22-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د قرآن سياسي لارښوونې
۲- د الله حاکمیت
د کائناتو په اړه چې کوم تصور قرآن وړاندې کړی د هغې په اساس قرآن دا وایي چې د انسانانو حقیقي فرمان روا او حاکم هم هغه الله دی کوم چې د ټولو کائناتو حاکم او بادشاه دی، انساني معاملاتو کې د حاکمیت حق یوازې هغه ته رسېږي، له هغه پرته بل کوم انساني او غیر انساني قوت په خپل سر د حکم ورکولو او فیصله کولو اختیار نه لري.هېڅ چا ته دا حق نشته چې د دومره لوی حاکم په موجودیت کې د خپل سرۍ لاره غوره کړي.
د ژوند دوه برخې:
د انسان د ژوند یو اړخ هغه دی چې هغې کې انسان بلکل محض مجبور دی؛ په هغې کې هېڅ واک انسان ته نه دی ورکول شوی چې په ډېرو لارو کې یوه انتخاب کړي، ، بلکې دغه برخه کې پر انسان خامخا د الله پرېکړه تطبيقېږي، ، بلکې دنورو کائناتو غوندې به دی هم خامخا د خدای د حکم موافق روان وي او د ده دخوښې پرته به د الله حکمونه پرې تطبیقېږي.د مثال په توګه انسان ته دا واک نه دی ورکول شوی چې دنیا ته راتګ غواړي او که نه؟نارینه پیدا کېدل غواړي او که ښځينه ؟ ښایسته پیدا کېدل غواړي او که بدرنګه؟ په کومه زماني مقطع کې دنیا ته راتلل غواړي؟
مړ کېدل غواړي او که نه او که غواړي يې، کله مړ کېدل غواړي؟ څومره عمر غواړي، ډېر او که لږ؟ اولاد ډېر غواړي که لږ؟ هلکان غواړي که انجونې؟
دې ته ورته لس ګونه موارد دي چې انسان په کې هم د نورو کائناتو غوندې فقط د الله د امر او حکم محض تابع دی او څه چې الله تعالی د ده په اړه غواړي هغه په ده تطبيقېږي دانسان انتخاب او اراده په کې په نظر کې نه نیول کېږي، دا د ژوند هغه برخه یا اړخ دی چې انسان ته معلومېږي چې زه د يو قدرت د ارادې په مقابل کې بې وسه یم او یو ما فوق الطبعیت هستي راباندې حکومت کوي. د انسان د ژوند دوهمه برخه هغه ده چې انسان ته الله تعالی پکې اختیار ورکړی چې ځان ته لاره خوښه او انتخاب کړي نېکي، بدي، روا، ناروا، کفر، اسلام، فسق او اطاعت، په دې ټولو شیانو کې د انتخاب حق ده ته ورکول شوی دی چې هره لاره انتخابوي په خپله خوښه له شعور او ارادې سره د انتخاب کړي، د ژوند دې برخه کې په انسان د خدای فيصلې په اجباري توګه نه مسلط کېږي، بلکې حکمونه ورته د انبياوو په واسطه لېږل کېږي خو د منلو اختيار يې د ده خوښې ته پرېښودل شوی دی.
خو انسان به د خپل ناکاره یا ښه انتخاب بدله په اخرت کې ویني، په دې سلسله کې دومره خبره ده چې د انبیاء کرامو علیهم السلام او آسماني کتابونو په ذریعه الله تعالی ورته سمه او ناسمه لاره دواړه په ګوته کړي دي او ورته اختیار ورکړی چې هره یوه لار د ځان لپاره انتخابوي د انتخاب حق لري او د درستې يا غلطی لارې د انتخاب پایلې هم ورته بيان کړيدي. د ژوند په کومه برخه کې چې ده ته د انتخاب اختیار ورکول شوی د هغې په اړه ورسره الله تعالی دا مرسته کړې ده چې د انسان د تصرفاتو جائز حدود یې ورته روښانه کړي، حرام، حلال، د خدای د اطاعت او نافرماني حدود يې ورته د انبیاوو علیهم السلام په وسیله څرګند بیان کړي دي، چې د محاسبې په ورځ څه پلمه ورته پاتې نه شي.
درسته لار يې په لاندې ټکو کې روښانه کړېده:
الف- د کائناتو رب په حقیقت کې د انسان رب هم دی، انسان باید د هغه ربوبیت ومني او عملا یې تسليم کړي.
- {قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162) لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ} [الأنعام: 162، 163]
(ووایه: بې له شکه زما لمونځ، زما قربانۍ يا د عبودیت مراسم، زما ژوند او مرګ د الله رب العالمین لپاره دي. هغه شریک نه لري، ماته په همدې امر شوی دی او زه له لومړنیو غاړه اېښودونکو څخه یم.)
- { قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ } [الأنعام: 164]
(و وايه! له الله پرته بل رب و لټوم؟ همداسې حالت کې چې هغه د هرشي رب دی)
- {إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ} [الأعراف: 54]
(بېشکه ستاسو رب هغه دی چې آسمانونه او ځمکه يې پيدا کړيدي)
- {قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّنْ يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَنْ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَنْ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ (31) فَذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ} [يونس: 31، 32]
(و وايه! څوک تاسو ته له آسمان او ځمکې نه رزق درکوي، د اوريدو او ليدو قوتونه د چا په اختيار کې دي؟ او څوک را وباسي ژوندی له مړ نه او مړ له ژوندي نه؟ او څوک د دنيا چارې پر مخ بيايي؟ هغوی به و وایي الله. نو و وايه! ولې تاسو نه وېرېږئ؟ بيا خو همغه الله ستاسو رښتیونی رب دی نو له حق نه وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې کېږي؟ نو تاسو کوم خواته اړول کېږئ؟)
ب- دا چې د حکم کولو او پرېکړې حق له الله پرته د بل چا نه دی، د همده بندګي انسانانو ته په کار ده او همدا درسته لاره ده.
- {وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ} [الشورى: 10]
(په هر څه کې چې تاسو اختلاف سره کوئ، د پرېکړې واک یې له الله سره دی.)
- {إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ } [يوسف: 40]
(حکم له الله پرته د بل چا وک نه دی، د هغه فرمان دی چې له هغه پرته د بل چا بندګي مه کوئ، دغه درست دين دی خو اکثر خلک نه پوهېږي.)
- {قُلْ إِنَّ الْأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ} [آل عمران: 154]
(و وايه! د فیصلې واک ټول له الله سره دی.)
ج- د حکم کولو حق الله تعالی لره دی ځکه چې همغه خالق دی.
- { أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ} [الأعراف: 54]
(خبردار هغه تخلیق کړی دی او د پرېکړې واک هم هغه سره دی.)
د- د حکم ورکولو اختيار الله سره دی ځکه چې هغه د کائناتو بادشاه دی:
-{وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (38) ...(39) أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ } [المائدة: 38 - 40]
(او د غل سړي او غلې ښځې لاس پرېکړئ.... ولې ته نه پوهېږې چې د ځمکو او آسمانونو باد شاهي الله لره ده)
هـ- د الله حکم ځکه په حق ولاړ دی چې هغه په حقائقو پوهېږي او درسته لارښوونه کولی شي.
په لاندې ليکل شوو آیتونو کې ځای پر ځای الله تعالی د حکم له صادرولو نه وروسته فرمايي: الله پو کېږي او تاسو نه، يا دېته ورته الفاظ، چې د بيان دا اسلوب په دې دلالت کوي چې الله تعالی ځکه د حکم صادرولو واک لري چې هغه ته د ټولو شيانو حقائق معلوم دي، د هر حکم د فايدې او ضرر مختلف اړخونه ورته څرګند دي، له دې امله د تشريع واک هم هغه سره په کار دی.
- {وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ} [البقرة: 216]
(او شايد تاسو يو شی ښه ونه ګڼئ او هغه تاسو ته ګټور وي او شايد تاسو يو شی ښه وګڼئ او هغه تاسو ته ضرر وي، الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.)
- {وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ} [البقرة: 220]
(الله پېژني مفسد او مصلح)
- {يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ } [البقرة: 255]
(هغه پوهېږي په هغه شیانو چې انسان ته مخامخ دي او په هغه هم چې تر شا يې دي، دوی د الله د معلوماتو په يوه برخه هم نه پوهېږي مګر هغه چې الله یې وغواړي.)
- {وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ ... ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ} [البقرة: 232]
(کله چې تاسو خپلې ښځې طلاقې کړې او د هغو د عدت موده تېره شوه، نو مه يې منع کوئ چې د خپلو خوښې ميړونو سره نکاح وکړي....دا ستاسو لپاره د سپېڅلتيا او پاکۍ لاره ده، الله پوهېږي تاسو نه پوهېږئ)
- {يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ .... آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا} [النساء: 11]
(تاسو ته الله ستاسو د اولاد په اړه توصيه کوي....تاسو د خپلو پلرونو او زامنو په اړه نه پوهېږئ چې کوم يو تاسو ته ډېر ګټور دی، دا د الله له اړخه مقرر شوې برخه ده، حقيقت دا دی چې الله علم او حکمت والا دی.)
- {يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلَالَةِ .... يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ} [النساء: 176]
(دوی له تانه فتوا غواړي، و وايه الله تاسو ته د کلالة په اړه فتوا درکوي .... الله درته لاره روښانه کوي چې ګمراه نه شئ، الله په هر څه پوهېږي.)
- {وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ } [الأنفال: 75]
(رشته داران د کتاب الله له مخې يو د بل ډېر حقدار دي، يقينا الله په هر شي پوهېږي)
- { إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ .... فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ} [التوبة: 60]
(بېشکه صدقات د فقيرانو حق دی .... دا د الله له اړخه ټاکلی قانون دی، الله علم والا او د حکمت خاوند دی.)
- {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ... كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ } [النور: 58]
(ای مؤمنانو! اجازه د واخلي هغه چې تاسو يې مالکان ياست ....همدغه راز الله تاسو ته خپل حکمونه واضحه کوي، الله عليم او حکيم دی.)
- { أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ ... ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ} [الممتحنة: 10]
(ای د ايمان خاوندانو! چې کله تاسو ته مؤمنې ښځې د مهاجرو په بڼه راشي نو امتحان ترې واخلئ،...دا د الله حکم دی چې ستاسو ترمنځ يې کوي، الله علم لرونکی او حکمت لرونکي دی.)