکړه څوک نطرثاني نشي کولی، هغه چاته مسؤول نه دی، ټول هغه ته مسؤول دي، د هغه حکم خامخا نافذیږي، څوک د هغه د حکم مخه نشي نيولی، د حاکميت دا ټول صفات هغه پورې ځانګړي دي او په دې کې د هغه څوک شريک نشته دی.
- {وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ} [الأنعام: 18]
(هغه پر خپلو بندګانو غلبه لري او همغه پوه او له هر څه نه خبر دار دی)
- { الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ} [الحشر: 23]
(بادشاه، له عيب او نقصان نه پاک، له غلطۍ نه پاک، امن ورکونکی، ساتونکی، غالب، زورور، د ستر والي څښتن)
- {عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ} [الرعد: 9]
(په پټو او ښکاره شيانو پو هېدونکی، ستر او برتر عاليشان)
- {تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ} [الملك: 1]
(د ډېرو برکتونو څښتن چې بادشاهي یې په لاس کې ده او هغه پر هر څه قادر دی)
- { بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ } [يس: 83]
(د هغه په لاس کې د هر شي اختيار دی او د هغه طرف ته ستاسو واپسي ده.)
- {إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ } [يونس: 65]
(قوت بلکل د هغه په لاس کې دی، هغه هر څه اوري او پرې پوهېږي)
- {أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ } [التين: 8]
(ولې الله له ټولو حاکمانو ځنې لوی حاکم نه دی)
- {أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ} [آل عمران: 83]
(ولې انسانان د الله له دین پرته څه بل دین غواړي، حال دا دی چې هغه څوک چې آسمانونو او ځمکه کې دي د هغه د فرمان تابع دي، که خوښه یې وي او که نه او د ټولو رجوع د هغه لوري ته ده)
- { قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ} [آل عمران: 26]
(و وايه، ای الله د کائناتو مالکه! ته چې چاته وغواړې بادشاهي ورکوې او چا نه يې وغواړې اخلې، چاته چې وغواړې عزت ورکوې او څوک چې و غواړې ذليل يې کړې، ټول خير ستا په لاس کې دی، ته په هرڅه قادر يې)
- {إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ} [الأعراف: 128]
(حقيقت کې ځمکه د الله ده، په خپلو بندګانو کې چې وغواړي د دې وارث يې ګرځوي)
په دی مضمون بی شمېره آیاتونه دلالت کوي، د اوږوالي له کبله یې نه لیکم.